مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د((كمزوري)) زوروري


د ګران افغانستان سياسي برخليك له دیگ تېرو څه كم دريو لسيزو راهيسې دومره تت را روان دى، چې تر دیگ شېبې دافغان ملت سترګو نه پخپلو سترګيو (عينكو) ولوستاى شو او نه دنورو په ككوين، ان دهغو مدعيانو په هغو هم، چې ويل يېگ له فضا نه دځمكې هر څيز ديو څپك واټن هومره وينو. افغانان خواران هم اريان دريان لاس تر زنې ناست دی او نړيوال ((خواخوږي)) او ((نړيواله ټولنه)) هم ورته څوك دخير پر غوندۍ ناست، ننداره كوي او څوك ترې خوندونه اخلي او هغه دخوشال نيكه خبره:
نوره واړه پښتونخوا په ځاى مېشته ده
دا يو زه دیگ زمانې پكې منصور كړم
موږ نه دچا پر سوكالۍ رخه كوو، نه د چا ازادۍ ته په اوبو كې خولې كيږو اونه مو دچا پر سياسي بريد سترګې ښخې وي او نه پر جغرافيايې هغه دولسونو له علمي او اقتصادی پرمختك سره دسيالۍ رڼا خو مو په وچولي كې دپيدايښت او افغانښت له ورځي نه ده ځلېدلې؛ نو څه به د چا سوكالۍ ته پخسيږو؟
هن: دا يوه خبره ده، چې دځان، ټولنې او خپل برخليك په باب اندېښنه او سوچ، مو وګړنى او سړنى (انساني) حق دى.
حق مو دى چې دخپل برخليك په اړه او تړاو هر لاسوهاندى وكږو او پرې وتوكو او داستاد الفت خبره:
تور ته سپين نه شم ويلى سپين ته تور زه
دا اميد دیگ څوك له ما نه هيڅ نه كاندی
حق مو دى، چې دچا راته پر زړه چړې ګرځي، هغو ته مو پر زړه وينې پرتې وي.
حق مو دى:
چې زما دبڼ اغزي ته كاږه ګوري
ويم چې اور شوى دهغو په ګلستان
دهمدغو حقونو يو خاوند هم، افغان مسلمان او مجاهد پښتون ددیگ شننيز (تحليلي) اثر ليكوال ‌‌ــ چې پخپله له انكسار پرته ځان ليكوال نه؛ بلكې دقلم د ډګر يو خړپو څن بولي ـــ ښاغلى عبدالسلام ضعيف دى، عبدالسلام ضعيف چې له ځايه ديني طالب علم دى، تر هغه مهاله په اسلام اباد كې دافغانستان د اسلامي امارت سفير و چې امريكايې ځواكونو دنيويارك د سوداګريزې منځۍ دنسكورېدو دكسات په پلمه د 1380 دتلې په نيمايې كې پر افغانستان پوځي يرغل وكړ، كه څه هم ښاغلى ضعيف له دیپلوماتيكو حقونو او په پاكستان كې دلس مياشتنۍ قانوني مېشتېدنې دويزې خاوند و؛ خو پاكستانيو چارواكيو د ټولو سفارتي ادابو او ارونو په ړنګولو امريكايې ځواكونو ته په لاس وركړ، چې دباګرام، كندهار او بېا ګوانتانامو دتورو تمبو شاته يېگ څه كم څلور كاله ښكېل كړ، ښاغلي ضعيف د ګوانتاناموپه جهنمي زندان كې دځان په څېر له سوونو بېګناه بندیانو سره دبشرپالو امريكايانو انساني چلن دسر په سترګو وليد، تر خلاصون وروسته يېگ دګوانتانامو له بندیانو سره دچلن يوه بوږنوړي او زړه ويلوونكى انځور وايست، په پښتو ژبه كښلي ((دګوانتانامو انځور)) دومره كتونكي، لوستونكي او هر كليوال پيدا كړل، چې په لومړي ځل يېگ دپښتو كتاب دچاپ شمېر دوه دیگرش زره ټوكو ته ورساوه او يواځې په پښتو نه، په پارسي، اردو، عربې، انګليسي او فرانسوي ژبو يېگ هم دژباړې او خپراوي تكل وشو.
((دګوانتانامو په انځور)) پسې دښاغلې عبدالسلام ضعيف دا په لاس كې تحليلي اثر هم دهېواد او نړۍ سياسي اكر (وضعې) ته پام دافغانستان دروانې غميزې دپای په هيله ديو لړ نغوتو (مشورو) او وړانديزونو ټولګه ده، چې كه يېگ له منځپانګې نه ګټنه وشي، زما باور دى، چې زموږ دملي او سياسي ربړې دجندرې (كولپ) په پرانستو كې به مرستندوى جوت شي.
زه په داسېگ حال كې چې نه يواځې له هېواد، ټولنې او اولس سره د ښاغلي ضعيف تړاو كمزورى نه بولم، بلكې دده په شننو كې ځينې زورورې خبرې او دخپلې رنځورې ټولنې د درملنې لپاره اغېزمنې نسخې هم وينم، خداى دیگ وكا، چې دښاغلي ضعيف د ((حى على الفلاح))‌ دا بلنه د (( خوار ملا اذان)) نشي او زموږ دروان ناورين عاملين پرې پر خپلو كړو دبيا كتنې (كلمه) ووايي.
دښاغلي ضعيف دزړه او قلم دزور دلازياتېدو په هيله.


محمد اصف صميم
1385-11-3
جلالكوټ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery