مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جغرافيايي اهميت



افغانستان د تاريخونو په شهادت ترډيره خپلواك هيواد پاته شوي دی ځکه چي د دغه هيواد خلکو د زرګونو كلونو په تاريخ كې د خپلي خپلواكۍ لپاره ځانونه د تيرو تورو څوكو ته وركړي، د خپلواكۍ، پت او عزت جنډه يې هسكه ساتلي ده. د هر مسقيم نړۍ خور استعمار داړي يېگ ورماتې كړې. هغو ته يې اجازه نده وركړي چې د هغو شوم اهداف د هغو د داخلي پوچ مغزو لاس پوڅو ګوډاګيانو په مرسته پردېگ سپيڅلي خاوره پلي شي، په دې اړه تير تاريخونه په بشپړه توګه روښانه دي، آن په ١٨٩٣ ميلادي كال خو د افغانستان همدې اوسنيو خواخوږو، يعني شيطان صفتو انګريزی واکمنو د برچې په څوكه د افغان د يو موټي قوم پر زړه د ډيورنډ په نامه ناولي اوکرغيړنه كرښه تيره كړه او په خپلو بې رحمو تيرو چړو يېگ د افغان يو زړه دوه ټوټي كړ، چې تر اوسه پورې يېگ لا
د تاوتريخوالي له زوبلن پرهره وينې څاڅي. خو بيا هم افغانستان د سر ټيټول د ځان د عزت زيان وباله.
د سره نړۍ خور ښامار مستقيم او مخامخ يرغل مو د سر په سترګو وليد. زموږ له مجاهد ملت څخه يې هم ډيري محترمې څيري ترخاورو لاندی کړي، سرو سړي خورو او نړۍ خورو ځناورو تر دې وړاندېگ په خپل استكباري قوت سره د نړۍ د خوړلو اراده وكړه. پر دې بنسټ يې د منځنۍ آسيا ډير اسلامي هيوادونه په بري او كاميابي سره تر ستوني تير كړه، ټيغ يې پروكيښ او هضم يې كړه، مګر افغانانو په غښتلو موټو او د خپلو مبارکو وينو په بيه بيا هم خپل استقلال وګاټه، يوازي دانه چې افغانانو خپل استقلال وګاټه، بلکي د دوى د سر ښندنو په پايله کي د منځنۍ آسيا ټول هيوادونه له دغه استعمار څخه آزاد سول. ختيزي اروپا ته يې آزادي وروبخښل. د برلين تاريخي د ېوال ونړېد او د هند د سمندر څخه يې د سره سيلاب مخه ونيول، ټوله نړۍ يې د دوی له شره وژغورله، كمونستي ګوډاګيو ته يې عفو وكړه. دا چې اوس د نړۍ خورو استعماري قوتونو په پاليسيو كې بدلون راغلي دی او د مستقيم استعمار پر ځای يېگ شاپرشا استعمار ته ترجيح وركړېده، سياسي تګلاره يېگ د بلی موخی په رنګ هماغه دوديز هدف ته متوجه كړي ده، دا يوه بدغوني ستونزه ده چې تودوښه يې زموږ تر هيواد پوري راورسيدله.
دافغانستان لرغوني خاوره تردې لانور زيات د سياسي جغرافيايې سترتوب او لومړيتوب اوږد تاريخ لري. دا سيمه د ختيځ او لويديځ ترمنځ او په جنوب لويديځ كې د هند د نيمي وچې خواته چې اوسنی پاكستان يېگ احاطه كړى د سوداګريو او كوچيدنو څلور لارې يا پل ګڼل شوى. ډير يرغلګر تردې څلور لاري تير شوي او خپل زور ازموينه يې كړي ده. فارسيان (دوه ځله)، يونانيان، عربی مسلمانان، تركان، مغول، اڼرېزان او روسان دلته د بېلو بېلو مقاصدو د تر سره کولو لپاره راغلي دي. او بالاخره وروستی ځل بيا متحدو انګريزانو په يوه بل چوکاټ کې د يهودو د پلانونو سره سم خپل ناوړه مخ او د تعصبونو ډک ناولی سر راښکاره کړ، ډير ځله افغانستان د يوي واكمنۍ
د واكمنو لخوا د داسې ګوښه مورچل او سنګر حيثيت غوره كړى چې له هغه څخه د بلي واكمنۍ پر حدودو يرغل شوى يا كيږي، ډير ځله دا
د دوو امپراتوريو يا قوتونو تر منځ يوه بې څښتنه ځمكه ګڼل شوي چې پراختيا غوښتونكو ګاونډيانو له سياسي خلا څخه استفاده كړي چې
د چا څومره اوڅه لاس ته ورغلی پر هغه يې خېټه ايښې ده.
افغانستان اوس په هغه جغرافيايي موقعيت كې ندی پروت گچې پرون يې موقعيت درلود. د روس د ګډي پولي پر ځای په شمال كې دري هيوادونه چې پخوانى اعتبار يې بايللي بيا رامنځته شول، چي عبارت دي له تركمنستان، ازبكستان، او تاجكستان څخه. دغه هيوادونه د دغه هيواد د شرقي اوشمالي پولو سره نښتي دي. په بل طرف کی يې چين، نوی پاکستان او ايران پراته دي چی د دې هيواد
د شرقي، غربي او جنوبي پولو سره نښتي دي. نن د افغانستان پخواني سياسي ارزښت اقتصادي مسايل او ارزښتونه راسپړلي دي چې په كې د منځنۍ آسيا نړيوال تجارت او د تيلو او ګازو له سرچينو څخه ګټه اخيستل دي. بډايې او ځواکمني واكمنۍ د سونګ موادو
د ترلاسه کولو په هيله له هري وسيلي كار اخلي او ځانونه تر نورو وړاندې كوي. مظلوم او بي غاوره افغانان بيا د سر په ژغورنه پوري حيران دې چې چاته وژاړي، چاته فرياد وكړي، چيري ولاړشي او د چا لمن ونيسي. پخوا د ليري امپراتوريو ترمنځ چې لمني يې تر افغانستان پوري را اوږدې شوي وې، د رقابت خبري كيدلي، خو اوس د هغو د موجوديت سره سره د ګاونډيو تربګنۍ ګرمي شوي، سختي شوي او بالاخره يې وده موندلي ده. داسي فرض سوې او پتېيل سوې وه چي پخوانى افغانستان به چې تر ١٨٩٣ م.كال وړاندې افغانستان وو تر كال ١٩٩٣م. کال وروسته بيرته هم هغه پخوانى افغانستان وي. د دغه هيوادبيل شوي قومونه به بيرته لكه بيل شوى المان يوله بل سره نښتی وای. خو له بده مرغه چې د دغې مفكوري پايښت پاته قوم هم په ناتاركي ښكيل كړ. آن د دغه اورتوښ تر هغي بلي خواهم ورسيد. د هند، پاكستان تاريخي تاوتريخوالي په ستراتيژيكه توګه نور هم پر وچو بوټو تيل شيندلي، څو څوك پكښي لوګی شي او څوك ځانونه پري ګرم كړي او خوند تري واخلي. دلته دري موضوعات
د څيړني وړ دې، چې د سياسي او جغرافيايې پلوه موږ له ننګونو سره مخامخ کوي او د ډېر وخت راپدې خوامو ځمكنۍ بشپړتيا ګواښې.
لومړی: ځمكنۍ بشپړتيا.
دويم: تجارتي ليوالتيا.
درېم: د تيلو، غازو او د نورو توکو زېرمو ته د زبرځواکونو رسېدل.
زموږ ځمكنۍ بشپړتيا ته هغه وخت خطر پيدا شو چې كله
د انګريزانو او روسانو ترمنځ د سيمي او واك د پراخولو لپاره رقابت او هڅي ښې ګرمي وي. اڼرېزان چې پر ډيرو خپلواكو هيوادونو يې خيټه اچولې وه او د هغه وخت او تاريخ تر ټولو ستر ځواك وو، په
نولسمه پيړۍ كې د هند تر تودو اوبو پوري ورسيدل آن د افغانستان ځيني سيمي يې تر ستوني كښته كړي. په مليونونو انسانان يې ورک او تر خاورو لاندې کړل، روسانو چې د هند تودو اوبو ته يېگ سترګي ختلي وي د افغانستان بل اړخ ته د مستۍ وزرونه تر پول، هغو به
د افغانستان واكمنان د انګريز يا پرنګي مقابلي ته هڅول، د مرستي وعدې به يې ورسره كولې، مګر د سختی په وخت كې به يې لاسونه ليری تر شا ونيول او بې وسه افغانان به يې د انګريز د طوفان مخي ته يوازي پرېښودل. خو بيا هم انګريزان په دغه هيواد کې په ارامه پاته نشوه. د هغو سترو يرغلونو ته په زغرده جواب وركول شو. د هغو هدف ته ښه راغلاست ونه ويل سو. افغانانو د خپلو وينو په بدل هغو ته ماته ورکړه. مګر له بده مرغه چې كله امير عبدالرحمن خان په ١٨٨٠ ميلادي کال د انګريزانو په توافق او په شرائطو منلو سره د افغانستان ګوډاګی ډوله او خاين آمر پاتيږي، هغه د مرييتوب ځينو توافقاتو ته زړه ښه كوي، د هيواد د زرګونو شهيدانو پرسرونو پښه ږدي او نورهم افغانستان د دښمنانو په دامونوکې ښکېلوي.
عبدالرحمن خان په لاندې موادو قرارداد لاسليک کړى وو
لومړى: دا چي د هېواد دننه ماتې خوړلي انګريزان به دافغانستان له خاوري سالم هندوستان ته ستنيږي. افغاني مجاهدين به په هغو باندې حملي نه كوي.
دويم: افغانستان به پرته له برتانوي استعمار څخه له بل هيڅ هيواد سره سياسي اړيكي نشي ټينګولای.
دريم: لوی كندهار او د هغه مربوطات به د بل واكمن تر واك لاندې راځي.
څلورم: د جنوب ځيني هغه سيمي چې د اوسنۍ كرښي په هغه بله خواکي پرتي دي خپله د انګريزانو ترواك لاندې پاتيږي.
پنځم: کوم تړون چې وړاندې له امير محمد يعقوب خان سره
د ګندمك په نامه شوي دى د راتلونکي لپاره به د اعتبار وړ وي.
دا هغه بدمرغه موافقه وه چې افغانستان يې پر څو ټوټو باندې وېشلو ته برابرکړی وو، چې په هغه كې د افغانستان زړه كندهار هم شامل وو. خو كله چې انګريزانو د خپل پلان مطابق عملي قدم واخست له نيکه مرغه د لوی كندهار د ميوند په سيمه كې د طالبانو له مذهبې مقاومت سره مخامخ شول او د درنو تلفاتو په ورکولوسره يې ماته وخوړه. كه نه اوس به لوی كندهار هم د عبدالرحمن د موافقي پر اساس د افغانستان برخه نه وای. مګر د انګريزانو د ماتي سره سره بياهم ځيني سيمي د انګريزانو ترواك لاندې پاتي شوي.
له وخت څخه په ګټه اخستلو سره په ١٨٨٤ ميلادي کالكې روسانو د افغانستان په شمال ختيزو سيمو كې بريدونه پيل كړل، چې د هغو په نتيجه كې يې مرو او د پل خاتون سيمې لاندې کړې. د دويم ځل لپاره يې په ١٨٨٥ كال يې ايماق، پنجده، اق تيپه، چمن بيد او چشمه سلم په زور ونيول چې تر اوسه پوري دغه سيمي د افغانستان له واكه وتلي پاتي دی. همدارنګه انګريزانو په ١٨٨٥ كې هژده ناو او
د ايوبې پراخي سيمي او كاريزونه، په ١٨٨٨ كې نمكسار او
د سيستان زياتي سيمي، په ١٩٠٥ كې د هلمند د اوبو د سيستان دريمه برخه له افغانستان څخه بېله او ايران ته يې وركړه، همدارنګه يېگ خپله د ډيورنډ د ناولي او ناروا تړون له مخي په ١٨٩٣ كې پاته افغانستان پر منځ دوه ټوټي كړ، د ډيورنډ د کرښي جنوب او جنوب شرقي ټولې سيمي يې په خپل قلمرو ورګډې كړي او اوسنی نيم افغانستان همداسې د جنجالونو پيټی پاتي شو.
تر څه لږ ارام وروسته بياهم د افغانستان او نوي پاكستان ترمنځ لانجي رواني وي. د پښتونستان خبره د ډيورنډ د كرښي پر سر ناندرۍ، مصارف او مشاجري تر حده تيري شوي. دا موضوع لاسړه سوې نه وه چې د برتانيې ياانګريزانو د وحشت زخمونه جوړسي په ۱۳۵۷ لمريز کال سره پوځ او سره ښامار افغانستان ته غاړه اوږده كړه، داخلي مزدورانو ورسره مرسته وكړه. د لږ وخت لپاره يې د افغانستان پر ټوله خاوره منګولي ټينګي كړي، د كريملين د پلان له مخي افغانستان د انحلال په صورت كې د شوروي اتحاد شپاړسم جمهوريت بلل شوي وو، افغاني ملحدو ګوډاګيانو چې په دې هكله
د دوی په راوستلو كې مرسته كړي وه ديته ډيرليواله وه، خوشحاله وه، انتظار يې كاوه چې د شوروي ملحدي اداري په عقيده كې ورګډ شي او افغانستان د شوروي اتحاد يوه برخه وګرځوي داچې په نتيجه کې يې څه بدرنګي دوی ته پيښه شوه او څه غميزه يې افغانستان ته راوړه، ډير مجاهدين او هيوادوال لا اوس هم ددغه حالت شاهدان دې.
له بده مرغه د روس ترماتي وروسته افغانستان يو ځل بيا د يوي لويې لوبې ډګر وګرځيد، پاكستان، ايران، ازبكستان، تاجكستان، هند، تركيه اوروسان د لوبو په ګټلو او بايللو كې ښكيل شوه. د ليري او نژدې پټو او ښکاره لاسونو ښكيلتيا يو ځل بيا د هيواد ځمكنۍ بشپړتيا او ملی وحدت ته ګواښ شو، د دغه هيواد د اولسونو په منځ کي د ژبې، سيمي او قدرت لپاره بېلتون ته لمنه ته ووهله شوه،
د لږكيو او ډيركيو خبره جوړه شوه، ايتلافونه او اتحادونه تقويه كړل شول. په مستقيم ډول د ويش او تجزيې خبري د ميز سر ته راغلي،
د راتلونکې افغانستان د تجزيې او ټوټه كيدو نقشي په بهركې جوړي شوي، د مځكي پر ويش لا خبره سرته نه وه رسيدلي، چې يو ځل بيا
د امير عبدالرحمن خان غوندې د قدرت د ساتلو لپاره د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا د سودا او پېر او پلور خبره توده شوه. له نيکه مرغه په کال١٩٩٤م.کي د طالبانو په ناڅاپي راټوكيدلو سره خبره پر بل مخ واوښته اود افغانستان له سياسي خلا څخه ناروا او ناوړه استفاده په ټپه ودرول شوه.
له بده مرغه چي په دغه پاڅون سره هم افغانستان ته كامله سوبه په برخه نشوه، د کفري نړۍ لخوا د ملګرو ملتونو په مرسته افغانستان كاملاً په انزواكې واچول سو. اقتصادي او سياسي پرمختګونه په ټپه ودرول سوه، څو د پاكستان په مخلصانه مرسته افغانستان د ٢٠٠١ کال په دسمبر کي يو ځل بيا د يهودو د پلان مطابق د متحدو انګريزانو منګولو ته ولويد. سياسي او اقتصادی پرمختګونه د بهرنيو هيوادونو په منافعو پوري وتړل شول، د افغانانو د وژلو، توهينولو او بندې كولو هنګامه په يوه او بل نامه سره توده او ګرمه روانه شوه او لاتراوسه دا هنګامه هماغسي ګرمه روانه ده. افغانستان او افغانان دغشو تر تيرو څوكو تيرشول او تيريږي. د کلستر او کروزو بمونه مولا اوس هم کلي اوکورونه له بيخه باسي، هم مړه اوهم پړه بلل کيږو. هيڅوک مو فرياد او ژړاته غوږ نه نيسي. خپل د رمو سپي مو د پرديو ليوانو په خدمت کې راغلي دي، وژل كيږو موږ، خوند بل څوك تري اخلي. دا چې دا بي رحمه ميچنه به ترکومه زموږ سرونه ميده کوې الله ته معلومه ده .
دويم تجارتي ليوالتيا:
لکه څنګه چې مو وړاندې يادونه وکړه داچې افغانستان د ختيځ، لويديځ، جنوب او شمال ترمنځ د اړيكو د ځمكني پيوستون څلور لاري يا په بله اصطلاح د پله حيثيت لري له همدې کبله د دغې سيمي اهميت د څلورو خواوو پر اقتصادې ارزښتونو باندې مثبت اثر غوځوي. همدارنګه د دغه هيواد بې ثباتي د څلور خواوو پر اقتصادې ازرښت ياتړاو منفي اثر غوځوي، لكه څنګه چې د دغه هيواد منفي او مثبت اثرات د ټولېگ سيمي لپاره ارزښت لري همدارنګه دا ارزښت څو برابره دافغانستان لپاره ارزښتمن جوتېدلاى سي چې د اقتصادي او سياسي پلوه تري په پراخه پيمانه ګټه اخستلای شي. په نړيواله توګه
د تجارت پياوړي كيدل افغانستان د يوه ښه كريډټ څښتن كولای شي او د دې پر ځای چې د تل لپاره د ګاونډيو محتاج اوسي او هميشه يېگ تر ژوبلي ګوتي ونيسي برعكس اوښتلای شي چې دا به
د افغانستان لپاره په ملي استقلال او ځمكنۍ بشپړتيا، متقابل احترام او د كورنيو چارو په نه لاسوهنه كې مثبت رول ولري، له بلي خوا به نړيوالي تجارتي څانګي او دفترونه د افغانستان دننه فعاليت پيل كړي. له دې سره به افغاني تجاران په بين المللي معيار د اعتبار وړ وګرځي. د دې سره سره كيدلای شي چې په تدريجي ډول افغانستان په نړۍ كې د بين المللي تجارتي مركز په توګه وپيژندل شي. همدارنګه كيدلای شي ګاونډي هيوادونه ورسره د پياوړي اقتصاد څښتنان شي او دا سيمه به يوه ارامه امينتي سيمه وګرځي.
سره د دې چې ګاونډيان او نړۍ د دې خبري په دېگ اهميت ښه پوهيږي او په ارزښت يېگ ترموږ هم ښه خبر دي مګر ځيني انديښني، انساني حرص او تمايلات پكښي شته چی د دېگ پرمختګ په وړاندي ستونزي راولاړوي ترڅو دغه كريډټ د افغانانو په برخه نشي. همدارنګه د افغانستان د استقلال پر سرلوبه روانه وساتل شي.
افغانستان چې دامهال د وچي ځمكي كور دی اوبو ته د رسد او تجارت خپله مستقله لاره نلري. له همدې كبله له نړيوالو تجارتي اسانتياووڅخه بې برخي پاته دی. دغه هيواد خپله اړتيا په لنډ بازار كې له پاكستان او ايران څخه پوره كوي، په لوی بازار كې هم په ترانزيتي توګه د دغو هيوادونو له بحري حريمه استفاده كوي. كه څه هم په دې تجارت، راکړه ورکړه، ټيکس او ټرانسپورټ کې به ټولي سيمي ته ښيګڼي په لاس ورځي، خو د ګاونډيو ځيني ترينګلتياوي هر وخت افغانستان په انحصار كې ساتل غواړي چې کله کله سياسي بوختيا هم د دغه پرمختګ سبب ګرځي.
افغانستان لکه څنګه چې له ډيره وخته د كوم قوي سياسي قوت خاوند نه وو او نه اوس د يوه سياسي قوت وړتيا لري، نو له دې امله
د ښه ماركيټ د اوږده احتياج تر تاثير لاندې راوړل کيدونكي هيواد پاته کيږي. له بلي خوا د بهرنی ماركيټ په اصالت كې هميشه ستونزي لري. زما په ياد دې چې د پاكستان حكومت زما د سفارت په وخت کې چې ٢٠٠٠او٢٠٠١ ميلادي کال په بر كې نيسي د وه ځلي پاکستان د افغانستان د سوداګرو پر ترانيزيټي مالونو بنديز ولګاوه، يو ځلي پر اوولس قلمه او بل ځل پر شل قلمه باندې داعمل پلی شو چې په هغه كې تيلفون، ايركنډيشن اونور برقي الات او اجناس شامل وه، ايران هم څو ځلي خپل بندرونه د تجارانو پر مخ وتړل د پاکستان او ايران د دې ناقانونه اعمالو په نتيجه کې د كراچي او بندرعباس په بندرنوكې افغانې سوداګروته د ۱۸۰۰ ميليونو امريکايې ډالرو په ارزښت تاوان ورسيد. ځکه د هغو مالونه ياخراب او ډيمرچ سوه يا
د وخت په تيريدو سره ايكسپاير شوه. سره د دې چې د بين المللي اصولو او قوانينو له مخي بايد د داسې پيښو تاوان وركول سوی وای بايد كله هم د ګاونډی هيواد له جغرافيايې نيمګرتياوو څخه استفاده ونه شي او تر ژوبلي ګوتې ونه نيول سي. د دې هيواد سره د ظلم نور ډېر موضوعات پيښ شوي دی. بيا ورته هيڅ التفات نه دی شوى. ايران هم د افغاني تجارانو پر مالونو خو خو ځله بنديز ولګاوه ، څو څو ځله يې د افغانستان د روابذو په ترينګلتيا سره خپل سرحدونه په ټپه وتړل چي په دې سره د خلکو مالونه يا خراب او يا بېخي ډېر تاواني سول.افغانستان په داسې كمزوری او ضعيف دريځ كې خپل اعتبار ته وده وركوي چي له پيړيو راپه دې خوا د افغانستان په فرهنګي او كلتوري برخو كې د دغو ګاونډيو له سرچينو الهام اخلي، د سيالۍ اورقابت په ډګر كې بې له زوره له بل هر څه څخه بې برخي پاتيږي. د دغه هيواد تجارتي ارزښت بيا هم له سياسي جغرافيې سره تړلى دى، چي ترډيره يې شنل اړين دي. دا چې اقتصادي كمزوري د ښوونې او روزنې او مسلكي روزنې په كچه كې كمښت راولي، منفي اثرات يې له ورايه تر سترګو كيږي. دغه منفي اثرات هېواد منفي لور ته ټېل وهي. د تعليم او اقتصاد په نيمګړتيا كې هيواد پر خپلو پښو ولاړنشي پاته كيدلای. تل بايد په يوه ناورين اخته اوسي په داسې حالت كې سيمي ته د جغرافيايي له كبله د خلکو ليوالتيا كمه وي چې تر ډيره يې اټكل كيږي، کوم چې د ګاونډيو د ترينګلتياوو سبب هم ترډيره دا کېدلاى، چې كله كله د پراخ قومي جوړښت په غيږ كې د حقوقو او فرهنګ په څير د تورو لمبو پيلوځي په جغرافيايې ارزښتونو كې استعماليږي.

د تيلو او غازو شخوند اوس نورو خوړوته اړتيا لري
عربې هېوادونو په تېره سعودي عربستان د ختيزي اروپا او امريكا لپاره ځانګړی اهميت درلود. د دغو هيوادونو يا سيمي پر سر له تيرو دوو سو كلونو راپدې خوا سياسي رقابتونه ډيرګرم شويدي، خو امريكا بيا هم د سعودي عربستان د تيلو پر زيرمو خيټه اچولې وه. دوږي ژوی غوندي يې نس په ډك كړ. تر ډيره يې تر ايران او عراق گ په ټيټه بيه د تيلو اخيستلو ښه استفاده كوله، كله چې په عراق او ايران كې د امريكا د غرور او غلطي پاليسی او د هغو وختونو د حكومتونو
د بي وسۍ له امله د دوی پر ضد د استقلال په نامه انقلابونه اړين وبلل شول. همدا كار سرته ورسيد، د ايران او عراق له تيلو څخه د نا اميدۍ په سبب امريكا له دغو هيوادونو سره طولاني دښمنۍ ته په يوه او بل نامه سره لمنه ووهله، آن تردې چې پر عراق باندې يې د مستقيم يرغل لاره پيدا كړه. د ربدره يي کړ. هرڅه يې ورتبا کړه. د بي اتفاقی تخم يې د تل لپاره پکښي وشيندی. خو د تيلو زيرمي يې ښه ورته تشي کړلي. مګر ايران لا اوس هم د انتظار په حالت كې اوسي. خو
د ډير استعمال او يا د ډير وخت په تيريدو سره اوس داسې ښكاري چې د خليج تيل د لويديځ لپاره د صادراتو د نه پوره كولو اندېښني پيدا كړي اويالوړو نرخونو هغوی دوارخطايی سره لاس اوګريوان کړي آن چې دساينسپوهانو او د تيلو د ماهرينو په نظر له ٢٠٢٥څخه تر ٢٠٣٠زيږديزکال پوري کيدای شي د خليج تيل يوازي د خليجې هېوادونو د اړتيا لپاره وكارول شي، او لويديز ته به د صادراتو لپاره كافي نه وي. له همدې كبله بايد د لويديز د اړتياوو لپاره نوي زيرمي وموندل شي همدا علت كيدلای شي د ختيزو او لويديزو هېوادونو
د تيلو د كمپنيو چټكتيا او ليوالتيا د قزاقستان، تركمنستان او افغانستان خواته ګړندۍ كړي وي. د تركمنستان د صادراتو نل ليكه چې د هند تر سمندره يې د تېريدلو لاره كتلې شوي د افغانستان پر سهيل ډډه لګوي. دغه نل ليکه په تركمنستان کي(١٢٠) كيلو متره،
په افغانستان کي (١٦٣٠) كيلو متره او په پاكستان کي (١٧٠) كيلو متره غځيږي. له هم هغه ځايه بيا د بېړيو د تم ځايونويا ګودرونو څخه د هند پر لور حركت كوي. افغانستان په دغه پروژه کې له ګازو
څخه پر استفاده سربېره د ټيكس وړيا ګټې په لاس راوړي او د ګازو
د صادراتو آسانتياوي او وړتياوي هم ترلاسه کوي او د دې باوجود
د ترانسپورتي عراده جاتو په کار لوېدل، ساختماني بوختياوي،
د كارګرو لپاره د كار فرصتونه هم رامنځ ته کيږي چي د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي، خو دا پروژه د دغو ګټو سره سره د خنډ او ځند لپاره لاملونه هم لري، چې هغه هم د جغرافيايې سياست سره كړۍ اوځنځيرونه تشکيلوی، هغه كمپنۍ چې په دغو زيرمو كې پانګونه غواړي د ډير لوی نفوذ درلودونكي دي چې عمدتاً په لويو حكومتونو او په څارګرو ادارو كې اعتبار لري.
د تيلو او ګازو تجارت که څه هم په اروپا او امريكا كې د شخصي شركتونو تر نامه لاندې مخته بيول كيږي، خو په حقيقت كې حكومتونه په مستقيم ډول په دغه کاراوبارکې رول ترسره كوي. هغه څه چې د كمپنيو مطلب دی د استخباراتو او څارګرو ادارو په مرسته ورته د حكومتونو لخوا لاره هواريږي. د تيلو يا ګازو په نامه نه بلکي په يوه او بل نامه. په مستقيم اوغيرمستقيم ډول سره،كيدلای شي چې مصارف يې مستقيم د كمپنيو لخوا وركول کيږي. د دغو هيوادونو په لويو تجارتي كمپنيو كې سياسي قوت او اغيز په کامله توګه مطرح دی چې د قوي سياسي قوت ملاتړي په برياليتوب سره مطلب ته نژدي كيدلای شي. همداسبب دی چې پوځي قوتونه هم د دې كار او ګټي لپاره خوځيدلي دي.
په دغه سياسي لوبه كې داسې معلوميږي چې اوس هم ځينو كمپنيو چې سياسي ملاتړ يې كمزوری وي ماته منلي وي كه څه هم تر اوسه د دي کار پايله معلومه نده ، خو اوس هغه څه ډير زيات مهم دې چې د پردي شاته د سيمي د هيوادونو پټي انديښني دي چې په درو مرموزو جالونوکې پټ غوندې نغښتي دې چې سپړل يې اسانه کارنه دی.
زه غواړم په مختصر او بې تفسيره ډول هغه ته ځغلنده نظرواچوم كيدای شي نور څيړونكي ورباندې ترماښه پوهيږي.
لومړی: د تجارت انحصار چې په سياسي فشار سره منځ ته راځي.
دويم: درغلې كول چې په اصل كي له سياست سره تړاو لري.
درېم: مذهبي او كلتوري پرمختګ ته زيان رسول.
لومړی: په ټولوعربې هېوادونو كې په ځانګړې توګه په سعودې عربستان كې د تجارت د انحصار پر سر ډيري ناندريزي لوبې ترسره شوي، چې هر وخت د سياسي قوت څخه په استفادی د خلكو او شخصي تجارانو حقوق تر پښو لاندي شوي، د ملت او حكومت ترمنځ بې اعتمادي اوبې باوري پيدا شوې، د پردي شاته هغه څه روان دې چې نه يې حكومت اظهارکولای شي او نه يې خلك زغملای شي، مګر په ډيره چالاكۍ سره داسې كړنو ته د بغاوت يا شرارت ټكي اسانه الفاظ دې چې له قدرت او وخت نه پكې ګټه او بده استفاده كيږي.
دويم : درغلي كول: کېدای سي داسې ډيري بېلګي تر لاسه شوي وي. هغه كمپنۍ چې د تيلو د قراردادونو ذمه واري لري اوس مهال
د كمپنيو پر ټولو عايداتي منابعو كنټرول لري، د صادراتو پر وخت
د كنټرول ميټرونه د هغو په اختيار كې وي، د صادراتو كچه نه حكومت او نه هم خلكو ته معلوميږي. همدا ډول د تيلو د صادراتو پيسي له هغه هېواد څخه د باندي په بهرنيو بانكونو كې تحويليږي. ويل کيږي چې تر ډيره د دغو پيسو استعمال د حساب د واكمن په اختيار كې هم نه وي چي په عربي نړۍ کي د وروستيو تحولاتو د دې ثبوت لپاره په درځنونو اسناد را وسپړل .
همداسې د ځينو واكمنو په درغلۍ سره د هېواد د عامه عايداتو
له پيسو څخه څه اندازه يا فيصدی د بډو(رشوت) په توګه شخصي حسابونو ته انتقاليږي، چې له همدې كبله د ځينو واكمنانو په بانكي حسابونو كې له هېواد څخه د باندې په ملياردونو ډالر يا په لسګونو ملياردونه ډالر جمع شوي وي. دغه زياتي پيسي چې بانكونه استفاده ځني كوي يوازي د دغه واکمن په حساب کې د هغه په نامه باندي وي. كه چيري هغه وغواړي خپلي پيسي له دغوبانکونو څخه بل ځای ته انتقال كړي بيا هم بايد د هغه د مصرف او تاديېگ لپاره لومړی پيشنهاد وركړي. كه دغه انتقال د هغو له نظر سره سمون درلود بيا به يو څه وركوي او که يې سمون نه درلود بېا له حساب درلودونکي څخه د تحقيق امکان هم لرې چې د خپلو پيسو د لګښت پوره توضيحات ورکړي.
دريم: له ډيرو وختونو را په دې خوا په نړيواله کچه د غربې دموكراسۍ د پلي كولو هڅي رواني دي. غربی دموكراسي هغه نظام دی چې په حقيقت كې د مسلمانانو لپاره وژونكې زهرجنه دوا غوندي ده چې که يې د استعمال سره ډير احتياط ونه شي پخپله وژونكى يادرمل كاروونكي هم ورسره وژلای شي. دغه تقليد شوې دموكراسي هغه يوازنی نظام دی چې د مسلمانانو په لاسونو باندي د اسلام جرړي باسي او د خدای پر ځمكه باندې د خدای نظام ناكافي او د اجتماعي ژوند د اړتيا وو سره ټكر تعبير وي.
دغه بې جلوه دموكراسي داسي يو نظام دی چې د فحش او منكراتو په تدريجي تعميم سره د اسلام سره مقابله کوي. هم دارنګه د داسې دموكراسۍ عاموالی او اعتياد د ځينو مسلمانانو لپاره د ارتداد او
د اسلام سره د نه ميني او فاصلي سبب ګرځي. له ډيره وخته راپديخوا، د رسول الله  له زماني څخه تر اوس مهاله اسلام او مسلمانانو ته په يو او بل نامه سره د اسلام د مخ نيولو، بدنامولو، كمزوري كولو هڅي په زور، پيسو، تبليغ، شهوانيت او نورو وسيلو سره رواني وي او يا رواني دي. په هغو کې تر ټولو لوی سازش چې مثبته نتيجه يې وركړې ده دغه ناولې نامقيده دموكراسي ده، چې د قومونو ملتونو او حكومتونو تر منځ د مذهبې درنو اختلافاتو سبب كيږي. په اوسني افغانستان او عراق كې د اشغال سبب هم په مسلمانانو كې د غربې دموكراسۍ د پلي كولو امتحاني دوره او کړکيچنه بېلګه ده چې
د همدې هدف لپاره د ملتونو حكومتونه له منځه وړل كيږي، نظام او شتمنی له منځه ځي، پر كلتور، خاوره، نواميسو باندي تيری كيږي، په لکونو انسانان په بمونو او باروتو وژل كيږۍ، زندانونو ته ليږل، توهينول خولاعادي خبره ده، خو د دې دموكراسۍ نتيجه هغه ناتار او غم شو چې جبيره يې ناشونې بريښي او نه كيږي.
څلورم: (د دغي صادرېدونکي دموكراسۍ غوښتونکي‎‎) غواړي چې دغه ډول ناولي دموكراسي په سعودی كې هم پلي کړي. دغه عناصر په ډيره بي صبری سره غواړي دغه هيواد ته چې د نړۍ
د مسلمانانو مركز دی د فحش او فساد لاره خلاصه کړي.
په ١٩٩٠ ميلادي كال كې د سعودي عربستان په هكله د غربي دموکراتانو سروي روانه وه، څو معلومه كړي چې څومره نفوس
د غربې ناولي دموكراسی پلوي کوي، د سروي له مخي هغو څرګنده کړې وه چې په سل كې اويا فيصده خلك د سعودي د اوسني شاهي نظام سره مخالفت لري او ناراضه دي. نو د خلكو د حقوقو د وركولو لپاره بايد انتخابات وشي، مګر تر ډيره دا كار د سعودي د پخواني پاچا ملک فهد تر مرګه پوري وځنډول شو، ځكه چې هغه له امريكايي واکمنانو سره ډيري نژدې اړيكي درلودي. د امريکايې واکمنانو ګټه پدي کې وه چې بايد د هغه له دغه ضعيفه حالت څخه چې كوما ته ورته حالت وو استفاده شوي وای.
په ٢٠٠٤ ميلادې كال كې د دويم ځل لپاره بياسروی وشوه. دويمه سروي ښيي چې د سعودی اوسيدونكي په سلو كې شپيته برخه
د اسامه او د هغه د ورته نظر پلوي كوي. له همدی كبله دا سروي او په افغانستان او عراق كې د جنګونو او تربګنيو له كبله وځنډيده خو بيا هم د دی پروژي د پر مخ بيولو لپاره پانګونه روانه ده. دا چې كله به هغوی خپل هدف ته رسييږي والله تعالى اعلم.
پنځم: غربې دموكراسۍ اخلاقي فساد ته دومره وده وركوي لکه
د پسرلي باران چې ښيرازي مځکي او كرلي كښت ته وده وركوي،
د اسلام د بشپړ چوكاټ د ماتولو لپاره دا ترهرڅه موثر انتخاب دی چې د بشر او بيان د آزادۍ په نامه منكرات او شهواني فواحش په قانوني توګه مروج کيدلای شي. له بلي خوا د الهي احكامو حدود چې د زنا، شرابو، لواطت، تبرج او داسې نورو د مخنيوي لپاره وضع شوي په بشپړه توګه له منځه وړلای شي.د دې ترڅنګ د نورو غير اسلامي اديانو لپاره د فعاليت لاره هوارولای شي، څو مسلمانان د عزت، مال او نورو امتيازونو په وركولو سره ارتداد ته وبلل شي، چي د يهوديت او نصرانيت او نورو اديانو شعائر په اسلامي هېوادونو کي په تدريجي ډول خپاره شي. د بشري او انساني حدودو څخه پر هغه لوري پرمختګ وكړي چې د هغو داوږدي مبارزی ستر هدف دی.
څو ورځي وړاندې مي په يوه اخبار كې د يوه ځوان هلك كيسه ولوستله کوم چې د ايډز په ناولې ناروغي اخته سوی وو. هغه د خپل رنځ د ورپيښيدو علت روښانه کوي او وايي چي ده په هغو دوو نجونو باندې باور كړي وو چې ده ته يېگ اطمينان وركړي وو چې ګواکي هغوی له ده نه پرته د بل چا سره جنسي علاقه نه لري. هغه وايې ما هغو ته زړه ورنژدي كړ او بې دريغه مي له هغو سره زنا كول، خو كله چې زه په دغه مهلكه ناروغي اخته شوم هغه وخت راته معلومه شوه چې دغه دوي نجوني بدلمني او فاحشي نجوني وي. همدغه
د دوی كاربار وو. نو ځكه ده پر دې ناوړه کار ارمان كاوه او پيښمانه وو. خو د ده دغي پښيمانۍ هغه ته هيڅ ګټه نسوای رسولای.
په يوه بل اخبار كې مي څو مركي د شرابو له معتادينو سره ولوستي چې هغوی څنګه په شرابو روږد شول، چيري شراب پيدا او
وموندل شول او بالاخره اوس څه كيفيت ورته پيښ شوى وو. يو تن
د عبدالهادي په نامه د خپل ځان كيسه روښانه کوې: د هغه په قول
د ده پلار به هر وخت له ځانه سره يو بوتل راوړى.د هغه شربت به يې څيښله، خو زه به يې د دغه بوتل څخه منع كولم. كله چې مي يوه ورځ په كور كې پلار او مور دواړه نه وه، ماله دغه غيابت څخه استفاده وکړه، هغه بوتل مې پيدا كړ او له هغه څخه مي څه شربت وڅښل، خو هغو شربتو زه دومره بې هوښه كړم چې په ځان باندې نه پوهېدم. كله چې پر هوښ راغلم په يوه كلينيك كې بستروم. زه تر روغتيا وروسته بيا د هغه بوتل په لټه كې شوم چې يو ځل بيا د هغو مزه وڅكم. هغه زياته وي چې ما به تردي وروسته هميشه خپل پلار څاره چې له كومه ځايه شراب اخلي او په څه ډول يې تر لاسه كوي او د چا سره كښيني؟ په هر صورت د وخت په تيريدو سره مي د شرابو د پلورلوگ ځای پيدا كړ او اوس دادى دغسي معتاديم. له دې څخه څرګنده سوه چي دده
د روږديدو علت د ده د پلاراعتياد وو.
يوه بل كابلي ځوان د يوي مركې په جواب كې ويلي وه، چې د ده په قول طالبان ډير بد خلك وه. له موږ څخه يې آزادي سلب كړي وه، خو له كله څخه چي طالبان تللي دي د هغو د نظام په بدل کې دموكراسي راغلي او موږ ته خپل حق راكول شويدی. موږ اوس بشپړ آزاد يو د هيچا پروا نه لرو، زه اوس د خپلي انډيوالي ياګرل فرينډ سره پارك ته ځم. كله ناكله د هغي سره يو ځای پغمان، قرغي او د سالنګ لوري ته ځم، يو له بله مينه سره كوو، په ميلو كې خوند سره اخلو، ميلي او تماشي كوو. په دې توګه هغه په خپل دغه فاحش او منكر عمل خوښ وو.
داسي او دې ته ورته ډير شيان د اوسنۍ دموكراسی له امله په افتخار سره په مطبوعاتو كې ليدل كيږي چې هم خلكو ته پر فساد، فحشا او منكراتو جرډت وركوي او هم ناخبره خلک ورسره روږديږي چې د داسي هر عمل سره مذهبې او ديني حيثيت ته تاوان رسيدلای شي. دلته چې اوس په خورا لوړه كچه د داسې قصدي اعمالو بيلګي ښكاره كيږي وړاندي وهم اوشك يقين ته رسوي چې په نتيجه کي له داسي عمل څخه يوه مغلقه او لا ينحله ستونزه جوړيږي.
دويم: دا چې په غربې نظامونو كې دموكراسۍ له هغه څه سره مطلق توپير موندلی دی چې په اوسنيو اسلامي هېوادونو كې نوي اوتازه راټوكيدلې ده. د بشر ازادې په منجمد انحصار كې راغلي، په انتخاباتو كې درغلي كيږي خلك په پيسو رانيول كيږي، هغه څوك چې د غرب
د نظرياتو تاييد كوي د پيسو په زور او يا په كمو رايو سره بريالى کېدلاى شي او هغه څوك چې د غربې نظرونو سره مخالفت لري يا په انتخاباتو كې حق نه وركول كيږي يا كه چاته حق هم وركول شي، نو د هغه
د برياليتوب چانس به ډير كم وي، دموكراسي چې د خپلو پالونکو لخوا د بشپړي ازادۍ په شعار سره بدرګه كيږي تر ډيره د غربې نظرياتو تابع ده. كه ضرورت پيدا كيږي نو د معصومو انسانانو وژل او ترورول هم دهغو د تعريف له مخي د آزادۍ مانا لري او د هغو په اند يوه مباحه لاره بلل كيږي. اوس چې ناوړه او ناروا دموكراسي د غربې نظريې د پلي كولو لپاره د افغانانو د وينو په بهيدلو عملې كيږي، هره ورځ د دغه نظام
د راوستلو لپاره په سلګونو مسلمانان وژل كيږي، په جوپو جوپو نور مسلمانان د وطن پريښيودلو ته مجبوره کيږي. د داسي امريکايې دموكراسۍ به څه مانا او څه به يي ګټه وي؟؟
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery