مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالهادي حېران

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

 

ښاغلي عبدالهادي حېران د اپرېل په ٢٧مه نېټه کال ١٩٧٩ع د کندوز و� �ايت د قلعه ذال د ولسوالۍ په جنگارک نومې کلي کې د عمر خان په کور کې زېږېدلى دى. په خټه د کونړ ساپى دى. په يو کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره باجوړ ايجنسۍ ته مهاجر شوى او لومړنۍ ديني زده کړې يې هماغلته کړې دي. وروسته يې په دير، مردان او صوابۍ کې هم مدرسې ويلې.

ښاغلي عبدالهادي حېران د ژورناليزم په ډگر کې لومړى قدم په ٢٠٠١ع کې هغه مهال کېښود چې په کراچۍ کې يې ژوند کاوه او د اوه ورځني روشن پاکستان نومې اردو ژبي اخبار سره يې د جنايي جرمونو د � �اپورتر په توگه کار پېل کړ خو وروسته يې د اخبار لپاره کالمونه ليکل او ژباړې کول هم پېل کړل چې په دې ترڅ کې يې د پښتو او انگليسي ډېرې ليکنې اردو ژبې ته وژباړلې. په همدغه موده کې يې د اردو ورځپاڼې ايکسپريس لپاره د افغانستان او پښتنو په موضوعاتو گڼ شمېر فيچري ليکنې هم وکړې.

په ٢٠٠٤ع کې د کراچۍ څخه پېښور ته لاړ او هلته د تلو سره سم يې په مياشتنۍ مجله "ليکوال" او ورځپاڼه "وحدت" کې کار پېل کړ او وروسته يې د ورځپاڼه "خبرونه" او يو شمېر نورو و� �ځپاڼو او مجلو سره د راپورتر، ژباړونکي، کالم ليکونکي او د خبرونو د مسوول په توگه کار وکړ. د ٢٠٠٥ع په پاى کې يې د افغان اسلامي اژانس په نامه خبري اژانس سره کار پېل کړ چې په ٢٠٠٨ع کې يې پرېښود.

په همدې موده کې يې د يوې انگليسي وېبپاڼې www.instablogs.com سره د افغانستان د برخې د مدير په توگه او د ځينو پښتو وېبپاڼو سره د همکار په توگه کار وکړ او په انگليسي او پښتو ژبه کې يې گڼ شمېر ليکنې خپرې شوې. د دې تر څنگ يې لندن نه د خپرېدونکې يوې پنځلس ورځنۍ جريدې "جرگه" د مسوول مدير په توگه هم کار وکړ.

اوس مهال د يو ازاد خبريال، � �يکوال او ژباړونکي په توگه په پېښور کې کار کوي او بېلا بېلو خبري ادارو ته د راپورونو د چمتو کولو تر څنگ د � �وانو چارو په موضوعاتو ليکنې کوي او په پښتو، اردو او انگليسي ژبو کې د يوې نه بلې ته اثار ژباړي.

ښاغلی حیران یو ډير نرم ،خوږ او پر انډوالي ټینګ انسان دي .سپیڅلتیا ، ځیرکتیا او دطنزه ډکه خوږه رویه ئې د ژوندانه اساس ګرځولی دی . دی د خپلو ملګرو په زړونو کي خاص محبوبیت لري . او په خپل ژورنالیستک ژوندکي هر څه ته دیو سا� �مي کره کتني دیو خاص انداز په لرلو سره دملي یوالي اوټولنیزو اخلاقو په رغونه کي خاصه دلچسپي لري او په همدې سکالو کي ډیر ښه افسانه لیکونکی هم دی .

اثار(چاپ)

(١) پښتو په انټرنېټ کې
(٢) تنده مې ماته شوه (د لن� �و کيسو ټولگه)

(ناچاپ)

(٣) ښکاري سترگې (ناول)
(٤) پښتو متلونه (د هم معنا انگليسي متلونو سره)
(٥) تورمخې گوانتانامو (د يو امريکايي پوهنتون د تحقيقي څانگې د څېړنې پښتو ژباړه)

شخصي وبلاگ: http://www.tolafghan.com/karakathana

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery