مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دحضرت عيسی(ع)سره څوک مينه لري؟مسلمانان که عيسايان؟

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دحضرت عيسی عليه السلام نوم په قرآن عظيم الشان کي ۲۵پنځويشت واره ذکرشوی اوپه لاندينيوسورتونوکي يې قصه راغلې ده :
 Û±:سورة آل عمران
۲:سورة النساء
۳:سورة المائدة
۴:سورة مريم
۵:سورة الزخرف
۶:سورة الحديد
۷:سورة الصف
اودده دمبارکي مورحضرت مريم عليهاالسلام نوم په قرآن عظيم الشان کي ۳۴څلوردېرش واره ‌ذکرشوی دی اوقصه يې په لاندينيوسورتونوکي راغلې ده :
 Û±:سورة آل عمران
۲:سورة النساء
۳:سورةمريم
۴:سورة التحريم
ددوی دواړودنومونوپه قرآن کريم کي دومره زيات تکرارېدل دموجودو نصرانيانو(عيسويانو)هغه درواغ اوبې بنسټه ادعاءپه کلکه ردوي چي وايي:اسلام دحضرت عيسی عليه السلام اودده دمورسره دُښمني اوکينه لري .
 Ù¾Ù‡ داسي حال Ú©ÙŠ Ú†ÙŠ تاسوولوستل Ú†ÙŠ په قرآن کريم Ú©ÙŠ ددغودواړومبارکواشخاصويادونه دومره زياته شوې ده.
 Ù¾Ù¼Ù‡ دي نه وي Ú†ÙŠ په قرآن کريم Ú©ÙŠ يوسورت دسورة مريم په نوم سره هم شتون لري،چي مخکي يې هم نوم يادشوی دی .
 Ø¹ÙŠØ³Ø§ÙŠØª ته ځان منسوبونکي کسان منل دابولي Ú†ÙŠ له ځانه ددروغوخبري حضرت عيسی اومريمي عليهماالسلام ته منسوبي شي.
 Ø®ÙˆØ­Ù‚يقت دادی Ú†ÙŠ داکارمنل نه بلکي څرگندعداوت اودښمني ده اوداهم يوحقيقت دی Ú†ÙŠ په اصل Ú©ÙŠ دوی دحضرت عيسی اودهغه دمور(علیهماالسلام)دښمنان دي اورښتيني منونکي يې په دې وخت Ú©ÙŠ يوازي اويوازي مسلمانان دي نه بل Ú…ÙˆÚ© .
 Ø¹ÙŠØ³Ø§ÙŠØ§Ù†ÙˆØ®ÙˆØ¯Ø­Ø¶Ø±Øª عيسی عليه السلام سره محبت زيات Ú©Ú“ÛŒ دی خوديوچاسره دمحبت کولولپاره دوه ضروري اواساسي غوښتني شته،چي هغه دمحبت ددعوې درښتينوالي څرگندونه هم کوي.
 Ø¹ÙŠØ³Ø§ÙŠØ§Ù†ÙˆØ¯Ù…حبت هغه اساسي غوښتني عملي نه کړای شولې!
۱:اطاعت اوخبره منل.
۲:دمحبوب ددُښمنانوسره دُښمني اوله هغوی څخه نفرت کول.
عيسايانوپرځای ددې چي دحضرت عيسی مسيح عليه الصلاة والسلام خبره يې منلې وای اودهغه په هکله يې هغسي عقيده لرلي وای څنگه چي هغه ورته ويلي وو،دوی راولاړشول هغه ته يې دده دتعليماتواولارښوونوبرخلاف خدای،دخدای زوی اودخدايوددرواشخاصوله جملې څخه يووويل.
 Ú†ÙŠ Ø¯Ø§Ú©Ø§Ø±Ø¯Ø­Ø¶Ø±Øª عيسی عليه السلام سره څرگنده دُښمني اودهغه سره دمحبت سره په څرگنده په ټکرکي کاردی.
 Ø¯Ø¯ÙˆÙ‡Ù…ÙŠ خبري په هکله يې رويه داده Ú†ÙŠ دحضرت عيسی عليه السلام سختو دُښمنانو يهوديانوسره( Ú†ÙŠ هغه ته يې ډېرتکليفونه ورکړي وواوددوی په عقيده هغه يې ÙˆÚ˜Ù„ÛŒ هم دی)يې دجهاداودُښمنۍ کولوپرځای دوستي اومحبت شروع Ú©Ú“.
 Ø§ÙˆØ¯Ù…سلمانانوسره يې(Ú†ÙŠ دحضرت عيسی عليه السلام سره محبت اومينه لري،پرهغه ځان قربانوي او ورسره به ملگري هم وي)دُښمني شروع Ú©Ú“Ù‡.
 Ø¯Ø§Ø¯Ø¯ÙˆÛŒ داسي کاردی Ú†ÙŠ په دُنياکي يې بېلگه نشته.
اودادی نن داسرائيلوپه کلکه دفاع کوي اودهغوی دظالم اونارواحکومت حمايت کوي اودمظلومومسلمانوفلسطينيانوپه خلاف ورسره په څرگنده ولاړدي.
 Ù†ÙˆÚ©Ù‡ عيسايان رښتيادخپل پيغمبرسره مينه لري،نوڅنگه بيادخپل پيغمبرددُښمنانومرسته کوي؟
 Ø¯Ø§ÙˆØ§Ø¶Ø­ دليل دی Ú†ÙŠ دوی په حقيقت Ú©ÙŠ دحضرت عيسی عليه السلام دوستان نه بلکي دُښمنان دي اويوازيني دوستان اومنونکي يې مسلمانان دي.
 ÙˆØµÙ„ÛŒ الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

 
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery