مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښځو د مسایلو او حقوقو په اړه پر اسلام د نیوکو مدّلل ځوابونه (درېیمه برخه)

استاذ نورالله خان حمدزی

 

مخکې له دې چې د بي بي عایشې رضی الله عنها د نکاح بحث وڅیړو نو لومړی باید د نکاح په هکله خبرې وکړو تر څو معلومه شي چې اسلام په دغه اړه څه وایي؟

 

د نكاح شرطونه:

۱- تړون كوونكي به عاقل بالغ او آزاد وي, نو د ليوني او هغه ماشوم چې عقل نلري نكاح نه منعقده كيږي, او د مريي او هغه ماشوم چې عقل ولري نكاح بيا د (ولي) تر اجازې پورې موقوفه بلل كيږي.
۲- محل به د نكاح وړ وي, يعنې داسې ميرمن به وي چې له هغې سره شرعاً نكاح روا وي.
۳ - تړون كوونكي به د يوه او بل خبرې اوري.
۴ – د نكاح پر مهال به دوه شاهدان نارينه يا يو نارينه او دوه ښځينه موجود وي, په شاهدانو كې هم اسلام, عقل, آزادي او بلوغ شرط دي.
۵ - شاهدان به د تړون كوونكو خبرې اوري, ځكه نو د ويدو خلكو په شاهدي سره نكاح نه تړل كيږي.
۶- ايجاب او قبول به په يوه مجلس كې وي.
۷ - ايجاب او قبول به سره مختلف نه وي, د ساري په توګه كه يو سړي چاته وويل چې زه خپله لور تاته په يو لك روپۍ ولور په نكاح دركوم او دوهم سړي وويل چې نكاح مې قبوله ده خو ولور نه قبلوم نو دا نكاح باطله ده.
۸ - نكاح به د ښځې ټول بدن ته یا داسې اندام ته راجع وي چې هغه په ټول بدن باندې تعبيريږي لكه سر او غاړه, ځكه نو كه چا وويل چې زه دلور لاس يا پښه تاته په نكاح دركوم نو دا نكاح نه تړل كيږي, خوكچيرې يې ګيډه يا شا وښودله نو داحنافو د مشايخو په اند يې نكاح تړل كيږي, او كچيرې يې وويل چې نيمايي لور تاته په نكاح دركوم نو غوره قول دادى چې نكاح يې نه كيږي.
۹ - خاوند او ميرمنه به څرګند وي, نو كه د چا دوه لوڼې وي او ويې ويل چې زه يې يوه تاته په نكاح دركوم او څرګنده يې نكړه چې كومه يوه ده، نو نكاح يې نه كيږي.
۱۰ - ښځه به په نوموړې نكاح خوښه او راضي وي, كه هغه باكره بالغه (پېغله) وي او كه ثيبه (يو ځل واده شوې) وي.

اوس پر بي بي عایشې رضی الله عنها نیوکه کول او د هغې په هکله ناروا څرګندونې کول دا د انساني عقل خلاف عمل دی، د هغې نکاح بلکل د شریعت مطابق او د هغې د پلار او کورنۍ په رضایت ترسره شوې وه. نو چې ملحدین یا کفار پرې نیوکه کوي او ډول ډول خبرې کوي، کله وایي عمر یې کم وو کله وایی دا جبر یا ظلم وو، زه دغو خلکو ته وایم چې د بي بي عایشې اصلي وارث یا مشر خو حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وو، ولې هغه پرې نیوکه یا اعتراض ونکړ، آیا تاسو د بي بي عایشې څخه هم ډیر هوښیار یئ چې هغې نیوکه نه کوله او په دغه کار راضي وه نو تاسو کفارو او ملحدینو ته یې څه؟ داسې یو کافر او ملحد به وموندل شي چې د بي بي عایشې په لار روان شي او هغه درسونه او علم چې بي بي عایشې له حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ترلاسه کړی وو پر هغو عمل وکړي او دوی هم هغه لار ونیسي کومه چې بي بي عایشې رضی الله عنها نیولې وه؟ دا هم د اسلام او د دغې نکاح برکت وو چې له بي بي عایشې رضی الله عنها څخه یې داسې عالمه بي بي جوړه کړه چې د نړۍ په سطحه یې سارۍ نه تر سترګو کیږي.

حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چې د جهالت په دوران کې د نکاح څلور ډولونه وو :

 

لومړي ډول نکاح:

دا د اوسني نکاح په ډول وه، چې یو کس به د بل کس لور، خور ... وغوښتله نو هغه به ورسره منله او نکاح به یې تړل کېدله.

 

دوهم ډول نکاح:

دغه ډول نکاح به د استبضاع په نوم سره نومول کېدله او یوازې د بچیانو د پيدا کېدو پخاطر به ترسره کېدله.

داسې چې کله به د کوم کس ښځه له حیض څخه پاکه شوه، نو میړه به یې ورته وویل: زه له فلاني کس سره یو ځای یا کوروالۍ وکړه یعنې د زنا عمل ورسره وکړه، خپل میړه به یې تر هغو ور نږدې کېدلو نه تر هغو چې د دغه بل یا پردي کس څخه به یې حمل نه وو اخستی. یا ربه توبه.

 

درېیم ډول نکاح:

هغه په دې ډول چې له یوې ښځې سره به تر لسو کسان یو ځای کېدل او کله به چې هم هغه ښځه حامله شوه نو اولاد به یې وځیږیده، بیا به یې ټول کسان راوغوښتل او هیچا به سرغړونه ځنې نشوای کولی.

ښځې به خطاب کې ورته وویل: تاسو چې څه وکړل نو دادی زما اولاد ځنې پیدا شو، نو دا ستا (د هغه کس نوم به یې واخست) ځوی دی ای فلانیه!!! چې د چا نوم به یې په دغو کسانو کې یاد کړ، نو نوموړی ماشوم به د هغه سړي پر برخه رسیدلو.

 

څلورم ډول نکاح:

هغه وخت به د فاحشو ښځو په کورونو جنډې درول شوې وې تر څو خلک پوه شي چې دا د فلانۍ فاحشې ښځې کور دی، له دا ډول فاحشو سره به ډیر خلک یو ځای کېدل تر څو یې اولاد پيدا شي، نو چې کله به یې اولاد پيدا شو نو بیا به یې یو ماهر (څېره پيژندونکی) راوست او هغه کس به د خپلې تجربې له مخې دغه ماشوم هغه کس ته منسوب یا ورکولو.

 

هغه داسې وخت وو، چې انجونې به ژوندی خښول کېدلې او دا یو رواج وو او بل خلکو به د تورې او نیزې په زور پردۍ ښځې د خپل ځان کولې / نومولې.

 

نو د حضرت بي بي عایشې رضی الله عنها نکاح په دغو پورتنیو څلور ډولونو کې په یوه کې هم نه راځي او نه په اسلام کې د دا ډول نکاح کولو کوم ځای شته، دا کومې ناروا او ظالمانه نکاح او ودونه چې تر سره کېدل دا ټول په کفري او بې دینه ټولنو کې ترسره کېدل، مسلمانان او د اسلام د دین پيروان ور څخه بلکل پاک ول. اوس هغه خلک چې د بي بي عایشې په نکاح یا په کم عمري باندې نیوکه کوي دا پورته موارد دې په ښه غور سره ولولي او له بېځایه نیوکو څخه دې تیر شي.

 

د اسلام د ستر لار ښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په رسالت سره دغه ټول ډولونه د منځه ولاړل پر ځای یې یوازی پاکه اسلامي نکاح منځته راغله.

 

 

د بي بي عایشې د کم عمري او نکاح په اړه یو وضاحت:

 

پر اسلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یوه نیوکه دا هم کیږي چې هغه مبارک ولې بي بي عایشې رضی الله عنها سره په وړوکوالي کې نکاح کړې او ددې حکمت څه شی دی؟

  د الله د دین دښمنان وايي، چې عائشة رضي الله عنها ماشومه وه، نو باید اوس ددې په معنا پوه شو چې ماشومه یعني څه؟؟

 

په هکله د علماوو لومړۍ ډله داسې وایي:

 

په داسي حال کې چې د هغې خِطبه په مكه کې او نكاح ئې په مدينه کې ترسره شوې، د عمر په اړه ئې روايات بېل بېل او متعارض دي، ځيني یې د عمر په اړه يو څه وايي او ځيني بل څه، داسي دليل او شاهد هم نه تر سترګو كېږي چې د دغو متعارضو رواياتو له منځه يوه ته پر بل ترجيح وركړای شي، په داسي مواردو کې د محققينو محدثينو رأيه دا ده چې احتياط وشي او د متعارضو رواياتو له منځه پر كوم يوه له استناد ډډه وشي، په ځانګړې توګه كله چې دا متعارض روايات د احكامو په اړه وي، د متن له پلوه په قرآن کې كوم شاهد ونه لري او د سند له پلوه غريب وي. كه څه هم د بخاري يو روايت چې اوه ځلي یې تكراري راوړى، غريب دی او په دوو طبقو کې يوازې يو يو راوي لري، وايي چې د عایشې رضي الله عنها نكاح په نهه كلنۍ کې تر سره شوې، او همدا خبره په مسلمانانو کې مشهوره شوې، ځيني د دغه روايت د توجيه لپاره وايي چې د تودو سيمو نجلۍ او هلكان د سړو سيمو په پرتله ژر بلوغ ته رسېږي، دوى هم بلوغ شرط ګڼي، او رأيه یې دا ده چې كېداى شي يوه نجلۍ په نهه كلنۍ کې پېغلتوب ته ورسېږي، خو له يوې خوا په مكه کې د عایشې رضي الله عنه خِطبه ښيي چې عایشه رضي الله عنها به له كوم شك پرته هغه مهال بلوغ ته رسېدلې وه، او په مدينه کې درې كاله وروسته د هغې نكاح ترسره شوه، له بلي خوا داسي روايات شته چې ښيي ابوبكر رضي الله عنه په مكه کې او د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر خطبې وړاندي بل چا ته د عایشې رضي الله عنها د نكاح كولو پرېكړه كړې وه خو هغه له ايمان راوړلو ډډه وكړه نو ځكه یې هغه موافقه فسخ كړه. بل روايت وايي چې علي رضي الله عنه د خپلي لور كلثوم رضي الله عنها په اړه د عمر رضي الله عنه خطبې ته په دې دليل د نفي ځواب وركړ چې صغيره ده، او هغه مهال یې په نكاح وركړه چې پېغلتوب ته ورسېده. له دې رواياتو په صريح توګه معلومېږي چې د نكاح او جنسي نږدېوالي لپاره بلوغ شرط دی.

وضاحت: دا د علماوو خپل نظر وو، موږ ته امام بخاري او ټول فقهاء او محدثین ډیر محترم دي. د علماوو دا ډله هم وایي چې بي بي عایشه رضی الله عنها بلوغ ته رسېدلې وه او په دې کومه ستونزه نه وه. یوازې اختلاف په روایاتو کې ده ځینې د نهو کلو عمر بیانوي او ځینې بیا وایي چې هغه له دغه عمر څخه پورته وه. والله اعلم.

 

 د علماء دوهمه دله داسې وایي: د هغه وخت لس کلن یا لس کلنه د دې وخت له لس کلنې یا لس کلن سره نه پرتله کیږي، ځکه دلته د زمانو او حالاتو توپیر دی او په هیڅ صورت هغه وخت له اوسني وخت سره نشي  پرتله کیدای.

عائشة رضي الله عنها په نهه کلنۍ کې پیغله وه، بالغه وه، نو هغه ماشومه نه وه، او په هغه زمانه کې به د ښځو لوي غم دا وو، چې د دولس کلو څخه يې عمر واوړي، او چا لا په نکاح کړې نه وي.
نو په هغه وخت کې د نکاح کولو یا واده کولو طبیعي عمر له نهو کلو څخه تر دولسو کالو پورې وو، او د بلوغ د وخت نه شروع کېدلو تر ما بعد البلوغه.

زه تاسو ددې خپلې خبرې دلیل وړاندې کوم، او هغه دا چې په صحيح سند ثابت دي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د خديجې رضي الله عنها له وفات څخه ووروسته یو صحابۍ ښځه راغله، دغه صحابۍ خولة بنت حکیم وه، چې د عثمان بن مظعون رضي الله عنه ښځه وه، دې ښځې سره د خديجې رضي الله عنها له مرګ څخه وروسته د پیغمبر صلی الله علیه و سلم ډیر غم وو، او هر وخت به پریشانه وه، یوه ورځ نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يې وویل: آیا ښه به نه وي، چې له خديجې رضي الله عنها څخه وروسته یو بله ښځه وکړي، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څوک یادوي، څوک دې په فکر کی دي؟؟

نو هغې ځواب ورکړ: سودة د زمعه لور، او یا عائشة د أبوبکر لوررضي الله عنهم أجمعین:

اوس لوستونکي کولی شي چې پوه شي، کله چې خولة رضي الله عنها نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته د عائشې نوم وړاندې کولو، نو د هغې دا عقیده وه چې دغه دواړې ښځې د نبې کریم صلی الله علیه وسلم سره مناسبې دي، او کولی شي هغه تشه ډکه کړي کومه چې د خدیجې رضي الله عنها مرګ پریښې وه .

دغه وخت کې عائشة رضي الله عنها باکره وه، او سوده کونډه وه، او عمر يې هم ډیر وو، مخکې يې یو میړه هم کړې وو، نو د خولې رضي الله عنها دغه مجرده طرحه ددې ښوودنه کوي، چې هغه په دې پوهیدله چې دواړه جینکۍ د ښځې کولو لپاره ښې جوړې دي، او ددې معنا دا هم ده چې د عائشې رضي الله تعالی عنها د جسم نمو، او پوخووالې دا له ورایه ښکاره کوله چې انوثت او پیغلتوب يې کامل ده، او لږ تر لږه خولة رضي الله عنها دا خبره ښه حس کړې وه، ځکه چې هغه پوهیدله چې سړي له ښځې څه غواړي، نو هغه څه چې غواړي باید په جیلکۍ کې هغه موجود وي.

دغه وخت کې په عائشه رضي الله عنها باندې له نبې کریم صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل صحابي هم جرګه کوله، چې د هغه صحابي نوم جبیر بن المطعم وو، خو کله چې د عائشې رضي الله عنها مور د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له جرګې خبره شوه، ډیره خوښي يې څرګنده کړه، او جبیر بن المطعم صحابي يې فوراً قاطع ځواب کړ.

که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم جرګه نه وای، نو هغوی به دغه جیلکۍ هغه صحابي ته ورکوله، ځکه نو ام رومان خپل میړه ابو بکر رضي الله عنهما ته وویل: ګوره ستا لور الله جل جلاله د جبیر له لارې بچه کړه، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يې ورکړه، چې له خیر او برکت څخه بهرمنده شي.

هو! یوه مور پوهیږي چې کله د خپلې لور لپاره واده کول وغواړي، مور په خپلې لور د پوخوالي او بلوغ ته د رسیدلو علامې تر نور هر چا ښې ویني، او هم يې پیژني.

مور په خپله لور کې د انوثت انقلاب درک کولی شي، نو ډیر پیرزو او آرزو يې شي چې د لور واده وویني، او هغې ورځې لپاره په ډیر شوق خپلې شپې ورځې سبا کوي، هره مور غواړي چې د خپلې لور لپاره د سعادت مصدر وي، او د کورني ژوند اساساتو څخه يې خبره کړي، او په ډیره خوشحالۍ يې نوي کورته رخصت کړي.

اوس که څوک له دغو لادینیانو، مسیحیانو، مستشرقینو، هندوانو او یهودو څخه سوال وکړي، او هغه دا چې، آیا له دوی سره یو دلیل شته چې دا ثابته کړي چې عائشة رضي الله عنها په هغه نهه کلنۍ عمر یا څه د پاسه نهو کالو عمر کې بلوغ ته نه وه رسیدلې؟ یا د هغې أنوثت نه وو کامل شوې؟

سر بیره پردې د حدیثو په ډیرو کتابونو کې په صحيح سند راغلي دي، چې د جزیرة العرب په ځمکه ډیرې جینکیانې په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي.

له امام شافعي رحمه الله څخه روایت چې هغه ويلي دي: په تهامة جینکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي، بلکه له هغه څخه روایت دی، چې ویلي يې دي: ما په صنعاء ښار کې، د یمن په پلازمینه کې یوه یویشت کلنه ۲۱ نیا ولیدله، یعنې د لمسیانو خاونده وه، بیا وايي: په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او لس کلنۍ کې يې لور راوړې وه، او هغه بیا په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او په لس کلنۍ کې يې بچۍ راوړې وو.

 سربیره پر دې خپله د عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وايي: جیلکۍ چې کله نهه کلنۍ ته ورسیږي، نو هغه ښځه شي.

تاسو په انټرنټ او میډیا کې پلټنه وکړئ چې همدا اوس اوس په هند، د افریقا لویې وچې او نورو هیوادونو کې تر لس کلنو جنکیانو بچي ځیږولي او کومه پټه خبره نه ده.

ځینې خلک وایي چې بي بي عایشې ته واک یا اختیار نه وو ورکړل شوی چې له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره واده وکړي او که نه؟.

قرآن کریم د دغې شبهې ځواب داسې وایي:

[28] يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلاً [29] وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآَخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا الأحزاب

ژباړه: ای پیغمبره! ووایه خپلو ښځو ته، کچیرې تاسې دنیا غواړۍ، او د دنیا د ژوند ښایست غواړۍ، نو راځۍ چې فایده در ورسوم تاسی ته، او آزادې کړم تاسې په آزادۍ نیکې سره، او کچیرته تاسې الله جل جلاله غواړۍ او د هغه پیغمبر غواړۍ، او ورځ د آخرت غواړۍ نو په تحقیق چې الله جل جلاله تیار کړی دی ستاسو د نیکو لپاره لوی اجر.

عائشة رضي الله عنها فرمايي: کله چې دغه آیت نازل شو، نبې کریم صلی الله علیه وسلم ماته راغۍ، او راته ويي ویل: زه تا ته یوه خبره کول غواړم، ته په هغې کې فیصله ژر مه کوه، تر څو چې دې مور او پلار سره فیصله نه وي کړې، نو هغې ورته وویل: څه خبره ده؟

نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته آیتونه تلات کړل، نو عائشې رضي الله عنها وویل: بلکه الله جل جلاله اختیاروو، او تا اختیاروو، او ورځ د آخرت اختیاروو، هغې وویل: نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ډیر خوشحاله شو. اوس که حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شهوت او نفسي غوښتنو پخاطر دا کار کاوه، نو شاید د مکې ډیرو پیغلو او ښکلو نجونو سره یې واده کړی وای، ځکه د قریشو ټولو مشرانو غوښتل چې هغه له خپلې داعیې څخه تېر شي.

که څوک ووایي چې دومره لوی توپیر د ښځې او خاوند د عمر په منځ کې دا ولې؟

ځواب: عائشه رضي الله عنها په خپل دې واده ډیر خوشحاله وه، او د هغې غوندې په لسهاوو ښځې وي چې دا ارزو يې درلودله چې د نبې کریم صلی الله علیه وسلم میرمنې جوړې شي، داسې هم شويدي چې ډیرې ورته راغلې دي ځانونه يې وربخښلي، نو بیا نبې کریم صلی الله علیه وسلم نورو صحابه کرامو ته په نکاح کړي دي، عائشه رضي الله عنها ته غیرت ورتللو کله چې به نبې کریم صلی الله علیه وسلم مړه شوې خدیجه یادوله، او هغه ته به يې وویل: هغه ولې یادوې، د هغې په بدله کې الله جل جلاله له هغې څخه ښه بدله درکړې، کچیرته دغه توپير د عمر عیب وای، نو د قریشو کافرو به ورته پیغور ور کړی وو، هغه وخت یهودو به پرې ګوت نیونه کړې وه.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له نکاح مخکې بل چا هم د ځان لپاره غوښتې وه، نو ولې په دې څه مشکل دې؟

د یوې جیلکۍ د واده کولو لپاره فسیولوجي او عقلي موانع باید موجود نه وي، او چی دغه رنګ موانعو دلته وجود نه لرلو؟ نو څه مشکل ده چې نکاح تر سره نشي.

هغه وخت له اوسني وخت سره پرتله کول دا ستره نا پوهي ده، د هغه مهال خلک له فزیکي پلوه ډیر غښتلي وو، کیدای شي ځیني به وايي چې عقلي رشد ته نه وه رسیدلې، څنګه نه وه رسیدلې، او هغې مور موږ ته د شرعي فقهې لویې لویې برخې رانقل کړي دي، او اوس چې څومره وخت تیریږې ځوانۍ ختمیږي، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به یو اووه لس کلن مشر به د زرهاوو کسانو قیادت کاوه، یو مثال يې اسامة بن زید دی، او بل مثال ابن القاسم دی چې په اوولس کلنۍ کې يې سند او شاو خوا علاقې ختمې کړې، اما اوس به ډیر پنځه ویشت کلن ځوانان ووینئ چې عقلي رشد به نه لري، امام بخاري رحمه الله په پنځلس کلنۍ په نبوي حدیث کې یو لوی مرجع جوړ شو، او په اتلس کلنۍ کې يې ډیر حدیث په مجلداتو تألیفات کړي دي، خو اوس حالت بدل دی.

باید یو بل لوی حقیقت او نعمت ته اشاره وکړم، هغه دا چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه وروسته عائشة رضي الله عنها ۵۰ کاله ژوندۍ وه، او په دغو پنځوسو کلونو کې هغې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تعلیمات، فقه، او احادیث نورو ته ورسول.

په دغه وخت کې نه یهودو، او نه نصاراوو، اونه فارسیانو، او نه رومیانو، او نه قریشو په نبې کریم صلی الله علیه وسلم باندې دا ګوت نیونه کړې، سره له دې چې هغوی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هره وړه او غټه خبره غږیدل، نو په حقیقت کې هغوی ټولو د دغه واده اقرار کړی دي.

 لادینیان، منصرین، او یهود، اوس هر وخت وايي: چې د عائشي نفسیات به دغه وخت کې څنګه وو؟

اوس سوال دادی: چې آیا بي بي عائشه رضي الله عنها ستاسو کومې حقوقي نړیوالې مؤسسې یا ملګرو ملتونو ته شکایت کړی ده، چې تاسو اوس د هغې مدافع وکیلان جوړ شوئ، آیا عائشې رضي الله عنها له خپلو درې زره روایاتو څخه په یوه روایت کې له خپل دغه ژوند واده څخه شکایت کړی ده، او یا يې سر ټکولی ده؟

او یا هغه په دغه واده پښیمانه وه؟

آیا دې باره کې تاسې یو حرف لرۍ چې ويې وایئ؟

ألا لعنة الله علی الظالمین.

بر عکس هغه ډیره خوشحاله وه، په خپل میړه يې ډیر غیرت کولو، مینه يې ورسره کوله، یوه لحظه يې هم دا شک نه ده کړی چې هغه پیغمبر نه دی، او د نبي کریم صلي الله علیه وسلم سره يې بقا اختیار کړه کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغې ته د پاتې کیدو او د تګ اجازه ورکړه، چې کورنۍ ژوند پریږدي.  دا خلک د عائشې رضي الله عنها له زندګۍ داسې خبرې کوي، لکه هغې چې د خپلې زندګۍ څخه نفسي غوټه لرله، نه برعکس عائشې د خپل واده له لومړۍ لحظې څخه ټولې پیښی ثبت کړې، او موږ ته يې رانقل کړي، فقه يې مونږ رانقل کړې، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته يې داسې علماء کرام او فقهاء وروزل، چې هغسې علم اوس په پوهنتونو کې د دوکتورا لرونکو استاذانو سره نه پیدا کیږي.

یونیسیف وايي، چې وختي واده درې بدۍ لري:

 

د تعلیم نه بشپړېدل.

وختي حمل اخیستنه.

 

د میړه په ښځې ظلم کول، او زور یا زیاتۍ ور باندې ترسره کول، نو آیا عائشې رضي الله عنها ته له دې درې ضررونو کوم ضرر رسیدلی ده، بر عکس هغي به هر وخت ویل: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن ده، یعني تر ټولو بهتر اخلاق، ښه اخلاق، د قرانکریم ترجماني يې کوله، هیڅکله يې د کوم طعام بد نه دي ویلي، غصه به يې ښځو ته نه کوله، د ټولو ترمنځ به يې عدل او انصاف کاوه، سره له دې عائشه رضي الله عنها ورته ډیره ګرانه وه، خو په شپو کې د تقسیم د ټولو ښځو برخې  یو شانته وې.

 

که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند ته له هر نظره وګورو او پوره پلټنه په کې وکړو نو هره برخه او په هر میدان کې هغه مکمل او له حکمتونو ډک ژوند یې تیر کړی. د مثال په توګه د هغه د ډیرو ودونو یا ښځو درلودل همداسې د که د څلورو ښځو لپاره اسلام اجازه ورکړې خو د خوښي ځای دادی چې بیا هغه هیوادونه او خلک چې یوه ښځه کوي او د یوې ښځې لپاره دعوت چلوي، نو تر ټول ډیر طلاق بیا په همدغو کفري هیوادونو کې ترسره کیږي. د مثال په توګه:

امریکا، روسیه، هسپانیه، کیوبا، مالدیو، اوکراین، پُرتګال، بلجیم، چک سلواکیا، لوګزامبورګ، هنګري، هند، جاپان او داسې نور..... یوازې په امریکا کې نږدې ۷۳٪ ودونه په طلاق سره ختمیږي، هلته په هرو شپږو ثانیو کې یو طلاق واقع کیږي. همداسې د فرانسې په پارېس ښار کې نسبت د دغه هیواد نورو ښارونو ته ډیر طلاقونه واقع کیږي. اوس به دغو ته څه ووایو؟ ولې په امریکا، روس، فرانسې او نورې کفري نړۍ کې دوی دعوه هم کوي، چې دوی ښځو ته پوره او ټول حقوق ورکړي، نو بیا طلاق په څه وجه او ولې؟ د دغو ټولو سوالونو ځواب همداده چې هلته ښځو ته هیڅ انساني او اخلاقي حقوق نه دي ورکړل شوي او هغه حقوق چې کفار یې بیانوي هغوی ته حقوق نشو ویلای بلکه دا یو ډول ظاهري فریب او دوکه چې هغوی یې وایي.

په دغو هیوادونو کې کورنۍ نظام ختم او لمنځه تللی ده، هلته جبري زنا او فحاشي کې ډیروالی راغلی، هلته ښځې په نېشه يي موادو روږدې دي، په دغو هیوادونو کې د حمل ضایع کول ډیر شوي او دا پر ښځو ډیر ناوړه اثر پرېباسي، هلته ډیرې ښځې حتی بې واده هم دي خو اولادونه یې راوړي دا هم یوه ستره ستونزه ده چې دوی ورسره مخ دي، هلته حرامیان او په ناجایزه توګه بېشماره اولادونه راوړل کیږي او هغه نظامونه یې له ډیر چیلنج سره مخامخ کړي. تر ټول ډیر ایډز هم په کفري هیوادونو کې شتون لري، هلته حتی د جنس د بدلولو لیونۍ لوبه روانه ده او همداسې هلته ځان وژنه او لیونتوب ډیر شوی. دا هغه عوامل دي چې دوی پخپله ځانو ته خوښ کړي او نړۍ یې له ستر ګواښ او په ځانګړي توګه ښځې په کې ډیرې مثأثره شوي.

 

په اسلام کې د ښځو د حقوقو او حیثیت په اړه د ځینې لویدیځ پوهانو نظریات:

 

 نامتو فرانسوي ليکوال، محقق او ټولنپوه ( ډاکتر ګوستاول بون) د خپل کتاب (عربي تمدن) په ٢٧٣ او ٢٧٤ پاڼو کې دارنګه ليکلي دي :

((اسلام د ښځو په تمدني حالت باندى ډير لوى اثر وغورځاوه او هغه يې د سپکاوي او ذلت څخه لوړې درجې ته راپورته کړه، د اسلام وراثتي قانون او دښځو حقوق د اروپا د وراثت او ښځو د قانون څخه غوره او بهتر دى ځکه هغه د ښځو د فطرت او طبعيت سره سم، برابر او موافق دى .

پس دا ثابته شوه چې اسلام ښځه د سپکاوي او ذلت پرځاى نوره هم لوړه کړه، دا ځما خبره نده بلکه ځما څخه مخکې (موسيو کوسان اى پرسوان) هم کړې وه او په اوسني وخت کې (موسيومار تاليمى سينټ هيلر) هم همدا نظر وړاندى کړې دى)) (تمدن عرب: ډاکټر ګوستاول بون فرانسوي: ٢٧٣ - ٢٧٤)

 

نامتو مستشرق (ختيځ پوه) او د لندن په پوهنتون کې د عربي ژبې استاذ پروفيسر هملټن اې، آر، ګب Hamilton A.R.Gibb  د خپل کتاب (اسلام او محمد) په (٢٣) پاڼه کې وايي :

((دا يو منلې شوى حقيقت دى چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم اصلاحاتو د ښځو مرتبه او درجه لوړه کړه))   Hamilton-A.R.Gibb/ Mohammadd and Islam Londan.195- P-33

 

د فلسفې په ډکشنري کې والټير د قرآن د فسلفې تر عنوان لاندي دارنګه ليکلي:

موږ ددې څخه ناخبره نه يو چې قرآن ښځې ته هغه امتياز ورکوي کوم چې د فطرت له لوري څخه ورکړل شويدى، دا به ناروا او غلطه خبره وي چې موږ ووايو چې محمدي شريعت ښځو ته حق ندى ورکړې او يا يې ورسره زياتې کړې دى.

 

د اروپا نامتو تاريخ ليکوونکی ( آرتر ګليمن Arthur Gilman ) پخپل کتاب د اسلام په تاريخ History of the Islam  په ١٤١ مخ کې دارنګه ليکلي دي :

((زه د پوره څيړنو او تحقيقاتو څخه وروسته ليکم چې د حضرت مسيح څخه شپږ سوه کاله وروسته ښځه په ډير بد حالت کې وه، د هغې هېڅ حيثيت نه ؤ، هغې هېڅ حق نه درلوده، په ٦١١م کال د اسلام پيغمبر هغوى ته لوړتيا ورپه برخه کړه، هغوى يې د سپکاوي او ذلت له کندې څخه د عزت او درناوي عرش ته ورسولې، زه په پوره باور سره دا وايم چې اسلام څومره حقوق او عزت ښځې ته ورکړيدى هغه هېڅ مذهب هم ندى ورکړې، د اسلام پيغمبر چې څومره د ښځې پلوي توب کړې هېڅ مصلح داسې ندي کړي، اسلام حکم کوي چې د خپلو ښځو سره عدل او انصاف وکړئ او د مال د لاسته راوړلو لپاره په ښځو باندى ولکه مه لګوئ، هغوى ته کړاو او تکليف مه ورکوئ، د هغوى په ښوونه او روزنه کې هلې ځلې وکړئ، حال داچې په مسيحي دين کې عيسايي ښځه عالمه کيداى نشي بلکى خادمه جوړيداى شي)) ( هسټري آف اسلام - ١٤١ پاڼه )

 

د کاناډا مشهور قانون پوه او جج مسټر جسټس کريبائټس دارنګه وايي :

((حضرت محمد  صلی الله عليه وسلم په نړۍ کې د ښځو د حقوقو تر ټولو لوى پلوي کوونکې دى)).

 

جي ډبليو لا ليټ نرو پخپل کتاب کې دارنګه ليکلي دي :

((ښځې ته چې کوم عزت، درناوې او مقام حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ورکړيدى په ټولنه کې هېڅ مذهب ندى ورکړې)).

(Lelithe,G.W/Mohammad and Islam in Religious System of The World, London.1893)

 

پروفيسر راماکرشناراؤ (پخپل کتاب حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اسلام پيغمبر) Mohammad the Prophet of Islam  کې دارنګه لیکلي دي :

((د اسلام د ازادۍ يو روح دادى چې ښځه يې د نورو د غلامۍ څخه خلاصه کړه، اسلام څو پيړۍ مخکې دا اعلان کړي ؤ چې د ښځې حقوق محترم دي بايد هغوى د خپلو حقوقو څخه بى برخى نشي)).

(اسلام کې پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم) د راماکرشناراؤ ليکنه د کريسنټ پبليشنګ چاپ (٩پاڼه).

 

جان هيګټ (جنرال ګلپ پاشا) پخپل کتاب (د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم  ژوند او وخت) کې ليکلي دي:

((حضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ښځو مالي مرسته پدى توګه وکړه چې هغوى ته يې په ميراث کې ټاکلې برخه ورکړه، د خپل مور او پلار په ميراث کې يې هم برخمنه وګرځوله، هغه صلی الله عليه وسلم  نوى پيداشوې انجونې د ژوندي خښولو څخه وژغورلې)). (جان هيګټ جنرال ګلپ پاشا / محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم  (٣١٠ پاڼه).

 

ښځه په غربي تمدن کې:

 

د آلمان د دولتي روغتون رئس پروفيسر کلين د ډاکټرانو په کنفرانس کې داسي وايي: زموږ د ټولنې زياتي بلکې ډيرې زياتې ښځې په بدبختي کې ژوند تيروي، ښه او آرام ژوند نلري، ځکه د دوی ارزښت يوازي نفساني او خواهشاتي بڼه لري، ددې لپاره زه د طب علم ته دا اعلان متوجه کوم چې بايد ددې فاجعې مخه ژر ترژره ونيول شي که نه نو د مليونو اشخاصو د خسارې سره به مخ شي.
(ج.س. يالاک): د ټولنيزو علومو يو ليکوال خپل د ټولني غميزه داسي ښکاره کوي: کلونه راپدې خوا ملاحظه کوو چې مونږ انساني صميميت له لاسه ورکړی او ددې صميميت د لمنځه تلو سره زموږ ټولنې ته ډير تاوانونه  اوښتي دي څرنګه چې پخوانيو ټولنيزې اړيکې پيژندل کېدلې نننۍ فردي ژوند ترې محروم دي. هغه احساس چې پخوا د ګاونډي په اړوند وو او هغه نن نشته همدارنګه پخوانۍ کورنۍ اړيکې نن نشته او ټول هغه اصول لمنځه تللي دي. په حقيقت کې مونږ وسايل او آلات يو د هغه ماشين وسايل چې زموږ ټولنيزې او کورنۍ اړيکې پرې کوي، زموږ په حالت ډير افسوس پکار دی موږ پيسې ورکوو او روحي خسارات منو بي لدې چې ځانونه پرې وپوهوو.
کاشکې چې مسلمانې ښځې د غربي ‌ښځو له بد بختيو څخه خبرېدلې له هغه حالت څخه چې ځانونه وژني ځکه چې تشويش پريشاني بدبختي لري، په انګلستان کې په يوه کال کې د پنځه زرو څخه ډيرې حادثې شوي. د مسلمانو ښځو سترګې غربي جعلي ځلا وړي او پر سترګو یې جعلي پردې پرتې دي.
(مارلين مانرا) د (پارولو مشهوره ممثله) د ځان وژنې په اړوند يوه کوچنۍ رساله ليکل شوې وايي چې سره ددې چې نوموړې ډير هنري شهرت هم لاره د هغې د ځان وژنې علت يې پکې ښودلی هغه وايي: اي ښځو د لويي غوښتلو څخه ځان وساتۍ په غولوونکې ځلا ونه غوليږۍ زه د نړۍ خواره او بدبخته ښـځه يمه نشم کولای چې يوه مور شم، هغه ژوند چې د کور په دننه له کورنۍ سره کېږي ډير ښه ګڼم، او پردې وپوهيږئ چې د کورونو په دننه کې نه يوازي د ښځې د خوښي رمز بلم بلکې دا د ټول انسانيت خوښي ده، خلکو پرما باندي ظلم کړئ، ښځه که هرڅو د سينما په داخل کې د تقلبي شهرت لرونکي وي بيا هم د يوې بي ارزښته او پست متاع په څير ترې ګټه اخستل کيږي.
دغربي ټولنې تمدن چې اوس مهال د ځنکدن په حال ده ټول بشريت په ځانګړي توګه زموږ ښځو ته د بدبختي ډالۍ په ارمغان کې راوړي، ددې ټولني اوسيدونکي اوس مهال د انساني مدنيت د راتلو په انتظار کې دي دا داسې يوې ټولنې چې روحي او اخلاقي حاکميت ولري او په ځانګړي توګه د ښځو کرامت، وقار او شرف وساتي او پر خپلو اساسي دندو يي وګماري.
(انارارد) يوه مشهوره ليکواله د (استرن ميل) په جريده کې په يوه مقاله کې ليکي: که زموږ لورګانې د خادمې په نامه يا د خادمې په څير کار وکړي دا به ورته ډيره ښه وي او له خطره به بچې شي ددې په نسبت چې په فابريکو کې کار وکړي ځکه چې په فابريکو او نورو ځایو کې د دوی کار کول د دوی حيا د ابد لپاره لمنځه وړي، کاش چې زموږ ټولنه د اسلامي ټولنې په څير پاک لمنې وای چې د ژوند له ښيګڼو څخه برخمنې وي.
هو! د انګلستان د هيواد لپاره ننګ دی چې د هغه ځاي ښځې د نرانو سره د ګډون لپاره د رذالت مرتکب کيږي او زموږ په څير ندي چې د ښځي فطري کارونه چې د کور کارونه دي ور وسپارو او ددې حق نلري چې د نرانو په کارو کې برخه واخلي.
 (جال سيمال) د فرانسې په يوه مجله کې ليکي: کله چې ښځه د کور څخه د باندي کار کوي يو ساده او عادي کار کوي هيڅ کله هم د يو کارګر وظيفه نه شي اجرا کولای.

کفر دغه ډول لاس ته راوړني لري، اوس مهال هم په کفري نړۍ کې که څه هم د بشر او ښځي د حقوقو غولونکي نارې وهي، دا نارې ځکه وهي چې ښځو ته لاس رسۍ په اسانۍ پیدا کړي.

 

نن په کفري نړۍ کې تر پخوا لا هم ډيري ښځي خپل ناموس د یو څو پیسو یا لږ شهرت یا هم مقام په بدل کې خرڅوي. ددې ترڅنګ په لکونو ښځي د زنا په بازارونو کې په زوره پلورل کیږي. هغه یوازي د اسلام د رحمت دین دی چې ښځي ته یې په ستر او حجاب سره دومره ستر مقام ورکړی دی چې څوک په بده سترګه هم نشي ورته کتلای مګر که یوه ښځه خپله ځان د ستر او حجاب څخه لیري کړي حتماً به د فتنې ښکار وي.

 

د جاهلیت په وخت کې د ښځو لپاره کومه کره شمېره ټاکلې نه وه، دا د هر چا حق وو چې څومره ښځې درلودلی شي، هغه داسې وخت هم وو چې د هر ډول ناروا کړنو لکه زنا، لواطت، شراب، ناروا وژنې ډیرې زیاتې وې چې ډیر خلک ور باندې روږدي ول او همداسې د ډیرو خلکو پلرونه او مورګانې نامعلومه وې.

 

زما نصیحت خپلو اسلامي خویندو، میندو او ټولو مسلمانو ښځو ته داده، چې هغه د عزت ستر مقام چې الله جل جلاله تاسو ته درکړی هغه په ډیر ټینګ عزم سره ونیسئ ځکه شیطان او د هغه ملګرو ستاسو د خطا ایستلو لپاره رنګین تلکونه ایښي او په کمین کې درته ناست دي.

نور بیا

 

اخځلیکونه:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱: استاذ فتحي يکن

۲: د ټول افغان د بحث فورم څخه ځینې اخستنې

۳: د پوهندوى عبدالواسع صابر له لیکنې څخه ځینې اخستنې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery