مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-06   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

محمود كرزى: نيويارك ټايمز زموږ د كورنۍ د بدنامۍ هڅه كوي

د ولس مشر ورور  محمود كرزي د ده او د ده كورنۍ په اړه د نيويارك ټايمز د وروستۍ ګڼي څرګندوني رد او بې اساسه وبللي .
محمودكرزي نن په كندهار كې  په خپل كور كې يوي خبري ناستي ته د عينو مېني ، د ده او شاولي كرزي تر منځ پر اختلافاتو او نورو څرګندونو په اړه د نيويارك ټايمز څرګندوني  د دې ورځپاڼي هغه هڅه  وبلل چې غواړي د نورو په اشاره په افغانستان كې سياسي مخالفتونه را منځ ته كړي او د بې اساسه څرګندونو له لاري د دوى كورنى بدنامه كړي .
محمودكرزي وويل ده  ده  خولي شوي څرګندوني هم دروغ دي او ده دا ډول هيڅ خبري نيويارك ټايمز ته نه دي كړي .
نيويارك ټايمز  د تېري دوشنبې په ورځ په خپله وروستۍ ګڼه كې د كرزي د كورنۍ د اختلافاتو په اړه يوه مقاله ليكلې ده .
مقالې ويلي دي چې د  كرزي كورنې د شخصي ګټو او پيسو ګټلو دپاره  د نورو بنسټونو له لوري د پرمختګ مخه نيسي او منفي رقابت پالي .
مقالي د محمود كرزي او شاولي كرزي تر منځ د عينو مېني پر سر د يوې رامنځ ته شوي لانجې يادونه هم كړې ده او ويلي يې دي  چې شاولي كرزې د عينو مېني پنځه پنځوس ميليونه افغانۍ هم خپل شخصي اكاونټ ته انتقال كړي دي  چې په دې سره يې د محمود كرزي سره لانجه رامنځ ته كړې ده نيويارك ټايمز محمود كرزى د عينو مېني د ځمكي په غصب هم تورن كړى دى او وايې چې دا ځمكه يې د ملي دفاع د وزارت څخه لاندي كړې ده .
محمود كرزي د نيويارك ټايمز ټولي څرګندوني بې اساسه وبللي او نيويارك ټايمز ورځپاڼه يې تورنه كړه چې د دې مقالي په خپرولو سره يې د ده  نامه ته زيان ورسوى او ويې ويل چې په دې سره يې د ده په اړه د خلكو ذهنونه مخشوش كړي دي  .
محمود كرزي وويل چې د عينو مېني په جوړيدو سره د خپلو څلورو نورو پانګي شريكانو په ملتيا  افغانستان او كندهار ته افتخار ور بخښلى دى او  د دې ښارګوټي ټول كار يې په قانوني ډول پر مخ بېولى دى .
محمود كرزي وويل چې د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ دپاره كار كوي او هر څه په صادقانه ډول سره پر مخ بيايي .
محمود كرزي د نيويارك ټايمز هغه خبره چې وايې محمود كرزي د كابل بانك په سقوط كې لاس درلود هم رد كړه .
محمود كرزي د احمدولي كرزي په اړه چې يوه كال مخكي ووژل شو هم د نيويارك ټايمز د پخوانيو ګڼو ليكني دروغ وبللي  .
كرزي وويل چې نيويارك ټايمز د امريكا په متحده ايالاتو كې د هغو كسانو سره لاس لري چې نه غواړي امريكا په افغانستان كې وي او افغانستان پرمختګ ونه كړي .
محمود كرزي وويل چې نيويارك ټايمز په دا ډول ليكنو او مقالو سره خپل بازار تود ساتي .
هغه وويل كه يې د نيويارك ټايمز سره د دعوې كولو توان درلودلاى نو خپله دعوه به يې كړي واى ، په وينا يې چې نيويارك ټايمز ورځپاڼه زيات قوت لري .
څه موده مخكي د كابل بانك مشرتابه هم پر محمود كرزي پسي تور ولګاوه چې د دې بانك نه وړى پور يې نه دى وركړى خو محمود كرزي دا څرګندوني رد كړې او ويې ويل چې خپل ټول پور يې يو نيم كال مخكي وركړى دى .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery