دخپریدو نیټه : 2024-07-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
رمضان بشردوست : چارواکو نه یم بندي کړی
زړګئ مل
د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وائې چې د ده د بندي کېدو په اړه خپرې شوې اوازې دروغ دي.
نوموړی وائې چي په انترنیټ ئې کوم چا د ده په اړه اوازه خپره کړې چي طالبانو بندي کړي ، نوموړی وویل چی تر اوسه ددې خبر په اړه ډیرو کسانو دده سره اړیکه نیولی خو دی بندي ندي
ها خوا په تخار کي د مخکني ولایتي شورا د ریس روح الله روف ، لیکوال سید رحیم سعیدي او په کندهار کي د خبریال محمد یار مجروح په اړه خبرونه خپاره سوی چي طالبانو نیولی دی تر اوسه د مجروح کورنۍ تاید کړې چي نوموړی د طالبانو استخباراتو نولی دی
د طالبانو د حکومت تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلی