مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

دبقري دسورت د ،۱۲،۱۱،۱۰،۹،۸، مبارکواياتومحقق اومصحح تفسيراوتحقيق.

تفسيرفضل الرحيم (۲)برخه پاره الم /

علامه محمد معين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
-------------------------------------------------------

لفظي ترجمه :
(و ) او ( مِنَ ) ځني ( النَّاسِ) د خلګو( مَن) هغه دۍ ( یـــَقُــــولُ ) چي وايي دَیْ (امَنَّا) چي ايمان راوړئ دئ موږ( بِاللهِ ) په خدائ باندی( وَ )او ( بِاليـــَومِ ) په ورځ (الآخِرِ ) اخيره باندی .
يعني په ورځ د قيامت باندی( وَ ) حال دادئ( مَا) نه دي( هُم ) دوۍ (بِمؤمِنيِن)(۸) هيڅ مؤمنان يعني په هيڅ ډول دوۍ مؤمنان نه دي ( يُخَادِعُونَ ) چم کوي دوۍ ( اَللهَ) له خدائ سره ،، مرا ددادۍ چی دوۍ له رسول د خدائ سره چم کوی ( وَ) او (الَّذِينَ) له هغو خلګو سره ( امَنوا) چي ايمان يې راوړئ دئ یعنی اوبل دوی په دغه منافقانه ویناکښی ومخلصومومنانوته کوم چی اصحاب دمحمدصلی الله علیه وسلم دی دوکه ورکوی( وَ ) او (مَا) نه ( يَشعُرُونَ )(۹) اګاه کيږ ي دوی .

يعني اوځنی له دغوخلګودمدینی منوری څخه هغه قسم خلګ دی چی دوی دالله ورسول اودده واصحابوته دملاقات په وخت کښی په دروغوسره داسی وایی چی موږهم ستاسی په شان مومنان یوپه الله پاک باندی اوپه ورځ داخرت باندی موایمان راوړی دۍ او حال دادۍ چی دوی په هیڅ معنی دمومنانوپه سلسله کښی داخل ندی خوداچی دوی په ظاهره دمسلمانی دعوه کوی په دی کښی ددوی غرض اومطلب دخدای درسول اودمومنانودوکه کول دی وبس او په دې نه آګاه کيږي او نه پوهيږي چي دغه چم او دغه د منافقت معامله ځموږ څونه بد أنجام او عذاب لري ، او نه په دې پوهيږي چي په حقيقت کښي دا موږ له خپلو ځانو سره چم کوو ، د خدائ (جل جلاله) و رسول او مومنانو ته ، او د الله تعالی ودين ته په دې سره هيڅ ضرر نه سو رسولائ ، او نه په دې طريقه هغه مقصدونه لاس ته راوړلائ سوکوم چي په دغه منافقت کښ موږ په نظر کښي نيولي دي .

پو سه چي په دغو اوپه راتلونکيو اياتو کښي الله ( جل جلاله ) د منافقانو حالات بيان کړيدي .

محترمو مسلمانانو
منافق د اسلام له نظره پردری قسمه دئ اول إعتقادي انکاری منافق ، او دوهم اعتقادی شکی منافق اودریم عملي منافق ، اعتقادي انکاری منافق و هغه ته ويل کيږي چي په زړه کښي کافر وي ، اسلام نه مني ، مګر په خوله دا وايي چي زه مسلمان يم ، د اسلام دين مي قبول کړئ دئ اوشکی منافق وهغه ته ویل کیږی کوم چی په باطن کښی داسلام اودقران اودرسول الله په حق والی کښی شک لری خوپه خوله دغه شک نه ښکاره کوی و دغودواړه قسمه منافقانو ته غير مجاهر کافران ويل کيږي او هغه چي په ښکاره کافر وي و هغه ته کافر مجاهِر ويل کيږي پوسه چی دغه دوه قسمه منافق تر ښکاره کافر په کفر کښي زيات أغلَظ دی ، او د قيامت په ورځ کښي يې عذاب هم تر ښکاره کافر سخت دئ . ځکه دَی تر ښکاره کافر اسلام ضرره ډير دئ ځکه چی په ده مسلمانان خطاؤځي ، او په دې وجه چي ده د اسلام او مسلمان په جامه کښي ځان ښکاره کړئ دئ په مسلمانانو کښي مداخله ډيره کولائ سي ، او د مسلمانانو په پټو رازو اسانه خبريدلائ سي ، او مختلف ضررونه ومسلمانانو ته رسولائ سي .

او عملي منافق و هغه چاته ويل کيږي چي وي مسلمان ، خو خويونه د منافق په ده کښي موجود وي لکه دروغ ويل ، وعده خلافي کول ، په امانت کښي خيانت کول ، لکه چی په يوه مبارک حديث کښي هم داسي راغلي دي .
په مدينه منوره کښي چي د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) په وخت کښي کوم منافقان وونو هغه اول دوه قسمه منافقان ؤ ، او اکثر د دوۍ يهود ؤ چي شمير يې و دريوسوو۳۰۰ ته رسيدئ ، او عبدالله ابن اُبئ ابن سلول له دغو منافقانو څخه ډير مشهور منافق ؤ .

تفصیل اوعلمی خبری( ومن الناس )پوسه چی دمن کلمه دلته اسمی ده مؤله ده په لفظ دبعض سره مضافه ده د(الناس )ولفظ ته اومجموع مبتدا دۍ او(من یقول الخ) یی خبردۍ اوعکس ددی مناسب ندۍ ځکه چی بیا دغه جمله مفیده نه واقع کیږی لکه چی پرعالم سړی باندی داخبره خفی نده د(الناس) دلفظ تحقیق به په بل ځای کښی درته راسی ،،فائده،پوسه چی ددی خبری استنباط چی من جاره اسمیه هم راځی علامه تفتازانی رحمه الله کړیدۍاوکړی ئی هم ددغه ایت دحل په وجه دۍ ځکه چی ځنو مفسرینولفظ د(من الناس) لکه چی متعارف دۍ جار او مجروربللی دۍ اودمتعلق مقدرپه اعتبارئی خبرمقدم د(من یقول )دپاره ګرځه ولی دۍ نومعنی دجملی نامناسبه راغله ځکه چی پردغه تقدیردجملی محصول حکم دۍ پر(من یقول )باندی په( من الناس) سره یعنی هغه څوک چی وائی چی موږایمان راوړی دۍ الخ هغه بعضی دخلګودی اودابی فایدی محصول دۍ مفیدمطلب پردغه تقدیرثابتیږی چی پر(من الناس )باندی په( من یقول )سره حکم وکړسی لطیفه ،،دِمن لفظ اسم هم راځی لکه پدغه آيت کښی اوفعل هم راځی بيانودواحدمذکرامرحاضرمعلوم صيغه ده له ،،مان يمين مينا ،،څخه چی په معنی ددروغ ويلو دئ اوحرف جرهم راځی نوپه ده کښی دکلمی دری سره قسمونه جمعه سوی دی مادغه دری سره ډوله من په يوه ترکيب کښی په دی ډول راوړی دۍ من من من عطازيد(من يقول )پوسه چی دمن په کلمه کښی دوه احتماله دی، اول دا چی موصوفه سی اود(يقول) جمله یې صفت سی نوبه تقديرپه دی ډول سی ای ومن الناس ناس الخ يعنی ځینی دخلګو داسی خلګ دی الخ، اودوهم داچی موصوله سی اومرادورڅخه معلوم خلګ دمنافقينوسی لکه عبدالله ابن ابی ابن سلول اوامثال دده نوبه کلمه دمَنْ په معنی دالذين سی پوسه چی ديقول لفظ له قول څخه جوړدئ اودقول لفظ په قرآن کريم کښی په پنځو مختلفومعناګانوکښی مستعمل سویدۍ، اول خالی دژبی وينابی له دی څخه چی زړه ورسره موافق وی لکه په دغه آيت کښی، دوهم دژبی ويل سره له موافقت اواعتقاده دزړه لکه ددغه سورت په ،۱۵۶،آيت کښی ، دريم په معنی دکلام دخدای پاک لکه دنحل دسورت په ،۵۱، آيت کښی ،څلرم په معنی دوحی لکه داذالشمس کورت په ،۱۹ آيت کښی ، پنځم دافتراپه معنی لکه ددغه سورت په ،۶۹ آيت کښی، دیقول په لفظ کښی دهوضمیرمستتردۍ راجع دۍ ومن ته په اعتباردلفظ دمن ځکه چی دمن کلمه دلفظ په اعتبار مفرده ده اودآمنا وغیره په لفظو کښی دمن دکلمی دمعنی مراعات سویدۍ ځکه چی من په معنی کښی جمع دۍ (آمنا بالله الخ )په دغه قول کښی ولی ايمان ترالله اوترورځی داخرت پوری خاص ګرځول سوی دۍ سره له دی چی ددغو منافقانوله حال سره خو مناسب ذکرکول دايمان په رسول صلی الله عليه وسلم اوپه قرآن کريم ؤځکه چی دغه منافقان خواکثر يهودان ؤکوم چی په خدای اودآخرت په ورځ باندی یې له پخواڅخه لاايمان درلودی ځکه چی دوۍ اهل کتاب ؤ ؟ددی سوال اصلی اوپه زړه پوری جواب دادۍ چی دغومنافقانوخوورسول علیه السلام اوومومنانوته پرټولومومن به شیانوباندی دایمان راوړلو اظهارکاوه مګرپه آیت کښی ددغو دووشیانوذکر په دی وجه خاص سویدۍ چی په دی سره الله پاک ودی خبری ته اشاره کړیده چی دغه منافقین په هغوشیانوباندی دایمان په دعوه کښی لادروغ وایی کوم چی دوی په هغی دعوې کښی په خپلوزړوکښ هم ځانونه صادقان بولی نودهغه ايمان په دعوه کښی به چيری دوۍ صادقان وګڼل سی کوم چی دوی پخپله هم خپل ځانونه په هغی دعوی کښی کاذبین بولی چی هغه دعوه دایمان راوړلوده په قرآن اوپه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی

(وماهم الخ)پوسه چی مقصودله دغه قول څخه رددۍ دذکرسوی قول دمنافقانو نوپه دی سبب دلته داسوال کیږی چی دوی خودعوه دایمان د(آمنا )په لفظ سره کړیی وه کوم چی جمله فعلیه ده نوپه ردکښی یی هم بایدجمله فعلیه ویله سویی وای چی (وماآمنوا) دۍ جواب ددی سوال دادۍ چی په دی سبب له جملی فعلیی څخه وجملی اسمیی ته عدول سویدۍ کومه چی د(وماهم بمؤمنین) جمله ده چی پردغومنافقانوباندی ردپه ابلغه اوپه اکمله وجه سره راسی ځکه چی د(ماآمنوا)جمله دلالت کوی پرنفی دايمان راوړلو ددوی په ماضی زمانه کښی اومذکوره جمله اسميه دلالت کوی پرنفی دايمان ددوی مطلقا( يخادعون الله الخ ) پوسه چی دغه جمله مستانفه جمله ده جواب ديوه مقدر سوال واقع سوی ده سوال دادۍ چی منافقانوپه دغه دروغ ويلو کښی چی مومنان نه وه اوپه خوله بی ويل چی موږ ايمان راوړی دۍ څه مطلب اوغرض درلودۍ نوالله پاک د(يخادعون )په جمله سره ددغه سوال جواب فرمايلی دۍ حاصل دجواب دادی چی غرض اومطلب ددوی په دی کښی دوکه اوچم کول ؤدخدای له رسول اوله مومنانو سره هم دارنګه پوسه چی ديخادعون لفظ له مخادعة ياله خداع څخه جوړدۍ اومجرد مصدریې خدع دۍ کوم چی په اصل کښی و پټولوته اوياوفسادته ويل کيږی اوپه عرف کښی خدع ودی ته ويل کيږی چی ويوچاته په فکرکښی يوشی ورواچوی اومرادستا په حقیقت کښی بل شی وی چی هغه هم مکروه اوناوړه شی وی اوپه يوه حديث کښی کوم چی قرطبی ذکرکړی دۍ دخدع يادخداع تفسير په دی ډول سوی دۍ چی خدع ودی ته ويل کيږی چی شرعی کارکوم چی الله پاک ته په هغه سره امرکړی یې ددنيوی اغراضوپه خاطر وکړی دمثال په ډول لمونځ يازکات ا ويابل عبادت دريايادمال حاصله ولوپه خاطر وکړی نوودغه ته خداع ويل کيږی سوال منافقانوخوهم لکه مسلمانان پردی باندی عقيده درلوده چی له الله جل جلاله څخه هيڅ شی نسی پټيدلای نو بياڅنګه دوی له الله سره مخادعه کوله ځکه مخادعه خوله هغه چاسره ته کولای سی چی له هغه څخه ته يوشی پټولای سی ددی سوال متعددجوابونه دی اول جواب دادۍ چی په کلام کښی دمضاف حذف راغلی دی اوتقديردکلام په دی ډول دۍ( يخادعون رسول الله) اودوهم جواب دادۍ چی په دوی کښی داعقيده موجوده وه چی العياذبالله الله پاک په ټولوجزئياتوعلم نلری دريم جواب دادۍ چی څرنګه چی ددغومنافقانومعامله له الله پاک سره په دی ډول وه لکه چی ګواکی د وی له الله سره چم کوی نوپه دي وجه الله پاک ددوۍ له معاملي څخه په مخادعه سره تعبيرفرمايلئ دئ ،سوال دالله پاک په شان کښي خودامحال دئ چي دَيْ له يوچاسره خِداع اوچم وکړي اودارنګه رسول عليه السلام اواصحابودده هم له منافقانوسره کومه معامله دچم نه کوله اوسره له دي چي د ( يخادعون ) له لفظ څخه کوم چي دمفاعلي باب دئ دالازميږي چي الله پاک يارسول دده اومومنانو هم له دوۍ سره خِداع اوچم کاوه ،،مفسرينوددغه سوال متعددجوابونه ذکرکړيدي خوډيرپه زړه پوري جواب دادئ چي د(يخادعون) فعل دلته دمبالغي دپاره دئ اودمفاعلي معني نه ده ورڅخه مراد یعني معنی یې داسي نه ده چي دوۍ مقابله کوي په چم کولو کښي له خدای سره اوله مومنانوسره بلکي معني يې په دي ډول ده چي ډيرچم کوي دوۍله الله جل جلاله سره اوله مومنانوسره، سوال د(يخادعون الله الخ )، دجملي اود(ومایخدعون الخ،)دجملي په منځ کښي تعارض موجوددئ ځکه چي د( يخادعون )په جمله کښي ومنافقينوته دخِداع ثبوت راغلئ دئ له رسول سره اوله مومنانوسره اود( ومايخدعون) په جمله کښي مُخادعه اوچم ددوۍ حصرسويدئ په ځانوددوۍ کښي يعني دوۍ له هيچاسره چم نه کوي مګرله خپلوځانوسره جواب ددي سوال دادئ چي اوله جمله پرظاهرباندي بناده يعني په ظاهره خودوۍله رسول اوله مومنانوسره خِداع کوله اودوهمه جمله پرباطن اوپرحقيقت باندي بناده ځکه چي دنيوي اواُخروي وبال،ضرراوعذاب دخِداع ددوۍخاص ودوۍ ته راګرځيدئ نه ورسول عليه السلام اوومومنانوته .

(الاانفسهم) پوسه چي د(انفس) لفظ جمع دنَفس دئ، اودنفس لفظ په خوراډيرومعني ګانو کښي مستعمليږي ، ( ۱)مجموع روح اوبدن (۲) روح(۳)هغه نفس چي اهل طريقت يې ثابته وي(۴)نفس اَماره(۵)نفس لَوّامه(۶)نفس مُطمئِنّه(۷)نفس حيواني(۸)نفس نباتي(۹)نفس جمادي(۱۰)نفس ناطقه انساني، دلته په اوله معني مراددئ کوم چي په پښتوکښي دځان اودځانوپه لفظوسره تعبير ورڅخه کړکيږي.
(ومايشعرون) .

دغه فعل له شعورڅخه ياله شَعرڅخه جوړدئ کوم چي په عرف کښي واِحساس ته ويل کيږي يعني وهغه علم ته چي حاصل سويوي په يوه له حواسوسره چي قوه باصره اوقوه سامِعه اوقوه شامه اوقوه ذائقه اوقوه لامِسه وغيرها دي اوپه اصلي لغت کښي شَعرپه معني دعلم دئ اومفعول ددغه فعل محذوف دئ تقديريې په دي ډول دئ ،(،ومايشعرون انهم في الحقيقة لايخادعون الاانفسهم،)، پوسه چي په دغه قول کښي الله پاک له دوولاروڅخه ودي خبري ته اشاره کړيده چي دغه منافقين په اخيره درجه کښي احمقان اوبي عقلان دي اول له دي لاري څخه چي سره له دي چي داخبره چي ددوۍ دغه خداع اوچم په حقيقت کښي پردوۍ باندي راګرځي دمحسوسوشيانوپه ډول ښکاره دئ مګربياهم دوۍپه دي نه پوهيږي دوهم له دي لاري چي شعوروحيوان ته هم ثابت دئ ليکن دوۍ سره له دي چي انسانان دي بي شعوره دي


لفــظي ترجــمه :
(فِي) په (قُـــلُوبِ) زړوکښي (هِم) د دوۍ يعني ددغو منافقانو (مَرَض) مرض دئ يعني هم د دوۍ په زړو کښي ظاهري ناجوړي او مرض دئ او هم باطني اومعنوی ناجوړي ددوی په زړو کښی موجوده ده چي بيان بې ان شاءالله راسي ( فَ ) وروسته ( زَادَ) زيات کړئ دئ(هُم) دوۍ لره(الله) خداي پاک ( مرَضا) مرض یعنی کوم مرض چی په دوی کښی داسلام اودمسلمانانودحالاتودترقۍ په وجه په دوی کښی پیدا سوی ؤاویاله پخوالاپه دوی کښی ددوی دخباثتو په وجه موجودؤ هغه الله پاک نور هم ورزیات کړ (وَ) او (لَهُم) دوۍ لره يعني اوسته دوۍلره دقيامت په ورځ کښي (عَذَاب) عذاب (اَليم) درد ورکونکئ ، يا درد ناک ( بِمــَا ) په سبب ددې (کَانُو) چي دي دوۍ او يا وو دوۍ (يَکذِبُون)(۱۰) دروغ وايي يا دروغ بې ويل .

يعني په سبب ددې چي دوۍ په دروغو په خوله داسلام دعوه کوي او په زړو کښي يې کفر دئ د قيامت په ورځ دوۍ لره درد ورکونکئ سخت عذاب ورکيدونکئ دئ .

پوه سه چي کله چي د خدائ ( جل جلاله ) رسول و مدينې منورې ته له مکي څخه په هجرت ورغئ ، او مسلمانان سره پر راټول سول ، اوپه مدينه کښي د اسلام حاکميت پيل سو ، نو د دغو منافقانو په زړو کښي ظاهري او باطني مرض پيدا سو ظاهري مرض په زړو کښي د دوۍ دا ؤ چي د اسلام او د مسلمانانو تجمُّع ، او دخدائ درسول د موجوديت په سبب بې زړونو درد کاوه او هميشه به غمجن او په وير أخته ؤ . او باطني مرض يې داؤچي ددوۍ په زړوکښي داسلام اوداسلام دپيغمبراودقران کريم په باره کښي کفر، نفاق او شک پيداسو او بيا چي به هر آيت اوهر حکم په اسلام کښي له الهي لوري څخه پرحضرت محمدصلي الله عليه وسلم باندي نازليدئ نو د دوۍ معنوي مرض به کوم چي ددوۍ کفر او شک او نفاق ؤ ورسره زياتيدئ او دارنګه څونه چي به د خدائ (جل جلاله) دين او مسلمانان قوي کيدل نو هغونه به د دوۍ ظاهري مرض کوم چي ددوۍدزړونو درد اوغصه او غم اوددوۍ دبدنوناارامي وه، زياتيدئ .

تفصيل اوعلمي خبري .
(في قلوبهم مرض)

پوسه چي د(قلوب) لفظ جمع دقلب دئ دقلب لفظ په عربي لغت کښي په ډیرومعني ګانوکښي مستعمل سويدئ(۱) خالص اوشريف جز ديوشي هرشي چي وي(۲)زړه، که دانسان وي اويادکوم بل شي وي(۳)اړول ديوشي پربل مخ باندي(۴)دقلب له لفظ څخه دتفعيل د باب مصدرهم راغلئ دئ کوم چي تقليب دئ اوتقليب په معني دنظراوسوچ وهلوده په عاقبت اوپه انجام کښي دکارولکه په دي قول دالله پاک کښي ( وَقَلَّبُوْالَکَ الْاُمُوْرَ) التوبه /۴۵

(۵)دقلب له لفظ څخه تَقَلُّب هم راغلئ دئ کوم چي دتَفَعُّلْ دباب مصدردئ، تقلب وتصرف ته و يل کيږي په کارواوپه ښاروکښي لکه په دي قول دخداۍ پاک کښي (فَلَايَغْرُرْکَ تَقَلُبُهُمْ فِيْ الْبِِلَادِ) سورة غافر / ۴
اودارنګه تَقَلُُّبْ وهغه ريږديدلوته هم ويل کيږي کوم چي دويري اودترس له وجي وي لکه په دی قول دخدای کښی( تتقلب فیه القلوب والابصار،) سورة نورا یت ،،۳۷،ا وپه عرف کښي دقلب دلفظ غالباً پردوومعني ګانوباندي اطلاق کيږي لکه چي امام ابوحامدغزالي فرمايلي دي چي دلفظ دقلب پردوومعناګانوباندي اطلاق کيږي اول قلب هغه غوښه چي صنوبري شکله ده اودسينې په چپه طرف کښي پرته ده اوپه باطن کښي ددغي غوښي تجويف موجوددئ اوپه دغه تجويف کښي توره وينه پرته ده کومه چي منبع اومعدن دروح ده يعني دحيواني روح چي عبارت دئ له بخارلطيف څخه اودوهم ،،قلب لطيفه ربانيه روحانيه ده کومه چي ترهمدغه صنوبري شکله غوښه پوري تعلق لري، پوسه چي په پښتوکښي له اولي معني څخه په زړه اوله دوهمي معني څخه په روح تعبيرکيږي همدارنګه پوسه چي علماؤذکرکړيدي چي په قران کريم کښي دقلب لفظ په دريومعني ؤ کښي مستعمل سويدئ، اول په معني دعقل لکه په دي قول دخداۍ کښي

(اِنَّ فِي ذَالِکَ لَذِکْرَی لِمَن کان له قَلب)سورت احقاف/۷۳ ، اودوم په معني درأی اودتدبيرلکه په دي قول دخداۍ پاک کښي (تَحْسَبُهُمْ جَمِيْعاً وَقُلُوْبُهُمْ شَتَّی) سورت حشر/۱۴، دريم په معني دذکرسوي صنوبري غوښي کومه چي زړه ورته ويل کيږي لکه په دي قول دخداۍ پاک کښي(فَاِنَّهَالَاتَعْمَلْ الابْصاَرُوَلَکنْ تَعْمی اَلقُلُوْبُ الَّتِيْ فِی الصُّدُوْرِِ) سورت حج ايت ۶۶،خوزماپه فکرپه قران کريم کښي دقلب لفظ په څلورمه معني کښي هم مستعمل سويدئ چي هغه قلب صنوبري اولطيفه ربانيه دواړه دي خوالبته دغه استعمال يې په طريقه دعموم د مجازسره دئ اودلته په ايت کښي د(قلوب)له لفظه څخه همدغه معنی مرادده

(مَرَضٌ) پوسه چی دمرض د لفظ حقيقی معنی هغه شی ده کوم چی موږ یې په پښتوکښی مرض اوناجوړی بولولکه زکام تبه اوداسی نوری بدنی ناجوړۍ اودمجازپه ډول وقلبی بدواونالائقه صفاتوته هم ويل کيږی کوم چی قلب اوروح له اعتدال څخه خارجه وی اودقلبی اوروحی کمالاتومانع ګرځی لکه کفر، نفاق، بخل، دګناؤمحبت، کبر، عجب،وغيره دنبی عليه السلام دزمانی په منافقينو کښی هم حقيقی مرضونه اوهم مجازی مرضونه دواړه قسمه موجودوه حقيقی مرضونه دامرضونه په دوی کښی موجود وه چی هروخت چی به دمسلمانانوله يوه پرمختګ څخه خبرسول نوددوی په ز ړوکښی به محسوس دردونه پيداسول اوپه بدنوکښی بی ناجوړی پيداسوه او طبيعتونه اومزاجونه بی خراب سول او مجازی مرضونه ددوی داوه چی ددوی په زړونو کښی دخدای له رسول او له مومنانوسره حسداوکين اوبغض ؤاودارنګه په دوی کښی کفر اونفاق موجود ؤ( فزادهم الله مرضا)پوسه چی زیاتول دمرض ددوۍ په دی ډول وه چی اول ځل چی په مدینه کښی دخدای رسول اودده اصحاب سره یوځای سول اوداسلام دبدبه اواوازه پورته سوه اودکفارو دیهودانووغیره ریاستونه په تزلزل کښی راغلل نودمنافقینوپه بدنو اوزړو کښی ظاهری اوقلبی مرضونه پیدا سول له دی څخه وروسته چی به کوم ایت یا کوم یوشرعی حکم نازلیده نوددو ی قلبی مرض به نورزیا تیده اودارنګه چی به کومه خوشحالی اوترقی داسلام راغله نوددوی بدنی ناجوړی به نوره هم زیاته سوه دذکرسوی قول دخدای پاک مقصودهمدغه شی دۍ

پوسه. چي په قران کريم کښي الله پاک دکافرانودزړوپنځه ويشت قسمه مرضونه او ناروااوبدخويونه او احوال ذکرکړيدي.
(۱) انکار ،لکه دسورت نحل په (۲۲) ايت کښی ،(۲)حمية الجاهلية لکه دسورت فتح په په (۲۶)ايت کښي (۳)انصراف لکه دسورت توبه په( ۱۲۷) ايت کښي (۴)قسوة لکه دسورت بقري په (۷۴)ايت کښي (۵)موت سورت انعام (۱۲۳)ايت کښي (۶) مرض سورت بقره(۱۰)ايت کښي (۷)طبع، سورت منافقون(۳)ايت (۸)زیغ، سورت ال عمران (۷)ايت (۹) اباء، سورت توبه (۸)ايت (۱۰)ارتياب، سورت توبه (۴۵)(۱۱) اکنة، سور ة کهف (۵۷)ايت (۱۲)رعب، سورت احزاب(۲۶)ايت (۱۳)لهو، سورت انبیاء (۳)ايت(۱۴) شدت، سورت يونس (۸۸)ايت (۱۵)ښائسته کيدل دمخالفت الرسول، سورت فتح (۱۲)ايت (۱۶)غلاف القلب، سورت (۱۵۵)ايت(۱۷)اقفال، سوت محمد (صلی الله عليه وسلم)(۲۴)ايت ۱۸)اشمئزاز، سورت زمر(۴۵)ايت (۱۹)۸عمي،سورت حج (۴۶) ايت (۲۰)نفاق القلب، سرت توبه (۷۷)ايت(۲۱)غمره، سورت مؤمنون (۶۳)ايت (۲۲)تشيت، سورت حشر(۱۴)ايت (۲۳)رين، سورت تطفيف (۱۴)ايت(۲۴)ضيق، صدرپه معني دقلب دئ، سورت انعام(۱۲۵)آیت(۲۵)ختم، لکه د(ختم الله)په ايت کښي..
فايده . دقلب اودقلب دصفاتوپه اړه به انشاءالله زيات تفصيلات په نوروځايوکښي دتفسيردرته راسي.

(اليم)
پو سه چي د ( أليم ) لفظ فَــعِــيــلٌ وزن دئ ، فعيل وزن اګر چي په ډيرو معناؤ راغلئ دئ ، خو دلته بعض مفسرين وايي چي په معنی د اسم مفعول دئ له باب څخه د إفعال ، يعني د مُــؤلَـــم په معنی دئ ، بيا نو دغه سوال پیدا کيږي چي مؤلم يعني درناک ګرځول سوئ خو هغه څوک دئ چي په عذاب کښي وي ، نه په خپله عذاب ؟

نو بيا په دې ډول جواب ورکول کيږي چي عذاب ته له وجي د مبالغې مولَم ويل سوئ دئ ،يعني دغه عذاب ددوۍ به دونه سخت وي چي دده د ډير سختوالي په وجه به ګواکي دا عذاب په خپله لا دردناک وي .
او ځيني علماء د ( اليم )لفظ په معنی د اسم فاعل له باب څخه د إفعال ګرځوي ،کوم چي مؤلِم په معنی ددرد ورکونکي دئ، پر دغه تقديرباندي بيا دا سوال پيدا کيږي چي فعيل وزن خو د مُُــفْــعِــلْ په معنی نه راځي ؟
نوبياپه دي ډول جواب ورکړکيږي چي صحيح خبره داده چي دفعيل وزن دمُفْعِلْ په معني راتلاۍسي لکه نَذيرچي په معنی د مُنذِردئ .
پو سه چي د ( يکذبون ) په لفظ کښي دوه قراءته راغلي دي اول په تخفيف د ذال سره نو پر دغه تقديرباندي به د(بِما) په لفظ کښي د ما کلمه مصدريه سي ، او معنی د
(بما کانوا يکذبون ) به په هغه ډول سي چي له مخه تيره سوه . دوهم په تشديد د ذال سره نوفعل مضارع له باب څخه د تفعيل سي اوپر دغه تقديربه يا د (مــا) کلمه موصوله سي ، او د (يکذبون) له لفظ څخه بِه د(به) لفظ محذوف سي نو به معنی په دې ډول سي

(بما) په سبب دهغه (کانوا) چي ؤ دوۍ ( يُکَذِّبُوْن) نسبت د درغو کاوه دوۍ( به) وهغه ته يعني چي هغه رسول او قرآن دئ .
او يابه مصدريه سي او معنی به په دې ډول سي (بما) په سبب ددې (يکذبون) چي تکذيب کاوه دوۍ ، يعني نسبت د دروغو کاوه دوۍ، و رسول او و قرآن ته پر دغه تقديرباندي د (بــه) لفظ له (يکذبون)څخه وروسته نه مقدرکړکيږي .
پوه سه چي دغه ډول دروغ کوم چي منافقانوبه ويل داسلام له نظره کفربلل کیږی ،او له دې څخه ماسوی هغه قسم دروغ چي مسلمانان يې وايي کبيره او غټه ګناه ده ، توبه کول ورڅخه فرض دۍ ، اوپه دغه قسم دروغوسره انسان فاسق ګرځي البته په ځينو ځايو کښي درواغ ويل روا دي لکه چي په يوه حديث شريف کښي راځي چي په دريو ځايو کښي درواغ ويل روا دي :

اول د ميړه او د ښځي تر منځ چي مثلا د ښځي د خوشحالۍ لپاره ميړه په درواغو وښځی ته ووايي چي ته سخته پر ما باندي قدرمنه يې ، او يا ښځه دا ډول يوڅه په درواغو ومیړه ته ووايي .
دوهم د مسلمانو په منځ کښي د اصلاح لپاره .
دريم و مجاهدينو ته په دور ا ن کښی دجنګ . او کله درواغ ويل واجب ګرځي چي تفصيل بی بل ځائ انشاءالله راسي .

لفظي ترجمه :
(وَا) او (إذَ)ا هغه وخت (قِـــيلَ) چي وويل سي (لَهُـــم) دوۍ لره ، يعني دغو منافقانو ته ( لَا ) مه(تُفسِـــدُوا) کوۍ فساد یعنی مه کوۍ فساد (فِي) په ( الأرضِ) دې مزکه کښي يعني په دې مزکه د مدينې کښي یاپه جنس ځمکه کښی یا په عالم کښی ،لکه چی توضیح بی راسی(قــالـــوا) نو وايي دوۍ يعني دا منافقان و دغه ويونکي، نصیحت کوونکی ته (إنَّمــَا) بېشکه خاص دا خبره ده (نَــحــنُ) موږ (مُصلِــحُــون)(۱۱) اصلاح کونکي يو .

يعني کله چي و دغو منافقانو ته يو څوک ووايي چي دغه د فساد کارونه د مدينې په مځکه کښي مه کوۍ ، نو دغه أحمقان او د نفس په خواهشاتو کښي غرق سوي منافقان خپل دغه د فساد کارونه د إصلاح کارونه بولي او وايي چي يواځي موږ يو چي اصلاح کونکي يو او دغه کوم څه چي موږ يې کوو هغه ټول د اصلاح کارونه دي مطلب ددوی په دی قول کښی داهم ؤچی ودغه نصیت کوونکی ته بی ددی خبری اشاره هم کوله چی په حقیقت.کښی مفسدین هغه خلګ دی کوم چی ته یې مصلحین بولی یعنی چی اصحاب دمحمدصلی الله علیه وسلم دی،محترمومسلمانانو

دغه راز په هر وخت کښ چي کومه مفسده ډله پيدا کيږي ، او دفساد کارونه کوي ، نودوی دغه د فساد کارونه د خير کارونه بولي ا وکوم خلګ چی مصلحین وی نودوی وهغوۍ ته فسادکوونکی اوددوی کارونه دفسا.کارونه بولی

دارنګه د منافق انسان په ناروا خويو کښي يو غټ ناروا خوۍ دادئ چي يو خو هميشه د شر اوفساد کارونه کوي ، او بل دغه کارونه و خلګو ته د خير په کارو سره تعريفه وي ، او که يو څوک نصيحت ورته وکړي نو دوۍ پر ځائ ددې چي د نصيحت کوونکي خبر ومني مقابله ورسره کوي ، او دا ورته وايي چي کوم کارچی ته یې د خير بولې هغه په أصل کښي د شر کار دئ ، او کوم کار چي ته یې د شر بولې هغه د خير کار دئ .محترمودارنګه

په هره زمانه کښي چي کومي ډلي په مسلمانانو کښي پيداکیږی ، او ټول کارونه يې په حقيقت کښي هم دبشریت اوهم د إسلام پرضدوی ، اوهرکاریې داهل شر اواهل،فساد په ګټه تمامیږی. او کله چي علماءاوپوهان اومصلح کسا ن و دوۍ ته نصيحت وکړ ي نوپه داسی حال کښ چی دوۍ خپل ځانونه پر حق بولي ودغو نصیحت کوونکوته بَد وايي ،نو دغه قسم ډلي د همدغو منافقينو زيږنده دي ، بلکي د ځينو علماؤ له قوله داسي معلوميږي چي له دغه آيت څخه په أصل کښي مراد همدغه د اوس وخت فاسدي فرقې دي چي په مسلمانانو کښي پيداکیږی.

لکه چي قاضي بيضاوي (رحمه الله تعالی) په خپل تفسير کښي ذکړيدي چي له حضرت سلمان څخه روايت دئ چي أهل ددغه آيت تر اوسه پوري نه دئ راغلئ ، يعني له دې څخه وروسته به راځي ، نو له دې څخه معلوميږي چي ددغه آيت أهل د موجوده زمانوفسادپیشه او ګمراه ډلي دي .

پو سه چی منافقانو چي په مدينه منوره کښی کوم فسادونه کول نود هغوۍ ترذکرکولودمخه دمقدمی په ډول ویوی خبری ته فهم وکړۍ هغه خبره داده چی

په انسان کښي د فساد او د شر قوتونه هم سته او د خير اود صلاح قوتونه هم سته نو کله چي انسان د شر د قوتو په مقتضی ځي او د خير قوتونه په ده کښي مغلوب سي نو دغه انسان ته مفسدانسان ويل کيږي دمديني منوري منافقان همدغسي خلګ ؤ ځکه چي دوۍ په خواهشاتو د شهوت اود نفس کښي غرق سوي وه او غضبي قوتونه يې د إفراط و درجې ته رسيدلي وه او کوم قوتونه چي د خيراودصلاح اوداصلاح قوتونه دي لکه عقلي او روحي قوتونه نوهغه په دوۍ کښي دشهواني اودنفساني اودغضبی قوتونوترغلبي لاندي راغلي وه ترداسي اندازي پوري چي دغومنافقانو په هيڅ ډول نسواۍ کولاۍ چي دعقل اودروحي قوت په مقتضی سره عمل اوکاروکړي،اوس نو ددوۍدهغوفسادو يوڅونموني درته ذکرکوم کوم چي دوۍ به په مدينه منوره کښي کول

اول،دوۍ به د خپلو فاسدو مفاداتو په خاطر د مسلمانانو خبري و کافرانو ته رسولې اومسلمانانوته بې بياخپل ځانونه مسلمانان ښکاره کول دا ددې دپاره چي د مسلمانو په منځ کښي هم ځائ ولري او د کفارو په منځ کښي يې هم ولري .

دوهم،په مسلمانانو پسي بې استهزاوي کولي اوپسخندونه بې په وهل ،
دريم، ناروا کارونه بې برملااوپه ښکاره کول ،
څلورم، کفار بې پر مسلمانانو باندي راپارَول اوکفار بې هميشه ودي ته رابلل چي دمسلمانانوپرخلاف باندي سره متحد سي اوورسره وجنګيږي
پنځم، د مسلمانانو په غم به خوشحاله کيدل ، او په خوشحالي بې خفه کيدل .
شپږم، د کمزوري ايمان د خاوندانوپه ذهنوکښي بې د اسلام اوداسلام دپيغمبراودقران کریم په شان کښي شکونه پيداکول ددي دپاره چي بيرته هغوۍ له اسلام څخه واړه وي ،
اُوَم، چا چي به اراده د ايمان راوړلو وکړه او دوۍ به په خبر سول نو هغه بې له ايمان راوړلو څخه منعه کاوه ،،دغه دمديني دمنافقينو دفسادکولو يوڅونمونې وي چي درته ذکرمي کړې،

تفصيل اوعلمي خبري .
(واذاقِيل لهم)
پوسه چي دغه جمله يامعطوفه ده د(يکذبون)پرجمله باندي کومه چي په محل کښي دنصب ده اوخبرد(کانوا) ده نوبه دغه جمله هم په محل کښي دنصب سي اودارنګه به داخله سي په سببيت کښي دي قول خداۍ پاک لره چي (ولهم عذاب اليم)اويامعطوفه ده د(يقول) پرجمله باندي نوبياکچيري د(مَن) کلمه په (من يقولُ) کښي موصوفه سي نودغه دواړه جملي به په محل کښي درفع سي اوکه موصوله سي نوبيادغه دواړي جملي محل داعراب نلري ځکه هره جمله چي صله دموصول واقع سي نو بياپه محل کښي داعراب نه وي،

سوال،دغه قائل څوک ؤچي ومنافقينوته بې دغه ذکر سو يې ويناکوله ،
جواب، قاضي بيضاوي رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي مرادله دغه قائل څخه ياالله پاک دۍ اويارسول عليه السلام دئ اوياکوم بل څوک له مومنانوڅخه دئ اوځني مفسرينوبيا ذکرکړيدي چي دلته مرادعام قائل دئ يعني مطلب دادئ چي هرڅوک چي دغومنافقينوته دغه ذکرسوې ويناوکړي نودوۍ وهغه ته دغه مذکور جواب ورکوي اوځني مفسرينوويلي دي چي داهم روا ده چي مراد دي له دغه قائل څخه د منافقينودجملي څخه يوڅوک وي کوم چي داستهزا اودمجلس دتازه کولو لپاره بي دغه ذکرسویې ويناوخپلومنافقينوملګريوته کوله ،سوال، د(لاتفسد في الارض) جمله د(قيل) دپاره نائب فاعل واقع سويده اوحال دادئ چي نائب فاعل خو اسم وي نه فعل ياحرف ياجمله، جواب، د(لاتفسدوا)جمله مأوله په لفظ دهذالقول سره ده نوځکه نائب فاعل واقع سوي ده، پوسه چي (لاتفسدوا) فعل له فساد څخه مشتق دئ کوم چی ودي ته ويل کيږي چي يوشي له خپل اعتدال څخه خارج سي او وهرضرری او نقصاني کارته فسادويل کيږي لکه چي وهرنافع اوګټورکارته صلاح ويل کيږي ،

(في الارض)
پوسه چي دارض له لفظ څخه يامراددمديني ځمکه ده نوپردغه تقديربه الف لام د(الارض) په لفظ کښي يادپاره دعهدخارجي حضوري سي اويا به عوض سي له مضاف اليه محذوف څخه چی د(المدینة) لفظ دۍ اويا مرادورڅخه عامه مځکه ده نوبيا به الف لام دجنس دپاره سي اوځنومفسرينوذکرکړيدي چي د(الارض )له لفظ څخه دلته مراددنيااوعالم دئ ،

(قالواانما ...الخ)
پوسه چي دغه جمله جواب اوجزا د( اذا )ده اوحکايت ده له هغه قول څخه دمنافقينوکوم چي دنصيحت کونکي دذکرسوی خبری په جواب کښی بي کاوه،پوسه چي د(انما)دکلمي په اړه په دی

باره کښي علماؤ اختلاف کړيدئ چي اياد غه کلمه چي پرکوم کلام باندي داخله سي نوپه غه کلام کښي افاده د حصرکوي اوکه يې نه کوي ځني علماء وايې چي دانما کلمه مطلقاً دحصرمفيده نه ده اوځني علماء وايې چي دقرائنواودمقام دتقاضاپه وجه حصرفايده کوي اودخپل ذات په اعتباريې نه فايده کوي او ځني علماء وايې چي دانما لفظ دخپل ذات په اعتبار مطلقاً افاده کونکئ دحصردئ په دغوقولوکښي اخيري قول راجح قول دئ بيادغه علماء په خپل منځ کښي په دي باره کښي اختلاف سره لري چي د(انما) کلمه په څه ډول حصرفايده کوي نو ځني وايې چي کوم دوه شيان چي له انما څخه وروسته ذکرسويوي نوپه هغوۍ کښي به دوهم شی په اول کښي حصروي دمثال په ډول په دی قول کښي چي انمازيدقائم، دقائم حصرراغلئ دئ په زيدکښي خودغه قول مرجوح بلکي باطل دئ اواکثرعلماءوايې چي له( انما) څخه چي وروسته کوم دوه شيان ذکرسوی وی نوپه هغوۍ کښي به اول حصروي په دوهم کښي مثلاًپه ذکرسوي مثال کښي زيد حصرسويدئ په قائمٌ کښي اودلته په ايت کښي منافقينوخپل ځانونه حصرکړيدي په مصلحون کښي اودغه قول صحيح قول دئ، پوسه چي دمصلحون لفظ له اصلاح څخه مأخوذ دئ اواصلاح متعددي معني ګاني لري،اول، صلحه راوستل په منځ کښي ددوومختلوفريقينو،دوهم، ليري کول دفساد له يوشي څخه،دريم، دخير کار کول،څلورم، دعالم اودخلقودنظام صالح ګرځول، دلته دمصلحون لفظ په دغومعني ګانوکښي په هره معني اخستل کيدلاۍ سي

لفظی ترجمه
(الَا) خبردار يعني خبردار اوسۍ اې مومنانو(إنَّ) بې شکه (هُــم) دوۍ يعني دغه منافقان (هُــم) خاص دوۍ(المُفــسِــدون) هغه دی چی فساد کوی ( وَلکِن) اومګر (لايَشعُرون)(۱۲) نه آګاه کيږي دوی یانه پوهیږی دوی یعنی په دی چی مفسدین خاص هم داموږیونه بل څوک پوسه چی د(لایشعرون )له جملی څخه مطلب دادۍچی دغه منافقین تر حيوانانو هم بدتر دي ځکه هغه شعور لري او دوۍ شعور هم په خپل خير او شر نه لري ځکه سره له دې چي دوۍ خالص او سوچه مفسدين دي په دی ډول چی دوی په فسادکښی حصردی اوفسادپه دوی کښی حصردی نه دوی پرته له فساد څخه بل کارکوی اونه ددوی په ډول فسادکوونکی نورڅوک سته بياهم و ودوۍ ته خپل ځانونه په داسی ډول مصلحين ښکاره کيږي چي خپل ځانونه په اصلاح کښی حصر کوي ، او نور خلګ ټول مفسدين ورته ښکاري او سره له دې چي د دوې ټول کړه و وړه د دوۍ په ضرر تماميږي دوۍ يې د خپلو ځانو ل دپاره ګټه بولي .اصلاح خو په أصل کي داده چي انسان د آخرت کارونه د دنيا تر کارو مقدم او اول په نظر کښي ونيسي ، او د دنيا هغه ګټي حاصلوي چي و دين او آخرت ته په ضرر نه تماميږي ، بلکی په نفع ورته تماميږي ، او کومه دُنيوي ګټه چي و دين ته په ضرر تماميږي و هغې ګټي ته شا ګرځوي اودغه منافقين ددی پرخلاف ټول هغه کارونه کوی کوم چی ددوی ددين اوددنيا اودآخرت په ضرر تماميږی
 

benawa-etisalat
mainport ipower web host benawa
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery