دخپریدو نیټه : 2024-07-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په درو میاشتو کي پنځه نیم لکه افغانانو هیواد پریښی دی
زړګئ مل
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په یو راپور کې ویلي چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیرد چټکیدو سره هممهاله، لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه کړې ده.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي
په هیواد کي د طالبانو د واکمنئ سره سلګونو زرو کسانو هیواد پریښی دی او زیاتره د خپلو لوڼو د تعلیم په خاطر مجبورا هیواد پریښي او په نورو هیوادو کي میشت سوی
په هیواد کي د ښځو پر زده کړو بندیز څخه څه باندی زر ورځي تیریږي .