مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-21   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې څلورمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې څلورمه تحفه ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې ځینی ضروري حلال حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی نفل د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او دا هم څلورمه تحفه . لطفأ خپل لنډ ځوابونه راولیږئ ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.con ). پوښتنی : ۱ ـ په قرآن مجید کی ټوله څو آیتونه دي ؟ ۲ ـ په قرآن مجید کی سجده والا سورتونه څو دي ؟ ۳ ـ په قرآن مجید کی څومره رکوع سته ؟ ۴ ـ په قرآنکریم کی د سجدې وروستی آیت په کوم سورت کی دی ؟ ۵ ـ د مقطعاتو حروفو تعداد څو دی ؟ ۶ ـ فرض روژې کومی دي ؟ الف : چی روژه یې وی او هغه ماته کړی نو نیول یې فرض دی ؛ ب : د نذر له پاره چی یې روژې پر ځان ایښی وی ؛ ج : د رمضان د میاشتی روژې فرض دي . د : نفلي روژې فرض دي . ۷ ـ که میړه او ماندینه د روژې لرلو په حال کی جنسي عمل وکړی نو کفاره پر چا لازمه ده ؟ الف : پر دواړو جلا جلا کفاره لازمه ده ؛ ب : صرف پر میړه کفاره لازمه ده ؛ ج : صرف پر ماندینه کفاره لازمه ده ؛ د : کفاره نلري . ۸ ـ د جنت په نعمتونو کی تر ټولو ښه یې کوم دی ؟ الف : د جنت باغونه ؛ ب : د جنت چینې ؛ ج : د الله تعالی دیدار ؛ د : د والدینو ، میړه یا ماندینې ، وروڼو خویندو او پیغمبرانو سره مجلسونه . ۹ ـ د زمزم څاه د لومړي ځل له پاره کومو خلکو ډک کړ ؟ الف : د جرهم قبایلو ؛ ب : د مکې یهودو ؛ ج : قریشو . د : د ابرهه پوځیانو . ۱۰ ـ ابرهه ولی د کعبې د ورانولو اراده وکړه ؟ الف : د بن کنایه د یو سړي څخه د انتقام له پاره چی د ابرهه کلیسا یې نجسه کړې وه ؛ ب : په دې ډول یې پر مکه واکمني غوښته ؛ ج : کعبه یې په کلیسا بدلوله ؛ د : مسلمانان یې له منځه وړل . او دا هم د نن زرین اصل : اې مسلمانه ! د خالق پر عطاګانو الحمدلله وایه او پر خپلو خطاګانو استغفرالله وایه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery