مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د سیاسي بېثباتي قضیه-دوهمه برخه

عبدالستار ایوبي

 

ده د خپل نامشروعیت داغ پریولولو لپاره چي هر څه وکړل، غیر له دې چي نور داغونه پر خپلو جامو پرېږدي، څه په لاس نه دي ورغلي (جامې ډیري حساس شی دی باید په اصلي ډیټرجنټ او صابون پریولل سي کنه داغداره کیږي هم او کله ناکله شوړیږي هم). دوهم ځل ټولټاکنو ډرامه یې په کار واچول او درانه مصارف یې تیر کړل (کړي خو یې نه دي). د ۳۹ ملیونه ولس د جملې څخه د ۱.۵ ملیونه نیمایي رایو لپاره یې د حوا علم نورستاني څخه د مشروعیت سرټفکیټ واخیستی او د خوردې په توګه یې ټینګ د ځانه سره ساتلی دی. دی خوارکی و دې ته شاید نه وي متوجه چي ده ته د مشروعیت سرټفکیټ ورکولو سره د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ده ته خو مشروعیت ورنه کړ البته د افغانانو او نړۍ په مخ کي یې خپل مشروعیت د لاسه ورکړ. دا همداسي خبره ده لکه د آکسفورډ پوهنتون یوه ۹ کلن ماشوم ته د ماسټري سند ورکړي. اوس هیڅ اداره به ۹ کلن ماشوم ته په اړونده برخه کي دنده ورنه کړي. البته چي د ماشوم سره د اکسفورډ پوهنتون د ماسټري سند وویني نو مشرتابه ته به راپور ورکړي چي دا ماشوم د اکسفورډ پوهنتون ماسټري لري. د ادارې مشرتابه به لمړی د اړوند پوهنتون څخه رسمي پوښتنه ورکړي چي ایا رښتیا دا سند دغه ماشوم ته تاسو ورکړی دی. که هغه ورته ووایي چي هو دا ماشوم رښتیا هم زموږ سره د ماسټري تر کچي زده کړي کړي دي. نمرې، سوابق هر څه یې زموږ سره سته. بیا به نو دا اداره یوه اعلامیه خپره کړي چي نور به موږ د اکسفورډ پوهنتون اسنادو ته اعتبار نه ورکوو. اوس غنو ماما هم د یوه داسي حالت سره مخامخ دی. ده افغانانو او نړیوالو ته ځان د درواغجن، چمبازه او پر وعده باندي وفا نه کونکي شخص په صفت ورپیژندلی دی. هم دا صفات دي چي د هر موقف لپاره یو څوک نا اهله ثابتوي. نن دده دلاسه د افغانستان مرکزي حکومت، د افغانستان سیاسي او اداري نظام او دولت هر څه د نامشروعیت د ګواښ سره مخامخ دی. په پل چرخي کي ناست سیاسي بندیانو ده ته هیڅ ګټه نه رسوله، تاوان یې تر هر څه ډیر ورته کوی. اوس که دا بندیان ازادیږي هم، کریدیټ به یې امریکایان وړي. اوس هم ناوخته نه دی. امریکایانو د طالبانو سره د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون وعده کړې ده، حال دا چي د سیاسي بندیانو اصلي تعداد ۱۷۰۰۰ دی. که دی دا باقي ۱۲۰۰۰ بندیان بې قید و شرطه د دې ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون د پروسې څخه وړاندي ازاد کړي نو کیدای سي چي د طالبانو سره د موقت حکومت د رامنځته کیدلو په اړه تر ډبل عبدالله ډیر قوي دریځ ولري. که د خدای حق ووایو، حامد کرزي ډیره راستي ورسره وکړل. دا د حامد کرزي هوم ورک وو چي په داسي ټولټاکنو کي یې غني بریالی کړ چي افغانانو او نړۍ تقریباً منلي وې. که کرزي د غني سره چم کړی وي نو چم یې داغه وو چي پر هر وخت و زمان یې مناسب ترینه مشوره ورکړې ده، په دې نیامت چي غني دی خپل حریف بولي او د ده د مشورې سره په ۱۸۰ درجې تفاوت عمل کوي او په دې ډول به مردار څاه ته ځان وراچوي او کرزی به د هر ډول ملامتیا څخه هم خلاص وي. او پاته سو دی، آخر به داغه وایي چي دا ټوله فسادونه کرزي راوکړل. دا خبري به یې بیا هیري وي چي دا دی پخپله وو چي پشلا یې د ټلوالي د سیکسورکرانو سره ګوتي پټي کړي وې پر خپل سر به یې بې مفاده معاملې ورسره کولې. کله به یې د دوستم ته شیدې ور ایله کړي وې او عین وخت کي به یې ایشچي دوستم ته راپاراوه. کله به یې عطا نور سره پټ ډیلونه وهل او په ظاهره به یې مومند ورته پر شا ټکاوه. ده نو اوریدلي وه چي سیاست داغه دی چي غله ته وایه غلا کوه او د کور څښتن ته وایه بیداره اوسه. هغه وو چي د ده د پاروني په سبب ایشچي خپل پیغلتوب د لاسه ورکړ او مومند د غوږ څنډه قرباني سول. ضاء الحق امرخیل څومره خوارۍ وکښې چي په ټولټاکنو کي د وس تر بریده د عبدالله د درغلیو مخنیوی وکړي او دی کامیابه کړي. ډاکټر عبدالله هغه خوارکي ته د ډیرو لوړو موقفونو وعدې هم ورکړي وې خو امرخیل ویل چي غنو ماما زما خپل کوچی دی (نه دی خبر چي غني اصلاً پښتون هم نه دی او د هغه د هندوستان د جتانو د  کورنیو پایڅوړ دی چي د امیر حبیب الله خان په وختو کي د ایم آی سیکس (MI-6) لخوا استخدامیدل او افغانستان ته د جاسږسي لپاره لیږل کیدل)، زه به په هر صورت دده سره درېږم. آخر یې خوارکی پر کور کښېناوه او د عبدالله ټوپکسالار سره یې خپلي رایي نیمای کړې. د یو شمیر نورو بهرنیو دولتونو او مافیایوو ته هم د خدمت ټټر وهلی وو په دې طمع چي ټوله به تر پایه پوري خوشحاله وساتلای سي. کله چي دوې کښتۍ ټچ څنګ پر څنګ موازي سره رواني وي نو مزې د هغه چا دي چي یوه پښه یې پر یوه کښتۍ او بله پښه یې پر بله کښتۍ ایښې وي خو کله چي دا دوې کښتۍ خپل جهت ته بدلون ورکړي نو سره شلیږي هم داغه کس چي پخوا په مزو کي وو (ډاکټر نجیب احمدزی یې عمده مثال دی). ده د ډاکټر نجیب احمدزي انجام مخي ته لرلو سره سره د خپلو پښتنو ملګرو سره جفاء وکړل او تاجک، اوزبک او هزاره رهبرانو ته یې د امتیازاتو د ورکولو د لاري د هغوئ ملاتړ لاسته راوړلو هڅه کول، حال دا چي اصلاً د ځان په مقابل کي یې هغه تقویه کول (لکه امیر امان الله خان چي د څلورو ټوپکانو څښتن سقاو د خوشحاله کولو لپاره و هغه ته سل ټوپکه د ملي وسلتون څخه ورکړل. سقاو ځني خوشحاله خو نه سو، البته د کابل نیولو توان یې پیدا کړ) . دی هم دا کار په دې طمع کوی چي د ده خسرګنۍ د هغوئ سره هم اړیکي لري (یعني باجه ګان یې دي، باید رسمیات ورسره وپالي). هغوئ هم په دې پوهیږي چي دی ولي پر مهربانه دی نو چنداني احسان یې نه مني او پر سوشل میډیا ښه خرې ملنډي هم پر وهي (په هغوئ د احمد شاه مسعود کونډه ونه ساتل سول چي محلي قهرمان یې وو، دده سره به وفا وکړي؟). د دې خلګو تاریخچه موجوده ده چي هیڅ کله یې د هیڅ پښتون رهبر بلکه د هیڅ رهبر سره وفا نه ده کړې (کله چي تیمور شاه پلازمینه کابل ته انتقال کړل نو دوئ د هر ډول عیاشي اسباب ورته برابرول، خو چي کله مړ سو بیا داغه خلګو د تیمور شاه پر مقبره باندي غټ اودس ماتونه کول). په بهرنۍ پالیسي کي ده ځان په یوه وخت کي پر دومره ډیرو بادارانو وپلوری چي د ټولو چوپړ اصلاً د ده په وسه نه وه پوره. دده مثال د کابل د هغه پیغلي وو چي پلار یې یو شریف میړه ور پیدا کړی وي او دا د کوره راوځي چي زه خپله ځان ته میړه پیدا کوم. آخر میړه خو نه کړي پیدا البته د ښار یوه مشهوره فاحشه ځني جوړه سي. د ده خام سیاستونه وه چي افغانان متوجه سول چي دی د هیواد د بیارغوني او پرمختګ لپاره نه منظم پلان لري او نه هم مسلکي کاري ټیم (د ټاکنیز کامپاین دعوې یې تش بادونه وه). او دا چي دی په کابل او نړۍ کي د یو شمېر داخلي او بهرني کړیو د ځینو نامشروع ګټو د ساتني لپاره خپلي شخصي ګټي او اعتبار هم تر پښو لاندي کولو ته اماده کیږي، د ولس مشري یا رهبري ظرفیت او لیاقت نه لري. دا درسته خبره ده چي د اسرایلو استخبارات په درسته نړۍ کي یوازینی اورګان دی چي د هري رتبې امریکایي عسکر او اتباع د وژلو حق لري (دا حق د امریکا د ډیموکراټ ګوند کانګریسوالو، سناټورانو او یو شمیر نورو زورورو ورکړی دی) البته د هر هیواد دولت د دې کار لپاره خپله ځمکه او امکانات په واک کي نه ورکوي، ځکه چي د امریکایي اتباعو او عسکرو وژل د دولتونو لپاره عواقب لري (روسیه خو بیخي دا کار نه کوي). غني د هغه ډیرو محدودو ولسمشرانو په جمع کي راځي چي د واک پر مهال یې په وزارت خانو او نورو مهمو ځایونو کي امریکایي عسکر او افسران ووژل سول او قاتلین یې هم ژوندي پاته سول (کله چي د حامد کرزي د واک په مهال ارګ ته ننوتونکي ځانمرګو په برید کي ځیني امریکایي عسکر ووژل سول نو حامد کرزي د امر الله صالح په ګوښه کولو سره فوراً ځان د مسئولیته خلاص کړ)، ښه بیلګه یې د حقاني شبکې موږک عبدالصبور دی. یو وخت یوه پنج شیرۍ افسره هم د رسنیو پر مخ وځلیدل چي یو که دوه امریکایي جنرالان یې وژلي وه. دا چي د کابل اداره کونکې پخوانۍ شمالي ټلواله+ پخواني کمونیسټ نظامیان په یوه وخت کي د څو څو استخباراتي ادارو سره معاملې فکسوي، چي په دې توګه یې په ظاهره یو ډول نړیوال استقلالیت غوره کړی دی (حال دا چي پوخ قرارداد یې یوازي اویوازي د ای ایس ای سره دی او آی ایس آی بیا د غني د خسرګني قراردادي دی). هیڅ څوک پېشبیني نه سي کولای چي په راتلونکې لوبه کي به دا ډله د چا سره دریږي او د افغانستان په طول و عرض کي د دې ډلي د جاسوسانو شبکه به په څه شکل وکارول سي. کله چي ملګري راته وویل چي په کابل کي پر ځیږنتون برید سوی. نوي ځیږیدلي ماشومان او میندي یې پکښي وژل سوي دي نو د هالي وډ هغه فلم را په یاد سو چي د جګړې یوه صحنه یې په ځیږنتون کي ډکه سوې وه. ارمان چي د امر الله صالح د میرمني ټلیفون نمبر راسره وای او زنګ مي وروهلی وای چي دا بدبخته ایکشن فلمونه کتلو ته مه پریږده چي افغانان دي ټول په تمام کړل...... که نه فلم په صحنه کي ټکان ډیر وسول خو یو ماشوم هم نه سو پکښي مړ (کاشکي د هغه امریکایي فلم پروډیوسر ترحم په امر الله صالح کي وای یا د امر الله صالح پر ځای باندي هغه د معلم غني لمړی مرستیال وای).  دا چي په دې وروستیو ټولټاکنو کي افغانانو ګډون ونه کړ، دا یې ثابته کړل چي افغانان د موجوده ولس مشر، دولتي نظام او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر صداقت باندي باور نلري او د شیطاني سیاستونو په اړه یې بشپړ شعور لري. هغه چي وایي پکه دا دي لا بله سپکه... پسي راولاړ سو کابینه یې اعلان کړل او امر الله صالح (سوچ ځینځیري لیونی، د اولي درجې تعصبي، د تاجکي جنایتکارانو د مافیا مشر، سیریل کلر او د شایزوفرنیا مریض) یې خپل لمړی مرستیال مقرر کړ څو په خلاصه پښه د شورا نظار مسلکي قاتلین فعاله کړي او هغه وحشتونه یو ځل بیا راژوندي کړي چي یو وخت خادیسټو پرچمیانو، جمیعتیانو او شورا نظاریانو د څو هیوادونو استخباراتي ائتلاف په اشارو کول. دا کار داسي وو لکه یو څوک چي یو خروړی لیونی سپی په خپل انګړ کي ایله کړي چي د غلو څخه د کور غړي په ساتم. امر الله صالح هغه شخص وو چي حامد کرزي د ټولو بهرنیو فشارونو سربیره په دې خاطر د دندي ګوښه کړ چي په کابل کي په تورو هینداره لرونکو ضد مرمۍ لینډکروزرانو کي مهمو دولتي او نړیوالو اهدافو باندي د ځانمرګو بریدونو مخنیوی وکړي. د کرزي دا ستراتیجي کار هم وکړ. چي امر الله صالح ګوښه سو، پیښي هم ورکي سوې. اوس چي بیرته راغلئ په ځیږونتونونو، جنازو، فاتحو، تراوو او نورو ولسي تاسیساتو باندي بیا بریدونه پیل سوي، د کابل په مهمو مسجد جامعګانو کي خطیبان، ولسي رهبران او نور باشعوره هیوادوال تروریږي (عجب تصادف خو دی...). دا چي د دې ډول پیښو مسئولیت داعش په غاړه اخلي، هغه هم په دې خاطر چي دولتي امنیتي اورګانونه خپل وخت د عاملینو پر پلټنه ضایع نه کړي (اوس که هیڅ څوک دا مسئولیت ونه مني بیا خو نو په ښکاره دولت ته خبره دریږي، هغه به دوسیه ورته اچوي او موضوع به رسمي کیږي). تر کومه پوري چي د طالبانو سره د داعش تعلق دی، ټوله نړۍ پرې شاهده ده چي د داعش سره طالبانو سخت جنګونه وکړل او هر ځای چي داعش د طالبانو تر فشار لاندي راتلل دولتي ځواکونه د داعش مرستي ته ورتلل او د طالبانو څخه یې خلاصول. دا مستند معلومات دي چي ټوله نړۍ پرې خبره ده او رسنیز ویډیویي شواهد یې هم موجود دي. اوس امرالله صالح و ننګرهار ته ځي او وایي چي داعش دا پړه په غاړه اخیستې ده، زه اسناد لرم چي داعش او طالبان په خپل منځ کي سره یو دي او په دې کړنو کي د طالبانو لاس هم سته (که دا خبره حقیقت وي نو بیا تاسي ټوله یوه ډله یاست هسي مو د افغانانو سر او مال ریبلو ته پټ مشارکت جوړ کړی دی). ریاست امنیت ملي هم ورته ادعاوي کوي. دلته یوه د تعقل او منتق نقطه چي دوئ د فهمه غورزولې ده، هغه دا ده چي د یوې واقعې د ثبوت لپاره د اسنادو، شواهدو او مدارکو راټولو ارزښت هغه مهال ډیر وي چي واقعه مبهمه وي. یعني قتل سوی دی، هیڅ چا قاتل نه دی لیدلی. په دې وخت کي کشفي پولیس راولاړیږي تحقیقات کوي. شواهد، مدارک، ثبوتونه او اسناد پلټي چي ځانو ته حقیقي قاتل پیدا کړي او خلګو ته یې هم وروپیژني څو نیاو پر ځای سي. دا چي قتل د شالیمار په میله یا د خرقې شریفي په انګړ کي د سلهاوو انسانانو په مخ کي سوی وي او قاتل هم ټولو لیدلی او پیژندلی وي. دلته د سکاټلینډ یارډ اداره راولاړه سي او دا ادعاء وکړي چي دا قتل اصلاً بل چا کړی دی، موږ اسناد او شواهد لرو. د سکاټلینډ یارډ د کلونو جوړ اعتبار شاید په دې ادعاء سره په صفر کي ضرب سي خو د رسوا قاتل رسوایي به پټه نه کړای سي. په ظاهره داسي ښکاري چي د افغانستان د امنیت ملي ریاست منصوبین دا شپې شراب، کریسټال، او نور مخدرات، مسکرات او دخانیات تر حده زیات کاروي چي داسي بې بنسټه، د تعقل او منتق نه لیري ادعاوي کوي خو حقیقت دا دی چي په کابل کي د پخوانۍ شمالي ټلوالي، زړو خلقیانو، پرچمیانو او ستمیانو ګډ حکومت چي د ښکیلو بهرنیو دولتونو د استخباراتي پروګرامونو د عملي کولو لپاره جوړ سو، د هغه ورځي څخه افغان دولتي ادارو داسي تخنیکي اشتباهوي پیل کړې چي په ویلو او اوریدلو یې د ذیشعوره انسان اعصاب فلجیږي. دوئ دمره مردارۍ سره لړلي دي چي اوس د هغه د تعفن څخه خپله د دوئ ماغزه چوي (حامد کرزي ډېر ښه کار وکړ چي ځان یې په عزت سره د دوئ د مابین څخه وایستی). د نوي نظام د رامنځ ته کیدو سره سم د کرزي د ټاکني څخه وړاندي د برهان الدین رباني حکومت تر چوکاټ لاندي عبدالله عبدالله د امریکا سره سترتاجک تړون امضاء کړ. د دې تړون د عملي کیدلو په درشل کي په زرهاوو اهداف چي د تقریباً ۹۹٪ یې پښتانه تشکیلوي بهرنیو ځواکونو ته د دښمن په توګه وروپیژندل سول چي د ډرون په بریدونو، شپنیو عملیاتو، رسمي ګرفتاریو او چاپو د لاري ونیول سول یا ووژل سول. د دې تر څنګ د کابل ټیکنوکراټانو د اداري فساد لپاره د متعصبه، بېکفایته او اوباشو کسانو د ګمارني د لاري د یوې خوا غالب اکثریت پښتون ملت د خدماتو څخه محروم کړ او بلي خوا ته یې د اداري فساد او ناقصو خدماتو د لاري په ملیونونه افغانان متضرره کړل او و زرهاوو جنایتونو ته یې زمینه مساعده کړل چي دا جنایتونه اجراء هم سول. همدا اوس د هري حوزې امریت، د هري پوستې قومنداني په کابل کي په ټېکه ورکول کیږي او د هر ولسوال، امنیه قومندان او د حوزې آمر څخه د وزارتونو لخوا جیجه غوښتل کیږي. که داسي نه وي نو څنګه امکان لري چي اته ورونه دي وي او ټول دي د حوزو آمرین یا د پوستو قومندانان وي، یا دا چي د هر ولایت و د هري ولسوالۍ امنیه قومندان او د هري حوزې آمر دي په فساد ککڼ وي. همدا علت دی چي د هر ډول ولسي او نړیوالو غوښتنو سره سره فاسد چارواکي د خپلو دندو نه لیري کیږي او فساد ادامه لري. همدې فساد د طالبانو دوهم ځل تبارز ته لاره هواره کړل، څو کرار کرار پیاوړي سي او بالاخره دې نظام ته سقوط ورکړي. د کابل ټیکنوکراټان او د دوئ مربیان په دې پوهیږي چي دایم دا د ابړ پاچاهي برقراره ساتلای نه سي او کله چي مسئوله خلګو ته رسماً واک سپاري نو د دې ټولو مرداریو جواب به وایي. نو د نجات یوازینۍ لار داغه ورته بریښي چي ښه اوبه خړي کړه، ښه مرداری جوړ کړه چي د تیر په څیر اړودوړ کي و نوي سیاسي پارټۍ ته کابل سپارلو د معاملې د لاري خپلي ګټي خوندي کړه او کابل ته سقوط ورکړه، هیواد په کورنۍ جګړه اخته سي او یو ځل بیا د مفسدینو غټایټ یې د هیواد څخه بهر د خپلو بادارانو په غیږو ته پنا یوسي او دا چونه و مونه خس و خاشاک یې یو څو ورځي ځانونه قرنطین کړي او بیا په نوې جوله و نوي هویت سره په نوي نظام کي بیا ځای پیدا کړي او بیا هم هغه آش او هغه کاسه وي (ژرنده که د پلار ده هم په وار ده). د خروښیدلي ولس غوسه په دولتي دریشي کي ملبوس د هم دوئ د ځوانانو په مړو سړه کړه (دې ته وایي سوفیسټي سیاست....). زموږ هغه هیوادوال چي اوس هم په پټو سترګو او خلاصه خوله د کابل د واکمنانو ملاتړ کوي، موږ و دوئ ته جواب نه وایو، ځکه چي د دوئ جواب الله تعا لی ج د سورت آل عمران په ۳۲ آیت کي ویلی دی چي فرمایلي یې دي چي  بېشکه هغه خلګ چي د الله تعا لی ج پر آیتونو منکره کیږي  انبیا علیهم السلام په ناحقه وژني او د خلګو د جملې څخه هغه کسان وژني چي په عدل باندي امر کوي. دوئ ته د دردنناکه عذاب زیری ورکړه. هم دوئ دي چي عملونه یې په دنیا او اخیرت کي ضایع سوي دي او نسته دوئ لره هیڅ مددګاران. نن ورځي انبیا علیهم السلام خو پیدا کیږي نه چي دوئ په ناحقه سره ووژني، البته د ژوند په ورځنیو چارو او حکومت په چلولو کي هره ورځ هر ګړی هره لحظه د قرآني احکامو څخه په مخالفت کارونه په مسلسل ډول کوي چي د دې ثبوت دی چي دوئ د الله تعا لی ج د آیتونو څخه منکر دي او هغه خلګ یې په خروارو خروارو وژلي دي او وژني یې چي پرته له دې یې بله هیڅ ګناه نه لري چي په هیواد کي د عدل او انصاف د قایمولو خبره کوي. اوس نو چي څوک د کلیمې ویلو وروسته د خدای پاک ج خبره ونه مني. موږ خواران په کوم قطار و شمار کي راځو چي دا معذذین به مو خبره اوري؟؟؟؟؟ په اسلام کي قرآن شریف د الهی ج احکامو یوازینۍ مجموعه او تر ټولو لوړه معتبره سرچینه ده. چا چي د قرآن امر ونه مانه، پر داسي چا باندي د مسلمان حکم کول خپله لوی کفر دی. اوس نو ګز راواخله او پرکښې یې ږده. د واکمن نظام په ټولو مشرانو کي د حامد کرزي پرته دوهم څوک سته چي نوم یې واخلو چي په ښکاره او ډانګ پېیلې توګه یې د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، امریکا او د دوئ ټولو لاسپوڅي کابل رژیم لخوا په کار اچول سوې د افغان وژني پالیسي یې غندلې وي؟؟؟؟؟ زموږ اوس په کرزي باندي قصد کیږي چي د دې نظام په ملاتړو سیاسیونو او په زرهاوو علماء اکرامو کي دی یوازینی مسلمان دی چي دا علم لري چي د یوې ناحقه وژني پر سر انسان دایمي د دوږخ مستحق ګرزي. هغه نور خو نو اصلاً خبر نه وه چي د سترتاجک تړون د امضاء سفارښتنه یې کول؛ که نه منافق او پټ کافران خو نه وه چي د الله ج حکم ورمعلوم وي او بیا هم د هغه څخه مخالفه خبره باندي ټینګار کوي. د افغانستان د استخباراتي ادارو لخوا د ولسي فکرونو د اړولو په پلمه پر ولسي تاسیساتو باندي د بریدونو تاریخچه اوږده ده، نن ټول افغانان دا اټکل کولای سي چي د کابل، ننګرهار، خوست او نورو ځایونو کي د بریدونو مسئول خلګ به څوک وي. پر دې موضوعاتو باندي ډیرو متقاعدو جنرالانو کتابونه لیکلي دي. او د داعش پدیده چي څرنګه د ننګرهار،بدخشان او کنړ څخه پیل سول، په ټول افغانستان وګرزیدل خو د ننګرهار،بدخشان او کنړ پرته یې ځان ته ټاټوبی ونه موند. همدا درې ولایته دي چي سلفیان پکښي پیدا سول او بیا داغه سلفیانو داعش رامنځته کړ. خلګو به مستقیماً داعش د سلفي (اهل الحدیثو) فرقې پوري تړلې پدیده بلل او بېزاري یې ځني څرګندول او داعش ته جلب سوي ځوانان هم سلفیان وه. دا تصادف نه دی چي په افغانستان کي  د نړیوال یهودي اقتصادي استعمار لخوا تغذیه کیدونکي نام نهاده اسلامي بانکداري د بانکونو، ادارو او پروګرامونو مفتیان او شریعتپوهان هم داغه سلفیان (اهل الحدیث) علماء دي. کله چي دولت، او په دولت کي سهیمي د کنړ،بدخشان او ننګرهار بانفوذه کورنۍ متوجه سوې چي د رسوایي څنډي ته رسیدلي دي او مربیان یې هم پوه سول چي د دې کورنیو څخه په راتلونکي کي هم ډیر کار باید واخیستل سي نو د نهایت درجه بربنډتوب څخه یې وساتل. خپله یې دا بازار (شاید موقتاً) بیرته ټول کړ. دا چي ریاست امنیت ملي د داعش د برانډ کارولو ته ادامه ورکړې ده، هغه یو تخنیکي مجبوریت دی (بله لار نسته، پر چا یې تاوان کړي؟). دا چي زموږ د پخواني خاد عقل دانې، پخواني شورا نظار، جمیعت اسلامي، حزب وحدت، حزب اسلامي او جنبش عقل دانې د اروپایي اتحادیې او امریکا د ډیموکراټ ګوند د عقلدانو سره پټ کښینستل چي دا افغانستان به په څه ډول د یو څو لوچګانو په مټ اداره کوو څو د تورو دولتي عوایدو سرچینې یې راباندي وچي نه سي (په متحد ډول او که تجزیوي ډول)؛ نو د یو ښځینه دماغ دا محصول راووتی چي په ممکنه توګه ولسي مقاومت په دوه ډوله دی یا به د ډیموکراټیکو اصولو په چوکاټ کي د سیاسي مدني فعالیتونو په شکل وي او یا هم د وسلوال مقاومت په ډول. د دوهم ډول ولسي مقاومت د ځپلو لپاره ملي امنیتي او کشفي اورګانونه سته او پاته سو لمړی شکل د هغه لپاره به د داعش په نوم یوه غیر قانوني او معنوي ډله تاسیس کړو چي هیڅ ځایي دود و دستور ته ژمنه نه وي او نه کوم کوم نړیوال تړون ته جواب ویونکې وي. ډیر خطرناکه، موثره او پر درک پلان وو چي ۱۰۰٪ یې نتیجه ورکوله، په دې شرط چي د عملي کولو لپاره یې دا د پنجشیر، پروان، بدخشان او تخار بیزوګیانو او د کابل، کنړ، ننګرهار، لغمان او لوګر بیزوانانو په لاس نه وای عملي سوی........ دوئ د طالبانو پرعالي رهبري غړو او تبلیغاتي رسنیو باندي هم یوه اندازه کنټرول لري خو د خپلو مربیانو په امر اوس د هغه منابعو څخه ګټه نه پورته کوي څو د وخت تر مخه رسوا نه سي. د طالبانو په رهبري صفوفو کي د بهرنیو استخباراتو د جاسوسانو فاسدو خلګو موجودیت اوس پټه خبره نه ده، خپله عام طالبان یې هم مني چي د دوئ پر ضد د شمالي ټلوالي مقاومت او د طالب جنګیالیو په زیات شمیر نیول کیدلو او ټولوژنو کي د دوئ د عالي رهبري د ځینو خلګو ملاتړ موجود وو. دوئ خواران دا وایي چي ددې هر څه سره سره د بشري کادرونو په وچه کلکه قرباني یې دا کاروان روان ساتلی دی. افغانان د طالبانو د هغو داوطلبو شهیدانو پوروړي دي چي په دې لاره کي د خپلو ښځو او ماشومانو سره یوځای قرباني سوي دي. دوئ د افغان ولس د منسجمي مرستي پرته هر څه په یوه شپه نه سي سمولای. دوئ وایي چي اسلامي شریعت یوازي د طالبانو ملکیت نه دی بلکه د ټول افغان ولس سرمایه ده. عام افغانان باید جرات وکړي او د افغانستان د ادارې او حکومتوالي پر څرنګوالي خپل نظونه څرګند کړي او د حکومت څخه دي د اسلامي شریعت، پښتني قبایلي قوانیونو او خپلو حقوقو رسمي غوښتنه وکړي. دوئ وایي چي د افغانستان د نفوس ۹۹.۹۹۹۹٪ نفوس ځانونه مسلمانان بولي خو په دوئ کي څو فیصده دي چي د خپلو عالمانو، پیرانو او سیاسیونو سره یې دا پوښتنه مطرح کړې وي چي الله تعالی ج په اسلامي شریعت کي د ولس کوم حقوق پر واکمن باندي ایښي دي او کوم حقوق یې د واکمن دا پر خلګو ایښي دي؟؟؟؟ د اسلامي اوامرو څخه په ښکاره انکار کول، بهرنیو ته جاسوسي کول اوس د ډیرو افغانانو لپاره د عیب خبره نه ده پاته. دا یوه شرعي او ملي موضوع ده چي افغانان په ګډه بهرنیانو ته جاسوسي کونکو په اړه یو قاطع تصمیم ونیسي. د اسلام وروستي نبي حضرت محمد مصطفی ص د خپل محبوب اکا حضرت حمزه رض قاتلین وبخښل، خپل شخصي دښمنان یې ټول وبخښل خو د مسلمانانو په صفوفو کي یې کفارو جاسوسي کونکي اعدامول، ځکه چي بهرنیانو ته جاسوسي کونکي د ټوله ملت او د مجموعي ټولني دښمن دی، دا سړی بشپړه ټولني د قتل عام سبب کیږي. د نړۍ د سیاسي تاریخ تقریباً ټولي ستري غمیزي چي پر ملتونو راغلي دي د دې جاسوسانو د لارسه راغلي دي. یو شخص که واکمن هم وي د دوئ د بخښلو حق نلري خو د اعدامولو مسئولیت باندي سته. دا د عامو افغانانو مسئولیت دی چي د ملا فاضل سره حساب وکړي چي طالب جنګیالي دي ولي دوستم ته وسپارل او د ملاداد الله سره دي یوځای نه راپرېښودل چي د قاچاقي لارو خپلو کورونو ته ستانه سي. دا پوښتنه باید عام افغانان د سهیل شاهین څخه وکړي چي کله عبدالسلام ضعیف لوڅ لپړ د پاکستان حکومت امریکایانو ته سپاری ته هغه مهال چیري ورک وې؟ او اوس دا ستا پر موقف باندي ملا عبدالسلام ضعیف ولي نه مقرریږي؟ دا یو بام او دوې هواوي ولي دي چي په سخت ساعت کي عبدالسلام ضعیف د امارت ډیپلوماټیک استاذی وو او اوس چي د امتیاز وخت دی ته په دې مردارخور مخ د کیمرې مخي ته راڅرګندیږې. عام افغانان باید دا پوښتنه راپورته کړي چي کله د طالبانو سره ډیپلوماټیکي خبري پیل سوې د مسکو د نایټکلبونو څخه عباس ستانکزی راغوښتل کیږي او هلمند، فراه، زابل او کندهار د جبهاتو څخه هیڅ څوک هم قطر ته نه ورغوښتل کیږي څو د هغه طالب جنګیالیو ګیله پر ځای سي چي اوس عملاً د جګړې په ډګر کي ولاړ دي. دا صحیح ده چي د طالبانو عالي رهبري د جنګي طالبانو استازیتوب کوي خو داسي خلګ هم باید په خپل څنګ کي ولري چي د نن ورځي د جنګیالیو په سایکولوجي پوه وي او د هغوئ اړتیاوي په دقیق ډول ورته معلومي وي او دا چي د جګړې څخه لیري پاته سوی، لکه پښتورګۍ په واځګه کي د مور نازولی د ملا عمر زوی د جهادي کمیسیون مشر کیږي، وچه کلکه بې انصافي او د تحریک پر ضد د دسیسې یوه کړۍ ده. دا چي شانګهای تړون هم پر طالبانو باندي پانګوني ته لیواله دی او امریکایانو هم ډیره نرمي ورته ښولې ده. دوئ روسیې، چین او نورو پلازمینو ته ولاړل، په مسطرح هوټلونو کي یې شپې وکړې، ښه خواړه یې وخوړل خو د دوئ د جنګیالیو هغه غټه وسله اوس هم راکټ او چرکي هوان دی. دوئ باید د دې نړیوالي پزیرایي څخه څومره ګټه پورته کړې وای. دوئ باید د اافغانستان او پاکستان په دیني مدارسو کي په زده کړو بوخت د زرهاوو افغان طالبانو لپاره د پیلوټي، ټانکیسټي او د عصري رزمي تخنیکي او مسلکي زده کړو بورسونه غوښتي وای. دوئ باید خپل وسلوال په عصري وسلو سمبهال کړي وای. روسان خپلي پرمختللي دفع هوا توغوندۍ و سعودي عرب او ترکیې ته ورکوي، دا زموږ ملا هیبت په کومه لار تر اردوغان او محمد بن سلمان کم دی، چي و ده ته یې نه ورکوي. طالبان که غواړي چي د اوسني واکمن رژیم سره عادلانه صلحه وکړي، باید خپل نظام پیاوړی کړي. دوئ باید په کندهار، فراه، هلمند، زابل، غزني او ارزګان کي هوایي نظامي بېسونه ولري. عصري جنګي الوتکي او موثره دفع هواوي ولري. دوئ باید افغانانو ته دا ډاډ ورکړي چي د دوئ واک ته رسیدلو وروسته به افغانستان د ګاونډیو دولتونو د مجهزو او پرمختللو نظامي قواوو څخه په امن کي وساتلای سي. نور د علماوو دا خبري ولس ته تکرار دي چي په ایماني قوت به یې ساتو، د ایمان په وسله به د دښمن سره مقابله کوو. په جګړه کي د عسکرو ایمان داسي دی لکه په دیګ کي مالګه. جنګي اسباب وي، مسلکي روزنه او تمرین وي بیا چي په څنګ کي ایمان هم وي نو بریا بل څوک واقعاً هم نسي ځني وړلای. وایي چي د طالبانو د واک په یوه سیمه یو ملا پر ممبر ناست وو او تقریر یې کاوه چي د الله ج په لاره کي د جنګیدلو دا ثوابونه، دا برکات او دا فضایل دي. په دې ترڅ کي د مقتدیانو د مابین څخه یو مجاهد ورته ودریدی چي مولوي صاحب زه د الله ج په لاره کي عملاً په جګړه بوخت یم. اوس موږ په دې لاره کي ستا دغه دوو دانو خصیو ته سخته اړتیا وینو. دا به دي راکاږې او ما ته به یې راکوې. هغه نور مقتدیان ورته ودریدل چي ها طالبه مه کوه، په مولوي صاحب باندي کار مه لره. هغه ورته وایي یا ولاکه ولاړ سم چي ملا صاحب دا خپلي خصیې را ته راکښلي نه وي. آخر یوه سپینږري پوښتنه ځني وکړل چي هلکه دا یې مولوي صاحب خپلي مردکي تاته راکښلي او درکړي. څه به په وکړې. طالب ورته وویل چي په دوښاخه کي یې ایږدم او دا د امریکایانو طیارې په ولم (یعني د طیارو د ویشتلو لپاره بل څه نلرم)؛ نو د طالبانو رهبري باید ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي، که نه د لمړي خط جنګیالي به ټوله ورته غوښتني ځني ولري. په روانو شرایطو کي د صلحي راوستلو لپاره تر ټولو زیات توان د افغانانو په مشترکه اراده کي دی. که عام افغانان د کابل ادارې دا دوه مخې پالیسي ور رد کړي چي په یوه وخت کي رسمي ځواکونه هم اداره کوي او د هغه تر څنګ د داعش په نامه یوه ناقانونه ملیشه هم ساتي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery