مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقره دسورت داوه ویشتم آیت تفسیر اوعلمی تحقیق

تفسيرفضل الرحیم لسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

----------------------------------------------------

لفظی ترجمه

(الَّذِينَ)هغه يعنی هغه فاسقان (يَنْقُضُونَ) چی ماتوی دوی ( عَهْدَ )تړون،پیمان،یاوعده (اللَّهِ )دخدای يعنی هغه تړون چی دوی له خدای سره کړيدۍ چی دخدای فرمان برداری به کوي اودالله په حکموبه عمل کوی اودالله پاک رسولان به منی نوهغه ماتوي اومخالفت يې کوي ( مِنْ) له (بَعْدِ)وروسته (مِيثَاقِ) دمحکم والی(هِ)دده يعنی له وروسته ددې چی الله پاک ددویهغه عهداوتړون محکم هم کړلکه چی تفصیل بې راسی(و)او (يَقْطَعُونَ)پرې کوی دوی (مَا)هغه (أَمَرَ)چی امرکړيدۍ (اللَّهُ)خدای پاک (بِهِ )په ده سره (أَنْ)په دې(يُوصَلَ)چی پيوست دي کړ سی هغه (وَ)او(يُفْسِدُونَ)فسادکوي دوی (فِي)په ( الْأَرْضِ)ځمکه کښی ( أُولَئِكَ )هغه خلګ (هُمُ)خاص دوی ( الْخَاسِرُونَ) (27) هغه خلګ دی چی زیان ئې کړیدۍ یعنی ددنیا اودآخرت زیان ئې په برخه سویدۍ ، ،يعنی دغه فاسقان چی ذکرئې وسو هغه کسان دي چی په دوی کښی داخویونه موجوددی ،اول دا چی دوی هغه عهداوپيمان ماتوي کوم چی الله جل جلاله له دوی څخه اخستۍ دۍ یاپه بل تعبیردوی همیشه دهغه عهداوتړون نقض اوماتول کوی کوم چی دوی له الله سره کړیدۍ اودوهم داچی دوئ همیشه هرهغه شی پرې کوی اوقطع کوی ئې کوم چی الله پاک دوئ دهغه شی په وصل کولواوپیوسته کولوسره امرکړی دي لکه صله رحمی وغیره چی تفصیل بې راسی دریم داچی دوئ په ځمکه کښی همیشه فساداوتباه کاری کوی، دهمداډول فسقی اوکفری خویوپه سبب دوی ددنیا اودارنګه دآخرت په ابدی خسران کښی لویدلی دی ،

تفصیل اوعلمی خبری

(،الذین ینقضون عهدالله من بعدمیثاقه)
پوسه چی دغه موصول سره دخپلی صلې صفت دۍ د(الفاسقین) دپاره یادپاره دذم اودتقریر دفسق ددوئ راوړل سویدۍ اویامخصصه صفت دۍ خوهلته که له فاسقین څخه عام فاسقان مرادسی کوم چی ومومن فاسق ته هم ورشامل دی ،اودینقضون لفظ له نقض څخه جوړدۍ کوم چی په اصل کښی دپړی اودرسۍ ووُشْنلوته ویل کیېږی په عرف کښی دغه لفظ دعهداوتړون وماتولو ته ویل کېږی ا ودا په دې وجه چی دعهددلفظ دپا ره کله کله دحبل لفظ کوم چی په معنی دپړی اورسۍ دۍ په استعاره راوړل کېږی په دې مناسبت چی دعهدپه واسطه دمتعاهدینوپه منځ کښی ارتباط راځی لکه دپړی دسنیو په منځ کښی چی ارتباط موجود دۍ،دعهد لفظ په معنی دپیمان اودتړون دۍ اوکله په معنی دوعدې هم راځی اودمن جاره کلمه دپا ره دابتدا ده ځکه چی ابتدا اوشروع دنقض دعهد وروسته له میثاق دعهدڅخه کېږی اودمیثاق لفظ یاپه معنی دوثوق یعنی محکموالی دۍ اویاپه معنی دتوثیق یعنی محکمولودۍ اویاپه معنی دمایوثق به دۍ یعنی هغه شی چی په هغه سره دیوشی لکه عهدمثلا محکموالئ راځی،

پوسه چی دآیت دمذکوره جملې په مطلب پوه کیدل وتفصیل ته حاجت لری نوتفصیل ئې دادۍ چی ددغودریوخبروپه حقیقت ځان پوهه ول په کاردۍ،اول داخبره چی له عهد څخه دالله دلته مرادڅه دۍ دوهم داخبره چی له نقض دعهد څخه مرادڅه دۍ دریم داخبره چی دمیثاق دعهدڅه مطلب دۍ،ددې خبروتفصیل مفسرینوپه مختلفوډولوکړی دۍ اول په دې ډول چی کله چی یوانسان داسلام کلمه ووائې اوپیغمبرداسلام دالله رسول وګڼی نودغه سړی له الله سره داعهداوتړون وکړچی هرڅه احکام ستا چی ددغه رسول په واسطه وماته راورسیږی نوزه به په حتمی ډول هغه منم داخودعهد الله معنی سوه بیا چی کله دغه سړئ پیغمبر وویني اویادده حالات په کتابو کښی وګوری اوهغه خلګ چی په اسلام ئې عمل کړئ وی ووینی چی دغټوغټوکرامتواومقاماتوخاوندان ګرځیدلی وی اودارنګه داسلام دحقانیت نوری نښانې ورته ښکاره سی نودده یقین اوایمان نورهم محکم سی دانومیثاق دعهدالله سو نوله دې څخه وروسته که بیادَیْ داسلام په حقوالی کښی شک وکړی نوبیشکه به دی غټ فاسق اوخارج له حدڅخه دعقل اودشرع ګڼل کېږی،اوځنومفسرینوفرمایلی دی چی له عهدالله څخه دلته مرادهغه عهددۍ کوم چی دالست بربکم په ورځ کښی انسانانوله الله سره کړیدۍ کله چی آدم علیه السلام الله پاک پیداکړ نودټولوانسانانوارواحونه دوړوکیوسُرُو میږیانو په ډول الله پاک دآدم له ملا څخه راوایستل اودخپل وحدانیت علم ئې په دوئ کښی کښیښووی اوورته وې ویل چی الست بربکم یعنی ایانه یم زه رب ستاسی،قالوابلی،یعنی وویل دوی چی هوته ای پروردګاره ځموږرب یې نوپه دغه وخت کښی ټولوانسانانوله خپل رب سره داعهدوکړچی موږبه له تاسره شریک نه پیداکوواوستاله حکموڅخه به سررغړه ونه نه کوو اومیثاق اومحکمول ددغه عهدبیاپه دوه ډوله سویدۍ اول په دې ډول سره چی دانسانانو په عقلوکښی يی ددلائلو دتوحیداودپېژندنی دالله پاک استعدادپیداکړاوپرخپل ذات اوصفاتوباندی ئې دلائل ورته نصب کړل اودوهم په دې ډول چی رسولان ئی سره له معجزواوسره له اسمانی کتابوپه دوی کښی مبعوث کړل اوځنی مفسرین وایی چی مرادله دغه عهدڅخه هغه عهددۍ چی په تورات کښی الله له بنی اسرائیلو څخه اخیستی ؤچی که هروخت اخیری نبی حضرت محمدصلی الله علیه وسلم پیداسونوخامخا به تاسی پرده باندی ایمان راوړۍ اودده مدداوکومک به کوۍ،،فتح العزیز،مظهری وغیره،

(ویقطعون ماامرالله به ان یوصل)
پوسه چی د،ان یوصل، لفظ بدل دۍ له ضمیرمجرورڅخه د،به، په لفظ کښی اودغه جمله دینقضون پرجمله باندی عطف ده اودماکلمه عبارت ده له علاقی څخه یعنی دغه فاسقان همیشه د هغی هری یوی علاقه قطع کوی کومه چی الله دهغې په وصل کولوسره امرکړیدۍ ،همدارنګه پوسه چی دغه علاقه عبارت ده له څوقسمه علاقوڅخه ،

اوله داعلاقه ده چی دانسان روح يې له عالم علوی اوملائکوسره لری،وصل اوپیوسته کول ددې علا قې دادی چی انسان هغه اعمال اخلاق اومعارف په ځان کښی راولی کوم چی دملاکه ؤدی ځکه چی په دې سبب دانسان له عالم بالاسره مناسبت اوهمجنسوالئ پیداکیږی اوقطع کول ددې علاقې دادی چی انسان وشیطانی اعمالوته مخ کړی اودنفسانی خواهشاتوتابع سی ځکه په دې وجه دانسان تعلق اومناسبت له ملائکوسره قطع کیږی،دوهمه علاقه داده چی انسان یی له انبیاؤ،مرشدانواوعلماؤسره لری ددې علاقی وصل کول دادی چی انسان ددغومذکورومبارکواشخاصوکامله تابعداری وکړی او ټول نبیان ومنی اوداسی ونکړی چی ځنی پیغمبران منی اوځنی نه منی لکه نصاری اویهود،اوپرې کول ددې علاقې دادی چی انسان ددوی پرخلاف دکفارو،منافقانو،وغیره مصاحبت غوره کړی اوددوی شبهو اوغلطو خبروته غوږونه نیسی اوپردغومقدسوبندګانودالله پاک طعنونه و ائې، دریمه علاقه دقرابت اودرحم ده اوقطع کول ددغی علاقی په ډیرووجوسره کیږی اول په دې وجه سره چی په هغووختوکښی وقریبانوته نه ورحاضریږی کوم چی دوی ئې په هغوئ کښی دده دحضورطمع کوی لکه دغم یادیوې خوشحالۍ وخت اودوهم په دې وجه سره چی له دوئ سره احسان اومروت نکوی اودریم په دې وجه سره چی ودوئ ته ضرررسوی وهکذا،فتح ا لعزیز وغیره ،ویفسدون فی الارض، پوسه چی دغوفاسقانوپه مختلفوطریقوسره په ځمکه کښی فسادکاوه،اول په دې طریقه سره چی خلګ بې له ایمان راوړلوڅخه منعه کول،

دوهم په دې طریقه سره چی کفاراودمسلمانانومخالفین بې دمسلمانانوپرخلاف په جنګ راپاره ول

دریم په دې طریقه سره چی کفاربی دمسلمانانو په پټواسراروخبره ول څلرم په دې طریقه سره چی دصحابه ؤاومسلمانودعیبوتجسس بې کاوه چی بیانوتشهیرورکړی اوخلګ ورڅخه ناټ ماتی کړی پنځم په دې طریقه سره چی بدرسمونه اوبدعتونه بې په خلګوکښی رائجه ول شپږم په دې طریقه سره چی دشهوت اودغضب او دتباه کاری په کاروکښی بې په اخیره درجه توغل کاوه،،

تمت والله الموفق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery