مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمدصادق ریشتنی

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري


محمدصادق چې  رښتينى تخلص کوي د ١٣٦٨ ه کال دسرطان پرلسمه نېټه دکندهار په پينځمه ناحيه دمحمدنذير په کور کي دې نړۍ  ته سترگي پرانيستي .
په اووه کلنى کي يې  لومړى په خپل کور اوبيا په مسجد ديني کتابونه او ورسره په ليک و لوست پيل وکړ.
دطالبانو دواکمنى په اخري کلونو کي يې  دخپلي ناحيې  په يوه ښوونيز مرکز کي رسمي زدکړي پيل کړي چي په ١٣٨٧ ه ش کال دميرويس نيکه ليسي د دولسم ټولکي څخه فارغ شو  او په همدي کال يې دکانکور په ازموينه کي کډون هم وکړ.
رښتيني له ادبياتو سره ډيره علاقه درلوده چي دهمدي علاقي په اساس يي  دکندهار پوهنتون دښووني اوروزني دپښتو ادبياتوڅانگه غوره  کړه چي په پايله کي ورته په ښو نمرو بريالى شو .
ښاغلي ریشتني د ژورناليزم اوخبريالى سره دومره مينه  درلوده چي دښوونځي پرمهال به يي هم  دستيژ او پروگرامونو وياندويي کوله  .
دښوونځى په  يولسم ټولگي کي وو چي  دنورو زدکوونکو په مرسته يي  په لومړى ځل د (خوځښت ) په نوم ديوي مياشتنى جريدي  خپرول هم پيل کړه چي دايي دخبريالى په برخه کي لومړنى قدم وو .
تردي وروسته يي دبيلا بيلوښوونځيود زده کوونکو په  مرسته د(زدکوونکو) په نوم  د يو ټولنى بنسټ کښيښوده چي  دهمدي ټولني دمرستيالۍ ترڅنک يي دخپريدونکي (ښوونځى ) مجلي مسوول مديرهم شو .
او ورسره  يي دسوغراونيزي سره دخبريال  په توگه دنده هم پيل کړه .
نوموړي همدا رنګه د دولسم ټولګى له پاى ته رسيدو سره سم په کندهار کي د(کليد) په نوم د يوې شخصي راډيو سره لومړي دخبريال  اوبيا وروسته دخبري څانگي دمسوول په توگه دنده پيل کړه چي اوس مهال هم په همدي دنده بوخت دي .
ښاغلي رښتينى دپښتو او دري ترڅنګ په  انکليسي ژبه  هم پوهيږي او همدا رنګه د کمپوټرسره  هم بلدتيا لري.
نوموړي په ادبي  برخه کي هم ترخپلي وسي پوري هلي ځلي کوي چي دشعر په برخه کي يي يوه شعري ټولګه هم چمتو کړي  ده چي  لا تراوسه چاپ سوي نه ده .
 او دنثر په برخه کي يي ليکني په بيلا بيلو مجلو او ويبپاڼو کي خپري شوي دي .
نوموړي دفرهنګي او ژورناليستکي هڅو په ترڅ کي دکندهار ديو شمير ادارو لخوا په بيلا بيلو پروګرامونو کي په ستاينليکونو هم لمانځل شوي دي.
چي  په دي برخه کي يي په کندهار کي دکليدراديو د دويمي کليزي په مناسبت په جوړه شوي غونډه کي دنوموړي راډيو دغوره وياند اوپروډيوسر او دغوره اوفعال کارکوونکي  په توګه دستاينليکونو ترلاسه کول ديادوني وړدي .
نوموړى اوس مهال په هندوستان کي دال انډيا راډيو دپښتو څانګي سره دوياند اوپروډيوسر په توګه په دنده بوخت دي .او هم هلته خپلي زده کړي کوي .

ښاغلی ریشتنی لکه څرنګه چي ریشتنی نوم کاروي په ژورنالیزم او هیوادنۍ مینه کي همدومه ریشتنی دی  او هم د ښواخلاقو او ادبي مزاج څښتن دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery