مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دوهمه برخه)

قريب الرحمان سعيد - ناروې

١٣٨٤دغويي ديارلسمه قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې

 ددې ليکني لومړی برخه    دوهمه برخه   دريمه برخه

 ستونزي او هیلي

دویمه برخه

د ګاونډیو هیوادنو عکس العملونه .

د افغانستان  په څلورو خواو کي  اټمي ځواکونه  موقعیت لري پا کستان  دیو ستر اټمي  ځوا ک خاوند دی ، چین  او روسیه خو ستر بین المللي اتمي ځوا کونه دي او ایران هم یو نه اعلان  شوي اټمي ځواک دی . افغانستان ددې ځوا کونو تر مینځ  یو ډیر ستر ستراتیژیک ځای لري خو تر اخري  کچي پوري یو فقیر او غریب هیواد دی . ددې هیواد و ګړو  تل خپل استقلال ساتلی خو ګټه یې نورو خو ړلې ده . چي همدا نژدې نمو نه یې د روسانو د تیري په مقابل کي د افغان میړني ولس مقاومت و .

روسانو ما تي و خوړه ، په تېښت و تښتیدل  خو د زبېښو ګټه یې نه یوازي ګاونډیانو (ایران او پا کستان ) و خوړه بلکي امریکایان يې هم په بر ګو سترګو خوري . د روسانو د ماتي او د روسي  امپراطورۍ د پا ی ته د رسیدو وروسته په نړۍ کي ډیر ستر بد لونونه  را مینځ ته شول  او امریکا د یوازيني زبر ځواک په  څېر په  نړۍ باندي په رانغښتو مټو حکومت کوي هغوی د روسانو سره د سوړ جنګ د جریان په وخت کي هر کال یو لس میلیارده ډالر ( د یوی امریکایی سر چینی  په حواله ) مصرف کاوه خو کله چي د کي جي بي ( د روسيې د استخباراتو اداره ) د مخ پرده څیري شوه نو امریکا  هغوی ته ددوستۍ لاس و ر اوږود کړ او افغانستان یې په خپل ځای پریښود  . یو ځل  یوه امریکایي سناتورته د خبرو په جریان کي  وویل شول چي که چیري هغه وخت  امریکا یولس میلیارده ډالر د سوړ جنګ کلنی مصر ف درلودنو ایا اوس افغانان چي ددې جنګ  د ماتولو او ګټلو  ویاړ  ور په برخه دی دکال د یوه ملیارد د بسپني وړ نه ګرځي ؟

 

ددې تر څنګ پا کستان او ایران ددې ټولو  ښېګڼو  تر څنګ چي په ډیرو بدو وختو کي یې په پور ه زړه ورتیا د افغانستان دولس سره کړې او دغه  ولس ته یې په خپلو غیږو کي ځای ورکړی وخو په همدې جریان کي لمړی پا کستان د اټمي ځواک  خاوند شو او هغه  هم په داسي حال کي اعلان شو چي امریکایانو پا کستان  ته ډیر ه زیاته اړتیا درلوده  تر څنګ  یې طالبانو ته د افغانستان  په حواله کولو  کي د ایران او پا  کستان تر مینځ خپل منځي داسي پټ  اړیکي جوړکړل شول  چي پا  کستان  ددې امتیاز په لاسته راوړو کي ایران ته د اټمي رازونو  د ورنقلو لو امتیاز ورکړ. او همداسي و شول د پاکستان د اټمي انرژۍ پلار عبدالقدیر خان  نه يوازي  ایران ته بلکي شمالي کوریا  ته هم د لري ویشتونکي راکټونو د تکنالوژۍ په بدل کي داټمي انرژۍ راز ور منتقل کړ . که خبره را نه  بې ځایه اوږده نشي نو بیرته خپل  ټکي ته را ځم  او هغه دا چي ایا ګانډیان هم دا خو ښوي چي داسی یوه  ارزښتناکه پرو ژه دي په افغانستان کي د تکمیل پولو ته ورسیږي چي د هغې په واسطه افغانستان ډیر ژر په خپلو پښو ددریدو  وړ و ګرځي؟  ما ته پخپله ددې خبري ځوا ب  مٍثبت په نظر  نه را ځي او دلیل یې دا بولم چي افغانستان  همدا اوس د پا کستان او ایران په ګډون  د ټولی نړۍ  د محصولاتو دخرڅلاوګډ مارکیټ دی . ایران وایي چي هر کال په سلګونو میلیونو ډالر صادرات یې افغانستان ته ځی  او پاکستان خو د میلیونو  څخه خبره تر میلیاردو پوري رسولې ده . او هغه یوا زني لاسي ښه مصنو عات چي په افغانستان کي او بدل ( اودل ) کیدل  لکه غالۍ (قالین) او ټغر ، نو د هغې په تو لیدونکي فکتورونو باندي هم پا کستان غصب کړی . اوس  که چیري افغانستان د مصنو عاتو د تو لید له  اړخه  په خپلو پښو دریږي  او نه یوازي دا چي په خپلو پښو و دریږي بلکي د خپلو مصنو عاتو د صادراتو له پاره به هم نړيوال مارکیټونه لټوي او د ګاونډیو هیوادنو سره به د یوه درست  بیلانس او موازنې په بنسټ را کړه ورکړه  وکړي نو په هغه صورت کي خو دا کار  د ګاونډیو په زیان تمامیږي او نه یوازي د هغو ی په صادراتو کي کمښت  را ځي  بلکي په مارکیټ کي به هم د افغاني محصولاتو رقابت  ور په برخه  وي او طبیعی ده  چي دغه ډول  صلاحیت او استعداد  په افغانانو کي شته . تر څنګ یې روس هم چي افغانستان  یې د الکترونیکي او برقي مصنو عاتو له پاره یو ښه مارکیټ دی له لاسه  ورکوي  په دې اساس ګاونډیان په دې هکله پوره دوه مخې پالیسي لري.

 

د بله اړخه په داسي حال کي چي دافغانستان  څخه د ترکمنستان  د ګازو او تیلو د نل لیکو دتیرولو خبري یو ځل بیا را ګرمي شوي دي ایران  هم  لکه د پخوا په څېر په دې لړ کي ستر خنډونه  را پیدا کړي . ایران غواړي دخپلو تیلو او ګازو نل لیکه د پا کستان څخه  هند او بیا چین ته وغځوی . که څه   هم امریکایان ددې پلان مخالت کوي او د امریکا د بهرنیو  چارو وزیري میرمن رایس هند  ته په خپل لمړي سفر کي د خپل مخالفت اعلان و کړ خو هند او چین  د ازادو او مستقلو هیوادنو  په څیر  د امریکا د مخالفت باوجود بیا هم  ددغي نل لیکي د غځېدلو له پار  عزم کړی  . په دې هکله دغه دري واړه هیوادونه ( چین ،  هند او ایران ) په خپله  د خپلي اقتصادي وړتیا  له امله کو لای شي دغه پلان ته د پلي کېدو  بڼه ورکړي . نو که چیري  دغه نل  لیکه د پا کستان څخه تېر یږي نو ایران به د ترکمنستان په نسبت پا کستان  ته ډیر ي اسانتیاوي ورکړي  او د پخوا نیو جوړښتونو په اساس  به پا کستان دې  ته  اړ باسي چي دافغانستان څخه  د ترکمنستان  د نل لیکي  دتیریدو پلان ځنډنی کړي ، لکه چي اثار یې  همدا  اوس په ډا ګه دي ځکه په دغه اخري غونډه کي چی په اسلام اباد کي تر سره شوه د پا کستان صدراعظم وویل  چي د یوه پلاوي په اساس به دا ثابتوي چي ایا ترکمستان  ریښتیا هم دومره زیرمي لر ي او کنه ؟  په دې اساس د پا کستان  دلچسپي په دې مسله کي هومره ګرمه نه ښکاري  لکه پخوا  چي ښکاریده  او ایرانه خو ان د پخوا څخه په دې هکله ښه  نظر نه لري .

 

ددې تر څنګ  پخوا د ګاز او تیلو د نل لیکي د غزولو له پاره امریکایانو هم ډیر ه  مینه دلوده او ددغه کار له پاره یې په افغا نستان کي  نظامو یوپه بل پسي تبدیل  کړل  چي که و توا نیږي دغه  پرو ژې ته   عملي بڼه ورکړي .  اما هغه ستونزي  چي ددغه نل لیکو د غځولو  تر مخ پخو ا یعني د امریکایانو د راتګ تر مخه مو جود وې  هغه اوس هم په یوه بڼه نه په یو بڼه  په مخ کي دي . د ا چي امریکا یې قواوي به څومره و توانیدلی شي  دغه خنډونه هوار کړي تر لنډي څیړنی لاندي نیسم  خو اوس  پو ښتنه داده چي  ایا امریکایان ریښتیا هم ددې پرو ژې د تکمیل سره  هماغه ډول مینه لري  لکه  پخوا یې چی درلوده  او که نه ؟

 

 زما له انده  دا پو ښتنه  هم په خلیج که د امریکایانو د شته والی پوري اړونده ده ، داسي بریښي چي امریکایان د عراق او د هغې تر څنګ په نورو تیلو تو لیدونکو هیوادو کي خپل شتون ته متو جې دي .

په عراق باندي د امریکایانو فو ځی یرغل  او په هغه هیواد باندي تسلط پیدا کول ، امریکایان د افغانستان څخه  بې پروا ه کړل ، خو کله چي هلته په عراق کي د بهرنیو ځواکونو په مقابل کي مقاومت پیل شو او دبله اړخه  امریکا  هم خپل لاسونه د نورو هیوادو  دروازوته وروغزول نو د امریکاپر خلاف دغه مقاومت هماغه بڼه اختیار کړه  لکه د روسانو د فوځي تیري په مقابل کي چي د افغانستا ن ولس مقاومت  پیل کړی و . او د ګانډیو په شمول د نړيوالي ټولني لخوا یې هم په کلکه ملا تړ وشو . اوس په عراق کي مقاومت یوا زي د عراقي ولس پوري را نغښتی نه دی بلکي نژدې ټول هغه  هیوادنه  چي د امریکا د تسلط څخه ویره لري ددغه مقاومت  تر شا  ولاړ دي.

 

د عراق د مقاومت پیلامه او هلته د عراق د تیلو د نل لکیو نا خوندي کیدل ، امریکایان د پوره اندیښنو سره مخامخ کړي . او تر څنګ یې امریکایان  هلته د خپلو پلانونو د ناکامیو سره هما غسي ځان مخامخ ګوري لکه روسانو  چي په افغانستان کی لید.  نو امریکایانو یو ځل بیا د افغانستان  نوم را تازه  کړ  او هر څومره  چي په عراق کی مقاومت ډیر ښت مومي اود تیلو د نل لیکو  خو ندي تو ب له منځه ځي او په نړيواليومارکیټونو کي د تیلو بيي لو ړیږي هما غومره امریکایان  افغانستان  ته ډیره پاملرنه کوي .

د امریکايانو  د پاملرني یوه نکته دا هم ده چي که په خلیج کي  لکه د پخوا په څېر  د تیلو د بحران سره مخا مخ کیږي نو د مرکزي اسیا  زیرمي خو باید له  لاسه ورنکړي . نو په همدې اساس  د ترکمنستان د تیلو د نل لیکي د غځولو  مسئله یو ځل بیا راتازه شوې ده   نو که دا پلان د امریکایانو  په زور پلي کړل شي نو ریښتیا چي د افغانستان له پاره به ډیره ستره سرمایه او پانګه وي اوګران هیواد به د هر ډول اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون  په لور ګامونه  پورته کړي او د سیالانو سیال به و ګرځي . چي په طبعي تو ګه به زمونږ د ګانډیانو له پاره د زغم وړ نه وي .

 

د نلکو  د غزولو اغیز:

 

لکه چي مخته مو ورته اشاره و کړه  ددغي نل لیکي غزیدل به د افغانستان له پاره په اقتصادي تو ګه ډیر اغیزمن ثابت شي او د کال به په سلګونو میلیونه ډالر ددغه پایپ  له لاري د افغانستان  په اقتصادي بودجه کي ډیر ښت را مینځته شي ، زمونږ کلنۍ بو دجې  چي همدا اوس یې د نیمایي څخه ډیر ه برخه  په بهرنیو  بسپنو ولاړه ده  نه یوازي پر خپلو مټو باندي کار پیل کړی بلکه د بیا ودانولو کارونه به هم په خپلو مټو او خپلو پلانونوپه خپله خو ښه پیل کړي .  ددې تر څنګ  دغه پرو ژه  چي د کومو ولایاتو ، ولسوالیو ، علاقداریو او کلیو  څخه تیریږي هغه به ټولي ترې خپله خپله ونډه اخلي او ګټه به تر ې پورته  کوي .  په زرګونو کسانو  ته به د کار ځای پیدا شي او سلونو زره نور و ګړي به یې د نورو اسانتیاو  څخه برخمن و ګرځی  .

دغه پروژه  چي اوس به د یونیکال د امریکایي کمپنۍ په بسپنه پلي کیږي پخوا دوه ډوله ارزیابي شوه لمړی دا چي د ترکمنستان ګاز به ددولت ابا د عقیني د سرحدي سیمي څخه چي د افغانستان سره نژدې سرحدي سیمه ده د فاریاب ، شبرغان ، مزار ، سمنګان ، پلخمر ی، سالنګ ، کابل او بیاننګرهار له لاري پاکستان سره یو ځای کوي ، خو د تیلو د نل لیکي په هکله ویل کیږي چي دغه نل لیکه به د ترکمستان څخه د فاریاب ، غور، هلمند ، کندهار او بولدک له لاري پا کستان سره یو ځای کیږي.

 

ددې نل ليکي  د تیرولو تر څنګ به د نل لیکي سره یو ځای یو قیر کړل شوی سرک ( ډامبر سړک ) هم جوړښت مومي چي دا سړ ک به پاکستان د افغانستان له لاري د مرکزي اسیا  د هیوادونو سره  نښلوي  همدا راز دغه نل لیکه  چي د کومو سیمو څخه تیریږ ي د هغې سیمو و ګړو ته به د ګاز او تیلو اسانیتاوي هم برابروي او ددې سیمو وګړي به ددې نل لیکي د خوندي ساتلو له پاره ګمارل کیږي  یعني ددې  پرو ژې پلي کیدل  په افغانستان کي یو ستر اقتصادي بدلو ن رامنځ ته کوي او خلکو ته به داوسیدو  او کار کولو او پر مختګ ټولي اسانتیاوي پخپله  برابري کړل شي .

که څه هم پخوا تر دې د روسانو د نظامي تیر ي په وخت کي د هیواد په دننه کي دغسي دوه پلانونه جوړ شوي او پلي شوي هم و چي یو یې د توري غونډۍ نه  تر شینډنډ  پوري او بله نل لیکه  د ترمیز څخه تر مزارشریف  پوري غځول شوې وه خو هغه پروژې ډیر ژر ناکامه  شوې چي یو لامل یې دا ښوول کیږي چي د شپې له اړخه به د نژدې ځایو او سیدونکو ددغه نل لیکي څخه په نا قانونه تو ګه  تېل را ویستل او پلورل به یې .  یعنی ټوله شپه به د بو شکو په ډکولو تېریده او ورځ به یې په پلورلو.  ددغه نل لیکو اثار او نښي او س هم تازه دي

 

ددې ليکني پاتي برخه وروسته پرليکه کيږي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery