مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقرة دسورت د(۳۰) مبارک آيت تفسيراوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم،۱۳،برخه : :
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
-----------------------------------------------------------

لفظي ترجمه:
( وَ ) او ( إِذْ )هغه وخت، يعني درياد کړه اي محمده صلي الله عليه وسلم هغه وخت ( قَالَ ) چي و ويل ( رَبُّ )رب ( كَ) ستا( لِ ) وه (الْمَلَائِكَةِ إِنِّي)چي بيشکه زه( جَاعِلٌ)پيداکوونکي يم( فِي)په( الْأَرْضِ)ځمکه کښي( خَلِيفَةً)ديوه خليفه ( قَالُوا) وويل دوي يعني ملائکو والله پاک ته وروسته له دې چي دالله پاک ذکرسوئې خبريې واوريدله دپا ره دعلم حاصلولوپرحالاتوباندي ددغه خليفه کوم چي الله ئې ودوي ته دپيدا کولواوخليفه کولوذکروکړچي آدم عليه السلام دۍ( أَ)ايا(تَجْعَلُ)پيداکوي ته ياګرځوي ته، يعني اي الله پاکه( فِي)په (هَا ) دې کښي يعني په ځمکه کښي(مَنْ ) هغه څوک (يُفْسِدُ )چي فسادبه کوي (فِي) په (هَا)دې کښي يعني په ځمکه کښي( و)او(يسْفِكُ)تويوي به( الدِّمَاءَ )ويني يعني په ناحقه سره ،مطلب دملا ئکوله دغي خبري څخه داووچي له خداي پاک څخه ئې ددې پښتنه کوله چي داخليفه به هم دپيريانوپه ډول کوم چي ترآدم عليه السلام دمخه په ځمکه کښي اوسېدل فساد،تباه کاري کوي اوناحقه خونونه به کوي اوکه به ددې پرخلاف داصلاح کارونه کوي اوله نارواقتلونو څخه به ځان ګوري ددې مزيدتفصيل به انشا ءالله په علمي خبرو کښي درته راسي( وَ)حال دادۍ(نَحْنُ)موږ( نُسَبِّحُ )تسبيح وايو (بِ)سره (حَمْد)ثناويلو(ِكَ )ستا يعني حال دادۍ چي موږ له ټونقصاناتواوعيبو څخه ستا، اي الله پاکه، پاکي بيانه وواوټول کامل صفتونه وتاته ثابته ووپه دې ډول چي وايوموږمثلاسبحان الله وبحمده (وَ)او(نُقَدِّسُ)نسبت دپا کي کووموږ( لَكَ)تالره( قَالَ )وويل ده يعني الله پاک وملائکوته ددوئ ددې خبري په جواب کښي( إِنِّي)بييشکه زه( أَعْلَمُ )پوهيژم (مَا)په هغه ،يعني په هغوپټواسرارو( لَا)چي نه(تَعْلَمُونَ) (30)پوهيږۍ تاسي، يعني په هغواسراروـ

پوسه چي امام بغوي رحمه الله ويلي دي چي الله پاک چي اسمان اوځمکه اوملا ئکه اوجنيان پيدا کړل نووملائکوته ئې په اسمانوکښي اووجنيانو ته ئې په ځمکه کښي سکونت ورکړنوجنيان درازه زمانه په ځمکه کښي واوسيدل وروسته ئې په ځمکه کښي يودبل سره حسدکين اوبغي اوعدا وت شروع کړاوفسادکاري اوخپل منځي اختلافونه اوجنګونه ئې پيل کړل نوالله پاک يولښکردملائکوکوم چي جن ورته ويل کيدل اودجنت خازنان وواوجن هم په همدې وجه ورته ويل کيدل چي دجنت خازنان ووددغه لښکراميراومرشدابليس وواوديْ تر دوي ټولوپه علم کښي زيات وونودغه لښکروځمکي ته راکښته سواوپيريانان يې دغروودرواوددريابووجزيروته وشړل اودغه لښکرپه ځمکه کښي سکونت غوره کړاوپه کوموعبادتوچي دوي مکلف ووالله پاک په هغوي کښي تخفيف وکړاووابليس ته يې دځمکي اوداول اسمان باچاهي ورکړه اودارنګه يې دجنت خازن هم مقررکړنوده به کله په ځمکه کښي دالله پاک عبادت کاوواوکله بې په اسمان کښي اوکله بې په جنت کښي عبادت کاوو بيادده په زړه کښي عجب اوخودبېني پيداسوه اوله خپله ځانه سره ئې وويل چي دغه باچاهي ماته الله پاک نده راکړي مګرپه دې سبب چي زه ترټولوملائکوپر الله باندي ډيرقدرمند يم نوپه همدې وجه الله وده اودده ولښکرته وفرمايل چي بېشکه زه په ځمکه کښي ديوخليفه پيداکوونکي يم ،دبغوي له دغه بيان څخه داخبره ثابتيږي چي ابليس په اصل کښي فرښته وه،مظهري،پوسه چي ددې خبري مکمل تفصيل به وروسته ان شاءالله راسي ـ

تفصيل اوعلمي خبري:

((واذ)
،پوسه چي دواوکلمه دلته عاطفه ده چي له پاره دعطف دقصې داستخلاف دآدم دۍ پرقصه دپيدايښت دمافي الارض اوداسمانوباندي،پوسه چي داذلفظ ظرف دۍ دماضي زمانې مبني دۍ په دې وجه چي له حرف سره له دوووجومشابهت لري اول له دې وجي چي په وضع کښي له حرف سره برابردۍځکه وضع ئي پردوه حرفه باندي راغلي ده اودوهم له دې وجي چي افتقارومضاف اليه ته لري،اومابعد داذدوه قسمه جمله راځي اول جمله فعليه نوزمانه له فعله څخه فهميږي دوهم جمله اسميه پردغه تقديرفهم دزماني يا له دې څخه کيږي چي خبر ئې فعل وي اويا له دې څخه کيږي چي مضمون ددغي جملې په دې سره مشهور وي چي په فلانۍ معلومه ماضي زمانه کښي واقع سوي دۍ اوکه پرفعل مضارع باندي دغه کلمه داخله وه نووماضي ته ئې اړه وي اودغه لفظ له ظرفيت سره لازم دۍ مګرپه هغه وخت کښي چي زمان ورته مضاف سي په دې خبره کښي اختلاف دۍ چي مفعول به اوحرف تعليل اودمفاجات دپا ره اوظرف مکان اوزائده راتلاي سي اوکه يا، دلته په دغه آيت کښي اذدڅه دپاره ده؟په دې کښي هم اختلاف دۍ ځني وايي چي زائده ده اوځني وايي چي په معني دقد ده اوځني وايي چي په محل کښي درفع ده دمحذوفي مبتدا خبر ده اي ابتداء خلقکم اذ الخ اوځني وايي چي په محل کښي دنصب ده بنا پرظرفيت باندي دمقدر فعل دپا ره اي ابتدأ خلقکم اذ،اواحياکم اذ،اوځني وايي چيي دمذکور خلقکم مفعول دۍ اوواوزائددۍ اوځني وايي چي مفعول به دۍ داذکرمقدردپاره اوپه اصل کښي مفعول به بل شي دۍ کوم چي اذ دهغه دپا ره مفعول فيه دۍ اي اذکر الواقع اذ، اوځني وايي چي دقالوا دپا ره کوم چي په آيت کښي ورسته ذکر دۍ مفعول فيه دۍ،( روح المعاني) ،

(قال)
پوسه چي په قرآن کريم کښي دقال نسبت والله ته يوشپيته واره راغلي دۍ اودقلنا نسبت ورته څلير ويشت واره راغلي دۍ

(ربک)
پوسه چي په لفظ درب کښي اودارنګه په اضافت دده کښي وضميرته دنبي عليه السلام اودارنګه په مخاطب ګرځه ولوکښي دده مبارک ومختلفوشيانوته اشاره ده اول وديته چي کوم قسم ربوبيت دالله پاک چي مقتضي دخلق اوپيدا يښت دخليفه يعني د آدم عليه السلام وونوهغه هغه ربوبيت ووکوم چي ترحضرت محمدصلي الله عليه وسلم پوري متعلق ؤيعني تخليق دآدم په طفيل دده مبارک سويدۍ لکه چي ابن ا لفارض رحمه الله دحقيقت محمدي له ژبي څخه په يوه شعرکښي داسي حکايت کړيدۍ �واني وان کنت ابن آدم صورة،،فلي فيه معني شاهد بابوّتي� ،دوهم ودې شي ته اشاره ده چي دخليفه پيداکول په ځمکه کښي دالله پاک دربوالي له جملې څخه ده دريم په دغه اضافت اومخاطب ګرځه ولوکښي اظهاردکامل عظمت اولوړوالي دشان دجناب سرورکائنات دۍ

(للملائکة)
لام جاره دلته هغه لام دۍ چي پرمقول لهم باندي داخل دۍ اودااکثر هم دۍ په استعمال کښي اوکله دقال له باب څخه وروسته چي لام جاره ذکر سي نومدخول يې مقول له نه وي اولام اجليه وي ،اودملائکه لفظ په مشهورقول جمع دملأک دۍ لکه شمائل اوشمأل ،اوملأک مقلوب دمألک دۍ کوم چي له الوکة څخه جوړدۍ چي په معني درسالت دۍ په دغه لفظ کښي دتالفظ ځني وايې چي دمبالغي دپاره دۍ اومشهوردادۍ چي دپاره دتانيث دجمع دۍ ځکه په هره جمعه کښي دوئ تانيث معنوي معتبره وي په سبب ددې چي دهري جمع په جماعت سره تاويل کيږي ـ

دملائکوحقيقت څه دۍ؟
په دې باره کښي اختلاف دۍ سره له دې چي پردې خبره باندي ټول متفق دي چي ملائکه موجوددي،اکثرودمسلمانانوداويلي دي چي ملائکه نوراني جسمونه دي کوم چي په اذن دالله په مختلفواوبيلابيلوشکلوکيدلاي سي ،اودنصاري ؤعقيده داده چي ملائکه عبارت دي له هغواروحونودانسانانوڅخه چي له بدنوڅخه جلاسوي وي اونيک ارواحونه وي او کوم چي شريرارواحونه وي اوله بدنوڅخه جلاسي نوهغه دوي له شيطانانوڅخه عبارت بولي ، اوبت پرستان بياپه دې عقيده دي چي ملائکه عبارت دي له ستوروڅخه کوم چي سعداونيک بخته ستوري دي نوهغه ملائکه درحمت دي اوکوم چي نحس اودبدبختۍ ستوري دي نوهغه ملائکه دعذاب دي اوفلاسفه وايي چي ملائکه له مادې څخه مجردجواهردي کوم چي له انساني روحونوڅخه په حقيقت کښي مخالف دي اوځني ددوي وايي چي ملائکه عبارت دي له عقولوعشره ؤڅخه اوله نفوسوسماويه ؤڅخه کوم چي اسمانولره حرکت ورکوونکي دي،

پوسه
چي زموږاهل سنت والجماعت په نزدملائکي پر دوه قسمه دي يوقسم هغه ملائکه دي چي دالله پاک په معرفت کښي غرق دي اومنزه دي له مشغولتيا څخه په غيردالله پاک سره ودغوملائکوته عليون اومقربون ملائکه ويل کيږي اوداهغه فرشتې دي چي ددوي په شان کښي الله پاک فرمايلي دي چي،يسبحون الليل والنهار لايفترون،اوبل قسم هغه ملائکه دي چي له اسمان څخه بياترځمکي پوري دمخلوقاتودکارتدبيرکوي ودغوملائکوته، مدبرات امرا،ويل کيږي اودهمدغوملائکوپه باره کښي االله فرمايلي دي چي �لايعصون الله ماامرهم ويفعلون مايؤمرون�،، بيا په دوي کښي ځني سماوي دي اوځني ارضي دي اوپه عدداوشميردملائکوماسوي له الله پاک څخه هيڅوک علم نلري اودوي په هيئتواوپه لوي والي کښي تفاوت سره لري اودوي په خپل شکل کښي يواځي دپاکونفسوخاوندان ليدلاي سي وبس اوکله ملائکه په شکل کښيي دداسي بدنوشکاره سي چي عام اوخاص خلګ يي ټول ليدلاي سي سره له دي چي دوي په خپل اصلي شکل کښي باقي وي حتي ځنوعلماؤوويلي دي چي کله چي به حضرت جبريل دنبي عليه السلام په حضورکښي ددحيه کلبي په شکل کښي ښکاره سونوپه دغه وخت کښي به دي په سدرة المنتهي کښي ؤ،روح المعاني،

(جاعل)
پوسه که جاعل په معني دمصيرسي نوبې اول مفعول دخليفة لفظ سي اودوهم مفعول بې دفي الاض لفظ سي اوکه په معني دخالق سي نوخليفة بې مفعول سي اوفي الارض بې متعلق مقدم سي

(خليفة)
پوسه چي خليفه وهغه چاته ويل کيږي چي دبل چاخِلاِ فت کوي دلته مرادله خليفه څخه آدم عليه السلام دۍ اومرادله خلافت څخه دده ياخلافت دده دۍ دالله پاک په دې ډول چي دي به په ځمکه کښي دالله حکمونه جاري کوي اودالله پاک بندګانوته به هدايت کوي اووالله ته بي راجذبه وي خودانه په دې وجه چي الله پاک العياذبالله عاجزدۍ محتاج دۍ وخليفه ته اويايي په علم کښي کوم کمبوددۍ بلکه له وجي دقصوردخلګوله قبول څخه دفيض له الله پاک څخه بې له واسطې دارنګه هرنبي په دغه مذکوره معني دالله دالله پاک خليفه ګڼل کېږي ،مظهري ،اويامرادله خليفه څخه په دې معني خليفه مراددۍ چي دهغه چاپرځاي باندي به وي کوم چي ترانسان دمخه يې په ځمکه کښي هستوګه کوله لکه جنيات اوياله خليفه څخه دامطلب دۍ چي ددغه خليفه ځني افرادبه دځنونورودده له افرادوڅخه خليفه ګان ګرځي لکه چي همداسي ده ځکه ځني له انسانانوڅخه مړه کيږي اوځني نوريې پرځاي باندي پاتيږي پراول تقديرخليفه په معني داسم مفعول دۍ اوپردهم تقديرپه معني داسم فاعل دۍ اوپردريم تقديرددواړواحتمال لري ،پوسه چي دخليفه دلفظ مصدرخَلْفاًاوخِلافَةً راځي چي په معني دوروسته راتللويا وروسته کيدلويادبل پرځاي قائم کيدلوراځي اوتاء پکښي دپاره دمبالغي ده اوخليف هم په دغه معني راځي خودخليف جمعه خلفاءراځي لکه مثلا دالاعراف په نهه شپيتم آيت کښي اودخليفه جمعه خلائف راځي لکه دالانعام په يوسل اوپنځه شپيتم آيت کښي،ابن کثير وغيره،

(اتجعل فيها من يفسدالاية)
پوسه چي دلته يو سوال کيږي چي جواب غواړي سوال دادۍ چي داخودملائکودخوايوقسم اعتراض ووپرالله پاک باندي په دې ډول چي ته اي خدايه ولي داسي خلګ په ځمکه کښي پيداکوې چي هغه به فسادپه ځمکه کښي کوي اوناحقه ويني به تويه وي اودارنګه داقول ددوي طعن ووپربني آدم باندي اودادواړه دملائکه ؤله شان سره بيخي نامناسب وو؟ددې سوال مفسرينومختلف جوابونه کړيدي خوله جملې دهغوئ څخه زه دوه جوابونه کوم چي زماپه فکرډيرپه زړه پوري دي درته ذکرکوم اول جواب دادۍ چي ددوي په دغه قول کښي اعتراض اوطعن مقصودنه ووبلکه ددې کارپرسر اوپرالهي حکمت باندي يې علم حاصول مطلب ووچي الله پاک داسي څوک په ځمکه کښي خليفه کوي چي فساد اوخون به ورڅخه صادريږي اوموږدځمکي خليفه ګان نه مقرره وي سره له دې چي د تسبيح اوتحميد اودتقديس وظيفې ترسره کوواوله هرقسم ګناه څخه اجتناب کوونوپه دې کښي به الله جل جلاله کوم قسم عظيم حکمت لري خوپردغه تقديرداسوال پيداکيږي چي وملائکوته داپه څه معلومه سوه چي دغه خليفه به فساداودوينوتويول کوي؟جواب ددې سوال دادۍ چي دالله پاک په اخبارسره دوئ ته دامعلومات وسواويادوئ ددغه خليفه قياس پرجنياتووکړ،اودوهم جواب دادۍ چي ددوي مقصدداوو،چي اي الله ته چي دغه خليفه پيداکوې نودابه داسي څوک وي چي دده په افرادوکښي به داسي اشخاص پيداکيږي چي په ځمکه کښي به فسادکوي اوويني به تويوي اوکه به علي الاطلاق دغه خليفه صالح اوتالره حامداومسبح اومقدس وي نوکه اول ډول وي نوبياخوظاهراًدده نه پيدا کول مناسب ښکاري نواي الله هغه دقيق اوپټ حکمت ستا په پيداکولودده کښي څه دۍ اوکه دوهم قسم وي نوبياخو دغه وظيفه همداموږاجراکوونوچي موږ ته دځمکي خلافت نه سپارې اوبل خليفه پيداکوې په دې کښي دي الهي حکمت څه دۍ ،امام شعراني له خپل شيخ خواص رحمهما الله څخه نقل کړيدۍ چي له ګناؤڅخه معصوم والي داسمانودملائکوصفت دۍ نه دځمکي دفرشتوهمداسبب دۍ چي له ابليس څخه عظيمي ګناوي صادري سوې ځکه چي ديْ دځمکي له ملائکوڅخه ووکومي چي به په جبل ياقوت کښي چي په مشرق کښي په نزددخط استواکښي واقع دۍ اوسيدلې نوبنا پردغه خبره باندي که دغه قول دوي داعتراض په ډول کړي و ي هم امکان به ولري اوپه ځينوروايتوکښي راغلي دي چي دغه اعتراض کوونکي لس زره تنه ووچي اورباندي نازل سواوټول يي وسوځل اوچاويلي دي چي دغه معترض تنهاابليس وونوروفرشتوته مجازا ددې قول نسبت سويدۍ لکه په دې قول کښي، بنو فلان قتلوزيدا،حال داچي قاتل يونفروي په دوئ کښي،مظهري ،روح المعاني وغيرهما

(ونحن نسبح )
پوسه چي ددغه واوپه لفظ کښي دوه احتماله دي اول داچي علتيه سي اومدخول يې علت سي دکلام محذوف ،اي لم نقل هذا القول اعتراضا عليک ياربنا لانانسبحک الخ فکيف نعترض عليک ،اودوهم احتمال دادۍ چي حاليه سي،سوال داقول خودملائکوپرتزکيه باندي دځانوددوئ اوپرفخرکولوددئ په تسبيح وغيره سره دلالت کوي سره له دې چي داکارګناه اوملائکه له ګناؤڅخه معصوم دي؟ددې سوال يوجواب دادۍ چي تزکيه دځان هلته ګناه ده چي دکبراودفخرپه ډول وي اوملائکه لکه انبياء له فخراوکبرڅخه معصوم دي اوبل جواب يې دادۍ چي داکلام ددوئ دتزکيې په نيت نه ووبلکه بيان دواقع يې وکړدپا ره دمعرفت دالهي حکمت په پيداکولودمذکورخليفه کښي

(بحمدک)
با جاره دلته دپاره دمصاحبت ده اي نسبحک تسبيحا مصحوبا بحمدک اونسبحک متلبسين بحمدک ـ

دتسبيح اوحمد اوتقديس فرق،
پوسه چي دالله پاک په صفاتوکښي علماؤمختلف تقسيمونه دمختلفواعتباراتوپه وجه کړيدي مثلايوتقسيم يې په دې ډول کړيدۍ چي صفتونه دالله دوه قسمه دي اول سلبي صفتونه لکه داچي الله پاک عاجز ندۍ جسم اوبدن نلري جوهرندۍ عرض ندۍ اوداسي نور اودوهم ثبوتي صفتونه لکه داچي الله عالم دۍ قادردۍ سميع دۍ بصيردۍ نوتسبيح دخداي پاک دادۍ چي دالله دسلبي صفتوبيان اواظهار وکړې مثلا داسي ووايې چي سبحان الله يعني پاکي ده الله لره له ټولوناقصوصفتوڅخه اوله ټولوعيبوڅخه يعني مثلا الله بې قدرته ندۍ بي علمه ندۍ فناه کيدونکي ندۍ او ثبوتي صفتونه دالله بيادوه قسمه دي اول جمالي صفتونه کوم چي عبارت دي له هغوصفتوڅخه چي په معني کښي يې وبندګانوته نفعه موجوده وي لکه رحمت مغفرت حلم اوداسي نوراواودوهم جلالي صفتونه کوم چي عبارت دي له هغوصفتوڅخه چي په معني کښي يې وبنده ګانوته تکليف اوضررپروت وي لکه قهارواول قسم ته اکرام اوودوهم ته جلال ويل کيږي لکه په دې قول دخداي کښي ،ذوالجلال والاکرام، حمدودې ته ويل کيږي چي دالله دثبوتي صفتوله جملې څخه داکرام دصفتواثبات اواظهار وکړسي مثلا داسي وويل سي چي الحمدلله يعني هرکامل صفت داکرام اودجمال ثابت دۍ خاص الله لره چي هغه کامل صفت لکه کامل حلم اوکامل رحمت وغيرهمااوتقديس وديته ويل کيږي چي دجلال صفتونه والله ته ثابت کړه سي مثلاداسي وويل سي چي الله قدوس يعني الله موصوف دۍ په صفاتوکامله ؤدجلال سره همداسبب دۍ چي قرطبي اوابن جوزي د،نقدس، دلفظ معني په ،نعظمک ونکبرک،سره کړيده ،اودوهم فرق دتسبيح اودتقديس ځني علماء په دې ډول کوي چي تسبيح بيان دتنزه اوپاکوالي دصفتو دالله دۍ له نقصاناتوڅخه اوتقديس بيان دتنزه دذات دالله دۍ له نقصاناتوڅخه ،اوقاضي ثناءالله رحمه الله دتسبيح اوحمد فرق له تقديس څخه دلته په دې ډول بيان کړيدۍ چي اول دوه له الله سره تعلق لري اوتقديس دلته راجع دۍ ونفسودملائکوته اولام جاره په لفظ دلک کښي اجليه دۍ نوبه معني د ونقدس لک، داسي سي،ونقدس انفسنا اي نطهرهامن الذنوب لاجلک اي لاجل رضاءک (قال اني اعلم مالاتعلمون) پوسه چي داقول الله پاک دملائکوددې قول په جواب کښي الله فرمايلي دۍ چي اتجعل فيهاالخ،الله پاک په دغه مبارک قول سره وملائکوته په اجمالي ډول داسي جواب ورکړيدۍ چي سره له دې چي ددغه خليفه دپيداکيدووروسته به په ځمکه کښي هغه څه رامنځ ته کيږي کوم چي تاسي يې ذکروکړ چي فساداوپه ناحقه وينه تويول دي،داسي ډيرمصلحتونه اوحکمتونه سته چي ددغه خليفه وتخليق ته ترجيح ورکوي اودپيداکولوتقاضايې کوي البته تاسي ته پرهمدغوحکمتونوباندي علم نسته اوتنهاوماته هغوئ معلوم دي،

پوسه چي دغه قول دخداي پاک همدارازنورشرعي اوعقلي دليلونه پردې باندي دلالت کوي چي الله پاک يوکاربي حکمته نه کوي خوسره له دې به هرمسلمان داعقيده لري چي په ايمان اوپه شرعي اعمالوکښي دا ضرورنه ده چي مسلمان ته به دالله دهرکاراوحکم حکمت معلوم وي همداسبب دۍ چي شريعت دالله داوامرواونواهيوودحکمتوله بيانه ولوڅخه په اکثرو ځايو کښي ساکت پاته سويدۍدۍ،

اعلم،
لفظ يادواحدمتکلم صيغه ده اوياداسم تفضيل صيغه ده مضافه ده ومالاتعلمون ته خوتفضيلي معني ورڅخه مرادنه ده مګرعلامه آلوسي په روح کښي داسم تفضيل احتمال ردکړيدۍـ
تمت ومن الله التوفيق،

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery