مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د سیاسي بېثباتي قضیه-څلورمه برخه

عبدالستار ایوبي

 

تر کومه ځایه چي د کوئیډ -۱۹ د ناورین موضوع ده، ځیني خلګ یې طبعي پېښه بولي او یو محدود اندازه انسانان د ډونلډ ټرمپ په شمول دا یوه دسیسه بولي. هغه خلګ چي دا یوه طبعي پېښه بولي، هغه دي فقط و یوه سوال ته جواب ووایي چي کورونا ویروس ۷۳ کاله وړاندي دانګلستان د یوه روغتون په لابراتوار کي د یوه انسان د ناړو یا ګړنګو په یوه نمونه کي د موندل کیدو وروسته کشف سو. یعني ۷۳ کاله وړاندي په انګلستان کي لا خلګ په کورونا ویروس اخته کیدل نو چینایان چي ۷۳ کاله وړاندي تر اوس عصر ډیر چټل، مردارخواره او پس پاته وه..... ولي دا پانډیمي نه رامنځته کیدل چي د ۲۰۱۹ د اواخرو څخه بیا تر نن ورځي پوري (په څو میاشتو کي) یې ټوله نړۍ په ناورین اخته کړل؟ منتقي جوابونه یې دوه دي. یو دا چي یا خو د ووهان ښار د کورونا وایروس په جوړښت کي بنسټیز تغیر راغلی دی او یا هم په ووهان کي موجود د ویرولوجي مرکز داسي کشفیات کړي وي چي په مټ یې د دې ویروس په زیاته اندازه کرلو، انتقال او خپرولو لاري چاري تنظیم کړای سي. اوس نو که چیري لمړۍ خبره وای نو برطانوي او امریکایي ساینسپوهانو به حتماً دا خبره معلومه کړې وای او دوخته به لا رسنیزه سوې وای چي د کورونا پخوانی برطانوی وایروس او نوی د ووهان وایروس دغه دغه توپیرونه لري او بل که دا وایروس داسي د سریع پراختیا توان لرلای نو باید په متجانس ډول په ټوله نړۍ کي خپور سوی وای. دا چي د مریضانو تراکم یې د نړۍ په محدودو نقطو کي دی او په ځینو سیمو کي یې شیوع کمیږي او نورو سیمو کي ناببره زیاتیږي د دوهم احتمال وقوع ته اشاره کوي. او هغه دوهم احتمال دا دی چي د ووهان په لابراتوار کي د ویروسي امراضو مصنوعي شیوع پر چارو کامیابه تجربې تر سره سوي. که دا احتمال حقیقت ولري نو بیا ښکاره خبره ده چي چین د نړۍ پر ضد نا اعلان سوې بیولوجیکي جګړه پیل کړې ده، لکه جاپان چي ناببره د امریکا پر پیرل هاربر هوایي برید وکړ او امریکا ته یې زمینه مساعده کړل چي په لیري آسیا کي خپل نفوذ پراخ کړي، چین هم امریکا او د هغه ائتلافیانو ته د جګړې دعوت ورکړی دی. که دوهم احتمال حقیقت ولري، بیا هم دا سوال راپورته کیږي چي د چین د دولت سره نور څوک څوک په دې کار کي شریک دي؟ دا چي د کرونا د ناورین په امریکا کي په کمېدو سو، د تور او سپین جنجال پر راپورته سو. چي د تور او سپین جنجال کمیږي کرونا بیرته عودت وکړي. که د پاته نړۍ څخه نظر واړوو او یوازي د امریکا په محدوده چي حالات وڅیړو نو خبره یو څه ساده کیږي. په امریکا کي ډیموکراټان خورا دوو وه. د ریپبلیکن ګوند جارج ډبلیو بوش په زمانه کي چي امریکا پر افغانستان او عراق بریدونه پیل کړل، په ضرب کي د یوه و دوو میاشتو یې جګړه نتیجې ته ورسیدل. کله چي واک بارک اوباما یعني ډیموکراټانو لاس ته ورسیدی، په عراق او افغانستان کي جوړ زخمونه وکولیدل. د عراق جګړه سوریې ته او بیا لیبیا ته خپره سول او د امریکا د ولس د مشترک ثروت څخه په ملیارډونو ډالر د جنګي مصارفو په نوم ووتل. کله چي د ټرمپ په شکل بیرته ریپبلیکن واکمن سول نو د جنګي مصارفو کمولو او په جنګي مصارفو کي د درغلیو موضوع یې راپورته کړل. دلته کله ناکله د مخدره توکو د قاچاق پر مسایلو په افغانستان او افریقا کي د پنټاګون یو شمير جګپوړي منصوبینو د وژل کیدلو خبرونه هم د میډیا پر مخ خپریدل. عامو امریکایانو ته به دا سوال پیدا کیدی چي که موږ د خپل ملت لپاره پر حیاتي سیاسي مسائلو په افغانستان او عراق کي جګړه کوو، د بشري قواوو قرباني ورکوو خپلي ویني او ژوند قربانوو، زموږ سناتوران، وزیران او لوړ پوړي مامورین چي موږ خپلي پیسې امانتاً ورسپارلي دي، ولي دومره بېغوري کوي. یو د فلټر اوبو بوتل چي د افغانستان د ولسوالیو په بازارونو کي په ۲ سینټه خرڅیږي هغه د هیلري کلنټن یا کوم بل چارواکي څخه په ۲۰۰ و ۳۰۰ ډالره رانیول کیږي. او بل اوبه خو په نړۍ کي تر بل هر ځای په افغانستان کي د کمي او کیفي لحاظه هم ښې دي او هم پرېمانه. نيژدې وو چي د امریکا ولس پرېکړه کړې وای چي راسه ټرمپ سره مرسته وکړو چي دوهمي دورې ته کامیابه سي او ریپبلیکن هم وتوانوو چي د سینټ تر څنګ په کارنګریس کي هم اکثریت چوکۍ وګټي. بیا به نو د پنټاګون سره کندهاری حساب راواخلو. کندهاری حساب خو نو بیا موږ افغانانو ته ښه ورمعلوم دی چي نه دي کوټیشن منم، نه دي انوایس منم او نه دي هم وې بیل منم. دغه یو بوتل اوبه چي تا زما و فلاني بیس ته رسولی دی، په هغه نېټه د هغه ولسوالي یا هغه ولایت په بازار کي په څومره پیسو وو. هغومره پیسې دي دروګرزوه، هغه پاته پیسې چټک راوړه او بیرته یې دولت ته تحویلي کړه. که نه نو محاکمې ته به معرفي کیږې. جبران خساره به هم اداء کوې او هغه جګپوړي دولتي مامورین به هم درسره تخته کیږي چي تا ته یې دا قرارداد درکړی وو. که څه هم ریپبلیکن ګوند و ټرمپ به دومره غټ لاس پر دې زورو وانه چوي، لاکن ولسي غوښتنه خو بیا ردیدلای هم نه سي. بیا نو د امریکا په ډیموکراټیکه ټولنه کي. اوس نو د دې لوټل سوو پیسو یوه برخه ویلادي میرپوټین جیب ته هم تللې ده، ذي جیمپنګ هم ونډه پکښي وهلې ده، اسرائیل خو په دې پیسو کي .... لا نه وهي، هغه د نړۍ د مخدره موادو او ګرانبیه معدنونو په قاچاق کي د سي آی اې سره شریک دی، په دې مردارو پیسو خپل هډونه نه مرداروي. کار هلته هم نور پسي خراب سو چي کله د افغانستان د صلحي په اړه د قاطع پریکړي لپاره ټرمپ عبدالغني و اشرف غني کیمپ ډیوډ ته وروبلل او د کابل په ډیپلوماټیکه ساحه کي یو امریکایي عسکر په داسي عملیاتو کي چاکلیټ سو چي د ورایه ښکاریدل چي مخکي له مخکي پلان سوې دوه اړخیزه معامله وه (یعني ځانمرګي ته پخوا لا هدایت سوی وو چي په دغه ورځ به دغسي موټر راځي ته به خپل موټر پکښي وې، نو دا پلان هغه مهال کامیابه کیدای سوای چي د امریکایانو داسي څوک پکښي شریک وي چي داغه موټر د امریکایي عسکرو څخه ډک کړي او په تعین سوې ورځ یې و دغه موقعیت ته د رهنمایي کولو اختیار ولري). اسناد او شواهد ټول د ډیموکراټ ګوند پر ضد دي. د تیرو لسو کلونو، روان کال او راتلونکو لسو کلونو ټوله مرداري د ډیموکراټانو پر سر چپه کیدونکې وه. په راتلونکو ټولټاکنو کي یې د شکست شواهد ډېر واضح وه. دا چي د کرونا د غمیزي په جریان کي ډیموکراټان د قرنطین د ماتیدو او ژوند عادي حالت ته راګرځیدو مخالف وه او بیا د تورپوستانو د مظاهرو بیا بیرته ملاتړي سول، دا ثابته سول چي دوئ چنداني د اصولو پایبنده نه دي، خپل ګامونه نه سنجوي او واګي یې د د بل چا په لاس کي دي، چي څرنګه امر ورته کیږي... هغسي کوي یعني روبوټان دي، انسانان نه دي.... تر کومه پوري چي د دې مظاهرو د مجوزوالي موضوع ده، هغه به هم ډیر ژر د بینه ولاړه سي. اوس که یې د ساده عقل او منتق ترازو ته واچوو دا خبره باید د امریکایي تورپوستانو سره منل سي چي بلیک لایوز مېټر (د تورانو ژوندونه ارزښت لري)، ښه خبره ده! پر ځای خبره ده! ګلالۍ خبره ده! سل په سل کي یې درسره منو... خو د دې خبري څخه بیا باید تورپوستان انکار ونه کړي چي هغه تور پوستی چي په بازار کي د سګرېټ د رانیولو لپاره د ۲۰ ډالرو جعلي بانک نوټ و دوکاندار ته ورکوي او چي دوکاندار په پوه سي چي جعلي دی، ورته وایي چي بانک نوټ دي واخله سګریټ قطۍ بیرته راکړه، دی جنجال ورسره کوي؛ د داسي تورپوستي ګرسره څه و څه... بیا پولیس راځي، هغه ورته وایي چي تسلیم سه دی بیا هم لوچګي او استدلال ورسره کوي. داسي کس باید سل په سل کي وژل سوی وای. یو بل ډول تورپوستی په رڼا ورځ په عامه لاره کي موټر دروي او دننه پکښي ودیږي. عامه ژوند اخلالوي. چي کله پولیس یې د نیولو هڅه کوي دی لوچګي ورسره کوي. داسي کس باید په هغه ځای کي راغونډو سوو خلګو د لغتو لاندي وژلی وای. اوس کاشکي په امریکا کي داسي فاسد حکومت یا فاسد نظام وای لکه په افغانستان کي چي دی. په افغانستان کي د حکومت د هري پریکړي په ضد قیام عین عبادت دی ځکه چي نامشروع (یونیم میلیونه) واکمنان دي چي د بهرنیو دولتونو د غیر اخلاقي ملاتړ په مټ پر مظلومو او بې دفاع افغانانو حکومت کوي او هره پریکړه یې د ولس په زیان او د یوه نامعلوم جهت په ګټه وي. پاته سول امریکا.... دا تورپوستانو ته مثاویانه حقوق چا ورکړه خو داغه سپین پوستانو ورکړل. په امریکا کي ډېر داسي تورپوستي سته چي د خواریو او زحمتونو په برکت هلته لوړو موقفونو ته رسیدلي دي. تر کومه ځایه پوري چي د لوچګي موضوع ده... کله چي یو د غره اګ وحشي انسان د متمدنو انسانانو و ښار یا کلي ته د موقت وخت لپاره د تګ تصمیم نیسي نو لمړی د هغه ټولني د دود، دستور، قوانینو او اصولو په اړه معلومات ځان ته حاصلوي. بیا چي هغه ځای ته ورځي، نو د هغوئ دود و دستور ته درناوی ساتي، نه د سګریټ رانیولو لپاره جعلي بانک نوټ کاروي او نه په عامه لاره په موټر کي ودیږي. دا ځکه چي د یوې ټولني منل سوو دود، دستور او اصولو مرائتول یوه شخص ته په هغه ټولنه کي د ژوند کولو او د ګډو امتیازاتو څخه یې د ګټه پورته کولو حق ورکوي. انسان یو ټولنیز موجود دی. د ډیرو انسانانو په ګډه ژوند کول په دوئ کي د هر یوه لپاره د فردي ژوند مصارف کموي او اضافي هوسایي او مصئونیت ورکوي. دا چي د ډیرو انسانانو یوځای ژوند د دوئ تر منځ تماسات ډیروي او د تماساتو ډیرښت د ګټو تصادم رامنځته کوي. د تصادم د مخنیوي لپاره انسانان یو لړ اصول مرتبوي چي باید د ټولو لخوا ومنل سي. څوک چي په ټولنه کي ژوند خوښوي خو اصول یې نه مرائتوي، په عربي کي منافق، په پښتو کي لچر، په پاړسي کي لوچک (عیار) ورته ویل کیږي. د لوچک مرګ ځکه روا دی چي خطا ایستل کوي. د خطا ایستونکي شخص مرګ د هغه طبعي اصل په اساس جواز لري د کوم اصل په اساس چي د وجود دفاعي سیسټم سرطاني حجرات د بینه وړي، باغوان هغه ښاخ قطعه کوي چي د وني او میوې د ودي مانع ګرزي یا بزګر هغه ګیاه د بیخه کاږي چي مفید کښت سره د محدودو منابعو پر سر رقابت کوي.  زموږ د اسلام د سپېڅلي دین له رویه هم د لوچک مرګ روا دی. د مدینې منورې په بازار کي د اسلام دوهم خلیفه سیدنا حضرت عمر فاروق رض د یوه داسي لوچک سره مخامخ سو چي پر بني ص یې کلمه ویلې وه، مسلمان سوی وو خو کله چي هغه نبي ص دده سره په یوه کوچنۍ دعوه کي د یوه یهودي په حق کي فیصله وکړل نو د هغه فیصله ماته کړې وه اوس یې بله فیصله پر حضرت عمر فاروق رض باندي کول. حضرت عمر رض کورته ولاړ، توره یې راواخیستله او د هغه سر یې ور پرې کړ. چي خپلوانو یې پر حضرت عمر رض باندي دعوه راواخیستل نو الله تعا لی ج د حضرت عمر فاروق رض د براءت آیتونه نازل کړل. اوس چي یو شمیر تور پوستان لوچګي کوي او نور یې بیا ملاتړ کوي، دا دود په امریکا کي باب سي ډیر ژر به امریکا هم د افغانستان په څیر حالت ولري. دا چي ډیموکراټان ولي په امریکا کي د قانونیت دود دبینه وړلو هڅي کوي او د امریکا ټولنه بدنظمي خوا ته بیایي علت یې واضح دي. په دې تیرو څو لسیزو کي پر بې فایدې جګړو باندي درانه لګښوتونو ټول مسئولیت ډیموکراټانو ته متوجه دی او دوئ دا ویره پرځای ده چي دا خبره به د ټولټاکنو پر نتایجو اغیزه کوي. جارج ډبلیو بوش که څه هم په ریپبلیکن ګوند پوري اړه لري خو که یې خرتوبي ته وکتل سي بیرته په ډیموکراټانو کي شمېرل کیږي. دا چي ده اعلان وکړ چي په راتلونکو ټاکنو کي به د ټرمپ ملاتړ ته دوام ورکوي، ټرمپ ځکه په ټوکو وستایه چي زویه بل ریپبلیکن که مي ملاتړ کوي یا نه کوي ته خو به داسي راسره درېږې لکه یو دوه درې. ټول ریپبلیکن ګوند خوشحاله دی چي ته د دیموکراټانو کیمپ ته ورواوړې څو موږ د تیرو ۲۰ کلونو ناخوالي ټولي د ډیموکراټانو توبرې ته ورواچوو، د ریپبلیکن ګوند بل داغ پر لمن نه لري چپله ستا د کړنو څخه. که څه هم اوس د امریکا حالات ډیر بحراني ښکاري خو دا ټول بحرانونه به موقته جنبه ولري او شاید ډېر داسي امریکایان په ټاکنو کي خپله رایه کار کړي چي پخوا به یې نه کارول. د امریکا تورپوستانو او د هغوئ سپین پوستو ملاتړو غوښتنه کول چي د پولیسو اداره دي وتړل سي او د هغه په بودیجه دي د تورپوستانو لپاره عامه خدماتي ادارې جوړي او اکمال سي. حاضر جوابه ټرمپ ته پکار وه چي ورته ویلي يې وای چي د پولیسو بودیجه لږ ده د تورپوستانو به ښه په ونه سي. دوئ که رښتیا عامه خدمات غواړي نو په راتلونکي ټاکنو کي دي ټرمپ ته رایه ورکړي. ټرمپ به د ډیموکراټانو د اوسنیو کانګریسوالو سره د هغه قراردادونو حساب وکړي چي د جګړو د اکمالاتو په نوم یې د پېنټاګون څخه اخیستي وه. یوازي هیلري کلنټن چي څومره پیسې په افغانستان کي امریکایي عسکرو ته د معدني اوبو په رسولو کي پورته کړي دي، کفایت کوي چي د تورپوستانو عامه خدماتي اړتیاوي ور پوره کړي. ځیني خلګ خو حتا دغه فکر کوي چي د ۹/۱۱ د پېښ، په درشل کي چي د پینټاګان پر کومه برخه طیاره لویدلې وه، په هغه برخه کي د ویټنام د جګړې مالي اسناد پراته وه.... (والله اعلم!). د کورونا د وبا ډرامه هغه مهال ښه ډریو ته ولویدل چي د کندهار طبیبان وتوانیدل چي په کورونا اخته هغه مریضان په زنکي دواوو وژغوري چي د هر پنسار فروش له دوکانه څخه په اسانه تر لاسه کیدای سي. په کندهار او شاوخوا اطرافو کي د هغه خلګو د تلفاتو اندازه زیاته وه چي یو خو یې په ډیر لوړ عمر کي جدي فرعي ناروغۍ درلودلې او بل چي روغتونونو ته یې مراجعه وکړل. په لمړنیو ورځو کي چي د ویروس کلچرونه لا کندهار ته نه وا راوړل سوي، په میرویس روغتون کي چي به د کوم چا شدید ناروغ د نورو ناروغیو څخه مړ سو نو ډاکټرانو به د لس زرو څخه تر شل زرو پوري پیسې ورمنلې فقط د دې لپاره چي دا ومني چي مریض یې د کرونا څخه مړ سوی دی. بیا چي روژه رانیژدې سول نو د کندهار نا اهله والي د ورځي خلګ قرنطین کړل او د شپې لخوا یې د بازارونو د خلاصولو اجازه ورکړل. حال دا چي په ټوله نړۍ کي د شپې له پلوه ګرزبندیزونه لګول کیدل چي د ویروس شیوع د ورځي له پلوه ضعیفه وي، ځکه چي د لمر وړانګي دا ویروس د اکسیجن په موجودیت کي ژر د بینه وړي. دا چي د کندهار د والي صاحب ټوپک ولي سرچپه فیر وکړ، د هغه جواب دی ورکولای سي خو د شپې له پلوه د خلګو بازارونو د راوتلو په دې څو شپو کي په کندهار کي دا وایروس په ډیر سرعت سره خپور سو او په روژه کي یې ډیر تلفات واړول ( یو خو په روژه کي وجود څه ضعیف وي او بل په لمړیو ورځو کي خلګ د تداوي په طریقه هم نه ورسره پوهیدل). د طبابت د علم یو ابتدائیي محصل هم په دې خبره پوهیږي چي د تنفس د لاري نقلیدونکي اکثره ویروسونه خپله دومره خطرناکه نه دي لکه د وجود آني دفاعي عکس العمل چي تخریبات پېښوي. په داسي حال کي د کندهار دولتي او خصوصي روغتونونو د انټي بایوټیکو زرقي ډوزونو او د محرقې د دواوو د لاري د کرونا د تلفاتو د ارقامو په لوړولو بوخت وه، په هغه وخت کي ځینو مخلصو ډاکټرانو د ویروس په وړاندي د آني دفاعي عکس العملونو د تضعیف د لاري د دې ویروس له کبله رامنځته کیدونکي تلفاتو د کملو په هڅو اخته وه. هغوئ د سټیرویډونو د تطبیق او عرضي تداوي د لاري د مریضانو سره مرستي کولې. خلګ هم په دې پوه سول چي د یوه مخه د ټولو انسانانو قرنطین کیدل نه یوازي ګټه نلري بلکه د یوه مخه تاوان هم دی. دا چي دا وایروس د تلفاتو فیصدي ډیره کمه وه نو د مخنیوي ښه لاره یې داغه وه چي خلګو یو له بله سره ناسته پاسته ډیره کړې وای، تګ راتګ یې ډیر کړی وای. د کورونا د مریضانو عیادت ته ډیر ورتلای څو دا میکروب په ټوله ټولنه کي په زیات سرعت سره پخش سي. بیا چي په هر یوه کي د مرض اعراض رامنځ ته کیدلای، د هغه مریض تداوي یې په کور کي د نبوي ص او یوناني طب په نسخو کولای. په کندهار کي یوه نسخه ډیره موثره وختل چي مولوي عنایت الله صاحب پخش کړل چي دوې کاچوغي میده سوي شونډ، دوې کاچوغي میده سوي کرکمن، دوې کاچوغي لبن ذکر یا عربۍ کونډري او یو کاچوغه میده سوي لونګ یې په یونیم لیټر اوبو کي جوشدیل او بیا یو ګلاس یا نیم لیټر په هفته کي یو ځل په کورونا اخته مریض ته ورکول کیدل. د شدید تنفسي مشکل آني حل یې دا راو ایست چي په چای بر کي به یې اوبه جوش کړې، رویکښ یا روجایي به یې د کرونا پر مریض د ناستي په حال کي واچول او دا چای بر به یې مخي ته کښیښود. مریض به د چای بر سرپوښ لیري کړ او د جوش اوبو بخارات به یې د خولې او د پوزي د لاري تنفس کول. دا د اکسیجن ونټیلیټر یو موثره بدیل وو چي خلګ یې روغتون ته د مراجعه کولو څخه وساتل. په اوبو کي د خاکشیرو جوشول او څیښلو هم د ډیرو مریضانو سره مرسته وکړل.د بې اشتهایي لپاره خلګو سیاه دانه کارول. اوس کندهاریان په دې نظر دي چي کورونا ویروس خو یو ډېر بې ضرره ویروس دی، شیوع یې هم دومره خطرناکه او وحشتناکه نه ده څومره چي د پوهنتونونو، مکتبونو او ټولنیز ژوند جریان د یوه مخه معطله کول چي دي. ډېره جدي او مهمه موضوع د نړیوالي بامسئولیته سیاسي رهبري لپاره دا ده چي که بشریت د کوئیډ -۱۹ غمیزه یې د طبعي آفت په توګه نوش کړل او په ټوله نړۍ کي د دې د شیوع عاملین پیدا، محاکمه او په سخته توګه مجازات نه سول نو د نړۍ د لوچګانو لپاره به د انسان وژني نسبتاً ارزانه او اسانه نوې تګلاره په لاس ورسي. د بیولوجیکي جګړې تاریخ ډیر پخوانی دی. په اروپا کي چي به کوم ښار قلع بند سو نو محاصره کونکي لښکر به یو غټ حیوان مړ کړ او په کوم ډب کي به یې لمر ته کښیښود. بیا چي به د هغه څخه د تعفن بوی راپورته سو نو په منجنیق کي به یې و هغه ښار ته ور ارتاو کړ. په دې ډول به په هغه ښار کي بیکټریایي امراض خپریدل. که څه هم د کوئیډ-۱۹ د غمیزي رامنځته کولو عمده هدف په نړۍ کي کلتوري بدلونونه رامنځته کول ښودل کیږي چي هدف یې د انسانانو ټولنیز ژوند ورمحدودول او انفرادي یا تجریدي ژوند عاداتو عامول وه څو ډیره اتکا یې پر انټر نیټ سي. ځینو عقل دانو دا هم وویل چي دا وبا نه وای راغلې او په ښارونو کي د ژوند چاري په ټپه نه وای دریدلي نو د خارج سوي دود په اثر به د قطب شمالي ټول کنګلونه ویلي سوي وای او نړۍ به ټوله غرقه سوې وای. ته وا دا نړۍ څښتن نه لري، داغسي خپله پیدا سوې ده چي په خپله به د یوه ناچیزه مخلوق یعني انسان د لګول سوي خاشې په دود به غرقیږي. البته یوه خبره چي د ټولو انسانانو د توجه وړ ده هغه دا ده چي هر څومره انسان طبیعت ته نیژدې وې، دغومره دی په مشقت کي وي. او مشقتونه د انسان په پیاوړتیا کي دغومره ونډه لري لکه د نبات په وده کي چي اوبه، لمر او عضوي عناصر ونډه لري. د ښاري ژوند پراخیتا او د ټیکنالوجي په مټ مسترح ژوند هغه عمده ګواښونه دي چي په راتلونکې نړۍ کي د بشریت بقاء ګواښلای سي. یوه خبره چي مهمه وه هغه دا وه چي هغه خلګ چي د دې ویروس په شیوع کي یې لاس درلودلی وي حتماً په دې پوهیدل چي د دې کار په نتیجه کي به د بیګناه خلګو وژنه رامنځته کیږي او بیا هم هغوئ دا کار وکړ. یو ارزښت چي په نړۍ کي د بشریت بقاء تضمینولای سي هم د یوه ژوندي انسان د ژوند حق ته د بل انسان درناوی دی. که دا ارزښت د بینه ولاړ سي نو انسانان به په زیات شمیر سره د ډیره ناچیزه اهدافو لپاره نور انسانان وژني او بیا به داسي وخت راځي چي هیڅ څوک به ژوندی نه وي پاته. د ظاهر شاه په واکمني کي کشت و خون ډیر کم وو. هغه د خپل لاس لاندي خلګو ته اجازه نه ورکول چي نور خلګ ووژني. ده به پخپله چي کوم څوک واژه، داسي به یې واژه چي د هغه وژل حادثه ثابته سي. داسي اوازې به نادري وې چي په فلاني ځای کي دومره خلګ ووژل سول. مشران داسي وایي چي ستر اتل شهید سردار محمد داوود خان امر صادر کړ چي مکتبونو ته د انجونو راتګ په لمن او جورابه کي جبري دي اوپر پرتاګه بندیز ولګول سي. د هیڅ چا لور به مکتب ته پرتوګ نه اغوندي. په کندهار کي ولس د کرز د صالح محمد خان په مشري بلوا وکړل او سینما یې وسوځول. دولت د کرز صالح محمد خان ونیوی او په شهادت یې ورساوه. دا چي د کرز د صالح محمد خان وژنه به د سردار داود خان په امر سوې وي یا نه (ځیني وخت واکمنان د قتل اوامر په غیر مستقم ډول هم کوي چي که یې داسي کار وکړ بیا یې ووژنه...) خو د دې قتل مسئولیت د افغانستان په مجموعي سیاسي نظام او پر ټولي حکومتي ادارې او حتی پر ټولي جامعې لویږي چي د داسي چا د وژني د مخنیوي لپاره لازمه قانونسازي ولي نه وه سوې چي بل یې نه وي وژلی یا یې الله تعا لی ج مرګ نه وي روا کړی. همداغه قانوني خلاء یو څه عمر بعد د سردار محمد داود خان او د هغه د کورني د قتل عام لامل سول. بیا هم د هیواد ولس او واکمنان (هرڅوک چي وه) دې قانوني خلاء ته متوجه نه سول او د همدې قانوني خلاء له لاسه  خپله هم بې محاکمې وژل کیدل. بیا داسي وخت راغلي چي ملکان، پیران او ملایان به د طیارو څخه راغورزول کیدل څوک یې په قصه کي نه وه. په دې اړه د افغانانو دا مجموعي غفلت بالاخره د دې لامل سو چي د ملیونونو په شمیر افغانان وژل کیدل او د خپلو مینو څخه تبعید کیدل. نن هم چي غني و امر الله صالح موږ یو ځل د کابل په ځیږنتونونو او د ننګرهار په جنازو کي وژني زموږ او بیا مو د سنګین او موسی قلع په کلیو کي بمباروي زموږ د داغه غفلت نتیجه ده. تر څو چي موږ د خپلو ژوندونو او نوامیسو د خوندیتوب په اړه مشترک اعلان سوی نظر ونه لرو په راتلونکو وختونو کي به هم داغسي وژل کیږو. موږ ته پکار ده چي لمړی د قانون سازي خلاء ډکه کړو او بیا داسي کسانو ته خپل واک وسپارو چي لوچګان نه وي او قوانینو او اصولو ته پابند خلګ وي، څو د الله تعا لی ج احکام او د ولس لخوا نافذ سوي قوانین عملي سي. عموماً هغه خلګو کي دا اوصاف موندل کیږي چي د خدای پاک ج باندي ریښتنی ایمان ولري او پسله مرګه د راپورته کیدلو او خدای پاک ج ته د حساب ورکولو ویره ورسره وي. زموږ د قاتلینو ملاتړ چي هر څوک کوي هغه باید د دې ملاتړ منفي عواقبو سره مخ کړو.
آلو په شفتالو اشغالګر: نن اروپایي اتحادیه په بشپړ بېحیایي سره په افغانستان کي د یوه داسي جنایت کاره رژیم ملاتړ کوي چي د نړیوالي ټولني لخوا په رسمیت پېژندل سوی دی، په ملګرو ملتونو کي استازیتوب لري؛ بیا یې هم د داعش په نوم خپل یو کاذب دښمن د خاورو خټو څخه جوړ کړی دی چي د دوئ د ناقانونه وژنو او جنایتونو مسئولیت په غاړه واخلي. که په ملګرو ملتونو کي اصول او قوانین حاکم وای د غني د کابل حکومت به یې په هغه ورځ د ټروریسټ سټیټس په نوملړ کي داخل کړې وای په کومه ورځ چي د دوئ د ملي اردو په طیارو کي د داعش ملیشې د طالبانو د محاصرې څخه خلاصي کړلې. پر افغانستان باندي برید امریکا وکړ چي خپل ملت ته متوجه ګواښونه د بینه یوسي. برطانیه ورسره ولاړه وه. دواړو هیوادونو د سختي جګړې ډګرونه سنبهال کړل او د جګړې اعظمه برخه مصارف یې پر غاړه واخیستل. جرمني او نورو اروپایي دولتونو یو خو مصارف خورا سمبولیک وه او بل مستقیماً یې په جګړه کي هم برخه نه اخیستل. افغانانو دا فکر کاوه چي دا به تر برطانویانو او امریکایانو ښه خلګ وي. بیا چي کله امریکا او برطانیه (حد اقل په ظاهره) د افغانستان د جګړې څخه بېزاره سول، د اروپایي اتحادیې ریښتونی مخ افغانانو ته جوت سو. نن چي ټوله نړۍ د غني او عبدالله د جنایتکاره رژیم د ملاتړ څخه ځان خلاصولو پلمې لټوي. اروپایي اتحادیه په زغرده د افغانانو د قاتلینو ملاتړ پیل کړی دی. اوس افغانان پوه سول چي جرمني عسکرو ولي د افغان وژني په چارو کي مستقیمه مداخله نه کول... ځکه چي د دې کار لپاره اوزبک، هزاره او تاجک لوچګان یې پر شا ټکول. هغوئ افغانان ورته وژل او دوئ د خیر پر غونډۍ ورته ناست چکچکي ورته کولې. نن موږ حق بجانب یو چي د اروپایانو څخه وپوښتو چي د افغانستان هغه اصلي اشغالګرپر خپلو کړنو پښیمانه دي او د طالبانو سره په صلحه کي د سیمي ښیګڼه غواړي، تاسي خو داغسي په بغل کي ورسره راتیر سوي واست، باید د دوئ تر مخه تاسي د افغانستان څخه پښېسپکي کړئ. تاسي ته څه درپېښه ده چي د افغانانو څخه فرمایشونه کوئ. د جرمنیانو څخه خو ځکه ګیله نه کوو چي دوئ د کندهار او هلمند د جګړو وحشتونه نه دي لیدلي. هسي د مستي ګیډي خبري کوي.
د افغانانو مسئولیت: که افغانان غواړي چي په افغانستان کي د دوئ او د دوئ د راتلونکو نسلونو ژوند خوندي وي نو ټوله دي په یوه صلاح د پخوانیو ټولو غیر آیني قتلونو عاملینو د محاکمه او اعدام لپاره لستوڼي راپورته کړي. که اوسنی حکومت د دې کار ظرفیت نلري نو بیا د واک لرلو حق هم نلري. افغانستان د افغانستان په خلګو پوري اړه لري. دوئ حق لري چي هر څوک یې نه وي خوښ هغه د واکه لیري او هرڅوک چي یې خوښ وي واک ته ورسوي. د نړۍ پر نقشه زموږ د سیاسي سرحدونو معلومیدل، نړۍ په بیرغونو کي زموږ د بیرغ موجودیت، په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د استازي لپاره د چوکۍ بیلول خپله د دې ثبوت دی چي نړۍ افغانان د یوه خپلواک ملت په توګه په رسمیت پېژني. په ښکاره او اصولي توګه هیڅ مرجع حق نلري چي افغانانو ته د دوئ واکمنان ور معرفي کړي. همداعلت دی چي د وخت ډیکټاټوران د ټولټاکنو ډرامې ته اړ دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery