مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کونړ کې د يو شاعر صحرايي محکمه!

سيد حسين پاچا

ملا محمد عمر، حکمتيار او سياف ته په تف لعنت ويلو څوک کافر کيږي نه، خو لعنت ښه خبره نه ده
درېواړه د نبوت خو لا څه ان چې د تبعې تابعين ان چې لا د ستّ محدثينو په مرتبه کې هم نه دي

د کره او مستندو لاسوندونو پر بنسټ درېواړه هر اړخيزې ستونزې لري چې هر يو يې له هېواد بهر د بېګانه وو د نظامي واستخباراتي سازمانونو پورې تړلي دي.


هېښنده لا دا چې له يو لورې پرې آمنت بالله ... وايی او له بل لورې ورته خپله فاحش توري کاروي چې ووايه : ((غول مې خوړلي دي ”۱“، جک مې وهلي دي ”۲“ او بد مې کړي دي ”۳“)) او بيا ترې د بښنې غوښتنه هم کوي ”۴“ په اسلامي ارزښتونو کې دا ډول بلنه نه تر سترګو کيږي. ان تر دې چې زموږ په بشري محاکمو [قضا] ولو که غير اسلامي محاکم هم وي اجازه نشته. يو څوک چې علمي، ديني - اسلامي ارزښتونه نه پېژني، نو د هغوی کړنې به څه مشروعيت ولري؟ البته دا بايد ووايم چې زموږ د جهادي مشرانو درناوی ښه خبره ده، خو کاشکې چې دوی هم د خپل هېواد، اسلامي ارزښتونو او د خپلو ځانونو د درناوي خيال ساتلی وای!
بالفرض که هغه د دوی د ملايانو په اند مسلمان نه وو، نو بيا خو د شهادت تلقين ورته په کار وو، نه آمنت بالله چې دا بيا وروستۍ د مؤمن به خبره ده. نو يو څوک چې د شهادت په تلقين نه پوهيږي، نو نور کارونه به يې له اسلامي ارزښتونو سره څه سمون ولري؟ دا د عدليه محاکمو دنده ده نه د هر چا. له حکومت نيونې وروسته ورسره بيا دغسې چلند يو ناسم او نادرست کار دی چې عاملين يې بايد وپوښتل شي.

خبريال :
زه به لومړی د دغه شاعر هغه بيتونه دلته وليکم چې په يوه مشاعره کې يې ويلي او په ځينو ګونديمارو د دې لپاره ښه نه دي لګېدلي چې د هغوی رهبر پر رهبر يې تف لعنت ويلی دی.
(( په ميکده کې لګېدلې سجده، زنده باد - د شرابونو نه ويستلې توبه، زنده باد.
ملا عمر او ګلبدين او سياف، تف لعنت - شمعه اشنا، نجيبه فيض او ډيوه زنده باد))

په دې بيتونو کې د دوو جهادي رهبرانو د ګوندونو غړيو دغه شاعر لومړی په حکومت ونيو او بندي يې کړ، کله چې بېرته خوشې شو نو مولويانو او د سياف او حکمتيار د ګوند غړو پرې د څوکۍ ولسوالۍ په دننه کې توبې وويستلې او د سره يې پرې کلمه تېره کړله.

د ښاغلي حکمتيار مخينه :
حوت ۱۳۶۶ :  [د حزب خپله ګڼه]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

کرنيل امام :
نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې. هغه له بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته ”چريکي جګړه“ ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب سره اړيکې ښې نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې راداخل کړ. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ”ځانګړې پالېسۍ جوړولو“ او ”کار کولو پلان“ ته ټټر وواهه.

ضياءالحق :
Making the water boil in Afghanistan
by Praveen Swami
/ The Hindu
"The water in Afghanistan," Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, "must boil at the right temperature."
په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

ضياء الحق :
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

جنرال اختر عبدالرحمان :
General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).

حامد مير :
غلام اسحاق خان راته وويل : ډېر مصروف (بوخت) يم. اوس خو د پينځمې صوبې لپاره هم بوديجه جوړوو.

کرنيل امام ورپسې زياتوي :
په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.
((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي ”افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي“. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

شهزاده ترکي الفيصل :
Ex-Saudi spy head denies foreign hand in Faisal's death
Prince Turki Al-Faisal says in TV interview assassination was based on personal vendetta
By Ahmed Asmar

[[Speaking on another issue, he said there was "Saudi-American-Pakistani cooperation to support the Mujahideen [fighters] against the invasion" of the Soviet Union in Afghanistan in the 80s.

He added also that there was a Sudanese offer to extradite Osama bin Laden, former head of al-Qaeda terrorist group.

"In 1995, former Sudanese President Omar Bashir offered to hand over Bin Laden to the Kingdom on the condition that he would not be prosecuted, but the Saudi government rejected it," he said.

“After this I went, carrying a letter from the then Crown Prince Abdullah to Mullah Omar, the Taleban ruler of Afghanistan, seeking extradition of Bin Laden in order to try him in Riyadh but that did not happen,” he added.

He also denied any involvement of the Saudi and American intelligences in creating al-Qaeda.]]

نصرالله بابر داسې ويلي :
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

د پاکستان د آی، اس، آی رئيس، جنرال حميدګل او احمد شاه مسعود
يو بل خبر چې د فرنتيرپوسټ په ورځپاڼه کې د مئ په ۲۱/۱۹۹۲،ز کې او په نورو خبري رسنيو کې خپور شو، وايي چې ((برهان الدين رباني د اسلامي دولت مشر د پاکستان د آی، اس، آی (پخوانی) مشر جنرال حميدګل دعوت کړی او کابل ته رارسېدلی دی، چې په هوايي ډګر کې د جهادي قوماندانانو لخوا تود هرکلی ورته ويل شوی دی. د همدغه خبر پربنسټ رباني يوه ځانګړي روسۍ ډوله الوتکه پېښور ته ورلېږلي وه)).

دا شان په ۱۹۹۲، کال کې پاکستانيو ورځپاڼو خبر ورکړ چې برهان الدين رباني له حميدګل څخه غوښتنه کړي ده چې د ده د لوی سلاکار په توګه په کابل کې پاتې شي.
www.afghansabawoon.com

 

کله چې د جمعيت مشر برهان الدين رباني په ۱۳۷۱ ل کې په کابل کې واک ترلاسه کړ، نو د افغانستان له لومړۍ درجې دښمن د آی، اس، آی پخوانی مشر، جنرال حميدګل يې د رسمي فرمان له مخې دځانګړي او لوی مشاور په توګه ټاکلی وو او د کابل په وزير اکبر خان کې اوسېدلو چې له هغه ځايه يې رباني، مسعود او نورو قوماندانانو ته لارښوونې کولې. له بلې خوا اوس، اوس د اطلاعات روز ورځپاڼې او وېب پاڼې، سره د روان کال د ليندۍ مياشتې په اومه نېټه د افغانستان د اسلامي ګوند، د مرکچي پلاوي مشر امين کريم مرکه کړي ده چې د مرکې په يوه برخه کې يې د جنرال حميد ګل او جمعيت ګوند مشرانو د اړيکو په هلکه داسې ويلي دي : ((يو بل مهم ټکی هم اضافه کوم هغه دا چي کوم کس چي د آی اس آی د رئيس په توګه يې د افغانستان په بدلونونو کي ډېر نقش درلود او د پاکستان د استخباراتو په رأس کي ؤ جنرال حميدګل ؤ، وروسته له دې چي استاد رباني مرحوم کابل ته تشريف راوړ، جنرال حميدګل، رسماً د استاد برهان الدين رباني د سياسي سلاکار په توګه په افغانستان کي وټاکل شو او لس زره ډالري معاش يې درلود)).

ښاغلي کريم د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنرال حميدګل رسمي دنده په پاکستان کې په هغه وخت کې څه وه؟ وويل:
((په هغه وخت کي له آی اس آی څخه تقاعد شوی ؤ، ولې لومړی ځل ؤ چې يو غيرافغاني شخص د ولسمشر پواسطه د سترسلاکار په توګه او په يوه ډېر لوړ معاش ټاکل کيږي، هغه د ښاغلي رباني په وخت کي پخپله حميدګل ؤ)). (روهي وېب پاڼه؛ د سلطان شاه صفاري، پښتو ژباړه)

اتلان پېژنئ؟ دوهمه برخه
ليکوال : محمد انور آڅړ
لومړي: احمدشاه مسعود، د پاکستان د پوځي استخباراتو(I. S. I) په خدمت کې:
احمدشاه مسعود، نه يوازې د يوه هېواد جاسوسي ادارو ته کار کولو، بلکه د افغانستان د ډېرو دښمنو هېوادونو : لکه، پاکستان، انګلستان، شوروي اتحاد، امريکا متحده ايالات، ايران، تاجکستان، فرانسه او نورو غربي او عربي استخباراتو اجنټ ؤ، چې په استخباراتي اصطلاحاتو کې هر اړخيز ايجنټ ورته وايي.

احمدشاه مسعود، لومړی ځل د افغانستان تاريخي دښمن او د انګرېزانو په لاس جوړ شوي پاکستان او د پاکستان جاسوسي ادارو ته، د ولسمشر محمد داود خان حکومت پر ضد، په داوطلبه توګه ورتسليم شو او هلته د افغانستان د مسلمان او قانوني حکومت پر خلاف وروزل شو، چې نه د افغانستان په حکومت کې کفري او کمونستي مسايل وو او نه د اسلام او جهاد.

احمدشاه مسعود د هغو افغان محصلانو د لومړۍ دورې له ګډونوالو څخه دی چې پېښور ته نږدې د (چراټ) د پوځي کمپ په يو مياشتني، يوه پټ کورس کې يې برخه درلودله، د (: S. S سپېشل سرويس)، يو پياوړی افسر د احمدشاه روزونکی وټاکل شو. احمدشاه او ملګرو يې د جنرال بابر د سرحدي پوځي ځواک يونيفورم اغوسته، تر څو ونه پېژندل شي. (سمسور افغان؛ دويمه سقاوي، ۱۵۵، مخ)

امريکايی ليکوال سټيو کول يې په اړه وايي:«... مسعود، حکمتيار، رباني او د سازمان (جوانان) نور غړي پاکستان ته وتښتېدل. د پاکستان حکومت په غېږ کې ونيول، د (ولسمشر) داؤد نوی کمونستي ملاتړ د پاکستان پوځ وېرولی ؤ، تښتېدلو اسلامپالو (پاکستاني) پوځ ته په افغانستان کې د نفوذ موندلو وړانديز وکړ. مسعود، حکمتيار او اټکل پنځه زره نورو تښتېدلو ځوانانو د لومړي وزير (ذوالفقارعلي) بوټو د افغان چارو سلاکار، ډګر جنرال نصيرالله بابر تر څارنې لاندې پټه پوځي روزنه پيل کړي وه. بابر او حکمتيار چې دواړه پښتانه وو، ژر نږدې ملګري شول او يو ځای يې په ۱۹۷۵، کال کې د داؤد پر ضد د پاڅون پلان جوړ کړ. هغوی مسعود په پټه پنجشېر ته واستاوه چې له هغه ځايه په بلوا لاس پورې کړي. نوموړي دا کار زړه نا زړه وکړ او پايله يې غټه ناکامي وه. هغه وو چې مسعود بيا د دوه کلو په بهير کې د دويم ځل لپاره پاکستان ته وتښتېد.» (د پيريانو جګړې، ۱۶۳، مخ)

پخپله د احمدشاه مسعود استاد، جنرال نصيرالله بابر چې د جهادي بانډونو پلار بلل کيږي، د مسعود او نورو اجنټانو له تسليمېدو او ترورستي کړنو څخه پرده پورته کړي ده. نوموړي جنرال د وطن مجلې خبريال د پوښتنې په ځواب کې په خپله مبارکه خوله داسې ويلي وو(!):

((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجينر حبيب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.))

بابر، د مرکې په بله برخه کې زياتوي «دا ټيک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجينرحبيب الرحمان او بيا حکمتيار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ تريننګ شروع کړ…نو د نهضت لومړنيو مجاهدينو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تريننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قيادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او يونيورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ دوی ته ټريننګ ورکولو او بيا به مو خپلو خپلو ولايتونو ته لېږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي، مونږ دلته دوی هر يوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شيان ليکل او حکمتيار د ارتباط کارونه کول. ليکن د داود په وخت کې مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته يو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عمليات وکړل. (په ۱۹۷۵ کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټريننګ شوي دي، هغه عملياتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ .
((... بيا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ويل يې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال يو ... نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ايران ته پيغام ولېږو چې مونږ دا خلک ټريننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه))

((...بيا ما دوی امريکا ته بوتلل، زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بيا زما يو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدين د هغه کور ته ورلېږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ويل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدين به مې ښود او چې به مې ورته ويل چې د بجلي والا (برقي) درغی، نو احمدشا مسعود به ورغی. د امريکا سفارت په مئ مياشت، ۱۹۷۹ کې له دوی سره کومک شروع کړ. ما ورته وويل چې، تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړئ او ماته يې وويل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.))

جنرال بابر د مسعود او نورو په تړاؤ په لږ څه توپير له مرحوم ډاکټر علي ارغنداوي سره په يوه مرکه کي يادونه کړي ده.(ژوندې خاطرې، ۳۳۵،مخ)

همدا شان، جنرال نصيرالله بابر د خپلواک ژورنالست فرهاد علي خاور، سره په يوه ځانګړي مرکه کې ويلي وو چې، په هغه وخت کې چې ذوالفقارعلي بوټو د پاکستان لومړی وزير ؤ، دی يې وروغوښت او دا يې ورته وويل چې، د ډيورنډ د کرښې تړون موده په ۱۹۹۳زيږديز کال کې پای ته رسيږي، نو بايد د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې پېل شي، که نه نو افغانان به له اباسين څخه تر ډيورنډ پولې پورې د خپلې سيمې غوښتنه وکړي.

بابر وړاندې ځي او وايي: ((بيا مې نو ګلبدين حکمتيار، احمدشاه مسعود، برهان الدين رباني او د افغانستان نور ديني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالاحصار کلا کې مې ورسره وليدل، وسلې او پېسې مې ورکړې، څو افغانستان پرې وران کړي. له هغه راهسې مو د افغانستان د وېجاړۍ او بې ثباتۍ لېڅې رابډ وهلې، چې افغانستان مو په داسې يو اور کې وسوځوه چې حتّی د اور په دې لمبو کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړې هم وروسوځولې، اوس به افغانستان هېڅکله هم ونه شي کولای چې د ډيورنډ د کرښې خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدمتونو څخه پاکستان ته ستر خدمت ؤ.)) (روهي ويب پاڼه؛ هغه پنځه شيطاني څېرې چې افغانستان يې وران وېجاړ کړ)

د ښاغلي پروفيسور سياف مخينه :
کرنيل امام :
د افغانستان د جهاد داستان
د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.

۱۹۷۳ م کال د پاکستان له پاره ډېر ښه کال وو، له څه مودې راهيسې مونږ که له يو لورې د هندوستان سره سختې خرابې اړيکې درلودې. بل لورې مو تازه د پاکستان د وېش تجربه درلوده چې د هندوستان په مرسته بنګلدېش له پاکستان جدا شو. که چېرې تر اوسه بنګلدېش زمونږ سره وای، نو مونږ په ډېره اسانۍ کولای شول چې هندوستان مهار کړو او په يوه جزيره کې يې بند وساتو.

له بده مرغه د افغانستان د شاهي حکومت او بيا وروسته ورسره د داوود خان دحکومت لاسونه ډېر پاکستان ته راګرځېدلي وو.

سردار داوود د شوريانو په مرسته د پاکستان حالت يو ځل بيا له بحران سره مخ کول غوښتل. شوريانو سمندر ته لاره پيدا کول غوښتل. صدر داوود غوښتل خپله پخوانۍ جعرافيه بيرته له مونږ وګرځوي او د ډيورنډ لاين په اړه يې نوې کشاله لا پسې ډېره تبليغ کړه، خو د خدای (ج) شکر چې دوی ټول په خپلو کړنو کې ناکام شول او پاکستان ته يې هېڅ ضرر ونه شو رسولای.

زمونږ د مخالفو دې دواړو حکومتونو سره هندوستان هم د خپلو شومو موخو له پاره دوی سره لاسونه يو کړي وو او د افغانستان خاوره يې زمونږ په خلاف استعمالول غوښتل.

خو په ۱۹۷۴ م کال کې معادله بيخي بدله شوه او په لومړي ځل زمونږ لاس ته هم داسې څه راغلل چې مونږ پرې خپل ګاونډي هېواد کابو کولای شو او هغه د داوود او کميونېزم په خلاف راپورته شوي ځوانان ول.

بهټو صيب ډېر زيات خوشاله وو. هرڅو که دا يوه وړه ډله وه، خو په لومړی ځل پاکستان په سيمه کې او د خپل ګاونډي هېواد افغانستان خوږ رګ پيدا کړ.

کله چې د سردار داوود مغروره حکومت درک کړه چې که د پاکستان ضد توطيو لاس وا نه خلي، نو ملک به يې ورته در به در کړو، نو هماغه وو، چې د بهټو صيب سره يې اړيکه ونيوله او پاکستان ته د راتګ غوښتنه يې وکړه. [نوټ : د دروغو پوڼۍ يې الوځولې ده.]


بهټو صيب ډېر د مشرقي رواياتو پابند سياست مدار وو. په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پراخېدو او د ملګرتيا ژمنې وشوې. هما غه وو چې بهټو صيب د افغانستان ضد کړنو د لاس اخېستو سپارښتنه راته وکړه، خو مونږ چې نه غوښتل دا فرصت له لاسه ورکړو په ښکاره خو مو د افغان ځوانانو د جنګي زدکړو بهير ودروه، خو زمونږ مسلسل اړيکې ورسره وې او په بېلا بېلو برخو کې مو د هغوی ملاتړ او تنظيم او تجهيز کولو.

مونږ نه غوښتل په لومړي ځل لاس ته راغلی فرصت له لاسه ورکړو. زمونږ د پوځ پلان دا وو چې د سردار داوود حکومت د ځپلو او هغوی پاکستان ته د راماتولو له پاره بايد دا څه په لاس کې ولرو. هماغه وو چې د لږ لږ ځنډ سره سره دا لړۍ د ۱۹۸۷ د ډيسېمبر تر مياشتې را ورسېدله.

زمونږ د پوځ نظر دا وو چې د نور محمد ترکي حکومت ډېر کمزوری دی او عام ولسي ملاتړ نه لري، نو په کار نه ده چې مونږ يې په رسميت و پېژنو.

ما په خپله د جنرال ضياالحق نه هغه وخت اورېدلي چې نه بايد مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت وپېژنو، خو د امريکايانو تشويق او هڅونه وه چې مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت و پېژندلو.

هغه مهال زه او زما نور ملګري په دې نظر وو چې دا زمونږ د هېواد د بقا جنګ دی او که مونږ يې ونه کړو، نو مونږ به هم سور سېلاب له ځانه سره واخلي.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :
د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.
په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د ډيورنډ او پښتونخوا په اړه د ظاهرشاه، داوود خان او ډاکټر نجيب دريځونه
https://youtu.be/tPGQ1alKVsc

د مرحوم مشر ملا محمد عمر مخينه :
The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

Did the US support the Taliban?
Ahmed Rashid states that the US indirectly supported the Taliban through its ally in Pakistan between 1994 and 1996 because Washington viewed the Taliban as anti-Iranian, anti-Shia and pro-Western.

Inside Story – Is Pakistan backing the Taliban?
James Bays: Aljazeera
 Pakistan Knows everything.
 They control everything.
 The Taliban are not Islam.
 The Taliban are in Islamabad.

Hamid Mir talks about his meeting Osama Bin Laden and Mullah Omar

‘Robin Raphael Convinced Benazir to Support the Taliban’ – US Embassy

1/3 Hamid Mir and lying journalists - Najam Sethi - Aug 8, 2009
https://www.youtube.com/watch?v=ZyJFsYYq2yU
https://www.youtube.com/watch?v=yOnZeX9Zick
https://www.youtube.com/watch?v=tfI6HfRhwHI

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :
طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

پروېز مشرف، د اور پر ليکه :
پروېز مشرف زموږ د مجاهدينو [بوجۍ دينو] په تړاو داسې وايی :
موږ [پاکستان]، امريکا او سودي عربستان د شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدينو په رامينځته کولو کې مرسته وکړه. په مدرسو کې مو په مذهبي جوش سنبال، وسلې او پيسې مو ورکړې، تجهيز مو کړل او د شوروي اتحاد پر ضد مو د جهاد لپاره مو افغانستان ته ولېږل.

دا چې کرنيل امام او نصيرالله بابر درېواړه له يوې څلمې بربنډ کړي، نو په داسې يو صورت کې که يو شاعر پرې لعنت ووايی، خو دا به د هغه د زړه درد وي چې د شعر په ژبه يې څرګندوي.
دا څومره شرم دی چې سليمان لايق رسنيو ته د خپل ګوند د کړنو او تېروتنو يادونه کوي او ان تر دې رامخته کيږي چې دا محاسبه لومړی له ما شروع کړئ، نو زموږ د دې درېواړو چې هر يو يې د مفسر، پروفيسور او نيمچه ملايي مخينه هم لري دېته نه حاضريږي او رسنيو ته نه راوړاندې کيږي چې د خپلو تېروتنو او غولونې (تېر ايستنې) منښته وکړي.

دلته څوساده پوښتنې رامخته کيږي چې :
لومړی :
که دوی تېروتي وي، خو ودې وايی چې موږ تېر وتلي يو؛ نو دې ولس ته دې ووايی چې موږ ته دروغ ويل شوي وو او تاسې ته مو دروغ ويلي دي،

دوهمه :
او که تېروتلي نه وي او پوهېدل چې نور ورته دروغ وايی او دوی له پوهاوي سره سره ولس ته دروغ ويل، نو دا خو بيا د دوی پړه ده چې ښه پوهېدل چې دا پردۍ جګړه ده او دوی ورته مذهبي رنګ ورکړی وو.

درېيمه :
نصيرالله بابر، کرنيل امام له بوټو، ضياءالحقه راواخله تر پروېز مشرف او اوسني باجوه پورې ټول دا مني چې دا جګړه دوی د څه لپاره شروع کړې او څه موخې يې شاته پرتې دي او وخت ناوخت يې له ضياءالحقه رانيولې تر پروېز مشرفه پورې له نور محمد تره کي راواخله تر ملا محمد عمر او کرزي پورې يې خپل غوښتنې د وخت واکمنانو ته کړي دي، نو دلته خو دين وسياست سره غوټه خوړلې، نو بيا ولې سياسي او نامشروع غوښتنې ته ديني صبغه ورکړل شي؟

دا چې ښاغلی حکمتيار به ارواښاد محمد ظاهرشاه او شهيد سردار محمد داوود خان ته ظالمان ويل او د هغوی حکومتونه يې ظالم بلل، نو ايا دا به ستر ظلم نه وي چې خپله يې ولس ته د نورو د ګټو او نامشروع غوښتنو په اړه دروغ ويل او حال دا چې اوس خو هغه تر څه رسنيو ته ډاګيزه شوي دي، ولې بيا هم منښته نه کوي او له ولسه بښنه نه غواړي؟

استاذ سياف به د ژبې پر سر له ((اما بعد)) پسې سملاسي ويل چې :
ظاهرشاه کافر دی.
اوس بېطرفي نشته، بېطرفه څه؟ يعنې منافق او ان تر دې به هم مخکې ته او ويل به يې چې اوس نفاق نشته. يا به مسلمان يې او يا به کافر.
خو هماغه ارواښاد محمد ظاهرشاه چې کله هېواد ته راستون شو، نو بيا ورته په پښو کې پرېوتی وو، نو اوس ولې استاذ سياف په دا سپين ږيره ان تر دې چې تر وريځو پورې پکې تور وېښته پاتې نه دی او ټول تک سپين شوي دي، ولې نه رامخته کيږي چې ووايی :
ما تېروتنه کړې.
حال دا چې خپله ورته ده چې يو مسلمان ته د نورو په لمسون هغه هم د سياسي موخو لپاره د کافر ويل څه حکم لري؟
دوی دواړه خو شعوري ول او ملا محمد عمر خو د دوی پورې شعوري مخينه هم نه لرله.

نوټ :
دا چې روسان راغلل دا يې جلا اړخ دی، خو په ټوله کې زموږ ګاونډيان موږ ته رښتيني نه ول.

د جګړې پټ اړخونه :
د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.
هغه شرطونه په دې ډول دي :
 لومړی شرط :
پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.
 دويم شرط :
د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.
 درېيم شرط :
د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،
 څلورم شرط :
پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،
 پينځم شرط :
افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.
  شپږم شرط :
د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
 اووم شرط :
د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.
 اتم شرط :
که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.
 نهم شرط :
د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 لسم شرط :
هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.
 يولسم شرط :
د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله ”سياسي قبله“ اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله ”قبله“ بايد کابل وي.

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې ”زه افغان نه يم“، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی لا ژوندی دی او په غوڅه لهجه يې ترې دوه غوښتنې کړې وې :
• ډيورنډ لاين،
• بهرنۍ پاليسي
سرحد به راسره په رسميت پېژنئ او بهرنۍ پاليسي به دې زموږ په واک کې راکوي. اسفنديار هم لا ژوند دی چې مشرف ورته څه ويلي وو او هغه ورته څه ځواب ورکړی وو؟

ښاغلی حکمتيار له پاکستان سره د کشمير ملاتړ کوي، خو د خپلو هغه تېرو څرګندونو په تړاو چې له نن څخه  کاله او شپږ مياشتې مخکې يې کړې وې چوپ دی او څه نه وايی.

يو بېړنی تحليل :
استاد شهسوار سنګروال :
د پاکستاني چارواکو د معاملې پر بنسټ، امريکا په افغانستان مرګوني بمونه غورځول، ولې د کشمير يوه مشر چې قيوم خان ((سردار عبدالقيوم خان)) نومېده جنرال مشرف ته ووېل، چې امريکايان بايد داسې بريدونه وکړي، چې د کابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو…افسوس، چې موږ د قيوم خان په څېر مشرانو ته کشمير ګټو!؟

دا څومره د شرم وړ ده چې :
زه د حکمتيار، سياف او ملا محمد عمر چرګوړو ته حيران يم چې د دوی په مينځ کې دا بېګانه جاسوس کرنيل امام دا خبره کوي چې ((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې توی شي)).
يا :
پروېز مشرف وايی :
((موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي. افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه.))

خواجه محمد اصف :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی)).

ميرزا اسلم بيګ :
((بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!))
زموږ په سوځولو [سېځنه] کې خلک ځانته د جنت خوبونه ويني، نو موږ ته به څه راکړي؟

ميجر عامر :
موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

نچوړ :
((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجينر حبيب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.))

بابر، د مرکې په بله برخه کې زياتوي «دا ټيک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجينرحبيب الرحمان او بيا حکمتيار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ ټريننګ شروع کړ…نو د نهضت لومړنيو مجاهدينو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته ټريننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قيادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او يونيورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ دوی ته ټريننګ ورکولو او بيا به مو خپلو خپلو ولايتونو ته لېږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي، مونږ دلته دوی هر يوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شيان ليکل او حکمتيار د ارتباط کارونه کول. ليکن د داود په وخت کې مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته يو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عمليات وکړل. (په ۱۹۷۵ کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټريننګ شوي دي، هغه عملياتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ :
((... بيا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ويل يې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال يو ... نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ايران ته پيغام ولېږو چې مونږ دا خلک ټريننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه)).

که ارواښاد محمد ظاهرشاه دوی کافر او شهيد سردار محمد داوود خان دوی ظالم او کمونيست بللو، نو بوټو خو هم سوسياليست (کمونيست) وو، نو د دوی دغه اسلامي اړيکه او يا نهضت جوانان مسلمان افغانستان اړيکه له هغه سيکولر سوسياليست سره څنګه توجيه کېدای شي؟
ولې اينجنير حبيب الرحمان له نصيرالله بابره غواړي چې :
((ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه)).

بابر چې د روزنې خبره کوي، نو اوس دې زموږ دا دواړه جهادي مشران روښانه کړي چې دوی د سردار شهيد محمد داوود خان په خلاف له بوټو د څه شي غوښتنه کوله؟ بابر او امام خو چې څه ويلي هغه خو له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې سياسي - حقوقي مساله ده او حق بايد حقدار ته وسپارل شي.
ولې يې دين او سياست سره غوټه کړی او ديني صبغه يې ورکړې؟

قرآني لاسوند :
وما کان استغفار ابراهيم لأبيه الا عن موعدة وعدها ايّاه فلمّا تبيّن له أنه عدوٌّ لله تبرّأ منه ... [التوبة : ۱۱۴]
که چېرې زموږ دې جهادي مشرانو ته دا پته وي چې له موږ سره دوکه شوې، نو ولې يې سپيناوی نه کوي؟
ايا دا ښه ده چې د خپلو کړووړو ملت ته سپيناوی ورکړي او که له پاکستان سره د کشمير ملاتړ وکړي؟
دوی له کوم ځايه امتيازات اخلي او ملاتړ د چا او د څه لپاره يې کوي؟

په درنښت


په کونړ کې د يو شاعر صحرايي محکمه!
https://khabarial.com/archives/7152
اسفنديار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډيورنډ ومنم
http://www.taand.com/archives/44945

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery