مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2016-02-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تر ټولو ستري او تبا ه کوونکې گناوي

مولوي عصمت الله عزام


بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلّى على رسوله الكريم امابعد :
مؤمن بايد له هري ګناه ځان وساتي ، تر څو له عذابه خلاص او آخرت ئې سم شي .
ګناه ګناه ده ، که څه هم صغيره وي، ځکه زهر زهر وي که څه هم لږ وي .
علماوو ليکلي دي چي د صغيرې ګناه په هميشه کولو سره هغه هم کبيره جوړېږي .
کوم خلګ چي په صغيره ګناه کي اخته وي په عمومي ډول هغه هميشه کوي ، له دې امله کومي گناوي چي صغيرې گڼل کېږي،هغه هم ترکبيرو پوري رسېږي ، له دې امله له صغيره او کبيره هري ګناه څخه بايد پرهيز وکړل شي او کومه ګناه چي وشي که څه هم صغيره وي له هغې توبه سمدستي ايستل ضروري دي،په دې چي ترې کبيره جوړه نه شي .
له دې امله بايد هر مسلمان د خپل ژوندانه جائزه واخلي، په کومه ګناه کي چي اخته وي، هغه دي پرېږدي، د نفس او شيطان نافرماني دي شروع کړي او نفس دي پوه کړي چي وګوره د ګناه پايله د برزخ، د حشر د ميدان او د دوزخ عذاب دی .
که د هغو عذابو توان نه لرې نوګناه پرېږده اوتوبه وکړه ! په دې کي خيردی .
که انسان د نفس مراقبه او محاسبه کول شروع کړي، نو ان شاءالله تعالی يوه ورځ به د توبې توفيق ور ته وشي او ګناه به ترې پاته شي .
د هري گناه پرېښودل اړين دي خوبيا هم ځيني داسي گناوي دي چي هغه ډېري خطرناکي دي، له هغو څخه په ځانگړې توگه په ډېره جدي توگه ځان ژغورل ضروري دي .
چي ځيني يې په دې حديث کي ذکرشوې دي :
عَنْ اَبٍي هُريْرَةَ رَضٍي َاللهُ عَنهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللهٍ صَلَّی اللهُ عَلَيهٍ وَسَلَّمَ : اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ ! قالوا : يَا رسولَ اللهِ ، وَمَا هُنَّ ؟ قَالَ : (( الشِّرْكُ باللهِ ، وَالسِّحْرُ ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتي حَرَّمَ اللهُ إِلاَّ بِالحَقِّ ، وأكْلُ الرِّبَا ، وأكْلُ مَالِ اليَتِيمِ ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ ؛ وَقَذْفُ المُحْصَنَاتِ المُؤْمِنَاتِ الغَافِلاَتِ (متفق عَلَيْهِ\مشکوة المصابيح ص ۱۱۷)
ژباړه : له حضرت ابوهريره - رضی الله عنه - څخه روايت دی چي رسول الله - صلی الله عليه و سلم – و فرمايل : له اوو هلاکوونکو ګناهونو ځان وساتئ !
صحابۀ کرامو - رضی الله عنهم - عرض وکړو اې د الله رسوله! هغه اوه ګناهونه کوم دي ؟ رسول الله - صلی الله عليه و سلم – و فرمايل :(هغه دا دي)
(۱) د الله تعالی سره څوک شريکول .
(۲) جادو کول .
(۳) د يوه داسي نفس وژل چي د هغه وژل الله پاک حرام کړي وي، مګر که په حق سره وژل وي (لکه تر واده کولو وروسته د زنا د کولو له امله،يا دا چي ده څوک وژلی وي، نو په قصاص کي به د شرعي فيصلې مطابق وژل کيږي او يا دا چي له خپل دين څخه مُرتد کېدل .)
(۴) د سود خوړل .
(۵) د يتيم مال خوړل .
(۶) د جهاد له ميدان څخه په شاګرزولو سره تښتېدل .
(۷) په پاک لمنو ايماندارو ښځو تور لګول، د چا چي د بدۍ فکر هم نه وي!!
له دغو اوو گناهونو بايد ځانونه په کلکه وژغورو ځکه د الله پاک د سپېڅلي نبي - صلی الله عليه وسلم – وينا ده چي دغه اوه کارونه تباه کوونکي دي، د انسان آخرت ورتباه کوي.
نو بايد له دغو گناوو ځانونه هم وژغورو او نورو ته هم دغه مبارک حديث ورسوو، څو هغوی هم له دغو گناهونو ډ ډه وکړي .
اولنۍ تر ټولو ستره او خطرناکه گناه د الله پاک سره شرک نيول راغلي دي .
الله پاک فرمايي : إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ (لقمان :۱۳)
ژباړه : په يقيني توگه شرک لوی ظلم دی!!
په ټولو لويو ګناهونو کي ستره ګناه شرک دی .
د شرک د تعريف په اړه امام شاه ولي الله – رحمه الله – ليکي : والشرک هو اثبات الصفات الخاصة بالله تعالی لغيره ( الفوز الکبير ص : ۲۳ )
ژباړه : شرک د الله پاک سره ځانگړي صفات د بل چا لپاره ثابتول دي!!
شرک په دوه قسمه دی : ۱ : شرک اکبر ۲ : شرک اصغر .
د الله پاک په خصوصي صفاتو کي بل څوک ور سره برابر ګڼل دا شرک اکبر دی .
که څوک په دغه شرک كي مبتلاء شي، بيا د شرک په حال کي پرته له توبې مړ شي، نو په يقيني توګه جهنمي او د الله پاک له مغفرت او بخښني محروم دی .
د شرک اکبر له امله د انسان نېک عملونه بربادېږي او له ايمان څخه انسان باسي .
شرک اصغر له ايمان څخه څوک نه باسي، بلکي ګناه کبيره وي .
بل نوم يې شرک عملي دی لکه رياء او نور کارونه چي عقيده پرې و نه لري .
دوهمه گناه سحر او جادو دی :
د سحر تعريف علامه عيني – رحمه الله – داسي کړی دی :
وأما تعريف السحر فهو أمر خارق للعادة صادر عن نفس شريرة لا يتعذر معارضته (عمدة القاري ص : ۴۱۸ ج : ۱۷)
د سحر تعريف دا دی چي هغه داسي د عادت خارق کار دی چي له بد عمله انسان څخه صادرېږي او مقابله يې ناشونې نه وي!!
مولانا خالد سيف الله رحماني د سحر د حکم په هکله ليکي :
د سحر په حرام او کبيره ګناه کېدو د امت اجماع ( اتفاق ) ده (قاموس الفقه ص : ۱۳۹ ج : ۴)
علامه شامي – رحمه الله – ليکي :
السحر حرام بلا خلاف بين أهل العلم واعتقاد إباحته كفر (رد المحتار ص : ۳۲۳ ج :۳)
سحر او جادو د علماوو په اتفاق سره حرام دی او د حلالوالي عقيده يې لرل کفر دی !!
دريمه گناه دهغه نفس وژل دي چي الله پاک يې ناحقه وژل حرام کړي دي : الله پاک فرمايي : ﴿ وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً ﴾(النساء : ۹۳)
ترجمه : او څوک چي په قصد سره کوم مؤمن و وژني، نو د ده سزا جهنم دی،په هغه کي به تل وي اوالله غضب پرې کړی اولعنت يې پرې کړی او ستر عذاب يې ور ته تيار کړی دی!!
په دې مبارک آيت کي د مسلمان د ناحقه وژلو پنځه سزاوي ذکر شوې دي :
۱ : جهنم
۲ : تل په هغه کي اوسېدل ( دا د هغه چا په هکله دی چي د مسلمان وژنه روا ګڼي، له دې امله کافر کېږي، نو ځکه به تل په جهنم کي وي او يا دا چي له خلود څخه مراد د ډېر اوږده وخت لپاره په جهنم کي اوسېدل دي!‎)
۳ : د الله تعالی غضب
۴ : د الله تعالی لعنت
۵ : ستر عذاب .

عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ : عَنِ النَّبِيِّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ: "إذَا أَصْبَحَ إبْلِيسُ بَثَّ جُنُودَهُ، فَيَقُولُ: مَنْ أَضَلَّ الْيَوْمَ مُسْلِمًا أَلْبَسْتُهُ التَّاجَ، قَالَ: فَيَجِيءُ هَذَا فَيَقُولُ: لَمْ أَزَلْ بِهِ حَتَّى طَلَّقَ زَوْجَتَهُ، فَيَقُولُ: يُوشِكُ أَنْ يَتَزَوَّجَ،وَيَجِيءُ هَذَا فَيَقُولُ: لَمْ أَزَلْ بِهِ حَتَّى عَقَّ وَالِدَيْهِ، فَيَقُولُ: يُوشِكُ أَنْ يَبَرَّهُمَا، وَيَجِيءُ هَذَا فَيَقُولُ: لَمْ أَزَلْ بِهِ حَتَّى أَشْرَكَ ، فَيَقُولُ : أَنْتَ أَنْتَ ، وَيَجِئُ هَذَا ، فَيَقُولُ : لَمْ أَزَلْ بِهِ حَتَّى قَتَلَ ، فَيَقُولُ : أَنْتَ أَنْتَ ، وَيُلْبِسَهُ التَّاجُ.  (رواه ابن حبان في صحيحه ص : ۶۸ ج : ۱۴، والحاكم في مستدركه ص : ۳۹۰ ج : ۴ وقال صحيح الاسناد ووافقه الذهبی ).
ژباړه : له حضرت ابو موسی - رضی الله عنه - څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چي په ابليس سهار شي، خپل فوځونه ولېږي نو ورته وايي : چا چي نن کوم مسلمان ګمراه کړ، هغه ته به تاج ور په سر کړم .
نبي - عليه السلام - وفرمايل : چي بيا يو (شيطان ) راشي ، نو وايي : زه په مسلمان پسې تر هغه وم تر دې چي خپله ښځه يې طلاقه کړه .
نو ابليس ور ته و وايي : نږدې ده چي نکاح به وکړي .
بل راشي او وايي : زه په مسلمان پسې تر هغه وم تر دې چي د مور او پلار نافرماني يې وکړه .
ابليس ور ته و وايي : ژر دی چي نېکي به ور سره وکړي .
بل (شيطان) راشي او وايي : زه تر هغه په مسلمان پسې وم, تر دې چي شرک يې وکړ .
ابليس ور ته وايي : ته ته يې !
(يعني ته ښه کار کوونکی يې ‎!)
بل ( شيطان ) راشي او وايي : زه تر هغه ور سره وم, تر دې چي قتل يې وکړ .
ابليس ور ته وايي : ته خو ته يې ! ( يعني تا ښه کار کړی دی) او تاج ور په سر کړي!!
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - : أَبْغَضُ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ ثَلَاثَةٌ مُلْحِدٌ فِي الْحَرَمِ وَمُبْتَغٍ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَمُطَّلِبُ دَمِ امْرِئٍ بِغَيْرِ حَقٍّ لِيُهَرِيقَ دَمَهُ ( رواه البخاري ص : ۱۰۱۶ ج : ۲)
ژباړه : له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چي نبي - صلی الله عليه وسلم - وفرمايل : الله تعالی ته تر ټولو ناخوښه خلګ دری دي : په حرم کي الحاد او کوږوالی کوونکی، په اسلام کي د جاهليت د طريقې لټوونکی او د يوه سړي د ناحقه د وينو طلبګار څو وينه يې وبهوي !!
د سود خوړل :
دا هم تر نورو لويو ګناهونو لويه ګناه ده، علامه زحيلي – رحمه الله – ليکلي دي : د سود په حرمت د امت اجماع او اتفاق دی (الفقه الاسلامي و ادلته ص : ۶۷۰ ج : ۴)
د سود خوړونکو لپاره په قرآن کريم او احاديثوکي سخت عذابونه بيان شوي دي .
الله تعالى فرمايي : ﴿ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ﴾(الآية البقرة:۲۷۵)
ژباړه : هغه کسان چي سود خوري، دوی به ( د قيامت په ورځ له قبرونو په بل شان )نه را پاڅېږي مگر د هغه چا د پاڅېدلو په شان چي شيطان د لاس وروړلو له امله گډوډ (ليونی)کړی وي!!
په بل ځای کي فرمايي : فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَاللَّهِ وَرَسُولِهِ (الآية،سورة البقرة آيت :۲۷۹)
ژباړه : که مو دا کار و نه کړ (له سود څخه منع نه شولی) نو خبر شئ ! دالله او د هغه د رسول په جنګ !!
له جنګ څخه مُراد دا دی چي دغه سود خوړونکي د الله او دهغه د رسول دښمنان دي .
ربا په لغت کي د زياتوالي په معنی سره دی، په اصطلاح د شريعت کي هغه ماليزياتوالي ته ويل کېږي چي له بل لوري کوم عوض نه وي ( فتاوی هندية ص :۱۱۳ ج : ۳ ، قاموس الفقه ص : ۴۶۵ ج : ۳) دغه زياتوالي ته په پښتو کي سودويل کېږي .
د يتيم مال خوړل
دا هم يوه سخته ګناه ده
الله – جل جلاله – فرمايي : ﴿ إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْماً إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَاراً وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيراً ﴾ (النساء :۱۰)
ترجمه : يقينا هغه کسان چي د يتيمانو مالونه په ظلم خوري،بې شکه دوی په خپلو گېډو اور خوري او ژر به تاوجن اور ته ننوزي!!
دجهادله ميدان څخه په شاګرزولوسره تښتېدل .
الله – جل جلاله – فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ , وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (الانفال : ۱۵، ۱۶)
ترجمه : اې مؤمنانو! کله چي کافرانو سره د يوه لښکر په بڼه مخامخ شئ نو هغوی ته شا مه ورګرځوئ،او چا چي په هغه ورځ شا ور واړوله پرته له دې چي د جګړې لپاره ځای بدلوونکی وي،يا خپلي ډلي سره يو ځای کېدونکی وي، نو هغه په يقيني توګه د الله تعالی په غضب اخته شو او د ده استوګنځی جهنم دی او هغه د ورګرځېدو بد ځای دی !!
په دغو آيتونو کي د اسلام جنګي قانون بيان شوی،په لومړني آيت کي په جګړه کي له تېښتي منع ده او په دوهم کي له دې حکم څخه استثناء او د تېښتېدونکو لپاره د سخت عذاب ذکر شوی دی .
استثناء د دوو صورتو ده :
۱ : يو دا چي په شا تګ جنګي تکتيک وي،بېر ته حمله کول يې مقصد وي .
۲ : دوهم دا چي شا ته د دې لپاره ځي څو له ملګرو د مرستي په تر لاسه کولو بيا بريد وكړي !!
په عامو حالاتو کي خو د جهاد له ډگر څخه تېښته کول جائز نه دي، ليکن که د دُښمن دومره فوځ يرغل وکړي چي د هغوی سره د مقابلې طاقت نه وي، که د شمېر په اساس وي او که د اوسنۍ زمانې د وسلو د قوت په اساس وي، نو شا ته کېدل په دې غرض چي د خپل فوځ سره يو ځای شي، يا د سيمي له مسلمانانو مرسته وغواړي، يا پخوانی سنگر وساتي، جائز دي ( قاموس الفقه ص : ۱۶۴ ج : ۳، بدائع الصنائع ص : ۱۰۰ ج :۷).
 (۷) په پاک لمنو ايماندارو ښځو تور لګول د چا چي د بدۍ فکر هم نه وي!!
دا هم يوه ډېره ستره ګناه ده، الله تعالی د داسي مجرمانو په هکله داسي فرمايلي دي :
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ، يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ، يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ (النور : ۲۳، ۲۴، ۲۵)
ترجمه : په يقيني توګه هغه کسان چي پر پاک لمنو، ناخبرو مؤمنو ښځو تورونه  لګوي، په دُنيا او آخرت کي لعنت پرې شوی او د دوی لپاره ستر عذاب دی، هغه ورځ چي خپلي ژبي، لاسونه او پښې به يې د هغو کارو شاهدي پرې وايي چي دوی به کول، په دغه ورځ به يې الله هغه بدله پوره ورکړي چي لائقه يې ده او يقين به وکړي چي الله حق، ښکاره دی!!
دغه اوه گناهونه دي چي په اړه يې راغلي دي چي د انسان تباه کوونکې دي،په بل روايت کي راغلي دي :
حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِى بَكْرَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ - ثَلاَثًا - الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ وَشَهَادَةُ الزُّورِ أَوْ قَوْلُ الزُّورِ ( الحديث، مسلم ص : ۶۴ ج : ۱)
ژباړه : عبدالرحمان بن ابي بکره له خپل پلار څخه روايت کوي چي هغه وويل : موږ د نبي عليه السلام سره وو، درې ځله يې فرمايل : آيا زه تاسو تر ټولو په لويو گناهونو خبر کړم ؟ ( هغه دا دي :) د الله سره شرک کول، د مور او شيخ الاسلام ابن تيميه - رحمه الله تعالی - ليکلي دي :
تر ټولو لويو گناوي درې دي : کفر، بيا ناحقه د نفس وژل، بيا زنا لکه څنگه چي الله تعالی په خپله وينا کي ترتيب ورکړی دی :
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آَخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ (الفرقان : ۶۸)
ژباړه : او ( د الله پاک خاص بندگان ) هغوی ( دي ) چي د الله سره بل خدای نه رابولي او نه پرته له حقه هغه کس وژني چي الله ( ئې وژل ) حرام کړي دي او نه زنا کوي !!
او په صحيحينو ( بخاري او مسلم ) کي د عبدالله بن مسعود له حديث څخه (هم دغه ترتيب معلومېږي ) چي ويلي يې دي : ما وويل : اې د الله پېغمبره !
أَيُّ الذَّنْبِ أَعْظَمُ ؟ قَالَ : أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَك قُلْت : ثُمَّ أَيُّ ؟ قَالَ : ثُمَّ أَنْ تَقْتُلَ وَلَدَك خَشْيَةَ أَنْ يَطْعَمَ مَعَك . قُلْت : ثُمَّ أَيُّ ؟ قَالَ : أَنْ تُزَانِيَ بِحَلِيلَةِ جَارِك } .
ژباړه : کومه گناه تر نورو لويه ده ؟ ويې فرمايل : دا چي د الله لپاره سيال وگرزوې په داسي حال کي چي ته يې پيدا کړی يې !
ما وويل : بيا کومه گناه ده ؟ و يې فرمايل : بيا دا چي ته خپل اولاد له دې وېري و وژنې چي ستا سره به خوراک وکړي ! ما وويل : بيا کومه گناه ده ؟
و ئې فرمايل : دا چي ته د خپل څنگلوري (گاونډي ) د ښځي سره زنا وکړې !! (مجموع الفتاوی ص : ۴۲۸ ج : ۱۵)
دا تر ټولو لويي گناوي .
بايد د الله پاک له هر ډول نافرمانۍ ځان وساتو په ځانگړې توگه له دغوگناهونو په ځان ساتلو کي بايد لا زيات کوښښ وکړو .
و صلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و اصحابه اجمعين

spozmai radio aicts mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery