مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۵ څپرکى


د کور کلي پريښودل

فوځ ته د تللو لپاره نېغ نشو تللاى اول باېد کالج ته تللي واي ، يولسم اودولسم مو پاس کړى واې. که دغه دوه کلونه په انساني علومو کې ويل شوي وای د هنرونو درجې ( اف اې) او که به د ؟؟؟ علومو په څاڼه کې لوست شوى واي د ساينس ايف اې ته ورتلل و. د ا دبرتانيې او امريکا د درسي سيستم خلاف و چې يولسم او دولسم ټولي د ښونځي برخه وي لکه افغانستان .
يوازې د ( اف اس سي ) له پاس کولو او د وسله والو ځواکونو د ازموينې له کامېابى اود فزيک له سختې ازموېنې وروسته به پوځ ته ورتلاى شو.
په دغه وخت کې په کراچۍ کښې هېڅ ښه کالج نه و. ځکه نو مور اوپلار مو راته د لاهور وتلي کالج (( فورمن کرېسشن)) چې په اف سي مشهور و غوره او برابر کړ. دا کالج دامريکايي عېسوي مبلغانو لخوا اداره کېده . دا ښکلى ښار له ډېر پخوا راهېسې د هنر ، فرهڼ شعر او ادبېاتو په ډگر کې د سېمې مرکز و.
دکالج مدېر ېو امريکايي ښکلى سړى و. چې له ټولو زدکونکو سره ېي ښه چلند درلود. بل امرېکاېې چې هلته وو هغه ممبى نومېده او د فزېک لوست به يې زدکونکو ته ورکاو او دلوبو په برابرولو کې يې ښه ذوق درلود. جاويد (مشر ورور) مې په دولتي پوهنتون کې داخل شو. دغه کالج ته به ډېر وتلي زدکونکي تلاى شو اوس پوهنتون شوى دی. د پاکستان بل مشهور کالج (( اسلامي کالج)) و.چې د پاکستان په لومړيو وختونو کې يې د پاکستان ډېر کرکيټ لوبغاړي تربيه کړل. ايف سى کالج د انګريزي ډوله زدکونکو لپاره مناسب بلل کېده. او اسلاميه کالج د ډيسى ډوله هلکانو کالج و. او دولتې کالج به ډېر تکړه زدکونکي جذ بول . دې دريواړو کالجونو دپاکستان د ژوند په بېلا بېلو برخو کې مشران پيدا کړى دي، ځکه دې پو هنتونونو به دهغو زدکونکو برعکس چې بهرنيو پوهنتونونو ته تلل خپل زدکونکي د وطن له دودونو سره تړلى ساتل.
بهرنيو پوهنتونونو عموماً سياسى مشران پيدا کړى دي چې د پاکستان له تاريخ، تهذيب او ثقافت سره بلد نه وو. دغو مشرانو دخپل کار اود غير ملکى سياسى او اقتصادى فکرونوله کبله پاکستان ته صرف زيان رسولى دى.
زه له کور نه بهر پاتې شوي نه وم . ځکه هغه وخت ماته دا احساس نه و چې زه به له موراو پلار سره داوسيدو لپاره چرته کورته رانه شم.
ما ېوازې هېڅکله ژوند نه و کړى او نه پوهېدم چې د تحصيل په وخت کې به له مور او پلار سره ژوند ونشم کړى . خو دتحصيل په وخت کې زه يوازې وم ،خو دلته مې ايف سى کالج کښې ډير کسان ملګرى شول. د (( کېنډي )) په سالون کې يوه خونه راکړل شوه. د سالون مشر ښاغلى ( دوتا) زموږ داڼليسي ښونکى هم و. ښه سړى و ،سخت خو عادل. د فورمن کريسشن کالج ښکلى و او د لوست او لوبو لپاره يې ښه وسايل درلودل .د جمناسټېک ، ځغاستې ، او زيباى اندام او نورو لوبو په سياليو کې به مې برخه اخيسته . په جمناسټېک کې مې لومړى ،په ځغاسته کې مې څلورم او په زيباي اندام کې مې دريم مقام ترلاسه کړ. چې د اف سي کالج د ښاغلي یا ما سټر نوم مې وگاټه.
همدارڼه يو تصديق ليک مې ترلاسه کړ. چې ښه نوم يې درلود.
په دغه لېلېه کې مې د بېلابېلو ځوانانو او خارجيانو سره ولېدل . ځېنې بډاى ، غريب ، مذهبېان او ځېنې هم عصري ځوانان وو. دختېځې افرېقا څوتنه هلکان هم و. په دې کې طارق عزيز هم شامل و. طارق زما د ولسمشر کېدو نه وروسته زما مشر سکرټروټاکل شو او اوس د عامي روغتيامشردى. د پوهنتون په يوه لوبه کښې برخه اخستل ضرورى خبره وه، خو ما به باډى بلډر، جمناسټک اوپه منډه کښې هم برخه اخسته. زه د " ايف سى کالج" دزده کونکومشر هم غوره شوى وم. د امان الله نېازي په نوم له ېوه ځوان سره ملرى شوم هغه په قوم نېازى وو، وروسته برېگډير شو هغه او ټولو ملګرو ماته د اول کال د دزکونکو د استازي په ټاکلو کې د برخې اخستلو خبره وکړه. په دغه وخت کې ما په وړومبى ځل " دخلکو ېوې غونډې " ته وينا هم وکړه.
زه په يو ميز ودرول شوم. زما پښې رپيدلې، ما يوازې دا وويل که تاسو زه وټا کلم نو زه به ستاسو د گټو ساتنه وکړم. د کراچى د نېازېو زدکونکو او د شمالي افريقې زدکونکو ملاتړ رانه وکړ دماشومتوب شيطانيو لا دوام وکړ. د ايف سى کالج لېلې يا شپې خونې به ماښام اووه اته بجې بنديدلې.
خو ما او ځينو نورو ملګرو به د (ام) د ونې په ذريعه او دجمناسټېک دلوبې له برکته بهر ته تلواو دشپې به مو فلمونه کتل .معمولا به د رېا سېنما ته تلو . او يوه نيمه بجه به پياده بېرته راتللو ځکه چې د ايف سى کالج په څېر لېرې ځاې ته به ټانګې والا نه تلل.
د بېرته راتلونه وروسته به دروازه بنده وه، موږ به دلوېې دروازې سره په جومات کښې ويده کيدو. ځکه د دود له مخې لاروېان په جومات کې له بېده کېدو څو ک نه منع کوي اوسهاربه چې دپوهنتون دروازه خلاصه شوه نو غلي غلي به ور دننه شو.
ايف سى کالج کښې ما سا عتي بم "ټائم بم" جوړول زده کړل. چې وروسته مې د ېوه کومانډو په توگه ترې ښه گټه واخيسته . د ترهګرۍ په دې ورځو کښې دا ډول خبره کول ګران کار دى. خو هغه ډيرې ښې ورځې وې. هغو ورځو کښې دا د"مالوټوف کاک ټيل" په بمونو مشهور وو.هغه چې په کورونو کې جوړيدل.د ټايم يا ساعتي بم دجوړولو لپاره به داعامې پټاکى استعماليدې، چې ورسره به سګريټ تړل كېده.د سګريټ اوږدوالي به د بم په اندازه و. يوه ورځ موږ درې څلورو کسانو تصميم ونيو چې د خپلې لېلېې د ساتونکو دمشر د ويرولو پروګرام جوړ کړو. موږ د هغه دکور نه بهر "ټائم بم" په يوه اوسپنېز بکس کې کيښودو. چې غږيې لوړ شي . همدا ډول مو بل ساعتي بم د ليليي د ساتونکو د مرستېال مشراو درېم بم مود دروازې سره نژدې دخطونو په بکس کښې کيښودو. دا کار مو وکړ او زه خپلې خونې ته لاړم.
د نا ظم د کور نه بهر بم ړومبى وچاود يد. هر څوک به هغه اړخ ته تلل، زه هم هلته ورغلم موږ چې هلته ورسيدو نو د مرستېال د کور نه بهر دوېم "بم" وچاوديد. زه هم پکې وم. مونږ چې هلته ورمنډه کړه نو دخطونودبکس "بم" هم وچاوديد. هر اړخ ته غوبل جوړ شو. څو ورځې وروسته ناظم يو زدکونکى چې حمېد نوميده ونيولو او ورته ئې ووئيل چې وايه د بمونودپيښو تر شا د چا لاس دى؟ که ودې نه ښودل نو د کالج نه به وويستل شې؟
حميد د حيدراباد (سندهـ) اوسيدونکي و. هغه ماته راغلو او وې وئيل چې له داسې ستونزې سره مخ دي. ما وويل که زما له امله حميد ته سزا ورکړ شى نودا به ډيره بده وى، ځکه نو ما حميد ته ووئيل چې عمومي ناظم ته هر څه رښتيا رښتيا ووايه. هغۀ ورته زما نوم وښودلو، په همغه ماښام ناظم زه خپل کور ته وغوښتلم. په لاره کې دا اندښنه راسره وه که ووېستل شم نو مور پلار ته به څه ځواب وايم . ناظم پوښتنه وکړه چې د بم په چاودنو کښې دچا لاس دى؟ ما په دې کار اعتراف وکړ. هغۀ ووئيل! "پرويز ته د لېلېې د يوه بلاک مشرڅارونکى ېې او تا دا کار وکړ؟" زۀ سخت ملامت وم. ما بښنه وغوښته او ومې وئيل چې بيا به داسې نه کوم. هغه زه پريښودم. دا رنګ ما ته معلومه شوه چې رښتياو کښې څومره زور وى. دا يو داسې سبق و چې له ما نه هير يږي.
له مرګ سره په اول ځل ايف سى کالج کښې مخا مخ شوم. کالج کښې د ام يوه ونه د امونو نه ډکه وه. ملګرو راته ووئيل چې وروخيژه او امونه راوشوکوه. ور وختم را ځوړند به شوم او ملاق به مې واههاو په پښه به مې ملرو ته امونه را توېول. ما امونه شوکول چې ښاخ راباندې مات شو زه راپريوتم او بې هوشه شوم. ملګرو سوچ وکړ چې ګنې زه خو لاړم.
زه ډير وخت وروسته په هوش راغلم چې ومې کتل نو د ناظم په کوټه کې وم او ډاکټر هم موجود و. تکړه ځوان وم او ژر جوړ شوم.
د لاهور وتلى ښځېنه کالج ( کېن ناېرډ) نومېده او هروخت به په ځاڼړي توگه مازدېگر ددغه کالج مخې ته سرگردانه وم. يوه ورځ په اف سي کالج کې يوه مباحثه برابره شوه چې د لاهورد کين ناېرد د کالج نجونې هم ورته رابلل شوې وې. ېو هلک زما شاته ناست وو، زما څوکى به يې په پښه وهله نا ارامه يې کړم څو ځلې مې ورته ووېل چې بس کړي خو دوام يې ورکړ. په داسې حال کې چې نجونې همدلته وې عصابو مې لټ وخوړ او ورته مې ووېل چې له ښونځي بهر شي، بهر مو سخت جنجال پيل شو، خو نورو زدکونکو سره بېل کړو.هلکانو وويل هغه د ( پهلوان بيدي ) د غېږ نېونې د لېلې غړى دى او بېا به راشي ما به ووهي خو هېڅکله بېا رانغلو.
له دغو کېسو به پوه شو ي یاست چې درسونو ته ډېر پابند زدکونکى نه وم.
لاهور ستر جذاب ښار دى . په ځاڼړي توگه له مور او پلاره د لېرې هلک لپاره.
زما مور پلار چې ماته کوم سبق راکړى وهغه تل له ما سره و. خوهغوى زما د تعليم په اړه ډېر اندېښمن و. خو زه د اف اې تر ازموينې وړاندې دپاکستان د"پوځي اکيډمى" لپاره غوره شوى وم.
له دغې اکاډمۍ نه مې برېالى پاېله ترلاسه کړه او د پاکستان د پوځ د افسر سند مې ترلاسه کړو. او په وروستېوازموینوکې برېالى شوم. خو د پوځ د افسر په غوره کېدو يې کومه اغېزه ونکړه. په همدې سره مې د ېوه زده کونکي په توگه ژنوند پاى ته ورسېد. او دژوند لوى فصل مې په پيل کېدو و. هغه فصل چې د يوه سرتېري او واکمن په توگه يې زما دژوند ټلورى ټاکه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery