مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زیارتونوته دخرڅی لګولوحکم

سوال :-لری زیارتوته سفـــرکـــول اوڅـــه خـــــرڅه لګول څنــــګه دی کوم چی بعضی علمايي صحح نه بولې اوپه دلیـل کی داحدیــث راوړی
لاتشدالر حال الاالی ثلاثة مساجدالخ مطلب داچه صرف دریومســــجدوته سفررواده مسجدحرام مسجدنبوی اومسجداقصی
ځواب :-اکثرعلمألکه ماجوزی(رح)امام حرمین (رح)امامنـــــووی (رح)امــــــام غزالی (رح) زیارتوته سفرکول جائــزبولې اودازمــــوږمـــــذهب هم ده اودذکر شوی حدیث په هـکله لیکې چی دادمسجدوپه باره کی ده ځــــکه چی دغــه دری مســــجدونه ترنورومســـجدونونه زیات ثواب اودرجه لری اوله دیــنه ماسواءنورمسجدونه په درجه کی سـره برابردی اوپـه هرځای کی جمــاعت مــــوجـــودوی لـــهذایو جماعت پریښودل اوبل ته ســـفرکول بې فایـدی دی اوکوم چی زیارتونه دی دهغوی په کولوامرشوی اودهغوی برکات هم یوله بل سره فرق لری لهذا هغوتـه سفرکول بې فایدی ندی نوزیارتوته سفرکـول جائـزدی الفجر الصادق ص ۶۶ردمحتارج ۱ ص۶۶۵

پــــــه زیــــارتـــودجنـــــډودرولــــوحــــــکم
سوال :-په زیارتوجنډی درول څنګه دی کوم چی بعــــضی خلـګ ددی عمل دجوازدپاره دحضرت نــــبی ﷺﷺ هغــه عــــمل اصل بولې چی یـــوه شنه لښته یی راواخیســــته اوپه نیـــمه يي ماتــــه کړه اوپه هغودوقبروچی په عــذاب کی مبتــــلاوونیمه ،نیمه ودروله اوويي فــرمایل چی ترڅوداوچې شوی نه وی ترهغه به غذاب ځنـی پورته وی ایـــاداحـــدیث دمــروجه جنډود جوازدلیل ګرزیدلای شی اوکه نه ؟
ځواب :-زموږمروجه جـنډی تردی حدیث لاندی کول اوجائزبلل ډیرمشکل اودانصاف نه لری خبــــره ده دڅووجونه اول داچه دحضرت نبی ﷺ دغه عـــمل بعضی علمأوودانحضرت ﷺ خصوصیت بللی ده دوهم داچه داجنډې عوام په دې نیــت نه پری دروی چـــی حضـــرت نبی ﷺ چیری داسی عمل کړی بلکی صرف دیــورواج په خـــاطــــروی دریـم داچې په دی مـروجه جنـــډوډیرزیات قیمتې دسمـــالونه وی اوبعضی جــــنډی مـــکملې پـــوښ شــــوی وی چــــی داصرف اضـــاعت دی مـــال ده اوبیــځایه مــصرف ده حــالنـــکه ضایع کــول دمال حرام دی څلورم داچه په قرونوثـــلاثــه ووکـــی ددی عمل هـــیڅ اثــرنه لیدل کیږی باوجودددی چی دالرګی اودسمالونه هلته هم موجودوولهذادا عمـــل بـــدعت ده مفـــتی رشیـــداحمد (رح) هم په خپل کتاب حسن الفتاوی
ج ۱ ص ۳۷۴ کی ددی عمل په بدعت والی تصــریح کړی

په زیارتودګنبدوجوړولواوکټاری لګولوحکم
سوال :- بعــضی خلــګ قبـــــرونه پــخـــوی اوځــنی ګــــنبدی پــری جـــوړوی اوڅوک کټاری پری لګوی دشریعت له نظره ددی عمل حکم څه ده ؟
ځواب :-دنبی ﷺ دصحح احادیثونه داامرثابت ده چی دقبروتوهـــین مـــکوئ یعنی په قـبرونو کښیناستل هغه پیمالول اودقبروخواته جواب چـــاي کول وغــیره قبرونه دمسلمانانویوه برزخـی رهــایشـــګاه ده دهـــغواحـــترام کول ضروری دی خـوپه داسی طـریقه چی دشریعت نــــه ثابت وی په قبروګنبدی جوړول اودقبرونوپخول اوکټاری وغیره پری لګول داسی اعمال د شریعت نه ثابت ندی لهذادغه اعمال دقـبرونوپه احترام کی داخل ندی په شـــریعت کی دغه اعمال منـــــع ښودل شـــــوی دی دحضـــرت جابر(رض)روایت ده نهی رسول الله ﷺ ان یجصص القـــبروان یبنی علیه وان یقــعدعلیه مسلم ج۱ ص ۳۱۲ منع فرمایـــــلی ده رسول الله ﷺ له پــــخولودقبـــرواولــــه ګنبدی جـــوړولوپـه قبـروبــــاندی اوله کښیناستلوپه قبروباندی
حضرت امام نووی (رح)دذکر شوی حدیث په شرح کی لیکی
والبناءعلیه ان کــــــــــــــان فی ملک البانی فمــــــــکروه وان کان فی مقـبره مسبله فحرام نص علــــــــــــیه الشافـعی (رح) والاصحاب قال الشـــــــافعی فــــــــــــــــی الام ورأیـــــــــــــــت الائمه بـــــمــــکه یــــامـــــــرون بهدم مایبنی ویوایدالهـــــدم قوله ولاقبر اًمشـــــــــــــــــــرفا الاسویته شرح مسلم ج ۱ ص۳۱۲ په قبرباندی عمــــارت جــــوړول که هــــغه ځـای دجــوړونکی په خپل ملـک کی وی نومکروه دی اوکه پــــه عامـــه هـدیره کې وی بیاحرام دی امام شافــعی (رح)اودهغه اصحابوپـدی خبره تصــریــح کړی امــــــام شافعی په کتاب الام کـــــی ویـلی چی مــا لیدل امامان پـه مکه مـکرمه کی چی پــه قبرود جوړوشـویوعمارتوپه ړنـګولویی حکم کاوه اوولاقبراًمشــــرفاً الاسویــــته حدیث ددی خبری تائدکوی
علامه شــامی (رح)لیکی
ًواماالبناءفلم ارمن اختار جوازه ردالمحتارج ۱ ص۶۶۲ کوم چی جوړول دعمارت اوبادی دی په قبر باندی زه ګمان نکوم چی چـادی جوازورکړی وی
علامه سراج الـــدین الحنفی لیکې
ویکره البناعلی القبورسراجیه ص ۲۴ مکروه ده جوړول دابادی په قبـرباندی
حافظ ابن الهمام لیکې
ان النبی ﷺ نهی عن تربیع القبوروتجصیصها فتح القدیرج۴ ص ۴۷۲ منع فرمایلی ده نبی ﷺله څلور کونجه جوړولودقبرونه اوله پخـــــولودقبرونه حضرت ملا علی قاری (رح)لیکی په قبــــــروچی هرڅه جوړشوی وی ړنګول يي واجب دی اګــــرکـه مسجدوی هم مرقات ج۲ ص۳۷۲ حضرت امام محمد(رح) فرمايي چی په قبر باندی دخپـــــلوخــاورنـــه مــــاسواءهیڅ شی اضـافه کول صحح ندی لکه چی هغه لیکی ولانری ان یزادعلی ماخـــــرج منه ونــــکره ان یطـــــــین اوان یجصـص ان النـبی نهـــی عـن تربیع القــــبوروتجصیصــــها قال محـــــــــــــــــمد(رح) به نأخذ وهوقول ابیحنیفه (رح)کتاب الاثارللامام مــحمد ص۹۷-۹۶ موږصحح نه بولوچی زیادت دی وشی په قبر بانـدی ترهغــــــوخاوروچی دقـــــــبرنه راوتلی وی اوموږ مکروه بولوګـــــــــــلول دقبرواوپخول دقبرو ځکه چـی نبــی ﷺ منع فرمایلی له څلورکونجه جــــــوړولودقبرو اوپخلودقبرواوهمدغــه زموږ مـذهب ده اوهمدادامــام ابو حنیــــفه(رح) قـــــــول ده
دذکرشویوعباراتوخلاصه دشوه چی په قبرباندی دخپلوخاوروپرته نورڅه زیادت کول ناجائزدی کــه هغه ګنـــبدی وی اوکـــه کټاری وی اوکــه دهــــغه پخول وی اوداســـی نـــورلــــه دیــــنه عــــلاوه دمـــذهب ټــــولـــوکتـــابولــکه قاضی خان ج۱ ص۹۲ عالمـــګیری ج۱ص۱۷۶ وغــــیره ددی اعـــمالوپه نه جــــواز تصریح کړی بلکی امام احمد(رح)اوامام شـــــــافعی (رح) هم ددی اعــمالو په نه جوازقائل دی لهذا ګنبدی جوړول اوکـــــــټارئ لـــګول وغیره په زیـــارتو بانـــدی مــــکـــروه تحریــمی دی ځـــکه مــــکروه چی مطـــلق ذکرشی دامـــام ابـــوحنـیفه اونوروسلـــفو صالحینوپه نزدورنه مکروه تــــحریمی مـــراددی لکه عـــلامه ابوالمکارم (رح)لیکی المـــــکروه التــــحریم عنــــدالامام یعنـی دمــــکروه نـه مراد په نزددامام ابوحنیفه (رح) حرام دی هــمدارنــــګه تصریح حاشیه تلویح ص۲۷ لــــه امــــام ابوحنیفه اوامام محـمددواړونه نقل کړی چی دمـکروه نه کراهة تـــحریمه مرادده

په زیارتودچراغولګولوحکم
سوال :-ځنې خلګ دجمعی په شپه په بعضی زیارتونوچراغونه لګوی ددی عمل حکم په شریعت محمدی ﷺ کی څنـــګه دی
ځواب داعــمل بدعت ده او شریعـت ددغه عمل نه مــنع فرمـــایـــلی ده حضـــرت عبدالله ابن عباس (رض) روایت کوی لعن رســوالله ﷺ زائرات القـــبور والمتخذین علیـها المـــساجد والسرج مشکوة ص ۷۱ یعنی لعنت کړی حضرت نبیﷺ په زیارت کونکوښځو باندی اوپه قبرودجمــــاعت جـــوړونـــکوبـــانـدی اودچراغولګونکوباندی ظاهرخبره ده چی حضرت نبی کریم ﷺ په کوم عمــــل لعنـــت فرمــایلی وی هغه هیڅ وخت جائــــز نشی ګرځیدلای ملاعلی قاری (رح)ددی حـدیـــث په شـرح کی لیکی چی دابیځایه مصرف ده اوضایع کول دمال حرام دی اوبـــل داچه داله اثارودجهنم نه ده ګویاکې ددی قبرتعلق له اوره سره ده اوجهـــــــنمی ده
علامه سیدمحمودالوسی الحنیفی (رح) لیکی
وتجب ازالـــة کل قندیــــل اوســـراج عــــلی قـــبرولایــــجوزوقــــفه ونــــــــذره روح المعانی ج۵ ص ۲۱۹ واجب ده لری کول دهرقندیل اوچراغ چی په قبرباندی وی نه یی وقف صحح ده اونه يي نــذر فتاوی علمګیری لیکې واخرج الشموع الی راس القبورفی اللیالی الاول بدعة ج۵ ص۲۱۹ لګــــول دی شـــمعودی قـــبروســــــروتـــه پـــه اولــــوورځــــــوکی بـــدعــــت ده
حضرت قاضی ثناءالله(رح)لیکې
وانچه برقبوراولیاءعمارتهارفیع بنامیکنندوچـــراغان روشن کننــدوازین هرچه میـکنند حرام است � داچې په قبرونودی اولیاووګنبدی جوړوی اویاچراغونه پری لـــګوی اوددی نه علاوه هرڅه چی زیادت کوی حرام دی همدارنګه داعمل دشوافعواومولـکوپه نزد هم مکروه اوحرام ده حضـــرت امام نووی په شرح مسلم ج ۱ ص ۷۶ کـــــی تصریح پری کړی لهـذا قبـروته شمعی اویـــاچــراغــــونه لګول یوناجــائـــــــزاوبدعت عــمل ده الله تـعالیﷻدی پـــه مسلمانانودجهــالت تیاری رڼاکړی اورب دی په موږدبدعاتوتوری تیاری صباح کړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery