مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داسلام تشریعي اساسات (اوومه برخه)

مفتي فضل هادي (سالک)
نړۍ کې دفقهي مذاهبو بقاء او خپراوی !
لکه مخکې چې مو ورته نغوته وکړه، چې  یوازې دمطلق اجتهاد او یا مقید یا شخصي اجتهاد په  دوره کې نه ،بلکې داسې به ووایو چې دتقلید په  وختونو کې  فقهاوواو اهل الفقه  علماوو  دتل لپاره دمسئلې د استنباط لپاره شرعي دلیل وړاندې کړي  او پدې شرعي دلیل یې دفقهې جزئیه  ثابته کړي، چې دا دی نن یې خلک  دفقهي ضخیمو کتابونو په بڼو لولي او ګوري ،داسې کله ندې شوي چې ګوندې  فقهاوو دې دفقهي مسئلې داثبات لپاره  په  روماني  قانون  او یا دمفتوحه هیوادونو خورو  ورو  قوانینواویا نورووضعي قواعدو استدلال کړی وي ،بلکې دهرې جزئیې لپاره یې شرعي دلایل ارائه کړي دي ،نو که څوک داسې کوم وهم کوي ،چې  دفقه کومه مسئله دروماني قانون سره مشابهت لري ، وجه  به  یې  دا نوي، چې ثبوت یې لدې  رومانیت  نه  شوی ،بلکې کله داسې هم شوي ،چې شرعي مسئله  پداسې شکل استنباط شوي، چې روماني قانون ورسره مشابهت ښودلی ،یعنې روماني قانون  له شرعي مسئلې سره برابر راغلی او دا کوم قباحت شرعي نلري .
 داسلام په لومړیو کې  د(امام اوزاعي رح ،سفیان ثوري رح او ابن جریر رح )غوندې  دمطلق امامانو  مذاهب دځینې وجوهاتوپه  بناء  له منځه لاړل او دا څلور مشهور مذاهب (دامام ابوحنیفه رح ،امام شافعي رح ،امام مالک رح او دامام احمد بن حنبل رح )په شان دمنل شویو امامانو مذاهبو انتشار وموند، چې تر شرق اوغربه یې دپیروانو لړۍ خپره شوه ،ددې مندرس شویو(له منځه  تللیو) مذاهبولاملونه ځینې تاریخ پوهان  داسې ښیي:
چې داځکه دا اوسني څلور مذاهب پاتي او نور و  رشد ونکړ،چې  ددې مذاهبو دخپراوي شاته دوخت سلطان او حکومتي ملاتړ موجودو، چې له امله یې  دې مذاهبو په نړیوال کچ شهرت وموند او نن یې پیروان په نړۍ کې په کثیر تعداد سره شتون لري .
خو په (الموسوعة الفقهیة الکویتیة ) کې دا نظر په مطلق ډول ردشوی او ددې لپاره  یې ځینې داسې بیلګې هم وړاندې کړي، چې دوخت حکومت  خپل رسمي مذهب  دنورو سیمو مذهب پدې وجه ندی ګرځول شوی، چې دواکمنو فشار او اغیز پرې  دا چاره شونې کړي وي، لکه چې لیکي :  (.... إِذْ إِنَّ الدَّوْلَةَ الْعَبَّاسِيَّةَ - وَكَانَ نُفُوذُهَا مُمْتَدًّا عَلَى جَمِيعِ الأَقْطَارِ الإِسْلامِيَّةِ - كَانَ الْقَضَاءُ بِيَدِ الْفُقَهَاءِ الْحَنَفِيِّينَ ، وَمَعَ هَذَا فَإِنَّنَا نَجِدُ أَنَّ مَذْهَبَ الْحَنَفِيَّةِ لَمْ يَجِدْ لَهُ أَتْبَاعًا فِي الشَّمَالِ الإِفْرِيقِيِّ أَوْ فِي مِصْرَ إِلا قِلَّةً قَلِيلَةً ، بَلْ إِنَّ الْكَثْرَةَ الْكَثِيرَةَ مِنْ بِلادِ فَارِسَ كَانَ مَذْهَبُ الشَّافِعِيَّةِ هُوَ الْغَالِبَ عَلَى أَهْلِهَا يَوْمَئِذٍ ، وَكَانَ مَذْهَبُ الْحَنَفِيَّةِ إِبَّانَ هَذِهِ الدَّوْلَةِ قَاصِرًا عَلَى الْعِرَاقِ وَبِلادِ مَا وَرَاءَ النَّهْرِ وَبَعْضِ بِلادِ فَارِسَ......) خلص ژباړه: دعباسي خلافت  دواکمنۍ جال چې په ټوله اسلامۍ خپور و، او حکومتي نظام  یې  هرمسلمان مانه ،ددې خلافت دمحاکمو اوقضاءچارې  هم حنفي فقهاوو سنبالولې ،خو بیا هم دحنفي مذهب پیروان په شمالي افریقا او مصر کې کم  کتل کیږي ،بلکې  دفارس په سیمو کې دامهال (هغه وخت) دامام شافعي رح دمذهب  غلبه ډیره تر سترګو کیږي  او ددومره حاکمیت سربیره  دحنفي مذهب پیروان او اتباع  د عباسي خلافت په پیر کې دعراق ،دماوراءالنهر هیوادونه اوځینې فارسي ښارونو او سیمو کې شتون لري ،همداسې   دالموسوعي لیکونکي وایې:  چې  دعثماني خلافت  واکمني  چې داسلامي نړۍ په اکثریت  هیوادونو او مناطقو یې دحاکمیت او حکومتولۍ  راج چلیده او ددې عثماني خلافت  رسمي مذهب  هم حنفي  وه، او هم یې   دخلافت  اړوند په ټولو هیوادونوکې دمحاکمو او قضاء چارې نیغ په نیغه  حنفي فقهاووسنبالولې ،نو دا کیدلای شوه، چې طوعاً اوکرهاً دنړۍ مسلمانانو باندې حنفي  فقه ومني، خو دا دی ګوروچې  بیا هم شمالي  افریقا په زیاته اندازه  دامام مالک رح دمذهب پیروان دي،  او دتونس غوندې هیوادونوکې یې احناف هم په یوه اندازه شته ،په مصرکې مالکیان او شافعیان زیات دي او احناف هم ورسره  شته، همداسې خلیجي او عربي ځینې  سیمې !
 (دلته دالموسوعة الفقیة الکویتیة)لیکونکیو څّخه  (والله اعلم) زما په آند د انصاف تله یوې خواته درنده شوي ده ،ځکه چې په مصر ،شام ،افریقا او نورو هیوادونوکې دحنفي مذهب داسې لوی لوی علماء تیر شوي، چې نن یې هم مونږ سره لیکنیز آثار او علمي کتابونه په لاس کې شته او خورا په لویه پیمانه داسې تحقیقاتي او څیړنیز کتابونه یې مونږ ته په میراث کې پاتې دي، چې آن پخپله  به ترې په عربي دنیا،منځني ختیځ هیوادونو اوشمالي  افریقایي ملکونوکې هم استفاده کیږي ،نوکه دا سې لویې علمي  سټې  په شمالي افریقا ،منځني  ختیځ  سیمو اودپخواني شام په هیوادونواو فارس کې لرو ،نو ولي  بیادې اماکنوکې   داحنافو  له شتون څخه انکار کوو،او داقلیت داغ پرې لګوو،دعلماوو له نظره همدا نن سبا غوڅ اکثریت  په نړۍ کې دحنفي فقه له اتباعو او پیروانو څخه تشکیل دی، نو انصاف داو،چې (عربي فقهي موسوعاتو ) کې ددې حقیقت څخه سترګي پټې شوی نه وای!
 چې دبیلګې په ډول به دې هیوادونوکې دحنفي مذهب اړوند  دنړۍ دمشاهیرو څوعلماوو نومونه راوړو،چې له امله به یې  دا په زباد ورسیږي، چې رښتیا هم داحنافو مذهب  کومه عجمي  پدیده  نده (لکه ځینې خلک چې اوس هم  داسې ګمان کوي )  بلکې داسلام دمبارک دین  دښه شرحې  سره  له عربي سیموڅخه  دخپل عصر له نومیالیو فقهاوو څخه راته په توارث کې پاتې دی ،او همدا چې ددې کره علماوو شتون به  دحنفي مذهب جامعیت  ،هم عربو او عجمو کې جوت کړي .
۱-د(ردالمحتارعلی الدرالمختار )دحاشیي  (شامیه فتاوی )نړیوال نوماندفقیه  لیکوال علامه محمد آمین مشهورپه (ابن عابدین شامی رح (۱۱۹۸-۱۲۸۳)چې دشام په پایتخت  دمشق کې زیږیدلی او په مختلفو علومواو فنونو کې د یوه ستر محقق او څیړندوی  په حیث د(۲۰) ضخیمو او مشهورو کتابونو څښتن دی .
۲-علامه محمدبن علی بن محمدالحصکفی رح (۱۰۲۵هـ -۱۰۸۸هـ)چې دشام په دمشق کې زوګړی دی او د(الدرالمختار)مشهورې فتاوې په شمول یې  په  تفسیر او نورو علوموکې د(۶)ضخیمو اوډیرو جلدونو تصنیفاتو لیکوال دی ،چې هلته  په دمشق کې دمفتي په حیث یې هم  دنده تر سره کړي  ده.
۳-علامه محمدبن عبدالله بن احمدبن محمدبن ابراهیم بن محمد الخطیب  التمرتاشی ،الغزي  الحنفی )دا نوموړی دحنفي مذهب  نامتو عالم  دفلسطین دهاشم په  غزه کې  په (۳۰۳۹هـ -۱۵۳۳م )زیږیدلی او په همدې غزه هاشم کې په (۱۰۰۴هـ-۱۵۹۶م) کال کې وفات شوی دی ،دمشهورې شامیه فتاوی دمتن (تنویرالابصار)په شمول (۲۶)ستر ستر علمي تصنیفات لري  او دعلم لویه پانګه یې مونږ ته په توارث پریښې ده  ،حنفي عالم خو دفلسطین  دغزې اوسیدونکی دی .
۴-د(حاشیة الطحطاوي علی المراقی )محشي لیکوال علامه احمد بن محمدبن اسمعیل الطحطاوی رح چې دحنفي مذهب نامتو عالم او ستر محدث او فقیه دی ،نوموړی دمصر د(اسیوط)  په (طهطا )نومې سیمې کې زیږیدلی دی  او په (الدرالمختار) او( مراقی الفلاح) یې نامتو شرحې کښلې دي .
۵-دهدایې شارح او صاحب د(فتح القدىر) كمال بن الهمام السيواسي الرومي ثم السكندري الحنفي )نوم يي محمد بن عبد الواحد بن عبد الحميد بن مسعود .. متوفي سنه( 861 هـ) فقيه حنفي مشهور ، ډیر تصنیفات لري چې مشهور یې همدا فتح القدیراو(زادالفقیر) دي .
6-علامه قاسم بن قطلوبغا بن عبدالله الجمال المصری الحنفی  دی چې دمصرپه قاهره کې په کال (۸۰۲)کې پیدا شوی دی ډیری تصانیف لري او دعلامه ابن الهمام شاګرد اوحنفی المسلک دی .
۷-علامه شمس الدین محمدبن محمدبن محمد چې په ابن امیر حاج مشهور دی دشام په حلب کې بالاخره وفات شوی ،دډیرو تصنیفاتو خاونداوحنفی عالم و.
۸-مشهور فقیه او حنفي عالم علامه زین  الدین بن ابراهیم چې په ابن نجیم  (متوفی سنه ۹۷۰هـ )شهرت لري او دکنزالدقایق شرح (البحرالرایق )غوندې الاشباه والنظایر)هم په حنفي فقه کې لیکلې دي ، نوموړی  مصری دی اوهلته یې خورا ښه علمي شهرت خپل کړی وو. اوداسې نور........چې دټولو لیکل دې کوچنۍ لیکنه کې داسې دي ،لکه یو لوی سمندر چې په کوچنۍ ګوزه کې ځایوي !
 
سره ددې  پدې فقهي موسوعة کې لیکي چې همدې عصرکې  د(الازهرجامعې په تدریسي حلقاتو کې)په عام ډول دحنفي طالبانوموجودیت ډیر دی، خو بیا یې په ښارونوکې شتون کم ښیي ،زما په آند ددې نه یوه همدا توجیه کیدای شي، چې دغه فوق الذکرسیموکې به اکثریت دا نور مذاهب وو او احناف به هم  ورسره وو،خو غلبه به یې نه وه .
په هر صورت  داخبره بالکل تردید شوه، چې  دمذاهبو په نفوذکې  دوخت سلطان او خلافت  اغیز و،بلکې  داحنافو ددومره حکمروایي سربیره ،چې  عثماني خلافت  کې  یې مذهب  رسمي  او دقضاء دقوانینو ماخذ همدا مذهب و، خو بیا هم ډیرې سیمې لا هاغه وي ،چې وګړي یې احناف نه ،بلکې دنورو مذاهبو معتقدین وو.
مګریوحقیقت چې ورسره په ډاګه شو، هغه دادی چې  داحنافوددومره سترې واکمنۍ سربیره ،چې په نړیواله سطحه یې کړې ده، بیا یې هم  دنورو مذاهبو پیروان خپل مذهب ته په راړولو ندې مجبور کړي ،بلکې کتل کیږي چې  په نړۍ کې نن هم  دپیروانو له حیثه لوی مذهب حنفي دی ،چې  په پراخه پیمانه مسلمانان پکې راغونډ شوي  او بس !
حق داده چې  ووایو چې دیوه مذهب  اوږده بقاء او انتشار، لومړی په اعتماد سره او بیا په صاحب مذهب باندې دخلکو دتوثیق او اطمینان  په صورت  کې منځ ته راځي ،همداسې  دصاحب مذهب  په تکړه او پیاوړیو شاګردانو او ملګرواو هم  دمذهب دنشر په هکله ددوئ  د دأب او احسن اسلوب  سره اړه لري ،پدې توګه دمسایلو په تحقیق او همداسې ددې مسایلو په فهم کې داسانۍ او تیسرلارې چارې خپلولوپورې تعلق لري .
نوکله چې دمذهب امام  باندې  داستنباط او استخراج  سربیره په ورع او دیانت کې پوره باور وموندل شي ،ملګري یې غښتلي وي ،تحقیقات یې کشش آمیزه وي اومسایل په احسنه  وجه عرضه کوي او په ساده او عام الفهمه  لهجه وي ،نو له امله به یې دا مذهب  متباقي او تلپاتي او ډیر پیروان به  ولري !
نوربیا ......
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery