مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دتثليث عقيده

حافظ مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
دالله تعالی په هکله مسلمان دامضبوطه اومحکمه عقيده لري چي الله تعالی وحده لاشريک له  دی،هيڅ ډول شريک نه لري،دده په ذات اوصفاتوکي هيڅ شريک نشته،الله پاک بې نيازه دی،هيچاته يې ضرورت اواړتيانشته .
خودعيسايت له اساسي اومهموعقېدوڅخه يوه عقيده دتثليث عقيده ده،دوی  په دې عقيده دي  چي خدای تعالی،روح القدس اوعيسی په دغودريوکي خدايي دائره ده،يعني له دوی څخه هريوجلاخدای دی اوددروسره مجموعه يوخدای دی.
دوی په دې عقيده دي چي الله تعالی له دريواقانيمو(شخصيتونو)څخه جوړشوی دی:داپه دوی کي دتثليث په عقيدې سره ياديږي .
دوی اکثريت په دې عقيده دي چي دخدايي درې اجزاءدي اوداپه اقانيم ثلاثه سره يادوي :پلار،زوی اوروح القدس(ځيني ئې دروح القُدس پرځای مريم عليهاالسلام يادوي)ددغودريواجزاؤپه يوځای کېدلوسره دجمهوري اوپارلماني نظام په څېرخدايې چليږي،بله لاداچي دادرې سره ددې چي له يوه بل څخه جلادي بياهم ديوه بل سره داسي ګډدي چي دتوحيداويووالي سره منافي اوټکرهم نه دی اودالتوحيدفي التثليث اوالتثليث في التوحيد(يودرې دي اودرې يودی)يوه داسي عقيده ساتي  چي ددوی راهبان هم ورته حيران دي چي داموږڅه وايو.
دپلار،زوی اوروح القدس مطلب څه دی؟
په دې هکله موږدمولانامحمدتقي عثماني صاحب تحقيق رانقل کووهغه ليکي چي:
پلار:دعيسايانوپه نزدله پلارنه مطلب يوازي دخدای ذات دی چي په هغه کي دهغه دکلام صفت اودحيات صفت له پامه غورزول شوی وي،دغه ذات دزوی دوجودلپاره داصل(principle)درجه لري.
دمشهورفيلسوف سينټ تامس ايکونياس له تشريح سره سم دپلاردامطلب نه دی چي له هغه نه څوک پيداشوی دی
اوداسي کوم وخت تېرشوی چي هغه پکي پلاروو،خوزوی ورسره موجودنه وو،بلکي دايوخدايي اصطلاح ده چي
مطلب يې يوازي دادی چي پلاردزوی لپاره اصل دی څنگه چي ‌ذات دصفت لپاره اصل وي اوکه نه نوله کوم وخت
نه يې چي پلارموجوددی زوی هم ورسره موجوددی اويوپربل باندي کوم زماني لومړيتوب نه لري.
دخدای ذات ته پلارولي وايي؟
دې پوښتني ته الفريډگاروي ځواب ورکړی ليکلي يې دي چي له دې څخه ډېروحقيقتونوته پام اړول دي:
يودې خبري ته اشاره ده چي ټول مخلوقات په خپل وجودکي خدای ته محتاج دي څنگه چي زوی پلارته محتاج وي.
بل خوادې ته چي خدای  په خپلوبندگانوداسي شفقت کوونکی اومهربانه دی لکه پلارچي په خپل زوی مهربان وي.
(انسائيکلوپېډياآف ريليجين اينډايتکس ۵۸۵مخ ۳ټوک)
زوی:له زوی مطلب دعيسايانوپه نزددخدای کلام صفت word of God دی،خودادانسانانودکلام دصفت په څېرنه دی،
دانسانانودکلام صفت اوخدای دکلام دصفت ترمينځ توپيردادی:په انساني فطرت کي دکلام صفت کوم جوهري وجودنه
لري.
له همدې امله هغه ته دانسان زوی ياله انسان څخه پيداشوی نه ويل کيږي.
خودخدای دکلام صفت يوجوهردی چي دخدای په ماهيت کي خپل وجودلري،له همدې امله هغه ته حقيقتًازوی ويلی شي،نه مجازًا.اودهغه داصل نوم پلاردی.
له عيسايي عقيدې سره سم خدای ته چي څومره معلومات حاصليږي،هغه ددې صفت په ذريعه کيږي.اودهمدې صفت
په ذريعه هرڅه پيداکيږي،داصفت دپلارپه څېرقديم اوتلپاتی دی.
دخدای همدغه صفت ديسوع مسيح بن مريم په انساني شخصيت کي حلول کړی،له همدې امله يسوع مسيح ته دخدای
زوی ويل کيږي.
روح القدس:له روح القدس (holy spirit)نه مطلب دپلاراوزوی دژونداومحبت صفت دی.
يعني ددې صفت په ذريعه دخدای ذات(پلار)دخپل دعلم دصفت(زوی)سره مينه اوزوی دپلارسره مينه کوي،داصفت هم
دکلام دصفت په څېريوجوهري وجودلري،اودزوی اوپلارپه څېرقديم اوتلپاتی دی.
له همدې امله هغه ديوه ځانگړي اقنوم(PerSon)[شخصيت]حيثيت لري .
دعيسايانوداعقيده ده چي کله حضرت مسيح عليه السلام ته اصطباغ(زېړرنگ)ورکول کېده،نوهمدغه صفت ديوې کوتري
په جسم کي ننووت اوپه حضرت مسيح عليه السلام باندي نازل شوی وو.
(متی ۳:۱۶اوداگسټان هغه ليکنه چي دتثليث دعقيدې په تشريح کي شوې وه)
اوله دې نه وروسته چي کله حضرت مسيح عليه السلام آسمان ته وخېژول شو،نودپينټي کوسټ داخترپه ورځ
همدغه روح القدس داورژبي ويونکوپه شکل کي دحضرت مسيح عليه السلام پرحواريانونازل شوی وو(کتاب اعمال:
۲:۱تر۲۲پوري اوآگسټاين۶۷۲ ج۲)
اوس دتوحيدفي التثليث(Tri unity)يعني په  دريوکي ديووالي دعقيدې مطلب داراووت چي خدای ددرې اقانيموياشخصيتونومجموعه ده،دخدای ذات ته پلار،دخدای دکلام صفت ته زوی اودخدای دژونداومحبت صفت ته
روح القدس ويل کيږي،له دې دريوڅخه هريوخدای دی خودادرې په يوه ځای درې خدايان نه دي بلکي يوخدای دی.
(عيسائيت کياهی ص:له ۴۶نه تر۴۸پوري)
موږولي په تثليث عقيده نه لرو؟
دتثليث عقيده له ډېرووجوهاتوناسمه  ده څويې دادي
۱:ددغودرواقانيمو ترمنځ پور ه اتحاداويووالی دی اوکنه؟
که پوره اتحاداويووالی وي
نوبياخوکله چي ددوی دعقېدې مطابق حضرت مسيح اعدام کړل شو،نوخدای هم ورسره اعدام کړل شو،نو
عيسايان دخدای له وجودڅخه هم بې برخي شول .
که پوره اتحاداويووالی په دوی کي نه وي اودوی دذات په اعتبارسره له يوه اوبل څخه جلاجلاوي نو
نوبياخوددوی داخبره غلطه شوه   چي درې يودی.
ځکه دلته خوپه واضحه توگه دغه درې له يوه بله جلادي اوسره يونه دي.
۲:که دادتثليث خبره  صحيح وای نوپه بايبل کي به ددې ذکرراغلی وای.
په داسي حال کي چي په بايبل کي په هيڅ  ځای کي دتثليث ټکی،داعقيده درلودل اويايودرې  اودرې يو
څوک نه شي پيداکولای.
تردې چي په اوس وخت کي موجودبايبل چي تحريف،تضاداوگډوډي يې له ورايه معلوميږي،په دې کي
هم دتثليث يادونه اوثبوت نشته .
داواضح دليل دی چي دغه عقيده له ځانه اوپه وروسته زمانه کي  جوړه شوې ده.
۳:دوی هم وايي چي حضرت عيسی عليه السلام دحضرت مريم عليهاالسلام څخه وزېږېد،
اوپه اوسني انجيل کي ليکلي دي چي دده پلاريوسف وواودده دنسب پوره سلسله يې هم
بيان کړې ده.
نوداسي څوک څنگه خدای کېدای شي چي له يوې مېرمني زېږېدلی وي،اودنسب پوره لړۍ هم ولري،خوب
دي هم کوي اونورانساني اړتياوي دي هم ولري؟
داڅومره دحيرانتياوړخبره ده چي يوڅوک دي خدای وي اوبيادي هم دنوروماشومانوپه څېرله يوې مېرمني زېږېدلی وي،
په ماشومتوب کي دي ژاړي،شېدې دي خوري،خوراک اوڅښاک دي کوي،انساني ضرورت دي ولري،بيادي يې
ددوی دعقېدې   مطابق يهوديان ونيسي،پرمخ دي يې ور توکي اوپه داردي يې وخېژوي اوپه دې توگه دي يې ووژني.
خوددې هرڅه سره دي خدای هم وي؟
۴:کله چي حضرت عيسی عليه السلام نه ووزېږېدلی،په دې وخت کي دخدای تعالی خدايي نيمگړې وه اوکه پوره وه؟
پوره خو نشئ ورته ويلی ځکه په دې وخت کي يواقنوم کم دی.
که يې نيمگړې بولي نوبيايې دازمکي اوآسمانونه څنگه په نيمگړې خدايي  سره پيداکړل؟
همدارازروح القدس،مريم اويسوع مسيح يې څنگه پيداکړل؟
که  ديسوع مسيح دنه شتون سره سره هم دده خدايي پوره وه اوپه خپل پوره اوکامل طاقت سره يې
يې هرڅه پيداکړل نوبيادده دخدايي روح القدس،مريم اويسوع مسيح ته ضرورت ولي راغی؟
۵:آياالله پاک دغودرواقانيموته په خپلي خدايي کي  محتاج دی چي له دوی پرته دي يې
خدايي نيمگړي وي   اوکنه؟
که ورته محتاج وي نوبياهم تثليث باطل شوځکه خدای خومحتاج نه وي،څوک چي
محتاج وي هغه خدای نه وي.
نوچي دالله پاک ورته ضرورت شته،داصفت دخدايي دصفت سره منافي اوټکردی.
که دغواقانيموته دالله پاک ضرورت نه وي نوپه دې حالت کي زوی اوروح القدس
خدايان نه شول اوپه دې سره بياهم تثليث غلط شو.
۶:له دوی څخه يوپه زړه پوري سوال دادی چي تاسوواياست چي پلارخدای دی،زوی
خدای دی اوروح القدس خدای دی اوبيادادرې سره يودي اوداتوحيدفی التثليث دی!!
موږوايو:داخبره غلطه ده ځکه تاسوواياست چي زوی هم خدای دی اوهم انسان دی
نوبياخوتربيع واياست تثليث مه واياست ځکه دلته څلوراقانيم شتون لري :
پلارخدای،زوی لاهوت خدای،زوی ناسوت خدای،
اوروح  القدس خدای دی اوبياټول يوخدای دی.
نوستاسودتثليث خبره هم غلطه شوه
نوياخوسم اسلامي دتوحيدعقيده ومنئ اوياوواياست چي خدايان څلوردي اوڅلوريودي.
۷:له مخکينيوامتونوڅخه هيڅ يوامت دتثليث دعقېدې قائل نشته.
له هغوی څخه  عيسايان هيڅ ډول ثبوت نشي پېشولای .
داددې خبري دليل دی چي داله ځانه جوړه شوې عقيده ده چي پولس رامنځ ته کړې ده .
که تثليث حق وای نوپرټولوانبياووباندي لازمه وه چي ددې عقېدې يې خلگوته وضاحت  کړی وای.
ځکه داداسي مسئله ده چي دتثليث عقيده لرونکي يې دانسان دنجات اوخلاصون لپاره شرط بولي .
نوداڅنگه کېدای شي چي يوه داسي خبره دي وي چي له هغې پرته دي  انسان له دوزخه نشي خلاصېدای خوليکن
بيادي يې هم يوپيغمبرهم انسانانوته بيان نه کړي.
داخبره بالکل محال اوناشونې ده.
نوکه داصحيح وای نوهغوټولوپيغمبرانوبه بيان کړې وای په ځانگړې توگه حضرت موسی عليه الصلاة والسلام چي دده شريعت دحضرت عيسی عليه الصلاة والسلام ترزمانې پوري دټولوبني اسرائيلولپاره واجب الاطاعت وواوپه خپله عيسی عليه السلام هم خلگوته دتورات دعملي کولوويل.
تردې هم دزياتي حيرانتياوړخبره داده چي دايوه داسي عقيده ده چي په خپله حضرت عيسی عليه السلام هم هيڅکله نه ده بيان کړې تردې چي په اوسني محرف انجيل کي هم په دې هکله دده هيڅ يوه وينانشته.
بلکي برعکس ده ددغي عقيدې خلاف خبر ي کړې دي چي يوڅويې موږمخکي ذکرکړې چي حضرت عيسی عليه السلام دتوحيددعوت خلگوته ورکړی وو.
اوځيني دلته نورليکوبتوفيق الله العزيز.
په اوسني انجيل کي ليکلي دي چي :اوپه کوزماسپښين عيسی په اوچت آوازنعرې کړلې،ايلي!ايلي!لماشبقتني!يعني:ای زماخدايه!ای زماخدايه!زه دي ولي پرېښودلم؟
(انجيل متی باب۲۷آيت۴۶)
همدارازپه بل ځای کي راځي :
نوبياعيسی يوه اوچته چغه وويسته اووئې وئيل:ای پلاره!زه خپل
روح ستاپه لاس کښي سپارم!اوددې ويناسره يې ساه ورکړه.
(انجيل لوقاباب۲۳آيت۴۶)
دحضرت عيسی عليه السلام دغه وينادده دخدايئ عقيده په کلکه ردوي ځکه که حضرت عيسی
عليه السلام خدای وای نوبيابه يې ولي بل خدای ته فريادکولای؟
اودابه يې ولي ويل چي اې زماخدايه!اې زماخدايه!تازه ولي پرېښودلم؟
اودابه يې ولي ويل چي زه خپله روح تاته درسپارم؟
ځکه له دې څخه خودده عاجزي معلوميږي اوخدای خوعاجزنه وي اوهمدارازپه خدای
باندي خومرگ نه راځي لکه څنگه چي په انجيل مقدس کي هم راغلي دي.
همدارازله عيسايانوڅخه مونږپوښتنه کووچي تاسوپلار،زوی اوروحُ القدس درې اقانيم يوبولئ نوآيادادرې يوپربل اعتمادکوي؟
آياپه دوی کي هريوداسي وظيفه لري چي بل يې سرته نه شي رسولای؟
که دوی يوپربل اعتمادکوي نوپه دوی کي يوهم خدای نه شي کېدی ځکه خدای خوپرچااعتمادنه کوي نوبياخودرې خدايان شول يونه شو.
همدارازکه هريوځانگړې وظيفه لري چي بل يې سرته نه شي رسولای نوبياهم خدايان نه شول ځکه خدای خوستاسوپه عقيده هم کامل وي،پرهرڅه واکمن وي داخوعاجزاوناقص دي.
نومعلومه شوه چي هغه دخدای بنده وو،خدای نه ووبلکي خدای ته محتاج وو.
دالله تعالی په هکله مسلمان دامضبوطه اومحکمه عقيده لري چي الله تعالی وحده لاشريک دی،هيڅ ډول شريک نه لري،دده په ذات اوصفاتوکي هيڅ شريک نشته،الله پاک الصّمدبې نيازه دی،هيچاته ئې  ضرورت اواړتيانشته .
ديوه سترعيسايي عالم اقراراووصيت
دسيل په نوم يوکلک عيسايي عالم دی،چاچي داسلامي علوموپه هکله هم دپام وړمعلومات
حاصل کړي دي اوپه خپله ژبه کي يې دقرآن کريم ترجمه هم کړې ده چي هغه په عيسايانوکي ډېره مقبوله شوې هم ده.
نوموړي خپلوخلگوته يووصيت کړی دی دهغه ژباړه موږدمولانارحمت الله کيرانوي رحمه الله له کتاب څخه رانقلوو،نوموړي عيسايي عالم داسي وايي:
اول داچي پرمسلمانانوجبرمه کوئ!دوهم داچي داسي مسئله مه ورښياست چي دعقل مخالفه وي
ځکه چي مسلمانان داسي بې عقلان نه دي چي په داسي خبروکي دي موږپردوی زورورشو،لکه بُت
پرستي اودعشاءرباني مسئله چي مسلمانان خلگ په داسي خبروکي ډېر(ټوکرخوري)
اوپه کومه کليساکي چي دامسئلې وي هغه داتوان نه لري چي مسلمانان دي خپل لوري ته جلب کړي
(بايبل سې قرآن تک ص۲۶۱ج۲)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery