مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د(۳۹) مبارک آيت لفظي ترجمه اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم ـ
-----------------------------------------------------------

لفظي ترجمه :
(وَ)او (الَّذِينَ )هغه کسان (كَفَرُوا)چي کافران سوي دي( وَ)او (كَذَّبُوا)نسبت ددروغوئي کړي دۍ يعني دروغ يې بللي دي( بِ)و(آيَاتِ)اياتوته(نَا)زموږ( أُولَئِكَ ) هغه خلګ به (أَصْحَابُ )خاوندان (النَّارِ)داور وي ،،يعني دقيامت په ورځ(هُمْ) دوۍ به ( فِي)په (هَا)ده کښي يعني په اورکښي (خَالِدُونَ) (۳۹)همېشه اوسېدونکي وي ـ

يعني ځمادهدايت له درتګ څخه وروسته که چا ځمادهدآيت تابعداري وکړه نودهغه حال خوله مخه ذکرسواوبالمقابل هغه کسان په تاسي کښي چي په ځماپه اياتو په زړوکښي کافران سي، ځمادهدآيت تابعداري ونکړي ورڅخه منکرسي اوپه خولو سره د درغو نسبت ورته وکوي نودهغوحال به بيا دقيامت په ورځ کښي داوي چي د دوږخ خاوندان به وي په دې معني چي په دوږخ کښي به وي اوهمېشه به پکښي اوسي ـ

تفصيل او علمي خبري :
پوسه چي ځموږ عقيده دنبيانو په شان کښي داده چي دوئ له ګناوو څخه معصوم اوپاک دي يوه مبتدعه ګمراه ډله چي حشويه ورته ويل کيږي داعقيده لري چي انبياء عليهم السلام له ګناوو څخه پاک نه دي دوئ اول دحضرت آدم عليه السلام په قصه دليل نيسي دوئ وايې چي حضرت آدم عليه السلام نبي وو اوسره له دې يې ګنا کړېده نومعلومه سوه چي انبياء معصوم نه دي پاته سوه داخبره چي آدم عليه السلام په څه سبب دوئ ګناکوونکۍ بو لي د دې دپاره دو ئ څو وجهي وړاندي کوي :

اوله وجه داده چي الله جل جلاله چي دَۍ د کومي درختي له خوړلو منعه کړۍوو ده له هغې درختي څخه خورک وکړ ـ
دوهمه وجه داده چي الله جل جلاله وآدم عليه السلام ته فرمائلي دي چي که تاسي له دغه درختي خورک وکړ نوبه تاسي دواړه له ظالمانو سۍ نوظالم خو دګنا په سبب يوڅوک ګرځي ـ
دريم دليل يې دادۍ چي الله جل جلاله وده ته دعصيان اود غوايت نسبت کړيدۍ لکه چي الله پاک فرمايلي دي � فعصي آدم ربه فغوي � ـ
اوڅلرم دليل يې دادۍ چي الله پاک وآدم ته توبه ورزده کړه اوتوبه خوله ګنا څخه کيږي ـ
پنځم دليل يې دادۍ چي آدم عليه السلام پخپله و ويل چي که ته اۍ ربه مغفرت راته ونکړې اورحم پرموږ ونکړې نوموږ به له خاسرينو سو اوخاسر خو په سبب دګنا سړۍ ګرځي ، ـ
شپږم دليل يې دادۍ چي که آدم عليه السلام ګنا نه واۍ کړې نوهغه قصې به پر ده باندي نه راتللائ کومي چي پرراغلې ـ
پوسه چي زموږ علما ءدآدم عليه السلام په دغه کارکښي مختلف تاويلونه کوي :
اول دا چي دغه نهي تنزيهي وه تحريمي نه وه ـ
دوهم داچي آدم عليه السلام په اجتهاد کښي خطاسو يا په دې ډول چي نهې تحريمي وه ده دتنزيهي خيال باندي وکړ ياپه دې ډول چي نهې له جنسه د درختي وه اود ده خيال راغۍ چي دغه منعه د دغه جنس له يوې معلومي درختي څخه ده اويا په دې ډول چي شيطان چي کله قسم ورته وکړنو د ده په فکر کښي داورغلل چي صادق د ۍ ځکه په خداۍ په دروغو قسم څوک نه کوي اوپه دغه وخت کښي ئې له الهي منعي څخه ذهول راغۍ ـ
دريم داچي د ده الهي منعه هېر سوه دهېري په حال کښي يې خورک وکړ پاته سوه دحشويه وو دليلونه نوځموږ علما وو مفسرينو لکه قاضي بيضاوي دهغوئ په زړه پوري جوابونه کړيدي دلته يې بيان ډېر طوالت ته مفضي کيږي ـ

والسلام ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery