مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

دبقرې دسورت د ، ۲۵ مبارک ايت تفسير اوتحقيق

تفسيرفضل الرحيم(۸)برخه،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

-----------------------------------------------------------


پوسه چی دالله پاک په خپل دغه مقدس کتاب کښی پردی باندی عادت جاری سویدۍ چې غالباُ په ترغیب پسی ترهیب اوپه ترهیب پسی ترغیب وبندګانوته ورکوی لکه چی دایومسلم قانون دۍ چی ونافرمانه ته ترهیب اوویره ول پکار دی اووفرما نبرداره ته شاباسۍ اوترغیب ورکول په کاردی نوڅرنګه چی په تيرايت کښي الله جل جلاله ونافرمانانوته ترهيب ورکړ او ددوۍ دپاره يې دوعيد اودعذاب ورکولوذکروکړ نواوس په راتلونکيو اياتوکښي الله جل جلاله وفرمانبرداره بندګانوته ترغيب ورکوي اوفرمايی
 

لفظي ترجمه:
(وَ) او (بَشِّرِ)زيري وکړه یعنی ای محمده (الَّذِينَ)پرهغوخلګویا وهغوخلګوته ـ يعني ای رسوله پرهغو خلګوبا ندی نارينه وي اوکه ښځي وي زیرۍ وکه (آمَنُوا) چي ايمان يې راوړئ دئ (وَ) او (عَمِلُوا) کړي يې دي (الصَّالِحَاتِ)نيک عملونه (أَنَّ)په دي سره چي بيشکه یعنی ددی زیرۍ باندی وکه چی بیشکه (لَهُمْ) دوۍ لره ـــ يعني سته دوۍ لره (جَنَّاتٍ) جنتونه (تَجْرِي)چي بهيږي به (مِنْ) له (تَحْتِ)لاندي ــ يعني له لاندي څخه (هَا) ددوۍ ـ يعني ددغوجنتو (الْأَنْهَارُ) و الي يعني والي دابويا والي داوبو اودعسلواودشرابواودشيدو (كُلَّمَا)هروخت يا هروار (رُزِقُوا)چی ورکړسی ودوۍ ته (مِنْهَا)له دوۍ څخه ــ يعني له دغو جنتوڅخه (مِنْ) له (ثَمَرَةٍ) ميوي څخه يعني له جنسه ديوقسم ميوي څخه (رِزْقًا) رزق، روزي (قَالُوا)نو وايې به دوۍ ــ يعني دغه جنتيان (هَذَا)دا ــ يعني دغه رزق چي په جنت کښي راکړ سو (الَّذِي)هغه دئ يعني په مثل دهغه دئ ( رُزِقَ)چي راکړسوئ ؤ(نَا) موږ ته (مِنْ)له ( قَبْلُ )مخه ــ يعني له مخه تردي په دنيا کښي (وَ)او(أُتُوا)راتګ به کړسوئ وی و دوۍ ته (بِهِ) په ده سره ــ يعني په دغه رزق سره دجنت اوددنيا (مُتَشَابِهًا)برابريوله بل سره ـ يعني په داسي حال کښي چي هغه رزق به کوم چي په دنياکښي ودوۍ ته ورکړسوئ ؤبرابروي له هغه رزق سره کوم چي په جنت کښي ودوۍ ته ورکړکیږی مګر خو دغه تشابه اویودبله برابروالۍ بی صرف په ظاهره صورت اوشکل کښي وی وبس (وَ)او(لَهُمْ) دوۍلره يعني وي به دوۍ لره (فِي) په (هَا) دوۍکي يعني په دغو جنتو کښي (أَزْوَاجٌ) ښځي (مُطَهَّرَةٌ)ښي پاکي کړي سوئې ( وَ) او(هُمْ) دوۍ به ــ يعني جنتيان به (فِي)په (هَا) دوۍ کښي ــ يعني په دغوجنتوکښي (خَالِدُونَ) هميشه اوسيدونکي وي (25)

يعني اوزيري وکړه اي رسوله پرهغوخلګوباندي چي صحيح اوله نفاق څخه خالي ايمان يې راوړيدئ يعني په الله جل جلاله اودالله جل جلاله په رسول حضرت محمدصلي الله عليه وسلم باندي اوپه قران کريم باندي اوپه هر هغه شي باندي کوم چي ايمان راوړل په هغه باندي فرض دئ ، اوکړي ئې دي دوۍ نيک عملونه ، يعني کوم چي عبارت دي له هغوعملوڅخه چي شريعت هغه عملونه مستحب يامندوب يا سنت ياواجب يا فرض يادادب کارونه بللي دي ، په دي سره ، پردوۍ باندي زيرئ وکړه ، چي بيشکه ، سته ، دوۍ لره ، دقيامت په ورځ کښي ، جنتونه ، کوم چي عبارت دي له دغواتوجنتوڅخه ، اول جنت فردوس ، دوهم جنت عدن دريم جنت مأوي ، څلورم دارالخلد ، پنځم دارالسلام ، شپږم دارالمقامه ، اوم عليين ، اتم جنت نعيم، داسي جنتونه ، چي بهيږي به لاندي ترهغوۍ يعني لاندي تردرختودهغوۍ والي ، بيالي ، کومي چي دلته مرادورڅخه ياتنها داوبووالي دي اويامرادورڅخه هغه څلورقسمه والي دي چي په سورت محمد کښي يې ذکرراغلئ دئ چي داوبواودشهدواودشيدواودشرابووالي دي ، اوداسي جنتونه چي دهغوۍ دخورکي موادو حال به په دي ډول وي ، چي هروخت ياهروار چي ورکړسي ودوۍ ته له همدغوجنتوڅخه له جنسه دميوي څخه يو رزق اوروزي نووايې به دغه جنتيان چي دغه رزق اوروزي يعني کومه چي دااوس وموږته راکړه سوه عين هغه روزي اورزق دئ چي راکړسوي ؤ موږته له مخه يعني په دنياکښي داخبره به ځکه دوۍ کوي چي دجنت ميوي به دظاهره رنګ په اعتبارددنيادميووپه ډول وي نوکله چي وجنتيانوته په جنت کښي يوه ميوه لکه انګورياانار ياخورما مثلاً ورکړله سي نودوۍ به وايې چي داخوهم هغه ميوه اورزق ده کوم چي په دنيا کښي به وموږته راکيدئ هو کله چي دوۍ ددغي جنتي ميوي خوند وګوري نوبيابه پوه سي چي ددغي ميوي او رزق اوددنيادميوي اودرزق ترمنځ بي انتهااوبي حسابه فرق موجوددئ اوراتګ به کړسوئ وی وجنتيانوته په رزق اوپه روزي سره ددنيااوداخرت په داسي حال کښي چي دجنت دهريوه نوبت رزق اوروزي به کومه چي دوۍ ته په جنت کښي ورکړه کيږي برابره وي يعني دظاهري رنګ اوصورت په اعتبار له هغه رزق اوروزي سره کومه چي ورکړه سوی وي ودوۍ ته په دنيا کښي،پوسه چي جنتي خورکونه به هم کوم چي له يوي نوعي څخه وي په ظاهري شکل کښي يودبله سره برابروي خو په خوند اوپه نورو معنوي امورو کښي به ډيرتوفيرسره لري او دارنګه به وي دوۍ لره په دغوجنتو کښي ښځي پاکي کړي سويې ، له خبيثو اوبيکاره اخلاقو اوخويو څخه اودارنګه به دغه ښځي پاکي کړي سويوي له زنانه مرضو څخه لکه نفاس اوحيض او له طبعي مستقذراتو څخه لکه دپوزي اوبه ، دخولي اوبه اولکه چرک اوخيري اولکه بدبويې او له دي سره سره به دجنتيانودپاره يوغټ نعمت داوي چي دوۍ به په دغو جنتوکښي هميشه اوسيدونکي وي او هغه وهم اوترس به چي په دنياکښي به دوۍ هميشه ورسره مخامخ وه چي هغه ترس اوويره دنعمتواودژونددزوال وه په جنت کښي له دوۍ سره نه وي بلکي ودوۍ ته به داډاډ اويقين ورکړسوئ وي چي ستاسي ژوندون او ستاسي اوسيدل په جنتو کښي اودجنت نعمتونه دابه ټول له تاسي سره هميشه اودوامداره وي.

تفصيل اوعلمي تحقيق .
(وبَشرالذين امنوا)
پوسه چي دغه جمله سره له هغوټولو جملو چي له دغي جملي سره تعلق لري کومي چي په دغه ذکرسوي ايت کښي مذکوري سوي دي دمضمون اودغرض په اعتبار عطف دي د( وان کنتم في ريب... الخ) پرجمله باندي کومه چي پرډيروجملوباندي مشتمله ده چي هغه هم دغرض اودمضمون په اعتبارواخستله سي پرطريقه د عطف دقيصي پرقيصي باندي .

پوسه چي عطف دقيصي پرقيصي باندي دوي معني وي لري اوله معني يې داده چي يوه جمله دمضمون په اعتبار عطف سي پربله جمله باندي دمضمون په اعتبار بې له دي چي وذات ددوۍ دواړوته وکتل سي په دي ډول چي ايا ددغودووجملوپه منځ کښي ددوۍ دذات په اعتبارديوي عطف پرهغه بلي صحيح دئ اوکه نه دئ ځکه که ددوۍ دواړووذات ته وکتل سي نوبيا عطف ددوۍ ترمنځ نه صحيح کيږي ځکه چي مثلاًپه دوۍ کښي يوه خبريه وي اوبله انشائيه وي مګرخوڅرنګه چي ددوۍ دواړو دمضمونوپه منځ کښي مناسبت موجودوي نوپه دي وجه يوه له دوۍدواړو څخه عطف کړه سي پربله باندي لکه په دي قول کښي ( زَيْدٌ يُعَاقَبُ بِالْقَيْدِ وَالْاِزْهَاقِ وَبَشِّرْعَمْرًا بِالْعَفْوَوَالْاِطْلَاقِ ) ځکه په دغه مثال کښي اوله خبريه جمله ده اودوهمه انشائيه جمله ده اوعطف دانشائیې جملي پر خبريې باندي اودارنګه عکس ددي جائزنه دئ ځکه چي ددوۍ دواړوپه منځ کښي کامل انقطاع اوپريکړون موجوددئ اودمعطوف اودمعطوف عليه په منځ کښي به نه کمال دانقطاع وي اونه به کمال داتصال وي مګردلته په دغه مثال کښي انشائيه جمله پرخبريه جمله باندي عطف سويده په دي سبب چي مضمونونه ددوۍ دواړو مناسبت دتضادسره لر ي .دذکرسوی مثال ترجمه،يعنی زيدعذاب ورکړکيږی وده ته په قيد اوپه هلاکولوسره اوزيرۍ وکړه وعمرته په عفوه اوپه خلاصيدودده له قيده څخه،

اودوهمه معني دعطف دقيصي پرقيصي باندي داده چي ډيري جملي چي دکوم غرض دپاره ويلي سويوي عطف کړي سي پرنوروډيروجملوباندي چي ويلی سوي وي دبل کوم يوه غرض دپاره له دی وجهي چي ددوۍ دغرضوپه منځ کښي مناسبت موجودوي .

انظرحواشي مولاناعبدالحکيم علي الخيالي .
په دغه ايت کښي په دوهمه معني عطف دقيصی پرقیصي باندي راغلئ دئ.

د(بشر)لفظ کوم چي دواحدمذکرامرحاضرمعلوم صيغه ده له تبشيرڅخه جوړ دئ کوم چي دتفعيل دباب مصدردئ اوله بشارت څخه مأخوذدئ اوبشارت وهغي خبري ته ويل کيږي کومه چي سبب دسروراودخوشحالي وي چي په پښتوکښي زيرئ ورته ويل کيږي نودتبشيرمعني به زيرئ کول سي البته کله کله وهغي خبري ته هم بشارت ويل کيږي کومه چي دخفګان اودخوابدئ سبب ګرځي خوداستهزاء په توګه نه دحقيقت په ډول دمثال په ډول لکه يوچاته چي ووايې چي ورسه پرفلاني باندي زيرئ وکړه چي صبادي وژنم ، په قران کريم کښي هم ددي مثال سته لکه په دي قول دخداي پاک کښي چی (فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِيْمٍ )يعني نوزیرئ وکړه اي رسوله پردغوکافرانوباندي په عذاب دردناک سره چي دقيامت په ورځ به ودوۍ ته ورکړکيږي .

د (وبَشّر)په لفظ کښي وچاته خطاب دئ؟
په دي کښي دري احتماله دي،اول احتمال دادئ چي دغه خطاب ورسول عليه السلام ته سي ، دوهم احتمال دادئ چي دغه خطاب وعالِم ته سي په هره زمانه کښی چي دغه عالِم وي،اودريم احتمال دادئ چي دغه خطاب وهرهغه چاته سي کوم چي ددي صلاحيت لري چي دغه زیري ونيک عمله مومنانوته ورسوي .

(وعملوالصالحات)

دغه جمله دامنواپرجمله باندي معطوفه ده او دغه عطف دليل دئ دهل السنت والجماعت لپاره کوم چي په سرکښی يې زموږاحناف قرارلري ځکه چي دوۍ وايی چي اعمال صالحه جزدايمان نه دي بلکي غيردي له ايمان څخه اودارنګه په دغه عطف کښی رددئ پرخوارجوباندي کوم چي داسي وايې چي اعمال صالحه دايمان جزدي اوپه ګناه سره انسان کافربولي ا ودرنګه په دی کښي پرمعتزله ؤباندی هم رددۍ کوم چی وایې چې اعمل صالحه دایمان جز دی اوګناه کوونکۍ سړۍ نه مومن دۍ اونه کافردۍ، پوسه چی په قران کریم کښی هرځای دعملواماده دصالحات له مادی سره ذکر سويده نه دفعلوا وغیره ماده داپه دی وجه چې والله ته ډیرمحبوب عمل هغه د ۍ کوم چی دوامداره وی اودعمل ماده پردوام باندی دلالت کوی، اودصالحات لفظ دصالحة جمعه ده کوم چی دغلبی داسمیت په وجه یې موصوف په مفهوم کښی ورداخل سویدۍ او په اصل کښی ونیک خصلت اونیک خوۍ ته ویل کیږی اوپه شریعت کښی وهغه عمل ته ویل کیږی چی په ایت یاپه حدیث یاپه اجماع اویا په قیاس سره يې تجويزاوتحسين سوئ وی عام له دي څخه که يې تحسين داستحباب په درجه کښي سوئ وي او که دسنتيت اويادوجوب اويادفرضيت په درجه کښي، پوسه چي داهل سنت والجماعت کوم چي عبارت دي له پيروانوڅخه دڅلورومذهبودا عقيده ده چي هغه څوک چي هم مؤمن وي اوهم دصالح عمل خاوندوي يعني له ايمانه سره سره يې له ګناهوڅخه ځان ساتلئ وی اوفرض اوواجب کارونه يې کړيوي اودارنګه يې دسنتواودمستحبوکاروخيال ساتلئ وي دقیامت په ورځ کښی هم له عذاب څخه ددوږخ خلاص دۍ اوهم له عتاب اوسر زنښ څخه اوهم له حرمان څخه دشفاعت دنبی علیه السلام اوهم به له ابتداڅخه لاوجنت ته و رداخلیږی اوکه یوه سړی ګناه کړی و ه اوتوبه ئی نه وه ورڅخه کښلی نوبیا به یاالله پاک بخښه ورته وکړی اویابه دنبی یادکوم بل صالح سړی په شفاعت سره خلاص شی اویابه دګناه په اندازه ددوږخ عذاب ورکړسی او بیابه وجنت ته ولاړسی اوداسی هم کیدای سی چی دنزعی اویادقبر دتکلیفو په وجه ئی ګناوی توئ کړلی سی اوکه العیاذبالله یو څوک کافر مړسی نوبیا به همیشه په دوږخ کښی وی او که ئی په دنیا کښی هرڅونه نیک عملونه کړی وی نو دده دکفر په وجه به هغه ټول باطل وی

( هذاالذی رزقنا من قبل)

پو سه چی له(الذی رزقنا من قبل) له لفظ څخه یامرادهغه خورکه اورزق دۍ کوم چی ودوۍته ترموجوده حاضرسوی رزق دمخه په جنت کښي ورکړسويوی نو دوۍبه ددغه سابق اودفي الحاله حاضررزق دشکل اود ظاهره رنګ اودارنګه دخونداوپه هرڅه کښي دپوره يووالي په وجه له خوړلوڅخه ددغه حاضررزق وروسته داسي حيران ګرځی چي ددغودوورزقوترمنځ به هيڅ فرق نسي کولاۍ اوداسي خيال اوګمان به کوي چي دغه رزق عين هغه رزق دئ کوم چي يوځل دمخه راکړسواوموږوخوړئ پردغه تقديردهذا له لفظ څخه وروسته دعين دلفظ تقديرمناسب دئ، اي(هذاعين الذی.الخ ) اوياله (رزقنامن قبل) څخه هغه سابق رزق مراد دئ چي په جنت کښي ترحاضررزق د مخه ودوۍ ته ورکړسوئ وی خوپه رنګ اوپه شکل کښي سره برابروی اوپه خوندکښي سره جلاوی نوترخوړلودمخه دوۍداووايې چي(هذالذي ...الخ) پردغه تقديربه دهذاترلفظ وروسته دمثل دلفظ تقديرمناسب وي ،اي(هذامثل الذي.الخ) اويامرادله (رزقنامن قبل) څخه هغه رزق دی چي له مخه تردي په دنياکښي ودوۍ ته ورکړسوئ ؤ، په دغه صورت کښي بيادوه احتماله دي اول احتمال هغه دئ کوم چي په لفظي ترجمه کښي ما په وضاحت سره اشار ورته کړيده، اودوهم احتمال دادئ چي مرادورڅخه هغه نيک عملونه سي کوم چي په دنيا کښي به دوۍ کول نوپردغه تقديربه دهغوعلماؤپه قول کوم چي وايې چي په جنت کښي وخلګوته ددوۍعين ايمان اواعمال صالحه ورکړه کيږي مګرخوهلته دغه ايمان اواعمال صالحه ددوۍدجنت دنعمتوپه شکل بدل سي ،له (هذا)څخه وروسته دعين لفظ مقدرکړ سي اي(هذاعين الذي) اودهغوعلماؤپرقول به کوم چي وايې چي دجنت نعمتونه دنيکواعمالوبدله اوجزاده، له هذاڅخه وروسته دجزالفظ مقدرکړسي اي(هذاجزاءالذي . الخ) .

(واتوابه متشابهاً)

پوسه چي که مراد له( الذي رزقنامن قبل) څخه په جنت کښي ترحاضررزق سابق،دجنت سابق رزق مراد کړسي نوبه دبِه ضميرو(مَارُزِقُوْا فِي الْجَنَّة) ته راجع سي اومعني به په دي ډول سی (اوراتګ به کړکيږي وجنتيانوته په رزق سره دجنت په داسی حال کښي چي يودبله به سره برابروي، اوکه مرادورڅخه هغه رزق سي چي په دنيا کښي به ودوۍته ورکيدئ نود(بِهِ)ضميربه و(مَارُزِقُوْا فِي الدَّارَيْنِ) ته راجع سي اومعني به په دي ډول سي (اوراتګ به کړسوئ وي ودوۍ ته په رزق سره ددنيااواخرت يودبله سره برابر) (ولهم فيهاازواج مطهرة)پوسه چي دازواج لفظ دزوج جمع ده کوم چي په اصل کښي وجوړې ته ديوشی ويل کيږی اوپه عرف کښي ددغه لفظ اطلاق پرميړه اوپرښځه دده پردواړوباندی کيږی البته کله کله دزوج دلفظ اطلاق يواځی پرميړه باندی وسي اووښځي ته دزوجةٌ لفظ وويل سی ، دمطهرة لفظ صفت دۍ دازواج دپاره، پوسه چي دجمع صفت دجمع مونث په صيغه سره هم راځي اودواحدمونث په صيغه سره هم راځي همداسبب دۍ چي دزيدبن علی په قرائت کښي دمطهرة په ځاۍ باندی مطهرات راغلۍ دۍ، پوسه چي دمطهرةپه لفظ کښ کوم چي دواحدمونث صيغه ده له بابه د تفعيل ډيره مبالغه ده ترلفظ دطاهرة اودترلفظ دمتطهرة کومی چي داسم فاعل صيغی دی ځکه چي دمطهرة لفظ په دي وجه چی داسم مفعول صيغه ده په دې سره مشعردۍ چي ددغوجنتی ښځوتطهير الله جل جلاله کړيدۍ او مذکور دوه لفظونه په دې وجه چي داسم فاعل صيغې دی په ظاهره له دغه اشعارڅخه خالی دی(خَالدون)دغه لفظ له خُلْد ياله خلودڅخه جوړدۍ کوم چي په اصل کښي ودرازځنډ ته ويل کيږی عام له دې څخه چي که په طريقه ددوام اودهميشه توب سره وی اوکه نه وۍ دلته په معنی ددوام اودهميشه توب دۍ،

mainport ipower web host benawa
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery