دارواښاد اسحاق ننګيال دزوکړي
پنځوسمه کليزه
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب ،
په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنه ، د هېواد د نوميالي شاعر ارواښاد اسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه د روان کال
د نوامبر پر دوولسمه نېټه د بروکسل په ښار کې لمانځي .
په دغه غونډه کې به د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه
ليکوال ، کره کتونکي ، څېړونکي او د اسحاق ننګيال د اثارو مينه وال ګډون وکړي . د علمي څېړنو ، مقالو او ويناوو
په څنګ کې به د ارواښاد ننګيال د شعرونو سندريزې ډالۍ هم د يو شمېر هنرمندانو له خوا وړاندې شي .
بايد
يادونه وشي چې د نامتو شاعر اسحاق ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې
په همت ، دغه کارونه تر سره شوي او يا د تر سره کېدو په حال کې دي :
ـــ په لغمان کې د ارواښاد ننګيال او دهغه د مېرمنې
برونه د جوړېدو په حال کې دي . خپله د قبرونو کار بشپړ شوی او د ګنبدې په جوړېدو يې کار روان دی .
د دغو قب
ونو د جوړېدو لپاره په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو دغو ليکوالو او فرهنګيانو مرسته کړې ده :
علي محمد
مجبور ، اکبر کرګر ، صديق کاوون ، عاشق غريب ، زرين انځور ، اکبر بری ، حسن شور ، نظيف تکل ، غلام محمد کامه وال
، افضل ټکور ، علي سعيد ، امين باوري ، ډاکټر شېر ولي شېر ، انجنير حضرت سادات ، ممتاز ارمان او نجيب احمدزی
.
ـــ د دانش خپرندويې ټولنې فرهنګپال مشر ښاغلي اسدالله دانش ساپي ژمنه کړې ده چې د ننګيال د پنځوسمې
کليزې په وياړ د هغه يو شمر مهم اثار چاپ او خپاره کړي .
ـــ د بروکسل له غونډې وروسته به ورته غونډه په
غمان کې هم جوړېږي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه به ليکوال ، څېړونکي ، شاعران او فرهنګپال ګډون په کې وکړي .
پاتې دې نه وي چې د لغمان غونډه به د لغمان مېشتو کلتوري ټولنو او مرکزونو په مرسته جوړېږي .