مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٦ فصل

دومه برخه : داور په منځ كې

په پوځ کې ژوند

د کلال څرخى د فوځ يوه پوځي څه ډول تياريږى؟
بلکل داسې لکه چې يو کلال لوښى جوړوي. هغه اول د خاورې انتخاب کوي، په گوتوو سره ئې ګورى، د خاورې خوښولو نه وروسته ترې په صفا اوبو خټه جوړوى اوبيا ترې د خپلې خوښې لوښى جوړوى. بيا ئې په مخصوصه بټۍ کښې اچوى او د يو ټاکلى وخت نه وروسته يې راباسى بيا نو لوښى تيار وى. د فوځ سرتېرى هم دا شان تياريي. دپوځي اکيډ مى د هلکانو انتخاب لکه د خاورې غوندې کيږې.
دپوځي اکاډمى يو زدکونکى د کلال سره ورته والى لري. پوځي ژوند سستي له منځه وړي،داچې څومره به پوځي بريالى وي د هغه اور پورې تړلې چې دى د پوځ په ورځني دېي کې پخيږي.
پوره ١٨ کلن وم چې د پاکستان پوځي اکاډمى ( پي ام اې) ته په ١٩٦١ کال کې داخل شوم. ديوه هوښيار لوبغاړي او ځيرک هلک لپاره د ټولو پام راگرځول اسانه کار وو. په پيل کې په کراچۍ کې د لېکلو يوه ازموينه پرانيستل شوه، د پرلپسې نورو ازموينو لپاره غوره شوم. او د يوه کاروان په واسطه راولپنډۍ ته ولاړم. بيا وروسته د سرحد ايالت شمال لويد يځ کوهاټ ته ولاړم .د جسمي ،دماغي او اروا پوهنې ازموينې کېدې. د اروا پوهنې د ازموينې او معاينې پر وخت راته وويل شو هرهغه څه چې همدا اوس د سپينې پاڼې په لېدلو سره په مغزوکې لرم وليکم. اقتصادي او ټولنيز بحثونه هم وشول .زه يې د٥ کسانو مشر وټاکلم. او په ما ينونو ديوې ککړې سېمې د پاکولو امر يې راته وکړ. په ټول پروگرام کې مې مهارت وښود،١٠٠ متره ټاکل شوې لاره مې په نيم ټاکل شوي هغه وخت کې ووهله.وروسته د پوځ مشر له موږ سره مرکې وکړې، دا مرکې راته گرانې نه وې. پوهېږم چې ښه پکې وځلېدم. ددغو ازموينو پر مهال مې له (( پي کيو مهندې )) سره مې گډه خونه درلوده. هغه وروسته د هوايي ځواکونو مشر شو. په ياد مې دي چې د ((سويرا )) په نوم فلم مو سره وليد.
زه دپاکستان پوځ ته دوردننه کېدو په ازموينه کې بريالى شوم او نظامي اکاډمۍ ته مې رپوټ ورکړ.
دپاکستان پوځي اکاډمي ( پي ا م اې ) تاريخي ځاى دى .شين زرغون چمنونه او په سرو تختو پوښلې ښکلې ودانۍ لري .دغه ودانۍ د هماليا د غرونو په لمنه کې دکاکول په سېمه کې د (اوبوټ اباد) يا ايبټ اباد) ته نژدې موقېعت لري .
په تازه صورتونو د نويو ځوانو خورد ظابطانو يوه ډلۍ په هياجاني ډول په نويو ملکي جامو کې چې کله زموږ لارۍ سېمې ته ورننوزې نو فکر وکړى؟ لوړ پوړې افسران لکه ښکاريان زموږ په تمه وو.اوس نو فکر وکړي وروسته له هغه چې زموږ موسکا ته په گڼونکې ډول ځواب وويل شو نو څه حال به مو درلود؟
((د لارۍ لاندې پروت وکړى،اوس لارۍ ته وخيژۍ)) يو په بل پسې فرمانونه راتلل ،موږ لارۍ ته ختلو او کوزېدلو. دلارۍ نه لاندې د چټکو او گرمو پروتونو په ترڅ کې مې فکر وکړ چې همدا پوځ دى ،زه به دوام ورکړم، ماته ماتې نشي راکولاى. کله موچې جامې پوره په خاور ککړې شوې اړ شو چې په خټو کې منډې پيل کړو، کښته اوپورته پکې تلو. که خپلو ميندو ليدلاى وايي ويريدلې به وې.
لوړ پوړو افسرانو د ماښام د ډوډى دخوړو اجازه راکړه. وروسته يې په يوه انتظار خونه کې راټول کړو او ټول اويا اتيا کسه يې يوېې بخارۍ ته نژدې په يوه چرگۍ سره کينولو .
وروسته يې د پوځ په ډول د وېښتانو جوړېدو ته بوتلم. د پسونو په څېر يې زموږ وېښتان وخرېېل ،ډير عجيب ښکاريدو، ډير احمقانه کارونه ېې راباندى کول. د کاکول په سيمه کې په يخ کې له يخو اوبو ديوه ډک لن په سر کيښول ددغو کارونو برخه وه. که به لن ز موږ له سره ولويد نه يوازې پدې يخ کې لمد ېدو بلکې په سر د يوه بل ورته لن نيول حتمي و.
ماته ېې ويلي ود نورو سختو او تيارو تجربو انتظار وباسۍ ،هغه څه چې په پاکستان کې ورته تاوتريخوالى وايي، خو هغه څه چې مو تجربه کړل ډارونکي وو.
په اوله شپه چې په خپل بستر کې ولويدم ډول ډول احساسات راته پيدا شول چې بې باوري او ستړيا په کې وه. په کراچۍ کې مې د مور او پلار ارامه کور، د سنت پاټريک ښوونځى د اف سي کالج او بڼالۍ نجلې داټول مې په خوب کې وليدل.
په دغو نابرابرو شرايطو کې ډيرو زياتو هلکانو تاب راوړ او زه ېې په اوچتو گامونو ددغو کارونو له عهدې ووتلم. دغه ازموينه لومړى لس ورځې وه. ما زده کړل چې له موجونو سره په همدې ډول وړاندې ولاړ شم، ما ټول هغه څه کول چې هغوى به ويل .کوښښ مې کاوه چې ځان ته لږ زحمت ورکړم او کله کله به په حمام کې پټيدم ترڅو چې دغهموچ ونه او کارونه به پاى ته ورسيده.
پوهيد م چې د اړيکو د ټيڼولو اجازه نلرم او پدې هم پوهيدم چې که زما رتبه لوړه شي له نويو افسرانو سره به همدا ډول چلند کوم، خو کله چې زما وار راورسيد هغوى ته مې لږ زحمت ورکړ او بې رحم نه وم. نويو افسرانو ته مې د يو هدف لپاره تکليف ورکاوه، ددى لپاره چې د چارواکو نظم او درناوى د سرتيرو په منځ کې دود شي. سرتيري د پوځ يوه قرباني ورکوونکي برخه ده چې په ډير شوق سره بې له کومې پوښتنې د خپل هيواد لپاره ځان قربانوي.
په جدي توگه مې د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې خپلې زده کړې پيل کړى، له نيکمرغه پوه شوم، که وغواړم کولاى شم ښه واوسم. يوشمير مضمونونه راته تدريس شوي وه لکه: رياضيات، جغرافيه، نقشه او پوځي تاکتيکونه، همدارڼه يو لړ پوځي تمرينونه او د وسلې نه گټه اخستل مو هم زده کړي وه ،چې څه ډول بايد کسانو ته لارښوونه وشي او په څه ډول ترې گټه واخستل شي.
دا مو زدکړل چې په څه ډول روانې فشارونو ته اوږه او جسمي قوت ته پراختيا ورکړو. پردې سربېره په سختو شرايطو او وختونو کې مو د تصميم نيونه هم زدکړه، هغه شرايط چې د مرگ او ژوند ترمنځ واټن پکې کم وو .که تر لاس لاندې کسان د مشر په هوډ او تصميم باور ونکړي ډاډه به نه وي چې ستاسو په امر مبارزې او جړې ته ولاړشي.
پوځي اکاډمي ددې لپاره ډېر ښکلى ځاى دى چې په کړ کيچنو حالاتو کې د يوه توانمنده او وړ سړي کړنې پکې زدکړى. خو په دې شرط چې همداسې ښه اکاډمي وي، او د پاکستان پوځي اکاډمي په نړۍ کې يوه ښه اکاډمي ده .
په دغه اکاډمي کې مې لوست ښه وو او د پوهنځۍ وتلى زدکونکى وم چې يوه له لسو تورو گټونکو څخه وم .
زه يو جنجالي ځوان، غېر مسول او لږ بې نظمه کس وم. زه يو له هغو ٤ افسرانو څخه وم چې د اڼلستان د (( سند هارسټ)) په پوځي پوهنتون کې مې د تحصيل د بشپړېدو چانس ترلاسه کړ.خو يو بل افسر د ( علي خان خټک) په نوم غوره شو. کله چې زه دپوځ مشر وم هغه د تورنجنرالى په رتبې د ځواکونو د عمومي ريس په توگه په کور کيناست ،.خو زه فکر کوم هغه په خپله په کور کيناست، ددې لپاره چې د پوځ مشر ۍ ته ونه رسيد.
کله به هم بې دقته وم، يوه ورځ په بيديا کې د يوه تمرين په ترڅ کې د قطعې مشر راته وويل افسران وگوره چې څه شۍ يې په يونيفورم کې کم دي؟ ما وکتل ولې داچې څه شي د هغوى په جامو کې وو چې ما نه دولودل په دې پوه نه شوم. له مايې وغوښتل چې په لعنتي سرمې لاس کېږدم او وگورم چې څه نه لرم. سرمې لوڅ وو، سبايي له همدې کبله دمارش کولو جزا راکړه ،د پوځي تمرين د ترسره کولو مامور به راته چغې وهلې ( مارش،مارش، ښى ګېرس، کيڼ ګېرس، ارام شى، تيارشى ....) د قطعې مشر مې له تمرېن نه ډېر خوښ وو او د بلې جزا له ورکړې پرته يې راته د تمرېن ددوام وويل چې ډېر ښه تمرېن دى او مارش ته دوام ورکړى .
په واقيعت کې د جسمي توان د ښه والي له کبله د سلام ورکونې په ازموينه کې بريالى شوم. او ښونکي زما دکار له ستاينې پرته رانه وپوښتل چې له کومې پوهنځۍ نه دلته راغلي يم. کله چې ما ورته وويل د پوهنځۍ نه نه بلکې د ( فورمن کرېسشن ) دکالج نه حيران شو. وروسته يې د يوې پوځې ريژې د ترسره کولو پر وخت د پوځي تمرين دنندارې لپاره د ټولو لوړ پوړو افسرانو په مخکې زه غوره کړم. زما دغه غوراوي راته يولړ ستونزې راپېښې کړې، مشرو افسرانو داکار او هغوى ته د تمرين ورکول ځانته يوه ګستاخي او سپکاوى وباله. له همدې کبله ډېرې سزاگانې کله ناکله ددوى لخوا راکول کېدې .
يو ځل خو نژدې وه له اکاډمۍ نه وويستل شم . له فراغت نه لږ مخکې په اکاډ مي کې د لومړي پړاونو د افسرانو د پوځي تمرين سيالي پيل شوه ،چې په هغه سيالۍ کې لوړ پوړو افسرانو د کتونکو په توگه برخه درلوده. او هيله کېده چې هغوى تورې جرابې واغوندې خو ځينو په غلطى سره بل ډول جرابې اغوستي وېې. دقطعې قومندان ماته راغږ کړ او امر يې وکړ چې ددغو افسرانو نومونه او سريال نمبرونه وليکم. او په لوړ غږ يې وويل خپل نوم دې د نوم لړ په سرکې وليکه .زموږ سزا داوه چې ٩ ميله منډې ووهو.
کله چې د واټ يوې گولايي ته ورسېدو زموږ ځېنو په زړورتيا سره تصميم ونيوچې دمنځ له لارې منډې کړي او تقريبا خپله لاره ېې ١٨٠ متره لنډه کړه .خو له دې نا خبره چې د يو دوربين په واسطه څارل کېدو. زموږ نژدې ١٥ تنه ونيول شو.اختنې پوښتنې پيل شوې. ټول مسايل ډېر جدي وو، سره له دې چې په دغو افسرانو کې يې ٦ تنه د تورې گټونکي هم وو.او بايد چې د فراغت ددستورې برابرونکي وايي. داکاډمۍ چارواکي هوډمن وو چې په منډه کې د تقلب په جرم موږ له اکاډمۍ نه وباسي. خو له نيکمرغه مثبت احساسات زيات شول، او له ويستلو بچ شو. خو دهغه پرځاى د تحصيل درجه ټيټه شوه. زه د کنډک دخورد ظابط لاندې وم. چې د لياقت پراساس بايد په ټولۍ کې ډېر لوړ واي، خو دجزا په توگه ٦ درجې راښکته شوم. سره له دې چې ٤ نمره وم لسم نمبر شوم .د ټولۍ ټول افسران ترما ٦ درجې لوړ فارغ شول.
د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې تجربه ډېره اغيزمنه وه. داسې لکه چې د بدن ټول غړي مې سره جلاشوي وي او له يو لړ بدلونونو وروسته بېرته سره يوځاى شوي وي. په واقيعت کې اکاډمۍ ته ورتلل او منل کېدل د سمې خاورې په څېر وو، اکاډمۍ موږ لانده کړو او کلال بيا دمڼي دجوړيدو پر څرخ کېښودو چې کلال په خپلو لاسونه ډول او څېره ورکړه. چې وروسته ټول د پخېدو لپاره په بټۍ کې کېښول شو او اوس په يوې ښې لارښونې سره د پوځ لپاره تيار يو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery