مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ترهګرۍ په ولکه کښې

ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه. زما موټر سم هوا ته ج شو، زۀ د ترهګرۍ په ولكه کښې ړم، دا ٢٠٠٣ دا دسمبر 14پيښه ده. زۀ د اسلام اباد په هوائى ډګر له کوزيدو سمدلاسه وروسته په موټر کښې خپل کورته چې په پوځي چاوڼۍ کې وو تلم. د الله پاک فضل ړ چې زه بيخى روغ پاتې شوم. نور څه لوى زيان رامنځ ته نشو.له دې نه وړاندې هم څو وارې زه د مرګ خولې ته ورغلى يم خو بخت راسره تل ېاري کړي. په اول ځل په١٩٦١کال کښې کله چې نوى ځوان وم په ما د مرګ يوساعت تير شو، زه د آم د ونې د يو ښاخ نه پړمخ راځوړند ړم. دا ښاخ مات شو، زۀ زمکې ته راولويدم. زما ملګرو وويل چې ګنې زه خو لاړم. بيا چې کله ما ١٩٧٢ کال کښې دهېواد په شمالى سېمو کښې د فوځ دجړن په توګه د يوې ډلې پوځيانو مشري کوله، زۀ د پى ائى اې ياد پاکستان نړېوالو الوتکو د شرکت په الوتکه کښې باېد نا ست وايي ، کومه چې له ګلګيت نه اسلام اباد ته راتله خو د همالېا دغرونو د يخ په طبېعې کڼلونو کې وليده . زموږ دوه ملګري د واورې د پاڼونود پريوتو له کبله د مرګ له کومې تير شوي وو، د هغوى جنازې هم په دغه الوتکه کښې اسلام اباد ته راوړل کېدې. ما او زما کوماندان د الوتکې سيټونه پريښودل چې جنازو ته ځاي پيداشى. دا الوتکه هم په لاره کښې ورکه شوه او تر نننه ئې هيڅ پته ونه لګيده. بيا په سي ١٣٠ الوتکه کې زما موجوديت حتمي وو. د کومې په پيښه کښې چې 1988 داگست په17 کي ضياء الحق مړ شو.زۀ د ضيالحق پوځي سکرټر ته غوره شوى وم ،خو قسمت ته ګوره، زما په ځاې يو بل بريدمن وټاکل شو او په دغه پيښه کښې هغه هم په حق ورسيد.
(ارنولډ لوېيس رافيل) د متحدو ايالتونو سفېر هم په دغه پيښه کې مړ شو . ددغې پېښې سمه توضيح لا تراوسه نه ده شوي او د پاکستان په معاصر تاريخ کې دا راز همغسې گوڼ پاتې دى .
په ١٩٩٨ کې چې کله دتورن جنرالى په رتبه کې د (منګلا)د قول اردو کومندان وم، زه د پوځي كومندې په مرکزکې په يوې ناستې کې د ګډون لپاره پينډۍ ته راغلم، له کانفرنس وروسته زۀ له ډگرمن (اسلم چيمه) سره د خبرولپاره د هغۀ دفتر ته لاړم، کوم چې کافى لرې وو. منګلې ته بېرته د تلو په وخت كې دهيلي کاپټر مسول په ما پسې ګرځيد، خو چې پيدايې نه کړم نو روان شو. د الوتنې په وخت کښې دا هيلي کاپټر هم د پيښې ښکار شو.
په ١٩٩٩د اکتوبر په ١٢ کله چې زۀ د پوځ مشروم، د (سرې لانکا له کولمبو) نه بېرته پا کستان ته راتلم. زماد سپرلۍ الوتکه بايد د کراچۍ په هوايي ډگر کې کوزه شوې واى،خولومړي وزير(نوازشريف) الوتکې ته د کوزېدو اجازه ورنکړه . رن وې يا ځغاست ليکه بنده شوه ،چې ورسره د ټول هېواد هوائى اډې زما پرمخ بندې کړى شوې. زما الوتکې ته د پاکستان د فضا نه بل ځاي ته د تللو امر و شو ،خو په الوتکه کې د سره تيل نۀ وو. که پوځ د دکراچۍ دهوايي ډگرواک په خپل لاس کې نه واى اخيستى نود7 دقېقو تېل پاتې وو چې په زمکه راکوز شو. له لومړي وزير سره مرگوني مخامختيا موضوع واک ته زما درسېدو سبب شوه.
ددې پيښې تفصيل به وروسته راځى.
بيا په ١٩٦٥کال کې (دپاکستان او هندوستان) په جنګ کښې هم دوه ځله زه مرګ ته نژدې وم خو بچ شوم، ولې تراوسه ېې لاخطرې پاتې وې په ٢٠٠١ كال کښې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وينا نه وروسته زۀ هېواد ته بېرته راتلم. زمونږ الوتکه د نيويارک نه راالوتې وه چې پيلوټ د هوايي ټرافېک دکنټرول دا پيغام واوريد چې په ا لوتکه کې بم دى. موږ د نيويارک په هوايي ډگرکې بېرته کوز شو. دوه سا عته پلټنې وشوې خو دايوازې دروغ وو.
خود دسمبر ٢٠٠٣ کې زه د ترهګرۍ خلاف جګړه کې شريک شوم. د دسمبر په١٤ زه له کراچۍ نه راغلم. د(چکلالې )په هوائى اډه كې کوز شوم چې د اسلام اباد نه لس او د پينډى نه ٤ کيلومتره لېرې دى. پوځي مينې ته روان ړم. زما ځاڼړي ياور دوه خبرونه راکړل. پاکستان په نېزه بازى کښې هند ته ماتې ورکړه او صدام حسين ونيول شو. موټر کښې را سره ښي خواته زما پوځي سکر ټر تورن جنرل ند يم تاج ناست وو. له ده سره په خبرو بوخت وم چې ناڅاپه موږ د خپل سيټ شا ته د چاودنې اواز واوريد. زما موټر خو سم په هوا کښې والوتو يا پورته شو. ما وې چې ګنې زۀ د ترهګرو په ولکه کې راغلى يم. د نورو ملکونو مشران خو د دا رنګ کومې پيښې نه وروسته سېمې ته ورځى، خو زۀ پخپله د ترهګرۍ نښه ړم. خود نورو يو شمير ملکونو د مشرانو برعکس زۀ يو پوځى هم يم، د دا ډول حالاتو سره دمقابلې روزنه مې هم کړې. او زۀ د ترهګرۍ خلاف د جنګ په لومړۍ کرښه کې يم. مونږ پوځي اډې ته نژدې په يو پله تيريدو چې دا پيښه وشوه. زما موټر د زمکې نه پورته شو.
زه پوه شوم چې د ماين چاودنه وه پوځي منشي مې هم داسې فکر کاو خو دواړه په دې هم پوهېدو چې قوې چاودنه وه .ځکه چې مېرسېډيزموټر درې تنه له سړکه اخوا وغورځول . شاته مو چې وکتل دوړې ، خاورې وې او وران پل معلوميده چې شيبه وړاندې پرې راتېر شو . مونږ ٤٠٠ متره مزل دغسې وکړ. پوځي اډې ته د رسيدو نه وروسته زما مرستېال پوځي سکرټرعصيم بجوا، چې په بل موټر کښې ړ ما ته ېې ووئيل چې زمونږ د وژلو کوشش شوي ړ.
زۀ پوځي مېنې ته لاړم. زما مېرمنه صهبا چې په سختو شپو ورځو کښې زما ملګرې پاتې شوې ده زما له مورسره په يوه کوټه کې ناسته وه. صهبا د چاودنې غږ اوريدلى وو چې ما ته ېې وکتل نو وې وئيل: دا چاودنه څنګه وشوه؟ مور مې بل خوا متوجه وه .ما ګوته په خپلو شونډو کيښوه او په اشاره مې ورته دچپ پاتې کيدو او د کوټې نه بهر ته د راتګ ووې. مور مې زۀ ليدلى نۀ ړم. ما نه غوښتل چې زما مور ته دې په دې وخت کې څه پته ولګيږي. ما صهبا ته په دهلېز کې ووئيل چې زما د وژلو کوشش شوى و، خو الله پاک فضل وکړ. کله مې چې هغه په کرار کړه . بيا زه بېرته هغه پله ته راغلم چې دچاودنې د ځاى لېدنه وکړم.
پل وران شوى ووکه څو تانيې وړاندې چاودنه شوي وايي نو موږ به دسوري شوي ٧ متره سړک نه لاندې لوېدلي وايي . خو ټول خلک ماته حيران وو. مور بى بى ته مې هم د پيښې پته ولګيده، ځکه خپل خپلوانو مو داحوال د اخيستلو لپاره کورته زڼ وهلى وو. سبا بيا ټول خبر په تلويزيون راغى. ا و د خبري رسنيو لومړى کرښې پرې ډکې شوې .چې د نيزه بازى اود صدام د نېولو خبر زما د خبر تر اغېزې لاندې راغى .
په دغه ماښام ما او صهبا ته د اسلام اباد د سرينا په هوټل کې د وادۀ په يوه دستوره کښې ګډون کولو دعوت شوى وو. چې موږ هلته لاړو نو هر يو ګوته په غاښ و. مانه غوښتل چې له پيښې وروسته په کور کې پاتې شم. ځکه چې له خلکو سره به اندېښنې زياتې شي . تردې پېښې وړاندې به په ښار کې د عادې ټرافيک سره جوړه تلم راتلم ،خو حالات اوس بدل شول او زما د ټ راټ لپاره لارې بندېدل پېل شول چې موټر سايکل سپرو ته يوڅه ستونزې پيداشوې .
ددې پيښې يادونه لا کيده چې په ٢٥ دسمبر ٢٠٠٣ کال کې هم داسې يوه بله پيښه مخې ته راغله. زۀ د ورځې په يوه بجه او ١٥دقيقو په اسلام اباد کې يو کانفرنس ته د ويناکولو نه وروسته كورته راروان وم. ځاڼړى امنيتي افسر ډگروال الياس او همدارڼه جړن تنوير د ساتونکو په لارښود کاروان کې په بل موټر کې وو. تر هغه وروسته مې د ساتونکو موټر وواو زه له خپل پوځي منشي سره په ٣ موټر کې وم .
په هغه پله راواوښتو ، چرته چې پخوا زما د وژلو کوشش شوى ړ. دا پل جوړيده اوټرافېک پرې بند و. د پله اخواد پټرولو يو پمپ و، د کومې مخې ته چې د راتاويدونکوموټرو لپاره فراخ ځاى و. هلته يو انضباط پولېس هم ولاړ و. دلته ما يوسوزوکى موټر بيځايه ولاړ وليد چې په پراخ ځاى کې تيريږي او زموږ اړخ ته را روان و. ما په شکمن نظر وروکتل .موټر ښى خواته راغي، ماله ښى خوا ور وکتل بيرته مې لا مخامخ مخ نه وو را اړولى چې په څو تانيو کې يوه چاودنه وشوه. زما موټر په هوا شو. هر لوري ته تياره خوره شوه. هر اړخ ته دوړې وې د انسانانواندامونه هم خوارۀ وارۀ پراتۀ وو ما خپله تفاڼچه را ويستله زما موټروان محمد بريک ووهلو، خو ما ورته په اردو کښې ووئيل "دباړ، دباړ" ځغله ،ځغله هغه په ايکسيليټر پښه ټينګه کړه. څه كم ١٠٠ ګزه لرې به موږ يو بل پټرول پمپ ته رسيدلى وو چې يوه بله چاودنه وشوه. ړومبۍ چاودنه زموږد ښى اړخ شا ته شوې وه، خو دا چاودنه مونږ ته مخامخ وشوه اوپه ډير زور سره زما د موټرشيشه په ټوټو چې د مرمۍ ضد دى ولګيده، يوه لوي داغ پرې جوړ شو.
يو وارې بيا موټر په هوا شو. هر خوا تيارۀ وه، لکه چې شپه وى، دوړې شوې . زما د موټر ټايرونه الوتى او له منځه تللي وو. ډرايور جان محمدبيا بريک نيول غوښتل، خو ما ورته د "دباړ دباړ" ځغله ، ځغله خبره وکړه. په دې وخت کې موټر په چينونو روان وو، دا مخصوص موټر ٣٥ ميله پورې په چينونو چليدى شي. موږ په همدې ډول پوځي اډې ته ورسيدو.
صهبا هم دچاودنو اوازونه اوريدلى وو. هغې منډې راوهلې. چې وې ليدل موټر په چېنونو روان دى، لوګى ترې خيژى او د انسان غوښه ورسره هم نښتې وه نو هغې چغې وهلې ما کله هم هغه داسې په ژړا نۀ وه ليدلې. هغه خو په سختو حالاتو کښې هم ځان كابو ساتى. د ډېرې جذ بې له کبله هغې زه ونه ليدم او بهر د دروازې خواته ېې را منډه کړه. ماوې: "چرته ځې؟" خوهغې کريکې وهلې. او ويل يي "څۀ وشول، څۀ وشول "؟ اخر ما هغه ونيوله او دننه مې راوسته. هر څه نه مې خبر کړه او ورته مې ووييل چې زهروغ رمټ يم. له دې وروسته کراره شوه .
زه بېرته بهر ووتم چې موټرونه مې ولېدل د لومړي موټر دمخې دروازه بېخې ويجاړه شوې وه. د انسان په غوښو او وينو موټر لړلى وو . زما وروستيو موټرو هم تا وان ليدلى وو او ماته يې وويل چې ټول ١٤ تنه په دې پيښه کې ووژل شول چې ٣ تنه زموږ پوليس وو. دا په ما وړمبۍ ځان وژونکې حمله وه. وروسته راته معلومه شوه چې دوه ځان وژونکې حملې شوې وې. دريم ځان مرگى بريد هم کيدونکى وو خو داسې ونه شو. غا لباً دغه ځان وژونکى دخپلو دوو ملګرو حشر ليدلى او ويريدلى و. ا و ېا به يې فکر کړى وي چې ٢ ملګرو يې زما کار وکړ او هغه وتښتيدو، که هغه له ما سره جنګيدلي واى نو يقيناً چې زه به مړ واى .ځکه موټر مې خراب وو . الله تعالى هم داسې د بنده مرسته کوى.
ددغو ٢ پيښو د عواملو په اړه په کستان کې دالقاعدې يو شمېر نېول شويو کسانو يوڅه معلومات راکړل . ددغو پلټنو پوره کېسه ليکلو ته اړتيا لري ځکه چې دا د ترهـرى په وړاندې زموږ ستره بريا ښيي . چې وروسته به يې پوره بيان کړم . خو وړاندې تردې باېد پوه شى چې ولې تترهـرو زه وژلم زما ژوند زما دهېواد دپيدايښت دتاريخ سره تصادف کړى . دهمدې لپاره راتلونکي برخې نه يوازې د يوه کس ژوند تشريح کوي بلکې د پاکستان په نوم د يوه هيواد تصوير کاږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery