مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دژباړن سرېزه

بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف د نړى هغه څېره ده چې پا کستان يې په رېښتېني ډول په نړېواله کچه مطرح کړ. د نوموړي کلک هوډ دستاېلو وړ دى . ما دا کتاب ددې لپاره وژباړه چې دافغانستان ، ترهـرى او دهغه څه په اړه ډېرڅه لري چې باېد زموږ خلک پرې وپوهېږي .دمشرف دا کتاب دافغانستان د راتلونکي او اوسمهال سره ډېرې اړېکې لري .
دده له پوځي ژونده نيولي تر سياسي ژونده پورې ټول ديوه گاونډي ولسمشر په توگه ضروري ده چې افغان چارواکي او زموږ د سېاست ټيکداران يې ولولي .
ښاغلي مشرف په دې کتاب کې له پيله ترپاېه داسې هڅه کړې چې ځان د پاکستان يوازېنى خد مټار او خواخوږى وښيي . د د خپل کوچني والي په اړه داسې څه ليکلي چې وښيي نوموړى همغه مهال داسې بدماش او له تاو تريخوالي ډک ژوند درلود چې وروسته ټولې نړى ولېد . جنرال مشرف دخپلې کورنى انځور داسې کښلى چې گواکي مور او پلار ورسره ډېر ې خوارى گاللې . د دخپل ښونځي او کالج وختونه داسې انځور کړي چې گواکي لا همغه مهال يې د نورو همزولو مشري کړي ، هغوى يې غولولي او په لويه کې ېې هغوى استعمال کړي . مشرف په واضحو ټکو کې ليکلي چې د کالج پر لېلېه کې د اوسېدو پر مهال يې بمونه جوړ کړي او دخپلو مشرانو لپاره يې خښ کړي . دا کيسه ددې ښکاروند ويي کوي چې نو موړي لا هغه مهال د خلکو د ويرولو او دځان د ښولو لپاره له هيڅ ډول هڅو لاس نه دى اخيستى . خو دکتاب په وروستيو برخو کې يې بېا ډېره هڅه کړې چې خپل خلک او پاکستانيان نړى ته داسې وړاندې کړې چې دترهـرى سره هيڅ اړيکه نه لري .
کتاب دمېنې خوږې کېسې هم لري چې په خپله جنرال په کې ښکېل شوى دى . پوځ ته دورټ او بيا د پوځي ماموريت د شپو انځور يې داسې ايستلى چې تل د يوه پوځي افسر په توگه په هر ډگر کې ځلېدلى او دنورو پام يې ځانته را اړولى . ده د پاکستان او هندوستان تر منځ په څو جړو کې ځان نېغ په نېغه ښکېل گڼلى او د پاکستان د پوځ د لاس برى متالونه يې را وړي .
ښاغلي مشرف تر پاېه پورې د پاکستان په پوځ وياړ کړى او د ېوه هيواد پا ل پوځ په توگه ېې په زياتو ځايونو کې ېې دستاينې بېلې راوړي . د هند ، کشمېر او بېا د ترهـرى سره په روانه جړه کې ده د پاکستان د پوځ کار کړنې ستايلي . نوموړي د پولېسو څخه ډېره کمه يادونه کړې ، خو د يوه پوځي افسر په توگه يې د پاکستان پوځ ددغه هېواد د بقا ضامن بللى .
بله مهمه مسله دپاکستان سياسي لوبې دي چې ښاغلي مشرف هڅه کړې په مستقيم ډول د پاکستان واکمن په خپله تله کې تللي او له ځان پرته دنورو ټولو څخه يې په يوه ډول سرټکولى چې گواکې د پاکستان د خلکو سره يې خېانت کړى .
ده يوازې د پاکستان بنسټ ايښودونکي قائد اعظم محمد علي جناح ډېر ټېڼ ستايلي . خو تر هغه وروسته يحيى خان . ايوب خان ، ذولفقار علي بوټو ، جنرال ضېا الحق ، غلام اسحق خان ، بينظير بوټو او په نواز شريف باندې ېې بېلا بېل تورونه لولي چې دده په وينا د بېلابېلو لارويې له پاکستان سره خيانت کړى .
په دې ډله کې د ذوالفقار بوټو او نواز شريف تله درنه ده . دواړه يې د پاکستان د تباهى عاملين بللي . چې دده په وينا که وايي نو نن به پاکستان نه و.
د پاکستان هستوي وسلې يې داړتيا پر بنسټ جوړېدونکي بللي او داسې يې ښولې چې په څه ډول پاکستاني سيا ستوالو د تاريخ له حساسو شيبونه دخپل هېواد د پرمخټ په ډگر کې گټه اخېستې . افغانستان ته دشورويانو راټ دپاکستان داتومي بم دجوړېدو لامل شو چې لوېدېځ په چپه خوله ترې تېرشو.خو د قدېرخان موضوع ورته د سردرد جوړ کړى و. چې د ډېرو پاکستا نېانو په باور د دغه هېواد د اتومي بمب له پلار سره يې نا ځواني وکړه . دمشرف په وينا چې قدېر خان په پټه په نورو هستوي ټکنا لوژي پلورلې . اول خو داسې امکان نه لري ځکه مشرف دخپل پوځ او استخباراتو ډېره ستاېنه کړې بېا څرڼه داسې کيږي ، او که داسې شوي وي نو بيا داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي او ادارې تردې زياتې بې غوره دي . امکان لري دترهـرو سره هم ورته چلند روان وي .

ښاغلي مشرف د پاکستان د پوځي نظام ېا مارشالا راټ هم تر ډيره برېده د اړتېا سره سم بللى . ځکه چې دده پوځ پکې ونډه درلوده . وروستى کودتا چې دى يې واک ته رسولى داسې يې ښولې چې گواکي دى ترې هېڅ خبرنه و. خو په ډاگه يې په څو ځايونو کې داسې اشارې ورکړي چې گواکې د نواز شريف په کارونو کې يې د اړتيا پر بنسټ له پخوا گوتې وهلي . داسې يې ښولې چې له ډېره پخوا راهيسې په دې پوهېده چې په پاکستان کې پوځي کودتا ته اړتېا شته . ددغې کودتا وروسته يې دخپلو تصميمونو او رهبرى څرگندونه کړې چې په څه ډول شرايطو کې يې واک تر لاسه کړ او د پاکستان په خير يې څه ډول ټلاره غوره کړه .
ده دخپلو ډېرو پرېکړو او ټلاروڅخه د بېلې په توگه ېادونه کړې چې د پاکستان د اقتصاد د بېا رغا ونې لپاره يې څومره خدمت کړى . که داسې شوي وي او پاکستان پخوا همغه ډول پر مخ روان و چې ده ياد کړي نو په رښتېا چې د پاکستان په تاريخ کې يې ستر کار کړي .
تر ډېره داسې بريښي چې د پاکستان اصلي واک د پوځي چارواکو په لاس کې وچې د اړتېا پر وخت کې يې حکومت نړولى .
د ( اورپه ليکه ) کتاب دهند سره سيالي هم په روښانه ټکو کې ياده کړې چې تر ډېره برېده يې دا کتاب د پاکستاني پوځ لپاره يو وياړبولي . په سياسى، پوځي او اټومي ډگر کې جنرال مشرف د پاکستان پوځ له ا فتخاراتو ډک بللى ،چې د ده په لېکنه د هند هر تکل ته يې ځواب ويلى . له مخامخ جړو نېولې بيا تر سياسي چڼو وهلو پورې ټول داڅرگندوي چې گواکي د پاکستان پوځي چارواکو دهند د ستر پوځ ځواب ويلي شو . مشرف د خپلې ولسمشرى په دوره کې دهند سره دڅو ډيپلو ما ټېکو کتنو پايلې هم داسې انځور کړي چې پاکستاني چارواکو په کلکې سياسي وړتېا سره له خپلو هندي سيالانو سره دخبرو مېدان ته ور داڼلي ، چې دده په اند هندېانو لکه د پوځي ډگر په شان په شاټ کړي . له هندې چارواکو سره د کشمېر پر سر لانجه هم داسې ښول شوې چې هنديان ظالمان او ډارن دي . خو په دې يې سترگې نه دي پټې کړې چې گواکي پاکستان دکشمېريانو سره مرسته نه ده کړې .
دافغانستان سره اړېکې هغه ډول چې ورته اړتېا ده نه دي روښانه شوي خو دافغان مجاهدينو سره د جهاد پر مهال د پاکستان دخلکو او حکومت مرسته ډېره اغېزمنه او ستره بلل شوې . ښاغلي مشرف په ډاگه ويلي(( که پاکستان نه واي نو دافغانستان جهاد به نه وو برېالى شوى ، داسې ښول شوي چې شورويانو ته ستره ماتې پاکستان ورکړې . )) دافغانانو په قربانيو هم سترگې نه دي پټې شوي ، خو دغه وسله واله مبارزه يې ترډېره خپل وېاړ بللى . دافغان مجاهدېنو سره يې ډېر اړخ نه دى لولى خو د ترهـرى او طالبانو په سريې خپل ډېر سرخوږلى .
دافغانستان د جهاد پر وخت يې د بهرنيو بنسټ پالو راټ د غرب په خوښه بللې چې د شمېرې له کبله يې هم په زرگونو ياد کړي . چې دده په وينا له همغه پيل راهېسې د پاکستان داستخباراتي ادارې په لارښونه افغانستان ته ليږل کېدل . ده ويلي لوېدېځ د شوروي له ماتې وروسته تېروتنه وکړه چې افغانستان يې يواځې پريښود . ده ويلي دافغانستان د کورنى جړې او په دغه هيواد کي دترهـرو د ځالې د جوړېدو اصلي لامل دافغانستان يوازې پريښودل وو .
د طالبانو دغورځڼ په اړه يې هم په زړه پورې لېکنې نه دي کړي او داسې يې ښولې چې گواکې دا په خپل سر را ولاړ شوى غورځڼ و. دملاعمر پيژند گلوي يې کړې . او هغه ته يې د خپلو څو وړاندېزونو او د پاکستان او سعودي داستخباراتي ادارو د مشرانو د لېدنو کتنو ېادونه هم کړې .
دطالبانو په رسمېت پيژندل يې دخپل هېواد مجبوريت بللى او نوروته يې هم داسې لارښونې کړي چې گواکي هغوى په رسميت وپيژني .چې دده په لېکنه هڅو يې پاېله نه لرله .
د اسامه بن لادن په اړه يې هغه څه لېکلي چې تر دې مهاله يې نړى په اړه معلومات لري . داسې يې ښولې چې پاکستان د القاعدې په خطر تر هغه نه پوهېده چې د سپټامبر ١١ پيښه رامنځ ته شوه . تردې پېښې وړاندې نوموړى د خپلو کارونو په سمبالولو بوخت و او ورسره جوخت د هند سره يې په سيالى فکر کاو.
د سپټامبرله ١١ وروسته مشرف په يوه نوي لوبې کې ښکېل شو.نوموړي ته ځان او پاکستان په سخته لومه کې ښکېل معلوم شو دامريکي نېغو گواښونو نوموړى دېته اړ ويست چې د طالبانو خوا خوشي کړي او د امريکې په خواکې ودريږي . دده په وينا د امريکې دمتحدو ايالتونو د بهرنيو چارو دوزارت مرستېال ورته گواښ وکړ . مشرف وايي له همغو لومړنيو گواښونو وروسته يې وپتېله چې طالبان په دې نه ارزي چې امريکا سره دې اړېکې پرې خرابې شي . ده داسې څرگنده کړې چې طالبان د پاکستان په گټه وخو تردې وروسته يې نوره گټه نه درلوده . او دخپلو همدغو ملرو پر وړاندې يې امريکايي الوتکو ته ځاى ورکړ. ښاغلي مشرف داسې په ډاگه کړې چې گواکې پاکستان په خطر کې و نو دهمدې لپاره يې دا پرېکړه وکړه . خو بيايي هم دخپلو مغزونه کار اخيستى او دالقاعدې او طالبانو پر سره يې ښه سوداگري کړې . په افغانستان کې د طالب واکمنى له ړڼېدو وروسته بهرني ترهـر وته د پاکستان ښارونه د پټې ښه ځاېونه ښکاره شول چې تر ننه پکې پټ دي . نو موړى تر هغه دې ستونزې ته نه وو متوجه چې کله په خپله ددغو ترهـرو تر ېرغل لاندې راغى . تر همدې برېدونو وروسته يې د امرېکا دخوشحالو لو لپاره ښه چانس تر لاسه کړ. له يوې خوايي دالقاعدې د غړو نيول پيل کړل او له بل پلوه يې د قباېلي سېمو د لاندې کولو لپاره پلان ونيو .
په لومړي ځل پنجابي پوځيان دکشمېر د غرونو په پرتله په سختو سېمو کې په جړه کې ښکيل شو. مشرف لېکلي چې پر دغو جړو يې هم امريکې ته ځان نژدې کړ او هم يې ښه غوښنه مرسته ترلاسه کړه . په قباېلي سېمو کې يې دجړې څخه دا گټه پورته کړه چې افغان غاړه ورته له مجبوريته يو ځل بيا د مرستې لاس اوږد کړي. خود وزيرستان په غرونو کې د جړې د کښل شوي کيسې نه داسې ښکاري چې پاکستان په خپله دترهـرى کوربه شوى . سره له ده چې مشرف ډېره هڅه کړې ځان او خپل خلک له دغو ترهـرو لېرې وښېي خو ورسره جوخت يې داسې په ډاگه کړې چې دامريکا دمتحدو ايالتونو د مرستو تر ورکړې به دغه جړه روانه وي .نوموړي په پاکستاني ښارونو کې د القاعدې د ځينو مهمو کسانو د نيولو په زړه پورې کېسې کښلي . چې له دغو نيونو سره جوخت د ېو شمېر پاکستانېانو ښکېلتېا هم پکې نغښتې .
دکتاب وروستى پاڼې په لنډو داسې ښېې چې چې گواکې تر پاېه مشرف دخپلې ټلارې ټېڼه پلوي کړې . ده پاکستانېانو او نړيوالو ته داسې يادونه کړي چې چورلټ يې د پاکستان او نړى په گټه کارونه کړي او پاکستان يې له سترو ناورينونو ژغورلى . خو عام پاکستانېان او مخالفې ډلې پر جنرال صاحب له تېرو څو کلونو راهېسې کلکې نيوکې کوي چې په دغه هېواد کې يې ډيمو کراسى تر پښو لاندې کړي. ولې مشرف د ولسواليو د ټاکنو د متال په راوړلو سره ځان د ډېمو کراسى ټېکدار ښولى .
ددغه کتاب په ژباړه کې دخپلو ملرو له هڅونو او دهغوى له مرستې نه مننه کوم . په ځاڼړي توگه زما دډېر خواږه ملري ( قادرځدراڼ) څخه چې تل ېې له ما او خپلو هېوادو والو سره مرسته کړې .
ددغو ټولو موضوعگاني د د پوهېدو لپاره درته ددې کتاب د لوستلو بلنه درکوم .

ژباړن
عبدالمالک دادووال
د ١٣٨٥ لمريز کال دجدې مياشت
کابل  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery