مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دیني علم برکتونه

استاذ نورالله خان احمدزی

د دیني علم برکتونه

علم د رڼا، سعادت، نیکمرغۍ، بریالیتوب، خوښي، او خیر لار ده. په اسلام کې د علم او د علماوو په هکله ډیر فضایل او تاکید راغلی. قرآن کریم په دې هکله داسې مهرباني کوي:

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر ۹ )

ووايه ای محمد: آیا هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي؟ بېشکه چې پوهان پند اخلي.

له الله تعالی څخه Ú…ÙˆÚ© ویریږي؟ قرآن یې داسې ځواب وایي:  إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر: Û²) .

ژباړه : يقيناً د الله جل جلاله  څخه د هغه پوه بنده ګان، Ù„Ú©Ù‡: (د شريعت په ضروري احکامو پوه وي ) ویريږي.

الله تعالی ته خوښ خلک او چې ډیر یې نازوي هغه د علم څښتنان دي، قرآن یې داسې بیان کوي:

يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ( المجادله ۱۱ )

هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او پوهه ورکړل شوې ده الله جل جلاله  يې درجې لوړوي.

 

په اسلام کې د نر او ښځې لپاره د اسلامي شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ.

د علم طلب یا لټونه په هر مسلمان  لکه، (نر او ښځې ) باندې فرض دي .

له پورتني حديث څخه د اسلامي شريعت ضروري علم مراد دی Ù„Ú©Ù‡ : عقاید، د طهارت ضروري مسایل ØŒ لمونځ، روژه ØŒ زکات او د حج احکام، ضروري معاملات،اسلامي  آداب، د حلال او د ګناهونو او همداسې د  حرامو پیژندل او داسې نور .

له دې کبله په مور او پلار یا د کورنۍ بل مسئول او مکلف شخص باندې دا لازمه ده چې خپل اولاد او بچیانو ته د اسلامي شریعت ضروري مسایل او احکام ور زده کړي او همداسې دوی ته د حلالو او حرامو تو پیر ور وپیژني، د دین بنسټیز او مهم شیان ور وښیي همداسې دوی عبادت باندې روږدي کړي او له هر ډول ناروا څخه یې منع کړي او له ټولو سترو ګناهو څخه یې خبر کړي، لکه: زنا، غیبت، بهتان، غلا، لواطت، شراب، قتل، سود، او داسې نور..................

 

د علم او علماوو د فضیلت په هکله ځینې احادیث:

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ. (بخاري: Û³Û±Û±Û¶) . 

    چا ته چې الله تعالی د خير اراده ÙˆÚ©Ú“ÙŠ نو په دين کې پوهه ور په برخه Ú©Ú“ÙŠØŒ رښتيا ده چې زه يوازې  ويشونکی يم  یعنې ( د علم شريعت ) او الله تعالی اصلي ورکونکی دی، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر Ùˆ نه رسوي تر هغه پورې تر Ú…Ùˆ قيامت را  شي.

لاندې بل حدیث هم د علم د فضیلت په هکله روایت شوی:

مَنْ جَاءَ هُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ ÙˆÙŽ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ  فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح Û²Û´Û° اسناده مرسل)

    ژباړه: چا ته چې مرګ ورسیږي او هغه تر دې وخته پورې د علم په طلب او لټونه کې ÙˆÛŒ چې د هغه په واسطه اسلام را ژوندی Ú©Ú“ÙŠ د هغه او د پيغمبرانو په منځکې به يوه درجه توپېر په جنت کې موجود وي او هغه د نبوت درجه ده.

تَدَا رُسُ الْعِلْمِ سَاعَةً مِّن اللَّيْلِ خَيْرٌ مِنْ اِحْيَآ ءِهَا (مشكاة المصابيح: ۲۴۷ ) .

    ژباړه: يوه ګړۍ په ديني علم کې مذاکره کول له دې نه ÚšÙ‡ دي چې ټوله شپه په عبادت ويښه تيره شي.

مَنْ خَرَجَ فِیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فَهُوَ فِی سَبِيْلِ اللهِ حَتَّی يَرْ جِعَ . (مشكاة المصابيح  Û±/Û±ÛµÛµ ØŒ الترمذي Û²Û¶Û´Û· )

ژباړه : څوک چې د علم حاصلولو په غرض له کور څخه ووځي تر بېرته راګر ځيدلو پورې د الله تعالی په لاره کې دی یعنې تګ او بیرته راتګ يې ټول په ښېګڼو کې شمېرل کیږي.

د علم د ترلاسه کولو چې څومره فضایل بیان شویدي همداسې د علم او د حق پټولو پخاطر سخت وعید او د عذابونو ژمنه او یادونه هم شوې.

مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ  يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ . (سنن الترمذي ۲۶۴۹، الترغيب والترهيب Û±/Û¹Û· ) .

     ژباړه: Ú…ÙˆÚ© چې ديوه عالم نه پوښتنه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او ده ته د هغه علم وي او هغه پټ Ú©Ú“ÙŠ نو د قيامت په ورځ  به يې په خوله کې د اور قيزه ور واچولی شي.

همداسې علم ددې لپاره باید ترلاسه نکړای شي تر څو نور خلک ور باندې ملامت یا پاتې راوستل شي:

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:  مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِىَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِىَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللَّهُ النَّارَ. رواه الترمذي

ژباړه: کوم شخص چې ددې لپاره علم زده Ú©Ú“ÛŒ تر Ú…Ùˆ د علماوو سره مقابله ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او یا د بې عقلانو سره جګړه پرې ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او یا خلک خپلې خواته  متوجه Ú©Ú“ÙŠ نو الله تعالی به دی په اور کې داخل Ú©Ú“ÙŠ.

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery