مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2015-07-14   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې اووه ویشتمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې اووه ویشتمه تحفه د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر همدا نن شپه ده ( والله اعلم ) . یعنی کومه شپه ؟ ۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره دنیا ته د قرآنکریم د نزول شپه ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ په دغه شپه د راتلونکی کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په دغه شپه عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو او بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر د تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا څوک سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته چی سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ » نو هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه خوب ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځیً چی اول یې پر لمانځه د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په انتظار . خو موږ به د ټولو برخو ځوابونه د مبارکی روژې څخه وروسته انشاالله خپاره کړو ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com). پوښتنی : ۱ ـ د مهاجرو او انصارو اصحابو ذکر په کومو دوو قرآني سورتونو کی سوی دی ؟ ۲ ـ الله تعالی د مؤمنانو څخه د هغوی ژوند او مال رانیولی دی ، دا خبره په کوم سورت او کوم آیت کی سوې ده ؟ ۳ ـ هغه کوم یوازینی صحابي دی چی په قرآن کریم کی یې نوم ذکر سوی دی ؟ ۴ ـ « یو د بل غیبت مه کوئ » ، دا امر د قرآنکریم په کوم سورت او کوم آیت کی سوی دی ؟ ۵ ـ په لوح محفوظ کی د قرآن مجید د شتون ذکر چیری سوی دی ؟ ۶ ـ که یو چا د کفارې د روژو نیولو قدرت نه درلود ( یعنی مریض یا ډیر کمزوره وی ) نو ؟ الف : باید شپېته وږي مسکینان سهار او ماښام ماړه کړی ؛ ب : حتمأ به شپېته روژې نیسي ؛ ج : د ۶۰ روژو نیولو یا ۶۰ مسکینانو ته د ډوډۍ ورکولو اختیار نلری ؛ د : ډیر خیرات او استغفار به کوي . ۷ : په قبر کی د ملایکو تر پوښتنو وروسته صحیح ځواب ویونکي ته څه ورکول کیږی ؟ الف : جنت ؛ ب : د جنت نعمتونه ؛ ج : د جنت کړکۍ ورته خلاصیږی ؛ د : د الله دیدار ورښکاره کیږی . ۸ ـ حج څه شی دی ؟ الف : د مؤمن معراج دی ؛ ب : د ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) طریقه پر ځای کول ده ؛ ج : د الله سره د محبت عاشقانه عبادت دی ؛ د : په ژوند کی یو ځل پر هر مسلمان فرض دی . ۹ ـ کوم پاچا د پیغمبر (ع) خط څیری کړ ؟ الف : د روم پاچا ؛ ب : د فارس پاچا ؛ ج : د عمان پاچا ؛ د : د انګلستان پاچا . ۱۰ ـ چا د سیف الله ( د خدای توره ) لقب حاصل کړ ؟ الف : خالد بن ولید ؛ ب : علی بن ابی طالب ؛ ج : جعفر بن ابی طالب ؛ د : عبدالرحمن بن ثمره . او دا هم د نن زرین اصل : محترم وروره او محترمی خور! ته به روژه نیسې، لوږي او تندي به ګالې، تلاوتونه او خیراتونه به کوې، د خوارانو او مسکینانو لاسنیوئ به کوې خو یو بل څوک به راسي او په آرامه به ستا ټولي نیکۍ در څخه واخلي ، که غیبت وکړې !
spozmai radio ipower aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery