مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٢١ څپرکى


اسامه اوعمر
ملا عمر او اسامه بن لادن ممکن په ننۍ نړۍ کې ډارونکي نومونه وي . دا دواړه د ټولو نړيوالو لپاره ترهـر دي، خو د بنيادگرو لپاره قهرمانان دي . تقريبا د ټولو لپاره اسامه او ملا عمر معما ده . نړۍ د ملا عمر د ژوند او طبعيت په اړه هيڅ نه پوهيږي .هغه کس چې د طالبانو د رژيم مشري يې وکړه او زما په باور اوس هم د اورپکو طالبانو مشري ته دوام ورکوي . خو د اسامه په هکله تر پنځه کاله وړاندى پورې زيات معلومات موجود وو . پنځه کاله وړاندى اسامه د ډيرو نړيوالو له سترگو ورک شو . زه د خپل نظام د قوي اطلاعاتو او ارتباطاتو په برکت يو شمير دغو پوښتنو ته ددغو دووکسانو په اړه ځواب ويلاې شم. ددغې ليکنې په لړ کې به په يو شمير پټو ټکو رڼا واچوم .
يو مشهور متل دى چې وايي " د اوږد مهالې کړونې په بدل کې لنډ مهاله لاس ته راوړنه " بې پروايي ده . دا همغه تيروتنه ده چې د شوروي پر ضد د افغان جهاد ملاتړو له هغې ډلې څخه د امريکا متحده ايالاتونو ، عربستان او پاکستان ترسره کړه .
موږ د افغان مجاهدينو په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړه ، هغوى مو په مذهبي غيرت سره په ديني مدرسو کې سمبال کړل . وسله وال مو کړل ، افغانستان ته مو د شورويانو سره د جهاد لپاره تغذيه او تمويل وليږل. خو هيڅ فکر مو نه و کړى چې د جهاد په پاې ته رسيدو سره څرڼه دغه کسان عادي ژوند ته وگرځوو . تر هر هيواد زيات دغه تيرو تنه د افغانستان او پاکستان لپاره گرانه پريوته . د امريکې متحده اېالاتونو هم دى مسالې ته پام ونه کړ چې يو بډاى او تحصيل کړى کس لکه اسامه بن لادن به له يوې ډلې سره چې موږ ټولو ېې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړه وروسته څه کوي. تر دى بده لادا چې د امريکې متحده ايالاتونو حتې له افغانستان سره د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ددغه هيواد د بياودانولو او پرمختيالپاره فکر ونکړ .
امريکا په ډيرې اسانۍ سره افغانستان خپل راتلونکي ته خوشې کړ. خو له دى ناخبره چې دغه سخت بې وزلۍ وهلۍ هېواد به تر غاښونوپه وسلو د ډکو کسانو لپاره ښه پټ ځاى يا اډه شي. چې په پرمختللو وسلو او د جڼ سالارانو په مټ به پارچه پارچه شي او کيداى شي د نړيوالو ترهـرو لپاره ښه جنت شي . متحده ايالاتونو همدارڼه هيره کړه چې په افغانستان کې دغه ډول حالت به د پاکستان لپاره څه ولري . پاکستان ته مخدره توکو لاره پيدا کړه او پاکستان له ناقانونه وسلو څخه ډک شو .
له دې بده داچې د ١٩٨٥ کال دپوره يو اړخېز تړون لېک له کبله امرېکا پرپاکستان بندېزونه ولول چې زموږ هېواد ته يې د پوځي او اقتصادي مرستو مخه ډب کړه . او هر کال به دامرېکا دمتحدو اېالتونو ولسمشر اعلام کاوچې پاکستان باېد په اتومي وسلو سمبال نشي.
خو فکر کوم زموږ ستره او بې سارې تېروتنه داوه دا مو هېره کړه چې کله دغه کسان سازماندهي کوو او په فوق العاده مذهبي او عقېدوي احساساتو يې سمبالووچې زموږ موخې تعقيب کړي ،کېداى شي دغه کسان يوه ورځ دخپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره موږ نه گټه واخلي .
موږ ته د ملاعمرد نژدې کېدو کېسه داسې وه چې هغه په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، او اسامه بن لا دن هم احتمالا ددې لپاره کېداى شي موږ ته نژدې شوى وي چې دامريکا � سعودي عربستان او پاکستان څخه د پيسو په ترلاسه کولو سره دالقاعدې ډله جوړه کړي . چې دوسلو او امکاناتو په ترلاسه کولو سره د خپلو نورو عملياتو لپاره يوه اډه هم جوړه کړي . په داسې حالاتو کې معلومه نه ده چې څوک استعماليږي او څو ک يې استعمالوي .
موږ ، متحدو اېالتونو، سعودي او ټولونورو هغو هېوادونو چې دافغانستان د جهاد سره يې مرسته کوله پخپله له بن لادنه ځانته يو ببو جوړ کړ.
طالبان تر شوروي وروسته کومه تازه پديده نه وه. هغوى دهمغو روزونکو لخوا په همغو د يني مدرسو کې زدکړه کړې وې چې مجاهدېن يې تولېد کړي و. خو اوس يې يوازې نوم بدل شوى و. کله چې پاکستان د طالبانو په خواکې ودرېد ، ښې موخې يې تعقېبولې . اول داهېله وه چې طا لبان به جڼسالاران ختم کړي او افغانستان ته به سوله راوړي ، او د پاکستان ضد شمالي ټلوالې ته به ماتې ورکړي . زموږ په دغو موخو کې هېڅ عېب نه وو. خو نه پوهېدو چې کله طالبان له موږ نه گټه واخلي او واک ته ورسېږي خپل نفوذ به د لاسه ورکړو.
ملاعمر په ١٩٥٩ کال کې د کندهار د نوده په کلي کې وزېږېد . هغه ٤ ښځې او ٤ ماشومان لري . چې دوه يې زامن او دوه يې لوڼې دي . د١٩٩٩ په اگسټ کې يې ېوه لور په يوه بمي چاودنه کې ووژل شوه . د شوروي پر وړاندې دافغانستان د جهاد په لومړيو کې هغه د يوه عادي مجاهد په توگه پاکستان ته يو دوه اونيز سفر درلود. دجهاد پر وخت هغه په يوه او بل پسې د څو جهادي تنظيمونو غړيتوب درلود. ويل کيږي چې د يوې جړې پروخت د ملاعمر يوه سترگه ټپي شوه ، او پخپله يې د بې هوښى له درو پرته بې له ډاکټره په چاقو را وويستله ، او دواړه باڼه يې سره وگنډل.
خو ځينې نوروايي د پيښور په يوه روغتون کې بسترو، او دجراحي عملياتو وروسته يې سترگه ترې وويستله . خو ډېر خلک په لومړي رواېت باور لري چې هغه په خپله ،خپله سترگه ويستلې ، او داډول دده داستان ته دوام ورکوي . د ١٩٨٩ تر ١٩٩٤ کال د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته ملاعمر د کندهار په لوېدېځ د ارغنداب په ولسوالى کې په يوه جومات کې ملا امام و . د ١٩٩٢ په اپريل کې چې کابل مجاهدينو ونيو ملا عمر په افغانستان کې دگډوډېو او په هر گوټ کې د جڼسالارانو د راپورته کېدو شاهد و چې خلک د وژنو ، جنسي تيريو او غلاو له کبله ارام نه و.
د ١٩٩٤ په جون کې د طالبانو غورځڼ د ميوند له ولسوالى څخه پيل شو او په دغو سيمو کې د بې قانونېو له برکته ددوى رېښې هر خوا وغزېدې . د طالبانو غورځڼ د يوه وړوکي ټکان په خوړلو پراخ شو. د کندهار ښار نه بهر د پولېسو د يوې امنېتي پوستې د کسانو مشر او ملرو يې دوه هلکان وتښتول او جنسي تيرى يي پرې وکړ، چې وروسته ووژل شو. طبعا خلک وقهرېدل او ترخه لاريونونه يې وکړل . ملاعمر او دورسره طالبانو هغه وړوکي ډله يې د تلاشى پر پوسته ور وختل . تېري کونکي يې بې وسلې کړل او يو شمېر يې ووژل . له همدې وروسته و چې طالبان د بې دفاع خلکو د ساتونکو په توگه وپيژندل شول . طالبانو وروسته د بېلابېلو سېمو دپاکونې کار پيل او ډېر ژر يې نوم خپور شو. دافغانستان له بېلابېلو سېمو څخه يو شمېر کسان د يو شمېر معېنو مدرسو له هغې ډلې څخه د سرحد ، بلو چستان او کراچۍ د مدرسو طالبان ورسره ملري شول .
د١٩٩٤ کال په اکټوبر کې ملاعمر د طالبانو مشر يا امير وټاکل شو . په ١٩٩٦ کې لويه شورا را وبلل شوه چې د ټول افغانستان څخه ١٥٠٠ دېني عالمانو پکې برخه واخيسته چې ملاعمر ته يې د اميرالمومنين لقب ورکړ. تردې وخته طالبانو دافغانستان ٩٠ په سلو کې خاوره لاندې کړي وه . د افغانستان په سياسي ډگر کې د طالبانو را څرگندېدل همغو گډ وډيو او بې قانونيو ته ېو خپل سرى غبرگون وو چې دمجاهدېنو پخوانېو کومندانانو ، جڼسالاران او دغلو د ډلو مشرانو تر سره کول . سره له دې چې د طالبانو تحرېک په افغانستان کې روان و، د بې نظير بوټو په مشرى د پاکستان حکومت هڅه وکړه د طالبانو د غورځڼ په لاره اچول ، روزنه او رامنځ ته کول په دې هېله ځانته نسبت ورکړي چې د طالبانو چټک پوځي برېا به د پاکستان په گټه شي . د بې نظير بوټو د کورنيو چارو وزېرمتقاعد تورن جنرال نصېرالله بابر په اسانه طالبانو ته د ( ځامنو ) خطاب وکړ. ډېر وخت نه و تېر چې دهغه ځامن سرکښه شول . او بې نظير بوټو هغوى د لاسه ورکړل . حقېقت دادى چې طالبانو په لومړيو کې نه له پاکستان څخه مرسته وغوښته او نه يې مرسته تر لاسه کړه .
فکر کوم دامريکا متحدو اېالاتو هم طالبان له همدې کبله رد نکړل . امرېکاېانو هېله درلوده چې طالبان به افغانستان ته سوله راوړي . د سعودي عربستان او دعرب متحده اماراتو حکومتونو طالبانو ته په ډېر احتېاط مرسته ورکړه . خو ددغو هيوادونو او سېدونکو د توکو او شيانو په ورکړې سره رسما له طالبانو ملاتړ وکړ. لوېدېځو قدرتونو په ځاڼړي توگه امرېکا دافغانستان خرابېدونکى وضعيت ته په کتو سره چې د سختو ډله ېېزو جڼونو او قومي اختلافونو په منځ کې ېو درېم ځواک ته په دغه هېواد کې ځکه هرکلى وکړچې وبه کولاى شي تر يوه برېده د خلکو ژوند عادي حا لت ته را وگرځوي . خو وروسته چې دغو قدرتونو احساس کړه د طالبانو په اړه يې تير وتنه کړې ، ډېر ژر د طالبانو د ملاتړه لاس په سر شول .
خو دا کار زموږ لپاره ممکن نه و. ځکه طالبان د پښتنو له قوم څخه و چې د سرحد او بلو چستان سره گډه پوله لري. دغه سېمه د پښتنو د اوسېدا ستر ميشت غالى دى . موږ له طالبانو سره کلکې کورنى او نژادي اړېکې لرو. د طالبانو مخالفېن د تاجکانو، ازبېکانو او هزاره گانو څخه جوړه شمالي ټلواله وه ، چې دروسېې او ايران ملاتړ ورسره و . څه ډول ممکنه ده چې په پاکستان کې يو حکومت شمالي ټلوالې ته زړه ښه کړي . دا ډول تماېل پاکستان ته جدي کورنى امنيتې ستونزې پيدا کوي .
کله چې ملاعمر واک ته ورسېد څو ځلې مو پاکستان ته وغوښت خو سملاسي يې رد کړه . او لامل به يې هم دهېواد جڼي حالات وښول . همدارڼه موږ وړاندېز وکړ چې هغه به د عمرې د حج لپاره مکې شرېفې ته ولېږو خو دا غوښتنه هم رد شوه . هغه په پرلپسې توگه زموږ د استخباراتي ادارې استازي ليدل . خو هيڅکله يې خپلو سېمه ېېزو کومندانانو ته اجازه ورنکړه چې له موږ سره اړيکې ټېڼې کړي . ويل به يې قومندانان يې تل په عملياتو بوخت وي ، پر همدې اساس له طالبانو سره زموږ اړيکې په زړه پورې نه وې . په حقيقت کې هغوى ډېر نا اړامه خلک و.
کله چې طالبانو د اسلام څخه په يوه عجېب تفسېر چې د ډېر مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه و په افغانستان کې د بشري حقونو ضد کارونه تر سره کړل . او يو ستر دين يې بدنامه کړ. مو ږ له تماشې پرته بل هېڅ کار ونشو کولاى. يو ځل د پاکستان د لېږل شوېې لوب ډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال د لنډو پتلونونو د اغوستلو پر جرم ونېول شول او د جزا په توگه يې ورته د سر ويښتان وخرييل . طالبانو ښځو ته اجازه نه ورکوله چې له کوره بهر شي . حتى دوکان ته هم نشوې تلاى . او له نجونو يې ښونځيو ته د تلو حق واخيست .
ددښمنانو د وژلو او زنا کونکو ته د سزا د ورکولو څرڼوالي طالبان مجبوره کړي و. يو ځل يې يو شمېر اېرانېان په کانتينر کې بندېان کړل ، وږي تږي يې ساه بنده شوه ،چي وروسته يې کانتينر له بهره د کلاشينکوف په ډزو هغوى ټول ووژل . د ١٩٩٤ د اکټوبر په وروستۍ او نۍ کې دپاکستان رسمي اړيکه له ملاعمر سره د سپين بولدک په سېمه کې ټېڼه شوه . ددغې لېدنې موخه د پاکستان د بشري مرستو د ېوه کاروان د امنيت د ټېڼولو غوښتنه وه . دغه لېدنه کتنه د ملاعمر د عملياتو د قوماند ې په خونه کې وشوه . چې هغه مهال يې د مجاهدينو د قومندانانو پر وړاندې رهبري کاوه تر سره شوه . ملاعمر لومړى په بې پروايي سره زموږ غوښتنه رد کړه ، او لامل يې هم د سړک په او ږدو کې روانه جړه وبلله . خو په وروستيو شيبو کې يې په شک او ترد ېد سره ومنله . دغه کاروان وروسته غلا شوه خو طالبان يې عاملين نه و.
کله چې ١٩٩٦ کال په مئ کې اسامه جلال اباد ته را وگرځېد . د بېلابېلو هېوادونو عربان چې دافغانستان له جهاد وروسته تښتېدلي او تيت شوي و له اسامه سره يو ځاى کېدل او بېرته راگرځېدل ېي پيل کړل . هغوى اسامه د جهاد له وختونو راهېسې پېژانده . ترهـرود طالبانو د چټک پر مخټ ملاتړ وکړ . ډېر ژر ازبېکان ، چچنېاېان ، بڼلدېشيان ، د چېن ېغور مسلمانان ، دهند اروپا ، امريکا او حتى استراليا نه يو شمير مسلمانان افغانستان ته راغلل ،چې له طالبانو سره ملاتړ او مرسته وکړي. په پاکستان کې د الرشيد مرستنديه ټولنه دطالبانو د غورځڼ له اصلي ملاتړو څخه وه. چې له کراچۍ څخه يې هغوى ته لوژيستيکي او خېريه مرستي برابرولي .
د ١٩٩٨ د سپټامبر په ١٩ د (اى اس اى) عمومي مشر او د سعودي د اسخباراتو مشر او په واشڼټن کې د دغه هېواد اوسنى سفېر ( شهزاده ترکې الفيصل) په کندهار کې له ملا عمر سره وکتل . دا خبرې اترې په کينيا او تانزانېا کې د امرېکا په سفارتونو کې د القاعدې لخوا د بمونو د چاودلو په درشل کې وشوې . شهزاده فيصل ملا عمر ته د په دغو چاودنو کې د اسامه د لاس لرلو په اړه وويل . او د بن لادن د پروگرامونو په اړه يې له هغه سره خپل معلومات بدل رابدل کړل . له نېکمرغه په جده کې د امرېکې په قونسلرى کې د چاودنې طرحه افشا شوه . هغه عمر ته يادونه کړې وه چې درې مياشتې وړاندې د ١٩٩٨ په جون کې دده سره طالبانو کلکه ژمنه کړې وه چې اسامه به له افغانستانه وباسي او سعودي ته به يې سپاري ، خو هغوى دا کار هيڅکله ونکړ. شهزاده همدارڼه له طالبانو سره د بن لادن ژمنه ملاعمرته ياده کړه چې وېلي يې و،په افغانستان کې د اوسېدا پر مهال به په هيڅ ډول ترهـرو چارو کې لاس نه وهي . دغه ژمنه هغه وخت دروغ شوه چې په ١٩٩٨ کې په خوست کې په يوه خبري ناسته کې بن لادن رسما خلکو ته د ترهـرو برېدونو د ترسره کولو او د خلکو د هڅولوخبرې وکړې . اسامه همدارڼه د سعودي په شاهي کورنۍ کې د نا اراميو مبتکر هم و. چې د ژمنو سره سره طالبانو هغه د سعودي عربستان چارواکو ته نه و تحويل کړي .
زموږ د استخباراتو د ادارې مشرهم ملاعمر ته په ټيڼه ويلي و چې پاکستان او سعودي د پخواني شوروي پر وړاندې دافغانستان د جهاد ملاتړ کړى و . هغه ملاعمر ته دا جدي توصيه کړې وه چې يا دې اسامه د عربستان چارواکو ته وسپاري او يا دې له افغانستانه وباسي . د (اى اس اى ) مشر همدارڼه ملاعمر ته ويلي و د پاکستان په دننه کې د اسامه اړيکې ددغه هېواد د اندېښنې وړ دي . له بلې خوا له بن لادنه د طالبانو ليري والي ددوى د په رسمېت پيژندولو کار هم اسانه کوي.
ملاعمر په دې خبر و چې له سعودي سره يې هېڅ ژمنه نه ده کړې ددواړو هېوادونو د استخباراتو مشران يې خفه کړل . هغه نېغ په نېغه شهزاده ته د د رواغجن خطاب وکړ . وروسته عمر په قهر د خپلې اندېښنې څرگندونه وکړه چې حکومت يې تر زېات فشار لاندې دى ، او هيڅ هېواد اسامه ته پنا ه نه ورکوي . همدارڼه ايران د طالبانو پر ضد شمالي ټلوالې ته مرستې ورکوي . او طالبان له گواښ سره مخامخ دى . هغه همدارڼه سر وټکاو چې د سعودي عربستان حکومت پداسې حالت کې له هغوى سره مرسته نه کوي ، او دهغه پر ځاى د اسامه په نوم هغه تر فشار لاندې را ولي .
شهزاده فېصل تردې وخته ارام و خو نور يې چوپتېا پاى ته ورسېده ، هغه ملاعمر ته د تور گوته ونيوله . په همدې حال کې شل طالبانو په خونه کې موجود و . دغه تورونه د ملاعمر په مغزو ښه ونه لېدل . ناڅاپه ملاعمر ج او روان شو. يو ساتونکى ورسره بهر شو . څو دقېقې وروسته بېرته راغى . له وېښتانو يې او به څڅېدې � کالي او لستوڼې يې لامده شوي و. شهزاده ته يې وويل (( زه هغې بلې خونې ته ولاړم او لږ يخې او به مې په سر وچولې چې ارام شم .که ميلمه مې نه واى ويرولى به مې وې .))
ملاعمر د افغانستان او سعودي ددېني عالمانو د يوې شورا د جوړېدو وړاندېز وکړ چې د بن لادن د راتلونکي په اړه پريکړه وکړي . هغه د سعودي پر خامو تېلو د امريکا د حضور او ولکې په اړه کلکه نېوکه وکړه . چې د اسامه يو شکايت هم همداو. او ويي ويل د نړى مسلمانان به ورسره يو موټى شي چې سعودي ازاد کړي . هغه وويل د سعودي پخواني نسل خپل هيواد ته ډېر احترام درلود او دغې پاکې خاورې ته ېي د امريکايانو د ورتلو اجازه نه ورکوله . ملاعمر وويل چې له بن لادن نه يې ليکلې ژمنه اخېستې چې د افغانستان له خاورې د ترهـرو اعمالو په ترسره کولو به د طالبانو باور ته زېان ونه رسوي .
شهزاده ډېر په قهر شو او ملا عمر يې د سعودي خلکو ، دېني عالمانو او شاهي کورنۍ ته په سپکاوي تورن کړ. هغه وويل نوربه دغه بې عزتي ونه مني . او زېاته يې کړه که طالبان د خپلو شومو موخو لپاره سعودي ته ورشي نو شهزاده به لومړى کس وي چې ورسره وبه جڼيږي . وروسته ج شو سلام يې واچاو او ولاړ.
اوس د ملاعمر نوبت و چې يو څه ټکان وخوري . عمر په خونه کې له ځانه سره ليا و. ساتونکي شاو خوا ولاړ طالبان يې ورسره و. پوښتنه وشوه چې څه پيښ شوي ؟
د ( اى اس اى ) مشر ځواب ورکړ لکه چې شهزاده نه غواړي خبرو ته دوام ورکړي ، او هوايي ډگر ته ستون شوى دى .
خو ملاعمر لاهم نه پوهېده . دهغو څو ملرو څخه چې غوښتل يې له هغه سره مرسته وکړي اويا په رښتېا طالبان په افغانستان کې د اسامه له شره خلاص کړي هغه ورته دښمن ښکاره شي نو له داسې کس سره څه ډول خبرې کېداى شواى ؟
په افغانستان کې موجودو حقاېقو هغه ته داډول چانس برابرکړى و. خو موږ نشو کولاى په اسانۍ سره له طالبانو رسمېت پېژندنه بېرته واخلو او په کابل کې خپل سفارت وتړو. او افغانستان هغوى ته خوشي کړو. سره له دې چې طالبانو موږ ته د اړېکو د پرې کولو گڼ دلاېل په لاس راکړي و.
يو ځل يې زموږ سفارت وسوځاو او زموږ سفېر يې هم وډباووچې په کټ کې يې پاکستان ته راوړ .

د طالبانو بل بد کار د بودا د تاريخي او لرغونو بتانو ورانول و چې د بامېانوپه سيمه کې له پيړيو پيړيو راهېسې ولاړ و. په پيل کې چې ملاعمر د بتانو د ورانولو گواښ وکړ ټولې نړى پاکستان ته مخ واړاوچې ددغه ځوان نظر بدل کړي .
البته ټولې نړى ېوډول تېروتنه کړې وه چې دوى يې په رسميت ونه پيژندل او په کابل کې ېي سفارتونه خلاص نه کړل . خو ما بل ډول چلند درلود. د نړى له ډيرو مهمو مشرانو مې وغوښتل چې طالبان په رسمېت وپيژنې چې پر هغوى ډله ييز فشار راوړو او ټلارې ته يې بدلون ورکړو. د امريکا دوخت له ولسمشر بېل کلنټن ، د سعودې له باچا شاه عبدالله بن عبالعزېز او دعرب اماراتو د امير شيخ زاهد بن سلطان النهېان سره مې دغه وړاندېز شريک کړ. عبدالله بن عبدلعزېز په ملا عمر ډېرې نېوکې وکړې او هغه يې درواغجن وباله . هغه وويل ( هيڅکله به له ېوه درواغجن سره ملرى نشم او له دغه ډول کسانو کرکه لرم)
نو د بودا د مجسمو له ورانولو څخه د ملا عمر د راگرځولو مسولېت زما پر اوږو کېښول شو . کله مې چې پدغې مسلې دخبرو لپاره ملاعمر ته يو پلاوى وليږه ، هغه بل ډول شوى و. عمر وويل خداى پاک له هغه غوښتي چې دغه بتان والوځوي ، ځکه چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې خداى پاک باران را ولېږه چې د دغو بتانو په بيخ کې ستر ستر سوري جوړ کړي چې بمونه او ډېنامېټې پکې ځاى شي . نو دا دخداى پاک د امر نښې دي چې دا بتان باېد وران شي . ملاعمر موږ ته هيڅ پام ونه کړ او په غمجنه توگه يې بتان وران کړل .
بل ځل يې د اسلام ددېن څخه بې پروا تصوير وړاندې کړ. ملاعمر په حقېقت کې هغه دېن ته درنه ضربه ورکړه چې خپله يې پرې باور درلود. فکر کوم دا زموږ د ټولو دنده ده چې وواېو اسلام د داسې چال چلند سره هېڅ اړېکه نه لري . اسلام يو پرمختلونکى ، عصري او د شعور دېن دى . خو نړيوال دا فرصت نه لري چې زحمت وباسي او د معتبرو اسلامي منابعو د پيدا کولو لپاره پلټنه وکړي .هغوى د مسلمانانو د کار کړنو له مخې د اسلام په اړه پرېکړه کوي . په ځاڼړي توگه د مسلمانانو له هغو کار کړنو څخه چې پر هغوى اغيز کوي ، نه د پوهو او روڼ اندو مسلمانانو له نظرونو او څرگندونو څخه . او داهم ارزښت نه لري چې هغوى څومره رښتېا واېي.
د سپټامبر له ١١ وروسته پوره ډاډه وم چې په افغانستان دامريکا د قهر او غوصي د سړولوېوازېنى لاره به داوي چې اسامه او ملاتړي يې په يوه ډول له افغانستانه وويستل شي . په يقين سره چې زما غټه اندېښنه ددغه جڼ څخه په افغانستان د امريکا د پوځي برېد دهغو مستقيمو او منفي اغېزو په اړه وه چې پر پاکستان لوېده . له د غه بحران څخه دافغانستان د وتلو لاره د اسامه سپارل او يا ويستل و. سره له دې چې پوهېدم ډېر کم وخت شته خو سملاسي مې د خبرو اترو ابتکار په لاس کې واخېست . متحده اېالات او نړى تازه پوه شوې وه چې له طالبانو سره ډېپلو ماټېکې اړېکې څومره گټورې دي . په دې وخت کې دهغو نظرونو ملاتړ وشو چې ما وېلي وو له طالبانو سره د ې سياسي اړيکي ټيڼې شي . که په کابل کې ېې يو شمېر سفارتونه پرانېستي واي او ټولو په ډله ېېز ډول په ملا عمر فشار راوړى واى چې اسامه دې ور وسپاري کېداى شي دې کار نتيجه ورکړې واى .
د سپټامبر ١١ په ملا عمر او طالبانو هيڅ اغېز نه درلود . عمر وويل(( دا پيښه له مسلمانانو سره د بې عدالتى په وړاندې د خداى جزا وه )).خداى پاک له دوى سره و.
او اسامه هم مهم کس شوى و. له ملاعمر سره لېدل سخت کار و. په دې برخه کې له ملاعمر سره خبرې کول داسې و لکه چې څو ک دده سر له دېوال سره ووهي . زموږ نړى لېد بېخي بل ډول و. پاکستان په داسې حال کې چې فکر يې کاو انسانان باېد هغه واټ ته ورنشي چې د جڼ ، وژلو او ورانى لامل کيږي . خو ملاعمر فکر کاو چې دعدالت د را وستو لپاره جړه او ورانى بې اهميته جزئېات دي . لکه هغو ټولو خلکو غوندي چې د قيامت په ورځ په بيا ژوندي کيدو باور لري او دغه مو قت ژوند تېرېدونکى بولي ، مذهبي تندلاري لکه طالبان په دې باور دي چې دمرگ په وړاندې يې ځان کم ارزښت لري . او کله چې ددوى شيان او کسان شهېدان کيږي ، دهغوى لپاره جنت جوړ شوى . خو مساله داده چې په څه ډول د يوه سپيڅلې جړې پر سر موافق شو.
زما په شان کسان په دې اصل باور لري چې د ېوه رهبر او مشر لومړى دنده دخپل هېواد ، خلکو او دهغوى د مالونو ساتنه ده . د ملاعمر په څېر کسان باور لري چې دنړى مالونه ، توکي له هغې جملې نه ژوند د اصولو او دودونووروسته دوهم ځاى لري .يو له دغو دودونو څخه د مېلمه ساتنه ده . بن لادن او ملري يې د طالبانو او ملاعمر ميلمانه و، او ستونزه هم په همدې ځاى کې وه . ما ډېره هڅه وکړه ملاعمر دېته اړکړم چې دامريکا د ولسمشر لخوا د ٢٠٠١ کال د اکټوبر د ٧ نېټې تر ټاکل شوي ضرب ا لعجل پورې اسامه ته اجازه ورکړي چې له افغانستانه ووځي .هغه ته مو وويل چې هېواد به يې وران شي. خو هغه درک نه کړه . هغه باور درلودچې امريکايي ځواکونه به ماتې خوري . په دې برخه کې لومړى اسامه بن لادن هغه تېر وېستى و، خو يو شمېر گمراه شويو اسلامي مفکرينو حتى په پاکستان کې هم داډول باور درلود.
د ٢٠٠١ کال د اکټوبر په ٧ نېټه د امريکا متحدو اېالتونو پر افغانستان د بمونو باران جوړ کړ . ورسره جوخت د شمالي ټلوالې ځواکونو د ځمکې له لارې برېدونو ته زور ورکړ. له يوه منسجم لنډ مقاومت وروسته د طالبانو قومندانان کليو او غرونو ته فراري شول . چې په چريکي جڼونو کې ځاڼړي مهارت لري . د ٢٠٠١ کال د دسامبر په لومړى او نى کې د ماتې په څکلو سره پر يوه هونډا موټر ساېکل وتښتېد او پټ شو. يوځل کله چې د جاپان لومړى وزير ( کيوزومي) دملاعمر د پټې دځاى په اړه له ما وپوښتل؟ ما ورته وويل ملاعمر په يوه هونډا موټر ساېکل تښتېدلى او په ټوکه کې مې ورته ووېل چې دابه د هونډا لپاره ښه تبلېغ وي چې ملاعمر په هوندا سپور وښيى چې تښتي او څو ک يې نشي گيرولاى . او لوېه ژېره او لوى کميس يې د چلېدونکي باد له کبله څلورو خواو ته خپره شوې ده .
له همدې وروسته دملاعمر درک نشته. زه باور لرم چې په خپله اصلي سېمه کندهار کې به وي . په دوه دلېله په دومره ډاډ سره داخبره کوم.
اول : د ١٩٩٤ کال راهيسې چې کله ملا عمر ډېر مشهور شو هيڅکله يې پاکستان ته سفر ونه کړ . نو اوس به څرڼه زموږ په هېواد کې دارامۍ احساس وکړي ؟
دوم: نن سبا د طالبانو اصلي اډه دافغانستان په سويل کې ده. ډېرې کلېوالې سېمې او ډېر ښارونه لاهم د طالبانو تر نفوذ لاندې دي . د شپې ډېر حرکتونه د طالبانو تر کنټرول لاندي دي. ملاعمر او ملرو ته يې د ژوند ډاډه ځاى هماغه خپلې سېمې دي چې ښه پکې بلد دى . او دخلکو لخوا هم ورته هرکلى کيږي. د افغان دولت لوړپوړو مشرانو ويلي چې کېداى شي ملاعمر په کويټه کې وي . دا يو خندونکې اڼېرنه ده . او کېداى شي گمراه کونکي وي . که ملاعمر په کويټه کې واى لکه د طالبانو د نورو مشرانو په څير به وړاندې نيول شوى واى .
دا سمه ده چې دامرېکا په مشرى د ايتلاف او د شمالي ټلوالي دځواکونو لخواد جڼونو او فشارونو په زياتېدو سره به ډېر طالبان تښتېدلي وي . له پولې به را اوښتي د پاکستان په قبايلي او ښاري سېمو ته به يې لاره موندلي وي خو په دې منځ کې ملاعمر نه و. دې کار موږ ته لوېه ستونزه را ولاړه کړه . داچې ملاعمراوس هم ژوندى او ازاد دى او په هيڅ ډول طالبان نه دي ختم شوي . يو شمير کسان فکر کوي چې دامريکا په وړاندې د ملا عمر د درېدو له کبله خپلو ملاتړو ته روحيه ورکړې . که له يوه افغانه وپوښتل شي چې کورنى ، خپلوان دې ېو خوا او ستا شخصي عزت او احترام بل خوا يو ترې غوره کړه نو ډاډه ېم چې دغه افغان به دويم ترې غوره کړي .
..............................................................................
يو بل وتلى او مشهور فراري اسامه بن لادن دى ، سره له دې چې نړيوال دعمر په پرتله د اسامه په اړه زېات معلومات لري . خو په دې ارزي چي دهغه د تيرو کړنو په اړه يو څه وليکم . د شوروي لخوا دافغانستان تر نيولو وروسته د امريکا او ملرو په مټ يې د نړى له گوټ گوټ نه ډلې ډلې مسلمانان پاکستان ته راغلل چې د شوروي اتحاد په وړاندې په جهاد کې له مجاهدينو سره يوځاى شي .
په ١٩٨٢ کال کې يوه فلسطېني اوسېدونکي ،ډاکټر عبدالله عزام له خپلې يوې ډلې روحانيونو سره په پيښور کې د ( مکتب الخدمت) په نوم يو سازمان جوړ کړ . اسامه د عزام مرستېال و. دغه سازمان مجاهدينو ته لوژستېکي او مالي مرستي برابرولې. ددغو مرستو غټه برخه د اسامه بن لادن لخوا ورکول کېده . چې د ېوې بډاېې کورنى دى . خو ددوى دغه گام د يو شمېر عربانو شخصي ابتکار نه بلکې کوم ملاتړ يې درلود . د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ( سي اى اې ) او د پاکستان استخباراتي ادارې ( اى اس اى ) گام په گام له هغوى سره مرسته کوله . خو د ١٩٨٠ لسيزې په مابين کې د اسامه او عزام تر منځ اړېکې خرابې شوې . اسامه نور نه غوښتل يوازې ددغې موخې تموېلونکى وي بلکې غواړي چې جړې ته ور وداڼي او يو عملي مجاهد شي. ددې پر ځاى چې د يوې افغان جهادي ډلې سره يو ځاى شي . اسامه د څو سوه عربي جڼياليو يو ځواک جوړ کړ. دافغانستان د جهاديانو په منځ کې د غه ډله د ( عرب غنډ) په نوم مشهوره شوه . اسامه پوه شو چې افغانان واقعي جڼيالي دي . داسې جڼيالي چې دماتې په احساس جړه خوشي کوي، خو بله ورځ بېرته سر له يوه بل سڼره را پورته کوي . د اسامه عرب جڼيالي په قوي تعصب او اڼيزې سمبال و . هغوى له لېرې ځايونو راغلي و چې د خداى په لاره کې وجڼيږي ، او دشهادت ارمانجن و.
له بلې خوادافغانانو ډېره تلوسه داوه چې خپلو کلېو او کورونو ته ستانه شي او عادي ژوند ولري ، درمندونه واخلي ، ودونه وکړي او نور مراسم په گډه تر سره کړي . خو په دې سربېره گمان کوم اسامه بن لادن کوښښ کړى چې دمجاهدېنو له مشرانو جلا د ځان لپاره شخصي هويت تر لاسه کړي .
په ١٩٨٦ کې اسامه دافغانستان په ختيځ د پاکستان د پولې په ١٦ کيلومترى کې د ځاځيو په سېمه کې د شورويانو د يوې قطعې خواته شخصي اډه جوړه کړه . هغه په ېوې ځاڼړې نندارې کې په دغې اډې د ( زمري دغار) نوم کېښود . داسې گمان کوم دغه نوم به يې له خپل نومه اخېستى وي. ځکه اسامه هم د زمري معنا ورکوي .
د ١٩٨٧ په پسرلي کې ېې په ځاځيو کې له شوروي ځواکونو سره سخته مخامخ پلې جړه وکړه . د ځاځيو جړې په نړېوالو خبري رسنيو کې پراخ انعکاس وکړ ، او ډير و په مبالغه اميزډول هغه جړه ښه په ډاگه کړه . دا داسامه لپاره د اور د مزې لومړى څکه وه . او باېد ېې هم ترې خوند اخيستى وي . مصري سرتيري ابو عبېده او ابو حفص په دغه مبارزه کې د اسامه په خواکې ښه وجڼيدل .ډېر وخت نه و تير چې بن لادن له يوه مصري ډاکټر سره ملرى شو . ددغه ډاکټر نوم ( اېمن الظواهري ) و،چې پيښور ته نژدي يې د مجاهدينو د ټپيانو درملنه کوله .
د لومړي ځل لپاره د ١٩٨٨ په اپريل کې د عبدالله عزام لخوا دجهاد په نوم په ېوې مجلې کې د القاعده ( بنسټ) نوم وکارول شو. د عزام نظريه داوه چې داسې سازمان جوړ کړي چې دمسلمانانو لپاره ټولنېز خدمتونه وکړي او د يوه بنسټ په توگه د مسلمانانو د بېدارولو لپاره کار وکړي . هېڅکله دهغه موخه په پوځي ډول د القاعدې جوړول نه و . په واقېعت کې دعزام لخوا د ( القاعده الصلباح) يا د ( تل پاتې بنسټ ) په نوم کارېدلى و. د ابوالعزام نړى لېد ېا نظريه داوه چې نېواکگر دې له اسلامي خاورو وويستل شي . خو اسامه غواړي د اسلامي هيوادونو حکومتونه چې دده په اند ( مرتد) شوي را وپرزوي . چې داکا ر کېداى شي د مسلمانانو ترمنځ د تاوترېخوالي لامل شي . خو عزام له هغه سره هيڅ کار نه درلود. همدغې مسالې ددوى ترمنځ واټن رامنځ ته کړ . اسامه د عزام وړاندېز شوى نوم خپل کړ .خو دالصلباح له کلېمې پرته يې القاعده جوړه کړه .يو کال وروسته د ١٩٨٩ د نوامبر په ٢٤ عزام ووژل شو او داسې گمان کېږي چې بن لادن به په دغه وژنه کې لاس ولري .
دالقاعدې له جوړېدو ٩ کاله وروسته د ١٩٩٨ په فبرورى کې اسامه د( اسلامي نړى دجبهې) په نوم يوه بله ډله جوړه کړه . چې موخه يې د اسراييلو لخوا دفلسطېن د نيواک پر وړاندې مبارزه وه . له بل پلوه القاعده څو مليتي تندلارې ډله ده ،چې غړي يې د بېلابېلو هېوادونو او په خاصه توگه د مصر دي . دا يو نړيواله ډله ده . او دغه يې موخې دي :

١�د موجوده اسلامي ډلو بنسټونه باېد ټيڼ کړو او ددغو ډلو د له منځه تلو په وخت کې باېد نوي تشکيلات رامنځ ته کړو .
٢�دځواکونو گمارل .
٣�د مسلمانانو له ځمکو څخه د امرېکاېي ځواکونو ويستل .
٤�په منځني ختيځ کې دامريکا اواسراېېلو د ټلارو سره مبارزه .
٥�په ټوله نړى کې د مسلمانانو د ازادى غوښتونکو مبارزو ډلو څخه ملاتړ.
٦�د مسلمانانو د ټولومنابعو څخه د يوې واحدې موخې ( جهاد) تر لاسه کول .

د القاعدې شبکه د يوې شورا څخه جوړه ده چې ٤ کمېټې لري .
١-نظامي .
٢- مطبوعاتي .
٣- مالي او
٤- مذهبي کميټې.
چې عملياتي ډلې يې د امريکا او کاناډا په گډون د نړى تر ٤٠ زياتو هېوادونو کې فعالېت کوي .
ددغې ډلې عملياتي لومړيتوبونه په افغانستان ، عراق، سعودي ، پاکستان ، ترکېې ، جنوب ختيځي اسيا، شمالي افرېقا ، اروپا ، دامريکا متحده ايالات ، په برتانيي او کاناډا کې متمر کز شوي دي . ددغه سازمان عمليات د مرکز څخه په لېرې ډول تر سره کيږي . قوي تحصيل کړى بشري ځواک لري او ارامه ساتل شوې شبکه ده . چې د فرصت په ترلاسه کولو سره دعمل ډگر ته ور داڼي.
نن سبا چې القاعدې په پاکستان کې سختې ضربې وخوړې ويل کيږي چې نوې اډه او خپله روزنېزه سېمه يې د افرېقا په منځني ساحلي سېمو کې له ختيځ نه د لوېدېځ په لور جوړ کړې.
د القاعدې د مهمو مشرانو په وژلو او نيول کيدو سره او س ددغې ډلې نوى شکل پيدا کړى دى . د لوړ پوړو مشرانو پرته ددغه سازمان په جوړښت کې د بدلون راوستل ددوى يو معمول کار گرځېدلى .
موږ د اسامه د نيولو لپاره ټولې هڅې کړي خو هغه زموږ له لاسه وتلى. القاعده اوس دبريښنائي وسايلو پر ځاى له پيغام رسونکو څخه گټه اخلي . روښانه ده چې دا کار دافغانستان او پاکستان د پولې دغرنيو سېمو څخه د پيغامونو لېږل او ترلاسه کول ډېر پڅ دى او حتى دېرش ورځې وخت نېسي ، موږ توانېدلي يو د القاعدې يو شمېر پيغام رسونکي ونيسو . د القاعدې د مشرانو او دهغو دنژدې ملرو د پټې ځاى تل پټ دى . چې له بل هر چا ډېر يې پاکستان اندېښمن کړى . زموږ هڅه داده چې ژر ترژره دغه پټ ځاى پيدا کړو.
رمزي بن الشيبه چې وېل کيږي د سپټامبر د ١١ د ناورين د شلم نمبر الوتکې تښتونکى وچې بر يالى نشو او له تورې بوړې هم ژوندى وتښتېد . په کراچى کې زموږ پر ځواکونو د ډزو په ترڅ کې د برما د ٢ اوسېدونکو ( امين او ابوالبدر) سره يو ځاى ونيول شو. د پلټنو پر مهال امين ومنله چې د ٢٠٠٢ کال په جون کې يې د اسامه سره په يوه نامعلوم ځاى کې خبرې اترې کړي .
د القاعده دريم نمبر غړى خالد شيخ محمد مو په پيښور کې ونېو . دى د سپټامبر د ١١ وروسته له اسامه سره له لېدلو او خبرو اترو منکر دى . خو وايي چې اسامه روغ او ژوندى دى . او له ېوه اوبل سره يې اړيکې درلودې.
هغه وويل وروستى لېک ورته د ېوه قاصد په لا س ور رسېدلى . هغه همدارڼه وويل د اناگونډا د عملياتو وړاندې اسامه بن لادن د جلال الدېن حقاني ، دمحمدرحېم او امېن الحق په نوم د ٢ افغانانو او داحمد الکوېټي په نوم ديوه بلوچ اېراني په مټ د تورې بوړې له غره نه وزيرستان ته ورسول . د ٢٠٠٣ کال په مارچ کې خالد شيخ محمد فکر کاوچې اسامه به دافغانستان د کنړ په ولايت کې وي .
ابوالفرج الېبي ) چې د خالد شيخ ځاى ناستى شو، له هغه وروسته چې زموږ ځواکونو ونيو د ٢٠٠٥ کال په مئ کې يې وويل ، د يوه قاصد له لارې له اسامه سره په تماس کې و، او داسامه وروستى ليک ورته د دسامبر په وروستيو کې ور رسېدلى . موږ ددغو پيغام وړونکو د پيدا کولو په لټه کې يو .
کله چې د وزېر ستان غرونو ته ولاړواو په پاکستان کې مو دالقاعدې د شبکې اړېکې وځپلې، پو شو چې دالقاعدې د پيغام رسونې ټېم ډېر منظم برابر شوى. ددغه سيستم په ٤ پوړېو کې په مختلفو اداري ، عملياتي او مطبوعاتي برخو کې مهم شيخان تر تيب شوي دي .
لومړي ٣ دوه اړخيزې اړېکې لري ، خو څلورم يې له مهم قومندان سره د ټيټو کسانو يوازېنى اړيکه ده .
د پيغام رسولواداره يې ، اداري فعالېتونه د کورنيو لېږل او خو ځول او همدارڼه د تمويلونکو سره د کورنيو د اړېکو ټيڼول او د انتقالولو چارې پر مخ بېاېي . چې يو شمېر افغانان او پاکستاني قاصد انو د القاعدې دغه برخه فعاله ساتلې . د عملياتي پيغام وړونکو شبکه �د عملياتي فرمانونود ليږد راليږد سره کار لري . په دغه برخه کې د پيغام رسونکو په گمارلو کې له ډېر دقت نه کار اخيستل شوي . دالړى د ښه امنيت په ټيڼولو هغه هم د يوه رمز يا شيفر په وسېله تر سره کيږي . نو په دې اساس ددغو پيغام رسونکو پيژندل په فوق العاده هوښيارو او دځېرکو کسانو په موجودېت پورې اړه لري .
دمطبوعاتي پيغامونو رسونکي د تبليغاتو او دخلکو د پارونې په برخه کې فعال دي . دغه پيغامونه د سي ډي ، بروشور، ، فيلم او په نورو وساېلو برابرېږي او تر ډېره د الجزېرې عربي ژبي ټلويزيون ته ورکول کيږي .
د پيغام رسونکو څلورمه ډله يوازې د القاعدې د مهمو مشرانو په واک کې دي چې هڅه کوي په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې پيغامونه په ليکلي بڼه انتقال کړي ، لکه خالد شيخ محمد او ليبي ته ليږل شوي ليکونه ددې نمونه ده .
معمو لا د شبکې مشران ډېر باوري ، هوښيار او سخت سري کسان دعملېا تي برخې د مشرانو د پيغامونو د ساتنې او لېږنې لپاره غوره کوي . خو په قاطېعت سره ويلاى شم چې د قباېلي سېمو ټول قومونه له هغه سره د همدردى او زړه خوږي نه لري . که وغواړم فکر وکړم اسامه به دافغانستان او پاکستان د پولې اخوا او ديخوا په حرکت کې وي . داچې ډېر سعوديان په کنړ کې دي داښېي چې په قوي احتمال . سره به اسامه هم په همدغو سيمو کې وي . خو په ډاډ سره نشم ويلاى . ما تل په ټوکې سره وېلي هېله منديم چې اسامه د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو په مټ ونيول شي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery