مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د روژې څلورمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 Ú«Ø±Ø§Ù†Ùˆ دوستانو ØŒ دا ثابت حقیقت دی Ú†ÛŒ الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ØŒ خو د روژې په میاشت Ú©ÛŒ یې ځینی ضروري حلال حرام Ú©Ú“ÛŒ دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام Ú©Ú“ÛŒ دي Ú†ÛŒ خپله فلسفه لری . په دې میاشت Ú©ÛŒ شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل، د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ÚšÙ‡ ÙˆÛŒ Ú†ÛŒ الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات Ú©Ú“Ùˆ . او دا هم څلورمه تحفه ØŒ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده Ú†ÛŒ Ú©Ù‡ په خپلو فېس بوک پاڼو Ú©ÛŒ د دې تحفو کومه برخه اقتباس Ú©ÙˆÛŒ ØŒ نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( Ù† . صمد، nsamad57@hotmail.con ).

سپي ته لاره ورکول
 Ø±ÙˆØ§ÛŒØª دی Ú†ÛŒ یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره په یوه تنګه Ú©ÙˆÚ…Ù‡ Ú©ÛŒ تیرېدئ Ú†ÛŒ مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت بسطامی او مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی ورڅخه وپوښتل : حضرته! Ú…Ù†Ú«Ù‡ Ú†ÛŒ الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا Ú©Ú“ÛŒ دی نو بیا تا ولی هغه سپي ته لاره پریښودله ØŸ د دې څخه داسی احساس کیږی Ú†ÛŒ سپی پر موږ باندی لومړیتوب او برتري لری حال دا Ú†ÛŒ دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی .
حضرت بسطامی (رح) په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپي زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له ازله سپی او ته یې سلطان العارفین ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او نیمکړتیا څه ده خو ستا ښه والی او فضیلت څه دی ؟
 Ù†Ùˆ ما په دې عقیده لار ورکړه Ú†ÛŒ ما ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .
هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو ښه به دا وی چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی عمل ، رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او منفعت عملأ ثابت کړی . دا چی حضرت بسطامی (رح) سپي ته لار ورکړه ، پورتني ټول انسانی اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .
دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح) فرمایی چی « د قناعت سبق د سپي څخه زده کړه . تا به معمولأ لیدلی وی چی کله بازاري سپیان ښکاري سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو خوړو هوس مو وکړ ، نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوئ . که تاسو په وچه ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای ، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ ژوند لرلای . »
هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی (رح) سپي ته لاره ورکړه او په دې عمل سره یې خپل انسانی کرامت ، شرافت او نجابت وښود .

د توبې توفیق
 Ø¯ دخش په سيمه Ú©ÙŠ يو مشر اوسېدﺉ Ú†ÙŠ دعبادت او رياضت لار يې غوره کړې وه . هغه د کچکول او توبرې ملنګ نه بلکي يوازي يو آزاد شخص Ùˆ . د فيض او رحمت دروازې ورته پرانستي او پاته ټولي يې د ځان لپاره بندي Ú©Ú“ÙŠ وې .
يو بې حيا سړي تور پرې پوري کړ چي : « عبادت يې يوازي او يوازي د فريب او دوکې لپاره دی ، د اوداسه پر مهال داسی خوله پريمنځې لکه پشي چی د موږک له خوړلو وروسته خوله پاکوي .
د معرفت څخه ناخبره ، مينځ يې خالي او عبادت يې د ريا لپاره دی. په بې ځايه خبرو يې خلک تېرايستلي او د صوفيانو په رنګ يې ځان رنګ کړی دى .»
عارف چي د هغه خبري واورېدلې ، خدای ته يې فریاد وکړ : یا الله ! که هغه سړی غلط وايی نو د توبې توفيق ورکړه ، او که ريښتونی وي ، بيا ما ته د توبې کولو همت راکړه تر څو آخرت می خراب نه سي .
هو ، الله تعالی دی هر مسلمان ته د تهمت ، غیبت ، چغلۍ او پس ګویی څخه نجات ورکړی تر څو ځان او جهان په مصیبت مبتلا نکړی . او هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته دی الله د دخش د دغه متقی عارف غوندی صبر ، حوصله او زغم عطا کړی تر څو خپلو مخالفانو او ناخوښه کسانو ته په خپله تبصره ، فېسبوک پاڼه او لیکنه کی پوچ الفاظ او سپکي سپوری و نه وایی

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery