مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د (۴۴) آيت تفسيراوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (44) .


لفظي ترجمه :
( أَ)ايا (تَأْمُرُونَ)امر کوۍ تاسي (يعني اې ملايانو دبني اسرائيلو! ) ( النَّاسَ)خلګ ( بِالْبِرِّ )په نېکۍ (وَ)او(تَنْسَوْنَ)هېروئ تاسي ( أَنْفُسَ)ځانونه (كُمْ)ستاسي [يعني په خپله هيڅ نيکي نه کوۍ ، وخپلوځانوته هيڅ توجه او حکم په نېکۍ سره نه کوۍ ، ګوياخپل ځانونه په قصد سره هيره وۍ ] ( وَ)حال دادئ ( أَنْتُمْ) تاسي ( تَتْلُونَ )تلاوت کوۍ (الْكِتَابَ) دکتاب ستاسي [چي تورات دئ] (أَ)ايا(فَ)نو(لَا)نه (تَعْقِلُونَ) پوهېږۍ تاسي [يعني په دې چي قول اوعمل چي سره برابر نه وي نوداڅونه لوۍ جرم اوبدکاردئ] (44) .

تفصيل او علمي تحقيق :

دغه آيت دبني اسرائيلو دعلماؤ په شان کښي الله جل جلاله فرمايلئ دئ ، دبني اسرائيلو علماء عمومًاپه دغه غضب اخته وه چي نور خلګ بې دخير پر کارو امر کول اوپه خپله بې نه کول ، يوه طائفه په دوۍ کښي بيا داسي وه چي په پټه بې وځينو خلګوته داويل چي دغه محمد (صلي الله عليه وسلم) حق نبي دئ ايمان باندي راوړئ ، دارنګه په اصحابوکښي بې و هغو خلګو ته چي له دوۍ سره بې تعلق درلو دئ ويل چي دغه نبي حق نبي دئ ګورۍ ! چي له دغه ايمان څخه چي پرده باندي مو راوړئ دئ وانه وړۍ ، پردغه خپل ايمان باندي ټينګ سۍ ، ونورو ته خو بې دغه ويل مګر په خپله يې ايمان نه راوړئ اوصرف داکاريې د نجات سبب بالئ چي موږ ونوروته په نيکي اوپه ايمان راوړلو پر محمد (صلي الله عليه وسلم) باندي امر کوو ، نوکه موږ نيکي ونکړو اوايمان رانه وړو هم داسي يو لکه چي نيک کارونه موږ وکړو اوايمان راوړو ؛ ځکه چي «الدال علي الخير کفاعله» يعني کوم سړئ چي ونورو ته ښوونه دخير وکړي نوداسي بلل کيږي لکه چي په خپله هغه کارونه وکړي .

دغه مبارک ايت ددغو علماؤ ددغې غلطي طريقې اوباطلي مفکورې په رد کښي الله پاک نازل کړئ دئ ، له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دئ چي رسول عليه السلام و ويل چي په شپه داسراء (معراج) کښي پر يوه داسي قوم راغلم چي شونډان د دوۍ داور په غچيانو ور پرې کېدل ، ما و يل چي اې ځما وروره ! اې جبرائيله ! دغه خلګ څوک دي ؟ ده راته وويل چي دا داهل دنيا له خلګو څخه هغه خطيبان دي چي دوۍ به نورو خلګوته په نيکۍ سره امر کاوو اوخپل ځانونه بې هېره ول .

والسلام ومن الله التوفيق .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery