مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د حضرت محمد ( ص ) نیکمرغه ژوند ته یوه لنډه کتنه او د هغه سیرت .

  
بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العا لمین والعا قبته للمتقین والصلاته والسلام علی اشرف الا نبیا والمرسلین سید نا و نبینا محمد وعلی اله صحبه اجمعین .
درنو او خوږومسلمانو اسلام علیکم ورحت الله و برکا ته
 اما بعد.
اجا زه را کړی تر هر څه دمخه زما نیکی هیلی او سلا مو نه ومنی ، کوم هغه معلو مات چی ما د حضرت محمد (ص ) د زوکړی او د هغه د ښه سیرت په برخه کی د ځینو سر چینو نه را ټول کړی دی او بیا می په پښتو ژبه ژبا ړلي دی غواړم ستا خد مت ته یی په لنډه تو ګه وړاندی کړم .
ګرا نو ورو نو ، د اسلام او بشریت ستر لار ښود ، د نفاق ، فحشا ، جهل او نا دا نی د ورکولو لوی رهبرحضرت محمد مصطفی صلی اله علیه وسلم ۱۴۴۴ کا له مخکی دی نړی ته سترګی پرا نستی دي او دهغی تا ریخ نه تر اوسه پوری د مسلما نا نو په زړنو کی خا ص ځای لری او هر کال یی په ښه شان سره لمانځی او تر رحلت پوری د هغه د ښه سیرت نه د همیش لپاره یا دونه کوی .
د سیرت تعریف .
سیرت د هغه ښه کردار ، رفتار او عا دت څخه عبا رت دی چی رسول الله ( ص ) بشریت ته ورساوه او خلک یی د تاریکی او جها لت نه روښنا یی ته راوګرځول او د بنده د بندګی نه یی د الله تعالی بندګی ته را وګرځول او خلکی یی پا کی او سمی لاری ته برابرکړل
 د حضرت محمد(ص) زوکړه او ماشومتوب
 د مکې ښار په دروند تورتم او چپتيا کښې ډوب ؤ او د ژوند او کار څه نښې نښانې نه ليدل کيدې. يوازې سپوږمۍ وه چې د نورو شپو په شان ورو ورو د خواؤ شا له تورو غرونو راهسکه شوې وه او خپلې نرمې پلوشې يې په ساده او بې ډول او بې سينګاره کورونو او د ښار خواؤ شا کښې په دښتو غوړولې وې ورو ورو شپه تر نيمې واؤخته او د حجاز د سوې سپورې زمکې يې د ارام ساه واخېسته، ستورو هم په دغې بې ريا او صفا فضا کښې پړقا کوله او د مکې د ښار خلقو ته په مسکا وو، اوس سهار دی او سهارنيو مارغانو په زړۀ راښکونکي او زړۀ پورې اواز سره جنتي سندرې شروع کړې ته به واې چې د خپل معشوق سره راز و نياز او پټې خبرې کوي. د مکې په افق باندې رڼا په راختلو وه خو لا تراوسه د مکې په ښار باندې رازداره چپتيا واکمنه وه او ټول خلق اودۀ وو يوازې بي بي امنه ويښه وه او د راتلونکي نوزيږي بچي په انتظار وه. ناڅاپه يې څو نوراني او ناپيژاندې بيبيانې په کوټې کښې وليدې چې ډېر خوږ بوي ترې ختلو. بي بي امنه حيرانه شوه چې دا څوک دي او څه ته راغلي دي څو شيبې وروسته نوی مېلمه او نوزيږی دنيا ته راغی او د مياشتو له انتظاره وروسته بالاخره د ربيع الاول په دولسمه د هغې سترګې د خپل زوی په ديدن رڼا شوې.
ټول خلق د دې نوي ماشوم په راتګ خوشحاله وو خو د خوشحالۍ په دې وخت چې د حضرت بي بي ا منې (ع) زړۀ له خوشحاليو ډوب ؤ د هغې ګران ميړۀ حضرت عبدالله (ع) په دې دنيا کښې نه ؤ ځکه چې هغه د شام له سفره د ستنيدو په وخت په مدينې کښې وفات شو، هماغه ځای کښې ښخ شو او بي بي ا منه يې د تل لپاره يوازې پريښوده .
خوږو مسلما نا نو ، د حضرت محمد ( ص) د زیږیدنی ورځ یو عادی ورځ نه وه بلکه پدی ورځ ځینی واقعات او حاد ثات او هم د حضرت محمد ( ص) د پیغمبری ځینی نښی او نښانی لیدل شوی دي په یو روایت کی راغلي دی وایی ،
 حضرت محمد(صلي الله عليه و اله و سلم) وزيږيد او د دوي د زوکړې سره په يو وخت په اسمان او زمکې په تيره بيا ختيځ کښې چې د هغه وخت د تمدن مرکز او زانګو وه ځينې پيښې وشوې.
د نوشيروان باچا باعظمته څو ماڼۍ( کلیسا ګا نی) چې د ابدي قدرت او سلطنت تصوير يې وړاندې کوۀ هغه شپه ولړزيده او ونړیدلی او د فارس د اورتونونو (اتشکدو) اور( ۱۴ چرا غونه ) چې په زرګونو کاله بل ؤه ناڅاپه مړ شوه. همدا راز د ساوې سيمې د جهيل وچيدۀ هم د هغې شپې يوه معجزه وه چې د يوې يوې سيمې خلق يې راويښ کړل.
په عربو کښې له کلونو دا رسم ؤ چې د ښار اوسېدونکو به خپل ماشومان له زوکړې وروسته د ښار په خواؤ شا قبائلو کښې يوې دايڼې ته ورکول، چې هم په صفا او ازادې هوا کښې وروزل شي او هم فصيحه عربي ژبه زده کړي چې هغه وخت په کليو کښې دا دود او رسم ډيره وه.
رسول دخدای یتیم زیږیدلی دی پدی ما نا چی دوه میا شتی وروسته د خپل پلار( عبدالله) د وفات نه پیدا شوی دی او خپل پلار یی په سترګو نه دی لیدلی مور بی بی آمنه چی د وهب لور او د عبد مناف لمسی وه دا دقریشو په ښځوکی یو بی مثله ، پا که او تقوا دارښځه وه.
لمړی مور یی ورته نوم احمد کیښوده او وروسته بیا د نیکه له خوا ورته نوم محمد کیښو دل شو او په قران کریم هم څلور ځلی د محمد نوم ذکر شوی او یو ځل د احمد نوم ذ کر شوی (چی د صف سوری په ۶ ایت کی ).
حضرت محمد ( ص) دری ورځی د خپلی مور شیدی خوړلی دی او د مور شیدی یی نوری ختمی شوی نو هغه وخت هلته داسی یو دود او رسم ووکه دیوی ښځی شیدی نوری نوي نو بله ښځه به حاضر یدله او ما شوم ته به یی شیدی ورکولی او بیا د ماشوم د کورنی له خوا د هغی ښځی سره یو څه مرسته کیدله نو هغه ووچی یوه بله ښځه یی د ثو یبی په نا مه پیدا کړه بیا یی د حضرت محمد ( ص) د شیدو ورکولواو رو زنه یی په غا ړه وا خیسته او هغی ښځی ورته څلور میا شتی شیدی ورکړی کله چی د هغی ښځی شیدی خلاصی شوی بیا د حضرت محمد( ص) نیکه د بلی ښځی په لټه کی شو ګوری چی حلیمه پرمخ ورغله هغی ته وویل چیرته ځی حلیمی ورته په ځواب کی وویل راغلی وم که څوک پیداشی او ما شوم یی شیدی ته ضرورت لری چی وریی کړم خو څوک پیدا نشو نو بیرته کورته ځم نو بیا عبدالمطلب ورته وویل زه یو ما شوم لرم شیدی ورته کړه نو هغه وو چی حلیمی ما شوم محمد د عبدلمطلب نه واخیست او دځانه سره یی خپل کور ته یوووړ نو د ما شوم محمد سا تنه او روزنه او شیدی ورکول له دی وروسته د بي بي حليمې (رض) په غا ړه شول حضرت محمد(ص) یی خپلې قبيلې ته بوتلو او د خپل زوی په شان يې د هغۀ ساتنه کوله. بني سعد قبيله تر دې مخکښې په قحتۍ او غريبۍ کښې اخته وه خو چې کله حضرت محمد(ص) د بي بي حليمې (رض) کور ته راغی د دغې قبيلې غريبي او بې وزلي ورکه شوه. د سيمې پټي شنۀ او څاروي ښه څاربۀ شول، پخپله د بي بي حليمې حالت هم ډېر ښۀ شو او شودې يې زياتې شوې. حضرت محمد(ص) پخپله هم تر نورو ماشومانو ښه وده موندله او د نورو ماشومانو په شان يې چتی او بیهوده خبرې نۀ کولې د حلیمی په کور کی برکت او نعمت ورځ په ورځ زیا تیده او حلیمی پنځه کا له ددی ما شوم روزنه او پا لنه وکړه خو پدی دوره کی پدی ما شوم کی عجیبه حا لا تونه او ځینی نښی او نښا نی لیدل کیدلی او حلیمه نوره ووریده چی خدای نخواسته کفارپدی خبر نشی او دا ماشوم له ما نه ضایع نکړی نو پدی خا طر حلیمی نور نه غوښتل چی دا ما شوم د ځا نه سره وساتی او تصمیم یی ونیوه چی هر څومره زر کیږی دا ما شوم مکی ته ورسوي او عبدلمطلب ته یی تسلیم کړی.
حضرت محمد (ص) د اهل سنت له قوله په ۵۷۰ میلادی کال چی د عام الفیل کال په نا مه هم یا دیږی د ربیع الا ول د میا شتی په ۱۲ نیټه ددوشنبی د ورځی د سهار په وخت په مکه معظمه کی د حجاز د شعب په قریه کی د بنی ها شم په کور کی چی اوس د سعودی عربستان په نا مه یا دیږي دی نړی ته سترګی پرانستی دي.
عا م الفیل هغه کال وو چی ابرهه په فیل سپور وو او د څو زرو جنګی لښکرو سره د یمن نه په مکه حمله وکړه غوښتل چی د خدای کور یعنی کعبه شریفه ورانه کړی مګر هلته د الله په امر سره دا با بیل مرغانود مقا ومت سره مخا مخ شول او د ابرهه ټول لښکر یی په هلاکت ورساوه اوهغوی خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیدل هغه عادی مرغان نه وو هغه دا سی مرغا ن ووچی ا لله تعالی د اسمان ر اولیږلی وو چی هر یو یی په خپلوپنجو کی یو من او دوه منه تیږه به یی د ځمکی نه پورت کوله او بیا به له هوا نه په کفارو غور ځولی او د تیږو پوا سطه د کفارو ټول لښکر تباه شو ځکه هغه کال د عا م الفیل په نا مه مشهوردی چی پدی مورد کی د فیل سورت هم نا زل شودی ( وار سلا علیهم طیرا ا با بیل ).
حضرت محمد(ص) د عبدالله زوی او د عبدالمطلب لمسی دی او د پلار له طرفه نسل او نسب یی ۲۰ پشته یعنی تر عد نان پوری رسیږي او حضرت محمد هم په خپله فر ما یلی وو ( ا ذ بلغ نسبی الی عدنان فا مسکوا ) یعنی زما نسب کله چی عد نان ته ورسیده هملته ورته خا تمه ورکړی. چی نسب یی په لاندی ډول دی.
۱- حضرت محمد ( ص ) د عبدالله زوی.۲ – عبدالله د عبدالمطلب زوی.
۳ – عبدالمطلب د ها شم زوی .۴ - ها شم د عبد منا ف زوی.
۵ -عبد مناف د قصی زوی . ۶- قصی د کلاب زوی . ۷ – کلاب د مرته زوی. ۸ – مرته د کعب زوی . ۹ کعب د لوی زوی . ۱۰- لوی د غا لب زوی
 ۱۱-غالب د فهر زوی .۱۲- فهر د ما لک زوی .۱۳- ما لک د نفر زوی
 ۱۴- نفر د کنا نته زوی . ۱۵- کنا نته دخزیمته زوی. ۱۶- خزیمته د مدرکته زوی . ۱۷ – مدرکته د الیاس زوی .۱۸- الیاس د مضرزوی. ۱۹- مضرد دمعد زوی. ۲۰- معد د عد نان زوی. او بس.
کله چی حضرت محمد ( ص) د شیدو د خوړلو مر حلی نه خلا ص شو الله تعا لی د خپلو فرشتو نه یو ه لیوه فرشته دده تر څنګه مقررکړه چی د حضرت محمد ( ص ) تر څنګه او نژدی اووسی شپه او ورځ هغه ته سمه لار اونیک اخلاق وروښي.
حضرت محمد( ص) ۶ کلن وو چی د خپلی مور سره یی د خپلو خپلوا نو د لیدو په خا طر یثرب ( مدینی ) ته لا ړمګر بی بی آمنه د بیرت را تګ په وخت کی مریضه شوه او وفا ت شوه او په مدینه کی خاورو ته وسپا رل شوه پس پدی لحاظ حضرت محمد ( ص ) د ۶ کلو وو چی مور یی وفات شوه ددی نه ورو سته د حضرت محد ( ص ) سر پرستی نیکه یی ( عبدلمطب ) په غاړه وا خیسته کله چی حضرت محمد د ۸ کلو او ۷ میا شتو شو نو نیکه یی هم و فات شو دهغه نه وروسته دده سرپرستی د کاکا ( ابو طا لب ) په غا ړه شوه ابو طا لب دده په سرپرستی کی ډیر زیات کو ښښ کا وه او کله چی به ا بو طا لب شام د تجارت په سفرتلو نو حضرت محمد (ص) به یی هم له ځا نه ووړمګر په لاره د بحیرا په نا مه یو رهبي په ده کی د پیغمبری ځینی نښی او نښانی لیدلی وی او بیا یی ابو طا لب د هغی نه خبر کړ.
حضرت محمد ( ص ) وروورو د خپل کا کا د سیوری لاندی لویده او د بلو غ مرحلی ته رسیده یو ورځ یی کا کا ورته وویل چی ته شفا عت د باران وکړه که الله تعلی داد مکی وچکا لی ورکه کړي،
 حضرت محمد د ۱۲ کلو وو چی د خپل کا کا سره یی شام ته د تجارت په خا طرسفر وکړ اوپه ۱۵ کلنی کی یی د خپل کا کا سره د فجار قبیلوی جنګ په خا طر ملګرتیا وکړه علا وه د کا کا نه یی د نورو خلکو ما لو نه به د تجا رت په خا طر شام ته وړل داچی دی ډیر راست کا ره او ریسښتیا ګوی وو نو خلکو ده ته د امین لقب ورکړ.
حضرت محمد ( ص ) د خپلی هو ښیاری له امله په ۲۰ کلنی کی د مظلو ما نو د دفاع په پیمان کی کډون وکړدا چی حضرت محمد په راست کا ری او اما نت کا ري ډیر مشهور نو بی بی خدیجی هم پری اعتباروکړاو خپل ما لو نه به یی حضرت محمد ( ص ) ته ورکول چی شام ته د تجارت په خا طر یوسی.
حضرت خدیجه رضی الله عنها د رسول الله تر نکاح دمخه کو نډه او ډیره شتمنه وه او د کچینوالي را هیسی پا کلمنی او نیکه ښځه وه او خلکو به ورته له ډیری پا کي ( طا هره ) یعنی پا که او سپیڅلی ویله هغه وخت د مکی د خلکو ګزران سوداګری وه د اوړی به شام ته تلل او د هغه ځای څیزونه به یی را وړل او په مکه کی به یی خر څول د ژمی به یمن ته تلل که څوک په خپله نشو تلای خپل مال به یی بل چا ته ور کول او په ګټه کی به یی له ځا نه سره شریک کول.
حضرت محمد ( ص ) هم د دود له مخی تر نبوت د مخه سوداګری کوله زیا تره به یی خپل ما ل ووړ خو کله به یی د بل چا هم ووړ.
رسول اکرم د خپلی ا مانتګری او هو ښیاری له امله په سودا ګری کی ډیره ګټه کوله نو هر چا غوښتل چی مال یی یوسی یو ورځ ورته بی بی خدیجی هم خپل مال ور وسپاره قا فله شام ته تله خدیجی خپل نو کر( میسره ) هم ورسره ولیږه له سفر نه چی را ستا نه شول نو رسول ا لله د هوښیا ری او امانت ګری له امله ډیره ګټه وکړه د بی بی خدیجی نو کر د زلمی محمد ( ص ) ډیره ستا ینه ورته وکړه نو د خدیجی پر زړه زلمی ( ص ) غوره اخلاق او اما نتګرۍ ور ننوته او ډیر اثرپری وکړ.
بی بی خدیجی خوب لیدلی وو چی زما په کا له کی له اسما نه لمررا کوزشوی وي او ټول کور یی روښانه کړی وي خوب یی خپل د تره زوی ( ورقه بن نوفل ) ته ووایه هغه دتورات او انجیل ډیرلوی عالم وو. هغه ورته په ځواب کی وویل ، اخرالزمان ( وروستی ) پیغمبر را تلونکی دی او ته به ورسره نکاح کوی . له هغه ورځی را هیسی بی بی خدیجه سخته په انتظار کی وه ډیرو سترو سردارانو او مخوروتری د نکاح غوښتی کړی وی خو هغی یوه هم ونه منله. خو کله چی خدیجی ( رض) له میسره ددغه زلمی ستا ینه واوریده نو په زړه وګر ځیدل چی هغه اخرالزمان نبی به همدغه سړی وي ځکه یی نو په خپله ورنه دنکاح غوښتنه وکړه نو محمد ( ص ) له تره ابو طالب ځینی پدی باب پوښتنه وکړه هغه سلا ورکړه او نکاح یی ورسره وکړه دحضرت محمد ( ص) له لوری یی ترونه او ځینی نور خپلوان د خدیجی کا له ته لاړل ابو طالب او ورقه بن نو فل د دواړو له خوا د نکاح رسم او دود پرځای کړچی پدی وخت کی حضرت محمد ( ص ) د ۲۵ کا لوپه عمر او خدیجه ۴۰ کلنه وه.
ددوی د نکاح ثمره ۶ اولادونه شول چی دوه زامن او څلور لور ګانی.
۱- د حضرت محمد ( ص ) اولنۍ اولاد زوی وو چی قا سم نومیده چی د نبوت نه مخکی پیداشوی نو ځکه حضرت محمد ( ص) هغه د ابوالقا سم په نوم هم یا دوه او پ ما شوم توب کی په مکه کی وفات شو دلته مختلف روا یا تونه دی څوک وایی دوه کلن وو او څوک وایی اووه کلن وو.
۲- کله چی رسول د خدای ۳۰ کلنی ته ورسید دویم اولاد لور یی( زینب ) پدا شوه او د اسلام نه مخکی خپل خا له زوی ( ابوالعا ص بن ربیع ) ته په نکاح کړه خود بدر جنګ نه ورو سته کله چی مدینی ته هجرت وکړپه اتم دهجری کال وفات شوه.
۳- دریم اولاد هم لور وه چی( رقیه ) نو میده چی د اسلام نه مخکی او د زینب نه وروسته په مکه کی پیدا شوه او د اسلام نه مخکی عتبته بن ابی لهب ته په نکاح ورکړه خو کله چی ( تبت یدا ابی لهب ) سوره نا زل شوه د ابی لهب او د هغه د ښځی ( ام جمیل ) په دستورسره د خاوند نه یی جدا شوه او بیا عثمان بن عفان ته په نکاح شوه خو کله چی مسلما نانو حبشی ته اولی هجرت کا وه د هغو سره یی هجرت وکړه خو د بدر د جګړی د فتحی نه وروسته بیا وفات شوه.
۴- دحضرت محمد ( ص ) څلورم اولاد هم لور وه چی نوم یی (ام کلثوم ) وو چی د اسلام نه مخکی په مکه کی پیداشوی او هغه هم د هجرت په نهم کال وفات شوه چی دا هم د خپلی خور په شان لمړی عتبته بن ابی لهب ته په نکاح شوه او مخکی د واده نه جدا او بیاعثمان بن عفان ته په نکاح شوه.
۵- د حضرت محمد ( ص ) پنځم اولاد هم لور وه چی نوم یی ( بی بی فاطمه ) وو چی د نبوت نه ۵ کاله مخکی په مکه کی پیدا شوه او کله چی بلوغ ته ورسیده با یی حضرت علی کرام ا لله وجهه ته په نکاح ورکړه چی دا د حضرت محمد ( ص ) د وفات نه وروسته ۸ میا شتی او ۴۰ ورځی ژوندی وه بیا وفات شوه چی د حضرت محمد ( ص ) نسل یواځی د همدی لور نه پا تی دی.
۶ – د حضرت محمد ( ص ) شپږم اولاد زوی وو چی ( عبدالله ) نو میده چی دا دنبوت نه وروسته په مکه کی پیداشو چی د ( طیب او طا هر ) په نوم هم یا دیده چی دا هم د یو روا یت له مخی په کو چینوالی کی د ۷ کلو په عمر وفات شواو د ده د مرګ نه وروسته حضرت محمد ( ص ) بیا (عا ص بن وایل سهمي ) ته ( ابتر) چی ددی په ځواب کی بیا د کوثر سوره نازل شوه ( انا اعتینک الکوثر).
حضرت محمد (ص) کله چی ۳۵ کا لو شوپدی وخت د قبیلو تر مینځ د حجرالاسود د تیږی ایښودلوپه خا طر ځینی اختلا فونه پیدا شول او هری قبیلی غوښتل چی دا تیږه په خپله کیږدی مګر دا چی حضرت محمد ( ص ) د ډیری هو ښیاری خا وندوونو د قبیلو په مینځ کی یی داسی سوله وکړه چی دا تیږه په یوه څادرکی اچووو او هره قبیله به بیا د څادر یویو څنډه نیسی او تیږه به ایږدی او دا کارهم داسی دده دبرکته او حا کمیت سره په ښه توګه سرته ورسیده او ټولو قبیلودده په خبره راضی شوی پدی خا طر چی رسول الله د ټولو قبیلو او قومونو دپاره ښه خدمت کړای وه .
حضرت محمد ( ص ) کله چی د پیغمبری وحی لا پرده نوی نازل شوی د الله تعا لی په امر سره یی تنهایی ژوند اختیار کړددی دپاره کوم هغه غټ کار چی ددی په مخکی دی هغه با ید په ښه تو ګه سرته ورسوي نو پدی خا طر د مکی معظمی نه دری کیلومتره د نور غره ( حورا غار ) ته ولاړچی د الله تعا لی سره په راز او نیاز کی اوسی دا غار عجیبه او غریبه غار وو چی اوږدوالی څلور متره اوپلن والی یو متر او ۷۵ سانتی متره وو.
حضرت محمد ( ص ) په همدی غار کی چی د ا لله تعا لی سره په راز او نیاز بوخت وو او د روژی مبارکه میا شت هم وه او د رسول الله عمر هم ۴۰ کا لو ته رسیدلی وونو د خلکو د رحمت په خاطر ا لله پاک له خوا جبرايل (ع) پوا سطه د قرانکریم څو مبارک ایا تو نه په رسول الله نازل شول او له جبرایل (ع) له خوا ورته وویل شول چی ووایه نو رسول د خدای ورته وویل چی څه ووایم زه ددی ویلو نه نا توانه اوعاجزه یم ، بیا جبرایل ( ع) دری یا څلور ځلی دا تکرارکړه بلا خره ورت وویل چی وو ا یه نو ویویل (اقرا بسم ربک الذی خلق ، خلق ا لا نسان من علق) تر جمه ، یعنی ووایه د هغه رب په نامه چه ته یی پیداکړی او انسان یی د تړلی وینی نه پیدا کړی دی او ووایه چی رب ستا دیر مهربان دی نو ددی ا یا تونه په نا زل کیدو سره د حضرت محمد ( ص ) په زړه لړزه پیدا شوه او هغه غار یی ترک کړاو د کور پر مخ روان شو کله چی کور ته ورسیده نو حضرت خدیجی ته وفر ما یل چی څا در را باندی وا چوه او پټ می کړه.
کله چی حضرت محمد (ص ) په پیغمبری مبعوث شو نو خپل اسلامی دعوت ته یی ادامه ورکړه ا و د حضرت محمد ( ص) اسلامی دعوت د پیغمبری په وخت کی په دوه بخو ویشل شویدی چی هر یویی ځا نته تفصیل لری.
لمړی مکه معظمه .
۱- په مکه معظمه کی اسلا می د عوت په دری برخو ویشل شوی دی.
الف . رسول د خدای لمړی اسلا می د عوت د خپلو خپلوانوشروع کړ او وروسته یی بیا په پټه توګه نورو خلکو دعوت ورکا وه.
ب – دوه کاله په مکه کی په جهر سره اسلامی دعوت وکړاو کا فران یی د اسلام مبا رک دین ته را و بلل .
ج – با قی د دعوت مر حله یی د مکی مکرمی نه لیری پرتو سیمو ته وغځیده چی دا ټوله ددعوت مرحله په مکه معظمه کی ۱۳ کا لو ته ورسیده.
۲ – ددعوت مرحله یی د مدینی منوره چی دی دوری ۱۰ کا له په مدینه دوام وکړ نو پدی اساس د حضرت محمد ( ص) د اسلا می دعوت مر حله ټو له ۲۳ کالو ته رسیږی.
په حضرت محمد ( ص ) با ندی ۸۷ سوری په مکه معظمه کی نا زل شوی او ۲۷ سوری په مدینه منوره کی نا زل شوی دی او کله چی دا ایا ت نا زل شو (
الیوم اکملت لکم دینکم ) تر جمه ، تر نن ورځی پوری می ستا دین پوره او د اسلام دین می ستا لپاره بهترکړ.
درنو دوستانو . رسول اکرم ( ص ) د اسلام د را وستو په خا طرډیر تکلیفو نه او زحمتونه ګا للی دی او د رسوالله سره بی بی خدیجی هم ډیر تکلیفو نه ګا للی دی د رسول الله به یی ډیر احترام کا وه د مشکلاتو بر وخت به یی ورته تسلی ورکوله او د نبوت بر وخت به یی ور سره کمک کا وه اوپه ښځو کی دا لمړنی ښځه وه چی د حضرت محمد ( ص ) پر پیغمبری یی ایمان راوړخدیجی چی کوم هغه مقام او ځای په اسلام کی در لو ده همیشه به خدای له طرفه پر دی لطف او مر حمت کیده په همدی خا طر یو ورځ جبرایل امین درسول مخ ته حا ضرشو او وی ویل ای محمده د خدای سلام بی بی خدیجی ته ورسا وه بیا ر سول د خدای خدیجی ته وویل چی جبرایل امین د خدای له طرفه راغلی وو او تاته یی سلام ویلی بیا خدیجی وویل ( الله اسلام و منه السلام و علی جبرایل السلام) .
بی بی خدیجه تر نکا ح وروسته ۲۵ کا له ژوندی وه او د روژی په مبا رکه میاشتی کی او د نبوت په لسم کال وفات شوه او همیشه به رسول دخدای د هغی دنیکی نه یاد اوری کوله .
حضرت محمد ( ص ) د اسلام د را وستو په خا طر د کفا رو سره ۲۷ جنګونه اوغزا ګا نی کړی دی البته دا جنګو نه او حملی به د کفارو له خوا پرمسلما نانو کیدلی مسلما نانو به د دعوت او سو لی لا ره غوره کوله مګرکفا رو به همیشه د زور او جنګ لاره غوره کوله خو په هغه جنک کی چی رسول دخدای شرکت کاوه هغی ته به یی ( غزا ) او هغه جنګ کی چی رسول د خدای شرکت نه کاوه او خپل اسلامی لښکربه یی جنګ ته لیږه هغه ته به ( سریه ) ویله غواړم په لنده تو ګه د هغی نه یا دونه وکړم.
۱ – د مکی فتحه ۲ – د خیبر جنګ ۳- د خندق غزا ۴- د خندق د احزا بو جنګ ۵ – حنین جنګ ۶- طا یف جنګ ۷ – د بدر جنګ ۸- د احد غزا ۹ – د تبوک غزا او داسی نوری.غواړم دلته یوازی د بدراو احد د غزا نه په لنډه تو ګه یا دونه وکړم.
د بدر غزا ، چی په لسم هجری کال ( ۶۲۴) میلادی د روژی مبارکی میا شتی په ۱۷ نیټه د بدر په منطقه کی شروع شو دا جنګ پدی خا طر ووچی د مکی مشر کینو به د مسلما نا نوتجا رتی ما لو نه به یی مدینی منوری ته نه پریښودل چی لاړ شی ځکه په مدینه منوره کی مسلما نان د ډیرو اقتصادی مشکلاتو غر بت سره مخامخ وه کله چی حضرت محمد خبر شو چی د قریشو تجارتی کا روان د ابو سفیا ن بن حرب په مشری د مسلما نا نو کاروان بیرته مکی ته ګرځول شوی دی دلته تصمیم ونیول شوچی د کفا رو سره با ید مقا بله وشی نو رسول دخدای ۳۱۳ نفرو او یا رانو سره چی حضرت علی هم پکی شا مل وو او دوه اسپه او ۷۰ او ښان ورسره وو په کفارو حمله وکړه پدی وخت کی د کفارو شمیر ۹۵۰ تنو ۶۰۰ نفرو زره پوش او ۱۰۰ دانی ا سپه هم ورسره وو اول رسول د خدای غوښتل چی دا موضوع د سولی او خبرو له لاری حل کړی مګر دښمنانو ونه منله اود جنګ لاره یی غوره کړه چی په نتیجه کی د کفارو ۷۰ تنه د ابو سفیا ن او ابو جهل د زا منو په شمول چی د رسو ل ا لله سره سر سخته وو په هلا کت ورسیدل او ۱۴ کسه مسلما نان پدی جنګ کی شهیدان شول بلا خره کفارو شکست وخوړ بیا پر همدی وخت د الله تعا لی پر محمد ( ص ) وحی راغلی چی ددی نه وروسته د بیت المقدس نه دی کعبی خوا ته لمونځ وګر ځا وه.
د احد غزا ، د ا جنګ د هجرت په دریم کال د شنبی په ورځ د شوال د میا شتی په ۱۵نیټه د احد په غره کی د مسلما نانو او کفارو تر مینځ و نښت پدی جنګ کی کا فران ډیر په قهراو غو سه کی وو ځکه چی دوی د بدر په جنګ کی شکست خوړلی ووغو ښتل چی د مسلما نانونه خپل انتقام وا خلي دکفارو ټول لښکر۵۰۰۰ تنو ته رسیده پدی وخت د مسلما نانو شمیر۱۰۰۰ تنو ته رسیده نو د احد په غره کی جنګ څو ورځی دوام وکړ بلا خره ۷ ورځ دجنګ تنه په تنه شوپه دی جنګ کی دښمن دحضرت محمد ( ص ) بر مخ با ندی د تیږو وارو نه وکړ چی په دی صورت کی د مبا رک غا ښ شهید شوسر او مخ یی هم زخمي شوه او حضرت علی هم پدی جنګ کی زخمي شو او شمشیر هم مات شو او د حضرت محمد ( ص ) دلا ور کا کا او د مسلما نانو قو مندان حضرت حمزه ( ع ) شهید شو مګر پدی جنک کی کفارو بیا شکست وخوړ.
د حضرت محمد ( ص ) معجزی . حضرت محمد ( ص ) ۴۴۴۰ معجزی یی درلودلی چی ځینی یی نفسی او ځینی یی غیر نفسی وی چی هیڅ یو پیغمبر دومره معجزی نه درلودی غو ا ړم په لنډه تو ګه د یو څو نفسی او غیر نفسی معجزو یا د ونه وکړم.
معجزه څه شی ته وایی. معجزه هغه خا رق العا ده کاردی چی د عا مو خلکو له توا نه وتلی وی او د الله ( ج) او د پیغمبرانو له خوا د الله ( ج )په امر څرګندیږي.
نورو پیغمبرانوهم معجزی درلودلی خو د حضرت محمد په شان نه وی مثلا
 ۱ – د حضرت داود ( ع ) په لاس کی اوسپنه لکه د موم په داسی نرمه وه.
۲- حضرت سلیمان ( ع ) تخت د باد پوا سطه حرکت کا وه.
۳ – حضرت مو سی ( ع ) د لکڼی څخه به ما رجوړیده .
۴ – حضرت عیسی ( ع ) په لاس کشولو با ندی چی به مورنۍ ړوند جوړیده.
لمړی د حضرت محد ( ص ) نفسی معجزی .
۱ – د وجود معجزه ، دده مبا رک وجود به هیڅ سیوری نه درلوده.
۲ – د سر معجزه ، کله چی به مبا رک په لمر کی روان وو د مبا رک پر سر به وریځ را غله او سیوری به یی جوړ کړ.
۳ – د سترګو معجزه ، څرنګه چی به مخکی لیدل شا ته به یی هم لیدل .
۵ – د پزی معجزه ، حضرت محمد د فر شتو په بوی پو هیده کله چی به جبرا یل امین را ته او وحی به یی راوړی نو دی به وخته پوه وو.
۶ – د شنډو معجزه وه ، چی په لمر او سپوږ می کی به خندا پیدا کیدله.
۷ – د غا ښو معجزه ، وا یی یو ورځ بی بی عا یشه نه په شپه کی په کو ټه کی ستن غورځیدلی وه او هغی نشوه پیدا کوله نو حضرت محمد وخندل دده دغا ښوپه روښنا یی سره هغی هغه ستن پیدا کړه.
۸ – د غوږو معجزه ، په خوب کی به هم اوریدل لکه څنګه چی په ویښتوب اوریدل.
۹ – د زړه معجزه ، یعنی زړه به یی نه غوښتل چی خوب وکړی له کی چی خپله فر ما ییی ( تنام عینی لا ینام قلبی) یعنی ستر ګی خوب وړی مګر زړه می نه غواړی.
۱۰ – د شا طرف معجزه ، پدی معنی چی ښوی طرف شا ته د نبوت ټا په لیکل شوی وه ( لا ا لله الا لله محمد رسول لله )
۱۱ – دسینی معجزه ، یعنی سینی یی نوردرلوده لکه په تا ریکی کی چی ۱۵ سپوږمۍ رڼا کوی.
۱۲ – د لاس معجزه ، کله چی به رسو ل دخدای د مکی نه مدینی ته په شپه حرکت کوه او په خپل لا س به یی کا فرانو ته ا شاره ورکړه ( شا هت ا لوجوه حق تعا لی ) یعنی د کا فرانو سترګی وړندی کړی نو کا فرا نو به رسول دخدای نه لیده.
۱۳ – د پښو معجزه ، یوه ورځ رسول د خدای پر د بثیر په غره با ندی ولاړ وو نو دا غرښوریده نو رسول د خدای ورته وویل ارام شه نو غره ور ته وویل ای رسوله ستا د پښی د هیبته ارام نشم کیدلی .
۱۴ – د ګوتو معجزه ، رسول د خدای کعبی ته ا شا ره وکړه د ګوتوپه روښنا یی کعبه رو ښا نه شوه.
۱۵- دده د پوست معجزه ، هر هغه جا مه چی به رسول دخدای ا غو ستله ترشکیدلو پوری به د هغی جا می نه د عطرو خوش بو ي تله .
۱۶ – د هډکومعجزه ، یوه ورځ بی بی عا یشی د رسول ا لله نو کان اخلی چی ګوری ټول یو دفعه مروارید شول بیا رسول د خدای عا یشی ته وویل دادی د کو مه ځا یه راوړل بیا عا یشی ورته وویل دا ستا نو کان دی.
۱۷- د خیټی معجزه ، د حضرت محمد ( ص) رفع حا جت به خپل په خپله په ځمکه کی ننوتل .
۱۸- د خولی د لاړه معجزه ، یوه ورځ د حضرت علی سترګو درد کوه نو رسول د خدای ورته خپلی لاړی ورکړی او حضرت علی په سترګو وموښلی د سترګو درد یی ښه شوو.
دوهم د حضرت محمد ( ص ) غیر نفسا ني معجزی،
 ۱- د قرا مجید نا زل کیدل ،او د هغی پوره کول ووچی د ا یوه لوه معجزه ده چی د همیش او هر وخت دپا ره موجوده او داسی یو لوی ، عظیم پوره او کا مل کلام چی دهیڅ پلوه پکی کمی او کا ستی نه لید ل کیږی او د بشر د لارښونی په خا طر پرمحمد ( ص ) نا زل شویدی .
۲- د تیږی او ونی سلام اچول او یا د حضرت محمد په آ مرد ونو حرکت کول چی دا هم یوه معجزه ده.
۳- د حضرت محمد ( ص ) د اوښ ورکیدل وو . منا فقینو به رسول د خدای ته طعنه ور کوله چی مو نږ ته د ځمکی او اسما نو نو قصی کوی او پخپله خبرنه یی چی او ښ دی چیرته دی نو رسول د خدای چی دا خبره واوریده نو وی فرما یل هره خبره چی د اسما نو کوم داد دخدای له طرفه دی او خدای ما پدی خبرو پوه کوي نو بیا یی خلکو ته د اوښ ځای وښوده کله چی خلک هغه ځا ی ته لاړل ګوری چی په رښتیا او ښ هلته په یو ځای کی ګیر شویدی.
۴ - معراج ته د حضرت محمد ( ص ) سفردا یوه معجزه وه
.د نبوت په لسم کال او د روژی مبارکه میا شت وه چی رسول ا لله یوه شپه د خپل کا کا د لور ( ام ها نی بنت ابی طا لب ) په کور کی بیده ووچی جبرایل ( ع ) هغه را ویښ کړ لمړی د ځا ن سره د الله تعا لی کور کعبی ته را ووړهاته د حضرت محمد ځیګر څیری کړاو زړه یی ورته و مینځی او بیا یی د یو اسب ( برا ق ) پواسته تر مسجدالا قصی ( بیت ا لمقدس ) یو ووړ او د هغه ځای نه یی د یو تخت په وا سطه چی رفرف نو میده اسما نونو ته یوووړاو د الله تعا لی دیدار وکړ او د پیغمبرانود ځا یو نو او د اسما نی مخلو قا تو جنت او دوزخ او د فرشتو نه یی لیدنه او کتنه وکړه او ټولی فرشتی پذیرا یی ته راغلی وی خولی یی د خندا نه ډکی وی سلام او تبریک محمد ته ویل په یو روا یت کی را غلی وا چی یو فر شته می ولیدله چی هیڅ خندایی په خوله نه را تله د جبر ا یل ا مین نه پو ښتنه وکړه چی دا فرشته څه نو میږی هغه وویل داد د وزخونه ما لک ده هیڅ وخت نه خا ندی بیا ما ورته سلام وا چوه هغی ز ما سلام وا خیست او ورت می وویل که دا دوزخ راته ویښی هغی را ته ددوزخ سرپوښ پورت کړچی لمبی ددوزخ نه را پورت شوی بیا می ورت وویل چی زر سر پوښ پری بیرته کیږده بیا ملک الموت ولیده چی لست په لاس ګرځیده ویلی دا سی کور نشته چی په هغی کی د ورځی پنځه د فعی سر و نه وهم او که یو څوک پر یو مړی ژړا کوی او هغی ته وایم چی ژړا مکوه زه بیا شاید رای شم بیا رسول دخدای وویل په رښتیا چی مرګ یو لوی غم دی نو جبرا یل ورته وویل چی د مرګ نه ورو سته نور سختر حا لات هم شته او بیا رسول دخدای وای دا سی ګروه می ولیدله چی د حلا لو او حرا مو غوښو لو ښی یی مخته ایښی وو حرام به یی خوړل او حلال به لیری ایښودل بیا می پو ښتنه وکړه چی دا څوک دی جبرایل را ته وویل چی دا هغه څوک دی چی حرام ما لو نه به خوړل چی په نتیجه کی د الله تعا لی د ټولوشیا نو نه با خبر شواو سدرالمنتهی ته هم لاړاو ټول پر شکوه او د الله تعا لی پر ټولوپو ښلوشیا نوبا خبر او ولیدل او بیا بیرته دهمغ لاری نه خپل ټا ټوبی ( مکی ) ته راستون شو .
چی ددی سفر ځکمنی برخی ته ( اسرا، ) او اسما نی برخی ته یی ( معراج ) وا یی او د ا ټول سفر په یوه شپه کی تر سره شو او د سهار لمونځ یی بیرته مکی ته راووړ .
۵ – د شق القمر معجزه وه . چی د سپوږمی څیریدل وو چی د وخت بعضی خلکوپه غو ښتنه تر سره شول او هغه پدی ډول وو چی حضرت محمد ( ص ) د خپلی ګوتی په ذریعه څوارلسمی شپی سپوږمی ته اشاره وکړه او سپوږمی دوه ځا یه شوه چی یوه برخی د ( ابو قبیس ) تر غره پوری کښته راغله او بیرته خپل ځای ته ورګرځیده او کا مله شوه .
د رسول الله ( ص ) رحلت.
حضرت محمد ( ص) په ۱۱ هجری کال د ربیع ا لا ول د میا شتی په ۱۲ نیټه د دوشنبی په ورځ د غرمی په وخت د هغو زهرو له لاسه چی یوی یهودی ښځی چی زینب نو میده د خیبر په جګړه کی یی په حضرت محمد خوړلی وواو حضرت محمد د مریځی په وخت کی هم فرما یلی ووچی دا مریځی ما ته د غذا د مسموم کیدلو له امله پیدا شوه چی هغه یهودی ښځی مخکی د خیبر د فتحی نه ما ته را کړه خو د رسول الله مریځی د ۱۳ نه تر ۱۴ ورځی پوری وه سره ددی مریځی حضرت محمد ( ص ) ۱۱ ورځی ا ما مت ادا کړخو د مریځی په ۱۴ ورځ د ۶۳ کلو په عمر ددی فا نی دنیا نه رحلت وکړ ا نا لله و انا ا لیه را جعون او په مدینه منوره کی د حجاز په منطقه کی چی او س د عربستان سعو دی په نوم یا دیږی په هغه کور کی چی دی وفات شوی وو هملته خا ورو ته وسپا رل شوچی او س د هغه پاک قبرپه مسجد نبی کی قرار لری. ا نا لله و ا نا ا لله را جعون
 دوستا نو ، د حوصله مندی مو یوه نړی مننه کوم که هر څومره د حضرت محمد ( ص ) په سیرت ، ښوکړو وړو، په نیکو اخلاقو او اما نت داری خبری او اتری وکړو خو قلم یی د لیکلو او ژبه یی د ویلو نه نا توانه اوعا جزه پا تی کیږی نو مونږ ټول مسلما نان د خدای تعا لی نه دا در خواست او ارزو کووچی چی ا لله تعا لی دی دخپل رحمت او برکت نه د هغه مبارک ، پاک او سپیڅلی روح بی برخی نکړی. او زمونږ مسلما نان له خوا دی د هغه پا ک روح ته درود او سلام وی ، تل د وی دا اسلام ، مړه د وی د اسلام د ښمنان.
ا ن الله و ملا یکته یصلو ن علی ا لنبی یا ا یها ا لذین امنوصلو علیه و سلیمو تسلیما.
ا ما ن ا لله صا فی بلجیم

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery