په ډیره زیاته خواشینی سره
مو خبر تر لاسه کړ چه د هیواد یو وتلی علمی شخصیت د علومو د اکاډیمی غړی کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالی د
خپل هیواد د غیږی څخه لری له فانی نړی سترګی پټی کړی.
ارواښاد نومیالی یو زړه سواند، سپیڅلی، په هیواد مین
او د لویی فلسفی خاوند وه.
د ارواښادنومیالی کورنۍ او د هېواد علمي کړيو ته دهمدردۍ دمراتبو په وړاندي
كولو سره، د خوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه د هغوي په دغه غم کې ځان د لوی ننګرهار په استازیتوب شريک
بولی او دهیواد لپاره یې ستره ضایعه ګڼو .
د اروا ښاد استاد نومیالی روح دې ښاد وي او جنت فردوس دې ځای وي
دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه