د لم
ړۍ برخي په ادامه . . .
د نړۍ امنيت شورا څوارلس غړي تراوسه
په يو خوله د امريکې دغه غوښتنه يا خاص ځای او امتياز نه مني . امريکايان ډاريږي او په دې اند دي که
چيري د ن هاګ نړيوالي محکمې هغه پرنسيب پلی کړ، چې واک په قانون
پسي نه چې قانون په واک پسي روان وي او د واک او قانون ترمنځه د
فولا دو پټلي ويستله شوه ، بيابه نو دغه پرنسيب د امريکې د
سياست او ګټو پر ضد وي .
د جورج بوش حکومت دوه واري يو يو کال امريکايي
وګړ اوسرتيرو ته مصؤونيت واخيست، د بل کال پته نشته .
افغانستان ، نړيوال قوانين او محاکم
افغانستان په نړيوال
کلي او نړيوالي مدني ټولني کې خپل کور، په د يپلوماتيکو هڅو او
د ملګروملتوو په چوکاټ کې خپل ځای او ملي او نړيوال اعتبار لاسته راوړل غواړي . په همدي
وجه بايد د افغانستان بهرنی سياست روښانه ، په نړيوال نورمونو برابر او ملي ګټو ته
خاص پام ولري . افغانستان اوس يو وار بيا ډير نړيوال قوانين او
د جنايې نړيوالې محکمي تړون يې هم ﻻسليک کړی دی .
د
جنګې جنايتکارانو محکمه په افغانستان کې سوله ، ثبات او امنيت تامينوي . په افغانستان کې
تل پاتي سوله او امنيت د قضايې عدالت له پلې کولو څخه بهر ناشونې دي . په افغاني ټولنه کي د بدل او غچ اخيست
و کلتورﻻ ژوندي دی . جزايې عدالت د وژنې پر وړاندي د غچ اخيستني د مخنيوي يوه ﻻره ده .
که جګړييزه مجرمين محاکمې ته ونه
سپارل شي ، د اشونې ده چې خلک په خپل سرغچ اخستلو ته اړ شي .
د مجرمينو بخښنه د عدالت له تامين نه ورسته يوازي او يوازي قربانيانو پور اړه لري . بخښنه د جزايي محکمي نه مخکې ، دا پته نه لګيږې چې چا څوک د څه لپاره وبخښل ؟ . قربانيان بايد مجرمينو ته اجازه ورکړي چې په ټولنه کې له دوي سره ژوند وکړي . دا چې نن م
جرمين په واک کې دي او دوي قربانيانو ته اجازه ورکړي په تولنه کې ژوند وکړي . دا حالت يو افغان ته د زغم وړ نه دی
.
که چيري جنايت کونکې او د بشريت ضد مجرمين محاکمه شي ،
په ټول هيواد کې به اساسي مثبت بدلونونه رامنځته شې او سړي اوبه به پر افغان جګړه ځپلي ټولنه ( د اوږدي جګړې روحي ټراومه يا غميږه ) باندي تويې شي .
د ديرش کلني جګړي ژور ټپونه زموږ په ټولنه کې هغه وخت رغيږي چې زموږ بې ګناه ، بې وزلو کونډو ،رنډو، يتيمانو او شريفو هيوادولو مجرمين
او قاتلين يوي نريوالي محکمې ته وسپارل شي .
افغان
ولس د هيواد په قضايې او عدلي اورګانونو نا باوره شوي دي، ځکه دغه محاکم ډير سياسي او
په کې د بډو اخيستل عامه خبره ده . بل دا چې د حقوقي پوهي د نشتوالي سره مخامخ دي ، خپ
واک نه دي ، ناپييلي قاضيان او په نړيوالو نورمونو برابرمحاکم په افغانستان کې وجود نه لري .
د افغانستان لپاره يوه عادلانه ، خپلواکه ،
ناپييلي محکمه د نړيوالو قاضيانو له خوا جوړيدای شي . يوه محکمه چې سياسي ناپيلي نه وي
، د هغې په عدالت هيڅ څوک عتبار نه کوي . افغانستان په خپل ديرش
کلنو ناورينونو کې له قانون اود فعاله عدلي او قضايې سيستم له نشتولي څخه ډير ځوريدلی
دی .
نن بيا موږ د يو ولسواکه دولت په لور چې بنسټ يې پر ټولنېز عدالت او د بشر د حقوقو پر اصولو ولاړ وي ، ګام اخلو .
موږ افغانان د بشري ضد جناياتو ميراث چې د تيرو حکومتونو او وسلوالو ډلو له خوا تر سره شوي دي، په خپل پلارني هيواد کې نشو زغملي . په دغه دوه نيمو لسيزوکې ډير
زيادت بشري ضد سرغړوني ، زورزياتې ، بې عدالتي ، د هيواد مادي
او معنوي ورانۍ ، د ټولنيزو او فرهنګې ارزښتونو ويجاړ ول او نور تر سره شوي ، چې دا ټول زموږ د تاريخ توري پاڼي ليکي .
د تاريخ دغه توري پاڼي هيرول د افغان ولس لپا
ه زهر څښل اود ځان وژنې معنا لري . موږ نن خپل راتلونکې د خپل تير تاريخ څخه بهر نشو جوړولي .
د افغانستان اسلامي جمهوريت سياست د بشرۍ ح
وقو د سرغړونو ، جنګې جناياتو او د بشريت ضد د جرمونو په هکه تر هغه د اعتبا وړ نه دی
تر څو چې خپل اورګانونه يې له دغو پيژندل شويو مجرمينو يا سرطاني غُدو څخه پاک کړي نه وۍ . له دې نه مخکې د هيواد عدلي ، قضايې او اداري سيستم ولس ته د
اعتبار او منلو وړ نه دی .
په افغانستان کې د
انون د حاکميت نه ټينګيدل او له سزا نه د مجرمينود معافيت ک
تور بايد پای ته ورسيږي
د
قانون له حاکميت څخه سرغړونه د تيرو دورو جګړو او نا خوالو د کورنېو او بهرنيو جګړو ګډ
خصوصيت و . په پايله کې د هيوادله سزا څخه د مجرمينو د معافيت د ستونزي سره مخامخ شو، په
خواشينۍ سره بايد وويل شي چې د دوی يوه لويه برخه تر اوسه په ح
کومتي واک او ځواک کې پاتي ده .
د څرخۍ پله په زندان
کې په ډله ييزو قبرونو کې د زرګونو سياسي، ملي مخورو افغانانو مړي ځای پر ځای دي .
د ١٩٩٢ کال د ارګ يا مرګ جګړې په کابل ښار کې عامي وژنې د کرکي نه ډ ک او زړه
بوګنونکې جناياتو محاکمه غواړي .
په ٢٠٠١ کال د نومبر په مياشت کې د افغانستان په شمال کې د شبرغان په ليلې دښته کې ژوندي ، ټپي او تسليم شوي جنکې اسيران ښخول او په اوسپنيزو تابوتونو، په پوﻻدي
کنټينري قبرونو کې ايسارولو او د ډله ييزې وژنېو پوښتنې ګړوېږنې او پلټنې مهال رانږدي
وي دي . په دې اړه مستند فلمونه اونړيوالو محاکمو ته دقيق اسناد راټول شوي دي
.
د بې دفاع جنګې زندانيانو وژل د نړۍ په ټولو
هيوادونو کې بشري ضد جنايت دی . له دويمې نړيوالې جګړې څخه ورسته
د جرمنې او جاپان جنرالان د همدې
جناياتو په امر ورکولو اعدام شول .
په افغانستان کې به دغه ککړ خلک خپل حساب ته خامخا ورورسيږي .
په دې اړه د بشري حقوقو لپاره د ملګروملتوو عالي کميساري رپوټونه خپاره کړي دي . د افغانستان لپاره
د عدالت پروژه يو ډير خورا ارزښتمن رپوټ جوړکړی دی ، چي د لوم
ړي ﻻس د څيړنو پايلو او د عيني شاهدانو شهادت بيلګي په کې راټولي شوي دي . د افغانستان د بشري حقوقو د څارنې خپ
واک کميسون د تيرو جګړييزو او بشري ضد سرغړونو په اړه د افغان ولس غږ او اسناد راټول کړي دي .
په همدې ډول د بشر حقوقو حقونو څخه سرغړونو او د هغه د مسؤولينو په هکله يوه څېړنه تر سره شوې ده .
دا چې ولي تر اوسه د
بشري حقوقو څخه د سرغړونو په هکله څيړني نه دي پيل شوي او له افغان ولس سره د عدالت پلي کول اوعدالت راوستل په ټپه دريدلي او پټ پوښلي پاتي دي ؟ ځواب بايد نور مسؤول کسان ورکړي .
د دولت په اړه د ولس ناهيلۍ او ژورې بې اعتمادۍ
ورو ورو يوو اټن رامنځه کړی دی .
د جنګې مجرمينو محاکمه کول د امنيت په ټنيګولو کې ښه رول
وبولی شي او د امنيت په پراخوالي کې مرسته کوي . جنګې جنايتکا
ان همدا اوس د بي امنيتي او بي ثباتي اصلي ﻻملونه دي .
د سزا له ورکولوسره به مجرمين له اوسني واک او ځواک څخه لري کړی شي .
نړيوالې ټولنې تر اوسه د ترهګري ضد جګړي د ګټلو په هيله له جګړييزو سرغړونکواو
مجرمينو څخه ملاتړ کړي دی . په لوړو څوکېو د بشرۍ حقوقو د س
غړونکو ګومارل د هغوې د جنايتونو تائيد دی . د بن د تړون څخه ت
ننه پورې د قانون حاکميت پراختيا پروسه ډيره ورو ورو او له خنډونو څخه ډکه پرمخ بيول
شوی ده .
افغانان د نړۍ له
پوهې او تجربو څخه په ښه توګه ګټه اخيستلي شي . د افغانستان لپاره بايد د افغانيت او افغاني ټولنې خاصو دودونو
سره سم د حقيقت موندلو کميسيون د نړۍ د نور هيوادنو په شان لکه چې سهيلي افريقا ته جوړ
وی ، جوړ شي .
په افغانستان کې دناټو تړون ٢٦ غړيو هيوادو څخه ١٩ هيوادو د نړيوالو جنګي جرايمو
تړون لاسليک کړی دی . اروپايان به خپل رول په افغانستان کې ډير غلط ولوبوي او د ترهګري ضد جګړه به يو تور اړخ
ولري ، د لويديځوالو اعتبار او د ارزښتونو سيستم به تر پوښتني
لاندي راشي که دوي په دي برخه کې عمل ونه کړ ي .
افغان دولت او نړيواله ټولنه بايدافغان ولس ته داسۍ ملي است
اتيژي جوړه کړي چې د قربانيانود حقوقو درنښت وساتل شي او روحي
ارامه شي . د بشري ضد جنايتونو د قربانيانواو زيانمو شويو پيژندنه او هغوی ته پاملرنه يوه بيړنۍ ارتيا ده .
افغانان د نړيوالې ټولنې
او ناټو ځواکونو څخه د مرستو غوښتونکې دي ، چې ژر تر ژره د بشرۍ حقوقو د سرغړونکو ،
جګړييز، تورنو کسانو نيوال پيل او دوی په نړيوالې جګړيزه محکمې کې محاکمې ته ودرول شي . ځکه جنګې مجرمين او د ټوپکوالو په ح
کومت او په خپله سيمه کې ډيرغښتلي او ځواکمن شوي دی . د دوی نيوال د افغان حکومت له وسه وتلي خبره ده . د دولتي واک اصلي کرښي د بشر ضد مجرمينو په لاس او واک کې دي .
دوي بايد د خپلو دندو څخه ګوښه او محاکمي ته ودرول شي . چې په دي توګه په افغان ټولنه کې عدالت تامين شي او افغانانو ته دغه باور پيدا شی چې له سزاوو څ
خه د معافيت لړی پای ته رسيدلې او مجرمينو ته دا وخت نور ورنه کړل شي چې په نورو سرغړونو ﻻس پور کړي .
د افغانستان
د ډيرو خلکو بشرۍ حقوق د جګړو په بهير کې تر پښوﻻندې شوي . دوی د دغو حقوقو څخه د محروميت ستر ق
بانيان دي .
لنډيز:
تر څو چې د ناټو په مشري د افغانستان اوسنۍ نا امنيو ډيريدلو ستنونزې په بشپره توګه نه وي هوارې شوي ،
نه افغانستان او نه نړۍ سوله ليدلي شي .
د افغا نستان بهرنی
نړيوال سياست د ننګونو سره مخامخ دی ، د ا فغانانو دلومړيتوبونو پر بنسبټ بايد خاص پام وشي .
لوم
ړی . بايد چې د ګونتانامو له بد نام زندان څخه ټول افغانان خپل هيواد ته راوستل شي .
دغه زندان بايد وتړل شي . همداسي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له نور
زندانونو څخه افغانان په خپلو ديپلوماتيکې هڅو هيواد ته راستانه کړل شي .
دوهم . د جګړييزو مجرمينو اسناد راټول او په
جنګې جرمونو ککړ کسان محکمي ته ودرول شي . په افغانستان کې ملي نظر دا دی چې د جګړو په
بهير کې افغان ولس ته د څرګندو جنګې جنايتکارانو څو درجنه کسان د محاکمي تطبيقي بڼه لري .
دريم . په
١٩٧٩ د دسامبر په مياشت کې پر افغانستان د پخوانې شوروي اتحاد يرغليزه جګړه او د جنګ تاوان موضوع دی له
اوسنۍ روسيه سره مطرح شي ، د يرغليزې جګړې تاوان دي وغوښتل
شي . روسيه بايد د خپلو جنايتونو او بشري ضداعمالو لپاره له افغان ولس څخه بخښنه
وغواړي .
د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا
ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري
، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي !