مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخاتمې دسمېدلواسباب(۲)برخه

مولوي عصمت الله عزام

 


بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

۲:دخاتمې دسمېدلودوهم سبب استقامت دی الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب کي فرمايلي دي : إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿ 30 ﴾ نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿ 31 ﴾ نُزُلًا مِنْ غَفُورٍ رَحِيمٍ ﴿ 32 ﴾ (حم السجدة :۳۰\۳۱\۳۲)

ترجمه:بېشکه هغه کسان چي ويې ويل:زموږرب الله دی،بيا(په دې وينا)ټينگ شي،نوپردوی به ملايکي رانازلېږي چي مه وېرېږئ!اومه خفه کېږئ!اوپه هغه جنت خوشحاله اوسئ چي ستاسوسره يې وعده کېدله!!

موږددُنياپه ژوندانه کي هم ستاسوملگري يو اوپه آخرت کي هم اوهلته به ستاسولپاره هرهغه څه وي چي ستاسوزړه يې غواړي اوپه هغه کي چي څه غواړئ هغه درته شته(۳۱)دامېلمستياده دبخښونکي مهربان(خدای)له لوري!!

په دې مبارکو آيتونو کي الله پاک دکاملومؤمنانوحالت بيان کړی اوپه دُنيااوآخرت کي يې ددوی لپاره د اعزازاواکرام ذکرکړی دی.
يعني هغه څوک چي دالله پاک په وحدانيت اويووالي ايمان راوړي اوبياپه خپلي دغي عقيدې باندي ترمرگه پوري کلک پاته شي

نوددوی لپاره الله پاک په اولني آيت مبارک کي په څلوروطريقوسره زېری بيان کړی دی:

۱:پردوی باندي ملايکي راکښته کېږي!!

دملايکودغه نزول په خوب کي هم وي په داسي طريقې سره چي رښتيني اوښه خوبونه داسړی ويني،دزنکدن په وخت کي هم وي،له قبرونوڅخه دپورته کېدلوپه وخت کي هم وي اودحشرپه ميدان کي هم وي.

۲:بل زېری دادی چي ملايکي به دوی ته وايي:چي تاسومه وېرېږئ!

يعني دراتلونکي په هکله بې فکره اوسئ!تاسوله عذابونوڅخه خوندي ياست!

۳:بل داچي غم مه کوئ!يعني په تېرشوي ژونداوحالاتوپسې غم مه کوئ!که گناوي موکړې وې هغه الله پاک دربخښي.

۴:اوتاسودجنت له امله خوشحاله شئ چي تاسوته به الله پاک هغه جنت درکوي دکوم چي يې درسره په دُنياکي وعده کړې وه!
په دوهم آيت کي په دروطريقوسره دايمان اواستقامت خاوندانوته زېری ورکول شوی:

۱:ملايکي يې په دُنياکي هم ملگرې اودوستاني دي:په دُنياکي دخيرالهام ورته کوي،دلمانځه لپاره يې له خوبه بيداروي،شيطاني ضررونه ترې لري کوي،حفاظت اوساتنه يې کوي.

۲:په آخرت کي يې هم ملگرې دي:دمؤمنانولپاره به شفاعت کوي اوسلامونه به ورته کوي.

۳:ملائکي به مؤمنانوته وايي چي ستاسولپاره به په جنت کي هرهغه څه وي چي ستاسو زړه يې غواړي اوهرهغه څه چي تاسويې غواړئ!

يعني ستاسوهرخواهش به پوره کېږي که يې تاسوپه خوله وغواړئ اوکه يې په زړه کي وساتئ.

په دريم آيت کي يوزېری بيان شوی اوهغه داچي دجنت نعمتونه مېلمستياده:مطلب داچي دجنت نعمتونه به داعزاز اواکرام په توگه وي اوددُنياپه شان به نه وي چي دمېلمه لپاره يوازي درې ورځي دمېلمستياکولوتکلف وي اوبياعام خوراک خوري بلکي دتل لپاره به دمېلمه په توگه عزتمندوي اوهمدارازدسوالگرپه څېربه ذليل نه وي بلکي عزتمندبه وي.

همدارازدمېلمستياپه تعبيرسره يې دې ته اشاره وکړه چي ډېرداسي نعمتونه به هم ملاوېږي چي دهغوآرزوهم ستاسوپه زړونوکي نه وي پيداشوې،لکه څنگه چي دمېلمه مخي ته ډېرداسي شيان راځي چي له مخکي يې فکرهم ورته نه وي په ځانگړې توگه چي ديوه لوی سړي مېلمه وي.(مظهري\معارف القرآن ص۶۵۲ج۷)

مطلب دادی چي داټول زېري دهغه چالپاره دي چاچي ايمان راوړی اواستقامت يې کړی وي.

استقامت څه ته وايي:

له حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه څخه ددې آيت په تفسيرکي نقل دي چي هم الذين لم يشرکوابالله شيئا(تفسيرابن کثير ص:۴۷۷ج۵)

داهغه کسان دي چي دالله پاک سره يې دهيڅ شي شرک نه وي کړی!!

حضرت عمرفاروق رضی الله عنه فرمايلي دي:الاستقامة ان تستقيم علی الامروالنهی ولاتروغ روغان الثعالب(مظهري ص:۲۳۴ج۶)

يعني استقامت دادی چي ته دالله پاک په (ټولواحکاماتو)امراونهی برابرودرېږې،له دې څخه دگېدړانوپه شان يوې خوااوبلي خواته دتېښتي لارنه راباسې!!

حضرت عثمان رضی الله عنه داستقامت تفسيردعمل په اخلاص سره کړی دی(قرطبي ص۳۱۲ج۱۵\مظهري ص۲۳۴ج۶)

حضرت علي رضی الله عنه داستقامت تفسيردفرائضوپه اداکولوسره کړی دی.(قرطبي ص۳۱۲ج۱۵)

همدارازنوراقوال هم داستقامت په تفسيرکي شته.

له دې امله علماووفرمايلي دي چي استقامت يومختصرخوجامع لفظ دی،چي په دې کي په ټولوشرعي احکاماتوعمل کول اوله ټولوحرامواومکروهوکارونوڅخه دتل لپاره ځان ساتل شامل دي.

مطلب دادی چي دايمان سره استقامت په ځان کي راوستل دادمخکينوبيان شويوټولوبشارتونودمستحق کېدلولامل دی.

ددغوبشارتونولپاره داضروري ده چي دانسان خاتمه به په ايمان سره شوې وي.

نواستقامت هم دخاتمې دسمېدلولپاره يومؤثرسبب دی.

له دې امله بايدداکوښښ وشي چي هرڅوک په ځان کي داصفت پيداکړي څودتل لپاره مونېکمرغي په برخه اودتېروشويوبشارتونومستحق شو.

الله پاک دي په موږته توفيق راکړي چي داصفت په ځان کي پيداکړو.آمين يارب العالمين

(نوراسباب به انشاءالله تعالی بياوليکو)

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery