مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقره دسورت د،۳۳،مبارک آيت تفسير اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم(۱۶)برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ـ

----------------------------------------------------------

قَالَ يَا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (33)


لفظي ترجمه
،( قَالَ)وويل ده،يعني الله پاک وآدم عليه السلام ته( يَا)اي( آدم)آدمه (أَنْبِئْ) خبرکړه ته (هُمْ)دوئ( بِ)په (أَسْمَائِ )نِومو(هم) ددوئ،يعني ددغوشيانو،مطلب داچي الله پاک وآدم ته وفرمايل چي اي آدمه دغه ملائکي خووعلم تهْ دنوموددغوشيانوعاجزه سوي نواوس ته ددوي استاذځان جوړکه اوددغوشيانونومونه ودوئ ته وروښيه( فَ)نو(لَمَّا)هغه وخت( أَنْبَأَ)چي خبرکړل ده ،يعني دالله له حکمه سره سم چي کله خبرکړل آدم(هُمْ) دوئ يعني ملائکه( بِ )په (أَسْمَائِ)نومانو(هِمْ) ددوئ يعني ددغوشيانو( قَالَ)نووويل ده ،يعني الله وملائکوته( أَ)ايا(لَمْ )نه ؤ(أَقُلْ) ويلي ما( لَكُمْ) تاسي لره( إِنِّي)بيشکه زه( أَعْلَمُ)عالم يم زه( غَيْبَ )په غيب (السَّمَوَاتِ)داسمانو( وَ)او(الْأَرْضِ) دځمکي يعني ماله پخوالاوتاسي ته ويلي ؤچي زه په هغوشيانوداسمانواودځمکي عالم يم کوم چي له تاسي ټولومخلوقاتوڅخه غائب دي( وَ)او،يعني اووم زه (أَعْلَمُ ) چي پوهيدم (مَا) په هغه( تُبْدُونَ) چي ښکاره کاووتاسي يعني هغه،چي عبارت دۍ له دې قول ددوئ څخه چي،اتجعل فيهامن يفسدفيها الآية،( وَ)او(مَا)په هغه( كُنْ)چي واست (تُمْ)تاسي( تَكْتُمُونَ) (33) چي پټاووتاسي يعني هغه چي عبرت ووله دې قول څخه ددوئ چي هيڅکله خداي داسي څوک نه پيداکوي چي ترموږدي پرالله پاک باندي عزتمنداوقدرمن وي

تفصيل اوعلمي خبري :
پوسه چي له دغومبارکوآياتوک څخه ډيري مهمي فائدې ترلاسه کيږي چي بيان يې په دې ډول دۍ،اوله دافائده ترلاسه کيږې چي بنده چي يومهم کارکوي نوبايدپه مشوره سره کړي ،دوهمه دافائده ورڅخه ترلاسه کيږي چي حاکم اواميربايدکارونه دخپلوخواصواوذوي الرأيوپه مشوره سره ترسره کوي ،دريمه دافائده ورڅخه ترلاسه کيږي چي يوڅوک چي دعظمت اولوړمنزلت خاوندوي نوپه کاروکښي که ديْ مشوره کوي نوداددهله عظمت سره نامناسب کارنه بلکه ورسره ضروري کاردۍ ،څلرمه دافائده ورڅخه ترلاسه کيږي چي که دمشوره ورکوونکورأيه په يقيني ډول ومشوره غوښتونکي ته نامناسبه ښکاره سي اوخپله رأيه ورته منايبه ثابته سي نوبايدپه خپله رأيه عمل وکړي ،پنځمه دافائده ورڅخه ترلاسه کېږي چي تنقيدپريوه خبره ياپريوه کارديوچاباندي په صحيح نيت سره نامناسب کارندۍ بلکه بايدوکړسي ځکه دملائکوکه څه هم په دغه قول سره چي اتجعل الآية پرالله پاک باندي تنقيدمطلب نه ؤخوپه دې کښي چي ددوئ له خولې څخه الله داسي جمله راوايستله چي په ظاهره تنقيدورڅخه فهميږي حکمت دالله پاک بنده ګنولره دتنقيدتعليم ؤ،اوشپږمه دافائده ترلاسه کيږي چي هغه څوک چي پرده باندي کوم تنقيدوکړسې نوهغه بايدياتنقيدکوونکي ته قناعت بخښه جواب ووايې اودخپل کارياګفتارصحت ورته ثابت کړي اويادده په تنقيدعمل وکړي اودخپل کاريا قول اصلاح وکړي لکه چي په يوه مشهورحديث کښي چي په مشکاة وغيره کښي يې روايت سويدۍ راغلي دي چي داسلام پيغمبروابوهريره رضي الله عنه ته خپل نعلين مبارکان ورکړل اوورته وې فرمايل چي هرڅوک چي په درځي اوکلمه داسلام وايې مني يې نووهغه دجنت زېري کوه اوکله چي عمرپه مخه ورغي اوابوهريره دمبارک عليه السلام خبره ورته وکړه نوعمردي سخت وواهه اوبيرته يې واپس کړاوداسلام وپيغمبر ته هم وويل چي داډول خبربايدو نکړه سي ځکه چي خلګ بيا ددغي خبري پرظاهرباندي ځي اوواعمالوته شا ورګرځوي اواسلام پيغمبردعمررضي الله عنه دغه خبرفي الحاله ورسره ومنله،اومه دافائده ورڅخه ترلاسه کېږي چي دمشيرتوب اوخلافت داستحقاق دپاره چي کوم شرطونه دې نوپه هغوئ کښي علم ترټولومهم شرط دۍ ،همداسبب دۍچي بني اسرائيلودطالوت په باچاکيدلوکښي ترددوکړپه دې وجه چي ددوئ په فکروکښي مداردفضيلت اوداستحقاق دباچاهي دمال اودولت ډير والي وواوطالوت يومسکين سړئ وونودهغه وخت نبي ددوي دغه استدلال ردکړاومدارداستحقاق دبادشاهي يې علم اوجسمي عظمت وباله لکه الله چي په قرآن کښي په دې ډول حکايت ورڅخه کړيدۍ،وزاده الله بسطة في العلم والجسم،اتمه دافائده ورڅخه رااوځي چي معيا ردفضيلت ديوه پربل باندي علم نافع دۍ مولانا رومي رحمه الله دعلم نافع په باره کښي داسي فرمايلي دي :

،خاتم ملک سليمان است علم ـ جمله عالم صورت وجان است علم
آدم خاکي زحق آموخت علم ـ تابهفتم آسمان افروخت علم
بوالبشرچون علم الاسماءګشت ـ صدهزاران علمش اندرهررګ است ،
علم چون بردل زني ياري شود ـ علم چون برتن زني ماري شود
هين مکش بهرهواآن بارعلم ـ تابه بيني ازدرون انبرعلم
بيني اندردل علوم انبيا ـ بي کتاب وبي معيدواوستا
قالرابګذارمردحال شو ـ پيش مردکاملي پامال شو
حکمت دنيا فزايدظن وشک ـ حکمت ديني بردفوق فلک
جان جمله علمها اين است اين ـ که بداني من کيم دريوم دين
دانش نوراست درجان رجال ـ ني زدفترني زراه قيل وقال
تمت ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery