مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2006-10-12   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

ډرایو Drive ته څه ډول شفر ورکولای شم؟

ب.بهیر وردګ

پوښتنه : محبوب الله

 گرانه وروره وردگ صيب سلامونه مو ومنه، محترما دا چه كمپيوتر يو درياب دي نو ستونزي هم ډيري لري نو په پكي په كار كولو د مختلفو ستونزو سره هم مخامخ كيږو، پدي سايټ كي د كمپيوتر د ستونزو د حل له پاره څواب ويل كيږي چه واقعآ دا يو خوشحاله كونكي خبره او وطنوالو ته يو خدمت دي. خداي دي وكري چه مونږ تول خپل تخنيكي مشلات د همدي سايټ دلاري حل كرو. پوښتنه؟ څنگه كولاي شو چه يو درايو ته پا سورد وركړو؟

ځواب:

محبوب الله جانه !

سلامونو ته دې وعلیکم وسلام ګرانه ! ستا د پوښتنې په اړه چې زه څومره پوهیږم داسې چې موږد خپله وینډوز د کنترولوونکي برخې په واسطه کولای شو چې یو ډرایو په څو کارنو پورې محدود کړو ولې که مو غوښتي وي چې یوه ډرایو ته شفر ورکړو نو په دې صورت کې موږ باید یو پوستکالی (Software) ولرو له هغې وروسته کولای شو چې د هغه پوستکالي په مټ یوه ډرایو ته پاسورډ ورکړو .خو دا هم مه هیروه چې په انټرنیټ کې دا ډول پوستکالي په وړیا توګه ډیر کم او یا بیخي نه پیداکیږي . دا چې وکولای شې د اوس لپاره دا پوستکالی وړیا ښکته او پخپل کمپیوتر کې یې دې نصب کړې نو له لاندې کرښې څخه یې لاسته اوړلای شې: http://www.softstack.com/hidedrv.html هیله مند یم چې تر یوه بریده پورې مې ستا پوښتنه در ځواب کړې وي که بیا دې هم پوښتنه لرله راته ولیکه.

 په مینه

ستاسي تبصره:
  لطفاٌ لاندې افغانستان په انګلیسي تورو ولیکئ.
د spam مخنیوی
aicts spozmai radio mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery