مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

١٣ څپرکي


توطيه

د لومړي وزير له خوا زما د ګوښه کېدو او له هغه سمدلاسه وروسته په لوړو پوځي پوړيو کې د بدلونونو په اړه هيڅ پېښيمانه نه يم.هغه کودتا وکړه. دا له قانون څخه ناوړه استفاده وه. دپوځ مشر چې د اساسي قانون له مخې ټاکل شوى وو دومره په اسا نۍ او بي له کومه دليله او د هغه د خبريدو پرته نشي لري کيداى.
نوازشريف داسې فرض کړې وه چې دا به يې د لومړي وزير دفتر ته د واک د ليږدولو وروستى ګام وي. د موضوع د پوهاوي له پاره ويلاى شم ګڼې تيت او پرک نښې وې چې تري ثبت شوي . د ضياالدين ميرمنې د يوه بل افسر له ميرمنې څخه د پوځ دمشر د ميرمنې د سلوک په اړه پوښتلي وو. ويل کيده چې ضياالدين زما پرځاى وټاکل شي.
کولمبو ته مې د سفر په ترسره کولو سره د ارامى احساس کاوو،ځکه چې له لومړي وزير سره تر مياشتو ،مياشتو کړکيچونو وروسته د کارګيل په پاى کې دواړه دجنګ په پاى ته رسيدو موافق شو او يا لږ تر لږه ما داسې فکر کاوو چې ما هغه ته قناعت ورکړى . ددې پرځاى چې يو او بل نندارې ته وړاندې کړو ښه ده چې د خلکو په وړاندې يو والى وښيو. ځکه دابه سمه نه وي چې پوځ او مشر يې د کارګيل په جنګ کې پړ وپيژندل شي. په همدې حال کې لومړي وزير له مسووليت نه ځان بچ کاوو.
لومړي وزير ته زه د اعتبار وړ سړى نه وم . ځکه چې لومړي وزير غوښتل په کارګيل کې د رامنځته شوې پېښې مسووليت له ځانه ليري کړي. نوازشريف نه يوازې ساده شوى وو بلکې خپله موقف يې ضعيفه کړې وه . او مخالفينو به يې ويلي په داسې حال کې بايد نوازشريف د لومړي وزير په څوکى پاتې نشي. فکر کوم مونږ يوې موافقې ته ورسيدو. چې خپلو همکاريو ته دوام ورکړو.
بل لامل چې مونږ ولي پخوا په داسې کار لاس نه وو پورې کړى ،داوو چې په وروستيو کې ولس مشر د قول اردو ګانو د مشرانو د کمېټې مسووليت هم د پوځ پرمشرى سربيره راکړ. او دا يوه ارتقاع وه. که صادقانه ووايم له دغې ټاکنې وروسته مې فکر نه کاو چې لومړى وزير به زما د نشتوالي نه ګټه واخلي . زما او د پوځ پر وړاندې به کودتا وکړي.
داچې ولې نوازشريف په کودتا لاس پورې کړ لاهم معما پاتې ده. تر هغه پوره ځواب نشم ورکولى چې په قضيه کې داخل کسان پدې اړه ريښتينې خبرې ونکړي. دا چې پوځ په څه غبرګون سره هڅه وکړه چې له خپل حيثيت نه دفاع وکړي،روښانه خبره ده. ټولو په ګډې هڅې سره ګډه موخه چې د نوازشريف د کودتا خنثي کول وو ترلاسه کړه. پوځ لا پخوا د جنرال جهانګير کرامت د جبري استعفا له کبله په زړه کې عقده يا غوټه درلوده او بل سپکاوى يې نشو منلى.
ما پخوا لومړي وزير ته څو غير مستقيم پيغامونه ليږلي وو (( زه جهانګير کرامت نه يم )) ښاغلي کرامت په ارامى سره ګوښۀ کيدل ومنل او ما نه غوښتل چې لومړى وزير فکر وکړي بيا په دومره اسانى سره اساسي قانون ما تولى شي . لکه چې وروسته سترې محکمې روښانه کړه چې زما ګوښه کول غير قانوني او د اساسي قانون خلاف کار وو.
لومړي وزير له دغو ګواښونو نه وو ويريدلى . هغه په مناسب وخت کې بريد ته په هيله وو. له راټولو شويو شواهدو دې پايلې ته رسيدلى يم ، سره لدي چې لومړي وزير زما او د پوځ د مهمو قوماندانانو د اېسته کولو تصميم درلود،هغه او ډله يې په دې اندېښه کې وه چې قضيې ته داسې رنګ ورکړي چې دا کار ناڅاپي او جبري وو. اود هغوى په نظر مناسب وخت هغه وو چې زه هيڅ پوځ ته لاس رسى ونه لرم او دهغه قومانده مې په لاس کې نه وي . څه داچې زه لس زره فوټه لوړ په بهرنى هوا کې وم . دا د دوى له پاره ښه وخت وو.
نوازشريف ته يو شمير ناوړه ګټه اخېستونکو زما په اړه غلط معلومات ورکړي وو . څو ځلې يې هغه ته ويلي وو چې د پوځ مشر د هغه د ليري کېدو پلان لري. ډير ښۀ فکر کېده چې زما د ټولو اړيکو په پريکولو سره هغوى کولى شواى په اسانى سره کودتا وکړي. خو هغه سوال چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دى دادى چې: ولي دوى دغه کار دومره خام او سرسري ترسره کړ؟ د الوتکې کيناستو ته د اجازې نه ورکول، او د سقوط خواته د هغه کشول او حتي په هند کې يې ناستې ته مجبورول دهغه نښې دي.
باور لرم کيداي شي دا خبره په کولمبو او بيا په ما لي کې د الوتکې په ځنډ ېدو پورې تړلې وي. که مې الوتکه په خپله وخت رارسيدلى واي پوځ بۀ د غبرګون ښوولو او د کراچى د هوايي ډګر د نېولو له پاره کافي وخت نه درلودى ، او زما دنېولو مخه به يې نه واى نېولې. کله چې نوازشريف پوه شو زمونږ الوتکه په هوا کې وه او پوځ دمتقابل بريد وخت پيدا کړ سخت په قهر شو.
د لومړي وزير د فکر د لوستلو له پاره د څو اونيو پخوانيو پېښو ته وګرځو. د ١٩٩٩ د ډسا مبر په دريمه اونۍ کې د نوازشريف خسر مړ شو او دخښولو له پاره ېې لاهور ته ولاړ. کله چې هغه غوښتل په هوايي ډګر کې موټر ته وخيژي لوى څارنوال هغه يوې خواته کړ او په ګرمه هوا کې سره ولاړ وو. لوى څارنوال ورته وويل چې پوځ غواړي تاسو بې واکه کړي . لومړي وزير ته يې ددې منبع نه وه ښودلې. يوازې د پوره ثبوت د درلودلو يې ورته ويلي وو. روښآنه ده چې نوازشريف د لوى څارنوال ادعا جدي نېولې وه.
په واقعيت کې لوى څارنوال د لومړي وزير دتشويق له پاره دومره اسباب برابر کړي وو چې کله لومړي وزير کورته ورسيد نو خپل ځانګړي منشي سيد مهدي ته يې پټ ويلي وو چې بيرته لوى څارنوال ته ډاډ ورکړي چې لومړى وزير به د هوايي ډګر خبره هيچاته ونکړي او غواړي ددې خبر منبع وپيژني.
لوى څارنوال مهدي ته ويلي وو چې لومړي وزير ته ډاډ ورکړي چې اطلاعات يوې باورې منبع د پوځ له منځ څخه ورکړى. دي ځواب د لومړي وزير ويره نوره هم زياته کړه.
زمونږ د و دودونو په اساس د مازيګر ناوخته لاهور ته ولاړم چې لومړي وزير ته د ډاډينې مراتب وړاندې کړم . کولى يې شو له دې وخت نه ګټه پورته کړي او د لوى څارنوال خبره له ماسره شريکه کړي. خوهغه دا کار ونکړ . پوځ د واک د اخېستو هيڅ پلان نه درلود.
څو ورځې وروسته د نوازشريف کشر ورور او د پنجاب مشر ،شهباز شريف په راولپنډى کې راته راغى چې د خپل ورور د اندېښنو په اړه چې د کارګيل د جنګ پر وخت يې په ډله ييزو رسنيو کې خبر راغلى وو راسره خبرې وکړې. هغه ته مې وويل خپل ورور ته دوه خبرې وکړه : اول د پوځ له مشرى به د خپلې دورې تر پاى ته رسيدو دمخه ګوښه کېدو ته حاضر نشم. دوهم د کويټې د قول اردو د قوماندان ډګر جنرال طارق عزيز د ګوښه کېدو سفارش مې وکړ. هغه بې نظمه وو او د ځان په اړه مې د هغه له خوا د توطيي ګمان درلود. ستونزه داوه چې طارق او پرويز دنوازشريف د يوه وزير د ميرمنې د ورو اخشي (( خسربره )) وو، او ددغې اړېکې په واسطه هغه هڅه کوله د پوځ د مهمو قوماندانانو په ليکه کې له وخت وړاندې بدلونونه راولي. چې د ځان د راتلونکو ترفيعاتو له پاره لار هواره کړي. شهباز وويل: يوه ورځ وخت راکړه ؟
په سبا يې د سمندري ځواکونو دمشراډ مېرال بخاري له پاره د نوازشريف په ملمستيا کې وم ،په پوره با ور سره نوازشريف ګوښه کړم او راته ويي ويل چې د پوځ پر مشرى سربيره غواړم د قول اردوګانو د قوماندانانو د کمېټې مشر دې وټاکم. خوشحاله يې؟
ما وويل هو.
خو لومړي وزير ته مې وويل چې طارق پرويز بايد لرې شي او ورته ومې ويل چې د پوځي سرغړاوي په خاطر د هغه د ګوښه کېدو ليک تياروم.نوازشريف داسې وښووله چې هغه نه پيژني ،خو زه پوهيدم چې ننداره اجرا کوي . خو بيا يې هم ومنله چې طارق پرويز ليري کړې. وروسته مې بيا د طارق پرويز د ګوښه کېدو ليک لومړي وزير ته وليږه چې سمدلاسه يې تائيد کړ.
لږ وروسته لومړي وزير له ما او ميرمنې مې وغوښتل چې د ١٩٩٩ کال په اګست کې د کعبې شريفې د حج په مراسمو کې د هغه او د ميرمنې ملګرتيا يې وکړو. راته ويي ويل سهار وختې به د لاهور له هوايي ډګر نه ولاړ شو. مننه مې ترې وکړه . او ومې ويل د ژر رارسېدونکي سفر له کبله به يوه ورځ دمخه لاهور ته ورشو. ځواب يې راکړ چې داسې ده نو دماښآم ډوډى د لاهور په رايونډ کې د هغه په نوې ودانۍ کې د هغه له کورنى سره وخورم.
اوس چې پخوا ته ګورم پدې پوه شوم چې دا ټول کارونه پلان شوي و. هغه پوهېده چې زه به د کعبې شريفې دزيارت کولو چانس رد نکړم او د سهار وختي الوتنه له لاهوره پدې مانا وه چې يوه شپه د مخه ورشم او کله يې چې د شپې ډوډی ته دعوت کړم ، ما نشواى ردولاى. بايد ووايم چې دا پلان اثر اچوونکى وو. ځکه هغه څه چې د اکټوبر په ١٢ نوازشريف وکړل د يوه کمين په څير وو.
د ماښام ډوډى د نوازشريف د پلار په مشرى چې اباجې او پلارجان به ورته ويل کېده تيره شوه. شهباز هم له مونږ سره په دسترخوان کې وو. د ماښام له پيله تر اخره. ا د خبرو جلب دباجي په لاس کې وو .هغه د خپل ژوند او تجربو خبرې کولې، مشرانو ته احترام کول د اسيايانو د ستاينې وړ صفت دى . خودغه کس عادي زامن نه درلودل . يو لومړى وزير او بل اعلي وزير. خو د اباجي شخصيت داسې واک خوښونکى وو چې نواز او شهباز لکه ماشومانو غوندې هڅه کوله چې د پلار له خوا تائيد شي. دواړه وروڼه په ډيري عاجزۍ د ميز تر شا ناست وو . او يوازې هغه وخت بۀ په خبرو راتلل چې د پلار له ياده تللي نومونه به يې وريادول. يوازينۍ موخه داوه چې هغه خوشاله کړي . دواړه ډير تابع معلوميدل . هيڅ سوال نه وو پاتې چې د کور رښتينى تصميم نيونکى اباجي وو.
له ډوډى وروسته اباجي ما ته مخ راواړاوه او د مشر په توګه يې اعلام وکړ چې (( ته مې هم ځوى يې )) او دا دوه زامن به مې جرائت ونکړي چې ستا پر ضد خبري وکړي . که يې داسې وکړل ماته به مسوول وي . ډير زړ تنګى شوي وم .خو د زاړه سړي رفتار همداسې وو . نوازشريف په خپله پخوانى څيره کې ښکاريده. وروسته چې معلومه شوه له ابآجي سره هغه ماښام يوه معما وه . سپين ږيري سړي وړاندې پرېکړه کړې وه چې زامن يې له بلې يا غلطې دروازې راشي او ناوړه چلند راسره وکړي . ځينو ته يې ويلي وو چې يو په يو يې زما سترګې نه وې خوښې کړې.
د ١٩٩٩ کال د اکټوبر په ٩ نيټه کله چې په کولمبو کې وم د يوې انګليسي ژبې ورځپاڼې يو خبر مې وليد چې ليکلي يې وو: د کويټې د قول اردو مشر طارق پرويز د پوځ د مشر له اجازې پرته د لومړي وزير سره د ليد نې له کبله له دندې ګوښۀ شو. معلومه ده چې کيسه بل ډول وه . هغه داسې چې يو شمير کسانو غوښتل لومړي وزير ته داسې وښيي . زه به د هغه پر ضد توطيه وکړم .هغه يې ليونى کړى وو.
تر ننه د طارق پرويز په اړه بدګمانه پاتې شوم . کيداى شي هغه به غوښتل ما له مېنځه لري کړي . چې تصميم برعکس شو او لومړى وزير لري شو. پلان ونېول شو چې زما له شومې الوتنې فقط څو ورځې مخکې هغه ليري کړي .خو هغه راغى او رانه ويې غوښتل چې دغه تصميم د اکټوبر تر ١٣ وځنډوم. چې هغه ته وخت ورکول شي د خداى پاماني مراسم چې مونږ ورته په پوځ کې د (( وتلو ملمستيا )) وايو ترسره کړي .هغه همدارنګه راته وويل چې د ګوښۀ کولو په اړه يې زما له خوا هيڅ منفي فکر نه لري او زياته يې کړه چې تاسو د پوځ مشر ياست ،پرېکړه ستاسو سره ده او زه به د يوه سرتيري په توګه ترې هرکلى وکړم.
ايا دا کار يې ددې له پاره وکړ چې وخت پيدا کړي او زما پرضد توطيه وکړي .د خور ميړه يې د کابيني وزير او د لومړي وزير نږدې ملګرى وو. طارق پرويز هم ځانته غټه رتبه ورکړې وه او متقاعد شوى وو .چې کولاى يې شوی زما پرځاى پښه کيږدي. هغه حتي د يوې ارودو ژبې ورځپاڼې په وروستۍ پاڼې کې د يوه وړوکي خبر په خپرولو سره په پينډۍ کې لوبه افشا کړي. چې له هغه نه نقل قول شوى وو . په څو ورځو کې بۀ چې کله يې د پوځ يونيفورم لري کړ د پرويز مشرف او دکارګيل په چارو کې د هغه د رول په اړه هرڅه په ډاګه کړي. دا داسې څرګندونې وې چې پوځې محکمې ته پرې کشيداى شو.
د اکټوبر په ٩ د طارق پرويز د په زوره ګوښه کيدلو خبر نوازشريف سخت نارامه کړى وو او زما له وياند نه يې غوښتي وو چې زما له خوا ددې خبرې دروغ پاڼه خپره کړي. زما وياند ورته ويلي وو چې د مشرف له تا ئيد پرته دا کار نشي کيداى او زه په کو لمبو کې وم. دغه چلند لومړى وزير ډير په قهر کړى وو. ځکه هغه فکر کاوه د هغه غوښتنه بايد مهمه او محترمه وبلل شي. څه داچې په پاکستان کې وم که نه وم.
هغه داکار ځا نته سپکاوى بللى وو او ويلي يې وو چې هېواد ته په راتلو سره مې له ماسره پدې اړه خبرې وکړي . وياند مې يوازې معمولي کار ترسره کړ. لومړي وزير زما په نشتوالي کې د دفاع له وزارت نه غوښتي وو چې ددې موضوع په اړه توضيحات نشر کړي ،چې په بل ډول يې ترسره هم کړل.
د همغې ورځې د ماسپښين نه وروسته نوازشريف بايد لاهور ته تللى واى . له الوتنې وړاندې ېې د طارق پرويز د خور خاوند چې د شريف د کابينې وزير وو، د يوه بهرني سفر نه راځغليدلي وو او د شريف ليدو ته يې ځان راورسا وو، چې يوه دوسيه ورکړي. کله چې له خونې راووت دغه وزير د لومړي وزير منشي سيدمهدي خواته په ګوته اشاره وکړه . کله چې هغه په څرخکه کې سپرېده مهدي ته له کتو پرته لومړى وزير وپوښتل چې ډګر جنرال ضياالدين څه وخت دنده پريږدي ؟ مهدي ځواب ورکړ دقيق وخت يې ندى ورمعلوم ، خو فکر کوي د راتلونکي اپريل په مياشت کې به وي. وروسته نوازشريف دوسيه مهدې ته ورکړه او ترې ويې غوښتل چې د دفاع وزارت ته يې وسپاري .مهدي وويل کولى شي دوسيه ولولې. لومړي وزير وويل پوهيږي او يوه ورځ به يې ولولې هغه هم يو انسان دى. وروسته سيدمهدي وويل چې په دوسيه کې يو غوښتنليک وو چې د طارق پرويز د لومړي وزير سره د ليدو غوښتنه پکې شوې وه.
دا عجيبه غوښتنه وه ځکه که د قول اردوګانو ډګرجنرالان هم وي د خداى پامانى له پاره لومړي وزير سره نشي ليدلى، په ځواب کې سيد مهدي هم لومړي وزير ته يوه دوسيه ورکړه. کله چې لومړي وزير وپوښتل چې دا څه شى دى ؟
مهدي ځواب ورکړ چې شپه يې وېښه تيره کړې او دغه څه يې ده ته ليکلي او له نواز نه ويې غوښتل چې دالوتنې پروخت يې ولولي. مهدي ادعا کوي چې په دغه ياد داشت کې يې ليکلي و چې د لومړي وزير فکر يې لوستى او هغه ته يې ګواښ کړى وو چې ډير احتياط بايد وکړي او په خرابو نصيحتونو تير نه وځي.
هغه همدارنګه وړانديز کړى وو چې د هر جدي تصميم له اخېستو وړاندې لومړى وزير بايد له ماسره زياتې خبرې وکړي او ښه مې وپيژني .مونږ کورنى اړيکې او ليدنې درلودې خو نوازشريف سختې بدګمانى داسې ليونى کړى و چې هيڅ نصيحتونه يې نه منل.
نوازشريف سختې بدګمانى داسې کړى و ،چې يوه ورځ لاهور ته له رسيدو وروسته له خپل يوه ځوى او څو نږدې ملګرو سره، احتمالا د خبرو له پاره د ځاى د پيدا کولو له پاره يې ابو ظبى ته الوتنه وکړه.
د اکټوبر ١٠ وه ډګرجنرال ضياالدين بټ په ملکي جامو کې د لومړي وزير ملګرتيا کوله . له مسلکي پلوه ضياالدين انجنير وو او په خپل وخت کې نه يوازې ډګر جنرال بلکې د پاکستان د اسختبآراتي ادارې ( اى اېس اى) مشر هم وو.هغه لومړي وزير ته نږدې کس وو او نوازشريف تيار وو چې د مشرى تاج د هغه پر سر کيږدي. ابو ظبى ته په الوتنه کې د نوازشريف يو بل ملګرى د پاکستان د ملي شورا غړى او د پاکستان د ملي ټلويزيون مشر هم وو .چې د ښاغلي شريف د وينا متن يې هم ليکلى وو. سره لدې چې زما د ليرې کېدو تصميم وړاندې نيول شوى وو. داسې ښکارېده چې ددغې توطيې ښه جزئيات د ابوظبى په الوتنه کې ترسره شول.
په همغه ورځ د متحده عرب اماراتو له ولس مشر اود ابوظبى له مشر شيخ زايد بن سلطان سره تر لېدو او د اماراتو له شهزاده سره د غرمې له تيرولو وروسته بيرته اسلام اباد ته راوګرځېدل.
د اکټوبر د ١٢ په سهار نوازشريف د ملتان دشجاع اباد ښارګوټي ته ولاړ. ملتان د پنجاب په سويل کې لوى ښار دى. د مسجدونو او تصوف له کبله ډير مشهور دى. نوازشريف ملتان ته په تلو سره کيداى شي هڅه کړې وي چې وښيي هرڅه عادي دي او دى عادي کار کوي . ترڅو داسې احساسات رامنځته کړي چې زما سملاسي. ګوښه کول يوازې اطلاعاتي انګيزه درلوده. چې ما غوښتل د هغه پر ضد کودتا رهبري کړم.
البته د شجاع اباد سفر يوه ننداره وه . هغه خپل يو ځوى او د وينا د متن ليکونکى له ځان سر بيولي و. ځوى يې يو شمير ټکي د وينا د متن ليکوکى ته ورکړي وو او ترې غوښتي يې و ،چې په الوتکه کې يې خاکه وليکي. پداسې حال کې چې دوی د شجاع اباد خواته وخوځيدل ، کله چې ليکونکي دغو ټکو ته وکتل دې پايلې ته ورسيد چې کيداى شي جنرال مشرف ګوښه شي. د لومړي وزير ځوى هغه ته ويلي وو چې يوازې همدا وليکي او هيچاته څخه نه وايي. هغوى په دې تمه وو چې هغه وخت ما ليري کړي چې پوځ ته لاس برى ونلرم. خو د الوتنې په ځنډ سره هرڅه بدل شول.
هغوى له ناچارى دې کار ته لاس اچولى وو. ظاهرا چې هغوى کوم تصميم نيولى وو . داوو چې زما د سپرلى الوتکه بايد د پاکستان په خاوره کې راکوزه نشي. هغوى فکر کړى وو چې پوځ به د مشر دنشتوالي پروخت د هرډول خيانت په وړاندې ارام کيني.
په شجاع اباد کې په يوې غونډې کې نوازشريف ناست و چې ټليفون ورته راغى. نه پوهيږم چابه دغه اړيکه نېولې وي او نوازشريف ته به يې څه ويلي وي خو د ټليفون په قطع کېدو سره لومړي وزير وارخطا، خپل سامان ېې ټول او د ملتان د هوايي ډګر په لور وخوځيد ،چې بيرته اسلام ابآد ته ولاړ شي.. ماته دا ټوله يوه ننداره ښکارېده بل هيڅ نه وو. پدې وضعيت سره هغه وروسته دا دعوا کولى شوه چې هغه ټليفون ، هغه د مشرف د کودتا په فکر کې واچاو، هغه غوښتل چې د دفاع وزير او خاص پوځي منشي سيدمهدي يې په هوايي ډګر کې د مازيګر په ٣ بجو ورسره وګوري. پوره په هغه وخت کې چې د ( چک لاله) په هوايي ډګر کې راکوزه شي. هغه هڅه کوله خپل واک متمرکز کړي. خو د واک د لاسه تللو فکر يې نه کاو. کله چې له ملتان څخه د اسلام اباد په لور راوخوځيد په واقعيت کې پر سياسي انتحاري موټر کې سپور شو.
په همغه ورځ د دفاع وزير ګنکش وو. هغه په همغه سهار اندوسکوپي عمليات کړي وو او دبې هوښۍ يا عمومي انستيزى څخه نه وو وتلى چې ټليفون يې زنګ وواهه. ښځې يې ووېل چې هغه استراحت دى او نشي کولى را پاڅي.
د دفاع د وزير په وينا چې دغه اړيکه د غرمې په ١١ بجو يعنې د جوړ شوي پلان له اړيکې ډير دمخه چې له نوازشريف سره په شجاع اباد کې نېول شوو. د څو ځلې ردېدو نه وروسته ټليفون کوونکي د دفاع وزير ميرمنې ته وويل چې لومړي وزير غواړي ژر ترژره يې خاوند په هوايي ډګر کې وويني وروسته دې ښځې ټليفون خپل خاوند ته وروړ. د دفاع وزير حيران شوى وو .وېې وېل څه شى دومره مهم دي چې دى يې له بستر څخه راپورته کېدو ته مجبور کړ .خو هوايي ډګر ته يي ځان ورساوو.
کله چې نوازشريف د ماسپښين په ٣ بجو د اسلام ابا د هوايي ډګر ته ورسيد د دفاع له وزير سره يې وغوښتل چې په موټر کې ورسر سپور شي چې د لومړي وزير کورته ورسره ولاړ شي. د ټرافيکي ګڼې ګوڼې سره سره په موټر کې شل دقېقې لار وه .هغه څه چې په فکر کې وو په لاره کې يې دفاع وزير ته وويل او ترې ويې وغوښتل چې د نوازشريف د ګوښه کېدو بيانيه دې صادره کړي او خبر دې ورکړي چې ډګر جنرال ضيالدين بټ د هغه پرځاى ټاکل شوى.
د دفاع وزير په پرله پسې ډول دا پوښتنه کوله چې ولې دا کار وکړي؟ هغه چې پدې وروستيو کې د ډګر جنرالۍ په رتبه له پوځ څخه په کور کيناستلى وو او پخوايي د قول اردوګانو دمشر په توګه دنده ترسره کړې وه پوځ يې ښه پيژانده.
هغه لومړي وزير ته وصيت کړى وو که د دوهم ځل له پاره په دغه غير قانوني ډول د پوځ مشر ګوښه شي نو د پوځ روحيې ته بۀ زيان ورسوي. خو لومړي وزير پرخپل خره سپور وو او خپله يې منلې وه کله چې د لومړي وزير کورته نږدې شول د دفاع وزير نوازشريف ته وويل دا ډيره جدي مسله ده نشي کولى داسې کومه اعلاميه صادره کړي . مګر که يې په رسمي ډول ليکلى فرمان ترلاسه کړ نو بيا سمه ده .
نواز شريف خپل ورانه ته څپيړه ورکړه او په قهر سره يې وويل(تاسوډارن ياست) وروسته مهدي له لومړى وزير سره وکتل � نواز شريف په خند ني ډول وويل چي ددفاع وزير بي تابه دي. وروسته يي له دفاع وزير نه وغوښتل چي په يوه بله خونه کې انتظاروباسئ.
کله چې له ملتان څخه الوتنه وشوه دلومړى وزير ځوى اسلام اباد ته دراتګ پروخت دوينا متن ليکونکي له ليکني منع کړ چي له کيسى نور څوک خبر نشي.خو کله چي د لومړي وزير کورته ورسيدل- دنواز شريف ځوي د متن ليکونکي بلي کوټى ته بوتلو او ترې ويې غوښتل چي پاتي متن وليکئ. ژر دپاکستان دتلويزيون مشرراغى چې له هغه سره مرسته وکړى،خو مخکي له دي چې کارپيل شي دتلويزيون مشرته وويل شو چي ژر په اسلام آباد کي دټلويزيون دفترته ولاړ شي. کله چې يوازې شو ليکوال دنواز شريف ځوى ته وويل چې داسي نشي کولاى څه وليکي .ښه داده چې بل چاته يې ورکړي.چې متن ورته وليکي.
لومړي وزير دخپل دفتر په لور ولاړ. پواځې منشي سيد مهدي هم ورسره وو.کله چې هلته ورسيدل پوځي منشي له ساکټ څخه دټيليفلون لين وويست ،ترڅو ډاډه شي چي څوک د دوى غږ نه اوري.
وروسته لومړى وزير پوځي منشي ته وويل،دجنرال جهانګير دګوښه کيدو فرمان راوباسي تاريخ دى بدل کړي زما نوم دي دجهانګير پرځاى او دضياالدين نوم دى زما پرځاى وليکي او ددفاع وزير ته دي يوسي دهغه لاسليک دي واخلي.
داسى ښکارى چې تيارقالب يې درلود چې هروخت يې زړه وغواړي ديوځ مشر لري کړي.
لومړي وزير وپوښتل دبياني ورکولو ته اړتيا نه شته ؟ پوځي منشي وويل،بايد ملت ته دا کار توجيه کړى او دلومړي وزير دطبعي خلاف خبر ه يي وکړه.خونواز شريف په قهرسره مهدى ته وويل چې ولاړشي . دګوښه کولو فرمان جوړ د دفاع وزيرلاسليک دى واخلي او رادي وړي.چۍ لومړى وزير ته يې پخپله دلاسليک له پاره وروړي. چې کوريې لږ لرى وو. يواځي څه چې ولسمشر په دغه ليک کې ورته متوجه شوي وو د ( seen) کلېمه وه. نواز شريف په اساسي قانون کې دبدلونونو له لاري دولسمشردفترته تشريفاتي بڼه ورکړې وه. چې په څو ځانګړو ځايونو کې ددغي اداري تصديق ته اړتيا وه.
دلومړى وزير په کورکې دټلويزيون کمري دده راتګ ته سترګي په لاره وي. نواز شريف دوه ستوري دپوځي منشي له اوږې نه وشکول جې بريد جنرال وو او د ډګرجنرال ضياالدين په اوږه يې وټومبل چې دستر جنرالى رتبه او دپوځ د( مشر ) دنده يي ورکړه .
لومړي وزير دومره بيچاره او بي کسه وو چي پخپلو لاسونو يي ستوري دجنرال ضيا په اوږو وټومبل ،ترڅو وښيي چي پاي ته رسيدلي قباله دټلويزيون له لارې وښول شي.
په همدي حال کي ېې پوځي منشي جنرال ضيالدين ته وويل،ښاغلي تاسو سترجنرالي ته ترفيع وکړه ولې زه ډګروالۍ ته راټيټ شوم.
ددفاع وزير يواځې خپلو فکرونو ته پريښول شوي وو. ډير پريشانه وو. هغه پوهيده چي نواز شريف په خطرناکې بيړۍ سپور دې او هغه مهال يي پريشاني دوه برابره شوه چې په داسي خونه کې اچول شوۍ وو چې دسګريټ دڅښلو اجازه نه وه او لاهم د انستيزي يابي بيهوشۍ له اغيزو ځوريده.سره له دي چې ورته ويل شوي وو له خونۍ بهر نشي هغه د داسي ځاي په لټه کې وو چې سګريټ پکې وڅښوي.لومړي دپوځي منشي دمرستيال خوني ته ولاړ.بيا دپوځي منشي خوني ته ورغي- په لاره کې يې يوه ډله کسان وليدل چې ضياالدين او مهدي هم پکې وو او د دوي په لور را روان وو- متوجه شو چې دضياالدين په يونيفورم کې دسترجنرالي ستوري لګيد لي او دپوځ مشر شوي .ټول دپوځي منشي په خونه کې راټول شول. په اردو ژبه دټلويزيون له لاري داسي خبردمازديګر په ٥ بجو خپور شو چي جنرال مشرف له دندي ګوښه شو او جنرال ضياالدين دهغه ځاي ناستي شو.
ضياالدين رامخي ته شو اوپه خونه کې يې ټولو کسانو له هغي ډلې نه ددفاع وزير ته لاس ورکړ او دهغوي مبارکى يې ومنلې . خو ددفاع وزير پوهيده چې هغه هيڅ اعلاميه نده خپره کړي او دغه ابلاغيه قانوني جنبه نلري.دا خبر دمرمۍ په څير خپور شو،دټيلفونونو ليکې ډکې او مصروفي شوې. دنوازشريف پلويانو پدي کار سره وياړکاوو، چي دپوځ بل مشريې هم لرې کړ- خو ځينو چي ډير واقعيت ګر وو دمسالي سره ېي په احتياط چلند کاوه.
هغوي ډاډه وو چې پوځ به داځل هم خپل سپکا وى تحمل کړي.هغوى نه پوهيدل چي اوضاع بۀ څومره خرابه شي. دخبر له خپريدو وروسته سيد مهدې زما دګوښه کيدو ليک ددفاع وزير ته ورکړ او خپل دفتر ته په راولپنډۍ کې دتلو لارښونه ېې وکړه او داعلاميي دخپرولو يې ورته وويل .چې هم زما ګوښه کول او دضيا ګمارل قانوني شي.
ددفاع وزير وويل په داسي حال کې چې دموټرو په لور روان وو ورور يې چې دنوازشريف دکابيني وزير وو دنوازشريف دورور شهباز شريف سره يوځاي په وار خطا ډول دهغه خواته راځغليدل.(هغوي وويل) څه شوى تاسو څه کار کړي دې؟
(دا ډيرمصيبت کار دى) ددفاع وزير هغوي ته وويل چي هغه په دي کارکې نه دي شريک . که دا ريښتيا وي بيانو په رښتيا هغوي دشريف له توطېې بي خبره وو او يا به د(حسن چپ) په کوڅه کي ځان غلطوي او ياهم کيداى شي ددفاع وزير غوښتل خپل ورور وژغوري- دتعجب ځاي نه دي نن کم کسان پيدا کولاي شو چي دنواز شريف دتوطيې نه خبرتيا ومني او يا په يوه ډول له دى توطېې سره اړه ولري.
ديرش دقيقي وروسته ددفاع وزارت ته ورسيد.کله يې چې موټر په پينډۍ کې د(فلاشمن هوټل) ته ورسيد .ددفاع وزير ته دشهباز شريف زنګ راغي چي ويل يې څو سرتيرو دلومړي وزير دروازه بنده کړي ده . شهباز پوښتنه کړي وه (داکوم پوځ دي) ددفاع وزير سمدلاسه پوي شو.هغه ډول چې ويريږى ،پوځ غبرګون ښولي وو.هغه ځواب ورکړي وو چې دلته يو پوځ دي هغه د(پاکستان پوځ).
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery