مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کي جي بي په افغانستان کې لومړۍ برخه

گرانو هېوادوالو او ښاغلو لوستونکو!
په افغانستان کې د روسانو د سیاسي او پوځي جنایتونو او خیاتونود لړۍ د خپراوي په لړ کې دا دی تاسو ته د کي جي بي د یوه پخواني مأمور واسیلي میتروخین د کتاب لړۍ را ژباړم چې د ژباړنې لړۍ به یې په پرله پسې ډول خپره شي. دغه کتاب [کي جي بي په افغانستان کې ] نومیږي.

واسیلي میتروخین څوک دی؟

د واسیلي میتروخین د پیژندلو لپاره غواړم تاسو ته د امریکا د متحده ایالاتو د پیاوړي او نامتو لېکوال ښاغلي بروس گ. ریچارډسن د کتاب[افغانستان: د رښتیا پلټـنې] بشپړه ځانگړې برخه[فعاله اقدامات] له ۱۶۶ تر ۱۷۴ پاڼې پورې ډالۍ کړم چې د ژباړې کار یې ما تر لاس لاندې نیولی دی.

د دغه کتاب پښتو ژباړه به ډیر ژر هېوادالو ته وړاندې شي. د ښاغلي بروس ریچارډسن د کتاب دویمه انگلیسي طبع ډیر ژر خپریږي چې پرهمدغې نوې طبعې ما هم یو لنډه کتنه لیکلې ده. کله چې د کتاب دویمه انگریزي طبع خـپـره شوه نو د دعوت او بینوا د ویب پاڼو له لارې به تاسو ته خبر در کړل شي.
ددغې لېکنې په ترڅ کې لومړی د واسیلي میتروخین د لا پیژندلو لپاره تاسو د بروس ریچارډسن لېکنې ته را بولم او ورپسې به د واسیلي میتروخین د کتاب [کي جي بي په افغانستان کې] لومړۍ لنډه برخه چې د [گوند بنسټ ايښودنه] نومیږي و لولۍ. کله چې ددغه ۱۸۰ پاڼـیز کتاب ژباړه بشپړه شوه ، نو ټول کتاب به د یوه بشپړ کتاب په بڼه پر هغه لېکل شوې کره کـتـنې اوپه کتاب کې د ښکېلو شننونکو، مصححانود نومونوله لړ لېک سره یو ځای خپور کړم.
اوس مې دغه برخه نیغ په نیغه د واسیلي میتروخین له لېکنې را پیل کړې اود لړۍ خپراوی به یې د بینوا ویب پاڼې له لارې دوام ولري.
له ښاغلو لوستونکو څخه په درنښت غوښتنه کوم چې ټول لمنلېکونه دې په ډیرځیر ولولي ځکه دغه لمنلیکونه پر متن پخه رڼا اچوي. واسیلي میتروخین په متن کې دننه یو شمیر نومونه کټ مټ هاغسې لېکلي دي چې په لاسوندونو کې لېکل شوي دي خو د هغو د لا روښانونو لپاره یې په لمنلېک کې یا لېکوال او یا مصححانو شرح ورکړلې ده. د لمنلېک په هغو ځایونو کې چې تاسو [د مصحح یادښت: څرگنده نه شوه] و گورﺉ ، ددې مانا ښندي چې یاپه لاسوند کې [کوډ نوم دی] او یا مصحح د هغه په څرگندونې نه دی بریالی شوی.
د واسیلیي میروخین د لېکنې په لمنلېک کې ټولې لېکنې یا د لیکوال او یا د مصحح دي او زه [ژباړونکی] پکي هېڅ ډول گډون نه لرم. ما یوازې تر وسه وسه هڅه کړې چې پرته له کــَمـَونې یا زیادښته ، اصل متن کټ مټ په ډیر ځیر او امانت را وژباړم.

رحمت آریا
دسامبر ۲۰۰۸

فعاله اقدامات
ټول حقایق له دریو پړاوونوڅخه تیریږي : لومړی پرې ملنډې وهل کیږي ،دویم له توند مخالفت سره مخامخ کیږي او دریم ، د څرگند حقیقت په توگه منل کیږي ..... شوپـَنهاوَر[1]

په ۱۹۹۲ ز کال کې د شوروي د سترواکۍ د نړیدا د شپو ورځو په شنو لوخـَړو کې د [واسیلي میتروخین [2]] په نامه د کي جي بي [3] یوه مأمور د استونیا[4] د تالین [5] په ښار کې غوښتل د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ته پناه یوسي. هغه څرگنده کړه چې د دولس کالو په اوږدو کې یې د کي جي بي د لاسوندونو له پټ آرشیف څخه ۲۵۰۰۰لاسوند پاڼې په پټه کاپي کړي دي. نوموړي دغه یادښتونه په خپلو کالیو ، بوټانو کې او د دروازو له لارې له ودانۍ څخه دباندې را ایستلي او په وسپنیزو کانتینرونو[6] کې یې د خپل کلیوالي کور په یوه گوټ کې تر خاورو لاندې ښخ کړي ول. له هغه وروسته د شوروي گڼ شمیر جاسوسانو او په څارگرو څانگو پورې نورو اړوندو کسانو جعلي یا بیکاره لاسوندونه د لویدیځو هیوادونو څارگرو څانگو ته وړاندې کړل او سي آی اې ټول را ټول کړل. سي آی اې میتروخین دوه ځله رد کړ.

په پای کې میتروخین د خپل کار له ارزښت څخه د بریتانیې د څارگرې څانگې زړه او ډاډ تر لاسه کړ. هغه دغې څارگرې څانگې ته دغه لاسوندونه په دغه آړ(شرط) ورکړل چې په بـَدَل کې یې په انگلستان کې ورته د استوگنې حق ورکړل شي. کله چې میتروخین په خپل نوي هېواد کې استوگن شو هغه د [توري او ډال [7]] تر نامه لاندې د کتاب په لېکلو پیل وکړ [: د میتروخین آرشیف او د کي جي بي تأریخ. د بریتانیې د څارگرۍ د تأریخ د نومیالي لیکوال ، کریستوفر اندریو [8] په مرسته .] ددې ترڅنگ میتروخین د سړې جگړې د تأریخ د نړیوالې پروژې[9] په همکارۍ چې په واشنگتن ډي سي کې د پوهانو لپاره د وودرو ویلسن د نړیوال مرکز[10] په مرسته کار کوي یو شمیر مونو گرافونه ولیکل.
د کي جي بي د لاسوندونو پر دغه عینکي آرشیف ټولونکي د آپرینونو او شاباشونو وریا و وَریدله چې د خپل سر په بیه ، د بندي کېدلو او ان د مرگ په گواښ یې د کي جي بي د پټو لاسوندونو له ارزښته ډکه بې بیې پانگه چې ساری یې مخکې نه وو لېدل شوی د باندې را و ایستله. د میتروخین د را پارېدنې لامل څه وو؟ ځواب څرگند او ساده دی، هغه نور نه شوای کولای په افغانستان کې د ځمکسوځونې [11]هغه تگلاره نوره و زغمي چې د شوروي د پوځ په لاس په دغه ناورین ځپلي هیواد کې تر سره کېدله او پریکړه یې وکړه له دغې دندې څخه نور لاس پر سر شي. تر دغه دمه د هغه وروستنی کار د [کي جي بي په افغانستان کې[12]] یوه څیړنیزه لېکنه ده ، [۴۰ شمیره څیړنیزه لېکنه] چې د وودرو ویلسن د مرکز[13] لخوا په ۲۰۰۲ ز کال کې خپره شوې او ښایي د میتروخین د کار بنسټیزه برخه وي.
میرتوخین لیکي چې د (فعالو اقداماتو[14]) گــَړنه یا اصطلاح څرنگه چې د شوروي په څارگرو څانگو کې تعریف شوې کټ مټ د سي آی اې د ورځنیو خبرو اترو د (تورو عملیاتو[15]) اصطلاح ته ورته او له هغې سره برابره ده. په افغانستان کې د شوروي د فعاله اقداماتو په ډله کې دغو کړو وړو برخه درلودله : د مجاهدینو په ډلوکې مجاهدو هملاسو اود هغوی د ملگرو گومارنه ، د مشرانو او نومیالیو کسانو وژنه ، اور اچـَونه ، د خوراکي توکو د زیرمو زهري کول ، اله گوله او سبوتاژ، په ډلو کې د خپلو جاسوسانو ننه ایستنه ، بډې ورکول ، د ویرې او گواښ شیندل ، د کودتاگانو لپاره لاره هوارول، د وسلو ویشنه او د پروپاگند او غلطو مالوماتو د خپراوي په گډون د ولسي وگړو او د مقاومت د ډلو پر وړاندې د نورو ترهگریزو کړو وړو بې بدیله چال چلند . د کي جي بي د بهرنۍ څارگرۍ د لومړي لوی ریاست د (ایس[16]) څانگې [ایف سي ډي] ته د سپارل شوې دندې موخه دا وه چې د مقاومت د ډَلو هغه بولندویان چې اغیزمن دښمن بلل کېدل ، ځانته را وگوماري، یا یې گوښې ته کړي او یا یې له منځه یوسي او ریاست دغه دنده تر سره کړه. ( وگورﺉ : کي جي بي په افغانستان کې ، ۴۰ شمیره مقاله ، واسیلي میتروخین ، ۲۰۰۲ ، پپ ۱۴۳-۱۴۲ )[17]. د ۱۹۸۰ ز کال په لومړیو کې د ترهگرو د مخنیوي عملیاتو ته ټینگه اوږه ورکړل شوه او شورویانو لا له مخکې د مقاومت د ډلو په منځ کې د خپلو ایجنټانو پراخه ځاله غوړلې وه. له ۱۹۸۰ زکال وروسته خاد[18] او کي جي بي دواړو د مقاومت په ډلو کې دننه د ډله ییز دښمنیو او یا له پاکستانه د وسلو د ویش له رښتونې یا گوماني ونډې څخه د بې برخې شویو او نـَومیدو یا ناهیلو شویو بولندویانو له نومیدۍ څخه په گټه اخیستنې په کلکه هڅه وکړه چې د مقاومت د ډلو بولندویان ځانته را واړَوي. یوله دغو بېلگو څخه چې د شوروي د گټو لپاره په لاره واچول شوه د سیالو مشرانو ترمنځ د ترخې شخړې اود دښمنۍ د تخمونو کرل ول. شوروي د گوندونو تر منځ له شخړو اوخړنج (بې اتفاقیو) څخه گټه واخیستله ؛ یوه خوا به یې د بډې ، پیسو او وسلو په ورکولو ځانته را وگومارله او سیال لوري ته به یې په دوه وو پښوو دروله. (وگورﺉ: افغانستان، ستره لوبه ،بیا کتنه شوې ، ۱۹۹۰ زکال ، اصلاح او زیاتونه روزاني کلاس پ. ۴۲۱). [19]

په ۱۹۸۲ ز کال کې د مسکود [بالاشیخا] [20] په سیمه کې د افغانستان لپاره یو روزنیز مرکز جوړ شو؛ د اتم ریاست یو افسر، ډگروال وي . کیکوت [21] په دې وگومارل شو چې د افغانستان د جگړې په سره تـناره کې اوپه هغه کې د ترهگرۍ د سرته رسولو د څرنگوالي په پام کې نیولوسره دې ، په لنبان کې د فسطیني کډوالو د کمپونو پرضد د اسراﺋـیلو له تر سره شویو تجربو څخه په گټه اخیستنې او هم د منځنۍ آسیا په جمهوریتونو کې د مقاومت د غړو پر وړاندې د پیړیو پيړیو تجربو پربنسټ دې، د سبوتاژ د رامنځته کولو، د مخبرانو د گومارلو او راخپلولو روزینز نصاب جوړ کړي. د څارگرو کار کوونکو په منځ کې ۳۱۵ ایجنټان او ۲۵۰ تنه زده کوونکي ول. دغې ډلې د ختیځو توکمونو له توکمیزو مشرانو او همدارنگه د سالنگ د لویې لارې په اوږدو کې د میشتو وگړو له مشرانو سره چې د کابل د نښلوونکي لارې لپاره ستر خڼدونه گڼل کېدل، اړیکي ټینگ کړل. هغو توکمونو او کلیو چې همکارۍ ته زړه ښه کاوه د همکارۍ د ونډې په کچه پنځول کېدل. ددغو پنځـَونو یوه بېلگه د ۱۹۸۲ ز کال د دسامبر په مېاشت کې د ننگرهار په ولایت کې له شینوارو سره یو تړون وو. دغه توکم د پاکستان پولې ته نیږدې په افغان خاوره کې د کابل � پیښاورد لویې لارې د غاړې په یوې برخې کې پروت دی. د تړون پر بنسټ کي جي بي ۱۰۰۰ تـنو توکمیزو کسانو ته دهر تن پر سرد مېاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ ومنلې چې ددغې مهمې لویې لارې ساتنه وکړي.پلان دا وو چې پولې ته نیږدې توکمونه ځانته د ملیشاوو په توگه را و گوماري او موخه دا وه چې له یوې خوا پوله بنده کړي او له بلې خوا د مقاومت ډلې له هغه ځایه ونه شي کولای ځانونه ددولت پروړاندې را سمبال کړي . خو ډیري دغسې تړونونه بریالي را ونه ختل وگورﺉ : افغانستان ، د شوروي د نیواک پینځه لومړي کلونه ، ج. بروس امستوتز ، ۱۹۸۶ پپ . ۲۹۰ � ۲۹۱ )[22]. دغو توکمونو اکثرأ وختونه د مقاومت د ډلو د ملاتړ تر څنگ له کي جي بي او د افغانستان د ډیموکرایتک جمهوریت له ایجنټانو څخه پیسې او وسلې تر لاسه کولې. د مخبرانو پینځلس ډلې چې ټول ټال ۴۵۵ تنه کیدل د ځانگړو یا خاصو دندو د ترسره کولو لپاره گومارل شوي ول ( وگورﺉ : کي جي بي په افغانستان کې ، مقاله ۴۰ ، واسیلي میتروخین ، ۲۰۰۲ ، پ. ۱۴۲)[23]. څارگرو څانگو داسې سوري او لارې وموندلې چې له لارې یې کولای شوای د افغان مقاومت منځ ته ور ننوځي. د مقاومت په زړه کې د کي جي بي د څارگرو تر ټولو اغیزمنه کودتا د ټولې جگړې په اوږدو کې له احمدشاه مسعود سره د اړیکو ټینگول او ساتل ول. ( وگورﺉ : افغانستنان ، د شوروي د ترهگرۍ د دَور پای ، بروس ریچاردسن ، ۱۹۹۸ پپ. ۲۵-۲۹ :[24] [ تراژیدیا اي دوبلست افغانا � [ د افغانانو غمیزه او زړورتیا - ژ ] الکساندر لیاخوفسکي ، ۲۰۰۴ ، ۶۳۰ � ۶۵۴ : افغانستان ، سیاسي اخلاقي ضعف او بهرنۍ لاسوهنې ، ډاکټر نبي مصداق ، ۲۰۰۶ پ. ۲۱۲) .[25]

خو د جاسوسانو او مخبرانو د استخدام هره لړۍ بریالۍ نه ختله. د هغو کسانو پر وړاندې ، " فعاله اقدامات" تر لاس لاندې ونیول شول چې د جاسوسۍ له استخدام سره یې مقاومت ښوده هغوی یا د خپلې ډلې په منځ کې یا اعتبار کېدل اویا رټل کېدل که له دغو نښو یوه یې پر ځای نه موښتله نو د شوروي د یرغل پر وړاندې د اغیزمن پوځي دښمن په توگه په پام کې نیول کېده. د " بیل یې کړه بیا یې ایل کړه" [26] د ستراتیژۍ تر رڼا لاندې ډیرې هڅې تر لاس لاندې ونیول شوې چې تر ټولو ستر او اغیزمن جنگیالي د یو بل پر وړاندې راپاڅوي او له یو بل سره وجنگول شي. کې جي بي د اسلامي گوند د مشر گلبدین حکمتیار د بې اعتباره کولو او بې اغیزې کولو لپاره (چې تر ټولو ستر او اغیزمن دښمن او جنگیالی یې باله) د همدغه گوند د یوه مورچل یوه بولندوی ته د گلبدین حمکتیار له نامه یو جعلي لېک جوړ کړی وو؛ " لېک " د پاکستاني ورځپاڼو له یوې مناسبې مقالې سره مل وو چې په هغه کې یې حکمتیار، د مجاهدینود ډلو د مشرتابه او د هغوی د پاکستاني چارواکو په سترگو کې د یوه بې لاري مشر په توگه بې اعتباره کاوه. په ورځپاڼه کې د همدغه لېک د ملاتړ لپاره یوه مقاله د کې جي بي د (فعاله اقداماتو) د عملیاتو د یوې برخې تر سیوري لاندې په پاکستان کې د کي جي بي د جاسوسانو له خوا خپره شوې وه . په همدې وخت کې د کي جي بي یوه بله قـُلابي چلوټه د افغانستان د اسلامي گوند د یوه بې نومه غړي له پلوه د محمد نبي په مرکزي دفتر کې د یوه لېک پرې ايښودنه وه. لېک محمد نبي ته خبرداری ورکاوه چې " حکمتیار ستا د وژلو پریکړه کړې ده".د کي جي بي د غلطو مالوماتو د خپراوي کارپوهانو او ډنډوره چیانو گنگوسې خپرې کړې چې گڼې حکمتیارپه کابل پوهنتون کې د خپلې زده کړې په موده کې د ښځو پر مخونو تیزاب ور شېندلي ول. د مسکو له ستوني را پورته کېدونکی گډوله غږ [حقیقت او درواغ] د کي جي بي د غلطو مالوماتو د خپراوي له ماشینه راوتلي دي اوغلط مالومات یې د حقایقو په جامو کې خپاره کړي دي. (وگورﺉ : لوی دښمن ، د سي آی او اې او کې جي بي د خپل منځي لوبو کیسې ، [میلت بیرډن او جیمز ریزن ، ۲۰۰۳ پ. ۲۳۶). [27] هغو اینجټانو چې د هېواد پالو کډوالو د کمیټې [28] تر سیوري لاندې یې ژوند کاوه په زرگونو تبلیغاتي پاڼې وویشلې او په هغو کې یې محمد نبي او حکمتیار دواړه په دې تورن کړل چې د افغان ولس د گټو پروړاندې له اسلامي په شاتگپالو او ارتجاعي رژیمونو سره لاس لري. (وگورﺉ : کي جي بي په افغانستان کې ، واسیلي میتروخین ، ۲۰۰۲ ، پپ ، ۱۴۲ � ۱۴۳ ).[29] دغه له ۱۷۲ پاڼو را جوړ لاسوند څیړونکو ته د جگړې په اوږدو کې د شوروي د څارگرو څانگو د کورنیو کړیو کړه وړه اود یوې لسیزې جگړې د اوږدوالي د اغیزو په تړاو پریمانه تشریحات په لاس ورکوي. خو دلته مو مخکې له مخکې یوه شي ته پام اوسه. ددغه لاسوند تشریحات ډیر پراخه او ستومانه کوونکي دي او د لاسوند په هېڅ یوې گوښې کې د هغه سړي په اړه چې لویدېځ یې (د گوریلایي جگړو ځلانده ستراتيژیست)[30] بولي او گڼي د افغان له خاورې یې په یوازې سر د شوروي پياوړی څلویښتم لښکر وایست ، یادونه نه ده شوی .... احمد شاه مسعود

څنگه کیدای شي او څنگه ممکنه ده چې په دغسې یوه لاسوند کې د احمدشاه مسعود په شان دې د یوه پیژندل شوي سړي نوم چې ددغه لاسوند یوه بشپړه وونکې برخه گڼل کیږي ورک وي؟ په دغه اړه دوه انگیرنې را برسره کیږي : لومړی دا چې پر مسعود ځکه دومره پاملرنه نه ده شوې چې نوموړی له ۱۹۸۰ زکال راهیسي د خپلو روسي او شوروي ولینعمتانو تر فرمان لاندی وو او له دې امله ( د فعاله اقداماتو عملیاتولړۍ) هېڅکله د هغه پرضد نه ده پلې شوې. دویم ، میتروخین د خپلو ټولو مالوماتو ټولگه په هاغه لومړي سر کې د انگلیس څارگرې

ادارې (ایم آی ۶)[31] ته وسپارله. ټول پوهیږي چې (ایم آی ۶) له پخوا له مسعود سره مینه او پـټـپـټـانی درلود او د هغه ملاتړ یې کاوه. (ایم آی ۶) ، (بي بي سي) ، (خبریال او لیکوال " سنديگال")[32] او (آی ټی ان)[33] د یوې دسیسې په را جوړولو غوښتل د خپلو خوښو تر رڼا لاندې یو تبلیغاتي مستند فلم د (افغانستان د تیـیتو)[34] په نامه جوړ کړي [وگورﺉ : افغانستان،سیاسي اخلاقي ضعف او بهرنۍ لاسوهنې ، داکټر نبي مصداق ، ۲۰۰۶ پ. ۳۳۰ شمیره ۱۶][35]. [ جنرال اختر" دهغه افغان په تړاو چې نه یې غوښتل جگړه وکړي" ، ژور شک درلود. هغه پوهېده چې د " ایم آی ۶" ایجنټان د خبریال تر څادر لاندې د مسعود لپاره د پروپاگند د ماشین یوه برخه ول" [وګورﺉ : د چارلي ویلسن جگړه ، جیورج کریلي ، ۲۰۰۳ ، پ ۱۹۸].[36]

دغه انگیرنه په بشپړ ډول معقوله بریښي چې (ایم آی ۶) د مسعود د ساتنې لپاره د میتروخین لاسوندونه چاڼ /اصلاح کړي دي ،سي آی اې له ډیرو پخوا وختونو پوهېدله چې مسعود په افغانستان کې د (ایم آی ۶) سړی دی او هېڅ شک نسته چې دغه لید د هغوی د نیکونوله مړژواندې پښتـني ضد تگلارې سره غاړه غړي کیږي. حقیقت دا دی چې ددغو دواړو انگیرنو یو ځای کول موږ د ژورې رښتیا هغه تـل ته بیایي چې د مسعود د استخدام او له گوت نیونو او شننو څخه د هغه ساتنه دواړه د بریتانیا د (ایم آی ۶) یوه ماره ده.
بروس گ. ریچارډسن

د گوند بنسټ ایښودنه


افغانستان د یوه ډیر اړین (مهم) ستراتیژیک ځای ځایگي څښتن دی. دغه هیواد له شوروي اتحاد سره اوږده پوله لري. په پخوا وختونو کې دغه پوله د وگړو پرمخ د تگ راتگ لپاره آزاده وه اوپه پایله کې ولسونه له یوبل سره گډ شول.
په منځنۍ آسیا کې د بلشویک د رژیم له ټینگیدا وروسته ددغه آسانه او آزاده تگ راتگ مخه ونیول شوه او د نوي رژيم څرگند دښمنان دې ته اړ شول چې گاونډی هېواد افغانستان ته کډه شي. د هغوی ټولیزه شمیره اوس څه ناڅه د ۷۵۰.۰۰۰ تاجیکانو، وزبکانو ، تورکمنانو او قرغیزيانو زوزات (نسل) جوړوي چې پلرونه یې د بلشویک د رژیم د ناتار له امله افغانستان ته راکډه شوي ول او اوس په افغانستان کې ژوند کوي.

افغانستان لومړنی هیواد وو چې په روسیه کې یې نوی رامنځ ته شوی رژیم په رسمیت وپیژانده او په دودیز ډول د روسیې یو ملگری هیواد بلل کیږي. ددغه هیواد د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو اغیزې په پراخه ډول لېدل کېږي. د افغانستان هېڅ پاچا ان داؤود [37] د شمالي هیولا له خوښې او گټې پرته ، د هېڅ ډول جدي گام اوچتولو ته لاس پورې نه کړ.

خو کله چې داؤود د خپل گوند بنسټ ایښودنې ته ملا را وتړله نو کي جي بي دغه گام کمونیستانو ته د یوه جدي گواښ په توگه ولېد. داسې انگیرل کېدله چې گڼې داؤود به د ایران بیلگه تر لاس لاندې ونیسي او پر سیاسي گوندونه به بندیزونه ولگوي. [چیکا] [38] د دولت پر هر گام ژوره څارنه درلودله او له نورو هیوادونوسره د نیژدې اړیکو په راټینگولو کې یې خنډونه رامنځته کول. په ځانگړې توگه [چیکا] د ایران له هغه پلان سره مخالفت وښود چې په افغانستان کې د ریل لومړۍ پټـلۍ جوړه کړي او هم یې د امریکا د هغه پلان مخه ونیوله چې غوښتل یې د او سپنې د ویلي کولو د بټۍ څو ځالگۍ جوړې کړي او هم یې د هغه پلان مخې ته سترې ډبرې کيښودلې چې د روغتونونو د جوړلو له لارې یې وگړو ته روغتیایي آسانتیاوې برابرولې.

[چیکا] په هیواد کې د پیاوړو اینجنټانو ځالگۍ درلودله او د هغوی له لارې د بیلابیلو سیاسي کړیو له اکر وکر (حالت) څخه په ټینگه خبره وه ، په ژوره توگه یې ځانته په سیاسي لړیوکې لاره موندله او په دې یې لاس بر وو چې د سیمه ییزو خدماتي څانگو له لارې خپلې هڅې پر بهرنیو د هدف وړ سازمانونو نیغې کړي او د ددغو سازمانونو پام له شوروي پالو کسانو څخه بل لورې ته را واړوي.
د کي جي بي یوشمیر ایجنټان د مارکسیسزم � لیننیسزم پلویان شول او یو شمیریې د ارگانونو په مرسته په نړیوال کمونیست او کارگري غورځنگ کې فعال شول. له دغسې ایجنټانو څخه یو یې نور محمد تره کی [39] وو. هغه په ۱۹۵۱ ز کال کې ایجنټ شو او په کابل کې د کې جي بې د میشتې څانگې [40] له دغو غړیو سره په اړیکه کې وو : سـَگادییف [41]، کوزولوف[42] ، فیدوسییف[43] ، سپیریدونوف [44]، کوسترومین [45]، کوزیریف[46] ، اې وي پیتروف[47] . له کار پوهیزه اړخه تره کی یو خبریال او لېکوال وو.

بل ایجنټ د(مرید)په پورَني (مستعار) نامه ببرک کارمل وو چې له " مخموی"[48] ، " اکبر" او " خوما" [49] سره یې یو ځای په ۱۹۵۷ زکال کې د پرچم (بیرغ) [50] په نوم د یوې لیننیستي - کمونیستي ډلې بنسټ کښیښود. د ۱۹۶۲ ز کال په وروستیو کې ببرک او تره کي له یو بل سره وپیژندل شول. په هغه وخت کې تره کي په یوازې سر کار کاوه او هیڅ ملگري یې نه درلودل. له هغه وروسته حفیظ الله امین ور سره یو ځای شو او له هغه سره یې یوځای د خلق په نامه د یوې مارکسیستي ډلې بنسټ کښیښود. دغه دواړه ډلې سره یو ځای کړای شوی اوپه ۱۹۶۵ زکال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ترې جوړ شو. د هغوی ټوله شمیره له درې سوو تنو څخه پورته نه وه. له دریالس تـنو څخه جوړه یوه مرکزي کمیټه او د پینځو تـنو یوه سیاسي بیرو یې جوړه کړه. تره کی د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټي لومړی سکرتراو ببرک یې مرستیال وټاکل شول. دغه یوه ځای کېدنه په خټه او تومنه کې یوه ارگانیکي یوځای کېدنه نه وه. دواړو ډلو په هاغه لومړي سر کې د مسکو تابعیت او لارښوونو ته غاړه کښیښودله. د ببرک پلویان پرچمیان او د تره کي خلقیان بلل کېدل.
تره کي د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د نړیوالو اړیکو د څانگې له پلوه مسکو ته وبلل شو. هغه ته د نړیوالو اړیکو د مشر [باریس] پونومارییف [51] او د څانگې د نورو غړو له پلوه ښه راغلاست وویل شو.
هغه ته لارښوونه وشوه چې په خپل گوند کې دې تر هغه مهاله په ډیر ځیر خپل کار سرته ورسوي چې د چارواکو له پلوه د گوند د رسمي فعالیت په اړه ورته اجازه نه وي ورکړل شوي او په غیر قانوني اکروکر(حالت) کې دې خپله ټوله هڅه د گوند د ډیرو اړینو څانگو په جوړولورا ټوله کړي. همداشان هغه ته لارښوونه وشوه چې د یوه مخور رﺋـیس په نامه دې د یوې ورځپاڼې خپراوي ته ملا وتړي ، په دې مانا چې ځانته د ډوډۍ موندلو لاره ومومي ، او په دې توگه د چارواکو د سترگو په وړاندې کولای شي د خپل عاید سرچینه او لاره څرگنده کړي. د مسکوپه غونډو کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پر پروگرام ، تگلارې ، قانون او مالي اړخونو خبرې وشوې. هغه د ستالین [52] له هغو لارښوونو سره هم آشنا کړای شو چې د اندونیزیا د کمونیست گوند سکرتر جنرال ایدیت [53] ته یې کړې وې.
تره کي په مسکو کې د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې پر فعالینو ښې اغیزې وشیندلې. هغه بـږرکی (جدي) او د خپل گوند د مشرتابه د دریځ د پرمخ بیولو لپاره چمتو ښکاریده. تره کي د شوروي اتحاد مرکزي کمیټې ته د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرتابه د یوه تن وزبک توکمي غړي [بادشي][54] [بدخشي �ژ] وړاندیز وړاندې کړ چې په افغاني تورکمنستان کې دې د [تم؟][ښايي � ستم وي �ژ] په ځانگړې توگه د وزبکو له ناخوښیو څخه په گټه اخیستنې د دولت پر وړاندې وسله وال پاڅون ته لاس واچول شي. د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې ددغسې یوه گام اوچتونه له بیړې ډک یو گام و باله. وروسته تره کي د خپل مرستیال ببرک په اړه شک څرگند کړ او ټینگار یې وکړ چې ببرک د افغان دولت له څارگرۍ � ضد څانگې سره اړیکه لري. د تره کي شک ددغه حقیقت پر ستـنې ولاړ وو چې ببرک په ۱۹۵۲ زکال کې لومړنی سیاسي بندي وو چې خوشې شو.په کابل کې د شوروي څارگرې میشتې څانگې دغسې تورونه وغندل او څرگنده یې کړه چې دغسې گنگوسې د [تره کي] د سیالانو د بې اعتباره کولولپاره را پارول کیږي او هڅه کیږي چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د لېکو په منځ کې د بې اعتبارۍ اوپر یو بل د نه ډاډ کولو چاپیریال رامنځته او گوند د بیلتون له کرښې سره مخامخ کړي.

کله چې تره کی د گوند د سکرترجنرال په توگه و ټاکل شو، کي جي بي د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې ته خبر ورکړ چې دغه څانگه به تره کي ته د خپلو ایجنټانو د لیږلو لړۍ ودَروي او زیاته یې کړه " که اکر وکر ډیر خراب شي او اړینه وگڼل شي نو په هاغه وخت کې به خپل پټ اینجټان ور ولیږي چې له تره کي سره اړیکه ټینگه کړي او گوند ته به یې اړونده سیاسي مرسته ورکړي چې په دې توگه به کي جي بي په ډیر پام او احیتاط له هغه سره اړیکه ټینگه وساتي." د مرکزي کمیټې د نړیوالو اړیکو د څانگې مشر آی وي میلونوف کي جي بي ته په ځواب کې وویل چې سوسلوف [55]، پونیمارییف او اندروپوف [1] د کي جي بي لېک ولوست او د ۱۹۶۵ ز کال د فبرورۍ پر اتلسمه نېټه یې ومنله چې کي جي بي دې له تره کي سره د گوند په اړه خپلې پټې اړیکې په وړاندیزشوي ډول ټینگې وساتي. تره کي ته د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د نړیوالو اړیکو د څانگې له پلوه وویل شول چې [ته] باید ووایي چې [ته] د افغان � شوروي د ملگرتابه د ټولنې او د شوروي د لېکوالانو له پلوه مسکو ته د سفر لپاره رابلل شوی یې. تره کي کله چې له سر وزیر میوندوال [56] سره ولېدل نو هغه ته یې وویل چې دولت دې له کیڼ اړخو څخه نه باید ویره ولري او غټه ویره له ښي لاسو او ارتجاعیونو څخه را کټیږي چې د واکمنۍ د نیولو موخه لري.

د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مالي لگښت د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې له پلوه ورکول کېده. ددغه گوند د ورځپانې لگښت هم له همدغې لارې برابرېده.
د ۱۹۶۵ ز کال د اپریل په مېاشت کې د خلق د ورځپاڼې خپرونې پیل شوې. په ۱۹۶۵ ز کال کې پینځوس زره افغانۍ ، تره کي ته په ولسي جرگه (ولسي شوری) کې د ټاکنو د کمپاین لپاره ورکړل شوې. تره کي [د شوروي له څارگرې�ژ] میشتې څانگې څخه وغوښتل چې هغه ته دې په ورځپاڼه کې د نظریاتو د لېکلو د څرنگوالي په اړه لارښوونه وشي.

له څارگرې میشتې څانگې سره د تره کي غونډې یا د یوه پټ مأمور په موټر کې تر سره کېدلې او یا به پټ مأمور تره کی په پټه خپل موټر کې خپل کور ته راووست او غوڼده به هلته تر سره کېدله.
هغه ته په مېاشت کې د ۱۸۰ روبلو په اندازه پیسې چې د هغه وخت له څلورو زرو افغانیو سره برابرې وې د ډوډۍ د مدد معاش په توگه ورکول کېدلې.

د ۱۹۶۶ز کال د دسامبر په ۱۷ نېټه میلانوف او سپیرېدونوف [57] له تره کي سره د چال چلند او د ترلاس لاندې نیولو په تړاویوه غونډه ونیوله . هغه ته لارښوونه وشوه چې محرمیت دې په کلکه په پام کې ونیسي او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له مشرتابه سره دې کار دومره په پټه تر سره شي چې (دولتي] چارواکي دې یوازې او یوازې پر څو تـنو لکه تره کی او کارمل خبروي. همدارنگه که د ولت د گوند لوړپوړي چارواکي وپيژني او یا ونیسي نو په بدل کې دې د گوند نور لوړ پوړي غړي د هغوی د ځای نیونکو په توگه وروزي. تره کي ته باید وویل شي چې " د دواړو هېوادونو د اړیکو او په هیواد کې د روان اکر وکرپه پام کې نیولو سره دې د ژوند یوه لیبرال � دیموکراته منځلارې ژوند بڼه غوره کړي چې په ترڅ کې یې د کیڼ لاسو فعالینو ملاتړتر څنگ ولري. په دې ډول به د ډیموکراتیک غورځنگ د پرمختگ او ودې لپاره بنسټ جوړ شي او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند چال چلند او عملي فعالیتونو به پرهمدغې ستـنې را ولاړ وي. د همدغې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړینه بریښي چې د قانوني فعالیت د امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره هم لاره هواره شي ، په ځانگړې توگه د پوهنتون د زده کوونکو او ځوانانو، سودا گریزې او نورې ټولنې دې جوړې شي. تره کي ته باید وړاندیز وشي چې د خپل گوند په کاري برخو پورې اړوند د میشتې څارگرې څانگې له لارې دې د (پروبلیمې میرای سوڅیالیزما) [58] مجلې دې تر لاسه کړي. میلانوف زیاته کړه چې د گوند د ورځپاڼې پروگرام ( خلق ) چې اوس پر مخ روان دی ، سم نه دی او بې ځایه دی. تره کی د ببرک پر وړاندې له ځانه غیر ضروري بې حوصلگي څرگندوي او بیړنۍ تشکیلاتي طرحې یې تر لاس لاندې نیولې دي. میلانوف ، سپریدونوف ته ورغبرگه کړه چې یو شمیر نوښتونه دې تر لاس لاندې ونیسي او تره کي ته دې د هغه له شخصي غوښتنو ، نظریو اود هیلو له شتون سره سره، د سلا او مشورو له ورکولو څخه ویره ونه لري. تره کي په خپل وار هغه ته د کتابونو ، د ایران د توده [59] د گوند او نورو په لیږلو کې د ځنډ له کبله له مسکوه خپله ناخوښي څرگنده کړه. " که شوروي ملگري داسي گومان کوي چې په افغانستان کې لا تر اوسه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په شان گوند نه دی پوخ شوی چې په بنسټیز دول رامنځته شي او کار وکړي ، نو گوند دې منحله او زه به بهر ته لکه هندوستان ، سوریې یا سایلون ته ولاړ سم او ادبي کارونه به پرمخ یوسم."

خو کله چې تره کي د ۱۹۶۷ ز کال د جنوري په مېاشت کې د [پروبلیم میرای سوڅیالیزما] د مجلې مصحح ته څارگریز عملیاتي لېک وسپاره نوموړي وویل : له چې دې چې د کمونیست او د کارگرانو د گوند له خپریدونکي ارگان سره یې اړیکه ټینگه شوې نو دا اړیکه په حقیقت کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په رسمیت پیژندلو ته نغوته کوي . میشتې څارگریزې څانگې [60] له تره کي څخه غوښتنه وکړه چې د جاسوسۍ یو شمیر فعالیتونه دې پلي کړي. هغه د هېواد د روان اکروکر او د [پښتو] [61]، د افغان پوځ او دولت په اړه مالومات ورکړل.

تره کي کي جي بي ته د ځانگړو کسانو په اړوند مالومات ورکول او د هغه په مرسته نوي ایجنټان وگومارل شول. د هغه له لارې د ۱۹۶۷ ز کال د فبروري د مېاشتې پر۲۱ نېټه په کابل کې د چین د سفارت د ودانۍ مخې ته د چین د بیلتون پاروونکو کړونو په غبرگون کې لاریون تر سره شو ، د چین سفارت ته د کار گرانو له پلوه د گوتـنیونو او احتجاج د ټیلفونونو لړۍ او د چین � افغان د دوستانوله اړخه د خښم لېکونو د لیږلو سمبالول تر لاس لاندې ونیول شول. تره کي په افغانستان کې د هغه د " چینایي " ملگرو په غوښتنې د فبروري د مېاشتې په ۲۲ او ۲۳ نېټې په خپله د چین سفارت ته تیلفون وکړ او خپله خواشینې او خښم یې ور څرگند کړ. تره کي په همدغې محتوی او متن په خپل کیڼ لاس په پاړسي ژبه لیکونه ولیکل. د دسامبر د مېاشتې په ۲۳ نېټه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی ډاکټر صالح [62] په خپل بایسکل د چین د سفارت د انگړ کټارې ته نيژدې ورغی او نوموړي لېکونه یې ور وشیندل.

تره کي او ببرک په هېڅ ډول دا وړتیا و نه موندله چې په گوند پورې اړوند چارې په گډه او یو ځای پرمخ یوسي. ببرک پر تره کي د بډې د اخیستـلو ، په امریکایي بانکونو کې د بانکي حسابونو په لرلو ، د څلورو موټرو او په پښتو [پښتـني- ژ] بانک کې د څلور لکو افغانیو د لرلوتور لگاوه. میشتې څارگرې څانگې هماغسې چې مخکې د ببرک ملا ورتړلې وه دا ځل یې له تره کي څخه ملاتړ وکړ. څارگرې څانگې تره کي ته په ښه سترگه کتل او هغه یې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو رښتونی او د زړه له کومې پالیاله ملگری گاڼه چې له هغې سره یې په وجدان او کارپيژندنې همکاري وکړه او د امریکا په سفارت کې یې ټولې ورسپارل شوې دندې د محرمیت د ټولو اصولو په پام کې نیولو په ځیر تر سره کړې. خو تره کي د یوه ځانگړي سړي په توگه ، پیچلی او له اړوپیچه (تنقاضه) ډک شخصیت درلود. هغه په بوږنونکې توگه منځـتـشی سړی وو، ډیرې وختونه به د هغه په اړه ډیرې منفي ټوکې جوړېدلې او داسې ښکارېدله چې هغه ته ډیرې سترگې اوښتې وې. دغې ځانگړتیا ته هغه وخت د خلکوپام را واوښت چې نوموړي شوروي اتحاد ته سفر وکړ. کېدای شي د تره کي دغه ځانگړتیا یو له هغو لاملونو څخه وي چې د نوموړي آس د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرتابه د نورو غړوله آسونو لکه ببرک سره په یوې پوندې کې نه څرېدل او پایله یې دا شوه چې د ۱۹۶۷ ز کال د آگست په مېاشت کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په دوه وو لویو برخو وویشل شو. ببرک چې له زده کړو څخه برخمن سړی ښکارېده هڅه وکړه چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په عملي کار کې د نرمښت له چلونو او تاکتیکونو څخه کار واخلي خو " نور" [ تره کي] په خپل چال چلند کې څرگنده کړه چې مسکو د هغه تر شا ولاړ دی او د خپلې نیول شوې لارې او کړنوپه پلي کولو یې ټینگار وکړ. تره کی هغه مهال ډیر اندیښمن او زړه تـنگی شو کله چې په ۱۹۶۸ز کال کې په مسکو کې د کمونیستو ملگرو گوندونو د راتـلونکي په اړه د کنفرانس خبر خپر خپور شو او پریکړه وشوه چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند دې را ونه بلل شي. نورمحمد په ډیره ترخه ژبه پرمسکو نیوکه وکړه او ټینگار یې وکړ چې له یوې خوا شورویان هغه ته د یوه کمونیست په سترگه نه گوري او له بلې خوا په افغانستان کې هغه ته هر څوک پرته له استـثـنأ کمونیست وایي. هغه وانگیرله چې کرملین د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند سپکاوی کړی دی.

د ۱۹۶۸ز کال په سپتامبر کې مرکز[63] له میشتې څانگې وغوښتل چې تره کی دې د عملیاتي چلونو ، تاکتیکونو او وسایلو له لارې و ازمويي. د ۱۹۷۰ ز کال د اکتوبر د مېاشتې په لومړۍ نېټه تره کي برژنییف [64] ته یو لېک ولېږه او له هغه یې " افغانستان ته د اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه او ټینگار یې کړی وو چې په مصرفي توکو لکه بورې او پترولو دې کریدت لیرې کړای شي. هغه وویلي ول چې موږ داسې مرستې نه غواړو چې د کارگرې پاړکې (طبقې) د پياوړي کېدلو مخه ونیسي خود موټر په ډول د لوکسو وسایلو لیږنه دې پر هیواد بنده شي ځکه چې د هېواد د واکمنو له پلوه کارَول کیږي. " هغه په خپل لېک کې وړاندې ځي او لیکي: " د ملگرو گوندونو په کنفرانس کې و منل شوه چې د سوسیالیست کمپ مرستې دې د نړۍ په هرگوټ کې ډیموکراتیکو او پانگوالۍ ضد ځواکونو ته ورکړل شي. هیله لرم چې تاسو په افغانستان کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند فعالیتونو ته چې مارکسیسزم- لیننیزم ته پالیاله او د پانگوالۍ او شاتگ پالنې (ارتجاع) پر وړاندې جگړه کوي ، را واړوﺉ. د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د خپل فعالیت له پيله په افغانستان کې د مارکسیسزم � لیننیزم د ایډیالوژۍ خپرول تر لاس لاندې نیولي دي.

د ۱۹۷۲ ز کال د اکتوبر د مېاشتې پر ۱۷ نېټې تره کي څارگرې مېشتې څانگې ته خبرداری ورکړ چې دا ؤود د کودتا د ترسره کولو تابیا نیولې ده. د ۱۹۷۳ ز کال د مې په مېاشت کې [اظهرعبدالصمد] [عبدالصمد اظهر � ژ ] [65] چې جاسوسي نوم یې [ فتح خان وو] مېشتې څانگې ته گزارش ورکړ چې داؤود کودتا ته چمتو او د کودتا په اړه یې ډیرځیر او کره مالومات ورکړل. د همدغه کال د جولای په مېاشت کې تره کي په گوتـڅـنډوکې ژبې څرگنده کړه چې که شوروي ملگرو پنځه یا شپږ کاله مخکې د خلقي غړو مخه نه وای نیولای چې په پوځ کې کار وکړي نو ټول هغه افسران چې نن په کودتا کې ښکېل دي ښایي د خلق د ډلې پاخه غړي وای. اوس یوازې په پوځ کې هغه افسران دي چې [خلق] ته لیوالتیا لري. څارگرې څانگې تره کي ته لارښوونه وکړه چې خپل پالیاله او صادق ملگري دي د نوي دولت د لوړو څوکیو نیولو ته را وهڅوي. په ۱۹۷۴ ز کال کې هغه ته د پخوا په شان پینځوس زره افغانۍ ورکول کېدلې.

د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په دې بریالی نه شو چې د خلق او پرچم تر منځ پرسیالیو د پای ټکی کښیږدي ، په یو موټي ډول ځان سمبال او په یوه نوم راټول شي. څارگرې څانگې د ډلو ترمنځ دغه ناخوالي یوازې د مشرتابه او د شوروي له پلوه د پیژندلو لپاره تعریف کړه او څرگنده یې کړه چې د گوندي کړیوترمنځ دغه بیلتون هېڅ ډول تړاو له ایډیالوژیکي تضادونو سره نه لري. تره کی د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې غیرقاطع دریځ ته هک پک پاتې شو.هغه وویل چې که شوروي اتحاد گومان کوي چې ببرک رښتیا وایي نو تاسو ماته زما غلطي را څرگنده کړﺉ. تره کی او ببرک نه باید د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو لپاره کومه ستونزه وي. پخه او کره خبره دا ده چې په افغانستان کې ډیموکراتیک ځواکونه مخ په ودې دي. خو دغه ځواکونه د شوروي اتحاد د کمونیست گوند هغې کټ مټ مرستې ته اړتیا لري چې په نورو هیوادونو کې یې کمونیستو او ډیموکراتیکو گوندونو ته ورکوي. د شوروي اتحاد د کمونیست گوند له مادي او معنوي مرستې پرته به د افغانستان د کمونیستانو لپاره په نا باوره توگه له کړاوونو ډکه وي چې خپل فعالیتونه پرمخ یوسي حال دا چې شاهي کورنۍ په ټگۍ او چلوټۍ هڅه کوي چې زموږ گوند را دړې وړې کړي. " تره کي د [نوي ژوند ] تر نامه لاندې یو کتاب ولیکه. دا کتاب د [نظر زاده] تر پورني یا مستعار نامه لاندې خپور شو. [د تره د پلار نوم نظر محمد وو � ژ] خو د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې میشتې څارگرې څانگې ته لارښوونه وکړه چې په افغانستان کې د جمهوریت له رامنځته کېدلو وروسته په کیڼ غورځنگ کې د ببرک دریځ او واک مخ په ودې دی نو ښه به دا وي چې دغه کتاب دې په هیواد کې دننه خپور نه شي ځکه دا به د ببرک له ناگـڼلي (نامطلوبه) غبرگون سره مخامخ شي.

مرکز خپله نظریه په دې را ټوله کړه چې له تره کي او ببرک سره کار وکړي او د ۱۹۷۴ز کال د اکتوبر په ۲۵ نېـټه یې دواړو ته د مېشتې څارگرې څانگې له پلوه یو عملیاتي لېک [66] ولېږه. د لېک غټ ټکي دا دي : " مشېتې څانگې ته لارښوونه کیږي چې له [مرید] [ببرک] او [نور] [تره کي] سره د خپلو عادي غونډو او خبرو اترو په ترڅ کې پرته له دې چې له مسکو څخه د لارښوونو نوم ورته وریاد کړﺉ په ډیر ځیر ، هوښیارۍ اود ملگرتوب پا جامو کې ورته ووایاست چې زموږ [میشتې څانگی �ژ] د موافقې له اخیستلو پرته هېڅ ډول گام پورته نه کړﺉ ځکه دښمنان به ستاسو د ډلو په منځ کې ستاسو خپل سری گام د یوې پلمې او یا د روغې جوړې د یوې لارې په توگه وکارَوي. [مرید] او [نور] ته دې یو ځل بیا خبرداری ورکړل شي چې پر یو بل دې د برید له کولو څخه ځانونه لیرې و ساتي او پر یو بل دې د جمهوریت ضد فعالیتونو د ترسره کولو تورونه نه لگوي ځکه دا د ارتجاعي ځواکونو په لاس کې د یوې لوبې په توگه لویږي او دا به په خپله په افغانستان کې د ډیموکراتیک غورځنگ د لړۍ په ټپه درېدنې او را نړونې ته لاره پرانیزي. موږ له تاسو غواړو چې موږ ته د تیلگرام د را لیږلو له لارې خبر راکړﺉ چې تاسو له [مرید] او [نور] سره غونډې و نیولې او خبرې اترې مو ورسره وکړﺉ."

د لومړۍ برخې پای
ژباړه : رحمت آریا
دسامبر ۲۰۰۸

--------------------------------------------------------------------------------

[1] دمصحح یادښت : یوري ولادیمیرویچ اندروپوف له ۱۹۶۷ تر ۱۹۸۲ ز کلونوپورې کي جي بي مشر وو او بیا د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د ستر سکرترجنرال دریځ ته لوړ شو
[1] Schopenhauer

[نامتوجرمن فیلسوف ۱۷۸۸ د فبرورۍ له ۲۲ ، د۱۸۶۰ د سپتامبر تر ۲۱ پورې. ژ]
[2] Vasiliy Mitrokhin
[3] KGB

[4] Estonia
[ د اروپا شمال ته د بالقان په سیمه کې چې د [ایستي] یا[ایستي وابریک] په نامه هم پیژندل کېږي د فنلند د خلیج په شمال کې د فنلند یو گاونډی هیواد دی. په ۱۹۴۴ کال کې روسانو د هغه هیواد ونیو خو د ۱۹۹۱ کال د آگست په ۲۰ یې خپله خپلواکي اعلان کړه. د همدغه کال د سپتامبر په ۱۷ د اروپايي ټولنې غړی ومنل شو او بیا د ۲۰۰۴ زکال د مې د مېاشتې له لومړۍ را ورسته د ناټو د ټلوالې غړی هم شو- ژ]

[5] Tallinn
[ جرمنیانو ، سویډنیانو او ډنمارکیانو [ریوال] بللی او پولنډیانو [ریول] بللی چې د استونیا پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی �ژ]

[6] containers
[7] The Sword and the Shield: The Mitrokhin Archive and the Secret History of the KGB
[8] Christopher Andrew
[9] Cold War International History Project
[10] Woodrow Wilson International Center for Scholars, Washington, D.C
[11] scorched earth policy
[12] The KGB in Afghanistan, Working Paper No. 40
[13] Woodrow Wilson Center
[14] active measures
[15] black operations
[16] Directorate S of the First Chief Directorate (FCD) Of KGB
[17] The KGB in Afghanistan, Working Paper No. 40, Vasiliy Mitrokhin, 2002, pp.142-143
[18] KGB/KhAD
[19] Afghanistan, the Great Game Revisited, 1990, edited by Rosanne Klass, p. 421
[20] Balashikha
Балашиха[بالاشیخا-
د روسیې د فدراسیون یو ولایت دی چې د مسکو د ختیځ په۱۶ کیلومترۍ کې د د سیند پرغاړه پروت دی - ژباړونکی]Pekh�rka River مسکوپیخورکا

[21] Eight Department, Colonel V. Kikot,
[22] Afghanistan the First Five Years of Soviet Occupation, J. Bruce Amstutz, 1986, pp. 290-291
[23] The KGB in Afghanistan, Working Paper No. 40, Vasiliy Mitrokhin, 2002, p.142
[24] Afghanistan, Ending the Reign of Soviet terror, Bruce Richardson, 1998, pp. 25-29: Tragedia I doblest Afgana, Aleksandr Liakhovskii, 2004, 630-654:
[25] Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, 2006, p.212).
[26] divide et impera
[27] The Main Enemy, The Inside Story of the CIA�s Showdown with the KGB, Milt Bearden and James Risen, 2003, p. 236
[28] Committee of Patriotic Refugees
[29] The KGB in Afghanistan, Vasiliy Mitrokhin, 2002, pp. 142-143
[30] brilliant guerrilla strategist
[31] MI6
[32] Sandy Gall
[33] ITN
Independent Television News
[خپلواکه تلویزیون خبرونه : د انگلستان یوه تلویزیوني ځالگۍ ده دغه ځالگۍ څلور تلویزیوني څانگې اوپه انگلستان او آیرلند کې د (آی ان آر) له لارې ۲۵۰ سوداگریزې راډیويي شبکې لري. دغه ځالگې په پینگک،برلین،بروسلز،اسراﺋیلو، جوهانسبرگ، نیویورک، پاریس، سدني او واشنگټڼ ډی سي کې خپلې ځانگې لري �ژباړونکی]

[34] the Tito of Afghanistan
[35] Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, 2006, p.330n, no. 16
[36] Charlie Wilson�s War, George Crile, 2003, p. 198
[37] د لېکوال یادښت: سردار محمد داؤود په ۱۹۷۳ ز کال کې واک تر لاسه کړ

[38] Cheka
چیکا: د شوروي اتحاد لومړنی څارگر مرکز چې وروسته کي جي بي د هغه ځای ناستې شوه

[39] د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د خلق د څانگې غړی ، د غوایي له کودتا وروسته ولسمشر او د انقلابي شوری مشر او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت سر وزیر. د ۱۹۷۹ز کال د اکتوبر پر ۹ نهمه نېټه اعدام شو.

[40] د لېکوال یادښت : څارگره میشته څانگه د څارگري خدماتو له څانگو څخه یوه څانگه ده چې په بهرنیو هیوادونو کې میشته وي او په ژوره توگه یې خپله بڼه او مخ اړولی وي او څوک پرې نه پوهیږي. دغه څانگه هم له قانوني او هم له غیر قانوني اړخونو څارگري خدمات پرمخ بیایي ، په دې مانا چې یا څارگر مامورین اوایجنټان نه شي کولای خپله اصلي بڼه یا تابعیت پټ کړي او د څارگریزو دندو په اړوند په برالا د خپل هیواد د استازیتوب یو رسمي دنده په غاړه لري او یادا چې څارگر او ایجنټان په بهرنیو هېوادونو کې د جعلي لاسوندونو او کاغذونو په کارولو څارگرۍ دندې پرمخ بیایي. څارگري میشته څانگه د خپل قانون او مقرارتو پربنسټ خپله دنده تره سره کوي. د میشتې څانگې غړي خپل ځانگړی چال چلند او اخلاق لري. دغې څانگې ته د خپل متبوع دولت له پلوه پراخه سیاسي واک په لاس ورکړل شوی دی. دغسې میشتې څانگې د پټو لارو چارو او میتودنو په کارولو چې د هغه هېواد قانون منع کړي دي د تر هدف لاندې هېواد په دولت کې په ډیرو اړینو او مهمو څانگو کې دننه ، په پټوجگړو کې ښکېلې وي.

[41] Sagadiev
[42] Kozlov
[43] Fedoseev
[44] Spiridonov
[45] Kostromin
[46] Kozyrev
[47] A.V.Petrov
[48] د مصحح یادښت کرښه ونه پيژندل شوه
[49] دغه دریواړه نومونه په لاسوند کې په همدې ډول لېکل شوي دي (ژ)

[50] د افغانستان دخلق ډیموکرایتک گوند د یوې څانگې نوم دی چې د نورمحمد تره کي پر وړاندې یې د ببرک کارمل ملاتړ کاوه. دغه نوم د پرچم په نامه یوې ورځپانې پورې اړه لري چې بنسټ یې په ۱۹۶۸ زکال کې کښیښودل شو او د سلیمان لایق له پلوه خپریده.

[51] [Boris] Ponomarev

[52] د لیکوال یادښت :د ستالین نومیالیتوب له نومینکلاتورا[ د شوروي اتحاد او ختیځ بلاک د ټلوالې په منځ کې د هغو کسانو نومونه چې کلیدي اداري دریځونه یې درلودل �ژ] سره په تړاو کې تاوان نه وو لېدلی.خروسچیف یوازې د سپڅیلتیا شپول د گرگر(مستبد) له مخه را پاک کړ اوپه خپلو کړونو یې په حقیقت کې هغه یې د خپل قبر له آرامځي را وایست. هغه د کرملین دیوال ته نیږدي د مرکزي مړیستون په څلورڅنډیزې کې د جرم نورو شریکانو ته نیږدي ښخ شو. د گوند په کانگرس کې له گوند څخه د ستالین شننه او اخیستنه یوازې د ستالین پر را شخصیت را څرخېدله نه په ټولیز ډول پر ستالینیزم ؛ داسې قوانین او سیستم را جوړ شو چې په فکري گروهنه کې یې د جرړو په ځغلولو وده وموندله. د نومنکلاتور په نامه د زبیښاک گرو نوې ډله رامنځنه شوه. بلشویکي او چیکي څاروي خویه لوټماران ډیر سرسخته ول او د واک په راخپلولو او نیولو کې یې ډیره وسه درلودله او د بې دفاع لگښتونو بې ساري استادان ول.د هغوی جنایتکاري ټینگه ، ثابته او په دوی په پورې تړلې ځانگړې ځانگړتیا درلودله چې دغه ناروغي نن د نوي خو د هغوی له پلوه د غوره شوي نسل زړه ته ور القاح کیږي. ستالین په ډیرې هوښیارۍ په لومړي سر کې دین او دولتي ځواک له یو بل سره یو ځای کړ. دیني ملایان ، ځوروونکي ، ستایونکي ، اټکل کوونکي (پیشگويي کوونکي) ،شکنجه ورکوونکي ،ډمان ، ټوکیان ، بدمعاشان او نورکسان چې مختلفې گروهنې یې درلودلې لکه ړانده ایمان لرونکي او د دین ته پالیالې ډلې ټول په یوې لېکه کې په را څرگندېدا شول. هغوی ته د لینن [ د نړۍ د ستر شیطان] د روڼ اندو نوم ورکړ شو، کټ مټ د سکاتلندي [فري میسن][ � پټه نړیواله ډله چې د نړۍ په نیواک کې یوبل ته امرونه او لارښوونې ورکوي - ژ] د ډلې په شان. اوس له دغو ډلو څخه یوازې د [ژوگاشویلي ] د آرشیف دوسیې پاتې دي او بس. د دوسیو ټول محتویات له منځه وړل شوي دي. شک اوشوپیان نشته چې ددغو توکو د له منځه وړلو لپاره ښه دلایل ول. نومنکلاتوران د دیکتاتور اړیکو ته درناوی کوي. له انګلستان څخه د [خدای د ستاینو- هـَلــَلویا] د غږراتگ نه دی هیر شوی. دغه [هـَلــَلویا] کټ مټ د هغې مرغې بچی ته ورته وه چې په خپلې هگۍ کې خو د بلې مرغې په ځاله کې وي ، ښایي خدای هم د همدغسې یوه دولت د ساتلو اوپایښت لپاره ، هـَلــَلویاوې زموږ په خولو کې وچي کړې او هـَلــَلویا د ستایونکو له خولو څخه د پردۍ مرغۍ په شان والوتله. دغه ډلې کټ مټ د چړه چه مارې سرزورې هرځایي ښځې په شان وې چې یو بازاري میړه یې ځانته را وغواړي ، نومنکلاتوران هم خپل خاوند ته را وگرځیدل له هغه یې په موبل او فرنیچرپوښل ښایسته کور تر لاسه کړ، له هغه یې مینه ، موټړ او موټړوان تر لاسه کړ. په همداسې یوه وخت کې دوه تنه سرتیري چې په افغانستان کې ژوندي نیول شوي ول له انگلستانه بیرته خپلې ډلې ته وگرځېدل. د همدغۍ مرغۍ د پښو خاپ د شمال په یوې برخې کې ورک شو. کله چې دغه کوکو یا د چڼچڼې بچۍ د شوروي د جنت په ځاله کې بیرته میشته شوله نو د هرځایي مور سراښه تنده یې د پانگوالۍ سوځېدونکي دوزخ ته زیاته شوه. هغه را وخوځېدله. د همدغې مرغې له هگۍ څخه زیږېدلې دغه بچۍ نوره یوه عادي هیوادواله نه وه هغه د یوه لوی باندیست او بدمعاش لور وه ، هغه د یوه داړه مار لور وه هغه د " ویښتانو والا " او د " سر خیریلي" لوټمار او بدمعاش لور وه د هغې پر خولې د [واینوویچ] د کوڅه گردو ترمینالوژي وه چې خپل مرشد یې په درنښت یاداوو. [ ولادیمیر واینوویچ د نومنکلاتورانو " د ويښتانو پر بنسټ " د یو په بل پسې ځای نیوونکو مشرانو د نومونو لړ لېک دی : لینن ، ستالین ، خروشچییف ، برژنیف ، اندروپوف ، چرننیکو اوگرباچف]

[53] Aidit

[54] د لیکوال یادښت : ښایي د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې اصلي غړي محمد طاهربدخشي وي چې په ۱۹۶۸ زکال کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوندغړیتوب پریښود او د [ستم ملي] د بنسټ ډبره یې کښېښودله، دا ډله په شمال کې میشته دپښتنو ضد یوه مارکسیستي ډله ده. د ۱۹۷۸ز کال په دوبي کې بدخشی ونیول شو او د ۱۹۷۹ زکال د سپتامبر په ۱۷ نېټه اعدام شو.

[55] د مصحح یادښت : میخاﺋـیل اندریوویچ سوسلوف د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو مخکښ غړی

[56] د مصحح یادښت : محمد هاشم میوندوال له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۷ ز کلونو پورې د سروزیر په توگه دنده تر سره کړه.
هغه په ۱۹۵۵ ز کال کې د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال په توگه دند او په ۱۹۶۵ کې د بریتانیا سفیر وو.له
۱۹۵۷ تر ۱۹۵۸ پورې د پاکستان سفیر ، له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۳ پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې سفیراو بیا په ۱۹۶۳ کال د پاکستان سفیر وو. هغه د داؤود په رژیم کې بندي او په زندان کې ووژل شو.ه

[57] د مصحح یادښت لېک: واضح نه شو
[58] Problemy Mira i Sotsialisma
[59] د ایران کمونیست گوند

[60] د لېکوال یادښت : د قانوني میشتې څارگرې څانگې دعملیاتي کارمندانو ډله ، د میشتې څانگې له مشر، د هغه له مرستیالان او اسیستانتانو ، یوه امنیتي مأمور اود ډلې یو شمیر نورو غړو څخه جوړه ده چې د ایجنټانو عملیاتي دندې پرمخ بیایي. عملیاتي کارمند د څارگري خدماتو هغه غړی دی چې نیغ په نیغه په جاسوسي چارو کې ښکیل دی ، هغه د نورو مخبرانو او جاسوسانو د کارونو د سمبالولو چارې پر مخ بیایي ، جاسوسي مالومات را ټولوي او د اینجنټانو عملیاتي اقدامات پلي کوي. د بشپړ څاگریز کار د تر سره کولو لپاره عملیاتي اقدامات باید طرح او پټ فعالیتونه باید د یوه یا د نورو په کار کې ښکیلو څارگري خدماتي غړو له پلوه منل شوی وي ، د اړتیا په وخت کې ایجنټان ،تخنیکي عملیاتي کارمندان ، اړوند ځواکونه ټول، موخې د ژر رسیدلو وسایلوپه کار لویږي.

[61] د مصحح یادښت : پښتو د افغانستان له ملي ژبو څخه یوه ژبه ده چې د افغانستان په سویل او ختیځ کې مېشت وگړي او توکمونه پرې خبرې کوي. په افغانستان کې د پښتو ژبې د ویونکو لوی ښارونه کابل او کندهار دي. اټکل شوی دی چې په افغانستان کې د پښتنو شمیره نهه میلیونه ده

[62] د مصحح یادښت : روښانه نه شوه .
[63] د لېکوال یادښت : مرکز هغه گړوینه یا اصطلاح ده چې د څارگرې څانگې مرکزي کارکوونکو په اړه کارَول کېدله
[64] د مصحح یادښت: لیونید ایلیچ برژنییف ، د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې لومړی سرکتر ۱۹۶۴ تر ۱۹۸۲ پورې

[65] د مصحح یاددښت: ویل کیږي چې عبدالصمد اظهر ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم د ډلې غړي، داؤود و واژه. نوموړی په ۱۹۷۹ زکال کې د امین د دولت له پلوه ونیول شو او د ۱۹۸۰ ز کال د جنوري تر مېاشتې پورې په زندان کې وساتل شو او په همدغه کال کې د جنوري په مېاشت کې د څارندوی (پولیس) بولندوی و ټاکل شو او د مرکزي کمیټې علی البدل غړی شو. بیا په کیوبا او هند کې د سفیر په توگه و ټاکل شو او په ۱۹۸۶ ز کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې اصلي غړی شو. هغه په ۱۹۸۹ ز کال کې د یوگوسلاویا سفیر و ټاکل شو او په ۱۹۹۰ زکال کې یې پناه وغوښتله.

[66] د لېکوال یادښت: عملیاتي لېک هغه لېک دی چې له مرکزیا د میشتې څارگرې څانگې له پلوه د جاسوسي کارونو په ترڅ کې د عملیاتي او یا سمبالولوپه موخې جاسوس ته ور لیږل کیږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery