مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2015-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

میلاد لمانځل یو تحقیق او یوه جایزه

استاذ نورالله خان احمدزی

الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا. ژباړه: الله تعالی فرمایلي دي چې؛ اوس ما ستاسو دین پوره کړیدی او په تاسې مې نعمت پوره کړیدی او ســــتاسو له پاره مو اسلام دین غوره کړی دی. سورة مائده (ایة ۳) قُلْ إِنْ کُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُوني‏ يُحْبِبْکُمُ اللَّهُ وَ يَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوبَکُمْ  (الایة) ال عمران (۳۱). ژباړه: ته ورته ووایه ای نبي علیه السلام: که چېرته تاسو مینه کوئ د الله تعالی جل جلاله سره، نو زما تابعداري وکړئ، الله تعالی جل جلاله به تاسو سره مینه وکړي او ستاسو ګناهونه به وبښي .

باید دا واضحه کړو چې نفس ذکر د ولادت او مروجه مجلس د میلاد النبي یا مولود یا زوکړه دواړه بېل بېل شیان دي او په دواړو کې معمولی توپیر نشته بلکې د آسمان او د مځکې دومره توپیر دی.

نفس ذکر ولادت: پدې کې دهیچا اختلاف نشته بلکې د ټولو اتفاق ده او بلاشک دا جائز ده او باعث د خیر او ثواب ده ـ لیکن نفس ذکر د ولادت څه ته وایي او ددې شروع کله وشوه نو دا د دواړو خواؤ له ژبو څخه اورو.

له مخالفینو څخه مولانا خلیل احمد مهاجر مدني لیکي: نفس ذکر د ولادت یا میلاد د فخر عالم علیه السلام هېڅوک یې منع نه کوي، بلکې ذکر د ولادت دده د نور سیر او حالاتو ذکر کول مندوب دي.

د صحابوو، تابعینو، او تبع تابعینو او تر شپږ سوه کالو پورې ذکر د میلاد او پېښې مخکې له ولادت څخه دارنګه دده حالات او شرح او د نبوت په اړه ټول احکام، بیان او کیسې .... دا د تعلیم او تعلم په ډول ترسره کېدل، لکه: د درس او تدریس په توګه ویل کېدل، نه هلته د مجلس عقد یا غونډه نیول کېدله، نه خوراک او طعام نه بل څه..... بلکې هغه ډول به صحابوو ترسره کول، چې هغه مبارک یې ښودنه کړې وه.

 

د میلاد پیل:

د مروجه میلاد نسبت نه په قرآن کریم کې شتون لري نه په تفاسیرو کې نه احادیثو کې او نه د خیر القرون څخه ددې ثبوت شته، سید سلیمان صاحب ندوي په سیرة النبي جلد ۳ صفحه ۶۶۴ طبعه دوهم کې لیکي: په اسلام کې د میلاد مجلس رواج له څلورمې سلیزې څخه پیل شویدی.

لیکن واقعه دا ده چې د اسلام له پیل څخه تر شپږ سوه کالو پورې د مروجه میلاد هېڅ ثبوت نشته او ددې په جواز او عدم جواز کې د امت اختلاف دی خو پدې کې د هیچا اختلاف نشته چې له شپږمې هجري مخکې میلاد شتون نه درلود.

لکه د میلاد د لمانځلو حامي او ملاتړی مولوي عبدالسمیع هم په انوار ساطعه کې اعتراف کوي:

چې ددې میلاد لکه څنګه یې چې خلک لمانځي: له ربیع الاول سره ددې یو ځای کول یعنې دولسمه ورځ په میلاد النبي سره تعین (ځانګړې) کول دا وروسته شویدي، یعنې د شپږمې سلیزې آخر کې. (صفحه ۱۵۹).

 

د میلاد بنسټ اېښودونکی: د صحابوو، تابعینو، او تبع تابعینو او تر شپږ سوه کالو پورې ذکر د میلاد ثبوت نشته خو چا ددې ورځ لمانځنه پيل کړه؟ صاحب د مجموعه سعادت لیکي: وایي چې یو کس له هند څخه هجرت وکړ او مکه مکرمه کې یې ژوند غوره کړ، هغه د مولود په اړه داسې وایي:

د روم څخه سر لښکر چې نوم یې پاشا وو هغه مکه مکرمې ته له پوځ سره راغی او هغه د مولود یا میلاد مجلس وکته د مکې مکرمې مفتي څخه یې تپوس وکړ، ددې مجلس څه حکم دی او په کومه زمانه کې ایجاد شوی دی او دا په کومه درجه کې راځي، آیا دا فرض، سنت یا مستحب دی، چې هر څه وي په دلائلو سره ما ته ددې فتوه راواستوه؟

بیا مفتي صاحب په کتابونو کې پلټنه وکړه، هېڅ پته او ثبوت په لاس ورنغی لیکن د تاریخ په یوه کتاب کې داسې مندرج ول، چې په ۷۰۰ هجري د مصر په ښار کې یو کس د مسلمانانو په میلمستیا کې او مخکې له خوراک څخه یې وعظ هم وکړ، هغه له صحیح احادیثو څخه ولادت او معجزې چې د حضور صلی الله علیه وسلم په اړه مروي دي هغه یې واورول او همدارنګه واقعات او عجائبات یې هم واورول، د خلکو دا خوښ شول، بیا یو بل کس د یو بل مجلس ترتیب ونیوه، بیا درېیم کس داسې وکړل خو ورو ورو دا په مولود سره مشهور شو، مفتي صاحب دا کیفیت پاشا ته ور واستوه او نور یې هېڅ شی ور باندې و نه لیکل. مجموعه سعادت صفحه ۱۲ او ۱۳ جلد ۲.

لیکن افسوس چې د مجموعه سعادت مؤلف له تحریر څخه هېڅ د منقول عنه پته نه لګي، نه عالم مهاجر، نه مفتي د مکې معظمې او نه د پوځ سرلښکر نوم معلومیږي، نه دا ظاهریږي چې په ۷۰۰ هجري کې په مصر کې دغه اول کس د میلاد مجلس ترتیب کړ او هلته یو چا د مولود په هکله وعظ او بیان وکړ.

هو که د چا نوم اخیستل کیږي چې په هغې سره موافقین او مخالفین دواړه دا مني، هغه عمر بن ملا محمد موصلي دی هغه کس چې په دنیا کې تر ټولو اول او مخته یې په موصل کې دا مروجه میلاد مجلس ایجاد کړی، لکه څنګه چې مجوزینو څخه شارح د صحیح مسلم امام نووي متوفي صفحه ۶۷۷ د هغه شیخ، حافظ الحدیث امام عبدالرحمان بن اسماعیل المعروف په ابی شامه په کتاب، الباعث علی انکار البدع والحوادث کې او بیا غالباً د هغه په پيروي کې د علامه جلال الدین سیوطي شاګرد، علامه محمد بن علي یوسف دمشقي شامي په کتاب، سبل الهدی والرشاد فی سیرم خیر العباد چې مشهور په شامي دی لیکلي دي:ـ

تر ټولو مخکې د مولود عمر بن محمد په موصل کې چې یو نیک شخص او مشهور ؤ او بیا سلطان اربل د هغه پیروي وکړه.

بیا وروسته ټولو متأخرینو هم داسې نقل کړيدي او د مفتي سعد الله قول چې د مولوي عبدالحق مهاجر مکي په رساله کې الدر المنظم فی حکم عمل مولد النبي کې منقول دی:

اول دا عمل په ربیع الاول کې کول، ددې تخصیص او تعیین کول په موصل چې د عراق یو ښار ده هلته ترسره شو، هلته یو متقي دیندار شیخ عمر چې نیک سړی وو هغه دا ایجاد وکړ ـ صفحه ۱۶۰.

د میلاد النبي د موجد یا ایجادونکي حال: عمر بن موصلي دده شمار نه په مجتهدینو کې کیږي، نه محدثینو کې، نه فقهاوو کې نه متکلمینو کې، بلکې واقعه دا ده چې د علمي تحقیق په بناء هغه یو مجهول الحال شخص دی، دده یواځینۍ کارنامه چې هغه ترسره کړې همدا د میلاد ایجاد دی او بل د هغه نوم یادونه د سلطان اربل په وړاندې شوې چې هغه د مولود په عمل کې دده اقتدا کړې ګنې دده نوم به هم چا نه وو یاد کړی ځکه دی یو علمي شخص نه ؤ.

علامه ابوشامه او صاحب د سیرة شامي د هغه په اړه لیکلي چې هغه له صالحینو او مشهورو خلکو څخه ؤ، نو اهل علم پدې پوهیږي، چې لدې خبرې څخه هېڅ نه معلومیږي چې پدې سره د داسې کس علم او تحقیق کې هغه څه ترلاسه کړيدي ـ  بیا دا هم معلومه نده چې دده په اړه دا خبرې د تحقیق پر بناء دي او که محض د شهرت په بناء ـ داسې ډېر خلک دي چې ډېر مشهور شوي او حتی دده څخه روایات هم اخیستل شوي خلکو یا د رجال په کتابونو کې داسې ډېرې کیسې شته.

ابن حبان د عبد الله بن محرر په اړه لیکلي. عبد الله بن محرر د الله تعالی له نیکو بندګانو څخه ؤ، بیا وروسته یې دده د یو روایت او درایت او علم او پوهې په لحاظ دده په اړه لیکي.

لیکن هغه غلط بیاني کوله او نه پوهېده او د حدیثو په نقل کې به یې لاندئ باندئ کاوه او هېڅ نه پوهېده.

په هر حال ابوشامه سیرت شامي کې د عمر بن محمد په اړه چې کومه د خیر کلمه لیکلې لدې څخه دا خبره هېڅ واضحه نه معلومیږي، چې په علم او تفقه کې د دغه کس یو ځانګړی مقام ؤ، ددې برعکس ډېرو نورو اکابرو هم په ده سختې جرحې او تنقیدونه کړي، لکه له قدما څخه علامه تاج الدین فاکهاني په رساله المورد فی الکلام مع عمل المولد کې لیکلي: احدثها البطالون وشهرة نفس واعتنابها الا کالون.

مولود ایجاد کړیدی باطلو، غلط کارو او د نفس غوښتونکو او ددې اهتمام کړیدی غوړه مالو یا د خېټو پالونکو.

صاحب د قرة العیون اول کې لیکلي: او دا خبره ښه ښکاره او بهر ده، چې دا د میلاد مجلس له دریو قرونو څخه وروسته دا اهل بدعت ایجاد کړ  ـ جلد ۱ صفحه ۴۸ بیا ورو ورو د شیخ عمر او سلطان اربل د دغو دواړو په اړه له حوالو سره دا صاف ظاهریږي چې:

او دا ښکاره ده چې موجد یا ایجادونکی د مجلس میلاد بهئیت کذائیه هغه شیخ عمر او ملک مظفر ابو سعید دی او معلِنْ بالفِسق کېدل دا قول له عبد الله بن اسعد الافعي شافعي متوفي ۷۶۸ هجري مراة الجنان څخه واضح او ثابت دی ـ صفحه ۵۰ جلد ۱.

له دغو خبرو څخه معلومیږي چې عمر بن محمد د اهل عمل او احباب شریعت په وړاندې یو ډېر غلط شانته سړی ؤ ـ والله اعلم.

لکه څنګه چې صاحب د قرة العیون اول کې لیکلي: د میلاد مروجه ایجادونکی او ځینو ویلي، چې اول سلطان اربل دا ایجاد کړیدی، لکه: چې جلال الدین سیوطي په حسن المقصد فی عمل المولد کې لیکلي: واّول من احدث ذالک ابن المظفر ابوسعید بن زین الدین بن علی احد الملوک الا مجاد، تر ټولو د مخه مولود ایجاد کړیدی ابن مظفر بن سعید ابن زین الدین ابن علي چې له لویو باچایانو څخه ؤ.

او له ځینې بیانو څخه ثابتیږي چې اول موجد ددې عمربن محمد ؤ او سلطان اربل د مولود ملاتړی ؤ لکه څنګه چې علامه ابوشامه او صاحب د سیرة شامي په عبارت کې مو ولوستل ؛؛وبه اقتدای فی ذالک صاحب اربل؛؛ چې باچا اربل د مولود په اړه د عمر بن محمد پيروي کړېده، زموږ په آند دا آخري خبره صحیح ده ـ اصل دا ده چې د میلاد ایجاد کوونکی هغه عمر بن محمد دی، او دده په اقتداء او رواج کولو د مولود کې تر ټولو د مخه سلطان اربل نوم راځي، لکه څنګه چې معزالدین حسن خوارزمي پخپل تاریخ کې لیکلي: وهوا اوّل من احدیث من الملوک هذالعمل، له باچایانو څخه سلطابن اربل اولنی باچا ؤ چا چې مولود ولمانځه.

دا ټکۍ ؛؛اوّل؛؛  د سیرة شامي په کلام کې په ظاهره تعارض معلومیږي، له مجوزینو څخه مولانا سلامت الله صاحب په اشباع الکلام کې دا نقل کړي او داسې ځواب یې ورکړیدی:

؛؛اول شخص چا چې ددې شروع وکړه هغه شیخ عمر بن محمد موصلي ؤ او اول شخص له ملوک چا چې دا ډېر مشهور کړ هغه مظفر الدین ابو سعید کوکبري بن زین الدین باچا د اربل ؤ؛؛ الدر المنظم صفحه ۹۲ .

مولوي سمیع مرحوم هم دا نظر لري او په انوار سامعه کې یې ورته نظر ښکار کړیدی، وګورئ دده همدا کتاب پاڼه ۱۶۰ ـ  دی هم وایي چې باچایانو څخه اول ابو سعید مظفر د مولود تخصیص او تعیین سره په ربیع الاول کې کړی غرض دا چې دغه باچا د شیخ عمر مذکور پیروي کړې په دغه فعل کې.

د مروجه میلاد حال: ابن خلکان په دفیات الاعیان او کامل ابن اثیر او د تاریخ په نورو کتابونو کې ددې ډېر تفصیل راغلی خو لنډیز یې داسې بیانوو: د دغه باچا نوم دی کوکبوري یا کوکیري یا کوکري او لقب دده ملک معظم مظفر الدین ؤ ـ ابو سعید یې کنیت ؤ، د موصل په کلا کې د سه شنبې په شپه په ۲۷، محرم ۵۴۹ هجري کې پيدا شوی، په څوارلس کلنۍ کې دده د پلار ابوالحسن زین الدین علي ترکماني له وفات څخه وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

د سلطان اربل په اړه دومره معلومیږي، چې هغه زړور، عادل او سخي ضرور ؤ خو ثقه کېدل دده نه ثابتیږي. دارنګه اوّل علامه احمد بن محمد مالکي مصري پخپل کتاب قول معتمد کې لیکي چې؛ معز الدین حسن خوارزمی پخپل تاریخ کې داسې لیکلي: کان ملکاً مسرفا يأمر علماء زمانه ان یعملوا باستنباطهم واجتهادهم وان لایتبعوا لمذهب غیرهم حتی مالت الیه جماعة من العلماء وطائفة من الفضلاء و یحتفل لمولد النبی صلی الله علیه وسلم فی الربیع الاول وهو اول من الملوک احدث هذا العمل. لنډ مطلب: دا چې دغه مسرف او ظالم بادشاه نوموړي میلاد النبي ایجاد کړی دی او په دولسم د ربیع الاول به يې لمانځلو او علماء به یې خپلو خواهشاتو ته هڅول د شریعت پابند نه ؤ. القول المعتمد فی عمل المولد کې وګوره چې الحاوي للفتاوی د سیوطي کې دي. علامه ذهبي په دول الاسلام کې لیکي: کان ینفق کل سنة علی مولد النبي صلی الله علیه وسلم نحو ثلاث مائة الف. هر کال به درې لکه روپۍ دغه بادشاه په میلاد لګولې او دغه بادشاه درباري ملا ته ۱۰۰۰ روپۍ انعام ورکړو. دول الاسلام للذهبي ۲ / ۱۰۴. سلطان فضول لګښت کاوه، د خپل وخت  علماؤ ته یې حکم وکړ چې پخپل اجتهاد او قیاس باندې عمل وکړي او د نورو مذاهبو تقلید پرېږدي، حتی د علماؤ یوه ډله هم د ترک تقلید خواته مایله شوه ـ له دغه عبارت څخه دوه خبرې ښکاره شوې یو دا چې سلطان اربل مسرف یا اسراف کونکی ؤ او بل د ائمه ؤ د تقلید مخالف هم ؤ او نورو ته یې د ترک تقلید حکم ورکړیدی.

او حافظ ابن حجر عسقلاني د دغه درباري ملا بیان داسې کوي په لسان المیزان څلورم جلد صـ۲۹۴: کان کثیرالوقیعة فی الائمة وفی السلف من العلماء خبیث اللسان احمق شدید الکبرقلیل النظر في امورالدین متهاوناً. مطلب او ترجمه یې دا ده: د دین په امامانو او سلف صالحینو پسې به یې بد رد ویل او ډېر د خبیثې ژبې والا انسان ؤ او کم عقل، احمق او کبرجن ؤ. د دین په کارونو کې علم او نظر َیی کم ؤ او د دین په کارونو کې سستي کوونکی ؤ. بیا په څلورم جلد ۴/ ۲۹ کې لیکي: قال ابن النجار رأیت الناس مجتمعین علی کذبه و ضعفه علامه ابن حجر د ابن النجار نه نقل کوي چې ما خلک لیدل چې اتفاق یې کړی ؤ دده په دروغژنوالي او ضعیف والي باندې.

ابن جولان متوفي ۶۵۴ هجري په تاریخ مرأة الزمان کې لیکلي چې سلطان اربل ـ  یعمل للصوفیه سماعاً من الظهر الی العصر ویرقص بنفسه معهم، یعنې له ماسپښین څخه مازدیګر پورې د صوفیانو په مجلس کې به یې سماع کوله او هغوی سره به دی هم ګډیده.

د ابن خلکام له بیان څخه معلومیږي چې سماع له مزامیر سره وه او دا بالاتفاق حرام کار دی او خپله سماع بلا مزامیر پدې کې هم اختلاف ده.

ابن خلکان اربلي شافعي متوفي ۶۸۱ هجري په دفیات الاعیان کې د خپل وطنوال او هم عصر سلطان اربل او دده مولد په تفصیل سره ذکر کړیدی او مولود په ذکر کې یې تصریح کړېده چې په هره طبقه کې یوه ډله د سندرو ویلو او د خیال به ناسته وه.

په لنډه توګه ویلی شو: د تاریخ له همدې کتاب څخه دامعلومیږي چې: سلطان اربل یو زړور، منصف او سخی ؤ، یقیناً دتعریف قابل ؤ او لدې لحاظ څخه چې هغه مسرف، مزامیر سره به یې سندرې اورېدلې، د تقلید مخالف ؤ او غلط کار او غیر ثقه ؤ.

د مولود د کتاب اولنۍ مصنف: هغه چا چې په مولود اول کتاب ولیکه د هغه نوم دی ابوالخطاب عمر بن حسن بن دحیه کلبي اندلسي بلنسي په ۵۴۴ هجري کې پیدا شویدی، د ابن خلکان په قول هغه یو مشهور عالم ؤ، خو دده په اړه ډول ډول خبرې مشهورې شویدي.

د لاندې اقوالو څخه به دده په اړه نور وضاحت هم وشي.

اول: علامه شمس الدین ذهبي متوفي ۷۴۷ هجري په میزان الاعتدال کې لیکلي:

عمر بن حسن بن دحیه اندلسي محدث، په نقل کې متهم ؤ، همدارنګه دی وایي: زه وایم چې د ابن دحیه په کتابونو کې داسې شیان هم دي چې پر هغه عیب لګول کیږي، لکه: د تصحیح او تضعیف له مخې.

دوم: علامه ذهبي له حافظ ابوبکر بن عبدالغني مشهور په ابن النقطه حنفي بغدادي څخه نقل کړیدي، هغه وایي: ابن دحیه د معرفت او بزرګي سره موصوف ؤ، ځینې داسې دعوې یې هم کړي چې د هغو حقیقت او اصل نشته.

درېیم: حافظ ضیاء مقدسي فرمایي: ما ته دده حال ډېر ښه معلومیږي، لیکن: هغه ائمه ؤ ته ډېر بد ویل لدې کبله هغه ما ته نیک شخص معلوم نشو.

څلورم: حافظ ضیاء ته علامه ابراهیم سنهوري خبر ورکړ چې: بېشکه د لویدیځ مشائخو د ابن دحیه د جرح تضعیف لیکلی ـ بیا حافظ ضیاء خپله مشاهده لیکي: بیا ما له ابن دحیه څخه داسې ډېر شیان ولیدل چې دده د جرح او تضعیف باندې په رښتیا هم دلالت کوي.

پنځم: حافظ ابن حجر عسقلاني متوفي ۸۵۳ هجري له حافظ ابوالحسن بن المفصل څخه نقل کوي:

ابن دحیه ظاهري المذهب ؤ، ائمه او سلفو ته به یې ډېر بد ویل، دده ژبه خبیثه وه، هغه احمق ؤ، ډېر مغرور او د دین په امورو کې به یې لنډ نظري او متهاون ؤ، یعنې د دیني امورو لږ خبرې یې زده وې ـ (لسان المیزان).

شپږم: علامه ابن عساکر پخپل کتاب رجال کې لیکي: ـ

ابن دحیه یو ښه شاعر ؤ لیکن په روایت کې متهم ؤ، ځکه به یې  ډېر روایتونه کول.

اوم: ابن نجار پخپل تاریخ کې لیکي: ما خلک د ابن دحیه د کاذب او ضعیف ویلو په اړه متفق ولیدل او په هغه د حدیثو د سماع په اورېدلو سره مدعي ول له چا څخه چې هغه نه ؤ اورېدلي او د خلکو ملاقات بیان به یې کولو له چا سره چې دده کتنه هم نه وه شوې دا ډول نښانې پده ظاهرې وې.

اتم: شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمة الله علیه په اقتضاء الصراط المستقیم ۲/ ۶۱۵ کې لیکي: لم یفعله السلف مع قیام المقتضی له و عدم المانع فیه ولوکان خیراً محضاً او راجحاً لکان السلف رضی الله عنهم احق به منا فانهم کانوا اشد محبةَ لرسول ا لله وتعظیماً له منا وهم علی الخیر احرص. یعنې سلف صالحینو نه دی کړی چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډېره مینه درلوده او له موږ څخه یې ډېر تعظیم او احترام ورته درلودلو.

ډېر ستر او کبار علماء دده ضعف بیانوي او هم یې مخالف دي: د مثال په توګه: حافظ ابن نقطه، حافظ ضیاء، ابراهیم مشهوري، حافظ ابن حجر عسقلاني صاحب د فتح الباري، حافظ ابوالحسن، بان عساکر، ابن نجار، او علامه سیوطي شافعي او داسې نور دده مخالف ؤ یوازې پدې نه چې هغه د مولود په اړه کتاب ولیکه بلکې په ده کې نورې ډېرې بديانې وې.

علامه فاکهاني هم فرمائي: لااعلم لهذا المولد اصلاً فی کتاب ولاسنة ولاینقل عمله عن احد من علماء الامة الذین هم القدوة فی الدین المتمسکون باثارالمتقدمین بل هو بدعة احدثها المبطلون وشهوه اعتنی بها الا کالون. مطلب دا چې شریعت کې هېڅ اصل، نقل او دلیل نه لري خواهش غوښتونکو دغه بدعت د خوراکي مفادو لپاره ایجاد کړی دی وګوره المورد في الکلام علی المولد الحاوی للفتاوی للسیوطي ۲۲۳/۱. (د میلاد په رد کې تفصیلي بحث لیکلی دی ابن امیرالحاج په المدخل دویم جلد ص ۲۲۹ څخه تر ۲۴۵ پورې) ۱۶ صفحې رد یې ور باندې لیکلی دی او ددې مفاسد، مکروهات او نقصانات یې په ګوته کړيدي دا بحث ورته پوره دی. او هغه وايي چې بعضې خلک به دا ګمان کوي چې دا به لوی عبادت، ثواب او اظهار د شعائرالله وي او پدې کې به ثواب وي او دا په ډېرو حرامو او بدعاتو باندې مشتمل او ډک عمل او شی دی. د مـیلاد په رد کې د علماء کرامو د کتابونو حوالې دا دي: امام نــصیرالـدین په ارشاد الاخیار ص ۲۰ کې . مجدد الف ثاني حــنفي په مکــتوبات حـصه ۵/ ۲۲ کې شیخ سرفراز صفدر حــنفي راه سنت ص ۱۶ کې. تفهیم المسائل د شیخ ګــوهر الرحمان ۳۱۸/۴ کې اقتضاء الصراط المستقم صـ ۲۴۹کې شـیخ الاسلام رد کړیدی. مجموع الفتاوي للشـیخ ابن عثیمین ۱/ ۸۷ فتاوی اســلامیه ۱/ ۳۹ المــدخل لابن امیر الحاج ۲/ ۱۲۹- ۱۴۵. د عـلامه فاکـهاني او د علامه عبـدالرحمان المــغربي او د عــلامه ذهبي او د علامه ابن حجر د کــتابونو حوالې مخکې ذکــر شـوي دي د علماء د یوبند د کــتابونــو حوالې د مـیلاد النبي په رد کې وګورئ ـ  د مروجه مـیلاد رد د د یوبند علماء کرامو کتـابونو څخه احسن الفتاوي ۱/ ۳۳۸ – ۳۴۷ کې . مفتي رشید احمد لدهیانوي حنفي دیوبندي یې درې نقصانات په الف، ب ، ج سره ذکر کړیدي. العرف الشذي علی الترمذي للشیخ الکشمیري الدیوبندي ۲۳۲/۱ اصلاح الرسوم مولانا اشرف علي التهانوي الدیوبندي صـ ۹۸ . مجموعه الفتاوی لمولانا عبدالحی الکهنوي ۴ /۳۳۵ ص ۱۰۹، سنت او بدعت لمفتي محمد شفیع الدیوبندي ص، فتاوی رشیدیه ص ۱۳۳، ۲۵۵ – ۲۵۶ کې شیخ رشید احمد ګنګوهي صاحب میلاد رد کړی دی. فتاوی دارالعلوم دیوبند، امداد المفتین ۲ / ۱۷۲ – ۱۷۵. مفتي کفایت ا لله په کفایت المفتي ۱/ ۱۴۴. دا رنګه په ۱۴۱/۱ او د علامه زاهدي صاحب کتاب (ناروا بدعتونه او دودونه ص ۸۵) هم کتلی شئ..

 

د مروجه میلاد درې واړه مصنفین غیر مقلدین ول: لکه څنګه مو چې ولوستل چې دا درې کسان لکه عمر بن محمد موصلي او دغه کار ته رواج ورکولو والا ملک معظم مظفر الدین ابو سعید کوکبوري اربلي، او د مولود د کتاب لیکونکی عمر بن حسن بن دحیه کلبي اندلسي همدارنګه دا هم ظاهره شوه چې: سلطان اربل غیر مقلد ؤ ځکه د معز الدین حسن خوارزمي په قول هغه به د وخت علماؤ ته حکم ورکاوه چې خپله هم اجتهاد وکړي او د نورو په مذهب باندې تګ ونکړي، دا ټول غیر مقلدین ول ـ د حافظ ابن حجر عسقلاني په قول هغه ظاهري المذهب ؤ، ائمه ؤ ته به یې بد ویل او د علامه جلال الدین سیوطي په قول هغه به په خپل عقل او رأیې باندې فتوا ورکوله، او بیا وروسته د هغه په تائید به یې فرضي سند او حدیث ورپورې جوړول.

غرض دا چې د ټولو مذاهبو یعنې مذاهب اربعه علماؤ د مروجه مولود لمانځنه غندلې او ټولو علماؤ ورته بدعت ویلي لکه علامه تاج الدین، حافظ الحسن علبي بن فضل مقدسي مالکي، علامه ابوعبد الله بن الحاج مالکي چې د علامه تقي الدین سبکي له شیوخو څخه ګڼل کیږي، شیخ عبدالحق محدث دهلوي او نور........

قاضي شهاب الدین حنفي دولت آبادي متوفي ۸۷۹ هجري په تحفة القضاة کې لیکي: شیخ عبدالرحمان مغربي حنفي پخپله فتاوا کې لیکي: بېشکه مولود مروجه لمانځل بدعت دي، رسول الله، خلفاء او ائمه د دین دا کار ندی کړی او نه یې لمانځلی.

امام نصیرالدین شافعي هم دا نظر لري او مولود مروجه لمانځلو مخالف دی.

شیخ الحنابله علامه شرف الدین احمد حنبلي په ابن قاضي جبل په قول د مؤلف فتح الموجد صفحه ۱۵۹ جزری کې لیکي: هغه ځینې امراء په هر کال کې د محفل میلاد جوړولو والا، پدې کې ګډون کول فی نفسه بدعت دی، دا اهل هوا ایجاد کړی، او صاحب د شریعت د هغه نه امر مني او نه نهی.

مجدد الف ثانی پخپل مکتوبات کې لیکي: کچیرې حضور صلی الله علیه وسلم اوس ژوندی وای او مروجه میلاد النبی چا لمانځلی نو آیا حضور صلی الله علیه وسلم به په هغه راضي وای یا دا به یې خوښ کړی ؤ، پدې اړه زما نظر دا دی چې هغه مبارک به دا هېڅکله هم نه وای خوښ کړی. (دفتر اول مکتوب، ص: ۱۷۳). ابن تیمه حنبلي هم ورته نظر لري او هغه د میلاد مروجه مخالف دی.

علامه انور شاه کشمېري فرمایي چې؛ په میلاد النبي باندې په لکونو پیسې لګول او پدې سره د خلکو دېخواته راګرځول، لکه: ملوکو به خلک خپل ځانته راګرځول او خپل حکومت به یې ور باندې کاوه او بلخوا د ملک او کام پیسې به یې داسې لګولې چې هېڅ ګټه به یې نه وه. ( فیض الباري، ج: ۲، ص: ۳۱۹).

علامه شاه انور شاه الکشمیري رحمة الله علیه د ترمذي په شرح العرف الشذي اول جلد صـ ۲۳۲ طبع مکتبه رحمانیه لاهور باب ماجاء فی التکبیر فی العیدین په شرح کې لیکي: واحدثه (المولود) صوفي فی عهد سلطان اربل فی ۶۰۰ هـ ولم یکن التصنیف فی هذه البدعة یلیق بشأن الحفاظ والمحدثین. شاه صاحب فرمايي: چې دا یو صوفي ایجاد کړیدی په ۶۰۰ هـ کې د اربل بادشاه په وخت کې او شریعت کې څه اصل او نقل او ثبوت نلري.

دارنګه په زرګونو علماء دي چې د هر یو قول وړاندې کول ډېر وخت او یو بېل کتاب لیکلو ته اړتیا لري نو د مروجه میلاد النبي هېڅ عالم باعمل ندی لمانځلی او له خیر القرون څخه ددې ثبوت نشته.

پاتې دې نه وي، چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ميلاد په ورځ کې اختلاف دی، چې په کومه ورځ وو، خو په وفات کې يې اختلاف نشته، چې په 12 د ربيع الأول وو، او دا بېخبره خلک د هغه د وفات په ورځ کې د هغه د ميلاد جشن نيسي.

علامه ابن عبدالبر په الاستعاب ۱۳۶/۱ کې ليکي چې بعضې اهل علم او تاريخ وايي، چې ميلاد (د نبي علیه السلام پیدایښت) په نهم يا ۱۲ شوی دی، علامه نېلوي صاحب په مجله ګلستان اسلام ربيع الاول ۱۴۱۷ هـ کې لیکي: پدې خو اتفاق دی چې نبي علیه السلام د دوشنبې په ورځ وفات شوی دی. خو ۱۲ ربیع الاول څخه نه یوم ولادت او نه یوم وفات یقیني طور باندې څوک ثابتولی شي او که ومنو چې دا یوم ولادت او یوم وفات دی. نو د رسول الله یوم وفات ولې نه لمانځئ چې یوم ولادت لمانځئ او رسول الله او خلفاء راشدینو او امامانو یوم میلاد ولې نه لمانځلو چې تاسې يې لمانځئ ايا تاسو له هغوی څخه په دين او خير کې وړاندې او ښه ياست؟ نو ۱۲ ربيع الاول نه يوم ولادت دی نه يوم وفات دی او که شي هم نو شريعت موږ ته د خوشحالي او د غم حکم او امر ندی راکړی او د مؤمن خوشحالي او غم او شکر او صبر به د شريعت په برابر وي.

الامام المحدث عبدالرحمن السهيلي (وفات ۵۸۱ هجري) په (الروض الأنف / مطبوعه دار احياالتراث الاسلامي، بېروت، لبنان) کې ليکي: ”د ربيع الاول د دوولسم روايت مدار پر زياد بن عبد الله البکايي راڅرخي، چې ضعيف دی” لکه امام محمد بن احمد بن عثمان شمس الدين الذهبي په ”من متکلم فيه” کې شمېرلی دی. بله په زړه پورې خبره دا ده چې امام محمد بن محمد ابن خلکان (وفات ۶۸۱ هجري) په (وفيات الأعيان / ترجمه ۵۴۷، جز ۴، ص ۱۱۸، مطبوعه دارالثقافه، بيروت، لبنان) کې د مېلاد النبي صلی الله عليه وسلم د بنسټ اېښودوونکي مظفرالدين الکوکبري ابوسعيد په اړه کړې چې:  ”يوکال به يې دربيع الاول اتمه او بل کال به يې د ربيع الاول دولسمه لمانځله ځکه دا دوه مختلف روايتونه دي”.

 

فقیه العصر مفتي فرید ليکي: ميلاد شریف که د تبلیغي اجتماع نوم وي نو جائز دی، او ذکر د ولادت وي، نو دا خپله یو لوی عبادت دی، لیکن عوارض خارجیه، اسراف او مروجه نعت ویل، د اعتقاد خطره له حاضر او ناظر له مخې دا مروجه میلاد النبي مجالس منعقد یا دایرول ممنوع دي. فقط.  قال ابن عابدین لو دعی الی دعوة قالواجب الا جابة ان لم یکن هناک معصیة ولا بدعة والا متناع اسلم فی زماننا الا اذا علم یقینا ان لا بدعة ولا معصیة والظاهر حمله علی غیر الولیمة لما مر وفی التقریرات الرافعی ص ۳۰۶ لا یظهر هذا لحمل بل الظاهر حمله علی عمومه. (ردالمحتار ص ۲۴۵ جلد ۵ کتاب الحظر والاباحة).

همدا مسئله شيخ المشايخ امداد الله مهاجر مکي رحمه الله هم په ښه تفصيل سره په اوو مسئلو کې ليکلې ده چې دا يومستحب کار دی خو پدې شرط چې د منکراتو نه خالي وي چې پکې اختلاط د ښځو نه وي، تعين د ورځې پکې نه وي چې خاص په ١٢ د ربيع الاول دا ورځ لمانځي يا جوماتونه چراغان کړي او داسې نور...

 

وضاحت:

مخالفین وایي، هغه خلک چې د کال په سر یا پای کې ځینې غونډې جوړوي او هر وخت لکه د بخاري ختم، د تفسیر شریف د ختم دوره، یا د دیوبند یا بلد الحرام یا بله غونډه نیول کیږي یا د تبلیغي اجتماع او غونډه د کال په ټاکلو ورځو او وختونو کې دایریږي نو دا هم باید دایرې نشي... لکه څنګه چې دلته ذکر شول دا خلک، چې کومې غونډې نیسي نو په دین کې نوي شیان نه پيدا کوي چې دا شی د دین برخه یا جزء دی او همداسې بدعات او نوي نوي کارونه په دین کې نه د ننه کوي، هو که همدا د میلاد لمانځنې غونډې لکه څنګه چې مفتي فرید وضاحت ورکړی هغسې ترسره شي نو په دغه کې هم کوم باک نشته، خو متاسفانه په اوسني وخت کې خلک دا غونډې په داسې ډول لمانځي چې په شریعت کې ورته کوم نظیر او جواز نشو موندلی. نو یو علمي غونډې او کنفرانسونه دي او بل په دین کې د یو نوي شي (بدعت) د ننه کول دي دا دوه بېل بېل مفاهیم او موخې لري او هیڅوک باید دا دوه عملونه سره یو ځای نه کړي، بلکې: او باید په توپیر یې قایل شي. نو لازمه ده چې هر کس د نبي کریم صلی الله علیه وسلم طریقې په خپل ژوند کې عملي کړي، خپله کورنۍ او ټول ملګري د اسلام حقې لارې ته راوبلې او په ټول دین باندې عمل وکړي. لکه څنګه چې صحابوو، تابعینو، تبع تابعینو، سلفو او د دین مشرانو کړي وو. دغه مسئله باید داسې جوړه نه کړي چې دا  اختلاف د جائز او ناجائز تر پولې ورسوي. داسې نه چې د مروجه میلاد لمانځونکي ځانونه عاشقان د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ونوموي او هغه څوک چې د مروجه میلاد مخالف دي هغوی ته ډول ډول ناروا الفاظ وکاروي. هغه خلک چې وايي موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سيرت بيانوو آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په امت باندې یوازې دغه حق دی، چې په ټول کال د هغه فقط يوه ورځ هغه هم نمایشي ذکر يا د درواغو او رښتيا رسالو په بيانولو وشي او بس، ای افسوس د مسلمانانو فرض خو دا دي چې ټوله ورځ يې رسول الله صلی الله عليه وسلم په ياد وي ځکه مسلمان ته خو ټوله ورځ د قرانکريم او سنتو احکام او ارشادات متوجه دي، په عباداتو، معاملاتو، اخلاقو کې د هغوی صلی الله عليه وسلم ارشادات عملي کول دي.

آخري خبره او توصیه مو داده: که څوک محض د غلطې عقیدې او غلط رسم او رواج څخه خالي هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوکړې ذکر وکړي، د هغه د سپرلي ذکر وکړي،  دده  قول او فعل د صحیح احادیثو په رڼا کې بیان کړي، هغه آیتونه او احادیث چې د هغه مبارک، سیرت، صورت، جهاد، تقوا (له الله څخه ډار)، عبادت، خوف (له الله څخه وېره) او د هغه د ژوند ټوله کړنلاره په کې بیان شي نو دا مستحسن، ډېر ښه کار او باعث د اجر او ثواب به وي. والله تعالیٰ اعلم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخذ: انوار الدلائل

aicts ipower spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery