مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2015-07-15   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې اته ویشتمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې اته ویشتمه تحفه معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او دوو خوشحالیو سره مخامخ کیږی . ساتنی : الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی وی ( ځکه چی شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او روحانی روژه یې وی ) . خوشحالۍ : الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی د الله سره قربت او محبت حاصلوي . علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې تقوا ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . او دا هم اته ویشتمه تحفه . باید ووایم چی د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې له ختمېدو وروسته وړاندی کړم ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ « بېشکه مؤمنان وروڼه دي » ، دا خبره په کوم سورت او کوم آیت کی سوې ده ؟ ۲ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د جنازې د لمانځه حکم سوی دی ؟ ۳ ـ د بدر د غزا تر پیلېدو مخکی رسول الله (ص) کوم آیت تلاوت کړ ؟ ۴ ـ د قرآنکریم د کوم سورت هر آیت د ( د ) په حرف او د کوم سورت هر آیت د ( س ) په حرف سره ختمیږی ؟ ۵ ـ په قرآنکریم کی تر ټولو اول کومه دعا راغلې ده او چیری ؟ ۶ ـ په اسلام کی د مزدورانو په هکله څه امر سوی دی ؟ الف : د هغوی احترام باید وسي ؛ ب : د هغوی مزدوري د هغوی د خولو تر وچېدو مخکی باید ورکول سی ؛ ج : هغوی ته باید خواړه او څښاک ورکول سی ؛ د : په هغوی باید ډیر کار ونسي . ۷ ـ لوح محفوظ د څه شي څخه جوړ سوی دی ؟ الف : د سپین ګوهر څخه ؛ ب : د زرین ګوهر څخه ؛ ج : د شین ګوهر څخه ؛ د : د سور ګوهر څخه . ۸ ـ د یو انسان توبه تر کوم مهاله قبلیږی ؟ الف : قبر ته تر تللو پوری ؛ ب : د زکندن تر لږ مخکی پوری ؛ ج : تر مړینی وروسته پوری لا ؛ د : په قبر کی تر ایښودلو پوری . ۹ ـ مکه په کوم کال کی فتح سوه ؟ الف : د پیغمبر (ع) تر وفات وروسته ؛ ب : اووم هجری ؛ ج : اتم هجری ؛ د : نهم هجری . ۱۰ ـ د رسول الله (ص) د اوښی ( یعنی ماده اوښ ) نوم څه و ؟ الف : قصوأ ؛ ب : بیرحأ ؛ ج : حیزوم ؛ د : بُراق . او دا هم د نن زرین اصل : ډیرئ خلک عجیبه دي . کله چې د دوی د ګناه په اړه خبره وسي نو په ټینګار سره وایی چی « ﺍﻟﻠﻪ ﻏﻔﻮﺭ او ﺭﺣﻴﻢ دی » . خو د نورو د ګناه په اړه بیا په تأکید سره وایی چی « ﺍﻟﻠﻪ سخت عذاب ورکوونکی دی » !
aicts mainport spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery