مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(غمشريکي)چي شاهين غوندي غوټې وهې پر زړونو

هارون خپل شعشعي

چي شاهين غوندي غوټې وهې پر زړونو

اې فلکه! څه زورمـــند يې، بې پـــــــ ـــروا

 

لا د پښتنو د ستر څېړونکي، اديب او مؤرخ ( استاد علامه عبدالشکور رشاد) له دردونکي تلين څخه کلونه  نه دي تېر سوي، چي دادی د پښتنو د يو بل مفکر او نوښتګر ليکوال، ژباړونکی او محقق ( استاد محمد انور نوميا ي ) د ناببره مړيني خواشينونکی خبر خپور سو .

انا لله و ان اليه راجعون

له کوچني والي څخه، د استاد نوميالي له نېک او سپېڅلي نامه سره اشنا وم .  وروسته  مي څه موده د افغانستان د علومو په اکاډيمۍ کي له هغه مستدل او مبتکر ليکوال سره، د نيژدې پيژندګلوۍ او همکارۍ  وياړ درلود .

استاد نوميالی، په کندهار کي د پوهو او روښانفکرو مشرانو د هغه ګرداو غړی و، چي اوس يې  ډېر لږ کسان ژوندي پاته دي .  استاد نوميالی د هغه ارزښتناک غمي په څېر و، چي د نه پاملرني له امله کلونه کلونه تر خاورو لاندي پټ و  . خو ډېر ژر  د ليکني، ترجمې او څېړني په ډګرونوکي په لوړ او درانه نامه  وځلېد .

  استاد نوميالی د نېکو اخ اقو، سپېڅلي خويونو، تقوا، پراخي حوصلې، خلاقانه  علمي او تحقيقي نړۍ ليد خاوند و .

د استاد نوميالي مړينه، د پښتنو په علمي او تحقيقي ټولنوکي ستره ضايعه ده .

ټولو عزيزانو، دوستانو او خواخوږو ته يې د زړه صبر غواړم . 

اروا دې ښاده  او نوم دي لوړ وي .

د وحـــدت بحــــــــــــر اروا د عالــــمونو

په يوه موج يې پېدا په بل فنــــــ ا کړي

که چاځان د دې بې مثله بحر موج کړ

د هستۍ بح ر به ځان ورته ماوا کړي

 

هارون خپل شعشعي

 انګليستان

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery