مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-27   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

اجمل اند

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

 


اجمل اند دولي محمد زوی پر ١٣٥٦ لمريز کال دننګرهار ولايت د خوګياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجګړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره مهاجرشو او پاکستان په هنګو کې يې واړول .
زده کړې
دې خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته وکړې . پر ١٣٧١ لمريز کال ، چې ننګرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوګياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو ، چې پر ١٣٧٤ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل دلته تر يونيم کال وروسته يې د ننګرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورنه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کاله کې دکرګرۍ پرچارو بوخت شو .

دندې
له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې م جلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپا� �ه د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشوم انو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . د ۲۰۰۲ له پيل وروسته کابل ته ستون شو او هلته يې د ازادۍ راډيو د کابل په بيرو کې د خبريال او پښتو خبري برخي د ايډيټور په توګه دنده خپله کړه . پنځه کاله يې په کابل کې دې دندې ته دوام ورکړ . او په دې دوران کې يې د افغانستان د بيلا بيلو مسلو په اړه راپورونه او مطالب چمتو کړل . اجمل اند اوس د چيک جمهوريت په پراګ ښار کې له ازادۍ راډيو سره د خپرونو د جوړونکي په توګه کار کوي . او په عين حال کې خپلو ادبي هلو ځلو ته هم دوام ورکوي .
چاپ شوي اثار
1. -(دزړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب ) د شعرونو لومړې ټولګه ١٣٧٧ لمريز کال
2. - (په څپو کې انځورونه ) د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٧٩ لمريز کال
3. - (هېندارې او چينې ) د شعرونو دريېمه ټولګه ۱۳۸۵ لمريز کال
4. - ( دا ښار هغه غرونه ) دشعرونو څلورمه ټولګه ۱۳۸۵ لمريز کال
ناچاپه اثار
1. - له بنګاله تر کابله ــــ ناول
2. - خوماره ـــ ناول
3. - تر کوکنارګله ــــ د لنډو کيسو ټولګه
4. - سيند په پرخه کې ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې
5. - د وينس سوداګر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه
6. -شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه
7. - سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه
8. - ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي ک� �تور او ورپېښو ګواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله

اند نه یوازي د کليوالي شاعری سرلاری شاعر دی بلکې یو پوخ اوریالست ژورلیست هم دی دښاغلي اند یوه بله ځانګړتیا په دې کي ده چي دئ کله کوم شعر یا راپور لیکي نو دهغه انځور دلوستونکو معزو ته رسوي چي په دې حساب ورته دحقایقو او دطبیعت دنقاش او انځورګر نوم هم ورکولای شو . همدا راز اند یو پاک نفسه او دخوږې طبعي څښتن دئ . دملګرو په منځ کي دخپل چاپیریال د هري غونډي او مجلس مالګه بلل کیږ ي په کابل او پیښور کي دافغان ادبي بهیر دډيرو غونډو دسمبالښت په چارو کښي ئې کلیدي رول لوبولئ دئ . دود پالنه او پښتوپالنه په فطري میراث ورپاته ده اوداند دډیرو ملګرو په وینا (اند پریارانه ولاړ سړی دی ) .

داند د� �عر څو نمونې:

هېنداره
اوس په اوبو کې څېره ګورم د تصوير قاتلان
ماسره کله په جېبونو کې هېنداره پرېږدي
دوی له تنکيو ستونو باسي لاهوتي سندرې
ستا ګناهنګار تارونه چېرې نو سېتاره پرېږدي
هغه لېمو کې د موسى  په څېر تا ثير ګرځوي
هغه ته سيند په منځ بېلېږي ورته لاره پرېږدي
وايي کوڅو ته دې زړو بګوو لاره کړې
دا اوازه  ده ، خلک ټول تا ړنګه ښاره پرېږدي
ورسره غاړه غړۍ ټوله شپه  ټپونه ژاړي
اند چې د خونې ډېوې بلې تر سهاره پرېږ دي

لوپټه
لوپټه چې دې ټپه دسهـــــــــــــار نه ده
جنډه کړې دې زما په مـــــــــزار نه ده
لا ژوندی يم لا زخمي سندري وايم
لا ټپي ټپي ځواني مې په دار نه ده
په وړه خوله غرونه غرونه وعدې مه ږده
ستا م اشومه شان وعده د اتبار نه ده
لينده مه کشکوه! سترګې دې ړندې شه
دا دکورکلي کوتره د ښکار نه ده
زما زده يې د کيميا بوټي انځور دی
خو دا خاوره لا زما په اختيار نه ده
چې تر لسو منګو دروند ژۍ پر اوږو وړي
ده د دنګو غ� �ونو پېغله د ښار نه ده
١٣٧٥ لمريز ، کوزبيار خوګياڼي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery