مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ليکوال سريېزه

داکتاب د معاصر پاکستان د پيژندلواو پکې زما درول يوه درېڅه ده .ما په ځوانۍ کې له شوره ډک ژوند درلود. او شاېد يو بې پروا ژوند. خو تل مې په ځان د بسيا کېدو او دخپل هېواد د ښه کېدو په اړه فکر کړى. تل د ډېر بې پردې والي او سېده والي له کبله رټل شوى يم. او ډاډه يم چې دغه صفات به په دغه کتاب کې پيدا کړى. زه دحسا سو موضوعگانو له ويلو کومه ويره نه لرم. خو داچې که ملي امنيت پکې نغښتى وي.
کله چې پاکستان د ترهـرى په وړاندې په نړېوالې مبارزې کې مرکزي ځاى وموند، د خپل ژوند ليک د ليکلو تصميم مې ونېو. ځکه چې زما او زما دهيواد په اړه هر چا دمعلوماتو د ترلاسه کولو کوښښ کاو. نو دهمدې لپاره غواړم نړېوال په حقېقت پوه شي.
پاکستان د مختلفو قشرونو، غريبو، بډاېو، ښاريانو، کلېوالو، لوستو اونالوستو هېواد دى. ددغه هېواد ١٦٠ مېلېون وگړي په بيلا بېلو ژبو خبرې کوي عصري کيدل له تند لارى سره ټکر کوي. او لوېد ځتوب له سنتي والي او محافظه کارى له نوي فرهڼ سره په ټکر کې دى. ديوه کس لخوا پر پاکستان مشري کول په نړى کې يو سخت ما موريت بلل شوى. د ٢٠٠١ کال د سپټامبرد ١١ پيښو د پاکستان نڼونې زېاتې کړې. دغې پيښې زموږ د هېواد مسالې لوېې کړې او د پاکستان نړېوالو اړيکو ته يې تغېر ورکړ.
زموږ ملت د يوشتمې پيړى د تاريخ په لېکلو او جوړولو کې مهم رول لوبوي .له همدې کبله هغه څه چې د پاکستان په سياسي، ټولنېز، او اقتصادي ډگر کې پيښيږي له څو کلونو وروسته نه يوازې د ترهـرى سره دنړېوالې جړې په پاېلو کې مرسته کوي. چې د اسلام او غرب جوړښت ورسره تړلى. زه باورلرم چې يوسوله ييز او ښه راتلونکى به ولرو. نه ېوازې پاکستان بلکې ټوله نړى. دا وضيعت هله راتلاى شي. چې اسلام او دامريکا په مشرى غرب اوږه پر اوږه د مسلو په حل کې گامونه پورته کړي .
ميرمن مې صهبا او دکورنى نورو غړو او ملرو، هدايت خيسگي، هما، افتاب او شبنمې ددغه کتاب ليکلو ته وهڅولم. له بوختېا وو سره سره هغوى ماته ډاډ راکړ چې ددغه کتاب په ليکلو کې به مرسته وکړي .
د همايون گوهر اوبروس نېکولاس نه هم ددغه کتاب په ډ ېزاېن کې له مرستې مننه کوم. هماېون په نيمه شپه کې کافي تيل وسوځول چې زما متنونه و ويني. ښه به وي چې د برېگيډ عصېم بجوه زما زحمت کش کار کونکي څخه مننه وکړم چې زما دفکر په ضبطولو او بېا د کاغذ پر مخ د هغه د پياده کولو کې راسره مرسته کړې. دهغه اغېزمنې قربانى پرته ددغه کتاب پوره کول سخت کار وو.
زما ژوند ليک زما دتاريخ سره مرسته ده، خو دا زما شخصي داستان دى چې د پيښو ډک ژوند مې په خپل ډول پکې بېان کړى .

پروېز مشرف
د ٢٠٠٦ کال د اگسټ ١
اسلام اباد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery