مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

دالبقرة دسورت (۱۹) او (۲۰) اياتوتقسير اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم (۵برخه . .. علامه محمدمعين الدين ابوالفضل .
-------------------------------------------------

لفظي ترجمه :
(او( يا ( کَ( په مثل ـ يعني اويامثال ددغومنافقانو په مثل ( صَيِّبٍ ) د ډير سخت لوۍ باران دئ ( مِنَ ) له ( السماء ) اسمانه ـ يعني داسي باران چي نازليږي له طرفه داسمانه ( فــي ) چي په ( هِ ) ده کښي ـ يعني په دغه باران کښي ( ظُلُماتٌ ) تيارې وي ( وَ ) او ( رَعدٌ ) تالنده يعني تندر وي ( وَ ) او (بَرقٌ ) بريښنا وي ( يَجعَلُون ) ايږدي،نيسي، دوۍ ـ يعني دغه خلګ چي په دغه سخت لوۍ باران کښي وي ( اَصَابِعَ ) ګوتي ( هُم ) ددوۍ ( فِي ) په ( اذانِ) غوږو کښي ( هم ) د دوۍ ( مِنَ ) له وجي ( الصواعِقِ ) د ټکو ـ يعني له وجهي د سختو اوازو د تالندي او تندر ( حذر) له ويري ( الموتِ ) د مرګ ـ يعني له دي وجهي دټکودسختواوازوپه سبب دوۍپه خپلوغوږوکښي ددواړو لاسوګوتي ايږدي اونيسي يې چي ويريږي دوۍله مرګ څخه ( وَ ) او (اللهُ) خدائ پاک ( مُحِيطٌ ) راګرځيدونکئ دئ ـ يعني په علم اوپه قدرت خپل سره ( علی ) پر ( الکافرين ) (۱۹)ټولوکافرانوباندي ـ يعني کا فران که دخپلوځانو دنجات دپاره ددغوخلګوپه شان کوم چي له مرګ څخه دبچاويدوپه خاطر دټکوله وجهي څخه په غوږو کي ګوتي نيسي هرقسم فريبونه اومکرونه وکړي نوبياهم دالله جل جلاله له ګرفت اوعذاب څخه نجات نسي موندلاۍ ځکه چي الله جل جلاله ددوۍ له ګرفته څخه عاجزنه دئ اونه له دوۍڅخه اوددوۍ له کفري مکروڅخه بي علمه اوبي خبره دئ بلکي دده علم اوقدرت پردوۍټولو باندي اوددوۍ پرهرڅه باندي راڅرخيدلئ دئ ( يَکادُ ) نژدې وي (البرقُ) دغه بريښنا ـ يعني کومه چي په دغه باران کښي ده ( يَخطِف ) چي په چابکي سره يوسي ( ابصار) سترګي ( هُم ) د دوۍ ـ يعني دغه بريښنا دونه تيزه وي چي نژدي وي ودې ته چي په منډه ،په تيزي ، سره واخلي ،يوسي، سترګي ددغو خلګوکوم چي په دغه باران کښي وي ( کُلَّــمَا ) هر وخت ( أضاء ) چي روښانه کړي دَیْ ، يعني دا برق ،بريښنا، روښانه کړي لار ( لَهُم ) دوۍ لره ( مَشَوا ) نوځي ، تګ کوي دوۍ ـ يعني دا خلګ ( فِيه ) په ده کښي ـ يعني په دغه روښانه سوي ځائ او لار کښي ( وَ ) او ( اذا) هغه وخت ( أَظلَمَ ) چي تاريک کړي دَيْ ـ يعني دغه برق تاريک کړي ځائ د تللو په سبب دغايب والي خپل ( عَلَي ) پر ( هِم ) دوۍ باندي ـ يعني پر دغودباران پرخلګو باندي ( قاموا ) نو ودريږي دوۍ ـ يعني دغه دباران خلګ په دي سبب چي پردوۍ باندي توره تياره سي اوهيڅ لارنه ويني ( وَ ) او ( لَو ) که چيري ( شاء ) اراده کړې وائ ( الله ) خدائ پاک ـ يعني ددې اراده يې کړي وائ چي ددغو خلګوسترګي په تيزي سره ددغي بريښناپه سرعت سره واخلي اوددوۍ غوږونه اوداوريدلو قواوي د تا لندي په سخت اوتند اواز سره له منځه يوسي داپرهغه تقديرچي د(سمعهم) اود (ابصارهم ) ضميرونه ددغه باران وخاوندانوته راجع سي ، يا دا مطلب چي که اراده کړې وائ الله ددې چي ددغو منافقانو ظاهري غوږونه هم ورکاڼه کړي او ظاهري سترګي يې هم ورړندې کړي لکه چي باطني غوږونه او سترګي يې ختم سويدي ( لَ ) نو خامخا به ( ذَهبَ ) تګ کړئ وائ ده ـ يعني الله پاک ( بِ ) په ( سَمعِ ) غوږو ( هِم ) د دوۍ ( وَ) او ( ابصار ) په سترګو ( هم ) د دوۍ ( إنَّ ) بې شکه ( اللهَ) الله پاک ( علی ) پر( کُلِّ ) هر ( شئٍ) شي ـ يعني پرهرشي باندي ( قدِير )(۲۰) ښه قادر دئ .

تفــصـــيل :
په دغه آيت کښ الله (جل جلاله) بل مثال لپاره د حال د منافقينو بيان کړئ دئ ، يعني او يا نادر حال او صفت ددغو منافقانو په مثل د نادر حال اوصفت د خاوندانو د ډير سخت لوۍ باران دئ کوم چي رانازليږي له اسمان يا له وريځي څخه ، داسي باران چي په ده کښي سختي تيارې وي ، له يوې خوا د باران د سخت والي او پرله پسې والي تياره وي ، او له بلي خوا دوريځي او د هغې د چت پر چت والي تياره وي ، او دارنګه ددې تياره وي چي وريځي د اسمان ټولي کنارې نيولي وي ، او له بله لوري د شپې او د هغې د سخت ظلماني والي تياره وي .

او دارنګه په دغه باران کښي سخته تالنده او تيزه بريښنا وي ،نو دغه د باران خلګ د تالندي د ډير شدت اود سختو اوازو له امله پر ځائ ددې چي د ګوتو سرونه په غوږو کي ونیسي ټولي ګوتي په غوږو کښي داخله وي ، اودا کار په دې وجه کوي چي له مرګه ويريږي ، يعني له دې ويريږي چي که د تالندي اوازونه واوري نو مړه به سي .
او د الله (جل جلاله) علم او قدرت پر ټولو کافرانوکوم چي اي رسوله دغه دمکي اودمديني کفار هم پکښي داخل دي راڅرخيدلئ دئ ،نو هيڅ يو چم او فريب ، او هيڅ يو کُفرِي طرحه يې ددي سبب نه سي جوړيدلاۍچي دوۍ دالله جل جلاله له ګرفتارئ اوعذاب څخه په خلاص سي ځکه چي ددوۍهيڅ فريب اوهيڅ يوه طرحه داسي نسي کيدلاۍ چي الله تعالی ته دي دهغه په باب معلومات نه وي ، اودارنګه دوۍ هيڅ يوه داسي طريقه اولاره نسي برابرولاۍچي د هغې په وجه دي دوۍد الله (عز مجده) د قدرت مقابله وکړي چي په نتيجه کښي يې له عذاب څخه دالله پاک نجات په برخه سي .

پوسه چي لکه څرنګه چي الله تعالی په دغه باران کي د تالندي د سخت والي حال په دې قول سره چي (ويجعلون أصابعهم الخ) بيان کړئ دئ ، دارنګه يې د بريښنا د سخت والي حال په دي قول سره چي ( ويکاد البرق الخ) بيان کړئ دئ ، يعني دغه برق په دغه باران کښي دونه سخت وي چي نژدې ودې ته وي چي دسختوبريښيدو په وخت کښي ددغو خلګوکوم چي په دغه باران کښي وي سترګي په تيزي او چټکي سره يوسي ، خو له دې سره سره چي دوۍ پر تللو او وتلو له دې ځايه څخه دبارانه ډير حريصان وي ، نو هر وخت چي دغه بريښنا په خپله رڼايي سره لار روښانه کړي نو دوۍ په دغه لار کښي تګ کوي ، او کله چي د تللو ځائ پر دوۍ باندي تاريک سي نو دوۍ ودريږي .
اودغه تالنده او بريښنا دونه سخته وي چي صرف په دې سبب چي الله (جل جلاله) اراده د دغو خلګو د کڼوالي او ړوندوالي نه وي کړې نو دوۍ بچ سي ، او که الله تعالی ددوۍ وکڼوالي اوړندوالي ته اراده کړې وائ نو ددغه تندراوبريښنا په وجه بې ددوۍ غوږونه او سترګي له منځه وړي وائ .

تفصيل اوعلمي خبري .
(اوکصيب)

پوسه چي دغه کلام يامعطوف دئ پردغه قول دخداي پاک باندي چي (مثلهم کمثل الذي استوقد... الخ ) پردغه تقدير د(او) له کلمي څخه وروسته دمبتداء مقدره ول ضروردئ چي تقدير به په دي ډول سي ( اومثلهم کصيب ) اويامعطوف دئ پردغه قول دخداي پاک چي (الذي استوقد) پردغه تقديربه دکاف جاره لفظ کوم چي د(کصيب)په لفظ کښي دئ زائدبلل کيږي د(او) کلمه دلته يا دپاره دتخيير ده نوبه مطلب دا سي چي ګواکي له الهي لوري څخه ورسول اوومومنانوته داسي وويل سول چي دغه دمديني منافقان له دغودواړوډلوسره کومي چي عبارت دي له اصحاب الناراوله اصحاب صيب څخه مشابهت لري نوتاسي اختيارلري چي که يې اصحاب النار مثال ورګرځوئ اوکه يې اصحاب صيب او يادپاره دتنويع ده نو به مطلب داسي چي منافقان دوه قسمه دي يوقسم يې له اصحاب النارسره کوم چي په مخکښي ايت کښي ذکرسوه مشابهت لري ، اوبل قسم يې له اصحاب صيب سره مشابهت لري.

پوسه چي د(کصيب) په لفظ کښي دکاف جاره اود(صيب )په منځ کښي ديوه مضاف تقدير ضروردئ له دوووجهو څخه .
۱ـــ له دي وجهي چي تشبيه دمنافقينو له صيب سره واضح نه ده .

۲ـــ له دي وجهي چي کوم ضميرونه دجمع چي په وروسته کلماتوکښي راځي دهغوۍمرجع تحقق ومومي نو به تقدير دمذکورعبارت په دي ډول سي (اوکاصحاب صيب )
همدارنګه پوسه چي دصيب په لفظ کښي له درو وجهو مبالغه موجوده ده .

۱ـــ له وجهي دمادي دده، ځکه چي دغه لفظ مأخوذدئ له ( صَوب) څخه کوم چي وسخت توئيدلوته ويل کيږي.
۲ـــ دهيئت اودوزن له وجهي ، ځکه چي د(صيب ) لفظ پروزن دفيعل ده اواصل يې ( صَيوِبٌ) ؤ بيادصرفوددي قانون له مخي چي په هره کلمه کښي چي واو اوياء سره جمع سي اواول ددوۍ ساکن وي نوواو به په ياء بدليږي اوياء به په ياء کښي مدغمه کړه کيږي.
د(صَيوب) واو په ياء بدل سويدئ اوياء په ياء کښي مدغمه سويده ، اودفَيعل وزن دمبالغي دپاره راځي .

۳ـــ له دي وجهي چي د(صيب) دلفظ تنکير لپاره دتعظيم دئ نود(صيب) معني داده چي ډيرسخت لوۍباران دغه لفظ لکه څرنګه چي دسخت لوۍ باران په معني راځي دارنګه دوريځي په معني هم راځي .
فايده: پوسه چي دلته دري لفظونه دي صيب، غيث ، مطر ،صيب په اصل کښي وهغه ډيرلوۍ سخت باران ته ويل کيږي چي په ده کښي سخته تالنده اوسخته بريښنا اوسختي تياري وي اودپسرلي په موسم کښي اوريږي ،اوغيث وهغه باران ته ويل کيږي کوم چي وروسته له قحطي اووچ کلئ څخه واوريږي ، اودمطرلفظ وعام باران ته ويل کيږي اووهغه باران ته هم مطرويل کيږي کوم چي الله جل جلاله پرخلګوباندي ودوۍ ته دعذاب ورکولوپه خاطراورولئ وي.

پوسه چي که له (صيب) څخه مرادوريځ سي نود(من) کلمه د(من السماء) په لفظ کښي لپاره دجهت اوطرف ده نوبه معني د(من السماء) داډول سي چي له طرف څخه داسمانه ياله طرف څخه دهرافق اوکناري داسمانه اوکه (صيب) په معني دباران سي نوکه چيري د (السماء) له لفظ څخه افق مرادسي نو بياهم د( مِن) کلمه په معني دجهت اوطرف ده ،اوکه له ( السماء) څخه اسمان مراد سي نوبياد(من) کلمه په معني دطرف هم کيداۍسي ځکه چي باران خو داسمان له طرف څخه رااوريږي، اولپاره دابتداء دغايې هم کيداي سي ځکه چي باران له اسمان څخه ووريځي ته رانازليږي او وريځ دغلبيل په ډول ورته بلله کيږي اوکه ( دالسماء ) له لفظ څخه مرادوريځ سي نوبيا(من) دپاره دابتداء دغايې دئ ، له دغه بيان څخه وتاته داخبره معلومه سوه چي دسما‌‌ءلفظ دلته ددريو معني ګانواحتمال لري ، افق، وريځ ، اسمان ، دلته ديوڅونوروخبروذکرکول هم ډيرمهم دئ ، اوله خبره داده چي اکثرمفسرين داخبرکوي چي په اصل کښي خوباران له اسمان څخه نازليږي خوکله کله لکه فلاسفه اوحکماء چي وايې دځمکي له بخارڅخه کوم چي هواته پورته سي هم باران پيداکيږي .

دوهمه خبره داده چي که (صيب) په معني دوريځ سي نوبيابه د(السماء) له لفظ څخه په حتمي ډول وريځ نه اراده کړه کيږي .
دريمه خبره داده چي که د(السماء) لفظ دلته په معني دافق سي نوالف لام پکښي استغراقي دئ او که مرادورڅخه وريځ سي نوالف لام پکښي جنسي دئ .
څلرمه خبرداده چي دسماء لفظ ځيني علماء مفردلفظ بولي اوځني يې اسم جمع بولي اوځني يې بيا جمع بولي اوځن يې اسم جنس بولي اووايې چي مفرديې سماوة ٌ دئ .
پنځمه خبرداده چي دسماء لفظ دوي نوري معني وي هم لري که څه هم دلته مرادي نه دي ، اول باران ، دوهم هرهغه شي چي ترتالوړوي ،يعني سربيره پرسر
ستاباندي وي لکه دخوني چت
( فِيه ظُلُماتُ وَّرَعْدُوَّبَرْق)

پوسه :چي په ضميرمجرورد(فيه) کښي دري احتماله دي .
اول احتمال دادئ چي راجع سي و(صيب)ته چي په معني ډير سخت لوۍباران دئ .

اودوهم احتمال دادئ چي راجع سي و(صيب)ته چي په معني دوريځي دئ،اوياو(سماء) ته چي په معني دوريځي دئ، اودريم احتمال دادئ چي راجع سي و(سماء) ته په معنی داسمان،پرتقدير درجوع ددغه ضمير و(صيب)ته په معني دباران داسوال پيداکيږي چي (رعد) او(برق) خوپه باران کښي نه وي بلکي په وريځ کښي وي نوظرفيت دباران به رعداوبرق لره څنګه صحيح سي ، قاضي بيضاوي ددغه سوال جواب په دي ډول کړيدئ چي باران په دي وجه مکان اوظرف د(رعد) اود(برق) بلل سويدئ چي(رعد) او(برق) په منحدر ،يعني په ځاۍکښي دراکښته کيدودباران چي وريځ ده پيداکيږي نوپه دي وجه باران هم دمجازپه ډول د(برق) اود (رعد) دپاره ظرف بلل کيدلاۍسي،، همدارنګه که دفيه ضميرد(سماء) ولفظ ته راجع سي نوبياداسي سوال پيداکيږي چي د(سماء)لفظ مونث دئ اود(فيه) ضمير دمذکرضميردئ نودضمير اودمرجع په منځ کښي موافقت نه راځي ، صاحب دتفسيرمظهري ددي سوال جواب په دي ډول کړيدئ چي لفظ د(سماء) په قران کريم کښي مذکر اومونث دواړه راغلئ دئ،مونث لکه په دي قول دخدائ کښی،
(اذالسماءانفطرت ) اومذکرلکه په دي قول دخدائ کښي (والسماءمنفطربه) .

( ظلمات )
جمع د(ظلمة) ده چي په معني دتياري ده. .
پوسه: چي ظلمت اوتياره دوه قسمه ده :

اول محسوسه اوظاهري تياره ده لکه دشپي تياره ، اودوهمه معنوي اوباطني تياره ده لکه دکفراودنفاق اودګناووتيا ره ، همدارنګه پوسه چي:
دظلمات لفظ دجمع په صيغه سره ځکه فرمايل سويدئ چي په دغه قسم باران اووريځ کښي ډيري تياري سره راجمع کيږي، اول دشپي تياره ، دوهم دوريځي تياره ، دريم دباران دپرلپسي اوريدلوتياره .
مظهري ، روح البيان ، بيضاوي .،.،،

سوال : په دغه ايت کښي خودشپي ذکرنه دئ راغلئ نوشپه له کوم ځاۍ څخه فهميږي.
جواب: له سياق څخه ددي قول دخدائ پاک چي (کل ما اضاء لهم مشوفيه واذااظلم عليهم قامو.........الاية

له رعدڅخه مرادڅه دئ؟
په دي باره کښي علماووبيل بيل قولونه کړيدي .
اول قول دادئ چي (رعد) ديوي ملکي اوفرشتي نوم دي چي پروريځ باندي موکَّلَه اومقرره ده ، اودالهي دستورمطابق يې له يوه ځاۍ څخه وبل ځاۍ ته شړي ،اوتسبيح دالله جل جلاله وايې اوکله چي يوه ټوټه دوريځي له بلي سره مخالفه سي نوبيادغه فرشته پر دغه وریځ باندی چيغه وکړي، اوکله چي يې غصه اوغضب سخت سي نويې له خولي څخه اورخارج سي اودغه اورته صاعقة اوټکه ويله کيږي ،دمجاهد،اودعکرمه، اودابن عباس،اودعلي ابن ابي طالب قول هم دادئ چي (رعد) ديوي فرشتي نوم دئ.

اودوهم قول دادئ چي (رعد) يوقسم مخلوق دئ له مخلوق څخه دالله جل جلاله چي دالله جلاله دحکم اوريدونکئ اومنونکئ دئ ،داده حضرت قتاده (رضي الله عنه) قول دئ .
دريم قول دادئ چي (رعد) وهغه بادته ويل کيږي چي لاندي تروريځ سره تخته سي اووروسته په وريځ کښي داسمان وطرف ته پورته سي چي په نتيجه کښي دتالندي صوت او اواز ورڅخه پيداسي ،اودا د ابن ابي الجلد قول دئ .

قاضي بيضاوي ذکرکړيدي چي (رعد)وهغه صوت ته ويل کيږي کوم چي له وريځي څخه اوريدل کيږي،يعني کوم چي موږپه پښتوکښي تالنده ورته وايو.
پوسه: چي کچيري (رعد) دملکي اودفرشتي نوم سي نوبيا په ايت کښي د(رعد)دلفظ دمخه د(صوت) لفظ مقدربلل ضروردي ،چي تقديربه په دي ډول سي (فيه ظلمات وصوت رعد) ځکه هغه فرشته خو چي (رعد) ورته ويل کيږي په وريځ کښي نه وي بلکي له خارج څخه دوريځي شړونکي وي.
په دغه مبارک ايت کښی له برق څخه مرادڅه دئ؟

پوسه :چي دبرق لفظ له بريق څخه مأخوذ دئ چي پړقيدل،چمک کول ،اوځليدلوته ويل کيږي په عرف کښي خود برق تفسير په بريښنا سره کيږي ،البته مفسرينو د(برق) په تفسير کښي اختلاف کړيدئ چي تفصيل يې په لاندي ډول دئ :
اول : له حضرت علي څخه روايت دئ چي (البرق مخاريق الملائکة) يعني برق دملائکو وغمچينوته ويل کيږي، همدارنګه له ابن عباس (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي (برق)يوقسم غمچيني دي چي دفرشتوپه لاسوکښي دي اووريځي ته زجرپه ورکوي.
دوهم: همدارنګه له حضرت علي (کرَّم الله وجهه) څخه بل روايت دئ چي (رعد) ملکه اوفرشته ده او(برق) ووهلودفرشتي ته ويل کيږي وريځي لره دواسپني په غمچينه سره .
دريم: (برق)له نورڅخه جوړه سوي غمچينه اوتازيانه ده چي فرشته ووريځي ته زجر په ورکوي، ددغه قول هم له ابن عباس څخه روايت سويدئ .
څلورم: له (برق) څخه مراداوبه دي .
پنځم: (برق)يوه فرشته ده چي څلورمخه لري ،يومخ يې دانسان په ډول دئ ،اوبل مخ يې دغوايې په ډول دئ ،اوبل مخ يې دنسرپه ډول دئ کوم چي مشهورمرغه دئ، اوبل مخ يې دزمري په ډول دئ،کله چي دغه فرشته خپل وزرونه وښوره وي نوودغه ته برق ويل کيږي.
اوهمدارنګه په يوه بل روايت کښي داسي راغلي دي چي دعرش دحمله وو فرشتو دوزرو وښورولوته (برق) ويل کيږي .
شپږم: برق دفرشتي دغمچيني وبريښيدلوته ويل کيږي کومه چي له اورڅخه جوړه ده اووريځي ته زجرپه ورکوي .
تفسیر طبري ،بيضاوي، مظهري،وغيره .

پوسه :چي د(رعد) اود(برق) لفظونه دتعظيم په خاطر نکيره فرمايل سويدي، اومفردياپه دي وجه راوړل سويدي چي په اصل کښي مصدرونه دي، اوياپه دي وجه چي هريوپه خپل ذات کښي مختلف جنسونه نه دي لکه له(ظلمات)څخه چي مختلف الجنسه ظلمتونه مراددي
(يجعلون اصابعهم في اذانهم من الصواعق حذرالموت)

پوسه :چي ديجعلون لفظ له(جِعْل) څخه جوړدئ،په محاوراتودعربوکښي دغه لفظ په دريو معني ګانوکښي مستعمليدئ .
اول:په معنا دصَيَّرَ پردغه تقديردغه لفظ دوه مفعوله غواړي، لکه په دي قول کښي جعل الله زیداً غنياً ،اي صَيره غنياً يعني ګرځولي دئ الله پاک زيدلره غني، اودوهم په معني د ،خَلَقَ٫ پردغه تقدير دغه لفظ ويوه مفعول ته تعدي کوي لکه په دي قول دخداي پاک کښي ( جعل الظلمات والنور،اي خلقهما) يعني پيداکړيې دي الله پاک تياري اونور.

دريم: په معني د طَفََِقَ وشَرَعَ پردغه تقدير دغه لفظ لازمي دي اويومفعول هم نه غواړي،لکه په دي قول کښی، جعل زيد يکرم العالِم، اي طفق وشرع يکرمه ،يعني شروع وکړه زيد په دي کښي چي عزت ورکوي وعالم ته همدارنګه دغه لفظ په کلام دعربوکښي په نورومعني ګانوکښي هم کارسويدئ، په قران کريم کښي هم دغه ماده پر ډيرومعني ګانوراغلي ده دلته د(يجعلون)لفظ په معني د(يضعون) ياد(يدخلون) دي يعني ايږدي دوۍ ياداخله وي دوۍ ګوتي خپلي په غوږو خپلوکښي پردغه تقديرېې هم تعدي و يوه مفعول ته راځي ،لکه دلته چي يې د(اصابعهم) لفظ مفعول واقع سويدئ .

پوسه:چي د(اصابعهم ) په لفظ کښي له دوووجهومبالغه راغلي ده.
اول: له دي وجهي چي عادت خوپردغه باندي جاري دئ چي کله چي يوانسان په غوږو کښي ګوتي نيسي نوپه هر غوږکښي يوه ګوته نيسي چي هغه هم سبابه اومسبحه ګوته ده، اودلته په ايت کښي داسي فرمايل سويدي چي دوۍ ټولي ګوتي دلاسو په غوږوکي نيسي دوهم: له دي وجهي چي په غوږوکښی دګوتو سرونه نيول کيږي، اودايت له سياق څخه داسي فهميږي چي دوۍ ټولي ګوتي په کامل ډول په غوږوکښي داخله وي، همداسبب دئ چي مفسرينوفرمايلي دي چي د(اصابع) په لفظ کښي مجازمرسل دئ مرادله (اصابع)څخه سرونه دګوتودي په دي طريقه سره چي ذکرکل دي اومرادورڅخه جزدئ.

د(من الصواعق) په لفظ کښي دمن کلمه اجليه ٫تعليليه، ده او(من الصواعق)علت دئ د(يجعلون) دپاره يعني ګرځوي دغه خاوندان دډيرسخت باران ګوتي خپلي په غوږوخپلوکي له وجهي دصواعقو.
پوسه:چي د(صواعق) لفظ جمع د(صاعقة) ده چي له (صَعْقْ)څخه جوړدئ اود(صعق) ماده په قران کريم کښی يوولس(۱۱)کرته ذکرسويده اوپه مختلفومعني ګانو کښي مستعمله سويده.
اول: دمرګ په معني کي ، لکه دسورت زمر په اته شپيتم(۶۸) مبارک ايت کښی .
دويم: په معني دبيهوشي ، لکه دسورت اعراف په (۱۴۳) مبارک ايت کښي .
دريم: په معني دچيغي دعذاب ، لکه دسورت بقره په (۵۵)ايت کښی .
څلورم:په معني دسخت اواز د(رعد) ،لکه دلته چي هم دغه معني ورڅخه مرادده.
پنځم: هغه اور چي له دغه سخت اوازسره پرمځکه باندي راولويږي چي تندرورته ويل کيږي ،لکه دسورت رعدپه (۱۳)مبارک ايت کښي ،همدارنګه وهرعذاب مهلک ته (صاعقة )ويل کيږي، دلته دصواعق په مراده معني کښي دوه احتمالونه نورهم سته.

اول: داچي مرادورڅخه هغه سخت اوازونه د(رعد)سي چي اورهم ورسره وي داسي اور چي پرهرشي باندي ورسي نوهغه په هلاکت رسوي.
دوهم: داچي مرادورڅخه هغه سخت اوازد(رعد)سي چي په داسي ډول وي چي هرڅوک يې واوري نويامري ا ويا بيهوشه کيږي.
(مظهري وغيره)

(حَذرَالمَوت)
دامفعول له دئ د(يجعلون)دپاره وروسته له دي چي معلل په (من الصواعق) سره ګرځيدلئ دئ، نوبه دغه قول تدقيق سي اود(من الصواعق) قول به تحقيق سي .

(والله محيط بالکافرين)
دغه جمله ددي دپاره فرمايله سويده چي کافران په هيڅ مکراوفريب سره دالله پاک له عذاب څخه ځانونه نه سي بچ کولاۍ، ځکه چي الله پاک په علم ا وپه قدرت سره په ټولوکافرانو احاطه کونکي دئ.

(يکادالبرق يخطف ابصارهم)
پوسه چي دغه جمله جمله مستأنفه ده په استئناف بياني سره اوددروسوالو جواب واقع سويده ، اول سوال په دي ډول کيږي چي په تيرسوي ايت کښي الله پاک د (رعد)اود(برق) ددواړوذکرفرمايلئ دئ اوبيايې د(يجعلون ... الخ) په جمله کښي ودي ته اشاره کړي ده چي له دغه رعدڅخه معمولي رعد نه دي مراد بلکي يوقسم سخت اوعظيم رعدمراددئ نوايا له برق څخه هم يوخاص قسم دعظمت والا برق مراددئ اوکه څنګه خودغه سوال استفساري سوال دئ اودغه چا له طرفه کيږي چي هغه له د ي څخه غافل وي چي د(برق) دلفظ تنکيردتعظيم دپاره دئ .

اودوهم سوال دادئ چي د(برق) لفظ کوم چي مخکي ذکرسويدئ له نکيره راوړلوڅخه داسي څرګنديږي چي مرادله دغه (برق څخه دعظمت والا برق مراددئ نودغه عظمت يې په څه ډول دئ.

دريم سوال دادئ چي نسبت ودغو خلګو ته کوم چي په دغه مذکور ډول باران کښي راګير سوي ددغه برق اوبريښناحال په څه ډول وي ،او د(يکاد) فعل له افعال مقاربه وو څخه دئ کوم چي دلالت کوي پرقرب دخبري ووجودته ، اودارنګه په دي باندي دلالت کوي چي ددغي خبري سبب دوجود موجودسويدئ مګر خبرله دي وجهي نه ده موجوده سوي چي يا دوجود له شرائطوڅخه يې يوشرط معدوم دئ اوياله دي وجهي چي دوجود له موانعوڅخه يې يومانع موجوددئ، همداسبب دئ چي خبريې فعل مضارع راځي بي له دي چي اَن مصدريه پرداخل وي ځکه چي ان مصدريه دمضارع فعل تراستقبال پور ي خاص ګرځوي کوم چي له قرب دوجودسره مخالفت لري البته کله کله يې پرخبرباندي اَن داخليږي خو داپه هغه وخت کښي چي ديکاد لفظ دعسي پرکلمه باندي محمول کړسي .

د(يخطف) لفظ له خطف څخه جوړدئ کوم چي واخستلوته ديوشي په تلوارسره ويل کيږي.

(کلمااضاء لهم مشوافيه )
دادريمه مستأنفه جمله ده ،اوجواب دسوال ده ، سوال به په دي ډول کيدئ چي بريښنا خو کله ښکاره سي اوکله ورکه سي نودغه خلګ ددغي بريښنا دښکاره کيدو په وخت کښي څه کوي، اودورکيدوپه وخت کښي يې څه کوي .

پوسه چي د اضاء له فعل سره دکلما لفظ او د اظلم له فعل سره داذا لفظ راوړل سويدئ داپه دي وجه چي کلما خو پرعموم او تکرار باندي دلالت کوي اود اذا لفظ پر عموم اوپر تکراردلالت نکوي نوپه دي کښي اشاره ده ودي خبري ته چي ددغوخلګو دباران له ساحي څخه تلل اووتل اهم مقصدوي اوپه دغه ځاۍکښي دريدل دوۍ دمجبورئ په وجه کوي.

همدارنګه پوسه چي دااضاء فعل کوم چي داِفْعال له باب څخه دئ په کلام دعربوکښي لازمي اومتعدي دواړه راغلئ دئ دلته هم دواړه قسمه صحيح کيدلاۍ سي، خو که لازمي سي نومعني بې په دي ډول سي هروخت چی روښانه سي دغه برق ، اوکه متعدي سي نوبيابه مفعول دده محذوف سي اوتقديربه په دي ډوسي کلمااضاء لهم طريقاً ... الخ . يعني هروخت چي روښانه کړي دغه برق دوۍ لره يوه لار .

د(فيه) مجرور ضمير پراول تقدير راجع دئ وځاي دلويدودرڼاددغي بريښناته نوبه دفيه معني داسي سي ( في مطرح نوره)اوپردوهم تقديربه راجع سي ومحذوف طريقاً ته .
پوسه چي دارنګه دوه احتماله دلزوم اودتعدي د(اظلم) په لفظ کښي هم موجوددي .

(ولوشاء الله الخ )
پوسه چي دشاء دفعل مفعول هميشه په کلام کښي محذوف ګرځي مګر په هغه صورت کښي چي مفعول يې يونادرشي وي ، لکه په دي قول دشاعر کښي .
ولوشئتُ ان ابکي دماً لبکيته . دلته يې مفعول محذوف دئ اوتقدير يې په دي ډول دئ (ولوشاء الله ان يذهب بسمعهم وابصارهم لذهب بسمعهم وابصارهم)
پوسه چي د مشيت ماده په قران کريم کښي په ډيروځايو کښي والله جل جلاله ته منسوبه سويده البته په ځيني ځايو کښي په معني دارادي ده اوپه ځينوځايوکښي په معني درضا ده اوپه ځينوځايوکښي ددواړومعني وو احتمال لري .

(ان الله علي کل شي قدير)
پوسه چي د (شئ) لفظ په اصل کښي مصدردئ د شاء معني يي اراده کول دي ، اوبيا دهمدغي مصدري معني په اعتبار کله په معني داسم فاعل چي شاءٍ دئ يعني اراده کونکئ،اوکله په معني داسم مفعول چي مشيٌّ دئ،يعني اراده کړسوئ راځي، اوپه اصطلاح کښي داهل سنت والجماعت لفظ د شئ په معني دموجوددئ او دمعتزله وو په نزد شئ په معني دمايصح ان يوجد دئ ،اودحکماوو په قول شئ په معني د مايمکن ان يعلم ويخبرعنه دئ .

پوسه چي دشئ لفظ چي په معني دشاءِ سي اوياپه معني دموجودسي نووخداي ته هم ورشامل دئ په دي وجه دلته داسي سوال کيږي چي له دغه کلام څخه دالله پاک داخبره فهميږي چي الله پاک پرخپل ذات باندي هم قادردئ اوسره له دي چي الله پاک دخپل ذات هم مقدور نه دئ لکه چي دبل چا مقدورنه دئ ځکه که مقدورسي نوبياواجب الوجود نسي کيدلاۍ بلکي ممکن به سي نوبيايې جواب يا په دي ډول کيږي چي دلته الله پاک د شئ دلفظ له مفهوم څخه په استثناء عقلي سره مستثني دئ .
اويايې جواب په دي ډول کيږي چي شئ دلته داسم مفعول په معني دئ نووالله پاک ته نه دئ ورشامل اوځي علماء داخبره کوي چي الله پاک ته شئ په هيڅ معني سره نه ويل کيږي مګر داخبره صحيح نه ده .
د ممثل اودمثال تطبيق :

پوسه چي په دغه مبارک ايت کښي چي کوم مثال الله پاک دپاره دمنافقانو بيان کړيدئ اودوۍ اوددوۍ حال يې دذکرسوي سخت لوۍ باران له خاوندانوسره اوددوۍ له حاله سره مشابه کړيدئ ددي دتطبيق اودتوضيح دپاره په مذکوره ايت کښي دوه احتماله مفسرينوبيان کړيدي ، اول احتمال دادئ چي داله قبيلي څخه دتشبيه مرکب دئ، اودوهم احتمال دادئ چي داله قبيلي څخه دتشبيه مفرق دئ پرتقديرداول احتمال باندي به تطبيق دمثال له ممثل سره اودارنګه خلاصه ددغه تشبيه داسي سي چي حال ددغومنافقانو د مديني ددوۍ دنفاق په سبب اودارنګه ددو ۍ دباطني اوقلبي امراضوپه سبب په اعتباردسختي حيرانتياددوۍاودارنګه په اعتباردتوقف ددوۍ په باره کښي داسلام اودارنګه په اعتبار درغبت ددوۍ واسلام ته هغه وخت چي کله دوۍ دمسلمانانوپرمختګ او په غنيمت راوړل سوي مالونه اونوري فايدي وويني مشابه دئ له حال سره دخاوندانو دداسي صيب اوسخت لوۍ باران چي هغه په تيرسوي ايت کښي بيان کړ سويدئ، اوپرتقديرددوهم احتمال به دمثال تطبیق له ممثل سره په دي ډول سي چي الله جل جلاله په ذکرسوي ايت کښي دمنافقانوتشبيه له اصحاب صيب سره کړيده اواسلام اوقران کريم يې له صيب سره مشابه کړيدئ ، اوکوم تکليفونه چي په اسلام کښي سته لکه سخت سخت عبادتونه اوجهاد اودارنګه دنفس اودشيطان دخواهشاتومخالفت دا الله پاک مشابه کړيد ئ له ظلمات اوله تياروسره .اوکوم اياتونه دقران کريم چي دالله پاک له دنيوي اواخروي عذابوڅخه انسانان ويروي داالله پاک مشابه کړيدي له رعداوله تالندي سره ، اوهغه فتوحات اوغنيمتونه چي الله پاک به دخپل رسول صلي الله علي وسلم اودده داصحابوپه برخه کول يا هغه واضح واضح حجتونه اودليلونه چي داسلام پرحق والي باندي بې دلالت کاوه داالله پاک مشابه کړيدي له برق سره ،او داچي منافقينوبه په وخت کښي دتلاوت دقران کريم په خپلوغوږوکښي ګوتي نيولي ددي دپاره چي مبادا دغه اياتونه پدوۍ کښي تأثيرونکړي اواسلام قبول نکړي ځکه چي اسلام قبلول ددوۍپه عقيده کښي له مرګ سره برابره خبره وه، داالله پاک مشابه کړيدئ له نيولوسره دګوتودخاوندانو دباران په غوږوخپلوکښي

benawa mainport ipower web host
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery