مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٢٢ څپرکى



جګړه پاکستان ته راوغزیده:

د امریکا متحده ایالات یوازې دسپټمبر د۱۱ قربانیان نه وو. دغو بریدونو پاکستان ته هم هغومره وحشت او زیان ورساو. خو په بل ډول. پاکستان پدغه ورځ له څو خواو له تهدید او ګواښ سره مخامخ شو. هیڅ بل هیواد به له دومره تهدید سره مخامخ شوی نه وي، خوسره له هغه مونږ د امریکا په خوا کې ودریدو او دترهګرۍ په وړاندې جګړه کې به دټولې نړۍ په خوا کې ودریږو .خو پدی وخت کې دهیواد له بهر او دننه څخه له ګواښونو سره مخامخ وو. افغانستان زمونږ ګاونډی دی. موږ له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لرو. همدارنګه مذهبي، نژادي، قومي او کورنۍ اړیکې هم لرو..
زمونږ ډیر قومونه اصلا له افغانستان نه راغلي او دپولي په دواړو غاړو کې دخلکو ترمنځ ګڼ ودونه شویدي.
زیات افغان کډوال دي چې په ۱۹۷۹ کې دشوروي تر یرغل وروسته پاکستان ته راغلل او دغه هیواد ته دخپل کور په توګه فکرکوي .د۲۵ کلونو په تیریدو سره لا هم څلور ملیونه افغان کډوال په پاکستان کې دي، چې دنړۍ دکډوالو غټه برخه ده.
پاکستان باید دشوروي تر وتلو او دامریکا لخوا دهیرولو، اقتصادي او اجتماعي قیمت په غاړه اخیستی وړ..
په همدې حال کې زمونږ په هیواد کې دفکرونو یوه بله جبهه وه. پداسې حال کې چې د ډیرو پاکستانیانو سره دسپټمبر د۱۱ دامریکا دغبرګون په وړاندې قوي احساسات هم زیات شوي وو. دغه احساسات دمذهبي ډ‌لو لخوا هڅول شوی وو.
او له افغانستان څخه دشوروي اتحاد تروتلو وروسته چې کله امریکا پاکستان یوازې پریښود له هغه مهاله یو څه امریکا ضد احساسات وو.
۲۱کاله وړاندې زمونږ لپاره عادي وه چې دشوروي په وړاندی دافغانستان له جهاد سره یوځای شو ځکه مو غوښتل شوروي اتحاد خپل موقعیت ټینګ کړی چې زموږ دګرمو اوبو په فکر کې دي او په ۲۰۰۱ کال کې همدارنګه زموږ لپاره طبیعي وه چې دترهګرۍ په وړاندې جنګ کې به له نړیوالو سره شو. ځکه چې پاکستان له کلونو راهیسي دبهرنۍ ترهګرۍ او فرقه یي اخ ډب قرباني شوی وه. په دواړو وختونو کې مو چې څه ترسره کړ دملي ګټو له مخې وو.
لکه څرنګه مو چې دشوروي اتحاد اصطلاح ونه منله، دافراطیانو دهیڅ ډول شرایطو تحمل مو نه درلود چې غوښتل یې زموږ ټولنه داسلام څخه دناوړه تعبير په مټ ګمراه کړي او کورنۍ ترهګرۍ خپره کړي.
دټولې نړۍ ترهګرو زما په سر قیمت وټاکه او بهرنی ترور یې زموږ په هیواد کې خپور کړ. په ۲۰۰۲ کال کې ترهګرو په اسلام اباد کې دکلیسا په کارکونکو،په موري کې دمسیحیانو ترسرپرستۍ لاندې دیوه ښوونځي پرزده کونکو او په ټیکسلا کې دمسیحیاتو دروغتون په ناروغانو باندې برید وکړ. دفرانسې سمندري انجنیران او په کراچۍ کې دامریکا په قونسلګرۍ باندې هم بمي بریدونه وشول او امریکايي خبریال ډانیل بیرر لومړی وتښتول شو او بیا ووژل شو.
د کتاب پدغه او راتلونکو فصلونو کې به دترهګرۍ په وړاندې خپلې یو شمیر مهمې بریاوې تعریف کړم. حقیقت دادې چې دبل هر هیواد په پرتله دالقاعدی دغړو په نیولو او ددغې شبکې دبنسټونو په ورانولوکې ډیر فعال وو. ډیرې دغه کیسې په تیر وخت کې ندي بيان شوي.
د۲۰۰۲ کال دجنورۍ په ۲۳ او ۲۴ نیټه خبري رسنیو د امریکايي خبریال ډانیل دتښتول کیدو په اړه بریښنالیکونه ترلاسه کړل. پیرر چې دامریکا او اسراېیلو تابعیت يي درلود(د وال سټریټ ژورنال) دجنوبي اسیا دبرخې مشروو.
تښتونکو دهغه دخوشې کولو په وړاندې له ګوانتنامو نه دپاکستاني بندیانو راخوشې کول، له پاکستان ژر دامریکایانو وتل، دایف ۱۶ الوتکو ورکول، چې پیسې یې وړاندې پاکستان ورکړې وې او الوتکې هیڅکله ورنکړل شوې او په پاکستان کې دطالبانو دسفیر ملا عبدالسلام ضعیف خوشی کول غوښتل.
پدغه بریښنالیک کې همدارنګه یاده شوې وه موږ امریکایانو ته دا ډاډ ورکوو چې هیڅکله به دپاکستان په اسلامي خاوره کې په امن کې نه وي، او که زمونږ غوښتنې ونه منل شي دا پیښې به په وار وار تکرار شي.
هغه څه مې چې پدغه پیغام کې ولیدل قهر یې راوپاراوو او دا چې جنایتکارانو داسلام له مقدس دین نه دخپلو جرایمو دپټولو دلفافې په توګه ګټه اخیستله، بد مې ترینه راغلل. اسلام دانسان دعقیدې نه پرته دبشر په حقونو ډیر تاکید کړی.
وژنه او ځان وژنه یې ستره ګناه او هغه یې محکومه کړې .سمدلاسه مې ټولو اژانسونو ته امر وکړ چې دپیرر تښتونکي پیدا کړي او دژغورنې عملیات دي پیل کړي. دایمیل داستولو ريښه فهدنسيم ، سلیمان ثاقب او محمد عادل ته ورسیدی، پوه شو چې دغه بریښنالیک نه یوازې خبري رسنیو ته بلکې دپاکستان او امریکا ولسونو ته هم لیږل شوی وو .همدارنګه دغه ایمیلیونه دیوه بل کس چې عمر سعید شیخ نومیده نورو کسانو ته هم لیږل شوی و..
وال سټریټ ژورنال موږ ته خبر راکړ چې پيرر د۲۰۰۱ کال دډسمبر په ۲۹ نیټه دخپلې میرمنې ماریان سره پاکستان ته راغلل ،چې دپیر مبارک علیشاه جیلاني سره دهغه رپورټ په اړه مرکه وکړي چې دبریتانوي ریچارد ډایډ بم چونکي په اړه وپوښتي .سره له دی چې دژورنال خپرونه نه پوهیده چې پيرر دتښتولو پرورځ څه کوي او یا یې له چا سره مرکې کړی وي .داسې ښکاري چې پیرر هغه رپورټ تعقیباوو چې په ترڅ کې یې دخبریالانو په وینا دخبریالۍ اساسي اصل چې امنیت دی تر پښو لاندې کړې وو او درپورټ دبرابرولو لپاره یې هیچا ته نه وو ویلي چې چیرته ځي..
دپاکستان پولیسو جیلاني ونیو او پلټنې یې تری پیل کړی چې ویې ویل عمر شیخ له دغه امریکایي خبریال سره دلیدلو ډیر لیواله وو. دعمر شیخ دنوم په یادولو ډیره روښانه شوه چې هغه پدغه تښتونه کې لاس لري.
موږ دایمیلیونو له ترلاسه کولو سره سم دعمر شیخ دنیولو په لټه کې وو. لومړی دهغه درک نه و خو پولیسو دهغه یو شمیر ملګري او خپلوان پیدا او ونیول. هغه مهال دعمر شیخ دتیلیفون شمیره پيدا شوه چې دعدیل شیخ په نوم یو کس ونیول شو. عدیل ومنله چې دپیرل په تښتولو کې یې لاس درلود او فراري عمر شیخ هم پکې شریک دی.
رسنیو ته دنورو ملګرو لخوا دایمیلیونو دلیږلو په تعقیبولو پولیس وتوانیدل چې دهغه مهم شریکان، دوستان او دکورنۍ غړي له هغې ډلې نه دهغه ۱۸ میاشتنی ځوی هم ونیول شو.
په پایله کې د۲۰۰۲ دفبرورۍ په ۵ نیټه عمر شیخ دپنجاب دکورنیو چارو دوزارت مخې ته راغی او ځان یې تسلیم کړ.
دپلټنو په مهال یې په ډاګه کړه چې کله ېې دکورنۍ غړي ونیول شول نو دی ناهیلی شو. شیخ خپل یوه ملګري ته په کراچۍ کې زنګ وواهه او ورته یې وویل چې پیرل خوشې کړي .وروسته هغه ته وویل شو چې ډانیل پیرل وژل شوی دی .عمر شیخ دالقاعدې یو مهم غړي امجد فاروقي ته زنګ وواهه چې معلومه کړی ایا رښتیا پیرل وژل شوی او که نه؟
فاروقي تایید کړه چې هو پیرل وژل شوی او هغه هم دیو عرب په لاس. او ځل وو چې دا مجد فاروقي نوم مې واورید. بیا په دغه ډول وحشتناکو حالاتو کې مې څوځلې دهغه نوم واورید. هغه زما دوژلو دتوطېې طراح هم و.
د۲۰۰۲ کال دفبرورۍ په ۱۲ داحمد عمر شیخ تسلیمي رسما اعلام شوه .دهغه له نیول کیدو وروسته معلومه شوه چې پیرل وژل شوی. دپیرل دسر پری کولو ویرونکی فیلم په پټ ډول دانټرنیټ دشبکې پرمخ راغې. سره لدی چې شیخ په جزیاتو سره ومنله چې دپیرل دتښتولو طراح او ترسره کونکی دی خو په یوه خوله یې ټینګار کاوه چې دهغه وژل دده له امر خلاف ترسره شوی. دده اعترافات ډیر شیطاني او ناهیلي کونکی وو.
عمر شیخ له پاکستاني موره او پلاره په ۱۹۷۳ کال ددسمبر په ۲۳ نیټه په لندن کې زیږیدلی وو لومړنۍ زده کړه یې په بریتانیې کې کړي وې خو څلور کاله تحصیل یې دلاهور دایتچسن په معتبر کالج ته ولاړ دلندن داقتصادله پوهنځۍ LSE کالج کې وکړې .هغه وروسته دلندن داقتصاد پوهنځي ته تر فراغت وړاندې محروم شو. ویل کیږي کله چې عمر دلندن داقتصاد په پوهنځۍ کې تحصیل کاوه دبریتانېې په استخباراتي ادارې ورته MI_6 کې مامور شو ویل کیږي چې MI_6 د برتانيي په ورته دنده سپارلې وه چې په بوسنیا کې دسربیانو په وړاندې په لاریونونو کې فعاله ونډه واخلي او حتی هغه یې کوسوو ته ولیږه چې جهاد وکړي. یو وخت احتمالا شیخ عمر دوه طرفه جاسوس شوی وو له بوسنیا څخه وروسته پاکستان ته راغی او له مولانا عبدالجبار سره یې ولیدل چې هغه یې دافغانستان خوست ته ولیږه چې ددیني زده کړو ترڅنګ چریکي جګړه هم زده کړي..
له یوه کال روزنې وروسته په ۱۹۹۶ کال کې په برتانوي پاسپورت عمر شیخ هند ته ولاړ چې دمولانا مسعود اظهر دخوشې کیدو لپاره هڅې وکړي. چې دمولانا عبدالجبار مرستیال وو. اظهر دهند په کشمیر کې دجګړې دتحریکولو په تور د ۱۹۹۶ په فبروري کې ونیول شو او د۷ کلونو لپاره زندان ته ولیږل شو. هغه لاره چې عمر شیخ او ملګرو یې دمسعود اظهر دخوشې کولو او دهند پر حکومت دفشار دراوړلو لپاره غوره کړې وه داوه چې هغوی دبریتانویانو ایز پارترپج، پاول بینجامین، ریډاوټ، کرستوفر مایلز کروستین او یو امریکایي بیدا جوزف ناس د ۱۹۹۶ دسپټمبرپه ۲۹ په نوي ډهلي کې وتښتول .وروسته هغوی خوشی شول او په همدې کال کې عمر شیخ دهند امنیتي ځواکونو داوتراپردیش په ایالت کې ونیو، خو په ۱۹۹۹ کال کې دهغې الوتکې دتبادلې په ترڅ کې چې له هنده قندهار ته وتښتول شوه، عمر او اظهر دواړه پرې را خوشې شول..
له خوشې کیدو وروسته عمر شیخ په لاهور کې پاتې شو .خو ۴ ځله افغانستان ته ولاړ چې دحرکت جهادي اسلامي په نوم دیوه وړوکي ډلې جنګیالیو ته په افغانستان کې روزنه ورکړې .عمر شیخ ادعا کوي چې ددغو لیدنو په ترڅ کې توانیدلی چې له اسامه او ملا عمر سره وګوري. سره له دی چې هغه دالقاعدې دایمي غړی نه وو خو دپیسو دراټولولو او سړی تښتولو له لارې یې له دغې شبکې سره مرسته کړی ده..
د۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې دافغانستان حرکت جهادي اسلامي دډلې یو غړي محمد هاشم چې دعمر شیخ ملګری وو خبر ورکړ چې د ډانیل پیرل په نوم یو امریکایي خبریال په اسلام اباد او راولپنډۍ کې دافراطیانو دفتر ته ورغلی او د پیر مبارک علیشاه جیلاني سره دمرکې قصد لري. په پیل کې عمر شیخ شک وکړ چې کیدای شي پیرل دغرب داستخباراتو غړی وي چې دافراطیانو په وړاندې به دنده ورسپارل شوي وي .سره له هغې یې هم له هاشم نه وغوښتل چې دده او پیرل ترمنځ غونډه برابره کړي.
دجنورۍ په ۱۰ او ۱۱ هاشم دا ناسته برابره کړه .عمر شیخ پرځان مستعار نوم کیښود او ځان یې دپیر مبارک شاه له پلویانو څخه معرفي کړ. پیرل له جیلاني سره په کتلو ټینګار درلود او عمر شیخ ژمنه وکړه چې دالیدنه برابروي .دواړو دخپلو ټیلیفون شمیرې او ایمیل ادرسونه یوه او بل ته ورکړل..
ددغې ناستې پر مهال دشیخ په مغزو کې یوې لاری کړس ویل. شیخ تصمیم ونیو چې ددغه په تښتولو سره دامریکا دولت تر فشار لاندی راولي چې دګوانتنامو دزندانیانو په اړه خپل سياستونه بدل کړي او همدارنګه یو شمیربندیان خوشې کړي . لومړی یې فکر وکړ دغه تښتونه په پينډی کې وکړي خو دپټي ځای یې ونه موند . بیا یې خپل پخواني ملګري امجد فاروقي ته زنګ وواهه. فاروقي پدې برخه کې له مرستو کولو خوشحاله شو. خو ټینګار یې وکړ چې کراچۍ دی کار ته مناسب ځای دی .عمر شیخ پیرل پدې بهانه چې جیلاني په کراچۍ کې دی او غواړي د۲۰۰۲ دجنورۍ په ۲۳ ورسره وګوري فریب ورکړ او دام یې ورته وغوړاوه.
لږ وروسته عمر شیخ کراچۍ ته الوتنه وکړه .کراچۍ ته په رسیدو دامجد فاروقي په لارښوونه دزده کونکو دمرغ بریاني رسټورانټ ته ولاړل هلته دحسین نومي کس سره اشنا شول. عمر شیخ له ۲ همکارانو سره شریک و .عاصم ،غفور او سلیمان ثاقب دغو دریو کسانو له حسین سره وکتل. هغوی یې داغا خان روغتون ته بوتلل او هلته یې بل کس ولید چې احمد بای معرفي شوی و. احمد بای هغه څوک و چې امجد فاروقي ددغه اختطاف دترسره کولو لپاره ټاکلی و..
ددغې لیدنې پرمهال عمر شیخ پوه شو چې احمد بای ددغه کار لپاره کافي تجربه لري .هغه همدارنګه وغوښتل چې دډانیل دساتلو ځای وروښیي. احمد بای یې ازمايي ،خو احمد بای دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل دا ځای نه شي ښوولای. ځکه چې ټول عملیات لدغه ځایه کیږي. خو احمد بای دعمر شیخ دغوښتنې په ځواب کې موافقه وکړه چې یو دانګلیسي ژبې ژباړونکې دی پیدا کړي چې دډانیل سره ملګری شي.
په همغه مازدیګر له خپل ملګري عدیل شیخ سره دمک ډونالډ سيمې ته ولاړ .عدیل شیخ هغه څوک وو چې وروسته یې دعمر شیخ دټیلیفون شمیره مونږ ته .راکړه. دسړي تښتونې ددغې پیښې په اړه عمر ،عدیل ته معلومات ورکړل، عدیل هم په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړې وه .حیران شو او پدغه توطیه کې دورګډیدو تیاری ېې وښود.
داحمد بای سره دعمر شیخ وروستۍ لیدنه د۲۰۰۲ کال دجنورۍ په ۲۲ نیټه وشوه. عدیل هم پدغه لیدنه کې حاضر وو. دامتیاز په نوم داحمد بای یو ملګری هم حاضر و .موافقه وشوه چې احمد بای دپیرل دنیونې پروخت دهغه عکسونه په یوه معین جومات کې عمر شیخ ته وسپاري ،چې داختطاف دغه چاره تاېید شي .عمر شیخ یو پولاروریډ کمره واخیسته اودګټې اخیستو ډول یې احمد او حسین ته وښود. وروسته عمر شیخ ۱۷ زره کلدارې احمد بای ته ورکړی . هغه او حسین ته یې دوه پیغامونه ورکړل. يو په انګلیسي او بل په اردو ژبو ټایپ شوی وو اوهغوی ته یې لارښونه وکړه چې دغه عکسونه او پیغامونه دپیرل تر نیولو وروسته خبري رسنیو ته ایمیل کړی..
اوس یوازی پاتې کار کراچۍ ته دپیرل سالمه رارسونه وه. عمر شیخ ډانیل ته ایمیل وکړ او ورته ویې ویل چې دافتخار په نوم یو کس به یې پذیرايي ته په هوای ډګر کې ولاړ وي ،چې هغه پیر مبارک شاه جیلاني ته ورولي .دغه کس دافتخار په نوم هوای ډګر ته ورغی. دا کس داحمد بای ملګری و. د۲۰۰۲ دجنورۍ په ۲۳ ډانیل کراچۍ ته راغی او په همغه ورځ دمیتروپول هوټل ته نیژدی دامتیاز، حسین، عدیل او احمد بای په مټ وتښتول شو..
په همدی ورځ عمر شیخ لاهور ته ولاړ. مازدیګر حسین له عمر شیخ سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې ماموریت مو ترسره کړ ؟له هغه وروسته عمر شیخ تل دسلیمان ثاقب، عدیل، حسین او احمد بای سره تیلفیوني اړیکې درلودی .چې دغه پروګرام وڅاري او هغوی ته لارښونه وکړي.
زه په پیل کې نه پوهیدم چې ولې عمرشیخ ځان تسلیم کړ او ولې ونه تښتیده. خو دټولو جزییاتو له راوړلو وروسته پوه شوم چې عمر شیخ ویریدلی وو او اوضاع یې له کنټروله وتلې وه اوهیله یې نه وه چې رسنۍ به داسې سخت غبرګون وښیي .هیله یې نه درلوده چې پولیس به په دومره اغیزمنتوب سره دهغه ددوستانو، دکورنۍ دغړو اوشریکانو درک ولګوي..
نه پوهیده چې تښتونکي ډیر ماهره ندي .فکر یې وکړ چې په تسلیمیدو به ورسره رحیم چلند وشي د۲۰۰۲ کال دفبرورۍ په ۲۱ دډانیل دوژنې ویرونکی فیلم خپور شو. دوژونکو ځانونه نه ښودل کیدل دیوه وخت لپاره مو دډانیل جسد پیدا نه شو کړای. وروسته د۲۰۰۲ په می کې مو دفضل کریم په نوم یو کس چې دلشکر جنګوی یا سیاه صحابه دجنګي ډلې یو غړی و ونیو. هغه مو دبل څه لپاره نیولی وو خو دپلټنو پروخت مو پیدا کړه چې هغه هم دپیرل دسر پریکولو په کار کې لاس درلود. فضل کریم وویل دپیرل دخښولو ځای هم ورته معلوم دی. وپوښتل شو چې څرنګه پوهیږي؟ کریم بې له پیښمانۍ وویل چې هغه هم دپیرل دسرپریکولو پروخت دهغه یعنی ډانیل یوه پښه نیولې وه .خو دسرپریکونکي نوم یې ونه وایه یوازی دومره یې وویل چې شکل یې عربي ډول وه..
فضل کریم دکراچۍ په یوه څنډه کې یوه کورته موږ بوتلو. هغلته چې پیرل یې پکې ساتلی وو. وروسته یې دډانیل دخښیدنې سیمې ته وبوتلو. جسد مو له خاورو راوویست او مولیدل چې ډانیل یې لس ټوټې کړی و. ډاکټرانو دتوان تر کچې دهغه غړي سره وګنډل مایي عکسونه ولیدل. ویلو ته اړتیا نلري چې عکسونه څومره ځورونکي دي .په پای کې هغه کس ونیول شو چې احتمالا د‌ډانیل په وژلو او قصابۍ کې اصلي غړی و. هغه بل څوک نه، بلکې خالد شیخ محمد دالقاعدې دریم نمبر غړی وروسته چې کله خالد موږ ونیو هغه پدغه وژنه اعتراف وکړ..
د۲۰۰۲ کال په جولای کې دترهګرۍ ضد یوې محکمې عمر سعید شیخ په مرګ محکوم کړ. دغې دوسیې اوس داستیناف غوښتنه کړې. دډانیل مرګ دسپټمبر د۱۱ له پیښې وروسته په پاکستان کې دګڼو ترهګرو پیښو نه یوه ده .خو وحشتناکه پیښه وه. جنګي خبریالان دپوځ دسرتیرو سره یو ګډ شی لري کله چې دغه دنده قبلوي دټولو خطرونو سره یې مني.
په خواشنۍ سره چې دا یوازې پيرل نه وو چې په ۲۰۰۲ کال کې دپاکستان په خاوره کې ووژل شو بلکې ډیری پیښې وشوې. پداسې حال کې چې موږ ددغو نارامیو ټولې اړوندې خواوې ماتې کړي..داکتاب د بېنوا ټکی کام څخه په غلا کاپي سوی دی
د۲۰۰۲ کال دمارچ په ۱۷ دشپې یوه بجه چې هوا هم ډیره ګرمه وه داسلام اباد په ډیپلوماتیکه سيمه کې دپروټسټانو پریوه نړیوالې کلیسا برید وشو .پدغه کلیسا کې دعبادت مراسم ترسره کیدل. ۷که ۸ لاسي بمونه ورګوزار شو، چې درې ېې وچاودیدل چې نه٩ تنه پکې ووژل شو او ۴۲ نور ټپیان شول. چې دسریلانکا سفیر هم پکې وو. ترټولو غمجنه پیښه داسلام اباد په نړیوال ښوونځي کې دزده کوونکې امریکايي ۱۸ کلنه انجلۍ( کریشتن ورمسلي) وژل وو .سره لدی چې موږ دشکمنو یو ستره ډله ونیوله ،خو هیڅ پایله لاس ته رانغله. ځکه ترهګر پخپله هم ځان الوځولی وو، او هیڅ درک معلوم نه شو. ٥ میاشتې وروسته دمري دښار په یوه ښکلي کلي کې چې دسیند له سطحې ۲۰٠۰ متره لوړ دی او د اوړي درخصتیو لپاره ډیر مشهور ځای دی بیا یې یو مسیحي ښوونځی د ترهګر برید لاندی ونیوو. په مري کې ډیر ښه ښوونځی فعال دي چې یو شمیر یې دمسیحي مبلغانو دیوه پلاوي لخوا اداره کیږي او ډیر پاکستانیان هلته خپل ماشومان ورلیږي . د۲۰۰۲ کال داګسټ په ۵ نیټه درې نقاب پوشه کسان دښوونځي حویلۍ ته ورننوتل دښوونځي ساتونکی وواژه..
دډزو غږ دښوونځي کارکونکي وارخطا کړل او دنژدی خطر خبر یې ورکړ. ژر یې ټولې دروازې قلفې کړې. دساتونکو دوژلو او له لنډ جنجال او غالمغال وروسته ترهګر و ویریدل او ځنګلونو ته وتښتیدل .دغه ښوونځي ته دپولیسو دتالاشۍ یوه پوسته او دپوځ یوه قطعه هم پرته وه. دپوځ دسپیو دتغذیې مرکز هم دلته نژدی وو..
دپاکستان دپوځ سرتیرو دساتونکي جسد پیدا کړ او ویې لیدل چې بریدکونکي تښتیدلی. پلټونکو سپې له ځان سره کړل او په ترهګرو پسې ځنګله ته ولاړل . کلیوال هم دترهګرو دپیداکولو په برخه کې له پولیسو سره یوځای شول .یو کلیوال دپوځ یو متقاعد خورد ظابط وو .هغه درې تښتیدلي کسان لیدلی وو او دی ورپسې ورغلی وو .هغوی یې دجهلیم درود په سر دیوې ډبرې پرسر درولی وو او ګواښ یې کړی وو که تسلیم نشي هغوی به ووژني .بده شیبه وه . ناڅاپه دریواړو سیند ته ځانونه واچول. سیند ډیر څپ څپاند وو. یو جسد مونږ ته لاس ته راغی .خو نور ګټور معلومات پیدا نشول.
پرښوونځي له برید څلور ورځې وروسته ترهګرو بیا یرغل وکړ. دا ځل موخه په ټیکسلا کې دعیسویانو یو روغتون وو چې دبشري مرستو له کبله ډیر مشهور وو .دغه روغتون یوه کلیسا هم لري. د۲۰۰۲ کال داګسټ په ۹ نیټه چې کله خلک له کلیسا راوتل ۳ تنه په زور کلیسا ته وردننه شول. او دوه لاسي بمونه یې دعبادت کونکو په لور وغورځول . یو نارینه او ۴ ښځې ووژل شوې او ۲۰ تنه نور ټپیان شول یرغل کونکي وتښتیدل .پولیس سیمې ته ورسیدل. یوه ترهګر چې ځان یې په لاسي بم وژلی وو ددروازې په خوا کې وموندل شو. خو هیچا ونه لیدل چې دغه کس څه ډول ووژل شو. یوه کس داسې ویل چې دغه کس ډیر وخت لاسي بم په لاس کې نیولی وو..
خو دتیرو دوو نورو بریدونو په خلاف موږ ددغه برید په اړه معلومات ترلاسه کړل . دمړي همدارنګه دپیژندنې دکارت فوټوکاپي هم په جیب کې وو .کله چې پلټنې وشوې ددغه بم چونکي نوم کامران میروو..
دپولیسو او دپوځ یوه ډله دغو پلټنو ته وګمارل شول .هغوی دکامران میر مورته ورغلل او ښه معلومات لکه دده دشریکو ملګرو او ترهګرې ډلې چې کامران ورپوری تړلی وو ترلاسه کړل. همدارنګه یې څو نسخې او دټیلیفون شمیریې هم پیداکړی . دا هم معلومه شوه چې کامران میر، دعلي مستعار نوم کاراوه .یو ملګری یې محمد ایاز نومیده. چې دوقار په نوم یې فعالیت کاوه .هغوی دمبایل ټیلیفون له لاری وقار پیدا او ګیر یې کړو. داد بم ایښودونکو دمسالي په برخه کې لومړی مهمه نيونه وه.وقار ترهګروته دلاسي بمونو،د چاودېدونکو توکو او تفانګچو په وېشلو اعتراف وکړ. هغه همدارنګه دخپلې ډلې د٢٠ ملګرو او دپټې ځايونه ېې په ډاګه کړل..
ترټولو مهمه هغه دصیف الرحمن صیفي دنوم دښولو وو. چې ددریواړو بریدونو مبتکر وو صیفي هغه څوک وو چې وقار ته به یې لاسي بمونه چاودیدونکي توکي او تفنګچې برابرولې.
د۲۰۰۲ کال داګسټ په ۱۴ صیفي ونیول شو. هغه دپلټنو پروخت ادعا وکړه چې ددغو بریدونو موخه یې دامریکا لخوا پرافغانستان دبرید غچ اخیستل وو. او په افغانستان ،کشمیر اوفلسطین کې دمسلمانانو سره دکړو وړو غچ دی .خو په هغه څه چې احتمالا صیفي نه پری پوهیده داوو، چې دغه بریدونه وړاندې دبلې موخې لپاره دبل چا لخوا برابر شوی و. صیفی ترهګری دمولانا مسعود اظهر په روزنیز مرکز کې زده کړې وه .چې په افغانستان کې وو. د۲۰۰۲ کال په جنوري کې چې کله اظهر دیوې تښتول شوی الوتکې پر وړاندې هند خوشی کړ. موږ دغه درواغجن مولانا ونیو. اوس هغه ویریده چې بیرته یې موږ هند ته ونه سپاره. ددغې مسلی دخنثی کولو لپاره هغه دوو نورو مولاویانو دهغې ډلې نه عبدالجبار ته امر وکړ ،چې دقدرت دښولو په توګه دی په هیواد کې ترهګر بریدونه وکړي او خپل غضب دی هند ته دمولانا داحتمالی سپارنې په وړاندې وښيي.
عبدالجبار له اسامه نظیر سره اړیکې ونیوې .چې له صیفي سره یې یوځای په افغانستان کې داظهر په روزنیز مرکز کې زده کړه کړی وه. هغه نظیر ته وویل چې بهرنیان اوعیسویان پدغه هیواد کې تر بریدونو لاندې راولي. خو ناڅاپه ددغې پېښې نه یوازې څو ورځو مخکې اظهر جبار ته امر وکړ چې بریدونه ونکړي .هغه ادعا کوي کله چې ډاډه شو پاکستان ېې هند ته نه سپاري جبار ته یې امر وکړ چې دبریدونو مخه ونیسي. چې جبار له نظیر وغوښتل بریدونه لغوه کړي .خو نظیر دا ونه منله او په بې پروایي سره یې دجیش محمد له ډلې واټن ونیو . پنځلس همفکره ملګري یې سره را غونډ او په دوو ډلو یې وویشل. لومړې ډله یې په خپله رهبری کوله اود بلې مشري ېې صیفي ته ورکړه .چې په ډیر دقت سره ېې درې بریدونه پلان کړي وو. هغه ډله چې صیفي یې مشر وو، دفدایانو په نوم وه او ددغو حملو ترسره کونکي همدا فدایان و.
صیفي ‌ډیر مبتکر سړی و. هغه کله چې د۲۰۰۲ کال د اګست په ۱۵ په ملتان کې ونیول شو اعتراف وکړ چې دلشکری جنګوي یا سپاه صحابه او القاعدې . سره ېې اړېکې درلودې . له همدې کبله دسيمه ېېزو تندلارو مذهبي ډلو او القاعدې به پسيې، وسلې او تجهیزات برابرول. او سیمه ایزو ډلو به بشري ځواک او دعملیاتو دا جرا انګیزه برابروله. دپلټنو دوام وښودله چې یوسف اظهر د مسعود اظهر اوښی او فضل کریم چې په کراچۍ کې یې موږ ته د ډانیل پیرل قبر راښودلی وو ددغو بریدو پیسې برابری کړی وی. اسامه نظیر دچاودیدونکو موادو متخصص وو. د۲۰۰۴ کال دروژی دا ختر په ورځ په فیصل اباد کې ونیول شو. په ۲۰۰۲ کال کې یوې بلې ډار اچونکې حملې زمونږ په ښارونو کې ویره خپره کړه. بیا مو دبرید عامیلین وپیژندل او محکمې ته مو کش کړل..
د۲۰۰۲ کال دمی په اتمه په اوو بجو کله چې دسمندري ځواکونو یو بس دکراچۍ دشیراتون له هوټله راووت .یوه ځان وژونکي خپل موټر ورسره وجنګاوه، درنې چاودنې بس، هوټل او نژدی ودانۍ ولړزولې. پدغه بس کې فرانسوي انجنیران او فني کارکونکي سپاره و، چې دسیند لاندی په یوې پروژی باندی یې کار کاوه .یولس فرانسویان او پاکستانیان په بریدکې ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول. شاوخوا ډیر موټر خراب شول .دنوي زیلانډ دفوټبال لوبډله هم په همدی هوټل کې وه ،چې دیوې لوبې لپاره نیژدی راوتي وه .له نیکه مرغه دغو لوبغاړو ته زیان ونه رسید. خو سخت روحي زیان ور ته واوښت چې دلوبو له بل پړاو څخه تیر شول او لوبه یې په نیمایي کې پریښوده او کورونو ته روان شول.
دفرانسویانو او پاکستانیانو ګډې پلټنې پيل شوی .دځان وژونکي دموټر څخه لاس ته راغلي اسنادو په کراچۍ کې موږ دموټرو یوه پلورنځي ته ورسولو . پدغه پلورنځي کې خرڅونکي وویل چې دغه موټر یې په دریو نفرو پلورلی چې له موږ سره یې مرسته وکړه هغوی پیداکړو. خو لا هم اصلي کس ته لاره پاتې وه. نور پرمختګ دسپټمبر په میاشت کې وشو. کله چې پخوانې نیول شوی کس پلټونکي ته وویل یو ځوان پيژني چې شریف نومیږي .هغه پر فرانسوي انجنیرانو دبرید قصد درلود. د۲۰۰۲ کال دسپټمبر په ۱۸ شریف ونیول شو. په برید کې یې له لاس لرلوانکار وکړ. خو ویې ویل دبرید مسول پیژني .دوو کسانو داصف ظهیر او سهیل اختر چې دحرکت المجاهدین العالمي دډلې دي دغه بریدونه پلان کړي وو..
لس ورځې وروسته مو اصف ظهیر ونیو. هغه سمدلاسه په برید کې پهلاس لرلو اعتراف وکړ او دځان وژونکي هویت یې په ډاګه کړ. اصف ادعا وکړه چې لومړی هغه ددغه برید لپاره غوره شوی و. خو ځان یې شاته کړ او له ځانه یې بل قوي کس درشید په نوم وړاندې کړ چې د۲۰۰۴ کال دمارچ تر ۱۷ نیټې پوری ونه توانیدو چې دده بل ملګری سهیل اختر ونیسو..
دری ترهګر په مرګ محکوم شول او ملکیتونه یې دکراچۍ دترهګری ضد محکمې لخوا ونیول شو. دغې وحشي حملې زه ډیر په قهر کړم .ددی لپاره په قهر وم چې دغو کسانو ځانو ته مسلمانان ویل او دعیسویانو او بهرنیانو په وړاندی بریدونه کوي. چې له امله یې زموږ دین ته زیان رسیږي .هغه دین چې وايي عیسویان اهل کتاب دي او دغه دین موږ ته وایي چې له هغو کسانو سره مه جنګیږئ. چې تاسو ته زیان نه رسوي . هغه دین چې ځان وژنه او قتل ستره ګناه ګڼي .فکر مې کاوه چې په هیواد کې به دسترو بریدونو سره مخامخ شو .خو نه پوهیدم چې زه ،دمالیې وزیر شوکت عزیزاو دکراچۍ دقول اردو مشر ډګر جنرال سلیم حیات به هم ددغه بریدونو موخه وو. سره لدی چې لږ له موضوع لیری ولاړم خو دوه وروستي بریدونه په تعریف ارزي. د۲۰۰۴ کال دجون په ۱۵ سهار وختي خبر شو چې دکراچۍ دقول اردو په قومندان جنرال سلیم حیات چې اوس دپوځ دارکان مرستیال دی سخت ځانمرګې برید شوی. ډیره سخته خبره وه. پدی باور وم چې که په ما برید شوی وايي نو څرګنده ده چې ولسمشر یم نظر دی ته چې دپوځ واک په لاس کې لرم. دا په پوځ کې دیوه افسر په وړاندی لومړۍ وژونکې حمله وه . اوس دترهګرۍ پر وړاندې جګړه له یوې بلې پولې هم تیره شوه..
سمدلاسه مې احسان ته زنګ وواهه. سره لدی چې ۷ تنه ساتونکي او ډریوران یې وژل شوي وو داحسان وضعه ښه وه او ټوله کیسه یې را ته وکړه..
احسان سلیم حیات کورته روان و .کله چې یې موټر هغه پله ته ورسید چې دکلیفټون بډایه سیمه عرب سمندرګي ته نژدی دکراچۍ سره وصلوي دډزو لاندی راغی. دپوځي پولیسو جيپ چې دسلیم دموټر په مخکې روان و دبرید تر فشار لاندی راغی .خو بیا هم روان و .خو په خواشینې سره په وروستي جیپ کې ټول ۷ تنه ووژل شول .دوه بې ګناه لارویان هم مړه شول .دقول اردو دقومندان موټروان هم په سرپه مرمۍ ولګید او سخت ټپي شو .د موټروان مرستیال هم ولګید او په همغه لحظه کې مړ شو. خو سره لدی بخت یاري وکړه .موټر چلونکی له خپل ټپ سره سره خپله پښه په اکسلیټر ټینګه کړه او موټر یې ونه دراوو..
که موټر دریدلای وای نو سلیم حیات هم وژل کیده. دترافیکو یوه افسر چې برید یې لیدلی وه له ویریې تښتیدلی و نور هیڅوک نه وو چې موټر ودروي .موټر له عادي حالته ووت. وروسته داحسان ځانګړی یاور دموټروان شاته کښیناست او په کرار یې دموټر د اشتیرنګ کنټرول ونیو. دجنرال حیات وژونکي دا برید په دقت سره برابر کړی و او په ډیرې باریکۍ سره ېېترسره کړ. یوازینی شی چې ددوی برید ېېناکامه کړ دجنرال بخت وو. دقتل طراحانو قوي چاودیدنکي مواد دسړک په خوا کې ځای په ځای کړی وو ،چې دمبایل دټیلیفون په واسطه پله ته دموټر درسیدوسره سم وچاودیدل. پلان داو چې موټر ودریږي او هغوی پری له دواړو خواو ډزی وکړي .خوتقدیر خپل پلان درلود په حیرانونکي ډول موټر له چاودیدونکو موادو سره ونه ولګید. دحیات موټر په خیر له پله واوښت. وژونکی ویریدلی او په بې ارادې ډول یې دټوپک په ماشه ګوتې کیښودې .له مخې او له اړخ نه یې پرې ډزې پیل کړی. ناسمو ټیلیفوني اړیکو، په اکسلیټر دموټر چلونکي دپښې ټینګیدل او دځانګړي یاور ذهن ددې لامل شو چې موټر وړاندی لاړ شي . دموټر واک واخلي او دبریدکونکو برید ناکامه شي.
سره لدی هم پلټونکو مبایل ټیلیفون پیداکړ .دچاودنې تر هڅې وړاندی ترهګرو څو اړیکې نیولې وې موږ خپلو پخوانیو تجربو ته په کتو سره ژر وکولای شول درک معلوم کړو او یوه کورته ورسیدو .کله چې زموږ پلټونکي هغه کورته ور دننه شول دا کور دجنرال دقتل داصلي طراح و. په خپله هم هملته وو چې ونیول شو. خو دټیلیفون له شواهدو او معلوماتو سره سره په برید کې ېې خپل لاس رد کړ مور یې هم هلته وه دغې ښځې خپل ځوی وا دار کړ له موږ سره مرسته وکړي چې تر دی وروسته هغه په برید کې ټول ښکیل ترهګر یو یو راوغوښتل او موږ یو یو ونیول. دا ټول ګامونه تر برید یو شپه وروسته وشول .پدی اساس (دجند الله )سرتیری ډله وځپل شوه. داډیر ستر پرمختګ وو. ځکه دغې ډلې په یوازی سر پدی ډول ستر ترهګر بریدونه کول، د۲۰۰۴ کال دجولای په دیرشمه نیټه چې کله شوکت عزیز داسلام اباد نه اخوا، نیږدی یو ساعت لیری په یوه ټاکنیزه حوزه کې دخلکو یوې سترې غونډې ته دوینا نه خلاص شو ،په بریالیو سیاسي غونډو کې تل زیات خلک ګډون کوي او دا ځل هم زیات وو .عجیبه ده، یوه ورځ وړاندی مادشوکت عزیز دامنیت په اړه اندیښنه وښووله او خپل دمرمۍ ضد موټر مې ورته ورکړ چې اشتیرنګ یې چب لاس ته وو. لکه دامریکا دموټرو په څیر، دشوکت عزیز موټر چلونکی به چپې خوا ته کښیناسته او شوکت به یې شاته، دغونډې په پای کې همدا چې دموټر ټایرونه تاو شول یوه ځان وژونکي دخلکو له ډک مجلس نه راووت .څو سانتي متره دموټر دمخکني چپې دروازی څنګ ته راغی ښي لاس یې پورته کړ او ځان یې والوزاو. ستر ویرونکې چاودنه وه. دتلویزیون یو کمره مین په ځمکه ولګیده .هغه را پورته شو او منډه یې کړه او کمره یې هملته خوشې کړه. پدی وخت کې دکمرې ساتل لومړيتوب نه درلود .خو کامرې تصویر اخیست ښي خوا ته یې نښه نیولې وه او دلارویانو پرته هر څه یې ثبت کړي وو. ځکه دکمرې سترګه دپلي لاری په لور وه. ومو لیدل چې دځان وژونکي سر یې له بدن نه پرې شوی .دفوټبال دیوه توپ په څیر په لغته ووهل شو او والوت .کله چې پرځمکه ولګید لکه ناریال غوندې، نور بدن یې ټوټه ټوټه شوی و تیت او پرک پروت وو.
شوکت عزیز ما ته وویل چې دموټر په ښي خوا کې ناست وو چې له هغه کس سره په ارامه خبري وکړای شي چې په وروستي سیټ کې ناست وو. خو بم چوونکی کيڼ لور ته تللی وو. له دی امله هغه ځانمرګی ونه لید او دا چې موټر زری وو ده یوازی دبم غږ اوریدلی وو. پوره هغه څه چې ما په لومړي برید کې لیدلی وو. دشوکت کيڼ اړخ ته ګرمه هوا ورسیدلې وه او دده جامې یې ښورولې وې بم دموټروان خوا سوری کړی وو او له همدی سوري دچاودنې ګرمه هوا موټر ته ننوته. شوکت عزیز ولیدل چې موټر چلونکې یې پر چوکۍ پروت دی. هغه فکر وکړ چې له ویرې بې هوښه شوی، ویې ښوراوه چې هغه په هوښ راشي خو هغه مړ شوی وو. دبم یوه وړوکې ټوټه موټر ته له ښیښې را ننوتې وه او دموټروان ژوند یې پای ته رسولی وو.کله چې شوکت عزیز له موټره روغ را کوز شو دپولیسو یو افسر ورته ویلي وو چې پټ شي. ځکه چې په ټولو ورته پیښو کې بل بریدکونکی هم وي چې که څوک دلومړي برید نه بچ شي نو ډزې پرې پیل او پای ته ېې رسوي .دا دترهګرو معمول کار دی دپولیسو افسر رښتیا وویل په رښتیا هم بل ترهګر موجود وو .خو وتښتیده هله پوه شو چې بل ځانمرګی هم وو چې وړاندی له بریده دواړو یو ویدیوي پیغام ثبت کړی وه، چې هم زموږ او هم دنړۍ لپاره مهمه وه. له ویډیو نه داسې ښکاریده چې ځانمرګی ضعیف شخص وو او تیروتی وو. کیدای شي دمذهبي احساساتو له مخې یې پدغه کار لاس پوری کړی وي له بله پلوه تښتیدلی ترهګر ډیر هوښیار معلومیده. داسې ښکاریده چې هغه دپیسو لپاره پدغه معامله کې شریک شوی وو او کله یې چې ولیدل ملګری یې ټوټه ټوټه شو له بریده لاس په سر شو. دا کس لا هم ندی پیدا شوی.
ای ایس ای او پولیسو ګډې پلټنې پیل کړی د ځان وژونکي دځان غوښې له ځمکې سره مښل شوې یوازی سر یې روغ پاتې و. دکالیو په جیب یې د عارف خیاط نوم لیکلی وه. دده جامې عارف ګنډلې وې .چې دا ټک دسیمې و. پولیسو خیاط عارف پیدا کړ او له ملګرو سره یې غبرګ ونیو. دقاتل دبدن دغړواندازه او دګوتې نښې واخیستل شوې او دمعلوماتو په ملي سازمان کې داټک د ۶۷ زرو اوسیدونکو دګوتو سره پرتله شوی .دا نوم لړ ژر یوه نفر ته ورسید. دا کس دعرفان په نوم یو دوه ویشت کلن پاکستانی و. چې دذیشان په مستعار نوم یې کار کاوه .په زندان کې دجیش محمد دیوه سرتیري له لوری ورته څه معلومات ورکول شوي وو. زموږ اندیښنې تائید شوې چې ددغو معلوماتو له مخې دجیش محمد دډلې یو شمیر غړي ونیول شول او پوښتنې ترې وشوې. پدې پوښتنو کې موږ ته جوته شوه چې دا کار دمولوي امتیاز احمد په مشرۍ شوی..
سره لدې چې مولوی احمد دجیش محمد غړی و خو دالقاعدې سره یې هم اړیکې درلودې .دځان وژنې ددغې پیښې یوه ورځ وړاندې مولوي امتیاز دوه نفره بم چاودونکي دنصار په نوم دیوه بل مولوي کور ته راوستل او وروستۍ لارښوونې یې ورته وکړي. سبا دواړو ځان وژونکو دچاودیدونکو موادو کمربندونه پر ملا وتړل او دوه لاسي بمونه یې هم په لاس کې واخیستل.بل ځان وژونکی یو ۲۵ کلن ځوان وو چې سکندر نومیده .وروسته له هغه چې ذیشان ځان والوزاوه ، سکندر له سیمې وتښتید او دمولوي نصار کورته ورغی کمربند او لاسي بمونه یې بیرته ورکړل خپله ږیره یې وخریله بهر شو او ترننه ورک دی .کمربند یې موږ پیدا کړ چې اوه کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد پکې سمبال شوی و په نازکه پاڼه پټ او په جیبونو کې دچاودلو تڼۍ سمې شوې وې. زه دپیښې وروسته او دپیښې په لړ کې دشوکت عزیز غبرګون ته په کتو تر اغیزی لاندې راغلم .ځکه که برید دپوځ په یوه قومندان شوی وای نو دمرمۍ پرضد ورته روزنه ورکول شوی. خو شوکت عزیز پاکستان ته له راتلو وړاندی په نیویارک کې ژوند کاوه او یو بانکدار وو خو هغه په لوړ مورال لدی پیښې سره چلند وکړ او زما احترام ورته لا زیات شو. وروسته چې شوکت کورته راغی زنګ مې ورته وواهه او ورته مې وویل چې په خیر راغلې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery