مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۱ څپركى

لومړى برخه
دژوند لومړى شيبى
پاکستان ته راتګ

نېټه:١٩٤٧ د اګست ١٤
ځاى: هند او پاکستان
پيښه : د برتانېې د امپراطورى تيارې او رڼې
د هندوستان ازادى او د پاکستان جوړېدل

دا دډيرې بدامنې ورځې وې. د ازادۍ رڼا راښکاريده او د قتل عام تيارۀ لا خوره وه. دا يوه توده او تپژنه ورځ وه. د ٢ هېوادونو کېسه وه. داوړي په يوه گرمه ورځ كې له ډهلى نه يو ريل ګاډى د مسافرو گردجن توکي دکراچۍ خواته بار کړل. په سلونو کسان د ريل په خونو کې سپاره شول. په راهرونو کې ولاړ وو. مسافر دکړکيو او دروازو پسې نښتې وو ېوه لوېشت ځاى هم نه وو.دمسافرو سره د ګرمۍ او تاړ ويره نه وه. د اوسپنې کرښه په بد حالت د وژل شويو کسانو په جسدونو ډکه وه. مسافرو په کاروان کې ځانونه کلک نيولي وو. دوى په نوي هېواد کې دنوي ژوند په هيله پاکستان ته روان وو چې د سختې مبارزې او قربانى وروسته يې تر لاسه کړى وو. ډيرو خلكو روژه نيولې وه ددې مياشت( اګست) په دوران کښې د انډيا زرګونو کورنيو کډې وکړې. ډک ډک ټرينونه د نوى منزل په لورى راتلل. خو ډير خلق د سکهانو د لاسه د مرګ له کومى تير شول، ډير سکهان او هندوان چې د پاکستان نه هند ته روان وو د مسلمانانو لخوا ووژل شول. ټول هغه کسان چې په دې سفر کې وواو ژوندي پاتې شول د ويلو لپاره يې کيسه لرله.
دا د يو منځنۍ درجې د کورنۍ قيصه ده، چې ښځه او خاوند د خپلو دريو زامنو په شمول له ډيلى راروان شول، د دوى دويم زوې د څلورو کالو او دريو ورځو و، ما ته دريل دغه سفر صرف دومره راپه ياد دي چې مور مې د سکهانو په لاس د وژنې ويرې اخستې وه. د ريل په هرتم ځاى کې به يې ويره زېا تېده. د ريلوې په پټلۍ او دې سره خواوشا مړو ته چې به ېې وکتل نو فکر به ېې زياتيده. دغه کاروان باېد له ټول پنجابه تېر شوى واى چېرته چې ډېرې وژنې شوې وې .
وړوکي ځوى ته دخپل پلار پريشانى هم ياده ده. هغه د يو صندوق په اړه فکرمند ړ، کوم کښې چې اووۀ لکه روپۍ وې، دا د هغه دور ډير لوى رقم و چې پلار او مورمې ترې ساتنه کوله . هغوى به دخوب پر مهال هم له دغو پيسو نه ساتنه کوله. دا پيسې د نوى مملکت پاکستان خارجه دفتر ته ځاڼړې شوې وې.
دغه وړوکى هلک د ١٩٤٧ د اګست په ١٥ کراچۍ ته داورگاډي رارسېدل په ېاد دي، چرته چې ددې کورنۍ تود هرکلى وشو يوشمېر خلکو يو بل په غېږ کې نېولي وو، خندا او خوښي ښکارېده د شکرانې لمونځونه مو وکړل. . د خوشحالۍ دغه لمحې هم دې بچى ته يادې دى.
نقل قول مې ځکه له درېم کس نه پيل کړ.ځکه دغه کيسه ماته مشرانو کړې. ماته دخپل ماشومتوب ورځې ډېرې کمې راپه زړه دي.
د ډهلې په پخوانى مغلي برخه کې د ١٩٤٣ کال د اگسټ په ١١ خپل خاندانى کور نهرواله (نهر ته نژدې ) حويلۍ کې وزيږيدم، جاوېد وروو مې چې نا بغه ښکاري تر ما يو کال مخکې پيداشوى. او دکشر ورور نويد په پيدا کېدو زموږ کورنۍ بشپړه شوه. د نهروالې دا حويلۍ زما دغور نيکه خان بهادر قاضى محتشم الدين ملکيت و. څوک چې ډيلى کښې ( دماليو دراټولولومرستېال) و. هغه د خپلې لور امنه خاتون چې زما نيا ده واده له سيد شرف الدين سره وکړ څوک چې د حضور(ص) په آل کښې و. ماته ووېيل شول چې څو نسلونه وړاندې زموږ مشران له سعودى عرب نه راغلى وو.وايي زما نېکه دهند په سوېل په (پانې پت) کې ډېر ه زمکه درلوده او د ښه صورت خاوند وو. زما نيکه زما نيا پريښوده او بل واده يې وکړ.زما دنيا آمنې خاتون دوه زامن وو، سيدمشرف الدين (زما پلار) او سيداشرف الدين. نيا مې دوى دواړه، ځان سره کړل اود نهر واله حويلۍ ته دخپل پلار کره راغله.چېرته چې وروسته زه وزيږيدم.
سيد مشرف الدېن زما پلاراو مشر ورويې د هند د(علېگر )د اسلامي پوهنتون نه فارغ شوي وو. وروسته زما پلار د محاسب په توگه د بهرنيو چارو په وزارت کې کار کا وو چې بيا ريس شو. او فقط څو مياشتې وروسته له هغه چې زه ولسمشر شوم هغه ومړ.
خان بهادرزما دمورد پلار قاضى فضل الهى ډير روڼ انده انسان ړ. هغه د بچو تعليم ته ډيره توجه وکړه. زما مور زرين دډهلى پوهنتون نه فارغه شوه. بيا يې د لکنهوله پوهنتون نه ما سـټرې واخيسته . هغه مهال ډېر و کمو مسلمانو ښځو د تعليم جرات کاو. بيا ئې زما له پلار سره واده وشو او د نهرواله حويلۍ ته راغلل. دواړو ښځې اوخاوند به کار کولو. چې د درېو ځامنو لپاره د زدکړې ښې چارې برابرې کړي. دغه حويلى ١٩٤٦ کښې خرڅه شوې وه .مونږ يوه بل کور ته د ډهلي د بارون په واټ کې چې په خالي مېدان کې وو راغلو، چې تر ١٩٤٧ پورې چې بيا پاکستان ته راغلو همدلته اوسېدو. زما مور په ېوه ښونځي کې دنده تر لاسه کړه ،پلار او مور مې نژدې اړيکې درلودې او گډه هڅه يي داوه چې خپل ماشومان ښه وروزي. مور به مې هره ورځ دوه ميله پياده ښونځي ته تله او راتله. هغه به ټانګه کښې ځکه نه تله چې يو څه پيسې بچت کړى اوزموږ دپاره ميوه واخستى شى. موږ به تل دغې مېوې ته په هېله و.
زموږ لپاره د ښه تعليم برابرول زموږ دکورنۍ اصلي موخه وه.دا هغه ارزښت وچې زما مور او پلار له خپلو والد نه په مېرات وړى و او موږ ته يې راپريښود. خو په هيڅ توگه دوى بډاى نه وو. ولې په ښو ښونځيو کې مو درس ولوست. زه او جاوېد په ډهلې کې د (چرچ ) په ليسه کې شامل شو. خو دهغې دورې نه مې هيڅ نه دي په ياد. او نه هم دهغه مهال دوستان او گاونډېان راېاد دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery