مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

والنټین که دعیسایت تقلید

هرکال دفرورې دمیاشتې (14) نېټه دوالنټېن د ورځې په نامه سره په نړۍ کې لمانځل کیږی؛ داورځ په ځانګړې ډول سره په اروپااوامریکاکی په زیات جوش، احساساتواوځانګړومراسموکی لمانځل کیږی؛ چی ددې ورځې ټولې تحفې دزړۀ په بڼه سه یوله بل سره استول کیږی په دې ورځ کی ددوی په اند، فکراوعقېدې به عاشق ومعشوق ته اومعشوق به وعاشق ته سوغاتونه استوې اویاهم نوې عشق سره پیل کیږی که چیرې ددې ورځې وتاريخ ته ولاړشونوداورځ داسی یوسمبول هم نه لری چی ودې لمانځل شی اونه داسی کارپکښې شوېدی چی خوښې دې سړی پکښې ښکاره کړی، بلکه په کارخوداده چی په دې ورځ باندی ماتم وسی۔
ددې ورځې لمانځل دڅه مهاله پیل سوه؟
ددې ورځې په هکله ډېرې کېسې اوروایتونه اوتعبېرونه وینوخوترټولورېښتنی حقیقت چی اکثره تارېخونه هم ورباندی متفق دی هغه داسی ده:
(Saint Volentine) سېنټ والنټېن چی په اصل کی دې (سېنټ) عیسایی زاهد نه وواومشهورپه دې نامه سره وو، اودې په اصل کی په روم کی دېوې کلیسامشرووچی دده رتبه د (Priest) وو، یعنی دکلیسامتصرف؛ والنټېن په روم کی د (Claudius the Evil) کلاډېوس داېول، پاشاه پرمهال دکلېسامشروو، لکه څرنګه چی( پاشاه کلاډېوس د اېول) په جنګ اخته وو، نووزیات ځواک ته ئې اړتیاوه اوپاشاه غوښتل چی برلاسه سی اوجنګ وګټی، خودپاشاه یوه ستونځه داوه چی ده دلومړی ځل لپاره په فوځ کی دشاملېدوامروکی چی بایدهرڅوک چی دروم ترسلطنت لاندی وی بایدوفوځ ته داخل شی، اوپه هغه وخت کی اوصول داسی وه، چی هرپاشاه کوښښ کاوه چی ښه ځواک په دې ولری چی یادخپل ځان دفاع وکی اویاهم پرخپل بل همسایه باندی یرغل وکی، دپاشاه وامرته اولس دومره ډېرارزښت ورنه کی، خلک په دې فکرکی وه چی څه ضرورت دی چی ځانونه ووژنودښه ژوندخاوندان یو، دمینې ډک حالت مودی، اونه ئې غوښتل چی دخپله جونګړه اوخپل ژوندپه اورکی وسوځی؛ خپل دوستان، اوملګرې له لاسه ورکړی نوډېرلږ کسان وفوځ ته داخل سول؛ له دې څخه وروسته پاشاه امروکی چی پرتاسی خوښې حرامه ده اوپه ټوله پاشاهۍکې ئې ودونه اوکوزدې بندې کړی اودااعلان ئې وکړکه هرچایاواده اویاهم کوزده وکړل دهغه سزامرګ دی؛ اوس پاشاه غواړی چی ددې فرمان دترسره کولوسره په خلکوفشارراوړی چی خلک ودې ته وهڅول شی چی په فوځ کی داخل شی، ټول خلک په پوره پرېشانۍ کی شول چی داڅه وشول کوزدې اوودونه اودخوښې مراسم بندکړل سول ؛ خوبیاهم ډېرلږکسان ودې ته اماده سول چی فوځ ته ولاړسی؛ چی په دغه وخت دغه (والنټېن) دکلېسامشرپه پټه سره څوودونه وکړل حال داچی دولت بندکړی دی، پاشاه ډېرژرپه دې باندی خبرشوچی (پرېست والنټېن) دپاشاه دفرمان خلاف ودونه کړیدی،اودډېرونوروانجېنوسره ئې نامشروعې اړیکې برابرې کړېدې؛ نوئې والنټین ګیراوومحبس (زندان) ته ئۍ ورواچاوه، اودائې ورته وویل چی ستامرګ به په همدې محبس کی وی، طبعې خبره ده چی ومحبس ته هیڅوک دمېلمستیالپاره نه بېول کیږی اوهلته کړاونه، شکنجې، اوتکلیفونه شتون لری؛ کله چی دوالنټین سرخلاص شوچی دژوندپاڼه دې اوړی اونورنوته ددې فانې دنیاڅخه سترګې پټوې نوئې یولیک ولیکی اودالیک ئې دمحبس دمشرولورته چی ده مخکی لاتارورسره غزولې وو، ورکړچی ده خپله لاسلیک هم پرکړی وو، اولاندی ئې داجمله ورته لیکې وه:
From Your Volentine
یعنی دالیک (ستادوالنټین له خوادی) اوداښکاره کوی چی والنټین یواځی ستادی اوحال داچی څوودونه ئې درلودل اودډېرونوروښځوسره ئې بېله واده نامشروع اړېکې درلودې۔ اووالنټېن په محبس کی د (14) دفروری باندی مړشو، چی ددې څخه وروسته عیسایانوداورځ د (شهیدوالنټین) دورځې په نامه ونوموله اوهغه داچی داکارنورودکلیسامشرانووکی اوپه هره کلیساکي به دده بیان کې دی، چه ورو ورو دې ورځې په رسمی ورځوکی راغلل اوداورځ د (1668) میلادی کال راهیسی لمانځل کیږی۔ داورځ په عیسایت کی هم باید ونه لمانځل شی داځکه چی حضرت عیسی علیه سلام واده ونه کړنووالنټین دحضرت عیسی علیه سلام دطرېقې څخه مخالف کاروکړ، داځکه چی دې خویاعام عیسایی نه وو،بلکه دی دکلیسامشروو ؛ اوس اکثره عیسایی مذهبې مشران لکه (بېشف، پریسټ، پاسټراونور۔۔۔)واده په دې نه کوی چی حضرت عیسی علیه سلام واده نه دې کړی، چی نتیجه ئې داشوه چی هرکال په سلهاوودکلیسامشران پرلواطت اوزناووباندی ، په ورځپاڼواوکله هم پرتلوېزنوباندی ښکاره کیږی چی یواځی ترټولو په لږشمېرکی مذهبې عیسایی مشران د(300) په تعدادباندی په (2007) کی په بین المللی رسینوکی خپاره شول ، پرانټرنیټ باندی داهره ورځ دمعمول سره مطابق یورواجی بڼه غوره کړېده، همدااوس چی کله په هېتې کی زلزله وشوه د (30) ماشومان چی دچاپلارنه وو، چادمورکۍ نارې وهلې اوچادورور۔۔۔داڅوک وه چی دوی ئې تښتول چی دهېتې حکومت ونېول ؟؟؟ داامریکای عیسایی راهبان وه، داعیسایی مذهبې مشران وه چی دوی داماشومان تښتول اودخپلوجنسې اغراضولپاره ئې بیادوی استعمالوی، نه ئې پردې خلکوزړۀ وسو، نه ئې ددې ماشومانوپرچغوبوغوزړۀ وسو، اونه ئې هم ددوی پردرپه درۍ باندی زړۀ وسوبلکه دخپلونارواجنسې اړیکودترسره کولوپه خاطرئې داکاروکی، چی په ټوله نړۍ کی بیاامریکایی راهبان پکښې زیاته ونډه لری؛خلاصه داچی والنټېن له دې څخه هم سرغړونه وکړه، اوبل داچی والنټېن دخپل ددولت پاشاه خبر ه ونه منله اودهغه خبره ئې وغورځوله ددوالنټېن دوهم جرم دی، اودریم داچی په بایبل کی راغلی دی :
په لوقااومتی کی په (دتورات احکام) کی راغلی دی: زنامه کوی، خوزه (حضرت عیسی مسیح )درته وایم که یوې ښځې ته دشهوت په نظروګوری نوپه زړۀ کی دی زناورسره وکړه، نوکه هغه سترګه چی درباندی ګرانه ده ، ستادګناه باعث شوه، ښه ده چی وئې باسې اولری ئې وغورځوې، تردې چی په دوږخ کی پرېوځې داغوره ده چی غړی دی ناقص وی۔
اوس داایات داوسنی بایبل په هربایبل کی شتون لری، په هر(ورژن) کی داشته اوهرڅوک ئې کتلای شی، لومړی والنټېن چی یومذهبې مشروودبایبل ددې ایات څخه مخالفت وکی ، دوهم داچی اوس داټوله عیسایی نړۍ ولې ددې ایات څخه انکارکوی ، اوعمل نه په کوی،عیسایان وایی چی دابایبل دخدای کتاب دی نوولې بیاعمل نه ورباندی کوی؟؟؟!داهغه معماده چی له عیسایی نړۍ سره هیڅ ځواب نشته۔ دبایبل په حواله چی کله دسترګوزناوشوه نوبیادجنسی اړیکوهیڅ سوال نشته، اواوس ټوله عیسایی نړې بیادبایبل ددې ایات څخه مخالفت کوی:
(زنامه کوه، درواغ مه وایه۔۔۔۔۔۔۔دزیات ثروت خطر، لوقا)
پکارخوداده چی والنټېن دخپل مقدس کتاب بایبل، دخپل پاشاه چی اطاعت ئې پرده واجب وو، دهغه مخالفت، دحضرت عیسی علیه سلام دژوندخلاف کارئې وکړ بایدداورځ (توره ورځ ) ولمانځل شی ددې پرځای چی داپه خوښیولمانځل کیږی؛ اوکه چیری لکه دعیسایانوپه اند ودې ورځې ته (دشهیدوالنټېن ) دورځې په نامه سره یادشی نوبیابایدپه د ې ورځ باندی دخوښیوپرځای ماتم وسی، چی دابې ګناه ولې ووژل شو؟؟؟ اوس هرڅوک قضاوت کولای سی چی په دې ورځ باندی بایدڅه وشې؟؟؟ اونن سباپه ټوله نړۍ کې داورځ دعیسایی مذهبې ورځې رنګ ورکول سوی دی اولمانځل کیږی، چی په میلیون هاوونامشروع، اړیکې، نارواجنسی اړېکې اودمینې پیغامونه په ځانګړې ډول سره په اروپااوامریکاکی استول کیږی دوی ولی وخپل بایبل ته نه ګوری اوولې عمل نه ورباندی کوی ، دتعجب خبره ده، چی دمسلمانانووژل ، شکنجه کول اوداسلام ختمول په بایبل کی روادی، اوددې ایات څخه دویلوپرمهال ئې سترګې پلاستردی اوشی نه وینی۔ نوپه بایبل کی هم ددې ورځ لمانځل ګناه ده، اوهغه عیسایان چی داورځ لمانځې اودنوروسره ناروااړېکې پیل کوی، اویائۍ هم تودوې دبایبل په حکم بایدددوې سترګې ټولې وخېژول شی، داځکه چی دادحضرت عیسی علیه سلام امردی۔
دوالنټېن ورځ اواسلام:
اوس دایقینې معلومه شوه چی دادعیسایانویوه مذهبې ورځ ده ، اولکه څرنګه چی مامخکی وویل چی داورځ دومره ارزښت نه لری لکه دوی چی ورکړیدی، اوددې ورځې لمانځل دبایبل په خلاف ، په اسلام کی په واضح ډول سره خاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم فرمایی: که یوچادیوه قوم سره په یوعمل کی مشابهت وکی هغه دهغه قوم څخه دی۔ پېغمبرعلیه سلام پخپل ژوندمبارک په ټولوهغومراسموکی چی دغیرمسلمانانوله خواڅخه لمانځل کېدل دمسلمانانوورتګ ئې منع کی، هغه دعیسایانومراسم وه، که دیهودومراسم وه، که دزردشتیانومراسم وه، اوکه هرڅوک وه، اوپېغمرعلیه سلام وویل چی دوې ورځې ستاسولپاره الله جل جلاله ټاکلی دی یوه دکوچنې اخترورځ چی وه ئې لمانځی اوبله دلوی اخترورځ ، بس۔
لکه څرنګه چی په دې ورځ کی یوهلک اوانجلۍ نوې رابط پیداکوی، اویاهم هغه نارېنه اوښځې چی مخکی لاناروااړیکې لری نورې ئې تازه کوی، یودبله سره سوغاتونه لیږی داټول مطلق په اسلام کی حرام دی، بنی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چی که دیومسلمان فکرنه وواووپریوې ښځې باندی ئې سترګې ولګېدی نودامعاف دی، اوکه دې مسلمان ددوهم ځل لپاره ورته وکتل داګناه ده، په بل حدیث شریف کی راځی چی کله چی یونامحرم سړی دیوې نامحرمې ښځې سره یوځای سی نودریم ئې شیطان دی۔
سږکال یواځې دسعودې حکومت ددې ورځې لمانځل په ټول هیوادکی بند کړل، چی داېې یوافتخاری اواسلامی کارئی وکی؛ اوداورځ بایدپه ټوله اسلامی هیوادونوکی بنده کړل شی ؛ خوافسوس پرهغو مسلمانانوچی دعیسایانوپه لوموکی راګیراوداورځ په ویاړسره لمانځې اوپه حقیقت ئې هیڅ خبرنه دی؛ اوس لوستونکو!!! تاسو قضاوت وکی چی ددې ورځې لمانځل څنګه، اوڅه حقیقت لری؟؟؟
منبع : انسایکلوپیډیا، بایبل، اسلام اونړۍ، انټرنیټ
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery